از بیست سال جمهوریت قلابی تا پنج سال امارت استبدادی…

 نویسنده: مهرالدین مشید مردم افغانستان پس از سرنگونی دور نخست حاکمیت…

 اقلیت های کامران، طردشدگان گناهکار؛ و دفاع میشل فوکو.

Michel Foucault (1926- 1984 ) آرام بختیاری فلسفه فوکو؛ ضرورت انحلال زندان…

افغانستان؛ قلب آسیا — سرزمینی که دردش از مرزهایش عبور…

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Strategic &…

د فکر خونه یا (Think Tank) څه ته وایي؟

نور محمد غفوری د سیاسي، ټولنیزو، علمي او اقتصادي ډلو او…

افغانستان؛ سرزمینی میان جغرافیا و تاریخ

چرا راه‌ها همیشه سرنوشت ما را تعیین کرده‌اند؟ گاهی برای فهم…

از اصلاحات تا شورش؛ چه بر سر انقلاب ثور افغانستان…

https://www.youtube.com/watch?v=l0ow4OzGHJQ https://www.youtube.com/watch?v=Hyq-bga7Suc https://www.youtube.com/watch?v=tOXvTwiDiOM https://www.youtube.com/watch?v=H1Qje9nj1e0 https://www.youtube.com/watch?v=oaAMDDVRm44 دوم سپتامبر ۲۰۲۶، پنجمین جلسه از سلسله گفت‌وگوهای ما با…

وقتی دین و فلسفه به ایدئولوژی بدل می‌شوند

 نویسنده: مهرالدین مشید ایدئولوژیک شدن دین و فلسفه؛ آغاز فاجعه دین و…

انتقاد،اعتراض، پاڅون او بغاوت

عبدالصمد ازهر                 …

دل « قلب » چیست؟ 

برهان الدین « سعیدی » دل نباشد غیر آن  دریای نور…

افغانستان؛ کشوری که توسعه در آن چند بار متوقف شد

نگاهی تاریخی و فرهنگی به «آغازهای ناتمام»، از دولت‌سازی تا…

نــذر

سعید، ماشینش را جلوی در ورودی امامزاده پارک کرد. پیاده…

انشاء

خانم "میر"، معلم کلاس سوم "شهید شمسه"، رو به دانش‌آموزان…

اسراف

"رها" دست مادرش را سفت گرفته بود، که در شلوغی…

از افغانستان تا هرمز؛ وقتی بحران‌های منطقه به یک زنجیره…

وحیدالله نورزی Wahidullah Noorzai Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist |…

عدالت در اسلام !

شیخ الاسلام امام ابن تیمیه می گوید . ان الله…

 افغانستان در بن‌بست پیچیده؛ روزنه‌های امید برای گشایش

 نویسنده: مهرالدین مشید قومی‌سازی جنگ؛ ترفند طالبان برای بقای انحصار قدرت  این…

مکثی بر طرح «ضرورت عقلانیت سیاسی، واقعبینی و گفتگوی سیاسی»

نوشته از بصیر دهزاد برای اولین بار است که ، بعد…

  نوستالژی انقلابی رمانتیسم فقرو بیچارگی

Victor Hugo (1802- 1885 ) آرام بختیاری آثار هوگو؛ مدرن، روشنگر، اخلاقی،…

فراتر از فروپاشی: چرا دولت‌ها پیش از سقوط، از درون…

تحلیلی نهادی از افغانستان و منطق سرایت بحران در منطقه وحیدالله…

من مسئول اعمال خودم هستم، نه مسئول اشتباه هم‌تبارانم

 نور محمد غفوری اگر سخنانی که از نام رحمت‌الله نبیل در…

«
»

د سولې مشورتي جرګه؛ آیا د ولس رښتوني استازي به په کې ګډون وکړي؟

په داسې حال کې چې د سولې مشورتي جرګې د ګډونوالو مشخص کيدو لپاره په ولايتونو کې ټاکنې روانې دي او ټاکل شوې چې د روان کال د ثور په نهمه نېټه دايره شي؛ د ولسمشريزو ټاکنو يو شمېر نوماندانو سر له اوسه له دغې جرګې سره د پرېکون ګواښ کړی او دا يې د ولسمشر غني لخوا ټاکنيز کمپاين بللی دی. حکومت غواړي د غې مشورتي جرګې په چوکاټ کې د خلکو له استازیو وپوښتي، چې له طالبانو سره په کوم لیدلوري او دریځ خبرې وکړي؛ خو په ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد اشرف غني سیاسي سیالان دا جرګه بې ګټې او د اوسنیو مشرانو بې وخته ټاکنیزکمپاین بولي.

يوې موضوع چې د دغې جرګې اهميت او خپلواکي يې تر سوال لاندې راوستې هغه په ولايتونو کې د دغې جرګې لپاره د استازيو ټاکلو بهير دی چې په کې د يو شمېر نيمګړتیاوو له امله په ځینو ولایتونو کې د درغلیو نښتو هم خبر ورکړ شوی دی.

د بېلګې په توګه د تخار په مرکز تالقان کې هغه مهال د ټاکنو دا بهیر په تاوتريخوالي واوښت چې ادعا وشوه صندوقونه د څو مشخصو کسانو په ګټه ډک شوي دي. هغه خلک چې د استازو ټاکلو لپاره د راې ورکونې مرکز په دروازه کې د خپلې رایې کارولو لپاره منتظر وو، د اعتراض په نامه يې د رايې صندوقونه مات کړل او د رايې ورکولو پاڼې يې وشکولې. په هرات کې هم د دغو استازو د ټاکلو بهیر له ګډوډۍ سره مخ شوی دی. په غزني کې هم له قرباغ ولسوالۍ او مرکز غزني ښار څخه د دغو استازو د ټاکنو بهیر د قومي ونډې پر سر د اختلافونو له امله له ستونزې سره مخ شوی دی.

جرګه څومره مهمه ده؟

کابو له شپږو مياشتو ډېر وخت کيږي چې افغان حکومت د امريکا او نورو مرستندويه هيوادونو سره په ګډه د وسله والو طالبانو سره سوله وکړي. خو سره د دې چې د زلمي خليلزاد او طالبانو تر منځ په قطر کې پنځه پرله پسې ناستې ترسره شوې؛ بيا هم وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته نه دي حاضر شوي. افغان حکومت دغې ډلې ته بې قيد او شرطه سولې وړانديز وکړ خو بيا هم دغه ډله په خپل دريځ ټينګار کوي او له افغان حکومت سره خبرو ته نه راضي کيږي.

اوس د دې لپاره چې افغان حکومت د خلکو مشوره واخلي چې له دغې ډلې سره په کوم ډول او معيار د سولې خبرې وکړي، په کومو شرايطو ورسره وغږيږي، څنګه طالبان راضي کولی شي چې له حکومت سره خبرو ته حاضر شي او که حاضر نه شي نو د حکومت موقف به يې پر وړاندې څه وي؛ د همدې موضوع د روښانيا لپاره د سولې مشورتي جرګې دايرول اړین دي او بايد داسې جرګه جوړه شي چې د ولس رښتوني استازي په کې ګډون وکړي او د خلکو اساسي غوښتنې د جرګې له لارې مطرح کړي.

آيا رښتونې استازي به دغې جرګې ته لار پيدا کړي؟

لکه څنګه چې همدا مهال ليدل کيږي چې په ولايتونو کې دغې جرګې ته د استازو د ټاکلو لړۍ له يو شمېر نيمګړتياوو او د ضعيف مديريت له امله له ګډ‌وډۍ سره مخ دی نو يادې ستونزې ته په کتو د دې احتمال کم ليدل کیږي چې د ولس رښتونې استازې دې دغې جرګې ته لار پيدا کړي. ځکه عملاً ليدل کيږي چې د مشورتي جرګې د غړو انتخابات هم د ولسي جرګې د انتخاباتو په شان له درغليو ډک او د يو ځانګړي شخص په ګټه بکسونه ډکول کيږي. نو په داسې حال کې چې يو څوک د پيسو او درغلۍ په مقابل کې دغې جرګې ته لار پيدا کوي؛ څنګه ترې د ولس د رښتوني استازولۍ تمه کيدلی شي؟

طالبان به په دغه جرګه کې ګډون وکړي؟

ډير احتمال شته چې وسله والو طالبانو ته هم په دغه جرګه کې د ګډون بلنه ورکړل شي. ځکه د سولې د مشورتي جرګې منتظمین وايي، حکومت طالبانو ته په دغه جرګه کې د ګډون لپاره آن د امنيتي ضمانتونو پر سپارلو هم کار کوي. دغه کمېسيون وايي، تر اوسه یې طالبانو ته بلنه نه ده ورکړې، خو وايي د دغې بلنې پر ډول غور کوي. طالبانو هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي، چې آیا په دغه جرګه کې به ګډون وکړي که نه.

خو داسې ښکاري چې ممکن دغه ډله په مشورتي لویه جرګه کې ګډون ونه کړي. ځکه دغه ډلې له هر هغه اقدام سره مخالفت کړی چې نوښت يې د افغان حکومت په لاس کې وي او اوس چې دغه جرګه هم د حکومت لخوا دايريږي نو احتمال د دې ليدل کيږي چې طالبان به په کې ګډون ونه کړي. پرته له شکه چې په مشورتي لويه جرګه کې د طالبانو ګډون د دغې جرګې اهميت نور هم زیاتولی شي خو نه ګډون یې بيا په جرګې منفي اغيز نه پرېباسي.

ځکه د سولې په مشورتي جرګې کې ګډون که د لمانځه لپاره د اذان خبرداري سره تشبيه کړو نو دا نتیجه ترلاسه کوو چې لمانځه لپاره له آذان وروسته هم ځينې خلک په جماعت کې ګډون کوي خو ځينې نور بيا هم مسجد ته نه ورځي او په جماعت کې ګډون نه کوي. اما په جماعت کې د دوی په نه ګډون د هغوی اجر هيڅکله نشي کمولی چې په جماعت سره يې لمونځ ادا کړی دی. همداسې د سولې په مشورتي جرګه کې هم که چيري طالبان ګډون نه کوي نو د جرګې اهمیت نه شي کمولی او هغوی چې په کې ګډون کوي، حتماً به د سولې لپاره حکومت ته پولې وټاکي.

لیکنه : خوشحال آصفي