فطرتی انسانی

امرالدین نیکپی در اوایل دانشگاه ، داستان‌های مذهبی بسیاری دربارهٔ طرد…

جهان صلح وصفا!

امین الله مفکر امینی                   2025-19-06 جهانـی صلح وصفـــای بشربماتم کشیـــــده جـاهــــلانیکی برسیاستهای…

سرنوشت انسان امروز در چنگال مومیایی فروشان دیروز

نویسنده: مهرالدین مشید زنده گی مدرن در آینۀ زوال تاریخی در جهان…

سیمون دوبوار،- رفاقت و عشق اگزستنسیالیستی

Beauvoir, Simone de (1908- 1986). آرام بختیاری سیمونه و سارتر،- ازدواج سفید…

کتاب زبدۀ تاریخ

رسول پویان فسانه خوان وفسون سرگذشت موسارا مگـر خـرد بکــنــد حـل ایـن…

چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟ پروفیسور دکتر شمس سینا بخش…

حقیقت فرا ذهنی: بنیاد برترین واقعیت

ذهنیت به مفهوم تفکر٬ و تعقل از جوهر حقیقت٬ بنیاد…

ژرفنای فاجعه در افغانستان و سناریو های فراراه ی طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید ستم طالبان و ایستادگی ملت؛ اراده مردم افغانستان…

پایداری

ثبا ت و پا یداری را نمانده  قدر و مقدارش چنان…

مهر پدر

دستت پدر ببوسم و سر هم به پای تومیخواهم آنچه…

نمونه هایی از کهنترین اشعار فارسی

تا بدانجا رسیده دانش من که بدانم همی که نادانم ( ابو…

ترامپ و بازتعریف روابط بین‌المللی؛ از تنش‌های ژئوپلیتیک تا دیپلماسی…

نویسنده: مهرالدین مشید ترامپ از دور زدن تنش های دیپلوماتیک تا…

چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟

پروفیسور دکتر شمس سینا بخش دوم درین جا می خوانید: -چطور میتواند یک…

پرتو عقل و خرد 

رسول پویان  جهان که در دل دانش می‏کند تابـش  به جهل تیره…

نامه‌ی سرگشاده‌ی محمدعثمان نجیب، بنیادگذار مکتب دینی-فلسفی من بیش از…

آقای ترامپ! تو نه در قامت یک سیاست‌مدار آمدی، نه به…

افغانستان، میان دو لبه تیغ؛ تحول نرم یا سقوط ساختاری

نویسنده: مهرالدین مشید نجات افغانستان در گرو راهی؛ میان تحول نرم…

دولت: کاملِ ناتمام...!

دولت یا خدمات عامه و زمانیکه توسط میثاق مردمی همانا…

فرق بین شادی و لذت

 محمدنعیم «کاکر خیلی ها فکر می‌کنند که شادی و لذت یکی…

شلینگ و هگل،- دعوای 2 فیلسوف دولتی

Schellig, F.W (1775- 1854 آرام بختیاری فلسفه شلینگ،- مفاهیم ناروشن، تعاریف ناتمام. شلینگ…

عید قربان

ای وطندار عید قربان شد قربانت شوم صدقه‌ی حال خراب و…

«
»

د افغان دولت له مار نه د خير تمه لري

پاکستان د سپي لکۍ ده نه سميږي

وروسته له هغې چې پر تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ له نښتو، پر افغان خاورې د پاکستاني مليشو د راکټي بريدونو او په ځينو نړيوالو کنفرانسونو کې د افغان ولسمشر لخوا په پاکستان له تندو نيوکو وروسته د کابل او اسلام آباد اړيکې ترينګلې شوې؛ پاکستان له افغان حکومت سره  د اړيکو رغولو لپاره بيا هڅې پيل کړې. د همدغو هڅو په لړ کې تيره د شنبې ورځ د پاکستان د پارلمان د رئیس ایاز صادق په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغی څو د کابل او اسلام اباد ترمنځ د شته اختلافونو د هواري لپاره له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

اوس له دغې ليدنې وروسته د افغانستان د مشرانو جرګه او حکومت يو ځل بیا له پاکستانه د خير تمه لري. مشرانو جرګه دا ځل د پاکستان همکارۍ ته تمه لري او وايي، د پاکستان پارلماني پلاوي ژمنه کړې چې له افغانستان سره د پاکستان د پخوانیو ژمنو د عملي کولو لپاره به د پاکستان پرحکومت فشار راوړي. حکومت هم وايي، هېواد ته د پاکستان د پارلماني پلاوي له سفر څخه تمه لري چې له هغوى سره کتنې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا په رامنځ ته کېدو مرسته وکړي.

خو پوښتنه دا ده چې له ماره د خير تمه کيدلی شي؟

دا لومړی ځل نه دی چې د کابل او اسلام آباد اړيکې ترينګلې کیږي او نه هم لومړی ځل دی چې پاکستان له کابل سره د اړيکو رغولو لپاره له بيلابيلو لارو ګټه اخلي؛ بلکې کابو يو نيم کال وړاندې په افغانستان کې د خونړيو ځانمرګو بريدونو، نورو امنيتي پېښو او له طالبانو سره نېغ په نېغه د سولې د خبرو تر درېدو وروسته هم د کابل او اسلام اباد اړيکې خرابې شوې وې چې له امله يې دواړو هېوادونو ته د يو شمېر لوړو پوړو چارواکو سفرونه هم ځنډېدلي و. بيا هماغه مهال هم پاکستان د افغانستان سره د اړيکو د رغولو لپاره ډيرې هڅې وکړې خو افغان حکومت ورته منفي ځواب ويلو. بلاخره پاکستان د افغانستان له يو بلې ضعف نقطې چې ميلمه پالنه ده؛ ګټه واخيستله او د کوزې پښتونخوا پښتانه مشران يې په جرګه راوليږل.

هغه مهال د پاکستان لومړی وزير نوازشريف غوښتل له ولسمشر اشرف غني سره وګوري خو د غني له خوا په دې اړه د رد له ځواب وروسته يې د پښتونخوا سياسي مشران راوليږل چې د افغانستان ولسمشر له هغه سره ليدنې ته پخلا کړي. کله چې نواز شريف ته د غني لخوا د رد ځواب ورکړل شو نو نواز شريف بيا د انګلستان له لومړي وزير ډيوېډ کمېرون څخه غوښتي و چې ولسمشر غني له ده سره ليدنې ته اماده کړي، خو ولسمشر غني د کمېرون غوښتنه هم نه وه منلې. بلاخره له پښتنو مشرانو په استفادې يې د کابل او اسلام آباد اړيکې ورغولې.

اوس چې يو ځل بيا د کابل او اسلام په اړيکو کې ترينګلتیا پيدا شوې؛ نو پاکستان د همدغې ترينګلتيا د لمنځ وړلو لپاره ډيره هڅه پيل کړې ده. اوس د افغانستان له پارلمان سره د پاکستان د پارلماني پلاوي کتل هم د همدغو هڅو يوه برخه ده. اوس پاکستان غواړي د ولسي استازو په مرسته پر پاکستان د افغانستان د باور کچه لوړه شي.

خو آيا دغه سفرونه کولی شي چې د کابل او اسلام اباد تر منځ د باور فضا رامنځته کړي؟

لکه څنګه چې مخکې يادونه وشوه، له افغانستان سره د پاکستان دوستي او همکاري په بار بار ازمويل شوې ده او څوک چې ازمويل شوی بيا ازمايې نو پرته له شکه چې لويه تيروتنه کوي. اوس افغانستان ته د پاکستان د پارلماني پلاوي راتلل ځکه د بارو فضا نشي رامنځته کولی چې دغه پلاوی د پاکستان د پوځیانو د سیاست استازیتوب نه شي کولای. د کابل او اسلام اباد د اړيکو د ترينګلتيا ستر لامل له ترهګرو د پاکستان ملاتړ دی او پر دغو ترهګرو د پاکستان استخباراتو او پوځ نفوذ لري نه پارلمان. په همدې دليل ويلی شو چې کابل ته د پاکستان د پارلمان د پلاوي سفر د کابل او اسلام آباد په اړيکو رغولو کې هيڅ ګټه نلري فقط دومره به وکړي چې افغان حکومت به يو ځل بيا په خپلو تکراري ژمنو دوکه کړي او تر يو وخته به بيا د افغانستان او پاکستان اړيکې عادي شي خو په اوږد مهال کې د دوه هيوادونو تر منځ په سالمو اړیکو درلودو کې هيڅ مثبت اغيز نشي درلودلی. د دغې پلاوي له سفر نه د افغان حکومت او پارلمان هيله مندي بې ځايه او له مار نه د خير تمه کول دي.

لیکنه : خوشحال آصفي