جوهر عشق

رسول پویان دلی از جـوهـر عشق آفریدند سری در پیکـر عشق آفریدند سفر…

۱۵ اگستروزی که نه‌تنها جمهوریت؛ بلکه رویاهای یک ملت فرو…

نویسنده: مهرالدین مشید ۱۵ اگست ۲۰۲۱ را نباید صرف به‌عنوان روز…

آیازبان پارسی گویشی مردم کابل و تهران  ویا گویش هزارگی …

نوشته: دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها برخی ماجراجویان…

آسیب شناسی  استقلال افغانستان آن در بعد های سیاسی، اقتصادی،…

نوشته از بصیر دهزاد   روابط بین المللی و تکنالوژی معاصر…

کمدی الاهی یا کمدی انسانی؟ بالزاک و دانته

Balzak, Honore de (1799- 1850) آرام بختیاری بلبشو و شهر فرنگ جامعه…

         پنجساله گی چیره گی تاریکی درافغانستان       

    نوشته ی :اسماعیل فروغی                                                            پنجسال ازفاجعه ی تسلیم دادن…

میرزا تورسون‌زاده شاعر صلح و دوستی تاجیکستان

 برگردان. رحیم کاکایی زویا عثمانووا میهن‌دوستی پرشور که هرگز چیزی را بر…

 افغانستان ؛ در چنبره افراطیت دینی و تندروی قومی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در طول تاریخ معاصر خود، به‌ویژه در…

از دیدگاه علم سیاست !

تلاش و سعی چه به شکل مسلحانه باشد یا غیر…

افغانستان در بن‌بست؛ راه‌های برون‌رفت و چشم‌انداز آیند

نویسنده: مهرالدین مشید فردای افغانستان و چگونگی عبور از وضعیت موجود در…

فرانس مهرینگ؛ تئوریسین ژورنالیست، ژورنالیست صاحبنظر

France Mehring (1846- 1919 ) آرام بختیاری مهرینگ؛ کوشش در راه روشنگری…

افغانستان در آستانه یکخطر وبحران جدید ( تداوم بحران نیم قرنه) 

نوشته از بصیر دهزاد  آغاز جنگ ها و حملات پراگنده گروه…

قرائت های تاریخی و فراتاریخی دینی؛ از بن بست تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در دو سده اخیر، یکی از مهم‌ترین رویکردها…

تضاد دین و حقیقت...!

توهم خدای دین، حقیقتِ بشر را در آزادی او به…

نقدواره پژوهشیِ بر  مفاهیم جمهوری و جمهوریت 

1میرعبدالواحد سادات     از منظر  حقوق اساسی و علوم سیاسی  در راستای :  …

روح و نَفْس چیست؟

برهان الدین « سعیدی»  بادِ نفس مر سینه را ز اندوه…

طبع  شکسته

نوشته نذیر ظفر  2/8/26 ورجینیا  كوچهِ ما پر از گلِ است ،…

تحولات بدخشان؛ نشانه‌های سقوط یا پایان مأموریت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید جرقه‌ای که آتش مقاومت را در سراسر افغانستان…

بردی کربابایف

برگردان . رحیم کاکایی روسلان سمیاشکین نویسنده براستی مردمی و یکی از  بنیان…

ژورنالیست، راوی حقیقت است، نه مبلغ یک روایت

نور محمد غفوری هر حرفه‌ای چارچوب، قواعد، اصول و معیارهای خاص…

«
»

د افغانستان د لوی ملي غورځنګ

نور محمد غفوري

د سولې د دریم کنفرانس د بهیر لنډ رپوټ

د لیکنې په سر کې د ټولو هغو کسانو څخه د زړه له کومي مننه کوم چې زموږ بلنې ته یې لبیک ووایه او (د افغانستان د لوی ملي غورځنګ) لخوا د سولې په اړه جوړ شوي پروني بین الافغاني  کنفرانس کې یې ګډون وکړ او یایې د ګډون له پاره هڅې وکړې. همدا ډول له ټولو هغو دوستانو څخه چې ددې کنفرانس د ارزونې په اړه یې خپل نظرونه د تلفون له لارې شفاهي او یا یې د سوشیال میډیا او انټرنټ له لارې په لیکلي ډول څرګند کړي دي، هم تشکر کوم او زه باور لرم چې د افغانستان لوی ملي غورځنګ رهبري به هر را رسیدلی نظر، وړاندیز او اصلاحي انتقاد په راتلونکو فعالیتونو کې په نظر کې نیسي. 

د کنفرانس د هغو مینه والو له پاره چې د ګډون چانس یې نه دی ترلاسه کړی او د ټولو درنو لوستونکو له پاره غواړم په لنډ دول لاندې معلومات وړاندې کړم. که د ګډون کوونکو پوهانو بیان په لیکلي ډول موږ ته راورسید، هغه به هم وروسته په بشپړ ډول د درنو لوستونکو له پاره وړاندې شي!

دا کنفرانس (په افغانستان کې د رښتینې او تلپاتې سولې له پاره ځانګړې ستراتيژۍ) تر سرلیک لاندې جوړ شو. وروسته له هغې چې په ټاکلي وخت د کنفرانس د پیل او د پرمخ وړلو د پلان اعلان د افغانستان د لوی ملی غورځنګ د رهبرۍ د غړي، محترم اسمائیل پاینده له خوا وشو، کنفرانس د قرآن عظیم الشأن د څو مبارکو آیتونو په لوستلو سره رسماً پرانستل شو. 

د کنفرانس په پیل کې محترم دوکتور وحید احمد مومند- د افغانستان د لوی ملي غورځنګ رئیس- د کنفرانس ګډونوالو ته د ښه راغلاست د ویلو تر څنګ د غورځنک  او ددې کنفرانس د موخو په اړه معلومات وړاندې کړ او ویې ویل چې موږ جنګ نه غواړو، سوله غواړو، ځکه چې جنګ بربادي او سوله عزت او پرمختګ دی. د افغانستان د لوی ملي غورځنګ رئیس وویل چې په هېواد کې سوله ملي انسجام ته اړتیا لري او ټولو افغانانو او افغاني جوړښتونو ته لازمه ده چې یو له بله سره څنګ تر څنګ په واحد غورځنګ کې سره راټول شي.

وروسته بیا محترم ډاکټر معین ګل څمګني د حق او عدالت د ګوند رئیس او د غورځنګ د رهبرۍ شورا غړي چې د کنفرانس د پښتو ژبې د برخې چلول یې په غاړه و، د کنفرانس د جوړولو د هدف د توضیح په ترڅ کې وویل چې ددې کنفرانسونو له لارې کیدای شي بین الافغاني مذاکراتو ته دوام ورکړو. نوموړي د کنفرانس په دې برخه کې آغلې وژمې فضلي ته بلنه ورکړه چې د خبرو نوبت واخلي او طرحه شوو سوالونو ته ځواب ووايي. 

د (پرځان باورمندو ښځو د ټولنې) مشرې په دې اړه چې ښځې څه ډول حکومت غواړي، د دوامدارې سولې په راوستلو او ساتلو کې د ښځو په رول او د ټول شموله حکومت د جوړولو د لارو چارو په هکله اوریدونکو او لیدونکو ته معلومات ورکړ او خپل وړاندیزونه یې په منظم ډول وړاندې کړل. دې د خپلو وړاندیزونو په لړ کې وویل چې د قومونو ترمنځ د سیاسي واک د ویشلو له لارې رښتینې سوله نه شي راتلای. سوله باید د سیاسي ګوندونو او سازمانونو د تفاهم له ارې رامنځته شي. هغوی چې مشترک او سره ورته موخې لرې، یو له بله سره یو ځای شي. هغوی چې د زیات نفوذ او ځواک څښتنان دي، حکومت د جوړ کړي او نور یې کولای شي چې په اپوزیسیون کې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي. 

وروسته آغلې پوهندوی شیما غفوري (د افغانی مرستو رسولو ټولنې مشرې) او د غورځنګ د رهبري کميټې غړې ښاغلي دوکتور عزیزالرحمن حَکَمي- د افغانستان د پوهانو او متخصصانو د ټولنې مشر- ته د خبرو نوبت ورکړ. نوموړي د افغانستان د پوهانو او متخصصانو د ټولنې په اړه د کنفرانس ګډون کوونکو ته معلومات ورکړ او په هیواد کې یې د دایمي او پایدارې سولې په راوستو کې د پوهانو په نقش رڼا واچوله. ښاغلي دوکتور حکمي د افغانستان د سولې او امنیت په ټینګولو کې د افغانستان د پوهانو او متخصصانو ټولنې د امکاناتو او کړْیو فعالیتونو په اړه هم خبرې وکړې. نوموړي وويل چې سوله یوازې د جګړې د پا په معنا نه ده، بلکې په سوله کې باید د هیواد ټول وګړي په آرام زړه او آزاده فضا کې ژوند وکولای شي. 

(د افغانستان د سولې او هوساینې ټولنې) لومړي مرستیال- محترم شاه ولي آرین- د ده په وړاندې د طرحه شوو سوالو په اړه ځوابونه وويل. نوموړي د تل پاتې سولې او ډاډمن امنیت په اړه د ملی حاکمیت په رول او همدا په اوس وخت او تیرو شلو کالو کې په افغانستان کې د ملي حاکمیت د شتون او يا نه شتون په اړه علمي بحث وکړ. ښاغلي آرین په اوسنیو شرایطو کې په هیواد کې د مشروع سیاسي نظام او د تلپاتې سولې د راوستو په لنډو لارو تبصره وکړه او مشخص وړاندیزونه یې وکړل. ده دا خبره یاده کړه چې په ملي حاکمیت کې قانون چلیږي او د قانون د پلي کولو له پاره غښتلي دولت ضروري دی چې باید د خلکو په اراده رامنځته شوی وي. 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت په دوران کې د پارلمان انتخابي وکیلې او د اوسلو د کنفرانس ګډون کوونکې آغلې مسعودې کروخي چې د افغانستان د لوی ملي غورځنګ د رهبرۍ ویاړ هم لري، د اوسلو د کنفرانس د کړنو او پایلو په اړه  اوریدونکو او لیدونکو ته مفصل معلومات ورکړ او په هېواد کې د تل پاتې سولې او امنیت په راوستلو کې یې د مدني ټولنې پر رول خبرې وکړې. آغلې کروخي یادونه وکړه چې د اوسلو په کنفرانس کې طالبانو دا نظر وړاندې کړ چې په راتلونکي حکومت کې د تیرو شلو کالو د لاسپوڅي حکومت د فاسد دوران واکمنان او د شر او فساد عاملین نه شي زغملای. هغوی چې په تیرو شلو کالو کې یې پیسې وخوړې، ځمکې یې غصب کړي، فساد یې رواج کړ او اوس خارج ته ولاړل. په دې خبره یې ټینګار وکړ چې اوس افغانان باید تر خپل منځ د وصل په لارو کار وکړي او یو د بل د حذف کول د ستونځو د حل لاره نه ده. 

همدا شان محترم بسم الله خان مُهمند سولې ته د هیواد د رسیدو په لار کې د خارجی پوځو نو موجودیت  اصلي مانع وباله  او په اوس وخت کې یې سولې ته د رسیدو په لنډو لارو ډیره ښه رڼا واچوله. محترم مُهمند په تیرو شلو کالو کې د سولې د مخنیوي اساسي عامل خارجي اشغال وباله چې د قومي، ژبنیو، مذهبي او سیاسي نفاق او شقاق عوامل یې قوي کړل. ده دا خبره وکړه چې اوس ددې وخت دی چې افغانان یو له بله سره د مدارا او تفاهم په لاره ولاړ شي او د تل پاتې سولې په اړوند یې خورا ښې ستراتيژۍ د غونډې ګډون کوونکو ته وړاندې کړې.  

محترم شیر حسن حسیني د ملګرو ملتونو د موسسې تجربه کاره مامور د نړیوالو لخوا د افغانستان د دولت د په رسمیت پیژندلو د اصولو او پرنسیپونو په اړه علمي ژورې خبرې وکړې او وړاندیز یې وکړ چې افغانان باید ددې شرایطو پوره کولو ته جدي پام او اقدام وکړي، تر څو د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت وپيژندل شي. نوموړي همدا ډول د افغانستان د بیاجوړونې په اړه د لنډ وخت د پلان او په هغو کې د شاملو عناصرو په باره کې په تفصیل خبرې وکړې او هیواد ته د په خارج کې میشتو افغاني فنی ماهرانو او ټولو مهاجرينو د بیرته ګرځيدو پر شرایطو یې علمي او په ملګرو ملتونو کې د تر لاسه کړو اوږدو عملي تجربو پر بنسټ په زړه پورې توضیحات ورکړل. محترم حسیني د افغانستان د بیاجوړونې، تر جګړې وروسته د هیواد د فرصتونو، محلي پروژو د پلي کولو او هغو نورو موضوعاتو په باره کې خبرې وکړې چې د خلکو د ژوند د سطحې د لوړتیا له پاره ضروری شمیرل کیږي. 

د پروګرام په پای کې د کنفرانس د درنو ګډون کوونکو لخوا د طرحه شوو نظرونو او سوالونو يادونه وشوه او د هغو په اړه مناسب ځوابونه ورکړل شول. 

د کنفرانس په وروستۍ برخه کې ښاغلي جنرال محمد یوسف همت د افغانستان د کړکیچنې اوضاع په اړه خبرې وکړې او د طالبانو د تحریک او واکمنۍ په مثبتو او منفي اړخونو وغږید. ده دا خبره هم وکړه چې لا تر اوسه بعضې هیوادونه او نړیواله ټولنه په غلطو لارو پانګه اچوي او کوچني کوچني ګروپونه حمایت کوي او ځینې جګړه غوښتونکو بغاوت ګرانو ته مرسته رسوي چې یو ځل بیا په افغانستان کې د فساد او جګړې اور ته لمن وهي. 

په پای کې کنفرانس د افغانستان د لوی ملي غورځنګ د رهبرۍ د غړي – استاد نور محمد غفوري- لخوا مثبت و ارزول شو او ورپکې د موجود نظم تر څنګ د بیانونو لوړ علمي او اړین عملي ماهیت چې د مسلکی ماهرانو لخوا وړاندې شوې، وطن، خلکو او سولې ته ګټور وبلل شو. 

استاد نور محمد غفوری یادونه وکړه چې زموږ د هیواد او ملت په وړاندې لویې ستونځې شته چې حل یې د هیڅ ځانګړي ګوند، تحریک، قومی او مذهبي ګروپ په وس کې نشته. نو لازمه ده چې ټول افغانان، افغانی لوی او واړه جوړښتونه یو له بله سره لاس په لاس شو او د افغانستان د لوی ملي غورځنګ په توګه په ګډه سره د وطن خدمت او د خلکو هوساینې ته ملا وتړو. د کنفرانس په وروستیو شیبو کې استاد نور محمد غفوري وویل چې اوس ټول افغانان باید د سیاست او ټولنیز فعالیت د (تعامل، تفاهم، تساهل او تعاون) پر معادله پر مخ ولاړ شو. یعنې دا چې یو له بله سره اړیکې ونیسو، یو بل درک او موخې یې وپیژنو، یو د بل په وړاندې انعطاف او ګذشت وکړو او بالآخره یو له بله سره د وطن په جوړولو او د خلکو د ژوند د سطحې په لوړولو کې مرسته او همکاري وکړو!

نور محمد غفوری

۲۸/۱۱/۱۴۰۰ل. هـ.

17.02.2022م.