بی تفاوتی جهان در برابر تروریزم جهادی در افغانستان!

القاعده و طالبان دو رویی یک سکه اند! جهان در برابر…

اخلاق و تمدن

رسول پویان مگـر جـزیـرۀ اپـسـتـیـن دام شـیـطان بود که مرگ ارزش واخلاق…

مشروعیت‌زدایی قومی طالبان؛ خلع سلاح قومی این گروه

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از مهم‌ترین موانع در مسیر حل بحران…

آن کارسون، برنده نوبل ادبیات ۲۰۲۶؛ از ادبیات کلاسیک تا…

      بهرام رحمانی bahram.rehmani@gmail.com  آکادمی سوئد روز پنج‌شنبه ۸ اکتبر ۲۰۲۶، جایزه نوبل…

رمانتیسم؛ عطر شانل آیدا، یا سیگار اشنو شهلا ؟

Romantik . آرام بختیاری رمانتیک، مکتبی چند وجهی؛ خردگریز، اتوپیستی، هومانیستی. رمانتیک واژه…

رساله‌ای در باب تخیل (3)

« آزادی و هراس انسان از خلوت خویش » تهیه و…

جنگ ایران، محاسبات ترامپ و بازتعریف آسیب‌پذیری در جغرافیای منطقه

وحیدالله نورزی جنگ‌ها را نمی‌توان تنها با شمار حملات، میزان خسارات…

دو یاداشت !

1-- افغانستان و اثرات موقعیت جغرفیایی ان . 2-- چاره اساسی…

تعلق بر انسانیت بجا است !

امین الله مفکر امینی              2026-08-10! بــه هر طرف مینگرم بوی تعلقات…

از قهرمان‌سازی تا نقد تاریخی؛ بازخوانی کارنامه رهبران در شش…

 نویسنده: مهرالدین مشید بزرگ‌نمایی رهبران؛ ناسپاسی به آرزو های مردم افغانستان رخدادهای…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواری های عصر ساسانی(بخش۲)

علی میرفطروس -« عربِ بادیه نشین را رها کن و او…

پروفیسور استاد  نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد  نصیب الله سیماب سره، چې د…

پیام هستی

رسول پویان ز قلب هستی پیامی بـه گوش دل گفتند چه خوش…

افغانستان در آستانه بحران چند لایه؛ ابتکار خروج از جنگ

 نویسنده: مهرالدین مشید چه کسی باید ابتکار خروج از جنگ را…

فراتر از امیر؛ درون معماری قدرت طالبان

قسمت دوم: از هویت تا قدرت؛ چگونه یک سازمان خود…

نیهلیسم؛ محصول شکست سیاسی یا فردی؟

Nihilism. آرام بختیاری نیهلیسم یعنی پوچی، انفعال، زوال، بطالت، و فاقد هدف.  نیهلیسم…

گزیده‌ی اشعار شرمین ولی

اشعار کتاب اندوه ارغوانی یک سیب گزیده‌ی اشعار شرمین ولی مترجم: زانا کوردستانی (۱) پاییز…

فراتر از امیر؛ درون معماری قدرت طالبان

قسمت اول: مسئله فقط امیر نیست وقتی درباره طالبان صحبت می‌کنیم،…

بعد از ضربه چه می‌ماند؟

افغانستان و منطقه در عصر جنگ‌های فرسایشی Wahidullah Noorzai — Former…

دل دادن و دل بردن!

امین الله مفکر  امینی                2026-25-09 دلـــــدادن ودل بردن ودل بستن نباشد…

«
»

د برتانيا لپاره د اوکراين او روسيې شخړه ولې  ډېره مهمه ده؟!

ليکنه: حميدالله بسيا

د شمالي اتلانتيک په دفاعي سازمان (ناټو) کې تر نورو ټولو هېوادونو ډېر د اوکراين او روسيې د جګړې په فعاله ساتلو کې د برتانيا رول جوت دی ، نوموړی هېواد له امريکا سره له نږدې اړيکو او همدارنکه په ناټو کې له خپل نفوذ څخه په استفادې په هېوادونو فشار راوړي چې له اوکراین سره نظامي مرسته وکړي ترڅو قوي پاتې شي او د روسيې په مقابل کې ودرېږي،  نوموړی هېواد په يو ډول غواړي دا اور بل وساتي، او ان د ټيګلراف د راپور له مخې د اروپايي هېوادونو او په ځانګړي ډول برتانيا له اوکراین سره د وسلو دومره نظامي کومکونه کړي دي چې اوس خپله د وسلو له کمبود سره مخامخ ده او ددې په اړه اندېښمن دي چې د خپلې دفاع لپاره څه شي نه دي ورپاتې . د برتانيا يوه لوړپوړي چارواکي له ټيليګراف سره په خبرو کې وویل چې اوکراين ته هر ټانک او هرې وسلې په ورکولو سره موږ د يوه ټانک او يوې وسلې له کمبود سره مخ کېږو.

همدارنګه له دې امله هم برتانیا د اوکراین کې د جنګ د روان ساتلو لېواله ده  چې له روسيې سره پخوانۍ دښمني لري غواړي چې په يو ډول روسيه د اوکراین په جګړه کې راګيره او مصروفه وساتي او درګرده لګيا ده خپل متحدين او نور هېوادونه تشويق کوي چې له اوکراین سره مرستې وکړي او دا جګړه په پردۍ خاوره کې د پردي سرتېري له اوږې په دښمن ډزونه دي چې امریکا، برتانيا او نورو اروپايي هېوادونو ته پکې له مالي تاوان ماسوا بل هيڅ تاوان نه رسېږي.

په اروپایي ټولنه کې ډېری سیاستوال په دې باور دي چې اروپا د راتلونکې جګړو لپاره چمتو نه ده او که احیانن د روسیې له پوځ سره يې جګړه نښلي د مخامخ جګړې توان نه لري او روسیه د یو قوي او ښه تنظیم شوې ځواک په توګه د اروپایي سرتیرو لپاره ډېر ستر چلینج ثابت کېدلای شي.

د برتانیا بحري ځواک چې پخوا یې ستر نوم درلود اوس په خراب حالت کې دی،  سلطنتي بحري ځواک د تاریخ له تر ټولو بدې دورې څخه تیریږي. د سمندرونو د ملکې حیثیت چې انګلستان درلود، اوس يوازې يو تاريخ دی.

د انګلستان د ځمکني ځواکونو وضعیت هم ښه نه دی، چې د اوکراین پر ضد حمله کې اصلي بار پر دوی وي. انګلیسي چلینجر ټانګونه، چې څو کاله مخکې کییف ته استول شوي دي ، د روسیې په جنګي عملیاتو کې خپل ځان ثابت نه کړ. دا ټانګونه د زړو توپونو او کمزورو وسلو په درلودلو سره د روسي بې پیلوټه الوتکو، توپخانې او حتی پیاده ځواکونو لپاره آسانه هدف ګرځي. اوکرایني چارواکي هڅه کوي چې دغه ګران قیمت ټانکونه په شا کې وساتي او د جګړې له لومړۍ کرښې څخه لیرې یې ځای پر ځای کړي.

د برتانوي پوځ د پیاده نظام وضعیت هم د اندېښنې وړ دی. په زړو SA-80 نظامي وسايطو سمبال برتانوي ځواکونو دا زغروال ګاډي له څلورو لسیزو راهیسې د برتانوي پوځ لخوا کارول کیږي او هیڅ ډول بدلون نه دی پکې راغلی.

په نورو هېوادونو کې ځای پر ځای شوي برتانوي ځواکونو باندې په دې هېوادونو کې د بشري حقونو، د خلکو د وژلو، او شکنجه کولو بلها تورونه دي . د “دي ډیټیل” راپور له مخې، د ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۰ پورې، برتانوي او امریکایي سرتیرو پر ۱۱۰۰ کسانو جنسي تېری کړی دی. دې وضعیت ته په کتو، ښځې او نارینه دواړه د تاوتریخوالي سره مخ دي.

اوسمهال د برتانوي پوځ د ځینو کړنو په اړه راپورونه او تورونه موجود دي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د جدي اندېښنو لامل شوي دي. دا تورونه ډېری وختونه د بشري حقونو د سرغړونو، د ملکي وګړو د وژنې او د جنګي جرمونو په اړه دي. دلته د ځینو مهمو قضیو په اړه لنډ معلومات وړاندې کېږي:

•         افغانستان:  داسې تورونه شتون لري چې د برتانوي ځانګړو ځواکونو (SAS) غړو د افغانستان په هلمند ولایت کې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د عملیاتو پر مهال ملکي وګړي وژلي دي. د ځینو راپورونو له مخې، ځانګړو ځواکونو بې ګناه خلک وژلي او بیا یې د پټولو لپاره هڅه کړې ده.

•         عراق:  په عراق کې د برتانوي ځواکونو لخوا د بشري حقونو د سرغړونو تورونه هم موجود دي. د ۲۰۰۳ کال په بصره کې د تحقیقاتي راپورونو له مخې، داسې شواهد شتون لري چې عراقي بندیان د برتانوي سرتیرو لخوا شکنجه شوي او ناوړه چلند ورسره شوی دی.

•         نور تورونه:  داسې نور تورونه هم شتون لري چې د برتانوي ځواکونو لخوا په نورو هېوادونو کې د عملیاتو پر مهال د بشري حقونو سرغړونه شوې ده. دا تورونه ډېری وختونه د ملکي وګړو د وژنې او د جنګي جرمونو په اړه دي.

د دې تورونو په اړه د معلوماتو سرچینې: د برتانیا حکومت راپورونه د بشري حقونو د سازمانونو راپورونه  او د نړيوالو رسنیو راپورونه دي.

برتانیا د ناټو یو له اصلي بنسټګرو او د لوېدیځ ستراتیژیک متحد دی. روسیه په اوکرلل برتانیا په اوکراین کې د پوځي مرستو، سیاسي ملاتړ او اقتصادي بندیزونو ته د غربي جګړې ماشین برخه ګوري چې د خپلې ستراتیژیکې ګواښېدو اندیښنه یې ګرځوي. 

روسیه او برتانیا ستراتېژيکې ګټې سره په ټکر کې دي  او له همدې امله  برتانیا د اوکراین په ملاتړ سره د روسیې د پراختیا په وړاندې د خپل ځواک ښکاره کوي. 

برتانیا د اوکراین په ګټه د رسنیو او معلوماتي جګړې کې فعاله برخه لري. د روسیې ضد تبلیغات او د نړیوالې ټولنې د نظر جوړول  کې لوی لاس لري. 

لنډه دا چې روسیه برتانیا د خپل ستراتیژیک ضد، د غربي فشارونو مشر او د اوکراین په جګړه کې د روسیې د سیاسي-پوځي موخو د ماتولو لامل ګڼي. د دې اړیکې شدت د دواړو هېوادونو ترمنځ  اوسنی حال کې له اوکراين سره له بې سارو مرستو معلومېږي.