وقتی دین و فلسفه به ایدئولوژی بدل می‌شوند

 نویسنده: مهرالدین مشید ایدئولوژیک شدن دین و فلسفه؛ آغاز فاجعه دین و…

انتقاد،اعتراض، پاڅون او بغاوت

عبدالصمد ازهر                 …

دل « قلب » چیست؟ 

برهان الدین « سعیدی » دل نباشد غیر آن  دریای نور…

افغانستان؛ کشوری که توسعه در آن چند بار متوقف شد

نگاهی تاریخی و فرهنگی به «آغازهای ناتمام»، از دولت‌سازی تا…

نــذر

سعید، ماشینش را جلوی در ورودی امامزاده پارک کرد. پیاده…

انشاء

خانم "میر"، معلم کلاس سوم "شهید شمسه"، رو به دانش‌آموزان…

اسراف

"رها" دست مادرش را سفت گرفته بود، که در شلوغی…

از افغانستان تا هرمز؛ وقتی بحران‌های منطقه به یک زنجیره…

وحیدالله نورزی Wahidullah Noorzai Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist |…

عدالت در اسلام !

شیخ الاسلام امام ابن تیمیه می گوید . ان الله…

 افغانستان در بن‌بست پیچیده؛ روزنه‌های امید برای گشایش

 نویسنده: مهرالدین مشید قومی‌سازی جنگ؛ ترفند طالبان برای بقای انحصار قدرت  این…

مکثی بر طرح «ضرورت عقلانیت سیاسی، واقعبینی و گفتگوی سیاسی»

نوشته از بصیر دهزاد برای اولین بار است که ، بعد…

  نوستالژی انقلابی رمانتیسم فقرو بیچارگی

Victor Hugo (1802- 1885 ) آرام بختیاری آثار هوگو؛ مدرن، روشنگر، اخلاقی،…

فراتر از فروپاشی: چرا دولت‌ها پیش از سقوط، از درون…

تحلیلی نهادی از افغانستان و منطق سرایت بحران در منطقه وحیدالله…

من مسئول اعمال خودم هستم، نه مسئول اشتباه هم‌تبارانم

 نور محمد غفوری اگر سخنانی که از نام رحمت‌الله نبیل در…

جوردانو برونو ( بخش دوم ) 

« اندیشه‌ای فراتر از مرزهای زمانه »  تهیه و تدوین :…

افغانستان پس از پنج سال طالبان؛ ثبات واقعی یا آرامش…

وحیدالله نورزی افسر ارشد نظامی سابق، استراتژیست میدانی و تحلیل‌گر امنیتی…

افغانستان؛ تشنه رهبران آگاه و مدیران صادق، نه غارتگران قدرت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان به رهبران آگاه و مدیران صادق و…

از ضعف نهاد در افغانستان تا سرایت ناامنی در منطقه…

وحیدالله نورزی Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military & Security Analyst Strategic…

سیاسي ګوند، سازماني جوړښت او د دموکراتیکې رهبرۍ بنسټونه

نور محمد غفوری لنډیز سیاسي ګوندونه د معاصرو سیاسي نظامونو له مهمو سازماني…

وقتی ثبات به تله امنیتی تبدیل می‌شود: افغانستان، طالبان و…

نویسنده: وحیدالله نورزی افسر ارشد سابق پولیس ملی افغانستان | تحلیل‌گر…

«
»

د زابل په ولایت کې لویه خاینانه توطیه

دریس جمهورمحمد اشرف غني د پام وړ موضوع

لیکونکي : دکتور طاوس وردک لندن دمارچ ۱۴مه ۲۰۱۵کال

ځنې وختونه د هیواد مشران او سپین ګیري ، جمهور ریسان  د دشمنانو د توطیو
قربانی کیژي او قصدا او د ناولو توطیه ګرو دشمنانو په لمسون خپلو چې
زموږهیوادوالو ته توطېې جوړوی او دارنګه توطېې اکثرا دیوې اپرتاتیفي بازۍ
شانته را منځ ته کیژي که څوک د اپراتیفی بازیو په ماهیت او شکل نه پوهیژی
لطفا د پوشتنه وکړي او ځانونه باید وربادې وپوهوي ، قدرمنو افغانانو دغه
۳۶ کاله د افغانستان دشمنانو ( پاکستان او ایران ) دغو زموږ تاریخی او
دایمی دشمنانو ورور دورور سره – پلار دزوی سره – کلی وال د همسایه سره په
وینو ولمبول ، په تاسې ېې یو رنګ ووهلو او په موږ ېې بل رنګ ووهلو یا ېې
په تا یوه ټاپه ووهله او په ما ېې بله ټاپه ووهله ، یو د بل سره د قوم او
ملیت یا دین یا ایدیالوژۍ په نسبت یو دبل سره په جنګ واچولۍ او خلکو مو د
(( پشتون د هزاره په ضد ، هزاره د تاجک په ضد ، ازبک د پشتانه په ضد په
نامقدس ، ناولي ، تپل شوي ، ناروا جنګ کې یو پربل سره په وینو ولړلۍ ))
که رشتیا را ته ووایاست چې ایا پشتانه بیدون له ازبک او هزاره یا تاجک نه
په افغانستان کی په راحت او ارامۍ ژوند کولۍ شۍ ؟؟؟؟ ایا یو قوم یو ملیت
بل قوم یا بل ملیت نفی کولۍ شي؟؟؟ ایا ویلاۍ شۍ چې دا وطن فقط د پشتنو دی
؟؟ یا داوطن فقط د پنجشیریانو دی ؟؟ یا داوطن تنها د اسلامی ګوند
(جمیعتیانو دی ) ؟؟ همدارنګه دا څوک در سره مني تاسې باید ځان عقل کل یا
مستحق وبولۍ او نور قومونه او ملیتونه هیڅ ارزش نه لري ، داخبره ډیره
احمقانه او ډیره شرم اوره ده ، ( هوشیار – صادق – پوه – وطن پرست – صحیح
مسلمان – پاک سړۍ – ښه افغان ) هغه دی چې ووايي (( که ما ویل چې ته ېې او
تا ویل چې ته ېې نو هم به زه وم او هم به ته وې ، او که تا ویل چې زه یم
او ما ویل چې زه یم نو نه به ته وی نه به زه وم )) اوس ۳۶کاله د شرمیدلي
، خونین جنګ نه تیر شول او هنوز زموږ اکثریت مجاهدین وايي کمونستانو دا
وکړل او هغه وکړل ، خو یوه ورځ ېې یوه مجاهد یا طالب و نه ویل چې د اوله
که هماغه شوروی ټولو خلکو منلۍ وۍ او ورسره مو تر ننه خپل سیاسی اهداف –
اقتصادی اهداف – نظامی اهداف تر سره کړي وۍ نن به افغانستان اتومی برق –
اتوم بم – فابریکی – عالمان او مخترعین درلودل ، خو د شروع نه د پردویو
په لمسون د دین او اسلام نه غلطه استفاده وشوه چې نسلونه نسلونه مو له
منځه ولاړل او تر اوسه په هغو نامه او دغو نامو یو بل تهدیدوو یا تخریبوو
او وژنو ېې او تحمل ېې نه شو کولای ، په خاطر ددې چې ټوله معضله او ټول
مشکل د (( مقام – څوکۍ – غصب- چور – غلاوو – رشوت – اداری فساد ریشې او
قومی تفرقه او د بیکسانو چې ځانونه ېې په کسانو تبدیل کړل سلسله روانه ده
، زما خبرې ډیرې د زړه په غوږو واورۍ او ښه ورته ځیر شۍ چې (( یا به
یوکیژۍ – که نه نو دیوه سره مړه کیژۍ — یا به جنګ تاسي دیوه سره ختموي
یا باید تاسې ضرور دغو جنګ ته خاتمه ورکړۍ  )) او د شاعر په خبره .

دلته هر څوک چې اوسیژي بس افغان دی

توراوسپین پیداکول ملی تاوان دی.

داوطن به په ملی وحدت جوړیژي

دازمونګه عقیده دامو ایمان دی .

اصلی مقصد می د ۳۰ تنو هزاره وروڼو مسافرو محاجرین مطلب دی چې د زابل
ولایت په مربوطاتو کی ددشمن د توطیو شکار شول  چې د یوې داخلی توطېې په
اساس د یوه خاینانه انتقام په خاطر د هغو کسانو د توطیو قربانی شول چی
هدف ېې د عامه نظم – د ملی وحدت د ګډوډولو – دقومونو تر منځ د نفاق او
درز اچولو – دملیتونو تر منځ دشمنۍ ته لاس اچول – او په افغانستان کې
دیوه بل خوګلن اور ته پراخه لمن وهل هدف دی ، هوشیار ووسۍ چې دشمن ډیر
مکار او ډیر توطیه ګر دی ، دشمن نه غواړې افغانستان یو متحد ، یو قوي ،
یو په خپلو پښو ولاړ او مترقی حکومت په هیواد کې ووسې او دغه ۱۳کلنې لاس
ته را وړنې بیرته د تاسې په لاسو له منځه یوسي ، عین کار ېې په تاسي
مجاهدینو د دکتور نجیب الله شهید د حکومت وروسته در باندې وکړو ،دکابل
شهر او فابریکات او وسله وال پوځ ېې در باندی تخریب کړو که هغه څه چې
شهید دکتور نجیب الله او کمونستانو تاسې ته پوره در تسلیم کړل هغه تاسې
حفظ کړي وای نن به دغه ۱۳کلنې لاس ته راوړنې ورباندې علاوه او وطن به ګل
او ګلزار وو ، خو متاسفانه چې هغه وخت یو مدبر او قوی ریس جمهور نه وو ،
که درواغ وایم مخ می تور کړۍ ، مه کوۍ د خدای د پاره د تورمخي دشمن ، د
خاین دشمن ، د وطن د مزدورانو او لاس پوڅو بازی مه خورۍ  ، د وسله وال
پوځ د منسوبینو بیغوری ،بې پروایی ، دامنیتي ارګانو لاس لرل ددشمن سره
دغه توطیه را منځ ته کړیده ،او د دشمن په فرمان دغه کار شوۍ ، نو ولې
تاسې ویده واست ، زه د ریس جمهور او ریس اجرایه نه غواړم چې په جدیت او
مسولیت سره دغه معضله ختمه او ۳۰ تنه هزاره وطنداران سالم خپلو میندو او
پلارونو ته تسلیم کړي ، هشیار ووسۍ او بیداری مو وساتۍ او فورا باید ریس
جمهور (( قندهار – هلمند – زابل – غزنی ته نوي والیان – نوي دوسله وال
پوځ ریسان او قوماندانان ولیژي )) او دلته دیوې نوېې ستراتیژۍ په
تنظیمولو سره د امنیت په راوړلو او اقتصادی وضعی ته توجه یو جدی او فوری
ضرورت بولم ، امین . .