رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

«
»

د سنګین د مالمند ۴۰۰ هټېز بازار چا وسوځاوو؟  طالب که دولت ؟

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

حاجي فضل محمد کاکا په يوه لاس ګوډ دی، هلمندۍ لنګوټه يې پر سر او ډیرو غمونو يې رنګ تور کړی دی، د کابل په هوټلونو او د ځینو خلکو په کورنو کې له میاشتو میاشتو راهیسي شپې په دې تمه سبا کوي چې که اواز يې د ګډ حکومت مشران یا  د امنيتې ادارو مشران واوري.

هغه اوس له هر دولتي کارکونکي څخه ناهیلی ښکاري، پر هیچا یې باور نه راځي چې ددوی حقونه به ورته ورکړي.

د هلمند ولایت د ولایتې رسنیو او ژورنالسټانو سربیره د ځینو نړيوالو هغو رسنیو چې په پښتو ژبه خپرونې کوي هم ګیله من دی، هغه وایې چې اواز يې هیچا هم وانه وریدی، په خپل حق او د دوی د سېمې د نورو حقونو تر لاسه کولو يې د هرچا دروازه وټکوله خو چا يې ږغ وانه وريدي.

فضل محمد کاکا ته نږدې میاشت مخکې زما نوم هم کوم دوست یاد کړی ؤ، خبرې مي ورسره وشوي، ولي هغه ناهیلی و، ځان يې دوه اونۍ ورک کړ، او ماته يې په لومړي ورځ وویل چې زموږ سره ځینو ژورنالسټانو مرکې وکړي خو بیا يې د نشر درک ونه لګیدی.

Fazal Mohammad.jpg wordt weergegeven

sangian2.png wordt weergegeven

کیدای شي کوم سوچ به ورته پيداشوی وي، دوه اونۍ وروسته يې ماته زنګ وواهه، ويې ویل چې نور بیخې ناهیلي یو، که تاسي کولای شئ زموږ د سنګین ولایت د مالمند د خلکو اواز تر چا ورسولای شئ.

په یو لاس ګوډ فضل محمد کاکا په دروازه کې ولاړ و، هغه کوټې ته دننه کړم، یوه غټه دوسیه يې را واخیستله، ډیر کاغذونه پکې و، نږدې هرې اړوند دولتې ادارې ته يې خپله عریضه وړاندي کړي وه، د دوی د بازار د سوځیدو عکسونه هم ورسره و.

ماته يې ګرده اسناد راکړل، او ښه داده چې هغه ویډیو يې هم راته راکړه چې دوی په خپله له سوځیدلي بازار څخه کړي وه.

فضل محمد کاکا د سنګین ولسوالي په مالمند ولسوالۍ کې پرچون دوکان درلود، د ولسواليو او کلیو دوکانونو کې هر څه وي، ځکه د کلیوالو چې څه په کار وي دوکاندار کوشش کوي هر هغه څه چې توان ولري دوکان کې يې پيداشي.

هغه وایې د سلواغې ۲۶مه نیټه ۱۳۹۳ل کال و، چې د خاص قطعې (سپيشل فورس) افغان ځواکونو زموږ د مالمند بازار چې نږې ۴۰۰ هټۍ لري وسوځاو.

هغه دي پوښتنې ته ځواب داسي وايې چې ولي دوی ستاسي دوکانونه (هټۍ) وسوځول؟ دا پوښتنه دي له دولت څخه وشي، هغوی ولی د عام ولس پرچون دوکانونه، مسترې خانې، کتابخانې او د بوټو ځایونه وسوځول.

وايې په سېمه کې ډیر لیري ډزې وشوي،  بیا د ځانګړي قطعي کسان راغلل زموږ د سېمې ډیر خلک يې ورسره بندیان کړل، هغوی يې شکنجه کړل، پړمخې يې نږدې ۶ ساعته پري ایستلي و، عکاسي يې هم ورڅخه کوله.

وروسته يې همدا بندیان مخکې کړل او دوی تر شا پسی و بیا راغلل د همدوی په مخکې يې د همدوی دوکانو  ته اور واچاو، هغوی ورته کتل خو چا هیڅ هم نه شو کولای، افغان سپیشل فورس  ویل چې تاسي د طالبانو ملګري خلک ياست ځکه دوکانونه درته سوځو، طالبان ستاسي له دوکانو څخه سودا کوي، که ستاسي دوکانونه  نه وای هغوی به سودا (د مصرف مواد) له کوم ځایه ترلاسه کوله؟

فضل محمد کاکا وایې داسي خلک ډیر شته چې دولت بدنامه کوي، که نه دا ډول ظلم او نارواه عمل باید څوک ونه کړي.

په دغه وخت کې چې بازار سوځیدی ټول دوکانونه بند و، او دوکانداران پکې نه و، ځينې خو همدې د ځانګړې قطعي کسانو د بندیانو په ډول ورسره ساتلي و، او ځينې په کورونو کې پټ و.

فضل محمد کاکا وايې زموږ په سېمو کې چې د ځانګړې قطعې وسلوالو ږغ شي، خلک کورونو ته زغلي او پټيږي، ځکه بیا يې دوی نیسي او دغه کلیوال تر ځان مخکې کړي، که چیرته طالبانو ماینونه ښخ کړي وي تر څو په همدي کلیوالو او عامو خلکو انفجار وکړي، داسي هم کله ناکله کيږي چې له کورونو څخه ځينې کسان راوباسي او بیا يې ترځان مخکې کړي چې د ماینو خوراک هغه عام وګړي شي، له همدې ویرې خلک پټیږي نو ځکه په بازار کې څوک نه وی.

هلته زموږ د مالمند د سېمې د خلکو له پاره د موټرو خرڅولو ځای هم و، ۳۱ کوچنۍ موټر پکې ولاړ و، د موټر فروشي مالک هلته ددی له پاره ناست و چې موټران يې نادرکه نه شي، او غلا نه شي، د ځانګړې قطعي کسان ورته راغلل، هغه خپل د کار جواز ورښکاره کړ، ۳۱ موټر ولاړ و، لومړی يې دهغه جواز ورته وسوځاو، او بیا يې موټرونو ته اور واچاو، ۲۴ موټره سوځیدلي چې رالیږل شوې هیئت  يې د ۱۹ موټرو مکمل سوځیدل تاید کړي او ۵ موټره لږ سوځيدلي تاید شوې. د افغان سپیشل فورس کسانو ورته ویلي و چې دا موټرونه خو یا د طالبانو دي او یا خو تاسي يې پر طالبانو خرڅوئ، نوځکه موټرونه درته سوځو.

فضل محمد کاکا وايې چې تر ټولو لومړي د هلمند ولایت والي ته ورغلو، بیا ولایتې شورا ، له هغه وروسته د سېمه ایزو ادارو دفتر کابل کې اودا ډول د لوی درستیز د فتر او د مشرانو جرګې غړو ته يې د مالمند بازار اړوند معلومات وړاندي کړي دي، خو تر نن ورځي يې هیچا هم اواز نه دي اوريدلی.

 

دوی وایې چې د سېمه ایزو ادارو مرستیال ډاکټر فرید مومندزي ته يې ویلي که حق يې ورنه کول شي، بیا به مجبوره وي چې د مدني لارو خپل اواز د لاریون په ډول او يا هم د هرات – کندهار سړک بندولو په ډول تر چارواکو رسوي.

دوی لا هم هیله لري چې که وکولای شي د امنیت شورا له غړو او يا د ارګ د تشریفاتو ریاست په مرسته ولسمشر غني سره وویني، نږدې ۵ میاشتې کيږي چې نه دي توانېدلي.

له نیکه مرغه درې اونۍ مخکې یو کورنۍ ټلویزون په پښتو ژبه له حاجي فضل محمد سره مرکه کړي، او دهغې مرکې وروسته داسي فکر کيږي چې اوس ددوی د اسنادو د څیړلو له پاره د ارګ د تشریفاتو ریاست ته دنده سپارل شوې چې هیئت ورته وټاکي.

په هلمند ولایت کې د ولسي وګړو د کورونو او دوکانو نړولو راپورونه ډیر ځله خپاره شوي، نه  نړیوالو او نه هم کورنیو د بشر د حقونو ادارو  په دي اړه عکس العمل ښودلي دی.

په وروستیو وختونو کې خو د ملي اردو د توپونو په ډزو کې هم د ملکي خلکو د وژلو راپورونه په غزني کې ورکول شي، له دي مخکې په سنګين کې د وداده پر مراسمو د ملي اردو له خوا د ډزو راپورونه و.

مګر د ګډ حکومت مشران لا هم د ملکي خلکو پر وژلو پټه خوله دي، همدا لاملونه دي چې د ملکي خلکو کورونه او دوکانونه سوځول کیږي.

فضل محمد کاکا هغه اسناد چې دوی چمتو کړي په دي ډول يې ماته وسپارل.

۲۶/۱۱/۱۳۹۳ د هلمند ولایت د سنګین ولسوالي د مالمند بازار ته د دولتي  او افغان  سپیشل فورس ځواکونو له خوا اور واچول شو

۳/۱۲/۹۳ د ولایت  مقام او ولایتې شورا ته مو خپله عرض پاڼه وړاندي کړه

۵/۱۲/۹۳ د ولایت د والي له خوا د سېمه ایزو خپلواکې ادارې ته مکتوب راکول شو

۲۵/۱۲/۹۳ د ستر درسیتز ریاست  د اوپراسیون ستر درستیز د هلمند ۲۱۵  میوند قول اردو ته مکتوب لیږلي

۲/۱/۹۴ د مشرانو جرګې غړي سناتور محمد هاشم خان  الکوزي ته عریضه شوی

محمد هاشم الکوزي د مشرانو جرګې په استازیتوب هیئت وټاکی، هیئت خپل راپور ترتیب او اړوند ځای ته يې وړاندي کړ

۱۸/۱/۹۴ د سېمه ایزو ارګانو څخه امنیت شورا ته مکتوب، چې له رئیس جمهور سره ددوی ملاقات ترتیب شي، هیئت سېمې ته واستول شي، او خساره ورته ورکول شي.

۲۲/۱/۹۴ د ولسې جرګې لومړي نایب د دفتر څخه د امنیت شورا ته  دوېم مکتوب چې باید مسئله تر غور لاندي ونیول شي.

۲۹/۱/۹۴  د اسدالله وفا د شکایاتو کمیسون او سولې شورا مرستیال له خوا د ارګ تشریفاتو ریاست ته لیک چې د ولسمشر سره ددوی ناسته وشي.

د مالند د بازار خلک د لیږل شوې هئت اسناد په لاس لري چې ټول ټال دوی ته  ۱۹۲۰۴۵۰۰  نولس میلیونه دوه لکه څلور زره پنځه سوه افغانۍ اټکل شوې ده.

داچې د مالمند له ولسي زیانمنو وګړو سره مې وعده کړي وه چې د لیکنې د لاري به ددوی اواز د لوړ پوړو چارواکو تر غوږونو رسوم، له همدې لارې غواړم چې د عام ولس غوښتنو ته د چارواکو توجه واړوم.