دافغانستان د خپلواکی دبیرته اخیستلو دورځی په وياړ

دکتور حبیب منگل

     دزمری دمیاستی ۲۸ دګران هیواد افغانستان دخپلواکی دبیرته اخستلو ورځ ده . پوره ۱۰۰ کاله یا یوه پیړی  دمخه دافغانستان آزادی ِغوښتونکو خلکو او ملی اومترقی سیاسی ځواکونو د  دخپلواکی  اوآزادی؛ مشروطیت ؛ تجدد او ترقی دملی – اجتماعی  غورځنګ اتلانو د سرښندونکی مبارزی او جد وجهد په بهیر کی دغازی شاه امان الله خان په رشادت او قیادت دافغان- انګلیس په دریمه جګړه کی دبریالیتوب په نتیجه کی دهیواد سیاسی خپلواکي بیرته ترلاسه کړه او بیا د یوه حاکمیت ( واکمنئ) لرونکی اوخپلواک او آزاد ملی دولت خاوندان شول ؛ کوم دولت چی تهداب یی احمد شاه بابا ایښودلی وه اوپه دی توګه ېې د افغانستان ملی او ڼړیوال دریځ بیا اعاده شو . زه هم ددې ستری ملی- تاریخی اوویاړلی جشن په مناسبت افغان په خپلواکی مینو او آزادی خوښونکی خلکوته دزړه له کومی مبارکی وایم  اود افغانستان د تل پاتې خپلواکې او آزادی په وياړه ډکه مبارزه کې  دافغان ولس تلپاتې بریالیتوب غواړم .

                  

       خپلواکي او آزادی

        هردولت دواکمنی ( حاکمیت )  حق لری. او دواکمنۍ درلودونکۍ دولت هغه دي چه  خپلواکي او  آزادی ولری اوخپلواک او آزاد دولت هغه دي چئ  د اشغال او دبهرني سلطي لاندې واقع  نه وي اوپه خپل ملي برخه ليک مسلط وی ؛ د ملي صلاحيت درلودونکۍ وی اود دولتی نظام یا سیاسی رژیم د ټاکلو اود کورنیو او بهرنیو چارو د پرمخ بیولو کی  آزادي ولری ؛ د نورو دولتونو سره رسما دحاکميت له نظره برابر وی ؛  ملی ګټې لري يعني(دملي هويت او ملي  موجوديت اوبقا خاوند اوپه خپل سياسي برخه ليک  مسلط دی او پورته  ټول حقونه په عمل کې کارولی شی  .او په همدی  ډول حاکمیت لرونکی او خپلواک آوازاد دولت هغه دی چی د ملي ګټو لرونکی دی او داحق وکارولی شی او ازادي او خپلواکي ېې دنړيوالو منل شوو موازينو له مخې  تضمین شویده، او هیڅوک نه شی کولای په کورنیو او بهرنیو چارو کی یی خپلواکی  اوآزادی سلب   کړی .

    دا پداسی حال کی ده  ؛چه کلوبالیسم او نړیوال کیدو په دوران کی دنړيوال اقتصاد ((ديوکاسه)) کيدو، نړيوالو اړيکو د هم سويه کيدو او ټينګيدو تر تاثيراو نفوذ لانديدهیوادونه او دولتونه خپلواکی او آزادی دردرلودلو باوجود او کارولو کی  ؛د سياسي رژيم په ټاکلو، مدني قوانينو په وضع کولو  اوبشري حقونو دتامين په برخه کې دنړيوالو غوښتنو اوموازينو تابع دي او محدود شويدي ؛ خو دددولتونو د نړیوالو حقونو له مخی هيڅوک حق نلري چه دملتونو د خود ارادیت حق او دیوه دولت  د خپلواکۍ او آزادی او د حاکميت   د تساوۍ حق تر پښو لاندي کړي .     خو په عمل کې هم په تيرو او هم اوس کې  ددولتونو اوملتونو واکمني ، آزادي او خپلواکي د استعماري اوزبر ځواکونو له خوا په پرله پسې ډول تر پښو لاندې شوي اودادي زمونږ دسترګو وړاندې  زمونږ دهیواد سیاسی خپلواکی او دنړۍ په نورو سيمو کې په مختلفو ډولونو ترپښو لاندې کيږي .  او پدې ډول ليدل کيږي چه نړیواله ټولنه د زوراو ځواک په ډګر بدله شوی ، چه په هغه کې د ځواکمن اړخ قانون حاکم شويدی او چلیږی . او دا ظالمانه نړيوال نظام  چه په هغه کې  آزادی او حق  تر پښو لاندي کيږي او يوازي زور چليږي ،بايد بدلون ومومي .

 

         دافغانستان د خپلواکۍ او آزادی غورځنګ

 

     زمونږ ګران هیواد افغانستان ،لرِغونۍ تاریخ اوزوړ تمدن لری .دغی خاورې ته د لرغونو تمدنونودزیږیدو او د ودې ټاټوبۍ او زانګو وایی . پدی خاوره کې ستر فرهنګونه  را منځته شوی ، سره یو ځای شوی او غوړیدلي دی . دهمدې خاورې نه « پندار نیک ، ګفتار نیکاوګفتار نیک » غږ را پورته شویدی اوددې ځايه دعلم اوفلسفې َ، ریاضی  ، نجوم ،طبابت ، عرفان ، هنر او ادب مشالونو او سرغندویان را پورته شویدي  . افغانستان ته دآسیا زړه،دسوداګرۍ څلورلاره ،او داستعمار ګرو او پراختیا غوښتونکو ځواکونوګذرګاه  او پامیر ته یی ددنیا بام وایی . دوریشمو لاره دهمدغی خاوری  تیره شویده ، اونړیوال پراختیا غوښتونکي او چپاول ګردطلاي مرغه ((هندوستان)) دترلاسه کولو لپاره َاو په منخنۍ آسیا ، عربی بحیره اوپه فارس باندې د تسلط اوحکمرانۍ په مقصد دهمدی ستراتیژیک معبر څخه تیر شویدي اود همدې لارې دکنترول پر سر دیو بل سره ډغرې وهلي اوجنګیدلي او ګټه پورته کړې ده . اوددغواستعماري اواستیلاګرو ځواکونو له جملې ، ځينو په همدې خاوره کې ماته خوړلې ده اوهمدلته دفن شویدي ،نو ځکه دغې خاوری ته«د زبرځواکونو هديره» هم وایی  . او دافغانستان دغه مهم جيو پوليتيک ، جيو ستراتيژيک او جيو ايکونوميک موقعیت ، ددې هیواد داوسیدونکوپه ملی اوسیاسی برخه لیک کی تل عمده او ټاکونکۍ او مثبت او منفی رول درلودلۍ  اواوس یی هم لری   .

    دافغانستان اوسیدونکې،په وطن مین اومیړني ، شریف اونجیب خلک دي. خپلواکي اوآزادی د بل هرڅه نه ورته ګرانه ده اودهغه د ترلاسه کولو اوساتلولپاره تل جنګدلی او بی ساری قربانی ورکړې ده او ددې ولس ملي ځانګړتيا او ټول تاریخ تشکیلوی .   نوځکه افغانستان ته دآزادۍ او خپلواکۍ د غورځنګونو د غلیان نقطه اوافغانانو ته د ملی آزادی بښونکوغورځنګونو سرغندویان وايي. او که دا ولس ، ځان وپيژني او متحد شی ، ددې توان لري چه دآسیا په زړه کی په یوه ځواکمن اوسرلوړی دولت – ملت مبدل شي اویوه پرمختللي او غوړیدلی هیواد را منځته کړی

  دافغانستان  خللکو دخپلواکی او آزادی دِغورځنګ په بهیر  او۱٧۴۷ میلادی کی د احمدشاه بابا ترمشرۍ لاندی معاصر ملي دولت رامنځته کړ ؛ کوم چه په یوه ستره امپراطوری بدل شو، چه د مشهد نه تر کشمیره او دډهلي اود امو دسیند نه  ترعربي بحیرې، ېې  په یوه ستره ساحه باندی حاکمیت درلود .  خو دغه دولت او امپراطوری ډیر دوام ونه کړ،  او د احمدشاه بابا دمړینی  وروسته دده داخلافو ترمنځ ددولتی واک پر سر د کړکیچونو، درباری خپل منځی اختلافونو او دسیسو،قبیلوي دشمنيو او کورنيوجګړو، ملوک الطوایفې نظام اووروسته پاتې والي  او دپردیو د یرغلونو اوپه دی خاوره باندې د تسلط لپاره د «سترې لوبې » په دوران کې، داستعماری ځواکونو د مقابلې او رقابت له کبله له منځه لاړ، او هیواد دخاورې ځنې برخې ېې له هرې خوا قیچې شوې، او په نتیجه کې  په  مستعمره او نیمه مستعمره هیواد بدل شو اود اوسنی نقشې شکل ېې غوره کړ ،وران شو او دنړیوال  پرمختګ دکاروان څخه وروسته پاتې شو.  

          دخپلواکۍ بیا ترلاسه کول

    دافغانستان خلک په ازادی ِغوښتونکو خلکو او ملت یادیږی او ټول تاریخ دځپلواکی آو ازادی لپاره دمبارزی ا وجد وجهد تاریخ دی چی یوه زرینه پاڼه یی د غازي شاه امان الله خان او د افغان ځوانانو دمشروطه غو ښتونکي او تجدد پلوه ملي  غورځنګ تشکیلوی ؛ کوم چی شاه امان الله   د  ۱۲۹۸ لمریز ددلوې په میاشت کي د افغانستان خپلواکئ اعلان کړه او بیا تر لاسه کړه او دیوه خپلواک اوملي – مترقی دولت تهداب کیښود .   اود عید ګاه په جومات کی ېې یوې ستري تاریخی غونډې ته دافغانستان دخپلواکئ داعلان په ترڅ کې دخپل حکومت دپروګرام اساسی ټکی پدې ډول وړاندې کړل “« د افغانستان  دولت ،دنړۍ دنورو خپلواکو قدرتونو په شان دهیواد دننه اوبهر باید آزاد او خپلواک وي ، دافغانستان ملت دهیواد دننه کامله آزادي لري اودهر ډول تیري اوظلم نه محفوظ دي اوخلک یوازې دقانون اطاعت باید وکړی اوبس . اجباري کار اوبیګار په ټولوبرخو کې منعاولغوه دی . زمونږ حکومت به په افغانستان کې اصلاحات راولي چه زمونږ ملت او مملکتوکولاي شي دنړۍ د متمدنو ملتونو په منځ کې مناسب ځای او مقام ترلاسه کړي .زه به دهیواد په چارو کې مشوره دخپل کار او حکم لارښود وګرځوم… .» 

  اماني دولت د افغانستان لپاره د(ځوانوافغانانو دمشروطیت دغورځنګ) دمرام او د علامه محمود طرزی د فکرونو  څخه په الهام او پیروی لمړي اساسي قانون او ددولت پروګرام  تدوين کړ ،چه دهغه مفاد او اساسي کرښي په لادې ډول دي 

 :(( دافغانستان د تاريخي موجوديت او ملي هويت ساتل او ټينګول ، د ملي حاكميت داصل تامين او ددولت په چارو کې دولس ګډون ، د هیواد والي « شهروندۍ » او ټولنیزې همپالنی داصل دتسجيل او ترويج پر مبنا دهيواد دټولو اوسيدونکو رسمي برابری او دهیواد ولو د اساسی حقونو اوآزادیو تامین، د مرکزیت اوپه هيواد کې دوروڼو اوسيدونکو قومونودبرابري داصل پر مبنا دهيواد او ملت یوالۍ ،  دتجدد (مدرنیتی)  پر اساس پرمختګ او دټولنی هراړخیزه وده  ،دنوی او مدرنې قانون جوړونې پر اساس د سیاسی تاسیساتو، دولتي دندو او حقوقي سیستم عرفی کول ، دملي اوردوجوړل او دهيواد دفاعي قابليت لوړول ،او دافغانستان دملي ګټو پر مبنا  دمتوازنو نړیوالو اړیکو  او خپلواک ملی سیاست پر مخ بیول)). پدې ډول دزمري  ٢٨ او د اماني دولت په تاسیس سره دیوه ملي انقلاب په څیر  د پردیو دتسلط او استبداد څخه دافغان ولس دژغورنې او د خپلواکئ او ملي واکمنئ ، ملي یووالي ، مشروطيت او دموکراسۍ ، آزادئ ، برابرئ  او دنوې او  مترقي  ټولنې  ته دتيريدو په لارکې دافغانستان دخلکو دمبارزي او جهد وجهد الهام بښونکئ اودویاړه ډک پیل شمیرل کیږي 

         

     خو ؛ خپلواکۍ او آزادی هغه وخت ارزښت لري چه دفاع او ساتل شي  

     دافغانستان خلکو «دافغان ځوانانو ملي ،مترقي غورځنګ» په داوږده جدوجهد او بي ساري قرباني په نتيجه کې  خپلواکۍ او ملی واکمني  ترلاسه کړه او دشاه امان الله ترمشرئ لاندي ېې دلمړي  خپلواک ،مدرن او مترقي دولت اساس کیښود ، خو له بده مرغه دغه ملي او مترقي دولت د هیواد دآزادی او پرمختګ  ضد کړیو  د بغاوت او شرارت له کبله چه دبهر څخه تحریک او ملاتړ کیده  داصلي عامل په توګه له یوې خوا او ديوه پياوړي مرکزي دولت دایجاد  او مترقی اصلاحاتودتحقق او ښې حکومت دارئ په را منځته کولو کې ددولت دپاتې راتلو په وجه له بلې خوا دوام ونه مونداو سقوط ېې وکړ.

      دشاه امان الله دحکومت دسقوط نه وروسته رامنځته شوې سیاسی تشې ( خلا) ، انارشی او کورنۍ جګړې  ډیر دوام ونه موند او مرکزی دولت اعاده شو او دیوه حاکمیت لرونکۍ دولت په توګه دافغانستان موقف وساتل شو  . خو نوي حاکمیت  ونه شوای کولای د خپلواکۍ او مشروطیت دغورځنګ اهداف په سمه توګه  تعقیب کړي ، ملي او مترقی ِغورځنګ وځپل  شو او  هیواد داستبدادي اداري لاندئ راغۍ، اواقتصادی َ، ټولنیز او فرهنګی رکود کی پاتې شو  خو مبارزې دوام وموند او د تيري میلادي پيړۍ د٦٠-٩٠ کلونو ترمنځ د اجتماعی اجتماعی ودی له امله سیاسی رکود او اختناق مات شوو  او په هیواد کی نوي ملي اومترقي ځواکونو را منځته شول اودخپلواکئ دساتلو او تجدد ،مشروطیت او دموکراسی او  دسیاسی پر مختیا په لارکې مهمې لاسته راوړنئ ترلاسه شوې .

    خو له بده مرغه  تاريخ  بياتکرارشو او هیواد  دسړي جګړي په ډګر بدل شو او د ملي دموکراتیکو او مترقی بدلونو په مقابل کې   دپرمختګ ضد کورنيو ځواکونو دمخالفت ، مقاومت اوبغاوت او بهرنی دخالت او لاس وهنو  له کبله  دخپلواکی او ازادی  اود یوه خپلواک ،آزاد ، دموکراتیک ، پرمختللي او غوړیدلی افغانستان درامنځته کیدو داعیه بيا دماتې سره مخامخ شوه . او په پاې کې  هيواد  د۱۹۹۲-۲۰۰۱ کالونو د ملي تراژیدئ او ددولت دله منځه وړلو  دواک دخلا  ، انارشئ او کورنئ جګړې او ورپسی دطالبانو دواکمنی اواستیدادی نظام  له امله د آزادۍ ، خپلواکۍ،مشروطيت ، دموکراسۍ اودهیواد د پر مختيا په لارکې دافغان ولس د مبارزې جدوجهد  ټولې لاسته راوړنې تباه شوي اوهيواد په وروسته پاتې والي محکوم او شاه ته مځنيو پيړيو ته لاړ او دتروريسم په اډه بدل شو.       

          افغانستان اوس  په کوم ځاي کي يو ؟

     سره له دي چه دطالبانو دحکومت دسقوط وروسته دافغانستان  دریځ په دفکتو کی  ديوه مستقل او واکمني لرونکي دولت په توګه  اعاده شويدي اود اساسي قانون له مخي قانونا او بلقو د خپلواکی اوآزادی  دتامين  لپاره امکانات ته رامنځته شوي او اساسي نهادونه او موسسات فعال شويدي . خوواقعيت دادي چی افغان دولت په خپلو چارو کې په پوره ډول خپلواک او  ملي صلاحيت نه شي کارولی  او په بهرنی  نظامی ملاتړ متکی دی او توان نه لری  چه خپلې ملي ګټې په مستقلانه  ډول وساتي  اودنورو دولتونو سره دتساوي موقف په عمل کې وکاروي  او دا پداسي حال کې ده او تاريخ ښودلې چه هيڅ هيواد او په ځانګړی ډول افغانستان ، هيڅکله دبهرنيو په اتکا او  زور آزادۍ او خپلواکۍ ته نه شي رسيدلۍ .   افغانان په خپل سیاسی برخه لیک په پوره ډول ندي مسلط شوي او دسیاسی مشروعیت مشکل ندی حل شوی او دواک په جوړښت او دولتی اداره  دقشری ، ارتجاعی  او افراطی کړیو د تسلط  له امله دافغانستان دملي او مترقی غورزنګ اهداف او دخپلواکئ ، دموکراسئ او دموکراتیک نظام داستقرار او يوې مدنی ټولنی د ایجاد او دهیواددهراړخیز پرمختګ داعیه همداسې دسترو ګواښونو سره مخامخ ده 

  سیمه ایزاونړیوالی قوتونه  چه هریو یی زمونږ په هیواد کې د ځانګړو او متضادو ګټو په لټه کې دي او خپلو  موخو ته دهر ډول وسایلوڅخه کار اخلي ؛ دافغانستان خپلواکي او ملی حاکمیت يي دګواښ سره مخامخ او محدود کړئ دئ ؛ زمونږ هیواد ته دولتی تروریسم صدور همداسی دوام لري او القاعده او۲۱ تروریستی ډلی ددولت پرضد په ټول توان جنګږي او تلاش لري ، څو بیا په افغانستان ((دآسیا په زړه )) مسلط شی او په سیمه او نړئ کی خپلې موخو ته  ورسیږي .په دي ډول ليدل کيږي چه افغانستان اوافغان ولس په اوس کې هم دخپلې خپلواکۍ او آزادی دساتلو اودهغه داساسي موخو يعني  ديوه پياوړي ، پايښت لرونکي  او په ملي واکمنۍ متکي او ټولنيزې پرمختيا ته متعهد  ، حقوقي ، مدني او پرمختللي دولت درامنځته کيدو ، جوړيدو او استقرار په  ډګر ګې دسترو چلجونو او ستونځو سره مخ دی .

     نو څه بايد وشي چه افغانستان دخپلې ازادی او خپلواکۍ دفاع او ساتنه وکولاي شي  ؟

 

    دهیوادونو او ملتونو تجربي  ښې چه یو هیواد خپلواکي او آزادی د یوه ځواکمن ملی دولت او متحد ملت  ؛ وړ زعامت اودولس په خدمت کې سالمې دولتي ادري ، ملي اردو اونظامي – امنيتي کارامده دستګاه دموجوديت، دلوړدفاعي قدرت ، غوړيدلۍ او ځواکمن ملې اقتصاد اومجربي ديپلوماتيکې دستګاه او په ملي ګټو ولاړې فعالې ديپلوماسۍ ، په  صورت کي  دفاع اوساتل کيږي.   

    افغانستان د خپلواکۍ او آزادی او دهغه دارزښتونو او موخو دساتني او تامين  لپاره بلقوه پوره انساني ، مادي او معنوي امکانات اوزميني لري ، خو يوازي ديوه پياوړي ملي او دموکراتيک دولت جوړښت او استقرارته اړتيا ده ، چه پورته دندي ترسره شي .  او داډول دولت به په افغانستان کې هغه وخت رامنخته شی او استقرارمومي  چه په روانه سياسي مبارزه کې دهيوادآزادي غوښتونکي ، تجدد پلوه ، ملي ،دموکرات او عدالت پلوه سياسي اوټولنيز ځواکونه، قطعي او پريکړونۍ بر ياليتوب ترلاسه کړي او په ټولنه او دولت کې د مسلط سياسي جريان په حيث تثبیت شي .  

    داځواکونه په افغانستان کې په زياته اندازه وجود  لري چه باید په یوه غورځنګ او واحده وطنی جبهه کی سره يو شي او په مسالمت او قانوني ډول په روانه سیاسی مبارزه کی اغیزمنه برخه واخلی او په سیاسي وضعیت کی دارګانیک حضور دتامین او يو ه دموکراتيک بديل د رامنځته کولو له لارې  د خپلواک ، آزاد  دموکراتيک ، غوړيدلي ، پر مختللي ، پیاوړي اوسرلوړي افغانستان دجوړولو اویوی دموکراتیکې او مدنې ، مرفه او عادلانهټولنې دایجاد تاریخياو ملي داعیی په عملي کولو کې  خپل هوډونه ترسره کړي.  

.

                    نیک مرغه دی وی دافغانستان دخپلواکی د بیرته اخیستلو ورځ او جشن !