سکوت پشتون‌ها در برابر طالبان؛ آتشی زیر خاکستر

 نویسنده: مهرالدین مشید تحلیلی دربارهٔ سکوت سیاسی، نارضایتی اجتماعی و امکان…

کابل چه زمانی می‌تواند ۹۹ درصد آب مورد نیاز خود…

نوشته : کریم پوپل مورخ ۲عقرب ۲۰۲۶ ** پیشنهاد کریم پوپل به…

ژورنالیست یا میکروفونِ خاموش؟

ژورنالیست واقعی نه سخنگوی قدرت، بلکه صدای مردم است؛ کسی…

فوتوریسم ادبی؛ میان توفان انقلاب و هورای فاشیسم

Futurism.   آرام بختیاری فوتوریسم؛ جنبشی ادبی هنری، آینده گرا اعتراضی، و شورشی…

انسان؛ در جست ‌وجوی خویشتن (1)

تهیه و تدوین : فرشید یاسائی پیشگفتار : انسان از نخستین…

انوره دو بالزاک

هغه د (۱۹)مې پېړۍ د فرانسوي ادبیاتو د مخکښانو په…

سیستم څنګه کار کوي؟

نور محمد غفوری د سیستم د فعالیت څرنګوالی - دوهمه برخه سریزه په…

طالبان، تی‌تی‌پی و چرخش به سوی هند؛ رمز یک رقابت…

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از پرسش‌های مهم و پیچیده در تحولات…

میدان، فشار و خطای پیروزی: چه زمانی هزینه به قدرت…

Wahidullah Noorzai | Noorzai International Doctrine Academy (NIDA) تز مقاله در منازعات…

سیستم څه ته وایي؟

نور محمد غفوری سریزه سیستم (System) د انسان د ژوند، طبیعت، ټولنې،…

آیا زمان همگرایی نیروهای سیاسی افغانستان فرا نرسیده است؟

 نویسنده: مهرالدین مشید از راست و چپ تا طالبان؛ ضرورت توافق…

آته ایسم؛ ضرورت انقلاب و روشنگری است؟

Atheism: خدا ناوری  آرام بختیاری 2600 سال بحث و جدل خونین؛ آته…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواریهای عصر ساسانی

(بخش۳)،علی میرفطروس -«من فرزندِ جامم؛ از آن شیر می‌نوشم  و تا روز رستاخیز،…

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

زورا سورونبایوا  شاعر، نویسنده و نمایشنامه‌نویس قرقیزی شوروی

برگردان. رحیم کاکایی زورا سورونبایوا  نخستین نویسنده زن در قیرقیزستان شوروی،…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

خاطرات امین الله مفکر

خاطرات اینجانت امین الله مفکر امینی شاعر و نویسنده درچـــاربــــــخش مختصرا…

افغانستان در دوراهی تاریخ؛ تداوم بحران یا گذار به حاکمیت…

 نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان امروز در نقطه‌ای حساس از تاریخ معاصر…

بی تفاوتی جهان در برابر تروریزم جهادی در افغانستان!

القاعده و طالبان دو رویی یک سکه اند! جهان در برابر…

اخلاق و تمدن

رسول پویان مگـر جـزیـرۀ اپـسـتـیـن دام شـیـطان بود که مرگ ارزش واخلاق…

«
»

د بهسودو پل که د بسوګۍ واده؛ درې واليانو يو پل جوړ نه کړ

د ۱۳۹۳ کال د غبرګولې په مياشت کې په ننګرهار ولایت کې د درې ميليونه او ۴۳ زره امريکايي ډالرو په لګښت د ۳۵۰ مترو په اوږدوالي سره د بهسودو د پله د جوړېدو چارې پيل شوې. خو له کابو درې کاله تيریدو وروسته لا هم د بهسودو پل بې سرنوشته لکه د زانګو په څېر ټالۍ وهي. د دغه پله چارې د فوايد عامې وزارت په مالي لګښت سره د الينګار الکوزي شرکت ته ورکړل شوې دي. دغه پل د بهسودو د پخواني پله سره په څنګ کې جوړېږي، چې پرې به د ننګرهار ولایت د بهسودو، کامې، ګوشتې، دره نور او کوزکونړ سربېره د کونړ او نورستان خلک هم تګ راتګ وکړي، چې اوسمهال په پخواني پل کې د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله زرګونه خلک په ساعتونو انتظار کوي. په زوړ سړک چې موټرې تيريږي؛ پل لکه د زانګو په څېر ټالۍ وهي او هره شيبه يې د نړيدو امکان شتون لري.

اوس د دغې پل د جوړيدو په چارو کې بله معما راپورته شوې ده، دویم پله د جوړیدونکي شرکت مشر وايې چې له قراداد سره سم د دغه پله چارې د ليندۍ میاشتې په وروستۍ ورځ بشپړې شوې، خو حکومت تر اوسه پورې د پله تسلیمي نه ده اخستې. نوموړی وایي، د پله ټولې چارې یې د دویم ځل کاري مودې له قرارداد څخه یوه میاشت وړاندې بشپړې کړې دي خو حکومت يې پوښتنه نه کوي. همداراز د شرکت مشر يوې بلې موضوع ته هم اشاره کوي. نوموړی زياتوی، د پله دواړو خواو ته د سړک جوړونې کارونه له دوی سره قرارداد کې نه دي ذکر شوي، خو د والي ګلاب منګل په امر یې تر اوسه پورې ۴۰ په سلو کې چارې مخکې وړې دي. ډاکټر ماهر زیاتوي، که چېرته د پل دواړو خواوو ته د سړک د جوړولو قرارداد له دوی سره لاسلیک شي؛ نو په را تلونکو درېیو میاشتو کې به د سړک چارې هم بشپړې کړي.

دغه پل که څه هم د طول له مخې کوچنی دی خو د اهميت له پلوه ډير لوی دی. په دې معنا چې دغه پل، جلال اباد ښار د ننګرهار ولايت له شپږ ولسواليو، همداراز د کونړ، لغمان او د  نورستان ولايتونو سره نښلوي او د همدې سيمو د سلګونه زره اوسيدونکو تر څنګ د کابل او له ګاونډي هېواد نه راتلونکو مسافرو، سوداګرو او کارو باري خلکو ته د تګ راتګ او د اموالو د لېږد اسانتياوو برابرولو ستراتيژيک پل دی. هغه مهال چې د دغې پل د جوړيدو پرانيسته کيدله نو د ننګرهار والي مولوی عطاءالله لودين و. له لودينه وروسته سليم خان کندوزی او له کندوزي وروسته اوس د ګلاب منګل د ننګرهار والي دي. وخت ناوخت د دغې پل په جوړيدونکو چارو کې د خنډونو خبرونه هم خپاره کيږي.

جوړونکی شرکت د فوايد عامې وزارت د دغه پل په جوړيدونکو چارو کې خنډ بولي. یاد شرکت داسې هم ويلي و چې د فوايد عامې وزارت لخوا د دغې پروژې د عملي کيدو لپاره ځانګړې شوې پيسې نه ورکول کيږي. په ورته مهال ولسي وګړي هم په دې برخه حکومت په ناغېړۍ تورنوي او وايي، که حکومت د دغه پله کار په سم ډول څارلي وای، نو دوی به د ګڼې ګوڼې او ساعتونو انتظار شاهدان نه وای. اوس په زاړه پل ګڼه ګوڼه هومره زیاته شوې، چې نور یې خلک پر دغه لاره له تګ زړه توري کړي دي.

ستونزه که په هر ارګان يا شخص کې وي خو زيان يې د ختيځ زون ټول ولس ته دی. د شرم خبره دلته ده چې درې کلونه تيريږي چې په دې پل کار روان دی خو تر اوسه سر ته نه رسيږي، دا پل دی کوم زر کیلومتري سړک نه دی چې جوړول يې ډير وخت ونيسي. او بيا په درې کلونو کې خو آن په زرګونو کلومتره سړکونه جوړيږي خو د دې له امله چې د ننګرهار ولايتي اداره ضعيفه ده  او خپل مسوليت نه پيژني؛ د دغه پل د جوړيدو چارې نيږدې دي چې آن څلورم کال ته وغځيږي.

دا د ننګرهار ولايتي ادارې لپاره د شرم ځای دی چې د درې کلونو په تيريدو د ۳۵۰ متري پل په جوړولو نه بريالي کيږي. لږ فکر وکړئ په ننګرهار ولايت کې د درې واليانو په تيريدو سره هيڅ والي په دې نه توانيږي چې د دغه پل د جوړيدو چارې چټکې کړي. والي که والي او خپل مسوليت وپيژني سمدستي د داسې يوې ارزښتناکې پروژې د خنډ په معلومولو پسې کيږي، که ستونزه په جوړونکي شرکت کې وي خو قرارداد بل شرکت ته ورکوي او که په ځايي زورواکانو کې وي هم يې په اړوند لازم اقدام کوي. خو ټول پوهيږي چې غوا توره ده او شيدې يې سپنې دي.

ستونزه ټوله په اداري ضعف کې ده، حکومت ته په کار ده چې ددغې پل د جوړيدو چارو د څيړنې لپاره يو صلاحيت لرونکی پلاوی وټاکي او شيدې له اوبو بيلي او په کې غفلت کوونکي چارواکي د خپل عمل په سزا ورسوي.

لیکنه : خوشحال آصفي