خاموشی

خفته در ویرانه ایم آن نای بیداری کجاست ؟بیخود و…

صلحِ امریکایی در راه است

                        نوشته ی : فروغی         من…

کاهش خشونت پاسخی به صلح یا بهانه ای برای خروج

نویسنده: مهرالدین مشید امضای توافقنامه با طالبان و افگندن توپ صلح…

۲۶ دلو نتیجۀ حماسۀ با شکوهی که دستاورد هایش…

نویسنده: مهرالدین مشید امروز ۲۶ دلو است، سی و یک سال…

نشته ده خوښي وطن کی! 

نشته  ده خوښي  وطن كی ځکه چی  رڼا…

زمری څنګه ډنګر شو؟ 

شاعر : سمیع الدین افغاني کوم پاچا په تیر وختو کې…

نبرد انسان با کرونا

رسول پویان گاه آتـش گاه تــوفـــان گاه دریـا می کشـد گاه کوه…

شکوهمندی عشق

به مناسبت روز عشق و دوستی و عشاق     حالا…

جو بایدن : امکان ندارد افغانستان یکپارچه شود

                    نوشته ی : فروغی         معلوم نیست چه…

زخم تبر ازبین میرود!!! اما سخن بد نه

رفیق ارجمند، گرامی و مبارز راه وطن اسدالله کشتمند…

نوای آزادی

بیا دست ات به من ده هموطنای رهروِ راهمکه من…

فغانستان دریک پرتگاه و میدان تقابل جنگ های مخفی استخباراتی

نوشته از ع. بصیر دهزاد قتل مرموز دو تن از فیگور…

کابل

    نسبت انتحار یازدهم فبروری ۲۰۲۰در شهر کابل پایتخت کشور…

شماره 2 نشریه "اعتراض"

شماره 2 نشریه "اعتراض"

نفی واثبات در عرفان اسلامی

شب تاریک وبیم موج وگردابی چنین حایلکجا دانند حال ما…

شمارۀ 53 سوسیالیسم کارگری

شمارۀ 53 سوسیالیسم کارگری نشریه سازمان سوسیالیست های کارگری…

ره آورد یک سفر

                     گفتگو با رفیق عادله چرنیک بلند صدرفرقه دمکراد آذربایجان                                            بهروز مطلب…

(طنز روز)

ایرانی ها، «نوروز» ما را دزدیده اند! کمباور کابلی از بیانات جلالتمآب…

تقویهء طالبان

تقویهء طالبان از سوی دولت کابل وتمسخر و کم نظری…

پیچیده گی گفت وگو ها در قطر و اختلاف …

نویسنده: مهرالدین مشید جنرال جک کین فرمانده متقاعد امریکایی می گوید…

«
»

د سولې پر لور يو بل ګام؛ امريکا د طالبانو يو بل شرط هم مني

په داسې حال کې چې د افغان سولې په تړاو په روستيو کې هڅې تر پخوا ګړندۍ شوې او وسله وال طالبانو هم له امريکا سره تر دا مهاله د ترسره شويو ليدنو خوښ دي؛ اوس ټاکل شوې چې د وسله والو طالبانو بل لوی شرط چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل دي؛ ومنل شي. د لويديځو رسنيو د راپورونو له مخې ولسمشر ټرمپ پرېکړه کړې چې له افغانستانه خپل نيمايې سربازان وباسي. وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې ویلي ټرمپ پرېکړه کړې چې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي. که څه هم امریکايي رسنۍ وايي چې ولسمشر ټرمپ له افغانستانه د ۷ زره ځواکونو پر ایستلو غور کوي خو یو شمېر نورو ویلي چې ټرمپ د ۷ زره پوځیانو د ایستلو پرېکړه کړې او د دغه هیواد دفاع وزیر جیمزمتیس له دې پرېکړې سره په مخالفت کې استعفا کړې ده.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بیا لیکلي چې ټرمپ په نهایت کې غواړي چې له افغانستانه ۱۳ زره سرتېري وباسي. ټاکل شوې ده چې نیمايي امریکايي پوځیان د راتلونکې جنورۍ تر پایه ووځي. ټرمپ همداراز له سوریې څخه د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلو پرېکړه هم کړې ده. په ورته مهال له افغانستانه د امريکايې ځواکونو د احتمالي پرېکړې په اړه د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ بيا ويلي چې د څو زره بهرنیو سرتېرو وتل به هېڅ‌کله هم په امنیت تأثیر ونه ‌لري.

د افغانستان پر امنيتي او سياسي وضعیت يي اغېز

که څه هم له افغانستانه د امريکايې سرتېرو د وتلو پرېکړه لا د امریکا متحده آیالاتونو د حکومت لخوا نهايې شوې نه ده خو دلته په افغانستان کې يې د ګڼو سياسيونو سره اندېښنې پيدا کړي دي. ځينې خلک په دې باور دي چې که امريکايې سرتيري له افغانستانه ووځي نو وسله وال طالبان او د افغانستان نور دښمنان به زړور شي او د افغانستان امنيتي وضعیت به بحراني شي. ځينې نور بيا د طالبانو په راتګ د افغانستان د مېشتو تنظيمونو تر منځ چې له وسله والو طالبانو سره هم جنګي سابقه لري؛ د خپلمنځي اختلافاتو راپورته کېدو اندېښنه لري. خو زمونږ په باور د څو دليلونو له مخې اوسمهال له افغانستانه د امريکايې ځواکونو وتل هيڅ کومه د اندېښنې وړ خبره نه ده بلکې برعکس د سولې له پروسې هم مرسته کولی شي.

لومړی؛ 2014 کال هم ورته اندېښنه موجوده وه خو د افغانستان ميړنو امنیتي ځواکونو په پوره صداقت د خپل ولس او خاورې ساتنه وکړه او هغه ټولې ادعاوې دروغ ثابتې شوې چې ګویا 2014 کال يوه بلا ده او که امريکايې ځواکونه له افغانستانه ووځي نو دا بلا به ټول افغانان وخوري. د افغانستان اوسنی او شل کاله پخوانی وضعیت ډېر بدل شوی دی او هيڅوک اوس نشي کولی چې افغانستان تهديد او دلته د اويايمو لسيزو تجربه تکرار کړي.

او کورنۍ پردي پالې کړۍ ځکه اوس ګواښ نشي پيښولای چې دوی دلته په افغانستان کې پانګونه کړې، بلډينګونه لري، کورونه لري او شرکتونه لري، پخوا به يې چې د زور او ټوپک ژبه چلوله نو پانګې، شرکتونه او بلډينګونه يې په افغانستان کې نه و، اوس د خپلې پانګونې په خاطر هم دوی د ټوپک ژبه نه شي کارولی.

دويم؛ د جنګ ستر لوري طالبانو سره سوله کيږي او د افغان امنيتي ځواکونو او افغان ولس لپاره امنيتي ګواښ يواځې داعش پاتې کیږي. اوس چې د طالبانو په ګډون له کابو شلو ترهګرو ډلو سره افغان امنيتي ځواکنه په ميړانه جنګ او د خپل ولس ساتنه کوي نو کچيري له وسله والو طالبانو سره سوله وشي؛ بيا خو به د افغانستان امنيتي ځواکونه نور هم پياوړي او د نورو ترهګرو ډلو سره به د مبارزې لپاره ښه چمتو شي. پس ويلای شو چې له افغانستانه د امریکايې ځواکونو وتل د افغاستان په امنيتي وضعيت منفي اغيز نه لري. بل دا چې افغان امنيتي ځواکونه تر پخوا اوس ډير په پرمختللي جنګي وسايلو تجهيز شوي او له نوې ټکنالوژۍ سره سم روزل شوي دي.

طالبانو ته د امريکا شين څراغ

په داسې حال کې چې وسله والو طالبانو تل د افغان حکومت سره د خبرو لپاره شرط له افغانستانه د امريکايې ځواکونو وتل ښودلي دي؛ نو  اوس که امريکا په داسې حال کې چې د افغان سولې لپاره يې هڅې هم ګړندۍ کړي دي؛ که خپل پوځي حضور هم په افغانستان کې محدودوي نو دا به له وسله والو طالبانو سره د سولې په خبرو مثبت اغيز ولري. له افغانستانه د امریکايې ځواکونو د ايستلو او د شمېر راکمولو سره امريکا وسله والو طالبانو ته ثابته کړه چې دوی نور دا جنګ پايته رسول غواړی او بايد وسله وال طالبان هم انعطاف وکړي.

د امريکايې ځواکونو د وتلو بله ګټه

لومړی خو ډېر احتمال شته چې له افغانستانه د امريکايې سرتيرو په وتلو سره وسله وال طالبان هم انعطاف وکړي او له افغان حکومت سره د سولې مذاکراتو ته حاضر او توافق ته ورسيږي؛ خو که بيا هم د امريکا او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې روانې خبرې کومې نتيجې ته نه رسيږي نو له افغانستانه د امريکايې ځواکونو د وتلو لویه ګټه به د افغانستان له روانې جګړې سره دا وي چې له وسله والو طالبانو به د جګړې بهانه هم واخيستل شي. له وسله والو طالبانو خو د افغانستان د جګړې مشروعيت لا پخوا اخيستل شوی خو که امريکايې ځواکونه هم له افغانستانه وځي نو بيا د طالب لپاره په افغانستان کې د جګړې هيڅ پلمه نه پاتې کيږي او طالب بيا مجبور دی چې له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي.

لیکنه : خوشحال آصفي