سکوت پشتون‌ها در برابر طالبان؛ آتشی زیر خاکستر

 نویسنده: مهرالدین مشید تحلیلی دربارهٔ سکوت سیاسی، نارضایتی اجتماعی و امکان…

کابل چه زمانی می‌تواند ۹۹ درصد آب مورد نیاز خود…

نوشته : کریم پوپل مورخ ۲عقرب ۲۰۲۶ ** پیشنهاد کریم پوپل به…

ژورنالیست یا میکروفونِ خاموش؟

ژورنالیست واقعی نه سخنگوی قدرت، بلکه صدای مردم است؛ کسی…

فوتوریسم ادبی؛ میان توفان انقلاب و هورای فاشیسم

Futurism.   آرام بختیاری فوتوریسم؛ جنبشی ادبی هنری، آینده گرا اعتراضی، و شورشی…

انسان؛ در جست ‌وجوی خویشتن (1)

تهیه و تدوین : فرشید یاسائی پیشگفتار : انسان از نخستین…

انوره دو بالزاک

هغه د (۱۹)مې پېړۍ د فرانسوي ادبیاتو د مخکښانو په…

سیستم څنګه کار کوي؟

نور محمد غفوری د سیستم د فعالیت څرنګوالی - دوهمه برخه سریزه په…

طالبان، تی‌تی‌پی و چرخش به سوی هند؛ رمز یک رقابت…

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از پرسش‌های مهم و پیچیده در تحولات…

میدان، فشار و خطای پیروزی: چه زمانی هزینه به قدرت…

Wahidullah Noorzai | Noorzai International Doctrine Academy (NIDA) تز مقاله در منازعات…

سیستم څه ته وایي؟

نور محمد غفوری سریزه سیستم (System) د انسان د ژوند، طبیعت، ټولنې،…

آیا زمان همگرایی نیروهای سیاسی افغانستان فرا نرسیده است؟

 نویسنده: مهرالدین مشید از راست و چپ تا طالبان؛ ضرورت توافق…

آته ایسم؛ ضرورت انقلاب و روشنگری است؟

Atheism: خدا ناوری  آرام بختیاری 2600 سال بحث و جدل خونین؛ آته…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواریهای عصر ساسانی

(بخش۳)،علی میرفطروس -«من فرزندِ جامم؛ از آن شیر می‌نوشم  و تا روز رستاخیز،…

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

زورا سورونبایوا  شاعر، نویسنده و نمایشنامه‌نویس قرقیزی شوروی

برگردان. رحیم کاکایی زورا سورونبایوا  نخستین نویسنده زن در قیرقیزستان شوروی،…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

خاطرات امین الله مفکر

خاطرات اینجانت امین الله مفکر امینی شاعر و نویسنده درچـــاربــــــخش مختصرا…

افغانستان در دوراهی تاریخ؛ تداوم بحران یا گذار به حاکمیت…

 نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان امروز در نقطه‌ای حساس از تاریخ معاصر…

بی تفاوتی جهان در برابر تروریزم جهادی در افغانستان!

القاعده و طالبان دو رویی یک سکه اند! جهان در برابر…

اخلاق و تمدن

رسول پویان مگـر جـزیـرۀ اپـسـتـیـن دام شـیـطان بود که مرگ ارزش واخلاق…

«
»

د دلوې ۲۶ مه او د مافیايي جهادي مشرانو لاپې!

نن د کابل د لويي جرګې په خیمه کې د دلوې د ۲۶ مې یا د ملي ژغورنې د ورځې د یاد په پلمه د مجاهدینو هغه مشران راټول شوي وو چې په ۱۹۹۲ کال کې يي د اسلامي جمعیت د پخواني مشر برهان الدین رباني او د اسلامي انقلاب د حرکت مشر مولوي محمدنبي محمدي په مشرۍ د جهاد د مشروعیت د ارزونې او له پخواني ولسمشر دوکتور نجیب الله څخه د واک د ترلاسه کولو لپاره، د ماسکو دروازو ته پنا وروړې وه.

هغه مهال د اسلامي جمعیت د مشر برهان الدین رباني په مشرۍ د مجاهدینو دغه پلاوی د پنجاب په نیغه سلا او لارښودنه، ځکه ماسکو ته واستول شو چې په نږدي راتلونکې کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سولې تګلار سبوتاژ کړي او پرینږدي چې د افغانانو ټولې خواوې په ګډه په کابل کې یو پراخ بنسټه دولت جوړ کړي.

دلته دا توطیه یوازې د حکومت بدلون ته نه وه په پام کې نیول شوې بلکې د هغې موخه دا وه چې د واک له بدلون سربیره، د افغانستان هویت او تاریخ هم بدل شي او دا وارهرڅه سرچپه شي!

که د ماسکو دوهمه توطیه چې پایلې يي افغانانو ته د لومړۍ هغې ډېرې خونړۍ دي، د جمعیت او نظارشورا د درواغجنو مجاهدینو په لاس نه وای پلې شوې او افغانان د ملګرو ملتونو د سولې تګلار پلیتوب ته پريښودل شوی وای، نن به موږنه  د مجاهد، نه د طالب او نه د داعش پرلپسې ورانونکو جنګونو سره مخ وای او په سیمه کې به مو یو غښتلی ملي دولت درلودای!

د دلوې ۲۶ مه چې له افغانستان د شوروي پوځیانو د وتون ورځ ده، د پخواني ولسمشر دوکټور نجیب الله لخوا د ملي ژغورنې د ورځې په نوم یاده شوې او په حقیقت کې د ټولو افغانانو د ګډ زیار پایله ده. خو دلته هم هڅه کیږی له ځینو څخه د غچ پتوګه د افغانانو دا شریکه ګټه، یوازې اسلامي جمعیت او نظارشورا ته ورحواله شي!

بلخوا دې ورځې بنسټ هم د ژنیو تړون په لاسلیک سره کيښودل شو. دا تړون د پخواني شوروي او امریکا تر څار او د ملګرو ملتونو په مرسته ، په ۱۹۸۸ کې د افغانستان او پاکستان لخوا لاسلیک شو. که څه هم پاکستان هغه مهال په زبرواکۍ د مجاهد په خوله لاس کيښود، دوی يي چوپ کړل او د دوی په استازیتوب يي د خپلواک هېواد افغانستان سره دا تړون لاسلیک کړ، خو بیا هم له افغانستان څخه د شوروي د پوځونو د یستلو بنسټ کيښودل شو. که پاکستان هم د دې تړون سره سم، خپلې ذمه وارۍ پلي کړی وای او افغانستان ته يي په بېلو بېلو پړاوونو کې د بېلا بېلو ترهګرو ډلې چې نن يي افغانستان ته په استولو د پاکستان پخوانی دیکتاتور پرویز مشرف په بیشرمۍ سره اعتراف کوي، منعه کړی وای، بیا به هم دومره ویجاړۍ نه وای شوې!

د ژنیو تړون کې د پاکستان ژمنه دا وه چې افغانستان ته به د ترهګرو جوپې نه پریږدي او نه به وسله ورکوي!

هغوی  چې د عبدالرب رسول سیاف په ګډون، نن په لویه خیمه کې د جمعیت او نظارشورا تر چتر لاندې راټول شوي وو، په هغه دریځ کې ښکاریدل چې څو کاله وړاندې مولوي محمدنبي محمدي د برهالدین رباني په مشرۍ د ماسکو په پلاوي کې څرګندیده.

که څه هم سیاف نن د ملا عمر په تړاو پخپلو خبرو کې وویل « ملاعمر د تېر تاریخ درمل دي»، خو سیاف هیروي چې دی خپله، اسلامي جمعیت او د دوی په لاړو لانده نورمجاهدین هم د تېر تاریخ درمل دي. اسلامي جمعیت او دې ډلې ته د سیاف پشان نور نږدي مجاهدین له ۱۹۹۲ کال راهیسې د هېواد په ویجاړۍ او د کابل د افشارو د پېښې غوندې د افغانانو په ټولوژنه مجرم دي. دوی د پخواني ولسمشر د واکمنۍ د فساد او ناکامۍ اصلي لامل دي. دوی د نیشه توکو قاچاقیان او د دولت او ولسونو د ځمکو غاصبین دي. دوی ته افغانان په ریښتیا سره پاټکمار، کوتکمار، داړه مار او جګړه مار وايی.

د سیاف بل وړاندیز د افغانستان له نوي منتخب  حکومت څخه دا و چې له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو په رغولو کې د ده پشان مجاهدینو سره سلا وکړي« سیاف، له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو بدلون ناروا وباله، ویې ویل چې د مجاهدینو له مشورې پرته له ګاونډیو هیوادونو سره په اړیکو کې بدلون حرام او د دیکتاتورۍ عمل دی»

سیاف چې ځانته د حدیثو پوهګړی وايی، په دیپلوماسۍ کې د بهرنیو چارو د وزارت د یوه عادي چارواکي په کچه هم پوهه نه لري او نه دیپلوماسي د ده دنده ده. نوموړی کولای شي مسجد ته ولاړ شي او هلته هغو کسانو ته چې د دوی له لاسه يي غلط لمونځ زده کړی، لارښودنه وکړي. هېوادونو سره دیپلوماسي د قربانۍ غوايي نه دی چې حرام او حلال ولري او نه دا ډول ترمینالوژي په دیپلوماسۍ کې ځای لري. په دیپلوماسۍ کې د هېواد ملي ګټې ارزښت لري، هغه چې مجاهدینو پخپل ټول پیر کې ترپښو لاندې کړي او نړۍ ته يي افغانان د ځنګلي انسانانو پتوګه وروپېژندل!

د خواشینۍ خبره دا ده چې د دیپلوماسۍ په اړه د سیاف نامسلکي او نامسوله خبرو ته، د بهرنیو چارو اوسني وزیر صلاح الدین رباني هم ښی غوږ نیولی وو او له هغه سره يي سرتاوو.

خو بلخوا د دیپلوماسۍ په اړه د سیاف د خندنۍ خبرو سره همهال نن ولسمشر اشرف غني په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان سفیرانو سره ویدیو کنفرانس درلود.« ولسمشر محمد اشرف غني نن د ویدیو کنفرانس له لارې په ګاونډیو هیوادونو کې د افغانستان له سفیرانو سره خبرې وکړې، ویې ویل چې د هند په ګډون ګاونډي هیوادونه د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ په لومړۍ کړۍ کې شامل دي.

په دې ویدیو کنفرانس کې، چې په پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان، چین او هند سفیرانو ګډون کړی وو، ولسمشر غني وویل چې له دغو هیوادونو سره افغانستان هراړخیزې اړیکې غواړي او اوس دا اړیکې د بدلون په حال کې دي.

ولسمشر وویل چې په لنډ وخت کې به ایران او هند ته سفرونه وکړي او د تاجکستان ولسمشر ته به د کابل د سفر بلنه ورکړي.تاند»

د دلوې په ۲۶ مه، د لويي خیمې په غونډه کې یوازې د نظارشورا او اسلامي جمعیت نورو ګډونوالو لکه تورن اسماعیل خان او د ملي دفاع پخواني وزیر کمکي بسم الله جان هم څرګندونې وکړي چې له دې ورځې سره يي د نظارشورا او جمعیت د ځان ښودنې پرته، بل کوم ارزښت نه درلود.

د لويی خیمې ننۍ غونډې یو ځل بیا وښوده چې د دلوې ۲۶ مه، یوازې نظارشورا او جمعیت ته ډېره په زړه پورې ده او نور مجاهدین يي هومره په قصه کې نه دي. دا ننداره هم د دې لپاره هرکال وړاندې کیږي چې په دې وسیله ماسکو څخه د راپیل شوې توطيي  پل  پټ وساتل شي.

د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ ۱۵ مه

سرلوڅ مرادزی