آیا هوش مصنوعی مسلمان است؟

عثمان نجیب من یادداشتی از یک پیش‌بینی هراس انداز در مورد…

خالق  “ قرارداد اجتماعی ” را گرامی میداریم 

میرعبدالواحد سادات  1 تتبع و نگارش از :  میر عبدالواحد سادات  دوم جولای مصادف به دوصدو چهل و هفتمین سال وفات یکی از تاثیر گزار ترین نمایندگان  عصرروشنگری اروپا و برجسته ترین نقاد آن عصر ژان ژاک روسو  است .  اندیشمندی که…

نه یک پیروزی دیپلوماتیک؛ بلکه یک اشتباه استراتژیک در هندسه‌…

نویسنده: مهرالدین مشید                              به رسمیت شناسی طالبان از سوی روسیه و…

اخراج بی رویه ی مهاجران افغان از ایران

  نوشته ی :اسماعیل فروغی       این روزها خبراخراج دسته جمعی و گسترده…

شناخت روسیه از طالبان

با خانه نشینی و بیکاری که چشم و گوش با…

داد خواهی بخاطر حق و حقوق افغانان مظلوم و داعیه…

بنام خداوند حق و عدالت مهاجرت افغانان که درطی نیم قرن…

مارکس و اتحادیه‌های کارگری(۳)

مبارزه علیه لاسالیسم و انواع اپورتونیسم آلمانی نوشته: ا. لازوفسکی برگردان: آمادور نویدی مبارزه علیه لاسالیسم…

سیاست فاشیستی اخراج افغانها باید فورا متوقف شود!

هیچ انسانی غیر قانونی نیست! جمهوری اسلامی در پی شکست مفتضحانه…

اخراج ۴۳ هزار مهاجر افغان از ایران در یک روز!!

اخراج ۴۳ هزار مهاجر افغان از ایران در یک روز،…

حکومت آخوندی ایران جنایت کربلای قرن را رقم زد، یزیدان…

محمدعثمان نجیب ایران در گرمای سوزان، زمین را زیر پای هم‌وطنان…

حیات بشری را آتش فشان خاموشی به شدت تهدید میکند

نویسنده:مهرالدین مشید جهان در معرض توفانی فراتر از جنگ سوم  این پرسش…

دومین بار طی طریق در تعامل گذری انسان با هوش…

*محمدعثمان نجیب، بنیاد‌گذار مکتب دینی فلسفی من بیش‌از این نه…

درک لنینی از دموکراسی: نگاهی از سده 21

ترجمه. رحیم کاکایی یرومنکو ولادیمیر ایوانوویچ دکترعلوم فلسفه، مشاور رئیس مجلس قانونگذاری…

افغانستان در سایۀ رقابت‌های ژئوپولیتیکی جهانی ناشی از جنگ اسرائیل…

مقدمه تنش‌های دراز ‌مدت میان ایالات متحده آمریکا، اسرائیل و جمهوری…

فیلسوف آس و پاس،- مدافع مالکیت خصوصی!

max stirner (1806-1856) آرام بختیاری ماکس اشتیرنر، آغاز آنارشیسم فردگرایانه. ماکس اشتیرنر(1856-1806.م) آلمانی،…

افغانستان- آموزشگاهی خونین برای ایران و همسایگان 

سلیمان کبیر نوری در این مقاله می‌خوانید: چکیده نئولیبرالیسم و استعمار؛ تجربه‌ای عینی افغانستان؛…

جنگ های جیوپولیتیک جدید و افغانستان تحت حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید از بازگشت تروریسم تا تقابل قدرت های بزرگ در…

سید جمال الدین افغان

 فیلسوف ،دانشمند بنیانگذار نهضت فکری وجنبش آزادی  خواهی افغانستان ،اساسگذار  اتحاد اسلامی ومبارز…

  به آرمان وطن

بیا برویم کشور تا بان را بسا زیم  خا نه ی…

نوستالوژی و جاذبه های فکری و اعتقادی 

نویسنده: مهرالدین مشید نوستالوژی و گذشته گرایی های فکری و اعتقادی زمانیکه…

«
»

دافغانستان دخپلواکی دبیرته اخیستلو  دشهیدانواوغازیانو په یاد

نصیراحمد – مومند 
ترقی های عالم روبه بالا میرود×× ما ازبالا به پایین می ترقیم۰
غواړم دهرڅه دمخه دګران هیواد لرغونی افغانستان دخپلواکی او آزادی دبیرته اخیستلو دلاری  شهیدانواوغازیانو روح ته اوهغو کسانوته چی په دغه دینی او ملی جهاد او مبارزه کی په صدlقت وایمانداری او ایثار سره په ښکاره برخه درلوده زیات درود او تحیات واستوم .اوهمدغه راز دخپلی دزړه له کومی هیلی هغوحساسو او دردمنوزړونوته چی دهیواد دسرلوړلی او د افغان ولس دنیکمرغی اوهمداسی دباتور اوقهرمان پلرونو نیکونوپه لاراوهیله حرکت کوی او دغه موخه او هدف ته رسیدل خپل دینی او ملی وجیبه جزء ګڼی وړاندی کړم .
پوره سل کاله مخکی له نن د۱۲۹۸لمریزکال چی د۱۹۱۹عیسویکال سره سمون خوری دافغانستان توریالی ولس وکړای شول چی دانګریزی ښکیلاک لوی طاقت سره په یوه لڼد مهاله خوسرنوشت سازه جګړه کی داعلیحضرت غازی امان الله خان دایمان اومیړانی ترقیادت لاندی خپل کورنی اوبهرنی خپلواکی نړیوالوته اعلام کړی۰باید وویل شی چه مسلمان هیواد پال پاچا پدی پوه ووچه یوازی دآزادی دبیرته اخستلوپه خوڼدیی نشه او دوپ نشی او هر څه له یاده ونه وړی ترڅو دغه څه چه په کومه بیه لاسته راځی موخه اوهدف یی معلوم ووچه دڅه دپاره او وروسته بایدڅه  وشی او چشته  اړتیا لری ۰یعنی دروسانو په مقابل کی مجاهدین برخلاف، احساساتو او عقل او علم او جهل په مینځ دیوالونه او سرحد مخ له هر څه نه مشخص او څرګند کړی و ۰پرته له دیکته او غلامی اوغاړه ایښودل، علمی ، منطقی او سنجول شوی مفکوری او پلان سره ملا تړلی وو،اودخپلواکی دترلاسه کولونه وروسته دهیواد دآبادی اودخلکودآرامی دپاره ترقی غوښتونکی اوریفورمیست پاچا په فرهنګی ، اقتصادی ، ټولنیزَعمرانی ، سیاسی اودهوسا ژوند په چاروکی رفاهی پلانونه او ریفورمونه او دعصراو زمانی پراقتضاء ګامونه پورته کړل .
ددی ورځی په ویاړپه کابل ښارکی دارګ ماڼی ته مخامخ يادګاری آبدی د « میناراستقلال»په نامه جوړشول، دښوونځیو په درسی کتابونوکی دملی احساس دژوندی ساتل او تقویه کولو خاطر په ویاړاوسرلوړلی دافغانستان دخپلواکی دبیرته اخیستلوخبری کیدی ، ملی بیرغ ، ملی سرود، دخپلواکی ترانی  مینځ ته راغله . په عمرانی چاروکی دکابل دچاردهی په سیمه کی دنوی ښار ددارلامان په نوم دعصری او مدرن ښار،سره دښکلی او شانداره ماڼی اوقصرونه بڼسټ ایښودل شول . دښاردمرکز نه تردارالامان پوری داورګادی اوسپنیزکرښه جوړشول . په پغمان کی دطاق ظفریادګاری آبدی چی دغازیانواوشهیدانونومونه هم پکښی حک او ضبط شوی سره دښکلی اومجللی قصرونه ، پارکونه ، باغونه ، ورزشی لوبغاړی اودسیل اوتفریحی ځایونه آباد شول .
همداسی  په جلالآباد ، لغمان ،جبل السراج ،کندهاراونوروښارونوکی یولړ تعمیرونه ، فابریکی او نورو نظامی اوملکی رفاهی او تعلیمی ودانی اوتاسیسات تیارشول . دټولینزومناسباتودپاره نوی قوانین،نظام نامی اومقررات داسلامی اوافغانی ټولنیزواعتقادات اوشعایرو پربنیاددیوشمیرپوه ،سترواوخبیرودینی عالمانولکه مولوی محمدابراهیم کاموی ، مولوی فضل الربی، مولوی عبدالحی پنحشیری اونوروجیدوپیژندل اومڼل شوی پوهانوله خواتدوین اودافغانستان دقومونواوقبایلوداستازودعنعنوی جرګی له تصویب اوتایید وروسته نافذ شول.
دبهرنی اوبین المللی په برخه کښی دپلوماتیک اړیکی دمتقابل ګټواواحترام پربڼست دسفراء تبادلی په سویه ټینګښت او پراختیا وموند. افغانان اوافغانستان ډیوه  یوځل بیا  بل او وځلید ،په نړی کی مشهوراودلوړحیثیت اواعتبارخاوندان شول . بهرنی ملی اوبین المللی اسلامی اوغیراسلامی ټولنه اوشخصیتونه افغانانوته په درنښت اومینه کټل اویادول ، دمثال په ټوګه دهندنومیالی متفکراو اندیښمند جواهرلعل پنډت نهرودخپلواکی دبیرته اخیستلوپه موقع وویل :« دافغانستان دخپلواکی مشرغازی اما ن الله خان اوافغان باتورملت په ماکی دخپلواکی غوښتنی پیاوړی کړه » . دغسی دمصر لومړی ولسمشر ارواښاد جمال عبدالناصروویل : « ځما دخپلواکی غوښتنی استاذ دافغانستان خپلواک او ریفورمست پاچا اعلیحضرت غازی امان الله خان دی.
دا وودهیواددخپلواکی دبیرته اخیستلواودهغه شهیدانواوغازیانواواتل قهرمانانولنډ بهیراوکارنامی چی نن تاریخ او هرافغان بچی دپلرونواونیکونوافغانی وینی اودښکلی لرغونی افغانستان او توریالی غیرتمن ولس سره مینه ددوی په رګونوکی بهیږی، پری ویالی اودخپل سراومال په بدل کی ساتنه اوڅارنه یی کوی .
ډغه دویاړنه ډک عملونه او کارناموچی پاس کی په لنډ ډول یادشول ټول دلسوکالوترشاوخوا اودافغانی لګښت او مټ ترسره شوی وو.نوهغه څه چی کیدای شی ددغی تاریخی ورځی په یادونه کی زده کړواوسرمشق  وګرځوو ، هغه آزادی سره مینه او دخلکوفکراوعمل یوالی،ملی وحدت اوملی پیوستون دی ، ځکه پیښی چی هرڅومره سټری وی بیاهم دیوه قام اویوه ملت دمعنوی قوت اوګډ تصمیم په مقابل کی کوچنی اومضمحل کیړی .
مخکی ولاړشو :
اوښکی موبهیږی ، وینــــــــــی موتوییږی                  زړونــه موکړیږی ، ټینګ ولاړ پـــــه مینه یو
له خوب خوړو نه لری یو،زهیر اوغلی یو                  خوند او ژوند ته تلی یو، سخت لتاړ په مینه یو
په خواشنی سره دذکروړبولم چی دغه عوامل او دری مفتضح ماټی او په نړیواله کچه شرمساری او بی اعتباری انګریزی محیل اومکاراستعماری امپراتوری ته دغچ اوانتقام اخیستلودپاره وهڅول چی دافغانستان دهیوادپال خلکواو ددوی محبوب مشرتابه په مقابل کی خنډونه پیداکړی اودافغانستان دترقی او پرمخټګ لاره ونیسی ۰بیادشاه شجاع په څیردخپل ایجنتانواومزدورانوپه وسیله لاس وهنه اوناکراری پیل کړ. نوی پالیسی اوکړنلاروته مخه کړ، چی هغه دافغان ملت په مینځ کی تفرقه اچول اودافغان په وسیله افغان وژنه وو طرح کړل. دغه لاس وهنه دومره روښانه او ملموس وو چی نه یوازی افغانان پری پوه شوی ووچی خبره دکفراواسلام کی نده بلکی په ملک اوسیمه کی ګډو د ی اوبی ثباتی رامینځته کول او دترقی او پرمخټګ په لاره کی خڼدونه پیداکول دی ، حتی په کابل کی دبهرنی سفارتونوغړواواستازوامانی حکومت ته وړاندیزوکړچی که ضرورت وی مونږهم دافغانانو په څڼګ کی دانګریزانو پرخلاف دریږو اوجنګیږو،چی غوره مثال یی په  کابل کی دجرمنی سفارت استازی داکتر « ګرویاد» په نوم ووچی ویلی وو:« دی حاضر دی دانګریزانو پرخلاف دجګړی ډګر ته ورشی »، مګر دافغانستان سیاست پوه اوغیرتمن لارښودغازی امان الله خان دجرمنی له استازی نه له دی دوستانه یا مغرضانه !احساساتو څخه مننه وکړه او هغه ته یی ځواب ورکړچی افغانان پخپله دستونزوله حل او اواری څخه وتلای شی او دښمن ته غاښ ماټوونکی ځواب ورکولای شی.
دغهدخپلواکی مشراودهیواد اودخلکو صالح اورښتین خدمتګارمحبوب  زامن اعلیحضرت غازی امان الله خان پدی پوه ووچی مکاراومحیل دښمن دملت ارادی ته مخامخ دریدلای نشی او دپردی ترشادخوشباوری نه ناوړه استفادی کوی اودخپل طرح شوی شوم اوناجایزکړنلاره او نسخی پربڼست دخلکوپه مینځ نا باوری اونفاق زیږوی، افغان په وسیله افغان وژنی اوملک ویجاړوی. لهذا نه غوښتل چی بی ګناه خلک ووژل شی اوملک ویجاړشی ، استعفاء ورکړاودکندهار له لاری ایتالیی خواته روان شو .
پدی ترتیب دغازی امان الله خان دحکومت دوره دټولو پلانونو او دملت پاکی هیلی او تلاشونه ختم او برباد شول ۰د حکومت واک او اداره دنهه «۹» میاشتودپاره دانګلیسی ګوداګی مشهوربیسوا داوناپوه مشهور غل حبیب الله دسقاوځوی اودهغه دارودسته په لاس وسپارل شول اودانګریزی پلان سره سم دسقاوځوی د کابل شاهی ارګ  ماڼی ته ورننوت او دپاچاهی پګړی دڅوغلواو وطن پلورولخوا ورته وتړل شو . افغانان او افغانستان یوځل بیا دبدمرغی ، بی سوادی ، بی امنیتی، قتل وقتال،چوروچپاول او نورکړاونوکنډی ته وغورځید چی په پایل یی افغانا ن او افغانستان دوخت بل نړی خوارسورښکیلاک په لمن کی واچول شول چی دهغه تجاوزاوبیا ددی هم مفتضح ماټی اونابودی بیل بحث دی ، چه دهغه تجاوزاودماټی نه وروسته کوم شوم میراث چه پاتی دی اودمصیبتونودزیږیدنی تراوسه دتداوم اسباب ګرځیدلی دی دتاریخ  دغمیزی اوناخوالوجلا تورباب تشکیلوی .  دا چه اوس داسی بهیررا روان دی چی دغل نه اتل اواتل نه غل جوړیږی دا هم دمحیل اومکاروځاله اونوی دښمنانوکاردی چی پخوانی دښمنان د دوستا نوپه جاموکی لاس یوکړیدی .
خو بیاهغه څه چی په موقع اودویلو وړبولم، پداسی حال چی افغانان د امریکایی ښکیلاک ( حکومت دهشت ملی جانکری په منګلوکی په ګرو او دیونا څرګنده اویوګونګ غم په مینځ کی قرارلری او ټول ولس او ملی وطن پال افغا نانو دپاره که دننه دی اوکه په بهردپریښانی اوتشویش وړګرځیدلیدی خپلواکی اوهرشی ترسوال لاندی وړی دی، هغه دا چه اته لس کاله کیږی چی په هیواد کی  حکومت ، اداره او نظام !؟ایجاد شویدی او نړیوال بیدریغه سیاسی ، اقتصادی او نظامی مرسته اوملاتړهم ورسره شته ، په خواشینی سره ددی پرځای چی دخلکو پرزخمونوپټی ولګول شی ، دخلکو امنیت، سوکالی او د وران ویجاړ افغانستان دبیا رغاونی اوودانولودپاره بڼستیز او صادقانه ګامونه پورته شی ،کار ونودیوپلان او پروګرام اولومړیتوبونو پربنا پرمخ بیول شوی برعکس ملی ګټواو مصالحو سره ، ملی او تاریخی ارزښتونواوملی شخصیتونواورښتینوخدمتګارانوپه سرلوبی ، سپکاوی اومعامله کیږی .
ورځ تربله د درامی دنوی پړاونو پربناء کړاونه ، قتل وقتال ، غلا، اختطاف ، ادارای  او اخلاقی فساد ، ارتشا او پخپل سر ی او دپردیوارادی ، ایدیالوژی فرهنګ اوکلتور رواجول، ددولت ثلاثه یادری ګونی قواو په مینځ مفتضح رسوایی او قام شرمی  او په خاصه ټوګه په ختیځ،لودیځ اوجنوب لودیځ سیموپربیګناه خلکو بیرحمانه بمبارمان او تباهی جریان لری چی دهیڅ نورم ،میثاق، منطق او عدالت سره سمون نخوری او جواز نلری اوپه ځانګړی ټوګه  ددی پر ځای چی اداره د نااهلو. فاسد ڼاکام او معامله ګرو نه پاک اوتصفیه شی اودافغانانواوهیواد ګتی او مصلحتونه خپلواکی په نظر کی نیولوسره احترام وشی او پکښی خوندی وساتل شی، دامریکایی جان کری دغبن او ناروا لاس وهنی سره یومطلق ګوداګی بی وا ک او ضعیف اداره دوحدت ملی په نو م چه دنړی ددولتمداری په تاریخ نه ساری لری اونه سابقه اوتعریف رامینځته شوی ترځو وکولی شی ددغه وضع او نفا ق نه په استفادی سره خپل موخو په استتاراو پنهان کاری په آسانی پلی کړی  ، داځکه چی ددی وګړو داکثریت پردیوته مینه او اخلاص زښته ډیر دی .اتلس کاله پایلی وښود ل چی: ترقی های عالم روبه بالا میرود×× ما ازبالا به پایین می ترقیم۰
بناء پدی حال سره نن له هروخت نه زیات داصیل اوهیواد پال افغانانوایثاراوفداکاری ، ملی پخلاینی ، ملی پیوستون اوحرکت ته ضرورت احساس کیږی چی سره یوشی، لاس ورکړی چی دپردیو او ددوی بدناموبیخاصیته کورنی ایجنتانو لاس لنډ شی او افغانان دملی وګړو په مرسته پخپله خپل هیواداو ملی نظام اوسیستم جوړکړی ویجاړهیواد زمونږنه غواړی اومونږ باندی غږ کوی چی :
افغانانوستاسو کوریم ، پردوته می پری نږدی          زه ویجاړ افغانستان یم ، ورانیدو ته می پری نږدی