نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

                یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                               (قسمت سوم…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

گاهی اتفاقی ستاره‌ای  در دفترم چشم باز می‌کند ولی، من هنوز به آفتاب نقش…

ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

مخالفان پراکنده، بازیگران متحد؛ مدیریت خلای سیاست در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید اردوگاۀ از هم گسخته؛ فرصتی برای مانورهای منطقه…

گام بزرگ به سوی مبارزهٔ مشترک

برگزاری نشست مشترک دفتر سیاسی – اجرایی و بیروی اجرائیه…

پدر سالار

ما زنان سر زمین های جنگ  زنان جهان سوم  جهان پدر سالار وقتی…

اسدالله بلهار جلالزي

له ښاغلي (اسدالله بلهار جلالزي) سره، چې د علم او…

افغانستان، سوار بر شانه های ژیوپولیتیک پرتنش و پیچیده منطقه…

نویسنده: مهرالدین مشید روایتی از زنده گی در سایه امید یا…

میراث سکاها، هویت ایرانی و مسئله تورانیان در شاهنامه 

- دکتر بیژن باران شاهنامه، خاطره حماسی سکاهای ایران، جغرافیای اسطوره‌ای…

افغانستان نقطه مرکزی جیو پولیتیک

در سیاست قدرت های مخرب نظم و ثبات ! در بردن…

شور و حال عشق 

رسول پویان  عشق دردام سیاست مرغ بسمل می شود  پـرپـر احسـاس دل بندِ سـلاسـل می شود  تا ز چنگِ بازی ی صیاد مـرغ دل پـرید  عشوه از بهر فریب دل، مشکل…

«سازش» و «سازشکاری» یعنی چه؟

‫ رفیق نورالدین کیانوری ــ پرسش و پاسخ، شمارهٔ ۲۰، دی‌ماه ۱۳۵۹ــ…

دو کلمه؛ همچون دو پرخاش

Eklektism, Dogmatism. آرام بختیاری التقاطی و دگماتیسم؛ دو واژه یا دو سیستم…

«
»

د وطن د ترقۍ ملی ګوند د هیسن ایالت د ګوندي شورا غونډه

د وطن د ترقۍ ملی ګوند د آلمان د هیسن د ایالت ګوندي شورا د ۲۰۱۴ زیږیدیز کال د جنوري د میاشتې په ۳۱ نېټه د فرانکفورت په ښار کې غونډه وکړه. په دې حضوری غونډه کې د آلمان د سراسری شورا رئیس ښاغلی امیر محمد ګران او پوهنیار نورمحمد غفوری د ګوند د دارالانشأ او اجرائیه شورا غړی ګډون درلود. د غونډې اساسی موضوع د تیر کال د دسمبر د میاشتې د ګوندي کنګرې د اسنادو د توضیح او د هغو د پریکړو له پاره د محلی شرایطو سره سم د عملی لارو چارو موندل ؤ.

غونډه د هیسن د ایالتي شورا د رئیس محترم عزیزالله زرمتی لخوا پرانستل شوه. محترم زرمتي د هیسن په ایالت کې د ګوندي سازمان د فعالیتونو په اړه د غونډې ګډون کوونکو ته رپوټ ورکړ. د هیسن د ایالت د ګوندی شورا مرستیال محترم محمدافضل امرخیل هم د ګوندی داخلی ژوندانه او تشکیلاتی موضوعاتو په اړه  اوږدې خبرې وکړې. د نورو افغانی ګوندونو له سازمانی کړيو، په هیسن کې د افغانی مدنی او کلتوري ټولنو او ټولو افغانانو سره د شریک کار له پاره د مناسبو او اغیزمنو میتودونو د موندلو په اړه نظرونه وړاندې او پریکړې وشوې.  محترم امیر محمد ګران د اروپا او آلمان د سراسری شورا د فعالیتونو او د هغو ترمخ د پرتو دندو په اړه معلومات وړاندې کړل او په څنګ کې یې په سیمه ایزو او نړیوالو موضوعاتو رڼا واچوله. په غونډه کې ځینې نورو ګډون کوونکو هم په نوبت سره د هسین د ایالت، د آلمان او اروپا د ګوندي سازمانونو  او همدا راز د سراسری ګوندي  فعالیتونو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل. د فعالیتونو په بهیر کې یې تش ځایونه په نښه او د هغو د ډکولو او د کارونو د لاښه سمون او چټکتیا په خاطر یې نیوکې او وړاندیزونه وکړل. محترم عبدالحمید شهیدنور، محترم سید عبدالقادر، محترم خوشدل یعقوبی، محترم ممیز، محترم انجینر سید احمد او نورو په نوبت سره خپل نظرونه، نیوکې او وړاندیزونه بیان کړل او د ښاغلی نورمحمد غفوری څخه چې له افغانستان څخه راغلی او په غونډه کې یې ګډون درلود، وغوښتل چې د دوی هغه غوښتنې، وړاندیزونه او انتقادونه  په کابل کې د اجرائیه شورا او همداراز د دارالانشأ په غونډو کې طرحه کړي، تر څو چې د ګوندي فعالیتونو د لاچټکتیا او سمون په لاره کې ترې کار واخیستل شي.

په غونډه کې پوهنیار نورمحمدغفوری د ګوندي کنګرې د جوړیدو او د هغو د بهیر او پریکړو، د ګوندي وحدت د ټینګښت، په انتخاباتي مبارزه کې د ګوند د فعالیت او موقف، په اوسنیو حالاتو کې د ولسي کتلو ترمنځ د ګوند د نویو کاري میتودونو او همداراز د هیواد د اوسنیو ستونځمنو او کړکیچنو حالاتو په اړه خبرې وکړی او نوی معلومات یې ملګرو ته وړاندې کړل.  نوموړې ددې غونډې جوړول په دې خاطر د ډیر اهمیت وړ وبلل چې په داسې حال کې د وطن د ترقۍ ملی ګوند غړي په فرانکفورت کې سره یوځای کیږی چې د ګوند د داخلی ژوندانه له پاره خورا مهمې ورځې دی. تقریبا یوه میاشت مخ کې د ګوند کنګره جوړه شوه او په ۲۰۱۴ زیږیدیز کال کې زموږ هیواد د سیاسی، پوځی او اقتصادی انتقال له پروسې سره مخامخ کیږی. د ۱۳۹۱ کال د میزان په میاشت کې د هغه وخت د (ملی ګوند) او د (وطن د ترقۍ ګوند) د وحدت کنفرانس د ګوند غړو ته وعده او د ګوند رهبري ارګانونو ته دنده سپارلې وه چې د یوه کال په موده کې به په ټولو ښارونو، ولایتونو، ناحیو او ولسوالیو کې ګوندي سازمانونه یو له بله سره يوځای کوی. د یوه کال په اوږدو کې به د ټولو سازمانو څخه و لوړو ارګانونو ته د آزادو او دموکراتیکو انتخاباتو له لارې د ګوندي شورا ګانو د رهبرۍ غړي راپورته کیږی او د همداسې دموکراتیکو انتخاباتو له لارې به د کنګرې استازي د معین نورم له مخې ټاکل کیږي او تر یوه کال وروسته موده کې به کنګره جوړیږي. د وطن د ترقۍ ملی ګوند رهبری د همدې کار له عُهدې څخه ووته. ګوندي سازمانونه یې لومړی د معینو توافقاتو له مخې یو له بله سره مدغم کړل او بیایې د ټاکلې مودې په پولو کې د ګوندي شوراګانو له پاره منتخبې رهبري کړۍ رامنځته کړې، د آزادو او دموکراتیکو انتخاباتو له لارې یې د کنګري استازی وټاکل او کنګره یې په بریالیتوب سره تیره کړه. ګوند وکولای شوای چې په ډیرو سختو شرایطو کې چې له ډیرو خواوو د ستونځو سره مخامخ وو، له کنګرې څخه واحد او غښتلی راووزي او هیله ده چې وحدت يې له پخوا څخه نور هم محکم او په نوی کیفي پړاو کې قرار ولري. ددې کنګرې په وخت کې ګوندې فعالینو او د کنګرې له پاره منتخبو استازو د څلورو ورځو په اوږدو کې یو له بله سره د رسمي غونډو او آزادو بحثونو په بهیرکې ښه وپیژندل او یو د بل له نظره خبر او  د ګوندی او سیاسی کار تجربې یې یو له بله سره شریکې کړې. په دې ډول د وطن د ترقۍ ملی ګوند له ټولو تشو ځایونو، انتقادونو او سهوو سره سره، د هیواد په کچه یوځل بیا د دموکراتیک او مدرن سازمان په کره نمونه واوښټ.

باید یادونه وشي چې د ګوند دموکراتیزاسیون او مدرنیزاسیون کومه مشخصه پروژه نه ده چې په معین وخت کې د ټاکلو ظرفیتونو د په کار اچولو سره شروع او پای ته ورسیږي، بلکې دا یوه دوامداره پروسه ده چې هر وخت دوام مومی او دوام به ولری. همدا پروسه نن د آلماني ټولنې په ډیرو پخوانیو ګوندونو کې هم روانه ده. تاسې یې ګورئ چې د آلمان سوسیال دموکرات ګوند چې ۱۵۰ کلنه سابقه لری، د تاریخ په اوږدو کې یو ځای د بورژوازی دموکراتیکو پروسو سره څنګ پر څنګ را لوی شوی او وده یې موندلې ده، د آلمان په دموکراتیک او پرمختللې ټولنه کې سیاسی فعالیت کوی او د نورو هیوادو د ترقی غوښتونکو چپو ګوندونو له پاره یوه وتلې نمونه ده، بیا یې هم په ۲۰۱۳ میلادی کال کې په دولتی چارو کې د ګډون او د سیاسی فعالیتونو د سمون په خاطر د دموکراتیزاسیون او مدرنیزاسیون موضوع ته خاص پام ور واړاوه او په مهمو موضوعاتو کې یې د ګوندې غړو د پراخه ګډون او عامې نظرغوښتنې پروسه پیل او په بریالۍ توګه پای ته ورسوله. ددې کار په پایله کې د سوسیال دموکرات ګوند رهبرۍ د غړو د ډیرکیو ملاتړ له ځانه سره تضمین کړ او اوس په ډاده زړه خپلو ګوندي فعالیتونو او له مسیحی دموکرات او سوسیال مسیحی ګوندونو سره یوځای دولتی کارونو ته دوام ورکوی.

په نننۍ غونډه کې د طرحه شوو سوالونو او انتقادونو په لړ کې باید داخبره یاده کړم چې د (ملی پیام) ګوندی نشراتی ارګان د ګوند د زده کړو او فرهنګی کمیسیون تر لاس لاندې نه دی، بلکې په لوړه کچه د دارلانشأ په چوکاټ کې مستقل فعالیت کوی. د دارالانشأ لخوا په مستقیمه توګه ورته مسؤل کس او ورسره یوځای د لیکنې د هیئت غړی هم ټاکل شوی دی.

د ګوندی فعالیتونو او په دې لړ کې د زده کړو او فرهنګی چارو په سم پرمختګ کې د نورو ستونزو تر څنګ غوره ستونزه د مالی او پولی منابعو نشتوالی دی. د ټاکلې بودجې او د مالی امکاناتو پرته د موادو برابرول، چاپول او د هیواد ګوټ ګوټ ته رسول ناشونی کار دی. په دې اړوند په خارجي پرمختللو هیوادونو کې ګوندي غړی او سازمانونه ښه رول لوبولی شی او هیله داده چې په دې باب په آلمان او اروپا کې د ګوندي غړو  له خوا ډیره توجه وشي.

بې له شکه زموږ په ګوندي کارونو کې به د یوه او یا بل چا له نظره نواقص موجود وي او موجود دي. د ګوند غړي کولای شي چې د ګوندي داخلی دموکراسۍ له شرایطو او په اساسنامه کې د درج شوو حقوقو څخه ګټه پورته کړی او خپل وړاندیزونه او نظرونه له نورو ملګرو سره شریک او له رهبرۍ سره طرحه کړي. ما پخپله هم د کنګرې د جوړيدو تر مخه د ملګرو سره د «چالش ها فرا راه حزب و راه حل های آن» تر سرلیک لاندې په لیکلې رساله کې د خپله نظره د ګوندي فعالیت د لاچټکتیا او سمون په خاطر د شلو مواردو یادونه وکړه، د ستونزو د حل،  د نواقصو د له منځه وړلو او د مدرنو ابتکارونو د پکاراچولو په خاطر مې ټاکلي وړاندیزونه او نظرونه طرحه کړل. دا رساله دهغو تجربو پر اساس ولیکل شوه چې ما د خپل هیواد د کلیو او ښارونو، د تحصیل په وخت کې د سوسیالیستی  سیستم او اوس د غربی اروپا او امریکا په بورژوازی شرایطو کې د سیاسي او د ګوندی فعالیتونو په بهیر کې لاس ته راوړې دي. له نېکه مرغه چې د کنګرې په وخت او هم وروسته له هغې په رساله کې د ډیرو طرحه شوو مسئلو په اړه بحثونه پیل او پریکړې نیول کیږي. زموږ په ګوند کې مسلطه روحیه داسې ده چې هر ګوندي ملګری د نورو ګوندیانو طرحو او نظرونو ته احترام او دقت کوی، هغه اوري، هغه لولي، ځان پرې پوهوي، تحلیل او تجزیه کوي یې او په اړه یې په خپله آزاده اراده او ژور تفکر معین موقف او تصمیم نیسي. همدا د هیواد په سختو شرایطو کې زموږ په ګوند کې د پراخه دموکراسۍ او پلورالیسم موجودیت زموږ د ګوند له مشخصو ځانګړنو څخه بلل کیدای شي.  موږ نه یوازې په ګوندي چارو کې، بلکې په ملي مسئلو کې هم د پلورالیسم او د مختلفو او یو له بله سره د مخالفو او ان متضادو افکارو، عقیدو او نظریو د  احترام او متقابل زغم پر بنسټ چلند کوو.

 د هیواد په اوسنیو حالاتو کې د امنیتی وضعې د خرابۍ، د چارواکو له خوا د سیاسی ټینګې ارادې د نشتوالي،  د انتخاباتو او د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو د کمیسیونونو او په مرکز او ولایتونو کې د زورآورو کسانو د لاسوهنو له کبله د رښتینو آزادو، رڼو او دموکراتیکو سراسری انتخاباتو امکان نشته. ډیرو کسانو چې ولایتي شوراګانو ته ځانونه کاندید کړی ؤ، بې له هیڅ دلیله یې نومونه له لسته غورځیدلی او هیڅ مقام او ارګان یې اعتراض او شکایت نه دی اوریدلی، د لیستونو څخه د لرې کیدو علت یې نه دي څرګند او د سوالونو ځواب یې نه دی ورکړل شوی.

سره له ټولو هغو نواقصو چې په هیواد کې روانه انتخاباتی پروسه یې لری، د ګوند رهبرۍ پریکړه کړې چې په انتخاباتو کې به ګډون کوي. د ولس مشرۍ په انتخاباتو کې زموږ ګوند د ډاکتر اشرف غنی احمدزی له ټیم څخه ملاتړ کوی او زموږ د ګوند او ګوندي رهبرۍ په نظر په اوسنیو کاندیدانو کې د ډاکتر اشرف غنی احمدزی د (دوام او بدلون)  پروګرام تر نورو ښه دی. د ګوندي رهبرۍ غوښتنه داده چې د وطن د ترقۍ ملی ګوند ټول غړی په اوسنیو شرایطو کې له همدې پریکړې زغرده ننګه وکړي.

په پای کې غونډه د وطن د ترقۍ ملی ګوند د آلمان هیواد دشورا د رئیس محترم امیر محمد ګران په ارزونه او وروستیو خبرو پای ته ورسېده.