افغانستان در آستانه بحران چند لایه؛ ابتکار خروج از جنگ

 نویسنده: مهرالدین مشید چه کسی باید ابتکار خروج از جنگ را…

فراتر از امیر؛ درون معماری قدرت طالبان

قسمت دوم: از هویت تا قدرت؛ چگونه یک سازمان خود…

نیهلیسم؛ محصول شکست سیاسی یا فردی؟

Nihilism. آرام بختیاری نیهلیسم یعنی پوچی، انفعال، زوال، بطالت، و فاقد هدف.  نیهلیسم…

گزیده‌ی اشعار شرمین ولی

اشعار کتاب اندوه ارغوانی یک سیب گزیده‌ی اشعار شرمین ولی مترجم: زانا کوردستانی (۱) پاییز…

فراتر از امیر؛ درون معماری قدرت طالبان

قسمت اول: مسئله فقط امیر نیست وقتی درباره طالبان صحبت می‌کنیم،…

بعد از ضربه چه می‌ماند؟

افغانستان و منطقه در عصر جنگ‌های فرسایشی Wahidullah Noorzai — Former…

دل دادن و دل بردن!

امین الله مفکر  امینی                2026-25-09 دلـــــدادن ودل بردن ودل بستن نباشد…

ایدئولوژی سایه ای سنگین برفراز اندیشه ها

 نویسنده: مهرالدین مشید              زنجیر های ناپیدای ایدئولوژی  انسان موجودی معناجو است. او…

علم ګل سحر

له ګران علم ګل سحر سره، چې د علم او…

فاصله میان قدرت و اثر

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

چند شعر کوردی با ترجمه 

چوون خەم و پەژارە  وڵاتمی داگیرکرد دەسوری داکوو دڵخۆشیان خەسان. ◇ در این سرزمین  غم حاکم…

نورستان؛ از خاطره یک جنگ تا آغاز یک دوره تاریخ

 نویسنده: مهرالدین مشید آغاز دوباره درگیری‌ها در منطقه کامدیش نورستان، خاطره…

افغانستان میان مهندسی قدرت و بازی امنیتی طالبان و پاکستان

 نویسنده: مهرالدین مشید درگیری طالبان  با مردم؛ فرار از حل بحران…

اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا

طرح دوسیه ۹۷ ملیونی اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا شامل…

ابو نواس اهوازی؛ نمایندۀ شادخواری های عصر ساسانی

(بخش 1)، علی میرفطروس ۳۱٫ شهریور ۲۵۸۵ شاهنشاهی هم باده، گوارا وُ هم…

نگاهی هنری و زیبایی‌شناختی

به آثار آیبک (موسی تاش‌محمدوف)  نویسنده بزرگ ازبکستان دوران شوروی برگردان. رحیم…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد؛…

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

دیوانگان نفت و ثروت

رسول پویان از خواب بخیز که دشمنان بیدار اند غافل منشین که…

میان مبارزه طبقاتی- و هنر عشق ورزیدن

Erich Fromm (1900- 1980 ). آرام بختیاری اریش فروم؛ التقاط مکاتب جهت…

  تاریخ در آینهٔ نویسنده؛ از حقیقتِ روایت تا روایتِ حقیقت

 نویسنده: مهرالدین مشید باور بر این بوده است که نویسندگان داستان‌ها…

«
»

دنوید مختار(مردار) څارګردسفرپایلې

کابل ته دپاکستان دپوځي استخباراتوای،اس،ای دریس نوید مردارله سفرڅخه دوه ورځې وروسته بیا دتورپنجاب تورولیونیوسپیودتاریخي اولوی کندهاردسپین بولدک په چم ګاونډ دوه کیلومتری کې دلقمان اونظر پردووکلود داړلواوبلوسلوکرغیړن یرغل کړی چې بې له ځنډه دهیواد دغیورواووطنپالومبارزوځواکونواوجسوروزمریودغاښ ماتوونکي اوریزمریزکوونکي ځواب اوغوڅ ګوزار سره مخامخ شوي دجګړي په تاوده ډګر کې لکه ګیدړان اوشغالان له خپلودووپوځي ټانکونوتښتیدلي چې دافغان زمریوپه خرپ کې داورلوخړه اودتوروپنجابیانودتوروڅیروته ورته تور لوګي اوتوري،شنې لوخړې ترې پورته اودتورولوګویوتورو څپو دپنجابیانودتورانجام انځور په ډاګه کاوه اوپه دغه نښته کې درنه مرګ اوژوبله ور اوښتي ده .خو افغان باتوروځواکونودملکي خلکواوسیمه ییزو اوسیدونکودژغورنې په موخه په خپلوپوځي تکتیکونوکې له احتیاطه کاراخیسته خودسیمي اوسیدونکوسپین ږیرواوځوانانواوملالو پیغلوپه افغاني اوپښتني تاوده غیرت غوښتل چې دخاورې دساتنې اوملي نوامیسوپه دغه معرکه کې په میړانه برخه واخلي خو زړوروافغان سرتیروهغوته دتور پنجاب دځغلولواوپه شاتمبولوډاډ ورکړ.

دسپین بولدک په سیمه دتاوتریخوالي اوجګړې سربیره دپاکستان بې ضمیره اوشیطانوڅارګرو دخپلولاسپوڅواوبې غیرته غلامانوپه لاسونودتخار اوکندوزرمنځ لویه لاره کې هم جګړه پیل کړي اودبادخشان د بازارک ولسوالی په سقوط سره په دې منحوس نیت چې په ټول بادخشان لاسبري شي اوپه شمال اوجنوب کې دبادخشان اوهلمند په ولایتونو کې دپاکستاني څارګرونقشې اودسیسې د هیچا له سترګو پټې نه دي اوهغه داچې:

په وروستیو کلونوکې له بده مرغه دمخدره توکودکرکیلي اوتولید کچه په نړیواله سطحه لوړه شوي اوهر کال دملګروملتونودسروې له مخې څلورزره اته سوه ټنه تریاک اومخدره توکي تولیدیږي.

دټول هیواد په کچه په سلو کې ۹۰سلنه کوکناردهلمند په ولایت کې کرل کیږي اود دغه ولایت ډیری ولسوالۍ دوسله والوطالبانوپه واک کې دي اوپه دغه ولایت کې دکوکناروکر کیله زیاته شوي اودطالبانودکوټې شورا اوپاکستاني څارګر له خوا کنترول اوڅارل کیږي.

دهلمند والي حیات الله حیات په یوه مرکه کې دازادی رادیوخبریال ته ویل:

سږکال دکوکنارود نیش وهلوپه موخه ۲۵۰۰۰کسان دهلمند،کندهار،ارزګان اودکوټې وسله وال طالبان هلمند ته راغلي اودکوکنارودحاصلاتو په ټولولوبوخت دي اودهغو په منځ کې پاکستاني وسله وال څارګراوجاسوسان هم شامل دي .اوپه هغوسیمو کې چې دطالبانوپه واک کې دي دکوکناروکر کیله اوتولید زیات شوی دی.دباغران،دیشو،نوزاد،موسی قلعه،خانشین،ناوه اوسنګین ولسوالۍ په بشپړه توګه دطالبانو په کنترول کې دي او دادهلمند ولایت زیاتره برخه ده اوافغان امنیتي ځواکونه یوازې په لشکرګاه،ګرشک،نادعلي،مارجه اوواشیرواکمني لري.اووسله وال طالبان دلشکرګاه په څنډوکې خپل شتون ته ځکه پراختیا ورکوي څودهلمند په ډیریوسیموکې دکوکنارودتولید سطحه لوړه کړي.

دهلمند دوالي په وینا دوسله والوطالبانوپه واک سیمو کې په ۸۰۰۰۰زره (اتیازره هکټاره ) ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي اودعشرپه نامه پیسې دهغو په جیبونوکې لویږي اودجنګ جګړوپه تمویل کې لګول کیږي.

په هلمند کې داوپراتیفي اوامنیتي ځواکونوقوماندان جبار قهرمان وایې:

دطالبانوډلوترټولوسترعواید دهلمندپه ولایت کې دکوکنارودعشر،نیش وهلواوتریاکوله سوداګری اولیږد څخه ترلاسه کیږي.تیره میاشت له پاکستان څخه دطالبانویو پلاوی راغی اوپه کوکناروکرل شوي ځمکه یې جریب ،جریب کړه په هرجریب ځمکه یې دعشر په نامه ۵۰۰۰پنځه زره افغانۍ وټاکلې .

همدا رازدکوټې دشورا په پلاوي کې څارګر پاکستانیان دکوکنارودنیش وهونکوتر چترلاندې ګډون لري.

سږکال په ۲۰۱زره (دوه لکه زرهکټاره) ځمکه کې کوکنار کرل شوي اود هغه له حاصلاتوڅخه په لسګونومیلیارده ډالره د پاکستاني مافیا اووسله طالبانوپه جیبونو کې لویږي.

دوښمن اورذیل پاکستان په یوه غشي دوه نښې ولي :

له یوي خوا په افغانستان کې دمخدره توکوپه تولید سره په ملیونوافغانان ،معتادشوي چې دهیروینواوپوډریانوشمیردرې نیم میلیونو۳۵۰۰۰۰۰تنوته رسیږي اودافغانانوستر بشري ځواک اوکاري پوتانسیل یې فلج اوله کاره غورځولی دی.

همدارازدکوکناروکرکیله اوتریاکوسوداګري دپاکستان اودهغه دلاسپوڅواومزدوروطلابانولپاره یوه ستره عایداتي منبع اودجنګ جګړدتمویل سرچینه ده اوهمدا لامل دی چې پاکستان پوځي واکدران اومزدورطالبان دهلمند ولایت ،ترګیټ اوهدف ټاکلی اودجنګ جګروپه پایله کې دهلمند ولایت غیرتي اوباتور ولس وژل کیږي اوله خپلوپلرنیومېنواوکلوڅخه په تیښتواوپه تلپاتې کړاوونواخته دي.اودکوکنارودانسان دوښمنه مافیا اوشنوډالرودالالان د دغه مسلمان اووطنپال ولس په عزت،شرف،پت اوملي غرورلوبې کوي د دي تاریخي ویاړلي سیمي ملالې،ملالې نجونه اوزرغونې ادې اونازوانا لورانې سرتوره اوزړه بوږنونکي برخلیک سره مخامخ دي.دغوبې وجدانود دین په تشه پلمه ښوونځۍ اوپوهنتونونه زندی کړي اوپښتانه ځوانان دتورپنجاب په دستوردتیاره اونامعلوم سرنوشت اودجهل له دیو سره لاس په ګریوان دي.

دملګروملتودڅیړنې له مخې دکال ۷۰میلیارده (اویامیلیارده) ډالره ترلاسه کوي. دغه په میلیاردونوډالره دکورنۍ اوبهرنۍ بشریت ضد مافیا،ترهګرواومزدورطالبانواودتورلنګیوڅارګروپنجابیانوپه جیبونو کې لویږي اودهغه په کارولوځان وژونکي ویروسونه،ترهګراوتروریست بړیڅي روزي اودافغانستان دمسلمان ولس دوژلواود دوی دګران وطن دنړولواوکړولوپه لاره کې یې لګوي دغه داسلام،انسان اوافغان ضد متحجراوخرڅ شوي تورمخې غلامان دومره په زړونوکراړاوبې رحمه دي چې الله پاک ته په سجده پراته مسلمانان هم د جان نمازله پاسه په مقدس جومات اودخدای په کور کې وژني.داسخت زړي دناروغۍ په بسترکې پراته ناروغان اوسپین چپني بشردوسته ډاکتران اوپه ځانګو کې شوده خوري تنکي،تنکي ماشومان دتورپنجاب په نغوته اوفتواپه خورا بې رحمی وژني اودافغان ضد جګړې په اورتل،تیل پاشي.ځکه دوی دوطن اومسلمانانوپه غم کې نه بلکې دپنجاب په نقشه دکوکنارواودهلمند درخام ډبرودقاچاق،چوراوچپاول بوخت دي.اومیلیاردي ډالروپه مستی کې تري لیوني سپي جوړشوي اودهغوځنځیردپاکستاني بې وجدانه پوځیانوپه لاسو کې دی.اوداجوته ده چې جګړه داسلام اودین دچترلاندې دافغانستان دکانونو،ځنګلونو،سرشاره بهانده اوبواونورواقتصادي بډایه زیرمواوشتمنیو دزبیښاک،ښکیلاک اوتصاحب په موخه روانه ده.

پاکستان غواړي خپل مات ګوډ اقتصاد دافغانستان داقتصاد اومعدني زیرموپه غلا اوقاچاق تغذیه کړي اود دغه ناولي هدف لپاره یې دافغانستان په شمال ختیځ کې ښکلی اوله بیلا بیلوکانونو ډک ولایت بدخشان په نښه کړی دی دبدخشان ښرازه اوزرخیزه سیمه دچین ،تاجکستان اودتش په نوم سرحدي کرښې ته څیرمه پاکستان سره پوله لري اوپاکستانیان کولای شی په اسانی دغه د لالونواولاجوردوټاټوبي ته تګ ،راتګ وکړي له دې کبله یې دجګړي اورپه بدخشان،تخاراوکندوزکې بل ساتلی دی دتش په نوم مزدوروطالبانو ترچتر لاندې پاکستاني ملیشې جنګیږي .اوپه دغه رذیلانه لوبه غواړي بدخشان ته دتخاراوکندوزلویه لاره ډب اوبدخشان دلاجوردو،لالونو،یاقوتو،طلاوو،الماسو،کلسیم سلفایټ یاسپینو ګچو،کوارتزیا دښیښوجوړولوډبري ،زبرجد اوابرک قیمتي ډبرې اونورقیمتي معدنیات چوراودادی د دینامیت اوبمونوپه چولواو کارولو سره په زرګونو نا مسلکي غله اوګارګردهغه په ایستلواوپاکستان ته په لیږد او قاچا ق بوخت دي په دې چور او تالان کې کورنۍ اوبهرنۍ مافیا چې په میلیاردونوډالره عواید ترلاسه کوي په خورا بې رحمی لګیادي،ایا په بدخشان کې اسلام په خطر کې دی اویا دهلمند اوسیدونکي مسلمانان نه دي د دواړوولایتونوپه مبارکوجوماتونوکې پنځه وخته محمدي آذان اولمنځونه کیږي خوجګړه په هلمند کې دکوکنارواورخامواو په بدخشان کې دشنولاجوردواولالونودچور اوتالان په موخه روانه ده.په کونړونوکې دځنګلونودتباه کولوپه لویه پکتیا،خوست،پکتیا کې هم دکانونودچور اوچپاول وسله واله غلا دمزدورطالب اوتورمخي دوزخي داعش ترنامه لاندې روانه ده.

لکه چې یوه عربي سیاست پوه په زغرده ویلي و

ترڅوپوري چې په منځني ختیځ اونوروعربي هیوادونوکې دتیلویاتوري طلاو وچېنې اوڅاګان وچ شوي نه وي عرب ولس به دنړیوال ښکیلاک له تظلم اوښکیلاک اوخونړیوجګړوڅخه په امن کې پاتې نه شي.

داخبره دافغانستان په اړه هم صدق کوي.دسیمه ییزواونړیوالودوښمنوځواکونودافغانستان دسرشاره اوبې ساري بډایه کانونوچور اوچالان ته سترګې نیولي اوپه دې پلمه به سپین پګړي اوتوربګړي مسلمان وژونکي دافغانانوپه وژلواوربړولوبوخت وي.دژغوراونجات لاره دافغانستان دغیور ملت او وروڼوقومونوپه ملي ټینګ وحدت اوګډه مبارزه کې نغښتي ده.اوپوه زعامت داد توطیوپه لوی سمندرکې ډوبیدونکي بیړۍ دخپل ملت په مټوژغورلی اوساتلی شي.

دهیواد دوروڼوقومونواوولسونودبیداری اوپیاوړي ریښتیني پیوستون په هیله.

بسم الله اکبري

۵-۵-۲۰۱۷هالینډ