روایت اسدالله کشتمند از جنگ افغانستان؛ مجاهدین، شوروی و قدرت‌های…

https://www.youtube.com/watch?v=DGsTJnpdYQk مروز، ۱۶ سپتامبر ۲۰۲۶، بار دیگر در خدمت رفیق عزیزم،…

غنچه‌های پژمرده

گزیده‌ی اشعار اسعد لُرزاده برگردان به فارسی: زانا کوردستانی شاعر و نویسنده‌ی کُرد…

شعرهایی از روناک آلتون

بانو "روناک توفیق محمد"  (به کُردی: ڕووناک تۆفیق محمد)، متخلص به…

زندگی بدون محدودیت یا مرگ ...!

مرگ برخلاف دید صوری٬ چون نیستی تام باور موجه نیست.…

طالبان؛ از سرکوب مخالفان تا مهندسی حذف هویت‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید بازگشت طالبان به قدرت در ۱۵ اگست ۲۰۲۱…

فراتر از فروپاشی؛ چگونه ملت‌ها پیش از شکست نظامی، شکست…

Wahidullah Noorzai Former Senior ANCOP/ANP Officer | Field Strategist | Military…

انسان و نیروهای سازندهٔ تمدن( بخش اول)

«انسان معمار روشنایی در دل تاریکیِ جهان» تهیه و تدوین :…

 دشمنی با فارسی؛ بازتاب سیاست زبانی برتری‌جویانه طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید فارسی‌ستیزی؛ چهره پنهان سیاست زبانی طالبان برای بررسی  دقیق…

نسل‌کشی هزاره‌ها یک پروژه چندوجهی بود که ریشه در سیاست‌های…

افغانستان سرزمینی نیست مانند روسیه و یا هند که بزرگ‌تر…

اگزیستنسیالیسم؛ آزادیاست، یا ترس و مرگ؟

Existenzphilosophie. آرام بختیاری فلسفه وجودی انسان؛ آزادی بورژوایی، یا رهایی جامعه؟ آیا انحلال…

۱۱ سپتامبر جهان را تغییر داد؛ زندگی من را نیز…

از صبحی که آمریکا را تغییر داد تا میدان‌های افغانستان؛…

د سیاسي فعالیت لپاره د ایډیا او رهبر جوړول

نور محمد غفوری (هیله من یم چې دا لیکنه د سیاست…

پروفیسور استاد نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد نصیب الله سیماب سره چې د…

کتاب راز هستی

رسول پویان به زندانی که دل دربند آن زنجیر و برپا…

 اسلام سیاسی؛ از اصلاح دینی تا ایدئولوژی قدرت

 نویسنده: مهرالدین مشید اسلام سیاسی یکی از مهم‌ترین پدیده‌های فکری و…

روزهای آخر امین؛ روایت ناگفته از ورود شوروی و تغییر…

https://www.youtube.com/watch?v=K0xOd1gPFV0 تاریخ معاصر افغانستان؛ روزهای آخر حکومت حفیظ‌الله امین. روزهایی که…

وقتی عقل به راز و نیاز رسید

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

شورا در اسلام!

مقدمه  شورا ومشاوره واژه عربی است به معنی ابراز رای ،…

آئوزوف نویسنده‌ی شوروی و قزاقستان

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده . روسلان سمیاشکین  ،فرزانه‌ای از شرق و…

۲۰۲۱؛ افغانستان چگونه به نقطه عطف شکست غرب تبدیل شد؟

سقوط یک نظام، پایان یک جنگ یا آغاز یک نظم…

«
»

دیمن پرهیواد د عربستان تر رهبری لاندی د ائتلافی ځواکونو یر غل

                                                                                                                                                                                         انجنیر سید عبدالقادر                                                                                                                                                                                        ۱۰-۴  – -۲۰۱۵                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                         ۱- دیمن جګړی ته یوه لنډه کتنه :                                                                                       ۲ – د دی جګړی په اړوند دافغان دولت دریځ :                                                                                                                                                                                                     ۱  – په امریکاکی دعربستان سفیر(عادل بن احمد الجبیر ) لومړی کس وو، چه دیمن په وړالندی یی دجنګ  اعلان  وکړ،او دمارچ د۲۶تمی نیټی  راهیسی عربستان  پرخپل ګاو نډی هیواد یمن باندی دملګرو ملتو نود قبول سوو کنوانسیننوڅخه په ښکا ره سرلغړونه دیو شمیر هم ګټوعربی هیوادونو سره  یوځا ی،دامریکا ،بریتانیا اوفرانسی په کامله خو ښه، هوایی بریدونه تر سره کوی۰چه دپورتنی سفیر په وینا داجګړه دامریکاد سیاسی ،لوجستیکی ا واطلاعاتی حمایه لاندی  ده۰دجنګی کښتیو ترڅنګ  په دې هوایی برید کی تر سلو ډیرو جنګی الوتوکو،چه (۸۵)یی داماراتو،قطر، بحرین،کویټ،اردن،مراکیش اوسودان دی سهم اخستی دی۰ چه په سلګونه ملکی کسان دښځو اوماشومانوپه شمول یی شهیدان کړی اوتردوو زروپوری یی زخمیان کړی دی۰  دشعیه حوثی ملیشو اواردو دځوا کونو ترڅنګ، دیمن پخوانی ولس مشر علی عبدلله صالح وفادار ځوا کونه  یی هم تر هوایی بریدونولا ندی راوستلی،او ډیر پوځی تاسیسات یی هم دمنځه وړی دی ۰ ویل کیږی چه حوثی شعیه مسلمانان دایران ددولت له خوا په غیری مستقیم ډول حمایه کیړی۰د هوایی یرغل سر بیره  بیاهم حوثی اونور یمنی ځواکونو دعدن سرحدی ښا ر ډیره بر خه تر خپل کنترول لاندی راوړی ده ۰ او دتیرکال د سیپټمبرد میاشتی څخه  ولسمشر عبد ریه منصور هادی دمخا لفینو دزور په نتیجه کی پا یتخت پریښود اودیمن د وهم لوی ښار عدن اوورسته بیا عربستان ته وتښتیدی ۰ په لومړی سرکی دحوثی اوورسره ځواکونو هدف د فساده ډګ دولت دمنځه وړل وه  ، خواوس  داسی معلویږی چه داجګړه به ډیره اوږده اومخی  یی هم  دپرا خیدو پر حال  دی ،ځکه نو معلومه سول چه  دهوا یی ځواکونو په زور نسی کیدلای،چه پخوا نی ولس مشر بیرته دقدرت پرچوکی کښینوی۰بل وریانت یی دمځکنی قواو دورتګ مساله ده ،چه عربستان اواتلافی نفتی ګاونډ یان یی دمځکنی جنګ  توان اومهارت هم  نه لری۰  په دی هکله عربستان دمصر،ترکیی اوپا کستان څخه یی  دهوایی ،جنګی کښتیو په شمول دمځکنی ځواک کو مک غوښتنه هم کړی  اوهغوی هم ورسره منلی ده  ۰دځینو سیاسی کار پوهانوپه اند  دا غوښتنه به دیوه اقتصا دی مبادلی په نتیجه کی ترسره سی ۰ ددی جګړی دنورو اهدافو ترڅنګ په رښتینه توګه یوه نیا بتی جګړهم بلل کیدلایسی  ۰امریکا خپل تسلیحاتی کومک دحوثی دمخالفینو سره  بیاهم اعلان کړاودبهرنیو چا رو وزیریی وویل ،چه دایران دمداخلی په وړاند بی تفا وته نسو پا تیدلی ۰ځنی کار پوهان دعربستان پر دولت دنیوکی تر څنګ داهم وایی چه سعودی دولت باید دمرحوم صدام حسین حالت په یاد کی راوستلی وای،چه یو ځل امریکا پرکویټ باندی وحملی ته وهڅا وه ،اوورسته یی بیا پر ده باندی حمله وکړل ۰ددی جګړی مخی شاید بل ډول وی،په هر صورت دا دسعودی دولت سیاسی لویه تیر وتنه بلل کیدلای سی ۰  داسی کوښښ کیږی، چه ایران هم  دې جګړی ته ور ننه باسی ،ولی ایران دجنګ ددواړو خواو تر منځ دسیاسی حل پلوی کوی ۰حوثی لښکری  اوملګری یی کوښښ کوی چه دبا ب المندب کوچنی داوبو لاره چه دعدن په جنوبی قسمت کی موقعیت  لری په خپل کنترول کی وساتی ، داسیمه دهند بحر اوسره بحیره  سره مښلوی ، اودنړ  ی(۶۵٪  ) تجا رت دهم دې لار ی څخه  تیریږی ۰ که دالا ره بنده سی دسویز کانال هم خپل اهمیت دلاسه ورکوی ،ځکه نودعربی  ځوا کونو ډیر بمباردونه هم دعدن پر ښار او دغه سیمه کی تر سره کیږی ۰داسی معلو میږی چه جنګ خپل دری کلنی مرکز دسور یی څخه ویمن ته انتقالوی ،ځکه نودایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف داپریل پراتمه وعمان ته اوبیا پاکستان ته سفر وکړ ،عمان په دی جګړه کی ځان نه دی اچولی ۰ په داسی حا ل کی  چه ایران دوی جنګی کښتی  داپریل پر۸ مه دعدن وخلیج ته ولیږلی امریکا خپل تسلیحاتی کومک دحوثی دمخالفینو سره بیاهم اعلان کړ،اودبهرنیوچارو وزیریی وویل۰ چه دایران دمداخلی په وړاندی بی تفا وته نسی پا ته کیدلای ۰په داسی حال کی دا څرګندونی کوی،چه دسعودی اودملګرو ښکاره ،دنړیوالو قبول سوو قوا نینو څخه لیری یرغل نه یوازی تایدوی بلکه دهرډول کومک  اعلان یی هم ورسره کوی ،اووایی چه موږ دیمن دقا نو نی دولت ملاتړ کوو،په داسی حال کی  چه دسوریی ،لیبیا دشهید قذافی  اواکراین دقانونی حاکمیتونو په چپه کولو کی بیا مستقیم  اوغیر مستقیم رول با زی کړ ،داده یوه امر یکا  اودوه یی مخه ۰

روسیی بیا دژراوربند غوښتنه کړیده ،استازیی دامنیت په شورا کی دیوه پریکړه لیک خامه  دامنیت شورا واستازو ته د اپریل پر ۷  نیټه  دتړلو دروا زو وشاته ور کړه ۰ پاکستان هم پر دوو لارو ولاړ دی  ، دپاکستان دپاره ځکه مشکله ده چه دیوی خوا دعربستان دکلنو اقتصادی کومکونه نسی پریښولای ،دبلی خواد خپلی کورنۍ دشعیه اوسنی حاده جګړه هم نسی هیرولای ،دبله طرفه دایران سره دښو اړیکو په درشل کی هم  دی ۰ ګرچه د۱۹۷۰ کال څخه راپه دیخوا دعربستان دپوځی ښوونی اوتمرین اصلی همکا ران پاکستانی پوځیان دی ،اوس هم ۷۰۰ پاکستا نی  پوځیان هلته په ښو ونه بوخت دی ۰ داهم باید دیاده ونه باسو ،چه پا کستان په۱۹۷۰ کال کی په اردن کی د فلسطینی پاڅون په ځپلو کی پوره سهم واخیست،دځینوسیاسی کارپوهانو په اند  بیا دخپلی تجزیی سره هم مخامخ  اوبنګله دیش ځنی جلاسوو ۰مصر دعربستان داقتصادی کو مکو نو له کبله ددی ضد بشری اوغیری توجهی جګړی څخه هم مخ نسی اړولای ،ګرچه مصر ته به هم ښی پا یلی ونلری ۰                                                         ۲- افغان دولت هم خپل ملاتړ دسعودی دولت څخه په داسی حال کی اعلان کړ،چه یر غل هم دسعودی له خوا تر سر ه سوی دی ،اوهیڅ ډول تو جیه دسعودی دو لت وملا تړی ته نه لیدل کیړی ۰ډیرشمیر افغان سیاسینو اومستقیلو سیاسی کا رپو هانو دافغان دولت دا پریکړه غیر مسولانه وبلل،اووایی چه افغان دولت باید خپله بیطرفی وساتی،اوپه دې نیا بتی جګړه کی ځان وانه چوی،ځکه افغا نستان نیژ ی ددرونیمو لسیزوراهیسی دټپل سوی جګړی په لمبو کی ولاړ دی ۰ داڅرګندونی په داسی مهال کی افغانان کوی،چه افغا نستان تراشغال لاند ی  خپلی شپی او ورځی تیروی ،داشغال په وړاندی  په جګړه کی دوطن د ویرانی ترڅنګ په سل ها وو زره افغا نانو خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړیدی۰نو په داسی یو اشغال کی چه دافغانستان تاریخ یی په خپلو پاڼو کی نه لری ،څنګه کیدلای سی ،چه افغانستان دی مستقل سیاست ولری،ځکه نو پورتنی نظریات بیله دی چه دخلګو داذ هانو مغشوشولو په معنا وبلل سی ،بل څه نه دی ۰ځکه نو افغانستان دنوروتر اشغال لاندی هیوادونو په څیر بهرنی اوکورنی سیاست یی باید د یرغلی ځواک دګټو منعکس کونکی وی ۰ ځکه نو دافغا نستان اوسنی بهر نی اوکورنی  سیا ست هم داسی بڼه اوشکل لری ۰تمت باا لخیر