ددکتور نجیب اله دتراژیدی شهادت اوافغانی تاریخی غمیزی لنډه یادونه

 

   انجینر محمود صافی 

دمیزان دمیاشتی پنځمه  (۵) هجری شمسی ۱۳۹۸ کال  دسترملی اتل او دسولی دسپرسالاراوموسس دخدای بښلی دکتور نجیب دشهادت   (۲۳) تلین سره برابره ده.ډیره په ځای ده چه دستراو لوی شخصیت په باره کی څو لندو کرښوته اشاره وکړم . دهغه شهادت دوه اساسی عوامل درلودل .داخلی ،خارجی ،

داخلی: دګران افغانستان تاریخ شاهد دی چه دقدرت دپاره ورور دورور سترګی ویستلی دی .رښتیا اوحقیقت سید جمال الدین افغانی ویلی دی چه افغانانو په بی اتفاقی کی اتفاق کړی دی.دګوند په حاکمیت کی رهبری ددواړوجناحو دګوند د دیکتاتوری اوتشد د لاره خپله کړه .یو دبل په خیټه دقهراو غضب او دیکتاتوری اوتشد د چړی ومندلی .چه تفصیل یی په دی لنډ یاداشت کی ممکن نه دی .نتیجه دا شووه چه  وطن او حزب غرق، تباه او برباد شووه .ټول دولتی ساختارونه په غنیمت یوړل شووه.اودوطن مادی اومعنوی شتمنی چور او چپاول شوی .دا دهغه بی تجربی ګوندی غوړه مالانواودلالانو بی اتفاقی دکار نتیجه وه چه داکتر نجیب یی چارپیر کړی وه .چا په خپل دفتر کی دبی کفایتی خودکشی وکړی .اوس یی څوک نوم په خوله نه اخلی.په غارو اوسوریو ننوتلی دی.داسی شرایط تنګ شووه . چه داکتر ملل متحد کی پنا هنده اوبندی شووه . اودشمن ته په لاس ورغي .تر څو دهغه دشهادت فاجعه د ای اس ای دخواه دطا لبا نو اجیرانوترنوم لاندی دټولو بشری ،اوبین المللی،قوانینوپه خلاف سرته ورسیدل .  اوافغانان یی دغم په ټغر کینول . خارجی عوامل :

 دا قضا وت به تاریخ ته پریږدو .چه شرقی ابر قدرت اوسیستم دکتورنجیب دخپلواهدافو قر بانی کړه .جبر دزمان ملی اوبین المللی وضیعت اوشرایط پر هغه دشهادت ترحد تحمیل شووه .داکتر نجیب دوطن رښتینی زوی ،توانا ،خلاق ،ځوان رهبر او مشر وه .دهغه دنوم سره سوله تړلی ده،دسولی شهید اودسولی سمبول وه .ډیرصادق اومدبرشخصیت وه خپل ولس اوخلک  پری ډیرګران وه .وطن ته دخدمت په لار کی ډیر څه غوښتل خو میسر نشول .تاریخ به په زرینو کرښو دهغه کار نامی ثبت کړی .داکتر نجیب سره اقوام متحده ،دسیاه جهنمی سازمان دهغوی ځانګړی استازی بینن سیوان ،په یوه لویه اوپراتیفی بازی کی دسولی تر نوم لاندی دجعلی ضمانت په ورکولو سره هغه ته فریب ورکړه .داخلی او خارجی ساحه پری تنګه په ملل متحد کی یی پناهنده او سیاسی بندی کړه .ترڅو دوطن داذلی او دایمی دښمن تور مخو پنجابیانوله خواه دخپلو اجیرانو په نوم په اصطلاح طالبان په شهادت ورسیده .افغان ولس به دا دزهرو غړپ هیڅکله دیاده ونه باسی غچ اخیستل یی په افغان اولس رښتینی پور دی .چه ادا یی کړی .اودا اوپراتیفی بازی دغرب اوشرق په منځ کی روانه ده .اوس هم وطن ددوه خون خوارو جهانی بلاووه خوله کی دی .نیمی دنیا وینی پکی وبهیدی لا تر اوسه یی انجام معلوم نه دی افغان نسل کشی په شدت روانه ده.ټول جهان یی سیل بین دی .

افغان ولس ته:  هوښیار شی دخدای دپاره ترڅو قربانی کیږی .بس کړی اوبس کړی نه ټوپک زمونږ دی نه مرمی جنګ پردی دی .نسل کشی بنده کړی .رښتیا هم افغان جنګ ددنیا جنګ دی .سوله یی که راغله ددنیا سوله به وی.داکتر نجیب اله ته:  ته هغه دسرو زرو جګ غرویی چه دښمنو وطن ته دخدمت په لار کی په افغانستان پیروزونکړی .ستا محبوبیت اومعنویت دهر رښتینی افغان زړه کی ځای لری ،ته دافغان اولس زرین تاریخ او افتخار یی،دسولی او سوکالی سیاسی موسس ،په ولس اووطن زړه سوانده اومهربان ویی .حقیقی ملی اتل یی روح دی ښاد اوسه جنتونه دی نصیب شه 

.افغان ولس اوخلک هیڅکله تا دیاده نه باسی.

 

      دسیاست ځینی می هله زړګی تور شووه × چه نجیب شرین ګفتارزمونږ استاد لاړ .

        ځینی ځینی به خوشحال اوډیر خفه هم  ×  په کفن کی ښه تاوکړی سالارلاړ.                                                       شاعر وایی : په جهان دمیړنو دی دا دوه کاره × چه یادیږی په سندرو یا په ویر .

 

                                                                                                   په درنا وی.