جنگ ایران، محاسبات ترامپ و بازتعریف آسیب‌پذیری در جغرافیای منطقه

وحیدالله نورزی جنگ‌ها را نمی‌توان تنها با شمار حملات، میزان خسارات…

دو یاداشت !

1-- افغانستان و اثرات موقعیت جغرفیایی ان . 2-- چاره اساسی…

تعلق بر انسانیت بجا است !

امین الله مفکر امینی              2026-08-10! بــه هر طرف مینگرم بوی تعلقات…

از قهرمان‌سازی تا نقد تاریخی؛ بازخوانی کارنامه رهبران در شش…

 نویسنده: مهرالدین مشید بزرگ‌نمایی رهبران؛ ناسپاسی به آرزو های مردم افغانستان رخدادهای…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواری های عصر ساسانی(بخش۲)

علی میرفطروس -« عربِ بادیه نشین را رها کن و او…

پروفیسور استاد  نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد  نصیب الله سیماب سره، چې د…

پیام هستی

رسول پویان ز قلب هستی پیامی بـه گوش دل گفتند چه خوش…

افغانستان در آستانه بحران چند لایه؛ ابتکار خروج از جنگ

 نویسنده: مهرالدین مشید چه کسی باید ابتکار خروج از جنگ را…

فراتر از امیر؛ درون معماری قدرت طالبان

قسمت دوم: از هویت تا قدرت؛ چگونه یک سازمان خود…

نیهلیسم؛ محصول شکست سیاسی یا فردی؟

Nihilism. آرام بختیاری نیهلیسم یعنی پوچی، انفعال، زوال، بطالت، و فاقد هدف.  نیهلیسم…

گزیده‌ی اشعار شرمین ولی

اشعار کتاب اندوه ارغوانی یک سیب گزیده‌ی اشعار شرمین ولی مترجم: زانا کوردستانی (۱) پاییز…

فراتر از امیر؛ درون معماری قدرت طالبان

قسمت اول: مسئله فقط امیر نیست وقتی درباره طالبان صحبت می‌کنیم،…

بعد از ضربه چه می‌ماند؟

افغانستان و منطقه در عصر جنگ‌های فرسایشی Wahidullah Noorzai — Former…

دل دادن و دل بردن!

امین الله مفکر  امینی                2026-25-09 دلـــــدادن ودل بردن ودل بستن نباشد…

ایدئولوژی سایه ای سنگین برفراز اندیشه ها

 نویسنده: مهرالدین مشید              زنجیر های ناپیدای ایدئولوژی  انسان موجودی معناجو است. او…

علم ګل سحر

له ګران علم ګل سحر سره، چې د علم او…

فاصله میان قدرت و اثر

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

چند شعر کوردی با ترجمه 

چوون خەم و پەژارە  وڵاتمی داگیرکرد دەسوری داکوو دڵخۆشیان خەسان. ◇ در این سرزمین  غم حاکم…

نورستان؛ از خاطره یک جنگ تا آغاز یک دوره تاریخ

 نویسنده: مهرالدین مشید آغاز دوباره درگیری‌ها در منطقه کامدیش نورستان، خاطره…

افغانستان میان مهندسی قدرت و بازی امنیتی طالبان و پاکستان

 نویسنده: مهرالدین مشید درگیری طالبان  با مردم؛ فرار از حل بحران…

«
»

د سپینکي ماما سپینې او غوړې خبرې!

وايي کوم ناروغ د نس خوږي د درملنې لپاره یوناني ډاکټر ته ولاړ. ډاکټر ورته له کتنې روسته د جمال کوټې ( یو ډول دوايي توکی دی) څو پوړۍ ورکړې. ناروغ چې کله د دوا یوه پوړۍ وخوړه، سملاسی يي په نس ناستو پیل وکړ او له څو نس ناستو روسته يي، سا ورکړه. یوناني ډاکټر چې کله د خپل ناروغ له مرګه خبرشو، بې له دې چې د ناروغ د مرګ په اړه فکر وکړی د خپلې پوهې او درملنې ستاینه کوي او وايي چې که ناروغ مړ شوی نه وای، نو زما په توصیه شوې دوا کې، د څلویښتو نورو نس ناستو توان هم موجود وو، خو له بده مرغه چې ناروغ مخکې له هغې مړ شو!
نن مې د BBC پښتو بریښناپاڼه کې د پخواني ولسمشر حامدکرزي د مخکیني ویاند ښاغلي ایمل فیضي یوه خپره شوې لیکنه ولوسته. دا لیکنه کېدای شي ځینې کسانو ته په زړه پورې وي چې زه يي هم هغو ته د لوستلو سپارښت کوم، خو زما پشان ښايي ډېرو کسانو ته چې هغوی په تېرو ۱۳ کلونو کې د ښاغلي کرزي د خپلې خولې او یا د هغه د بېلا بېلو ویاندانو خبرې او ژمنې اورېدلي او زه يي دلته د سپینکي ماما د سپینو او غوړو خبرو په نوم بولم، دومره نوې او منلې نه وي!
ایمل فیضي خپله لیکنه کې د ځینو نورو چارو تر څنګ دوه مهمو خبرو ته اشاره کوي. لومړی دا چې کرزي امریکا سره د بې شرطه امنیتي سند د لاسلیک جدي مخالفت وکړ او دوهمه دا چې ولې ملاعمر د امریکا هدف نه دی؟
که د دواړه خبرو منځپانګې او وخت ته ځير شو، څرګندیږي چې دا دواړه خبرې نه تصادفي دي او بلخوا د وخت حساسیت ته په پام راوړاندې شوې دي.
کرزی خپله هم کله ناکله، امریکا سره د امنیتي سند د مخالفت خبره شاربلې ساتي، خو زیات وخت د خپلو حوارینو په ژبه غږیږی. امنیتي سند چې امریکا سره د ستراتیژیک تړون یوه برخه ده او داسې تړون د کرزي لخوا لاسلیک شوی، خوکرزي او حوارین يي اوس هیڅکله په مخالفت غږ نه اوچتوي. که نورې چارې پریږدو او یوازې د دې سند شالید راواخلو، له ورایه څرګندیږي چې کرزی غواړي د خپلو دوستانو په ژبه د ولسمشر اشرف غني د واکمنۍ په وړاندې چې امنیتي سند د ده په خوښه او لارښوونه او د ده په وخت کې لاسلیک شوی، د هغه په اړه د افغانانو په ذهن کې یو بدل انځور ترسیم کړي. په داسې حال کې چې افغانان ټول پوهیږي د امریکا ، یورپ ، استرالیا او هند سره د کرزي د واکمنۍ په مهال ستراتیژیک تړونونه لاسلیک شوي دي.
کېدای شي کرزی او پلویان يي امریکا سره د امنیتي سند په اړه نور دلایل هم وتراشي او د وخت حساسیت ته په پام به يي وخت بېوخته وړاندې هم کړي، خو داسې سند چې په اړه يي ډېرې خبرې شوي او په ټوله کې افغانانو که څه هم د ښه انتخاب په توګه نه، بلکې د پخې اړتیا پتوګه منلی، د اضافه خبرو وخت تېر ښکاري!
د ډېرو افغانانو په اند امریکا سره د امنیتي سند د خبرې په تودو ساتلو سره کرزی غواړی، د خپل دیارلس کلن واک نیمګړتیاو او ختاوو ته د وړو پزه کښیږدي او تېر تاریخ ته په کتو سره د افغانانو له سپيڅلو ولولو، د ځان په ګټه او د دوی په زیان ګټه پورته کړي. بلخوا له هېواده بهر د ځينو ټاکلو کړیو د خوښۍ او رضایت لپاره هم داسې مخالفت په پام کې ساتل کیږي!
نو ځکه دلته د کرزي پلویان، سړي ته د همغه یوناني ډاکټر نسخه یادوي، که افغانان مري او که چوي، خو چې امریکا سره د امنیتي سند په اړه د دوی د مخالفت خبره توده وساتل شي!
همدارنګه ښاغلی فیضي د خپلې لیکنې بله برخه کې وايي « ولې ملا عمر، د امریکا هدف نه دی؟» روسته نوموړی د امریکا د دفاع وزارت وینا راوړي چې هلته ویل کیږي« د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ له دویمې نیټې څخه وروسته به د ملا عمر په شمول د طالبانو د تحریک غړي د امریکا د جنګ هدف نه وي او امریکایي ځواکونه به نور له ملاعمر او طالبانو سره په افغانستان کې جنګ نه کوي مګر دا چې هغوی امریکا ته مستقیم ګواښ وګرځي.

له نوموړي سفر څخه مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو اوسنی وزیر، جان کیري کله چې د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر و، ولسمشر کرزي ته یې یوه ورځ په کابل کې د څو تنو محدودو افغان چارواکو په حضور کې وویل چې
پخواني ولسمشر، کرزي فوراً ورته وویل
دلته هم کرزی پخپلو خبرو کې د کلي د یوه ساده سپينږیري او ملک کاکا په بڼه څرګندیږي، نه د یوه هېواد د ولسمشر او سیاستوال پتوګه!
ملاعمر، ملا عبدالرسول سیاف، ملا برهان الدین رباني، خپله حامد کرزی، طالبان، پخواني مجاهدین او نور نور ټول د امریکا او یا پنجاب لپاره هیڅکله هم هدف نه شي کېدای؛ د دوی هدف د دوی خپلې ګټې دي. دا واړه د لویدیځ، امریکا او نورو د ملي ګټو لپاره وسایل وو، وسایل دي او وسایل به يي!
دلته مې د خپل کوچنیتوب یوه قصه رایاده شوه.
موږ چې کوچنیان وو او کله به مو مړزان او یا نور مرغان نیول، نو د مړزانو د نیولو لپاره به مو د یوه پنجره يي مړز پنجره د پټې په یوه کونج کې بنده کړه. پنجره يي مړز به نارې وهلې او نور مړزان به د هغه نارو ته راتلل او په دې توګه به موږ هغه نیول. داسې د نورو مرغانو د نیولو لپاره به مو هم د همغه مرغانو څېرې جوړولي او کارولې.
لکه څنګه چې ښکاري د مرغانو د نیولو لپاره د مرغانو څېرې ته اړتیا لري امریکا، افغانستان او سیمه کې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره، یوه ځواک ته چې امریکا سره د دې هېواد د موخو په لاس ته راوړوکې همکاري وکړي، اړتیا درلوده او داسې اړتیا تل لېدل کیږي. دا ځواک او یا د ښکاریانو په ژبه د مرغانوڅېره، د امریکا لپاره لومړی مجاهدین او روسته طالبان وو. همدارنګه له طالبانو سربېره، په افغانستان کې دننه هم امریکا د ښکار لپاره د مرغانو څېرې په شان یوه ځواک ته اړتیا لري چې دا ځواک له نورو سربېره، د نظارشورا او جمعیت په لمن کې یو شمېر لنډه غر جوړولای شي. کله چې امریکايي لوړپوړې چارواکي خپله اعتراف کوي CIA د نظارشورا بنسټګر، احمدشا مسعود ته د ډالرو کڅوړې ورکولې، د احمدشا مسعود سلفیان لکه عبدالله عبدالله به هم اوس د امریکا د ښکار لپاره د مرغانو د څېرې د لوبولو دنده ترسره کوي.
په دې توګه امریکا له بهره د طالبانو او په کور دننه د نظارشورا په مټ، په ظاهر کې د دوو متضادو اړخونو خو په حقیقت کې د یوې موخې لپاره په افغانستان کې دننه، شخړه اوجګړه جوړه کړه چې د دې جګړې له لارې، افغانستان او سیمې ته لومړی د راتګ لار اواره کړي او روسته پخپل شتون سره د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره لاس په کار شي.
زما په اند که کرزی او یا بل څوک داسې تحلیل وړاندې کوي، درواغ نه وايي بلکې ریښتیا وايي؛ خو سیاست یوازې ساده ریښتیا ویلو ته نه شي ویل کېدای. سیاست له ملي ګټو سره تړاو لري او ښه سیاستوال هغه دی چې په همداسې چاپېریال کې د هېواد او ملت ملي او سراسرۍ ګټې خوندي کړای شي. په ټولیزه توګه پخوا مجاهدین، روسته طالب او سبا به بل څوک، امریکا د خپلو ګټو لپاره کاروي، خو دا د افغان سیاستوال دنده ده چې په داسې غوبل کې هم خپلې ملي ګټې په ښه توګه او لږو تلفاتو ترلاسه کړي.
اوس د کرزي او د هغه د چلغاړو پلویانو څرګندونې چې د کلي سپينکي ماما خبرو ته ورته پاتې کیږي او د ولس په ګټه سیاسي منځپانګه نلري، د کومې ناروغۍ درمل دي؟
کله چې له شته دوست او همکار څخه ښه او بل منلی بدیل نلري، شته دوست او همکار ته، هغه هم د ولس د ګټو په بیه، شا اړول او له هغه ګټه نه پورته کول کوم سیاست دی؟
د ولسمشر اشرف غني د ملي دریځ او تګلارو په وړاندې به نورې بلاګانې هم سوکه سوکه د مخالفتونه سر راښکاره کړي او د ملي ګټو او دریځونو په نوم به یو څه وخت ډګر تود کړي، خو په پای کې له افغان ولس څخه خپله شیطاني څېره او بایللې تګلارې نه شي پټولای!
زما په اند ډیری داسې څرګندونې د ذهنتونو د انجړولولو لپاره کاریږي!
د ۲۰۱۴ کل د ډيسمبر ۲۳ مه
سرلوڅ مرادزی