عرفان در هنر

دکتر بیژن باران عرفان در هنر تجسمی با هنر کلامی…

زیبا پسند

غم خانه گشته است دل مستمند من هم شد خمیده قد…

احمد مسعود به دنبال چیست ؟

                              نوشته ی : اسماعیل فروغی      به…

اطاق فکر، د فکر خونه یا (Think Tank) یعنی چه؟

نور محمد غفوری در بین گروه های سیاسی، اجتماعی، علمی و…

دیدی گذرا بر اندیشه های اصلاحی در اسلام و جایگاه…

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم بازتولید اسلام سیاسی و بی پایه بودن…

فراز و فرود کاتوتسکی، از مارکسیست کبیر تا اپورتونیست "مرتد"

karl kautsky 1854-1937 آرام بختیاری کائوتسکی مرتد رنگات؛ تئوریسین سوسیال دمکراسی. کارل کائوتسکی…

گذر عمر 

رسول پویان  عمـر در انـتـظار می گذرد  بـا دل بـی قـــرار می…

شماره دوم/ سوم سال ۲۷م محبت

شماره دوم/ سوم سال ۲۷م محبت از چاپ برآمد و…

امید

قاسم آسمایی عبدالله سپنتگر از جملۀ سروده سرایانی است که کم…

در باره شرایط انقلاب مسالمت آمیز

ترجمه. رحیم کاکایی یوری آنتونوف وظیفه کنونی و اصلی مبارزه توده های…

پرچمداران!

امین الله مفکر امینی       204-01-09! ســر فرازیهـــا بـــود پرچمداران را درنبرد بــا…

« قانون » اسارت اسلامی افغانستان 

میر عبدالواحد سادات انگیزهء پرداختن به این موضوع، نشر سندی است…

مخالفت با طالبان دفاع از حق است و نه دفاع…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان نباید بخاطر شماری خاینان حق مشروع مردم…

هیوا قادر"، شاعر، رمان‌نویس و مترجم نامدار کُرد

استاد "هیوا قادر"، شاعر، رمان‌نویس و مترجم نامدار کُرد، زاده‌ی…

دستورهای سیاه یا «قانون امربه معروف ونهی از منکر» حکومت…

 ح «حریف» آلمان – آگست ۲۰۲۴ قانون ، دساتیروقواید عمومی واجباری است…

د بڅرکي صاحب بشپړه مرکه

د ادب او فرهنګ درنو او پتمنو مینه والو! ښاغلی بڅرکی…

به بهانۀ نگاهی به دیوان اشعار نثار احمد " نثاری"

نویسنده: مهرالدین مشید از طفیل عشقری، شایق جمال و حیدری بوریای فقر…

صبح دلاویز 

رسول پویان  رها ازتار شب ها می کند شوق سحرخیزم  شـفـق بـازی…

مغز عارف

دکتر بیژن باران به من بگو قبل از تولد کجا…

زاده هایی از زن ولی دشمنان جان او

وحشیا، ترسی ز روی و موی و آوازم چرا؟ از زنی…

«
»

د ټاکنو تر شا پټ لاسونه؛ ځينې کړۍ انتخابات شخصي کوي

په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د وري په ۲۵ مه نېټه په ټاکنو کې د خلکو د ګډون لپاره نومليکنه پيل کړې ده خو اوس په کې د خلکو ګډون کمرنګه معلوميږي. اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د نوملیکنې له بهیره ناخوښ دی او وایي، چې تر دې دمه خلک نه دي پوهیدلي، چې د ولسي جرګې، ولسوالیو شوراګانو او د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې د دوی د نن او سبا لپاره هر څه دي. بل لور ته بيا د کندهار امنيه قوماندان د نومليکنې کارت اخيستل جبري کړي او وايي، له‎ دې وروسته به په دې ولایت کې د هغه چا عریضه او نور دولتي کارونه د اجرا نه شي چي تذکره او د رأی لپاره د نوم لیکنې کارت ونه ‎لري.

په ورته مهال ولسمشر غني بيا د حکومت له مشرانو او د ټاکنو کمیسیون له  غړیو سره په لیدنه کې د نوملیکنې بهیر ارزولی اوسپارښتنه یې کړی، چې حکومت، کمیسیون، دیني عالمان او مدني بنسټونه دې په عامه پوهاوي پروګرام کې ډېر کار وکړي. په همدې وخت کې د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ بيا وایي: که له لس میلیون رای ورکوونکیو څخه یو میلیون وګړي رای ورکړي؛ د ټاکنو مشروعیت به تر پوښتنې لاندې راشي.       

اوس پوښتنه دا ده چې ولې خلک رايې کارتونه نه اخلي؟

څو دليلونه لري

لومړی؛ طبيعې ستونزې او بارانونه: که څه هم د راتلونکو ټاکنو اړوند د خلکو باور ته تېرو ولسمشريزو ټاکنو جنجالونو او سياسي غوبل د خلکو باور ته زيان رسولی دی خو بيا هم خلک غواړي چې په دغې ملي پروسې کې برخه واخلي او خپل سرنوشت په خپله وټاکي. خو په کابل ښار او يو شمېر ولايتونو کې وروستيو بارانونو نامناسبو اقليمي شرايطو د ټاکنو نومليکنې بهير کې د خلکو په ګډون منفي اغيز کړی دی. وروستي بارانونه د دې باعث شوي دي چې خلک په پراخه پيمانه د ټاکنو لپاره د کارت اخيستلو په بهير کې ګډون وکړي.

دويم؛ پر ټاکنيزو کمېسيونونو او حکومت د خلکو بې باوري: پر تېرو ولسمشريزو ټاکنو د سياسي ډلو غوبل او په هغه مهال ولس او حکومت ته د سياسيونو ګواښونو؛ په ټاکنو د خلکو باور سخت زيانمن کړی دی. ولس په ډيرو سختو شرايطو کې له کوره راووت، رايې اچونې مرکز ته د پراخو امنيتي تهديدونو سره سره ولاړ، رايه يې ورکړه څو خپل سرنوشت خپله وټاکي او د دوی د خوښې کس پرې واکمن شي خو له بده مرغه چې سياسي فضا کورنيو او بهرنيو کړيو داسې برابره کړې وه چې يو درېيمګړی راشي او د ميليونو افغانانو رايو پر سر معامله وکړي او مونږ ته يو معجون مرکب حکومت جوړ کړي. بيا د حکومت نتيجه هم ولس ته په تېرو درېو کالو کې معلومه شوه نو اوس ولس تېر ته په کتو په راتلونکو ټاکنو کې له ګډونه بېزاره شوی دی. همدا سبب دی چې د نومليکنې بهير سست او په کې د خلکو ګډون کمرنګه دی.

درېيم؛ امنيتي تهديدونه: د پورته يادو شويو لاملونو سربېره امنيتي تهديدات هغه بل ستر عامل دی چې په راتلونکو ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون مخنيوی کوي. همدا اوس د ولايتونو په ګډون آن په مرکز کې هم خلک ځان خوندي نه احساسوي. وسله وال مخالفانو له وړاندې د ټاکنو بهیر سره مخالفت ښودلی دی او ولس اوس ډار لري که چيري د نومليکنې کارت واخلي نو ممکن د وسله والو له غبرګون سره مخ شي. په مراکزو بيا هم خلک کارتونه اخلي خو په ليرې پرتو سيمو په ځانګړې توګه هلته چې د وسله وال مخالف شتون زيات دی؛ ولس د خپل سر د خونديتوب په خاطر هم په ټاکنو کې برخه نه اخلي او همدا سبب دی چې د راتلونکو ټاکنو لپاره د نومليکنې بهير سست روان دی.

د ولس اندېښنې

دا چې د برښنايې تذکرو وېش ترسره نه شو او دا ملي بهیر د شخصي عقدو او ګټو قرباني شو نو اوس د خلکو هغه شک چې ټاکنې به د حکومتي او ځينو سياسي کړيو له لوري منحصرې او د دوی په ګټه به ترسره شي، حقيقت ته نيږدې کيدونکی دی. ولس اوس حس کوي چې ټاکنې د يوې خاصې کړۍ او يا د حکومت له لوري په قصدي توګه منحصريږي او په کې د خلکو د ګډون لپاره زمينه نه برابريږي. ځکه کمزوري نظامونه تل هڅه کوي چې ملي پروسې کمرنګه کړي څو پاک او ملي شخص څوکۍ ته لار پيدا نه کړي او يوازې همدوی په واک پاتې شي.

په ټاکنيزو اصلاحاتو په کلونو کلونو جنجالونه او د حکومت د شريکانو تر منځ د نظر اختلاف په اوس وخت کې د ټاکنو بهير په سياسي کولو او د مشخصو کړيو له لوري منحصورولو باندې دلالت کوي. اوس نو ولس په دې باور دی چې حکومت او سياسي ډلې قصداً غواړي چې ولس په ټاکنيز بهير بې باوره شي او په کې برخه وانخلي څو دوی او د دوی مافيايې بانډ يو ځل بيا په واک کې پاتې شي. نو دلته اوس د ولس وجيبه او فريضه ده چې په ټاکنو کې په خپل پراخ ګډون د مغرضو کړيو شوم پلان شنډ کړي او په خپله په خپل لاس خپل سرنوشت وټاکي کنې تر راتلونکې پنځه کاله به حالات له دې بدتر شي.

لیکنه : خوشحال آصفي