د شاهین قول اردو مدیرمیرحمید الله هاشمی د خپل سکرتر له خوا ووژل شو
په شمال کې د شاهین قول اردو د ښوونې او روزنې مدیر د خپل سکرتر له خوا وژل شوى دى.
دا پېښه پرون سهار وختی د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې رامنځته شوې ده.
د پژواک د خبر له مخې، د بلخ د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالرزاق قادری وویل، چې د شاهین قول اردو د ښوونې او روزنې مدیر میر
حمید الله هاشمی پرون سهار د مزار شریف ښار اړوند د روشن پلازا په بلاکونو کې وژل شوى دى.
هغه زیاته کړه، چې له ده سره وړمه شپه په کور کې خپل سکرتر او موټر چلونکى و، خو سکرتر یې پرون سهار د هغه د وژنې په هڅه نوموړى سخت ټپی کړى او خپله تښتېدلى دى.
د قادری د معلوماتو له مخې، د هاشمی د کورنۍ غړو او موټر چلونکی یاد مدیر په ټپی حالت کې روغتون ته لېږداوه، چې پر لاره یې سا ورکړه.
د امنیت امر وویل چې پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړې دی
عارف امیری