اسرار عشق 

رسول پویان  شدم تا همدم نـور آشیان در کهکشان دارم  از این…

کابل زیبا

سیمین بارکزی فرزند عبدالکبیر خان بارکزی 1953 میلادی در یک…

خالە بکر

استاد "بکر محمد امین" (به کُردی: به‌کر محه‌ممه‌د ئەمین) متخلص…

احتمال تحولات بعد از انتخابات در آمریکا و صدای تکانه…

نویسنده: مهرالدین مشید آیا با پیروزی ترامپ آمریکا به افغانستان باز…

                   من وتو 

چرا صدا ی ما را  جها ن  نمی  شنود برای  آنکه …

شناخت با 30 نوع سوگیری در عرفان

دکتر بیژن باران اگر ما بتوانیم خود را تغییر دهیم؛…

خواب  و  رویا

فرزانه ساحل  حسینی دوش  دیدم  که در آغوش  تو ام با…

سارتر،- مبارزی عملگرا، روشنفکری التقاطی؟

Sartre, jean paul(1905-1980) آرام بختیاری سارتر و انقلاب؛ روشنفکران جایگزین پرولتاریا. سارتر(1980-1905.م)، نویسنده…

هجران

شعر تورکی اوزبیکی داکتر فیض الله ایماق با ترجمه ی دری…

قامت با شکوه ی آسمایی و شیر دروازه بار دیگر…

نویسنده: مهرالدین مشید به راستی که جهان بی وطنی دنیای سرد و…

مولانا عبدالرحمن جامی 

نورالدین عبدالرحمن بن احمد بن محمد جامی معروف به مولانا…

آیا این یک آدمیزاد است یا غیر آدمیزاد؟!؟!؟!

سنگ شکن خدا که می دهد نمی پرسد بچه کیستی؟! "اما…

پس منظر اختلاف نظر رهبران طالبان و شکننده گی بقای…

نویسنده: مهرالدین مشید سیطره جویی ملاهبت‌الله و افزایش اختلاف میان جناح…

رهبران فراری

نوشته نذیر ظفر ما را به وحشیان زمـــــان رهبران فروخت خـــــود را…

کجاست

مادر دلسوز بی آزار و غمخوارم کجاست  مادر شیرین من از…

تبار گرایی یا تفوق خواهی تباری ؟

ساحه باقیمانده از آریانا ، خراسان و باختر که بنام…

لوکاچ؛ فیلسوف مجار، مورخ و تئوریسین ادبیات

georg lukacs (1885-1971) آرام بختیاری گئورگ لوکاچ، و دمکراسی سوسیالیستی شورایی. جرج لوکاچ(1971-1885…

په حکومت کولو کې بد، په خبرو کې بد او…

نور محمد غفوري جان کیری د امریکا د خارجه چارو پخواني وزیر هغه…

سروش واژگان 

رسول پویان  خـدا تا در نمـاد بنده یـی مصلـوب آدم شد  محـیط…

«
»

د جګړې پای او سولې ته رسیدو لپاره سترګې چاته اوړي؟!!

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس د اګسټ پر ۲۸مه ۲۰۱۸ وویل: دوی نه غواړي په افغانستان کې د افغان – امریکا جګړې لپاره د شخصي امریکایې کمپنۍ(بلاک واټر) سره هوکړه لیک وکړي، او افغان – امریکا جګړه شخصي امریکایې امنیتي کمپنیو ته وسپاري.

په ورته وخت کې د امریکا لوی درستیز جوزیف ډانفورډ وویل: موږ په افغانستان کې خپل سیاسي او ډیپلوماټیک شتون قوي کوو، او په افغانستان کې اوږدمهاله پوځي حضور نه غواړو، بلکې شرایطو ته په پام سره په افغانستان کې د خپل پوځی شتون موده ټاکو.

په تیرو ۱۷ کلونو کې لومړی ځل دی چې لوړ پوړي امریکایې جنرالان دغه ډول نرمې، رغنده، تمه پیداکوونکي څرګندونې او د افغان – امریکا جګړې د ختم اړوند کوي.

امریکایې چارواکو څرګنده کړي چې دوی به خپلې ډیپلوماټې او سیاسي هڅې په افغانستان کې د امریکا د سفارت د لاري مخکې یوسي، او په افغانستان کې به قوي او پياوړي سفارت ولري.

همدارنګه امریکایې چارواکې د لنډ مهاله حکومت خبرې هم په غیر رسمي ډول کوي، وایې چې افغان سیاستوال فکر کوي چې لنډ مهاله حکومت د حل لاره کیدای شي.

تمه ده چې د سیپټمر میاشتې په لومړۍ لسیزه کې به امریکایې چارواکې یو ځل بیا په دوحه – قطر کې له طالب استازو سره وګوري، او دا ځل به په ځینو اساسي او مهمو مسایلو بحث ولري.

امریکا لا هم هڅه کوي چې د خپلو پوځیانو د وتلو د مهالویش په اړه ښکاره خبرې ونه کړي، او د سولې په نوم ځینې مقدماتي ناستې له طالبانو سره ولري، که وکولای شي د طالبانو نظریات په یو ډول د راتلونکې افغان حکومت د جوړښت اړوند واخلي، او بیا د طالبانو د نظریاتو او غوښتنو اړوند د خپلو ګټو سره سم که وکولای شي، داسي طرحې وړاندي کړي، چې بیا هم امریکا په کې ګټندویه، او په نړیواله کچه، او خپل امریکایې ولس ته ووايې چې افغان – امریکا جګړه یوه بین الافغاني ستونزه او کشاله وه، او موږ هڅه وکړه چې د افغانانو تر منځ جوړجاړی او حل لاره پيداکړو.

لا هم امریکا په رسمې ډول څرګندونې کوي چې د افغان حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو غوښتونکې او په ناستو کې به دوی هم ګډون کوي، ولي د جګړې د اصلي اړخ په ډول په رسمي او ښکاره ډول نه دي چمتو شوې چې له طالبانو سره د جګړې پر ختمېدو ژور بحث ته ننوځي.

اسانه هم نه ده، چې امریکا به په بیړه او مخامخ داسي ژور بحث ته ننوځي چې د دوی د پوځیانو د وتلو خبره پکې لومړۍ او اخري خبره وي، اوس نو چې د امریکا دفاع وزیر، د امریکا لوی درستیز، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او امریکایې جنرالان په ښکاره څرګندونې کوي چې افغان جګړه نظامي حل نه، بلکې سیاسي حل لري، په کار ده چې طالبان همدا درک کړي، په دي مهم او حساس وخت کې د افغان ولس، نړۍ او سيمې سترګې طالب ته اوړی، چې طالب کوم ډول سیاست غوره کوی، کولای شي چې افغان جګړه د خبرو د لاري پای ته ورسوي، او که به بیا ځل طالب هم د پخواني مجاهد په څیر په سیاسي ډګر کې ماتې خوري، د امریکا په شتون او یا نه شتون کې به جګړه لا اوږديږي، او قرباني به یې افغان ولس وي.

که زلمی خلیلزاد بیا ځل افغانستان ته د امریکا د ولسمشر د ځانګړې استازي په توګه راځي، د امنیت شورا مشر حنیف اتمر استعفی ورکوي، چین، اندونیزیا او ازبکستان طالبانو ته په خپلو هیوادونو کې تود هرکلی کوي، د ماسکو غونډه کې طالبانو ته د ګډون لپاره بلنه ورکول کیږي، په جوزجان کې د اسلامي دولت / داعش په وړاندي جګړه د طالبانو په ګټه تمامیږي، دا ټولې هغه نښې نښانې دي چې امریکا په خپلو تګلارو کې د بدلون په حالت کې ده.

په افغانستان کې د امریکایې/ ناټو قواوو عمومي قومندان جان نیکولسن چې له نظامي پلوه یې د امریکا په پوځ کې خپلې وړتیاوي ښودلي وي، او  دا ډول تر ډیره په سیاسي برخه کې یې هم پوهاوی درلود، د سولې او جګړې ګډه تګلاره یې په افغانستان کې همهاله مخکې وړله، له ډیرو هلو ځلو سره سره، نه په جګړه او نه هم سولې اړوند مسایلو کې یې ځانګړې لاسته راوړنه درلوده، د هغه ځای به دا ځل تر هغه قوي امریکایې جنرال ونه نیسي، بلکي فکر کيږی چې جنرال سکاټ میلر به د امریکا په ۱۷ کلن پوځي ماموریت کې تر ټولو پخوانیو قومندانانو کمزوری قومندان وي چې د افغان جګړې د مشرې لپاره د امریکا لخوا ګمارل کیږي. دا په دي معنی ده چې امریکا نور  په افغانستان کې د جګړې شدت ته د پخوا په څیر لیواله نه ده، او په افغانستان جګړه او د طالبانو ځپل ورته لومړیتوب نه، بلکې سیاسي حل لارې لټوي.

داچې د ناټو د ملکی برخې د مشر کاري موده هم په پوره کېدو ده، فکر کیږي چې دا ځل به امریکا/ناټو په ملکي برخه کې د پخوا په پرتله قوي شخص را وړاندي کړي، د ناټو د ملکي برخې  مشري ته به قوي شخص راولیږي، تر څو له سیاسي او ډيپلوماټیکو لارو د افغان – امریکا+ناټو جګړې د حل /پای لپاره کار وکړي.

افغان ولس، افغان حکومت، طالبانو، افغان  سیاسي ډلو، سيمئیزو هیوادونو ته په کار ده چې دا درک کړي، که د قوي نظامي امریکایې قومندان جان نیکولسن په ځای کمزوري نوی قومندان میلر راځي، او بل خوا د ناټو د ملکی برخې (پریکنده ماموریت) د اوسنی کمزوري مشر/ سفیر کورنیلوس زیمرمن پر ځای تر ده قوي کس افغانستان ته رالیږل کیږي، په دی معنی چې امریکا/ناټو، کاملاً دي نتیجې ته رسیدلي چې افغان – امریکا جګړه نظامي حل نه لري، او باید له سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو دا کشاله حل شي، نو په کار ده چې افغان ډلې هم نور د جګړې د اوږدیدو چانس بهرنیانو ته په لوی لاس ور نه کړي، او په یوه سالمه او رغنده سولې ته رسیدو لاره باندي فکر وکړي.

ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان چې د نفت، ګاز، بریښنا پراخه زیرمې لري، دا ډول ځینې کانونه لري، او له نوري نړۍ سره د نښلولو لاره یې پر افغانستان ده، دوی هم غواړي چې اقتصاد  یې وده وکړي، او اقتصادي وده یې د افغانستان سولې او امن کي ده، په کار ده چې طالبان او افغان سیاستوال د منځنۍ اسیا د اقتصادي لارې تړل او د هغوي اوسني حالت درک کړي.

بل خوا چین، هند، ایران او پاکستان هم غواړي چې د منځنۍ اسیا د لاري له اروپا سره د راکړې ورکړې دروازه یې خلاصه وي، چې بیا هم د همدې دروازي مانع افغانستان دی.

زه یو ځل بیا پر طالبانو، افغان حکومت، افغان سیاستوالو ږغ کوم چې د سولي اړوند اوسنۍ موقع د لاسه ورنه کړي، سیمئیز هیوادونه، نړیوال، د لوی ځواک او قوت لرونکي هیوادونه دي نتیجې ته رسېدلي چې افغان کشاله د تفاهم، سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو حل کړي، که بیا هم پر جګړو ټینګار کیږي، بیا هم د سولې اړوند نړیوالو او کورنیو هڅو مخنیوي کیږي، او بیا هم د سولې اړوند ښکاره تګلاره ونه لرو، تاریخ به موږ ملامت کړي، بیا هم سترګې طالب ته اوړي، چې سولې ته رسیدو لپاره هغه څه وکړي چې افغان ولس یې تمه لري.