جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

اتحاد 

تابکی در رنج  و دوری ها ستیم موج  نا  پید ا…

نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

                یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                               (قسمت سوم…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

گاهی اتفاقی ستاره‌ای  در دفترم چشم باز می‌کند ولی، من هنوز به آفتاب نقش…

ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

مخالفان پراکنده، بازیگران متحد؛ مدیریت خلای سیاست در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید اردوگاۀ از هم گسخته؛ فرصتی برای مانورهای منطقه…

گام بزرگ به سوی مبارزهٔ مشترک

برگزاری نشست مشترک دفتر سیاسی – اجرایی و بیروی اجرائیه…

پدر سالار

ما زنان سر زمین های جنگ  زنان جهان سوم  جهان پدر سالار وقتی…

اسدالله بلهار جلالزي

له ښاغلي (اسدالله بلهار جلالزي) سره، چې د علم او…

افغانستان، سوار بر شانه های ژیوپولیتیک پرتنش و پیچیده منطقه…

نویسنده: مهرالدین مشید روایتی از زنده گی در سایه امید یا…

میراث سکاها، هویت ایرانی و مسئله تورانیان در شاهنامه 

- دکتر بیژن باران شاهنامه، خاطره حماسی سکاهای ایران، جغرافیای اسطوره‌ای…

افغانستان نقطه مرکزی جیو پولیتیک

در سیاست قدرت های مخرب نظم و ثبات ! در بردن…

شور و حال عشق 

رسول پویان  عشق دردام سیاست مرغ بسمل می شود  پـرپـر احسـاس دل بندِ سـلاسـل می شود  تا ز چنگِ بازی ی صیاد مـرغ دل پـرید  عشوه از بهر فریب دل، مشکل…

«
»

خوست دسرو وینو په ډنډکې

په زړه بوږنوونکي ستره خواشینۍ دغیرتي اون نګیالیوخوستیانو د نن ورځې خونړی ناورین په اړه دخوشال باباپه کلام دخپل غمجن اوویرجن ټپي،ټپي زړه ،سوي کړیکه باسم.

زړه مې زخمي دی ویني ترې څاڅي                 ژاړم له درده څړیکي ترې پاڅي

په ژورخپګان اوتاسف چې دنوروزپه وږمواودپسرلي په ښیرازه موسم کې ګلالې اوښکلې خوست دخزان په سیلیواوغمجن ناتارکې دڅوتنودزراوزوردلیونیوواکمنانودزورازموینې په ټس کې پریووت. .

کرغیړن اوتورمخی پنجابي ابلیس دانسان په جامه کې ګڼ شمیرقومي مخور،مشران اوځوانان په وینوکې ولمبول ډېری شهیدان اوټپیان شول اوګڼ شمیرکورنۍ دویراوماتم په ټغرکیناستې .شهیدانوته فردوس جنت اوټپیانوته دعاجلې شفا اوعافیت هیله کوم..

په دغوقومي مخوروشهیدانو کې یوهم زمادکاکا ارواښادسناتورعلي جان صبري زوی الحاج خان زمان  صبري په شهادت ورسید ماته ګران اوقدرمن خان زمان چې دلوړوانساني اخلاقو،سترزغم ،میني اوخواخوږۍ سمبول دجرګو،مرکو،نرخ اوڅلي ،دخپګانونوداواری اوجوړجاړی دبې ساري استعداد خاونداوبې کبره وطنپال شخصیت وچې دهمدغولوړوانساني ځانګړنواوښیګڼوله کبله دصبریومیړني قوم هغه په پراخه قومي جرګه کې دخپل ویاړلي اومنلي مشر په توګه و ټاکه  اوهمدا لامل وچې دکورنیو،قومونواوولسونوترمنځ هري ستونزي،شخړي اولانجې اواري ته یی ځان رساوه دسپیڅلي زړه اوروغ نیتې په درلودلوسره یوبریمن اوسوبمن مشروپخپل قوم اوسیمه کې دستردرنښت اوعزت وړو.

دریغا! دریغا!

زموږکورنۍ دکلونوکلونوراهیسي خپل هیواد قوم اوولس ته دمیني په توراوګناه په خپلوسرووینوکې لمبیږي لامودیوه شهید ویراوماتم ورک نه وي چې دیوه بل شهید جنازه زموږدکلي دستري غونډۍ توروخاوروته روانه وي دورکواودتوروشپوخوړلو شهیدانوپه یادله قلمه ویني څاڅي.

څومره درنې ،خیالیګره اوغیرتي سټي وي چې دملي سپیڅلوارمانونوپه لاره کې یی خپل سرونه ځارکړل..

دزړګي سره خان زمانه!

په ویاله اودینداره ټنډه دې ښکلوم دخپلوسروکفنو شهیدووروڼواوسره کفنه شهید وورارونواوخپل ارواښاد ویاړلي پلار په څنګ کې آرامه ویده شه په هسکه شمله ورته نارې کړه چې ستاسودویاړلوشهیدانوپه پله به دګران افغانستان په نوم خپل سرونه بایلو.
داروي که زندان وي که شرنګ دزولنو

موږ په دې وطن دسرلوړی سندره بولو

د دغه دردوونکي ماتم له کبله دغیرتي خوست ټولوقومونواوولسونومشرانو،کشرانواوغمجنوکورنیوته دژورتسلیت اوزغم غوښتنه کوم دصبریو دقوم مشرانو،درنه اوقدرمن کاکازوی الحاج میرزمان صبري ګران محمدزمان صبري اوخپلي ویرجنې کورنۍ ته دجمیل صبراوزړه تسل غواړم.

انا لله وانا الیه راجعون.

اروایی ښاده اویادیی تل ځلانده اوسه

مرد نمیردبه مرګ،مرګ نام ازوچیست

نام چون جاوید شد،مردنش آسان کجاست

 

بسم الله اکبري هالینډ

۰۲-۰۴-۲۰۱۵