میان چشمه‌های شعر

مجموعه اشعاری از روناک آلتون برگردان به فارسی:زانا کوردستانی بانو "روناک توفیق…

افغانستان؛ میدان رقابت قدرت‌ها پس از خروج آمریکا

 نویسنده: مهرالدین مشید جایگاه مردم افغانستان در میدان رقابت های کشور…

عربستان در افغانستان چه می‌خواهد؟

Wahidullah Noorzai — Former Senior Military Officer, Field Strategist &…

انسان و نیروهای سازندهٔ تمدن( بخش دوم)

«انسان معمار روشنایی در دل تاریکیِ جهان» تهیه و تدوین :…

تجربه میدان در غرب افغانستان — از ادرسکن تا شیندند

Wahidullah Noorzai | Former Senior ANCOP/ANP Officer, Military & Security…

روایت اسدالله کشتمند از جنگ افغانستان؛ مجاهدین، شوروی و قدرت‌های…

https://www.youtube.com/watch?v=DGsTJnpdYQk مروز، ۱۶ سپتامبر ۲۰۲۶، بار دیگر در خدمت رفیق عزیزم،…

غنچه‌های پژمرده

گزیده‌ی اشعار اسعد لُرزاده برگردان به فارسی: زانا کوردستانی شاعر و نویسنده‌ی کُرد…

شعرهایی از روناک آلتون

بانو "روناک توفیق محمد"  (به کُردی: ڕووناک تۆفیق محمد)، متخلص به…

زندگی بدون محدودیت یا مرگ ...!

مرگ برخلاف دید صوری٬ چون نیستی تام باور موجه نیست.…

طالبان؛ از سرکوب مخالفان تا مهندسی حذف هویت‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید بازگشت طالبان به قدرت در ۱۵ اگست ۲۰۲۱…

فراتر از فروپاشی؛ چگونه ملت‌ها پیش از شکست نظامی، شکست…

Wahidullah Noorzai Former Senior ANCOP/ANP Officer | Field Strategist | Military…

انسان و نیروهای سازندهٔ تمدن( بخش اول)

«انسان معمار روشنایی در دل تاریکیِ جهان» تهیه و تدوین :…

 دشمنی با فارسی؛ بازتاب سیاست زبانی برتری‌جویانه طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید فارسی‌ستیزی؛ چهره پنهان سیاست زبانی طالبان برای بررسی  دقیق…

نسل‌کشی هزاره‌ها یک پروژه چندوجهی بود که ریشه در سیاست‌های…

افغانستان سرزمینی نیست مانند روسیه و یا هند که بزرگ‌تر…

اگزیستنسیالیسم؛ آزادیاست، یا ترس و مرگ؟

Existenzphilosophie. آرام بختیاری فلسفه وجودی انسان؛ آزادی بورژوایی، یا رهایی جامعه؟ آیا انحلال…

۱۱ سپتامبر جهان را تغییر داد؛ زندگی من را نیز…

از صبحی که آمریکا را تغییر داد تا میدان‌های افغانستان؛…

د سیاسي فعالیت لپاره د ایډیا او رهبر جوړول

نور محمد غفوری (هیله من یم چې دا لیکنه د سیاست…

پروفیسور استاد نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد نصیب الله سیماب سره چې د…

کتاب راز هستی

رسول پویان به زندانی که دل دربند آن زنجیر و برپا…

 اسلام سیاسی؛ از اصلاح دینی تا ایدئولوژی قدرت

 نویسنده: مهرالدین مشید اسلام سیاسی یکی از مهم‌ترین پدیده‌های فکری و…

«
»

د تاریخ یوه پاڼه

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د اکتوبر ۱۷ مه ۲۰۱۴ کال

هر ریس جمهور یا امیر یا پادشاه خپل پلانونه او طرحې لرلې او همیشه ېې د
هغو د عملی کیدو له پاره زیار ایستلو ، خو له بده مرغه ،لکه یوه میوه
داره ونه چې د مختلفو امراضو او دشمنانو له پلوه همیشه بیغمه نه وی دیوه
مثال په راوړلو وطندارانو ته او خاصتا جمهور ریس صاحب او داکتر صاحب
عبدالله عبدالله ته بیانوم ، هره میوه داره ونه چې ډیر بار ولری بیا هم
دونې د میوو د رشد دمخ نیوی په خاطر طبعی افات لکه  (( چینجیان – حشرات –
غله ـ پرنده ګان – ګلۍ – بارانونه – وچکالی – او نور مکروبونه را پیدا
کیژي ، له پاره ددې چې ونه تر اخره ښه ډکه له میوو سره پاتی شي دهقان
باید ورته ( ښوره یا پارو )ورکړي – همیشه په خپل وخت اوبه ورکړي – دوا
پاشی وکړي – مځکه ورته سسته یا نرمه کړي ، شاخ بوری ېې وکا – میوه داره
شاخو ته شاخۍ ورکړي – د مرغانو او ملخو نه ېې وساتي – د غلو نه ېې وساتی
، او په منظم او فنی ډول ېې میوه جمع آوري کړي او په ډیر منظم او درست
شکل ېې بسته بندی یا (پکنګ ) وکا )) ، او بازار ورته پیدا کړي که دغه
کارونه دهقان وکا معلومداره خبره ده چې د نړۍ په بازارو کی ډیر تاجران
ورته مراجعه کوي او د اخیستو پیشنهاد ورته کوي او دهقان ددی زحماتو په
نتیجه کې ډیرې پیسې لاس ته را وړي او حریفان دیوه سره دماتی سره مخامخ
کوي ، دایو مثال وو د ښې او په موقع غم خورۍ او د تولیداتو د کچې لوړتیا
ته ښه مدیر او مدیریت ته ضرورت دی ،نو ریس صاحب جمهور هم فرض کړۍ یو
دهقان دی باید د خلکو دروزنی – ساتنی – کارموندنی – سالم تربیت – باز
سازۍ – نوسازۍ خاصتا امنیت له پاره لکه نن سبا چې خلک ور نه سوالونه کوي
، او واي چې د پاکستان او ایران سره به څنګه مناسبات ساتي او د پاکستان
او ایران یا د دشمنانو یعنی طالبانو او حقانی سره به څه ډول سیاست غوره
کوې ؟؟؟؟

زه وایم چې موږ د څو مثالو په را وړلو سره کولای شو دشمنان سازش ته یا
مذاکرو ته چې دقیقي پایلې او مثبت نتایج ولری تابع کولای شو په یوه شرط
سره او هغه شرط دادی چې د افغانستان خلک د ریس جمهور او اجرایه ریس سره
لاس یو کړي او د ددوی نه حمایت وکړي او هر څه چې اشرف غنی احمد زۍ او
عبدالله عبدالله فیصله کوی د هغو نه کلک ملاتړ وکړي ځکه ۸ ملیونه کسانو
دوی ته رایه ورکړې ده ، مثلا (( د امنیت په راوستلو کی دهر کور ماشوم –
نر یا ښځه – دهر کور هلک دکور خاوند یا مور د خپل کور نه د انتحاریانو
میدان یا منزل  یا ځای جوړ نه کړی – انتحاری ته ځای ور نه کړي – غله او
تروریست مخصوصا د پاکستان او ایران او عربانو – روسانو – چینایان –
امریکایانو د ډالرو او پوڼډو په بدل کی د خلکو او وطن سره خیانت ونه کړی
او همیشه بیدار – ګوش په اواز – سیل بین – هوشیار – زیرک – چالاک – مصمم
وی چې همیشه د اخوان ، ارتجاع ، شیاطینو ، فتنه ګرو ، خاینو ، وطن
فروشانو، رشوت خورو ، غلو ، قاچاق برانو او د دشمنو هیوادو نوکرانو او
مزدورانو سره د جیوال خوله و نه نیسي او هر غل، داړه مار ، توطیه ګر ،
بدماش ، تروریست ، تفرقه انداز ، د دشمنو هیوادو نوکر او مزدور و وینی
باید فورا ېې امنیتی ارګانو ته معرفی کړې او خپل وطندار او وطن ته نجات
ورکړي )) که هیواد والو دغه کار وکړو نو دولت ، ریس جمهور او ریس اجرایه
به تل د هیواد دترقۍ  پیشرفت – نوسازۍ – باز سازی- او د وسله وال پوځ د
مدرنیزه کیدو – تجهیزکیدو – په مدرنو او ضروری وسلو سمبالیدو مخصوصا
هوایی او ټوپچي قوتونه باید د شهید دکتور نجیب الله دوخت سره سم جوړ او
تعبیه کړي یعنی  که خلکو د ریس جمهور او ریس اجرایه سره مرسته وکړه او
ملاتړ ېې وکړو او دوی ته ېې وخت ورکړو او زمینه ېې برابره کړه تر څو دوی
وکولای شي  د هیواد د وسله وال پوځ د اکمال او محاربوی تخنیک ضروری شیان
اکمال کړي او یو بیطرفه –غیر اجیر- غیر مصلحتی – غیر تنظیمی – غیر سمتی –
غیر وابسطه وسله وال پوځ چې د دوه کلنی مکلفیت دوری په شروع کیدو سره دغه
ارمان پوره کیدلای شي  تشکیل شوو او په وسله وال پوځ کې یو دقق ریفورم را
منځ ته شو او د سر قوماندانۍ تشکیل هم باید جوړ او ورته ارکانحرب – تحصیل
کرده – متخصص افسران وګماری ، هغه وخت به موږ وایو چې اوس زموږ همسایه
ګان زموږ سره باید زموږ په ژبه خبری وکا ،(( اول باید موږ ځانونه وپیژنو
– بیا باید موږ ځانونه دهرلحاظه ، تربیه ،تجهیز، تقویه او د دشمنانو د هر
ډول دفع او طرد له پاره اماده کړو )) یعنی د امنیتی لحاظه – د اقتصادی
لحاظه – د سیاسی لحاظه – دکمیت او کیفیت له لحاظه – د مورال او معنویاتو
له لحاظه – د وسلو او محاربوی مدرن ماشین د اکمالاتو له لحاظه – او بل
اخره ددشمن د دقیق شناخت له لحاظه لکه په نړۍ کي چې ځنو زمامدارانو خپلو
هیوادو ته خدمت کړۍ لکه ( مدورا په ونزویلا کې – دانیل ارتیګو په
نکاراګوا کی – فیدل کاسترو په کیوبا کې  – ولادیمیر پوتین په روسیه کې –
بشرالاسد په سوریه کې –  مرتي په هندوستان کې  ) هغه هیوادونه دی چې د
رهبری کسان ېې وطن پرستان او قوی زعیمان وو او دی او نن د هر اهریمن او
زورواکی مخه نیسی ، خو زموږ خلکو مخصوصا ځوان نسل او خاصتا هغو
هیرویینیانو – چرسیانو – غلو – شرارت پیشه ګانو- یاغیانو او باغیانو ـ
او یو تعداد د مجاهدینو پیرو کسانو تر ننه ځانونه ونه پیژندل چې
افغانستان ته د نن غونته رهبر په کار دی او دزړه په وینه باید د هغو نه
حمایت وشي ، د دې بحث په اخر کی د افغانستان جمهور ریس ته وایم چې اول
باید وسله وال پوځ ملی او بیطرفه کړې او یوه دقیقه تصفیه وکړې او په
لومړي قدم کی د ملی ګارد یو قول اوردو جوړ کړې چې اقلا ۱۵۰۰۰ منسوبین
ولری او دغه قول اوردو په ډیر خاصو او مدرنو وسلو مجهز وی تر څو د هر خود
خواه – سازمان – تنظیم یا حزب چی د بغاوت – شورش – چباول – کودتاه –
انقلاب ، خیال لری په څو ساعتو کی تار او مار کړې ډیر ښه مثال ېې د مصر د
(( مورثي دغو د اخوان الشیاطین ) د رهبر او پلو یانو سره جدی او قاطع
برخورد وزیر دفاع السیسی ) وکړو او ته هم باید د هر سرکش ، یاغی او باغی
، بلوا ګر غوږونه ور تاو کړې داسې یو منظم ملی ګارد جوړ کړه چې نه څوک
کودتا وکا – نه څوک بلوا وکا – نه موازی حکومت اعلان کا – نه خلق میدان
ته را وباسی – او نه د مقام او څوکۍ نه سوی استفاده وکا ، ددوهم جنګ په
جریان کی د ستالین مبتکرانه رهبری وه چې هتلر ېې د بیخه او بنیاده و څپلو
، نو که د زور لرلو او ښه اقتصاد د لرلو هغه وخت پاکستان د افغانستان سره
لانجه نه شي را منځ ته کولای( در جای که زور باشد به منطق ضرورت نیست )
حرف پوتین روسیه است ، او که ضعیف وی او خلک د بې اتفاقه وو نو پاکستان
نه یوازی چې دیورند نه منی بلکه حیرتان هم غواړی