ایدئولوژی سایه ای سنگین برفراز اندیشه ها

 نویسنده: مهرالدین مشید              زنجیر های ناپیدای ایدئولوژی  انسان موجودی معناجو است. او…

علم ګل سحر

له ګران علم ګل سحر سره، چې د علم او…

فاصله میان قدرت و اثر

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

چند شعر کوردی با ترجمه 

چوون خەم و پەژارە  وڵاتمی داگیرکرد دەسوری داکوو دڵخۆشیان خەسان. ◇ در این سرزمین  غم حاکم…

نورستان؛ از خاطره یک جنگ تا آغاز یک دوره تاریخ

 نویسنده: مهرالدین مشید آغاز دوباره درگیری‌ها در منطقه کامدیش نورستان، خاطره…

افغانستان میان مهندسی قدرت و بازی امنیتی طالبان و پاکستان

 نویسنده: مهرالدین مشید درگیری طالبان  با مردم؛ فرار از حل بحران…

اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا

طرح دوسیه ۹۷ ملیونی اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا شامل…

ابو نواس اهوازی؛ نمایندۀ شادخواری های عصر ساسانی

(بخش 1)، علی میرفطروس ۳۱٫ شهریور ۲۵۸۵ شاهنشاهی هم باده، گوارا وُ هم…

نگاهی هنری و زیبایی‌شناختی

به آثار آیبک (موسی تاش‌محمدوف)  نویسنده بزرگ ازبکستان دوران شوروی برگردان. رحیم…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد؛…

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

دیوانگان نفت و ثروت

رسول پویان از خواب بخیز که دشمنان بیدار اند غافل منشین که…

میان مبارزه طبقاتی- و هنر عشق ورزیدن

Erich Fromm (1900- 1980 ). آرام بختیاری اریش فروم؛ التقاط مکاتب جهت…

  تاریخ در آینهٔ نویسنده؛ از حقیقتِ روایت تا روایتِ حقیقت

 نویسنده: مهرالدین مشید باور بر این بوده است که نویسندگان داستان‌ها…

وقتی بحران دیگر در مرز متوقف نمی‌ماند

Wahidullah Noorzai | NIDA Former Senior ANCOP/ANP Officer | Field-Based Strategic…

از فارسی‌ستیزی استعمار بریتانوی در هند تا دگرگونی نام‌های فارسی…

سلیمان کبیر نوری دوست ای ویدیویی برایم فرستاد که از جهات…

                       کام بلا 

جهان در معرض نابودی و کام  بلا  تاکی همیشه مردمان در…

میان چشمه‌های شعر

مجموعه اشعاری از روناک آلتون برگردان به فارسی:زانا کوردستانی بانو "روناک توفیق…

افغانستان؛ میدان رقابت قدرت‌ها پس از خروج آمریکا

 نویسنده: مهرالدین مشید جایگاه مردم افغانستان در میدان رقابت های کشور…

عربستان در افغانستان چه می‌خواهد؟

Wahidullah Noorzai — Former Senior Military Officer, Field Strategist &…

انسان و نیروهای سازندهٔ تمدن( بخش دوم)

«انسان معمار روشنایی در دل تاریکیِ جهان» تهیه و تدوین :…

«
»

د سولې شورا محوري غړی ؛ د جنګ وزیر

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

کلونه کيږي چې افغان ولس ویل چې د سولې شورا ځینې غړي  پخواني جنګسالاران دي، سولې ته ژمن نه دي، او نه هم د رښتوني سولې له پاره کار کوي.

افغان حکومت پر دي ټینګار درلود چې هر ډول د سولې خبرې باید د سولې شورا د لاري مخکې یوړل شي، ولسمشر غني هم د خپل کمپاین پر مهال ویلې و چې د سولې شورا ته به نوره اړتیا نه وي، که ارګ ته ننوت د سولې شورا اړوند پریکړه به یې په لومړیتوبونو کې وي، ولي دادی نږدې اته میاشتي تیري شوي لا هم د سولې شورا په خپل حال پاتې ده.

د سولې شورا کې محوري رول ښاغلي معصوم ستانکزي درلود، هغه څوک چې صلاح الدین رباني هم وخت ناوخته شکایت درلود چې واک او صلاحیت او په ځانګړي ډول مالي حسابونه ګرده له ښاغلي ستانکزي سره دي، او د سولې شورا مشر تر ډیره له مالي چارو څخه ناخبره ساتل کيږي، دا خبرې هم وشوي چې په پېښور، کراچۍ ، کویټه او کابل کې ځینو کسانو ته په پټه د سولې شورا د غړیتوب حق ورکول کيږي چې دا هم د ښاغلي معصوم ستانکزي تر چتر لاندي صورت مومي.

معصوم ستانکزی د ولسمشر غني له لوري د دفاع وزیر ونومول شو، هغه وزیر چې له طالب او د ولت مخالفو وسلوالو سره د جګړې پر مخ بیولو دنده به لري، هغه وزیر چې په هر ډګر کې به جګړه کوی، هغه وزیر چې خپلو عسکرو ته به د وژلو امر کوي.

عجیبه نا متجانس جوړښت زموږ د ټولني، سیاستوالو او چارواکو دی، پرون يې د سولې نارې وهلي، له مخالفینو سره يې د سولې د هر ډول هڅو کوشش کاو، نن به د سولې پرځای ټوپک پر اوږه ږدي، سوله به نفي کوي، او د جنګ له لاري به خپل ځان مطرح کوي، جګړه به شدت پيداکوي او وژنې به ډیريږي.

د معصوم ستانکزي د دفاع وزارت ته نوماند کیدو ته په کتلو سره ښکاري چې ولسمشر غني د سولې له پاره رښتونې ژمنتیا نه لري، هغه کس چې د سولې اړوند هر مجلس او د سولې اړوند ډیرې پټې خبرې او رازونه ورسره و، کلونه يې د سولې په شورا کې کار وکړ، نن یو ناڅاپه د سولې خلاف د جنګ وزیر ټاکل کیږي، ددي معنی به څه وي؟ ولي دغه د سولې استازي د جنګ لاره خپله کړه؟

څه ډول به اوس افغان ولس د ولسمشر غني د سولې پر ژمنو او د سولې شورا پر نورو غړو باور ولري چې دوی رښتیا هم د سولې له پاره کار کوي، د ولس باور به پر حکومت نور هم زیانمن شي.

داسي هم نه ښکاري چې معصوم ستانکزی به د اردو ځواکونو ته ووایې چې نور جګړه کمه کړئ، نرمه یې کړئ او یا خو يې بس کړئ، موږ له وسلوالو مخالفینو سره د خبرو لاره خپله و، دا چې ولسمشر د افغان ځواکونو اعلی سرقومندان دی، هغه څو ځله د وسلوالو مخالفینو د ښه ځپلو خبره کړي،  او همدا نن یې بیاځل هغه خبره د ۵۰ هیوادونو د استازو په لویه غونډ ه کې تازه کړه  چې د جګړې ځواب به په جګړه سره ورکو، همداسي د کورنیو چارو وزیر هم ورته څرګندونې کړي.

يوه بله خبره هم کیږي چې تر کومه به حقیقت ولري، ویل کيږي چې د ګډ حکومت يو لوړ پوړی چارواکی جرمني ته تللی و، هلته يې له امریکایانو او انګریزانو سره د جرمنیانو په ګډون ګډه ناسته درلودله، د افغان حکومت د غه چارواکي ته ویل شوې و چې ځينې ولایتونه باید طالبانو ته خوشې کړل شي، چې په هغه کې هلمند، ارزګان، فراه او نیمروز و.

دغه خبره چې کله د افغان اردو لوی درستیز شیرمحمد کریمي ته شوې وه، هغه يې له منلو څخه ډډه کړي وه، هغه ویلي و چې تر څو زه لوی درستیز یم، ددغه کار پړه به پر ما راتپل کيږي، او د اردو د مورال بایلل او ولایتونو له لاسه ورکولو پړه به زما پر غاړه وي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وایې چې طالبان د امریکا او انګلستان د هیواد د تجزيې پر پلان په ۲۰۰۶ کال کې  خبر او شکمن  ؤ، هغه وخت کې هم هڅه شوې وه چې طالبانو ته ځينې ولایتونه خوشي يا ورکول شي، مګر طالبانو د هیواد یو موټې پاتې کیدو له امله په هغه وخت کې په جنوب کې خپلې حملې کمې کړي.

په ۲۰۱۵ ز کال کې چې يوځل بیا هڅه وشوه په شمال کې د امریکايې ګټو له پاره په بېلابېلو نومونو وسلوال راپيداشي، او د ګډ حکومت په کمزوري جوړښت سره د هیواد تجزیې ته لاره پرانستل شي، طالبانو همدغو ټکو ته په پام سره د جګړې مخه شمال  ته او په شمال کې يې خپل حملې په داسي حال کې  زیاتي کړي چې هم مهال په جنوب کې هم د سختو جګړو راپورونه ورکول کيږي.

سیاسي شنونکې د امریکا او انګلستان له دغسي طرحو څخه د هیواد د تجزيې ویره لري، انګستان او امریکا غواړي چې په کرار کرار د هیواد تجزيې ته لاره هواره شي، ځکه خو يې ګډ حکومت چې ولسمشر غني د پښتنو او اجرايوي رئيس د تاجکو استازیتوب وکړي، يو به د جنوب او بل به د شمال استازیتوب کوي، په راتلونکې کې به د هیواد په جنوب او شمال وېښلو ته زمینه برابره کړي.

معصوم ستانکزی چې پخوانۍ د جنګ ډیره تجره نه لري، او په تیرو ۱۳ کلونو کې يې هم يواځي په ملکې برخه او په ځانګړې ډول د سولې اړوند پروسه کې کار کاو، دهمدې پلان د عملي کولو له پاره د دفاع وزیر ټاکلی وي تر څو ګډوډي زیاته شي، ځکه زه باوری یم چې ستانکزي به د ملي اردو د جنرالانو د کنټرول او پر هغوئ د اوامرو د تطبیق توان ونه لري، ځکه چې نه يې لوړي پوځي زده کړي لیدلي او نه هم د لوړي کچې پوځي تجربه لري.

ولي یو شی واضیح ده چې ستانکزی داسي ځانګړتیا لري چې هیڅوک هم نه خفه کوي، او د ولسمشر او امنیت شورا هیڅ ډول غوښتنه او پریکړې ته به نه ونه وایې بلکه په ورین تندي به يې د تطبیق کولو کوشش کوي.

د اهم یو سوال دی چې ولی ولسمشر د دفاع وزارت اړوند ۱۸۰ درجې تغیر کړی، لومړی يې د پوځ لوی درستیز باتجره پوځي شیرمحمد کریمي نوماند کړ چې په ولسې جرګه کې ډیری وکیلانو په ځانګړي ډول د خوست وکیلانو د شمال ټلوالي په هڅو دهغه له نوماندي سره مخالفت وکړ او رایه يې خپله نه کړه.

دوېم ځل يو سرسخت پخواني کمونسټ او باتجربه پوځي چې ممکن هغه د پوځ په برخه کې په جګړه کې لاسته راوړنې درلودلي وای، افضل لودین دفاع وزارت ته نوماند شو، مګر دهغه د پخواني سخت کمونسټي شالید لرلو له امله په کوردننه د پخوانیو مجاهدینو له سخت غبرګون سره مخ شو، لودین اړ شو له خپلې نوماندي څخه استعفی وکړي.

درېم ځل دومره لوی بدلون چې د سولې شورا د دارالانشاء مشر معصوم ستانکزی، هغه څوک چې پخوا یې ویل پر جګړه باور نه لري، هغه څوک چې په تیرو څو کلونو کې يې په وازه خوله د جګړې مخالفت کړی، او جګړه يې د حل لاره نه ده ګڼلي، تر ډیره يې سرو کار له ډیپلوماټانو سره و، نن په لوی لاس جګړې ته ورټېل وهل کيږي، ددی معنی څه ده؟

هم مهاله د پاکستان له آی ایس آی سره د افغانستان د ملي امنیت تړون چې دواړه ادارې به د مخالفینو په ځپلو کې له یو بل سره مرسته کوي، او مخالفین به د ډیورنډ لیکې دواړو لورو ته ځپل کيږي.

  د پخواني پاچا ظاهر شاه ګروپ چې هر وخت يې نارې وهلي چې لویه جرګه د حل لاره ده، د افغانانو وژل باید ودرول شي، جګړه ختمه شي، په جګړې يې باور نه درلود، نن همهغه ګروپ عملا په جګړه کې شکېل دی، او مشرې يې د ولسمشر غني پر غاړه ده.

د معصوم ستانکزي له نوماندي سره د جمعیت اسلامي د ځینو مشرانو د مخالفت سره سره، چې تور پري لګوي چې د استاد برهان الدین ربانی په مرګ کې يې لاس درلود، ولسمشر غني د هغه د دفاع وزارت ته نوماند کول نن  د ۵۰ هیوادونو د استازو په لویه غونډه کې اعلان وکړ، او کوشش به وشي چې داځل ستانکزی د پارلمان څخه د تاید رایه هم خپله کړي، ځکه معصوم ستانکزی د امریکا او بریتانیا او ډیری لویدیځو سفارتونو سره ډیرې نږدې او پټې اړيکې لري.

 ښکاري چې لاهم د سولې له پاره رښتونې ژمنتیا نشته، او ګډ حکومت د امریکا او انګلیستان تګلارې پر مخ وړي، جګړه به دوام کوي، دلته به په یو او بل نوم نورې وسلوالې ډلې هم د امنیت د خرابوالي په موخه د حکومت له خوا په لوی لاس ایجاد کیږي، امریکا به له روسې سره خپله تربګنې پالي، د چین د تهدید له پاره به خوبونه ویني، له روسانو څخه به په اوکراین کې د امریکا او ناټو د ناکامي غچ اخستلو تمه لري.

د سولې استازیه، د جنګ هوډ دي تاسي ته مبارک وي، کله چې په سوله کې بریالی نه شوې، باور ولره چې په جګړه کې به هیڅکله بریالی نه شي.