سخنی عشق!

               2025-09-02! امین الله مفکر امینی گرسخـــــن زعشق گویی زعصمتِ این گوهربــــدان کزعشق به…

سکوت خلیفه در برابر امیر شکست یا فرصتی برای انحام…

نویسنده: مهرالدین مشید عباس ستانکزی: ملایعقوب کل روند را از مسیر…

زمانیکه کیفرخواست دادستان وحکم دادگاه  منفعل گردد  

نکارشی از سخی صمیم  مسئول کیست و عدالت کجاست؟  ***  ایجازی ازین مختصر!    …

شکست و باخت قدرت

شکست و باخت قدرت نه تنها حس ملی و مردمی…

آیا سراسیمه گی طالبان ، سقوط شان را در پی…

      نوشته ی : اسماعیل فروغی       درخواست دادگاه بین…

هوش مصنوعی دیپسیک

دکتر بیژن باران پیشرفت چین در جهان چند قطبی…

غریزه در سلب عقل: دلیل نبود دولت مدرن در افغانستان...!

عقل نیروی تفکر و گوهر شناسایی حق در برابر باطل…

۲۱ و ۲۲ دلو فتح افشار

نه ماه از ورود گروه‌های جهادی در کابل می‌گذشت، از…

یادمان سیاوش کسرایی

نوزدهم بهمن ماه هر سال، روزی است که نام سیاوش…

لیبرال ها، میان ماکس وبر، و کارل مارکس

-- max weber 1864-1920 آرام بختیاری جامعه شناسی بورژوایی در مقابل جامعه…

گنج شایگان 

رسول پویان  همیـشـه ثـروت و کاخ طلا نمی ماند  شــکـوه و دبـدبـه…

همخوابگی های سیاسی نافرجام طالبان افغانستان و آخوند های ایران

نویسنده: مهرالدین مشید افتضاح دیپلوماسی هوتل محور ایران در افغانستان عباس عراقچی، روز…

عالم دگر

نوشته نذیر ظفردیــــــده از امیــــــال دنیا بسته امدر دلـــــــم…

بشدار سامی

آقای "بشدار سامی" (به کُردی: بەشدار سامی)، شاعر و فتوگرافیست…

کابل آبستن یک تحول در موجی از اختلاف های درونی…

نویسنده: مهرالدین مشید سرنوشت ملاهبت الله در گرو عصیان همرزمان و…

هم پیوندی

جهان با حفظ،نا همگونی ها یک کل به هم پیوند…

آن لوله های آب پا های ما نه؛ بلکه آرزو…

نویسنده: مهرالدین مشید روایتی از به زنجیر کشاندن آفتابه ناوقت های شب…

هنر عشق ورزیدن....! 

" زیبایی عشق در این است که نه به چیزی…

آب در هاون کوبیدن یا سراغاز یک بازی جدید

نویسنده: مهرالدین مشید حکم بازداشت ملاهبت الله یک بازی استخباراتی و…

فتوای خرد 

رسول پویان  برون کردم به قتوای خرد تا حلقه از گوشم  بـرای…

«
»

د اسلامي اورپکو سونامي

امريکا په خپل لاس د اسلامي بنسټپالنې او اورپکو داسې چمن وکاره, چې اوس يې څومره ريبي لا زرغونيږي او لا شين کيږي.

 ۳۵ دېرش کاله مخکې متحده ايالتونو او په سيمه کې د هغوی تالي څټی متحد پاکستان ,په چټکۍ سره په افغانستان کې د نويو واکمانانو او د شوروي اتحاد د نظامي مداخلې پر ضد جنګي او تبليغاتي جګړه پيل کړه .

امريکا ته د ويتنام د جګړې دغچ  اخېستلو يوه زرينه موقع په لاس ورغله او پاکستان په سيمه کې د شوروي اتحاد د نفو‌ذ له خپريدو نه په ډار کې و. دا هغه څه و چې هغوی يې د شوروي اتحاد او د نوي افغان دموکراتيک دولت پر ضد په ”  ګډه جبهه ” کې سره متحد کړل. پاکستان د اسلامي اورپکو ژرنده جوړه کړه او امريکا پرې د پرېمانه مرستو سونامي راخوشې کړله . سره له دې چې هغوی دواړه تر يو حده ددغې ګډې جبهې نه بريالي راووتل , خو هغه د اورپکو ژرنده په قووت سره  لا چالانه ده او ګډيږي,او اوس هغه د اورپکو او بنسټپالو د ژرندې د توليد سونامي د هغوی په لور ورماته ده. څومره ښه يې ويلي” څه چې کرې هغه به ريبې”.

متحده ايالتونه, پاکستان او د هغوی متحدين اوس په ډېره ګرانه بيه ددغې جګړې پور پرېکوي . په زرګونه عسکر يې په دې جګړه کې مړه او معيوب شول. دا هغه جګړه ده چې د هغوی تر کوره هم ورسيده, او د جګړې جنګي ماشين په ترليونه ډالر وخوړل , هغه ډالر چې د خپلو خلکو  نه يې د مالياتو په نوم لوټلي و.

د پايدارې آزادۍ د عملياتو په نوم جګړه enduring freedom operation چې جورج ډبليو بوش پيل کړه, اوس که هغوی هغې ته هر نوم ورکوي , په حقيقت کې  د يوې پايدارې اسلامي او شرعي نړۍ د غورځنګو سره روانه ده , چې پای نه لري او په دې جګړه کې برياليتوب هم ناممکن دی.

خو د امريکا لپاره له يوې خوا جګړه ننګه غوا ده , او له بلې خوا جګړه جګړه ده , هرهغه څه چې بری لاس ته راوړي د هغوی لپاره سپېڅلي دي. ددغه هېواد د حاکمه کړيو لپاره د ګټو لاس ته راوړنو په وړاندې اصول او اخلاق يو بې ارزښته شی دی.

 ”  اسلام او افغانستان په خطر کې دی ! “

 متحده ايالتونو ۳۵ کاله وړاندې ددغې چيغې په مرسته افغانان ‘مقدس جهاد ‘ ته راوبلل . د افغانستان د نوي دموکراتيک دولت او د هغوی د ملاتړي شوروي اتحاد پر ضد هر جنګيدونکی افغان ته د مجاهد او غازي نوم ورکړل شو. د جهاد او اسلام په توره چې هغوی ورته ورکړې وه په مليونونه افغانان ووژل , خو اوس ۳۵ کاله وروسته هر هغه افغان چې د دوی او د هغوی د لاس پوڅو پر ضد جنګيږي د ترورېست نوم ورکول کيږي ,او اوس د تروريزم په نوم هره ورځ افغانان وژني . خو دا چې د هغوی لپاره په سياست کې اصول او اخلاق يو بې ارزښته شی دی, د نن دښمن او ترورېست سبا کيدای شي, د هغوی لپاره په مجاهد او دوست بدل شي.تاريخ شاهد دی,  همدغې امريکا د افغانستان په جګړه کې عادي ملايانو ته په سپينه ماڼۍ کې د مېلمه پالنې تر څنګ د افغاني قهرمانانو نومونه او لقبونه ورکړل, خو اوس هم هغو کسانو ته د جګړه مار او لوټمار نوم ورکوي.

مستفرقه دموکراسي

د دموکراسۍ هغه تياتر چې متحده ايالتونو او د هغوی نانځکو متحدينو د افغانانو نندارې ته راوړاندې کړ, اوس افغانانو هغه بېرته د هغوی پر مخ ور قی او استفراق کړاو دموکراسي يې پخپله ټوله روغه مانا چټله کړه. اوس به هرو مرو هغوی د افغانانو لپاره د سپينې ماڼۍ په لابرتوار کې يو بل فورمول جوړوي. داسې فورمول چې په سيمه کې خپله ولکه ولو چې په هر قيمت وي وساتي.

تېري ټاکنې

 

تېرې د ۱۳۹۳ کال ولسمشريزې ټاکنې بيا هم د تېر په څېر په نندريو سره تر سره شوې او انتخاباتي غوبل

د افغانستان درمانده * لوټې لوخړې کړ.

تمه خو داسې وه او همداسې وشول هم چې , دغه ټاکنې به د هېواد په تاريخ کې لومړنۍ ټاکنې وي , چې په سوله ايز ډول به يو ولسمشر بل ته واک سپاري . حامد کرزي پرته له دې چې د واک پر سر دې هډوکي مات شي او وينه دې وبهيږي وروسته له ډېرو خنډونو او تاکتيکونو چې د واک د عمر د اوږدولو لپاره يې مهندسي کړي و, واک پرېښود .اوس ګران افغانستان د ” جان کېري د سټوکراسۍ ” يا د هغه په اند د ولسواکۍ پر لور يو بل باب غوړولی دی.

دا د ښکېلاک په اختاپوت کې راګير بېوزلی ولس اوس غبرګ ولسمشران لري, دوه حاکمان او دوه حکومتونه د غيرحاضرې کابينې لري. په راتلونکې کې به دوه د وزېرانو او واليانو غونډونه که خدای کول هم ولري, او موږ به ټول په لوړ غږ وايو…

” د ملي وحدت حکومت  “

که د افغانستان تاريخ ته زير شو, په دې هېواد کې تل د ملي وحدت حکومتونه و. په عنعنوي ډول پښتون ددغه هېواد تقريبآ سمبوليکه مشري کړې ده, خو د دولت په امورو او اداره کې نورو ټولو وروڼو قومونو تل پراخه برخه لرلې ده.

اوسنی د “ملي وحدت حکومت” د نورو په پرتلنه کې نه شي راتللی , ځکه هغه د زور او جبر له مخې جوړيږي او يا کوښښ کيږي چې جوړ شي; او که جوړ نه شي  , آيا دغه د خطر او وېرې زنګ نه دی  ? آيا دغه زنګ په حقيقت کې د هېواد د ټوټې ټوټې کيدلو  پيلامه نه  ده?

دملي وحدت حکومت په قوي احتمال خپل پينځه کلنی عمر نه شي پوره کولی. ځکه هغه د بهرنيانو د پراخې مداخلې او د ځينو محدودو او په ولس کې د منفورو زورواکانو د فشار او زور په نتيجه کې جوړيږي.

راتلونکی حکومت د افغانانو هغه بې شمېره غوښتنو او هيلو ته : چې امنيت به ښه شي; اداري فساد به ورک يا کم شي;اقتصادي حالت به ښه شي, ځواب نه شي ويلی. برعکس جکړه به لا شدت پيدا کړي;اداري فساد به په اداري انفجار بدل شي; اقتصادي حالت به په يو تمام هېوادني غميزه بدل شي; او له بلې خوا به په ارګ کې د واک پر سر نندرۍ په ټکرونو بدلې شي.

 د ملي وحدت حکومت په اغلب ګمان د يوه راتلونکي لنډمهاله حکومت لپاره چې, په هغه کې وسله وال مخالفين  , د اوسني حکومت ځينې ځواکمنې کړۍ او په هېواد کې د ننه او بهر معتبر شخصيتونه او ګوندونه ګډون وکړي, کېدای شي يوه ښه وسيله او بديل وي. احتمالآ دا ډول “دوه واکيز” حکومت په افغنستان کې د بهرنۍ ټلوالې په لاس د همدغه هدف لپاره ډيزاين شوی وي.

څېرې بدليږي تاريخ او سياستونه تقراريږي . د شوروي اتحاد ولسمشر ګرباچوف د نوي سياسي تفکر دوکتورين چې, په نتيجه کې يې د غرب سره سړه جګړه پای ته ورسيده, او په افغانستان کې يې خپل نظامي او حربي حضور ته د پای ټکی کېښود ,  په افغانستان کې د متحده ايالتونو د ننني   سياست سره ورته والی لري.

له بلې خوا په افغانستان کې د هغه وخت د ملي.  روغې  جوړې سياست , په حقيقت کې د وسله والو مخالفينو سره د واک د وېش وسيله وه ; خو په خواشينۍ سره د ځينو داخلي کړيو او خارجي جاسوسي شبکو په مټ هغه تخريب شوه او په پايله کې د افغانستان غميزې دوام وموند.

 سره له دې چې هر هغه ګام چې د سولې د راتګ لپاره اخيستل کيږي د ستايلو وړ دی, خو دې وطن ته چې سياست بازانو او تاريخ ليکونکو ورته ” د امپراتوريو قبرستان ” ويلي, هر ګام بايد په پوره پام او احتياط سره واخيستل شي.

Abdul Wali Mangal