چرا بگرام برای امریکا اهمیت دارد ؟ 

      نوشته ی : اسماعیل فروغی         ارچند مقامات امریکایی افواهات انتقال قوای…

ثمرهٔ بیست سال موجودیت جامعهٔ جهانی

حاکمیت طالبانی و فقر و تنگدستی مردم اختصار امارت اسلامی افغانستان، به‌مثابه…

پنجاه سال سفری پر افت؛  با یارانی چُست، اما رهبرانی…

نویسنده: مهرالدین مشید نیم‌قرن اخیر تاریخ افغانستان (۱۹۷۳–۲۰۲۳) نشان‌دهنده‌ی مبارزه‌ای نفس‌گیر،…

ترامپ چرا بگرام رامی خواهد؟

این نوشته به علت طولانی بودن دردوبخش منتشرخواهدشد. دربخش اول…

ځانګړې مرکه

په ادبي بهیر کې له پېژانده څېرې، لیکوال، کیسه لیکونکي…

سیاست تعامل تخنیکی آلمان با طالبان

واقع‌گرایی دیپلماتیک و مسئولیت بشردوستانه در این روزها در رسانه های…

په اروپا کې د کډوالو پر وړاندې د کرکې زیاتوالی

حميدالله بسيا داسې ښکاري چې د کډوالو لپاره نور د اروپايي…

طالبان در ایستگاه آخر و در آغاز خط و نشان…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان؛ فروپاشی قریب‌الوقوع یا بازتعریف تهدیدها؟ حادثه آفرینی های…

هجران وطن

از فرا ق  آن  میهن  حال  ا بتری  دارم روزشب به…

جنگهای اقتصادی

                                           بازیهای تسلیحاتی وبازارسازی فروش اسلحه پس ازگذشت دوران نکبتباروظالمانه ی فیودالیزم…

حق باشد بر زبانم

امین االله مفکر امینی             2025-05-10! تــا اخـــــرین نفس، حرفی حق باشد بر…

     طالبان از قطع انترنت چه می خواستند و چه می…

     نوشته ی : اسماعیل فروغی      طالبان درچهارسال گذشته درپهلوی سایراقدامات نابخردانه…

شورش دهقانی محصول رفرم مسیحیت بود

Thomas Müntzer (1490-1525) آرام بختیاری توماس مونستر اعدام شد، مارتین لوتر رهبر…

صف بندی های  تازه در قلب آسیا و بازخوانی جایگاۀ…

نویسنده: مهرالدین مشید بازتعریف جایگاه افغانستان؛ از رقابت نوین امریکا و…

نقش اساسنامه در زندگی و فعالیت حزبی

نور محمد غفوری  در مقالهٔ پیشین تحت عنوان «اساسنامهٔ حزب چیست…

هموطن، آزرده نه شو!

رژیم فعلی در وجود حاکمیت طالبان با همه قید و…

قطع انترنت هدایت به طالب است، نه صلاحیت طالب

هیچ خطری در جهان خطرناک‌‌تر از خطر خودِ‌ آمریکا برای…

در بارۀ جشن مهرگان

سلیمان "راوش" بر طبق آیه های شاهنامه فردوسی شخصیت مهرگان زادۀ…

بگرام؛ خط سرخ طالبان یا ابزاری برای بازی های سیاسی،…

نویسنده: مهرالدین مشید پایگاۀ بگرام و بازگشت آن در مرکز معادله…

نامه‌ی سرگشاده‌یی عنوانی سرمنشی ملل متحد

اولویت فلسطین، به رسمیت شناسی روی کاغذ نی‌ست محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مکتب…

«
»

دموردورځی په ویاړ

نصیراحمد- مومند

پرته له شکه چه موراوپلاردانسانی ټولنو په ژوندانه کې هغه مهم شخصيتونه دي کوم چې شتون يې په هره ټولنه ،هيواداوهره کلتوردژوندپه ډګرکې ډيرمهم اوبا ارزښت دی، دعزت اواحترام په نظرکتل کیږی. کورنی چی دټولنی اوملتونودجوړښت لمړنی بنیادی واحد دی،موراوپلارددی واحد معماران اوبڼست ایښودونکی او شاه تیران ګڼل ګیږی او تاکونکی رول لوبوی. اوهمداسی کورنی دی چی دما شوم دپاره دښوونی اوروزنی دلومړی ښوونځی او پوهنځی حیثیت لری ،موراو پلارپکښی دلومړنی ښوونکواو روزونکو په حیث ماشوم ته پالنه او روزنه ورکوی .
 دذکر وړده چی دمورنقش اورول دپلارپه انډ دری ځله زیات دی . لهذا پدی مهال چی دمورد ورځی رسما نمانځل کیږی، غواړم پخپل وارسره ټولوګرانوافغان میندوته که دهیوادپه دننه دی یا په بهر،دنیکی هیلی اومبارکی په وړاندی کولوسره دمیندو دمقام اومسوولیتونو په اړوند په لنډ ډول نظرواچوم.
زمونږ په افغانی ټولنه او هیوادکښی دموردنړيوالې ورځې هرکال دځانګړي پروګرامونو په ترڅ کی نماځل کيږي اوميندوته د سوغاتونه اودګلانو ګيډۍ په ورکولوسره درناوی کيږي دغه عمل خپله دمور په مقابل دټولنی داحترام اوقدرشناسی یوه څرګنډ نښه او بیلګه شمیرل کیږی .
 خودعقیدتی اواخلاقی ډندوله مخی دموردرنښت اوعزت یی پرځای اوادا کول نه دیوه ځاصی ورځی یامیاښت یا کال وجیبه ده بلکی هره شیبه اوهره مهال داولادونواوټولنوله ډندو اومسوولیتونوڅخه ګڼل کیږی .
یقیناچه مورډي مهربانه موجوده ،دقدروړاوشتون یی یولوی برکت اونعمت ده. دمورپه کلمه کښی یوډیرښه اوپه زړه پوری غږ اوسرود دی دمورکلمه دنړی په سټره قاموس کښی بهترینه معنی او دګیتی په انتخاب شوی او ښایسته سموفونیوکښی ډیرپه زړه پوری غږ ده . ددنیا دمعرفت په کتاب کښی مورهغه نخبه کلمه ده چه زمونږدهریوی دژوندانه دلاروپه مخ دیوی ښکلی تابلوپه ټوګه قرارلری  ۰
مور،دعشق اوالفت زیږونکی اودمهراوعطوفت پالونکی دی ، مورهغه موجود دی چه دخپل ځان او نفس نه کموی اود وجود دعصاری نه خپل ماشوم روزی . داهغه موجوددی چه په شهامت اومیړانی له ناخوالیوسره مشت اوګریوان دی ترڅو وګولای شی چی خپل ماشوم دهررازاړتیا،درد ورنخ ، ظلم اوبیعدالتی په مقابل کی پیاوړی کړی .
 مورماشوم دپاره دامن یومضبوط پناه ګاه اولوړحصارګڼل کیږی ، مورماشوم دپاره نږدی غمخور، مونس، مرستندوی اولومړنی روزونکی او پالونکی دی . په هره مهال اوهره ځای کله چه دمورښکلی اوخوږه نوم واوریدل شی ، ددی په مقابل کی سړی بی له ځند اوپرته له ارادی ځان پورولی اومدیون احساسه وی. ترڅوچه خپل مورترڅنګه لرو، ځانته دنړی شته من ترین شخص احساسه وو. دا موردی کله چه دمینی اوشفقت نه ډ ک اوپه دقت سره ماشوم ته نظرواچوی  ، هغه ماشوم په نعمتونواومهربانیوکی دوپیږی .
 دمورمینی ماشوم سره ملکوتی مینه ده، مونږنشوکولای چه په ژبه یا څولیکلی ښکلی او رنګینه کلمواو جملوذکرکړواو وستایو ، یا یی ولیکو، خکه چه دموردوجود تقدس له نورهرشی نه زښته ډیراولوړدی ، خو که خبره لنډ کړوچه مورهغه مقدس موجود دی چه وروسته له الله تعالی دپاک ذات نه هره ښایسته وصف ورته پرځای او ښکلی دی . دغه ډیرعالی ا وله معنی نه دکی ویل چه :
« بهشت دموردرضا اودمورترقدمونولاندی دی»۰
اویا:
جنت که رضای مادران است               در زیر قدمهای مادران است
یابل ځای کی:
ګویند مرا چو زاد مادر                   پستان به دهن ګرفتن آموخت
شبها برګهواره من                        بیدار نشست وخفتن آ موخت
دستم بګرفت و پا به پا برد                    تا شیوه راه رفتن آموخت
پس هستی من زهستی اوست
تا هستم و هست دارمش دوست

له دی ځایه چی زمونږ پاک دین اسلام یو عدالت پالونکی ټولنیزدین دی اودانسانی ژوند په اړوند په هراړخیز ډول دخیر، ښیګڼی او انتظام دپاره بشپړجامع عا دلانه آیین او نظام لری ،پدی نظام کښی دښځواوپه خاصه ټوګه دمورمقام اومنزلت ډیرلوړی دی. پرهمدی لړدموراو پلار دحقوقود اداکولواواحترام رعایتولودپاره په قرآن شریف او په نبوی احادیثوکی ډومره تاکیدشویدی چی دنورومسایل او برخوپه پرتله ډیرزیات دی. او په ډیروآیتونو دمختلفوسوروکی والدینوسره نیکی اواحسان کول او ددوی خوښی او رضایت ساتل او خدمت کول وروسته دتوحید او یکتا پرستی او دالله تعالی له حقوقونه ذکرشویدی،
دموراو پلارحقونه پیژندل دخداوند تعالی دحقوقو سره همردیف راغلی دی، چی دا خپله دهغه داهمیت او اعتبارڅرګند دلیل دی دبقری په سوره  کښی د «۸۳» آیت چه ترجمه یی ولولو فرمایل شوی : «بغیر دخداوند (نورهیچ شی ) ته پرستش مکوی ، له خپل مورا وپلار سره نیکی وکړی» . دا خپله دمور اوپلارداحترام ددرجی بیانونکی دی .
همدارنګه حدیث رسول کریم «ص» دابو هریره «رض»نه روایت دی چی ویلی دی :« دحضرت محمدرسول الله « ص» نه یو سړی دری ځله په تکراروپوښتل چه ،ای دخدای «ج» رسوله ! زما ددوستی اوملګرتیا اومصاحبت دپاره څرنګه سړی ښایسته او مناسب دی ؟ حضرت«ص» په دری خله ځواب کی ورته وفرمایل : ستاسی مور .هغه سړی څلورم ځل دپار ه سوال وکړ چه ورپسی  څوک ؟ رسول اکرم «ص» وفرمایل : ستاسی پلار .بناء څرګنده شول چه داسلام داحکامو اوعدالت پربڼست دمورحق دپلارنه مقدم ګڼل شوې ده .
دیوی ټولنی دخلکو توان اوطاقت دهغی ټولنی دافرادودښایستوب اوپوهنی په معیارپوری اړه لری . چه دا دموردغیږی نه تومنه اخلی اوقوام ته رسیږی . دشخصیت رشد دموردغیږی نه شروع کیږی اوتکامل کوی . دمورخورا مهمه ډنده داولاد روزنه ده ۰
زمونږهیواد پخپله غیږ کی داسی نومیالی میندی روزلی چه لویوډګرونواو دپوهنی نړی ته یی سټراولادونه وړاندی کړیدی .څرنګه چی میندی داوسنی نسل اساسی پالونکی او روزونکی او دهیواددسباجوړونکی دی نو په حقیقت کی دبشری ټولنوواقعی تاداو ایښودونکی هم دی .
خو څرګنده ده هرڅومره چه مقام ،حقوق او امتیازات اوصلاحتیونه لوړ او زیاتیږی په هماغه پیمانه دمسوولیت او ځواب دهی لمن هم پراخیږی، په همدی لړدمیندو دمسوولیتونواو وجیبو د ښه ترسره کولو په اړه زمونږ په مقدس دين کې ویل شویدی چه په هغومیند ورحمت نازلیږی چه دژوندانه د ستونزوسره سره دخپل اولادونو په سالمی روزنه کی زیار باسی او مسوولیت احساس وکړی چی ایمانداره او باعقیده خذمتګار زامن ټولنی اوهیواد ته وړاندی کړی چی دهغی او ټولنی دهوساینی ،افتخاراوسرلوړلی لامل وګرځی.
یوبامسوولیته مورماشوم ته دژوندانه سمی لارښیی ، په ژوندانه کی دستونزو په مقابل ورته ټینګاربخښی څوچه دژوندانه په مبارزی او دخپلو انسانی ټولنیزواوملی وجایبوپه ترسره کولو کی بریالی اوسی .مورپه جدی او نه سټری کیدونکی ډول دخپل ماشوم روغتیا که جسمانی وی که روانی اوذهنی څاری او دټولنی دروغتیا اوسلامتیا تاداوایږدی .ځکه چه دروغتیا اساس د ژوندانه دپیل نه ایښودل کیږی .
څرنګه چه مخکی هم ذکرشول ماشوم لومړنی زده کړه اوپوهنه له موره اخلی او دا مور ده چه په سړه سینه او مینه اونه سټړی کیدونکوکوښښ او تلاش دخپل اولاد دلومړنیوورځو زده کړی څارنه کوی .همدا ډول داولادوداخلاق پالنه او څارنه دمورله ډندو څخه شمیرل کیږی ځکه چه دشخصیت سټرعنصراخلاق اوهیواد پالنه ده .
له دی ځایه چی دمورمقام او منزلت ډیرلوړاوواجب الاحترام دی چه داسلامی آیین او اصولو سره سم دبی احترامی یا ځورولو په وجه باندی اولاد کنهکارکیږی . نوپردی بناءدهغه مسوولیتونه هم دروند دی . هغه میندوچه خپل پورتنی ذکرشویووجایب په څومره چه دمور وظیفی مهمی او درنی دی او احساس مسوولیت وکړی، همدومره مقام او منزلت اواحترام ښه ټوګه ترسره کږی په حقیقت کی خپل ټولنی اوهیوادجوړوی اوددایم دیاره پری ویاړی. څرګنده ده ، چی زیاتیږی او لوړلیږی . 
هغه میندوبختوراوکامیاب دی او تل پاتی ویاړنی ورپه برخه کیږی چه خپلو دغومهمواولوړومقام اوسټرو ډندوته په ټوجه سره دټولنی اوهیواد داړتیا او دزمانی داقتضاء سره سم خپل اولادونه دتقوااو فضلیت اود خلکو دغوښتنی سره سم چه د هیوادپه درد دوا شی اودا اعتقاد او توان ولری چه دنن اوسبا جوړول ډندو په غاړه لری . انصاف ولری ،دردمن اووطن پالونکی وی ،دخپلو خلکواوټولنی دهوساینی اونیکمرغی دپاره د وروری ، برابری لاره غوره اوعملی کړی ۰په درنښت