افغانستان و درهم تنیده گی و مد و جزر حوادث…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی کوهستانی و محاط به خشکه است که…

فتنه خوابیده

 قدم هلال شد و مایلم به ابرویش  فتاده مرغ دل من…

شیفته ی ترانه های مردم

 برنامه ی رادیو تلویزیون شهر تاشکند جمهوری اوزبیکستان در مورد کار…

گزیده‌ای از «درسگفتارهای کاپیتال» رفیق فقید جوانشیر در زندان

از نظر مارکس دو نوع بخش خصوصی وجود دارد مارکس ……

قهرمان تنهایی؛ قهرمانی از تبار قهرمانان دیگر

نویسنده: مهرالدین مشید قهرمان دخت روز های تنهایی در یکی از صبحگاهان…

نوای پدران!

امین الله مفکرامینی       2025-14-01 ما شـــــما را ای فرزندان دلبنــد، پروریــــــدیم این تخـــــــم…

حاکمیت طالبان و فروپاشی ارزش ها درحامعه افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان زخمی سرطانی بر پیکر افغانستان دردمند حاکمیت گروه…

مناسبات افغانستان با هند چرا رشک خشم آلود پاکستان را…

تاسیس یا انکشاف مناسبات میان دولت‌ها از صلاحیت‌های قبول شده…

د نوموتي تاریخپوه پوهاند محمد حسن کاکړ د اتم تلین…

. په کابل کې د روانې اونۍ د تیرې سه شنبې…

روزای خونین؛ میان نامه های زندان و تئوری انقلاب

Rosa Luemburg (1871- 1919) آرام بختیاری فدایی سوسیالیسم؛ 14 کتاب خانم روزا-…

بگذارید ادیان و فرهنگ ها بدور از سایه ی سیاست…

نویسنده: مهرالدین مشید جنگ ادیان باطل و برتری جویی هر دینی…

سیاست خارجی بی‌طرف و اقتصاد محور

در طول سه و نیم سال جوابگوی عاجل موقف افغانستان…

واخان سر و گردن أفغانستان است !

میرعبدالواحد سادات واخان سر و گردن أفغانستان است ! همه ما ،…

لوږه او جګړه

ليکنه: حميدالله بسيا لوږه، فساد، جنگونه او په نړۍ کې اقليمي…

پیورزگرا

نوشته : دکتر حمیدالله مفید داستان کوتاه  ————— ———— احمد خان خراسانی به فرماندهی …

   خالق تروریست های اسلامی؛ الله یا امریکا؟

بخش دوم سلیمان کبیر نوری      پس از افشاگری ریچارد هیدن بلک، از…

هر تفنگدار طالب هم پولیس و هم سارنوالی و هم…

نویسنده: مهرالدین مشید حاکمیت اختاپوتی ملاهبت‌الله و آینده ی ناروشن افغانستان مردم…

عشق وطن 

از زنده‌گیم دلتنگ وز زمزمه بیزارم  نه حوصلهء حرفی نه ذوق…

واخان

طی هفته اخیر سال عیسوی توسط شبکه های خبر رسانی…

نانوشته

       پس از دیر باز ، شعرقشنگ و پراُبُهَتی از" حسیب…

«
»

خدای، هيواد، دنده؛ د کب نهمه د اتلانو ورځ

 

د روان هجري لمريز کال په مرغومې مياشتې کې د افغان حکومت کابینې د کب نهمه چې د غازي امان الله خان له لوري د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان له ورځې سره برابره ده، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په توګه تصویب کړه. دغه ورځ د فغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو اتلانو ته د نښانونو، مډالونو، تقدیرنامو او نغدي مکافاتو په ورکولو سره نمانځل کېږي. په دغه ورځ د امنيتي ځواکونو سرښندنې او قربانۍ يادول کيږي او امنيتي ځواکونو ته روحيه ورکول کيږي.

افغان ملي امنيتي او دفاعي ځواکونه د (خدای، هيواد، دندې) تر سپيڅلي شعار لاندې د خپل ولس، ناموس او خاورې څخه د دفاع په خاطر خپل سرونه په لاسونو  کې نيسي او د ولس او خاورې له دښمن سره په پوره ميړانه جنګيږي. زمونږ امنيتي ځواکونه د خلکو او د هېواد د خاورې اصلي بچيان، ساتونکي او اتلان دي. دوی شپه او ورځ سرښندنې کوي، له دښمن سره جنګيږي او خپله ميړانه ښيې څو خلکو ته د هوسا ژوند زمينه برابره او خپله خاوره له دښمنانو وساتي. زمونږ امنيتي ځواکونه د خپل سر په بيه له لويشت لويشت خاورې څخه په ميړانه او اتلولۍ سره دفاع کوي نو له دې امله بايد زيات وستايل شي.

زمونږ ټولو امنيتي ځواکونو په ملي او نړيواله کچه نړۍ ته دا قوت په ډاګه کړى دى چى دوى کولى شي په خپلواکه توګه او ملي احساس سره خپله خاوره او ولس د اسلام او بشريت د دښمنانو له ناروا کړنو او تروريستي بريدونو څخه وژغوري. زمونږ امنيتي ځواکونو دا ثابته کړې ده چې دوی خپلې دندې په ملي احساس، رښتينولۍ، ايماندارۍ او زړورتيا سره سرته رسوي او د دې خاورې دملي ګټو، ځمکنۍ بشپړتيا ، ملي ارزښتونو او ملي نواميسو اصلي ساتونکي همدوی دي. زمونږ ټولو هيوادوالو او ولس ته لازمه ده څو په ولسي قوت سره د خپلي ملي امنيتي او دفاع ځواک په ټينګه ملاتړ وکړي او له دوى سره اوږه پراوږه د دې خاورې د ساتنې په سپېڅلي ماموريت کې ځان شامل کړي.

اوسمهال افغان امنيتي ځواکونه په يوه بدمرغه، کرغېړنه او د لويو استخباراتو په جوړه شوې جګړه کې د هيواد، ولس او خاورې له ناولي دښمن سره په سپيڅلي جهاد بوخت دي. اصلي جهاد همدوی کوي چې د هيواد او ولس له ذليله دښمن سره جنګيږي. د دوی دښمن د ولس، خاورې او د اسلام دښمن دی، هر هغه څوک چې د خاورې، ناموس او اسلام په دفاع کې خپل ژوند له لاسه ورکړي اصلي شهيد بلل کيږي او که د خپلې خاورې، ناموس او اسلام څخه په دفاع کې پر دښمن غالبه شي غازي بلل کيږي. پر همدې بنسټ ويلی شو چې د افغان ملي امنيتي ځواکونو لخوا د خپل ولس، خاورې او اسلام د ساتلو په خاطر له دښمن سره مبارزه سپيڅلی جهادی دی، په دې لاره کې چې کوم سرتيري خپل ځانونه قرباني کوي شهيدان او هغوی چې پر دښمن بری مومي؛ غازي بلل کيږي.

حکومت بايد زمونږ د ملي اتلانو، زمونږ د امنيتي سرتيرو د ستونزو د حل له پاره اساسي ګامونه پورته کړي. دوی ته دې د دوی د اتلۍ او ميړانې له امله مکافات ورکړل شي، دوی دې ونازول شي، له دښمن سره د جګړې پر مهال دې ورته لازمې مرستې او مرستندويه ځواکونه وليږل شي، د دوی معاشونه او امتيازات دې پر خپل وخت ورکړل شي، له دښمن سره د لا ډيرې مقابلې په خاطر دې دوی ته لازمه روزنه او عصري تجهيزات ورکړل شي.

همداراز د حکومت بل ستر مسوليت دا دی چې افغان ملي امنيتي ځواکونه له سياسي کيدلو وژغوري او په خپله يې هم له سياسي کولو څخه ډډه وکړي. حکومت بايد پرينږدي چې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې استازي، د کابينې وزيران، سياسي ګوندونه، جهادي مشران او نور سياسي نفوذ لرونکي خلک له افغان امنيتي ځواکونو د وسيلې په توګه کار واخلي او په دوی کې د نفاق، تعصب، بدبينۍ او قوم پرستۍ ريښې وځغلوي.

د هيواد، ولس، خاورې او اسلام څخه د دفاع په برخه کې د افغان امنيتي ځواکونو په قربانيو او لاسته راوړنو وياړ کوو او په هر ډګر کې ورته د لا ډيرې بريا غوښتنه کوو. د هيواد، ولس او اسلام دښمن دې مختوری وي.

لیکنه : خوشحال آصفي