دلسوز صابر

بانو "دلسوز شیخ صابر"  (بە کُردی: دڵسۆز شێخ سابیر -…

عرفان در هنر

دکتر بیژن باران عرفان در هنر تجسمی با هنر کلامی…

زیبا پسند

غم خانه گشته است دل مستمند من هم شد خمیده قد…

احمد مسعود به دنبال چیست ؟

                              نوشته ی : اسماعیل فروغی      به…

اطاق فکر، د فکر خونه یا (Think Tank) یعنی چه؟

نور محمد غفوری در بین گروه های سیاسی، اجتماعی، علمی و…

دیدی گذرا بر اندیشه های اصلاحی در اسلام و جایگاه…

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم بازتولید اسلام سیاسی و بی پایه بودن…

فراز و فرود کاتوتسکی، از مارکسیست کبیر تا اپورتونیست "مرتد"

karl kautsky 1854-1937 آرام بختیاری کائوتسکی مرتد رنگات؛ تئوریسین سوسیال دمکراسی. کارل کائوتسکی…

گذر عمر 

رسول پویان  عمـر در انـتـظار می گذرد  بـا دل بـی قـــرار می…

شماره دوم/ سوم سال ۲۷م محبت

شماره دوم/ سوم سال ۲۷م محبت از چاپ برآمد و…

امید

قاسم آسمایی عبدالله سپنتگر از جملۀ سروده سرایانی است که کم…

در باره شرایط انقلاب مسالمت آمیز

ترجمه. رحیم کاکایی یوری آنتونوف وظیفه کنونی و اصلی مبارزه توده های…

پرچمداران!

امین الله مفکر امینی       204-01-09! ســر فرازیهـــا بـــود پرچمداران را درنبرد بــا…

« قانون » اسارت اسلامی افغانستان 

میر عبدالواحد سادات انگیزهء پرداختن به این موضوع، نشر سندی است…

مخالفت با طالبان دفاع از حق است و نه دفاع…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان نباید بخاطر شماری خاینان حق مشروع مردم…

هیوا قادر"، شاعر، رمان‌نویس و مترجم نامدار کُرد

استاد "هیوا قادر"، شاعر، رمان‌نویس و مترجم نامدار کُرد، زاده‌ی…

دستورهای سیاه یا «قانون امربه معروف ونهی از منکر» حکومت…

 ح «حریف» آلمان – آگست ۲۰۲۴ قانون ، دساتیروقواید عمومی واجباری است…

د بڅرکي صاحب بشپړه مرکه

د ادب او فرهنګ درنو او پتمنو مینه والو! ښاغلی بڅرکی…

به بهانۀ نگاهی به دیوان اشعار نثار احمد " نثاری"

نویسنده: مهرالدین مشید از طفیل عشقری، شایق جمال و حیدری بوریای فقر…

صبح دلاویز 

رسول پویان  رها ازتار شب ها می کند شوق سحرخیزم  شـفـق بـازی…

مغز عارف

دکتر بیژن باران به من بگو قبل از تولد کجا…

«
»

د قطر غونډه چا او د څه لپاره لغوه کړه؟

په داسې حال کې چې په قطر کې د افغان سياستوالو او طالبانو تر منځ غونډې ته د خلکو هيله مندي زیاته وه؛ تېره ورځ د نامعلومو دلايلو له امله دغه غونډه لغوه اعلان شوې ده. څوک وايې لغوه شوې او ځینې نور راپورونه بيا وايې چې ځنډېدلې ده. طالبانو د دغې غونډې د ځنډيدو پړه پر افغان حکومت اچولې خو افغان حکومت بيا قطر پړ بللی دی. هاخوا د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف هم افغان حکومت پړ بللی او دا يې د ولسمشر غني لخوا د سولې د هڅو د تخريب هڅه بللې ده.

اوس پوښتنه دا ده چې غونډه د چا په غوښتنه لغوه شوه او هدف يې څه دی؟

غونډه چا لغوه کړه؟

د غونډې په لغوه کېدو کې افغان حکومت پراخ رول لري. درې دليلونه شته چې ښيې دغه غونډه د افغان حکومت په غوښتنه لغوه شوې ده.

لومړی: دا چې افغان حکومت اصلاً د دغې غونډې په دايرېدو راضي نه و. دا چې ولې له دغې غونډې دايريدو سره مخالف و؛ دليل يې دا دی چې حکومت پوهيدلو چې د دغې غونډې په دايرېدلو سره به طالبان بين افغاني خبرې پيل کړي چې کرېډټ به يې د حکومت منتقدو سياسيونو ته ولاړ شي، او دا چاره په هيڅ صورت حکومت نه غواړي.

اصلاً د دغې غونډې لپاره د پلاوي د ټاکلو پر سر اختلاف او بيا د 250 کسانو ليست برابرول په خپله د دغې غونډې سره د مخالفت په معنا دي. ځکه دغه 250 کسانو لپاره اصلاً د قطر حکومت چمتووالی نه و نيولی. په همدې خاطر خو د قطر دفتر لخوا د محدود کسانو ليست هم حکومت ته وړانديز شو چې دغه محدود کسان کافي دي خو حکومت ورسره ونه منلو.

همدا راز د حکومت د مخالف لپاره بل ثبوت دا هم کيدای شي چې څو ورځې وړاندې د حکومت لخوا د دغې غونډې لپاره له اعلان شوي ليست سره طالبانو له وړاندې مخالفت کړی و خو افغان حکومت بيا هم خپل 250 کسيز ليست واستوو.

دويم: دا چې حکومت حکومت نه غواړي لويه جرګه بې اهميته شي. ځکه حکومت د خپل ټاکنيز کمپاين لپاره د سولې مشوري لويه جرګه په لاره اچولې ده خو دا چې حنيف اتمر، ډاکټر عبدالله عبدالله، رحمت الله نبيل او ډيری منتقدو سياسيونو تحريم کړه نو دغه مشورتي جرګه د خلکو له نظره بې اهميته شوه چې حکومت ته دا د منلو نه دي. اوس د دې لپاره چې بېرته د دغې جرګې لپاره د اوړو پوزه کيږدي او خلکو ته يې له اهميته ډکه وښيې؛ د قطر غونډه يې لغوه کړه چې د خلکو ټول تمرکز او هيلې د سولې مشورتي لويې جرګې په وتړل شي.

درېيم: امريکا هم په يو ډول په قطر کې د بين الافغاني خبرو سره ډيره دلچسپي نه درلوده. ځکه که چيرې د دغې غونډې له امله که طالبان بين الافغاني خبرو ته حاضر شوي وای نو له دغې ډلې سره د زلمي خليلزاد روانې خبرې به بې اهميته شوې وې. ځکه بين الافغاني خبرو ته د طالبانو د حاضرولو کريډټ به ټول سياسيونو ته تللي و چې په دې کار سره د طالبانو او زلمي خليلزاد تر منځ خبرو باندې هم سيوری غوړيدلو.

نه افغان حکومت غواړي چې د سولې امتياز دې له حکومت پرته د بل چا په نوم ثبت شي او نه امريکا غواړي چې له طالبانو سره د زلمي خليلزاد خبرې بې اهميته شي. دغه دواړه دليلونه د دې باعث شول چې د قطر غونډه لغوه شوه. پلان همدا شو چې په دغه غونډه کې د ګډون کوونکو ليست يې لوی کړ او قطر هم مجبور شو چې د طالبانو د مخالفت او د ټاکل شوي اندازې څخه د زياتو ميلمنو له امله دغه غونډه لغوه کړي . او د یادونې وړ ده چې هغه ۲۵۰ کسیزه لیست هم د افغان ولس استازیتوب نشو کولای ځکه په دغه لیست کې داسې ډیر کسان هم ول چې هیچاه نه پیژندل او مجهول الهویت ول چې د دغسې کسانو ټاکل په سوله باندې ملنډې وهل دي.

لیکنه : خوشحال آصفي