آغوش مادر وطن!

امین الله مفکر امینی       2024-08-12! مــرا مادر وطن ومردمش بس گرامیســـت هرکه مادروطن…

نور کهن 

رسول پویان  نـور کهن ز روزن دل جلوه گر شدست  هـور از…

بمناسبت  ۷۶ و مین  سالروز  تصویب اعلامیه جهانی حقوق بشر  

نوشته از بصیر دهزاد  اوضاع وخیم کنونی بین المللی، حلقه تنگ…

دادخواهی برای مهاجرین افغان که از تاجیکستان اخراج اجباری می…

من محمدآصف فقیری نویسنده و پژوهشگر و مدرس حقوق و…

عرفان در سیاست

– دکتر بیژن باران ایران از سده 19 با نپذیرفتن…

دعوت صالح به آمریکا و" هفت خوان رستم "اختلاف های…

نویسنده : مهرالدین مشید  چرخش در سیاست آمریکا یا ابزاری برای…

پردۍ ناولې پروژې ودروئ

عبدالصمد ازهر                 …

حقوق بشر 

تدقیق و نگارشی از سخی صمیم.   حقوق بشرچه نوع حقوق راگویند…

ترجمه‌ی شعرهایی از آقای "آسو ملا"

(به کُردی: ئاسۆی مەلا) شاعر کُرد زبان توسط #زانا_کوردستانی  (۱) مفت مفت‌اند، شلوار،…

فرهاد پیربال

استاد "فرهاد پیربال" (به کُردی: فەرهاد پیرباڵ) نویسنده، شاعر، مترجم،…

چگونگی شرکت هوایی آریانا در چند دهه اخیر

من محمدآصف فقیری نویسنده وپژوهشگر٬ که چندین مقاله در ژورنال…

سرنوشت ناپیدای دو هم سرنوشت

نویسنده: مهرالدین مشید مناظرۀ پیر خردمند و راهرو عیار  مردی شوریده حال…

ترجمه‌ی شعرهایی از استاد "طلعت طاهر"

(به کُردی: تەڵعەت تاهێر) شاعر کُرد زبان توسط #زانا_کوردستانی  اختیار همه‌ی  اعضای…

ترجمه‌ی شعرهایی از استاد "صالح بیچار" (به کُردی: ساڵح بێچار)…

همچون خاشاکی در باد  روزی مرگ، می‌آید و به نزد عزیزانم، می‌بَرَدم  مُبدل…

ترجمه‌ی چند شعر از خانم "#سارا_پشتیوان" توسط #زانا_کوردستانی

هنوز هم از تاریکی می‌ترسم  ولی تو دیگر از ترس‌های من…

 رهبرم

                رفتی به جاودانه ونام تو زنده است در قلبها همیشه مقام…

په کابل کې د علامه عبدالشکور رشاد بابا شلم تلین…

تېره یکشنبه د لیندۍ یا قوس پر ۱۱مه په کابل…

    نیو لیبرالیزم چگونه انسان، انسانیت و ارزش های انسانی و…

سلیمان کبیر نوری امروز، اهرمن نیو لیبرالیزم خونتا یعنی امپریالیزم خون…

طالبان دستخوش بازی های آشکار روسیه و چین و بازی…

نویسنده: مهرالدین مشید سایه ی سنگین دیپلوماسی روسیه و چین و…

اشک سیل آسا 

رفتی و با رفتنت روی غزل بی رنگ شد سکته گی…

«
»

خدايي که امتيازي جهاد؛ دوی پر چا احسان کوي؟

د سلواغې ۲۶ مه له افغانستانه د شوروي سور لښکر د وتلو ورځ ده. له ننه پوره ۲۸ کاله وړاندې د پخواني شوروي اتحاد ځواكونو، چې د ۱۳۵۸ كال د مرغومې په شپږمه پر افغانستان يرغل وكړ بالاخره د ۱۳۶۷ كال د سلواغې په ۲۶ نېټې يې خپله ماته ومنله او له افغانستان څخه ووتل. دا ورځ په افغانستان کې کال په کال د ملي ورځې په نوم لمانځل کيږي. دا هغه ورځ ده چې په کې د سور لښکر امپراطوري ړنګه شوه. دا ورځ پر باطل د حق د بري ورځ ده. خو په دغې ورځ که له يوې خوا تاريخي وياړ عزت ترلاسه کړ؛ اما ډير څه مو له لاسه هم ورکړل. دا ورځ د افغانستان له بربادۍ څخه د خلاصون او د پرمختګ په نوم نشو يادولی.

ځکه جهاد اصلاً د حق يوه سپیڅلې کلمه ده چې د الله جل جلاله د رضا په خاطر ، د هغه د دین د دفاع لپاره ؛ له کفري دښمن څخه د خپل هیواد او ولس د ساتنې په خاطر جنګيدلو او په هر ډول شرایطو کې د حق وینا کولو ته ويل کيږي. په دې معنا چې جهاد د هر شخصي، ګوندي، سمتي او قومي امتیاز لپاره جنګيدلو ته نه ويل کيږی. که یو څوک د شخصي ګټو، خپل شهرت، سیاسي امتیاز، او یا بل کوم هدف لپاره جنګیږي ، د هغه جنک او هلو ځلو ته جهاد نشو ویلای، هغې ته يواځې يواځې امتيازي او د ځان غوښتنې هڅې ويل کيږي. متاسفانه دلته دجهاد ټيکه دارانو د ولس جهاد هير کړی او يواځې خپل ځانونه اصلي مجاهدین او د امتیاز څښتنان بولي. دوی د دغې سپيڅلې اسلامي وجيبې احسان پر ولس او حکومت اچوي او واک او اختیار د ځان خپل روا حق ګڼي.

له دغې ورځې وروسته ولس ته څه ورکړل شول؟

په دې هيڅوک سترګې نشي پټولی چې د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په ۲۶ مه په په ډيرو سختو شرايطو کې ټول افغانان، پښتون ، تاجک، ازبک ، هزاره، ترکمن ، بلوچ، پشه یي ، نورستاني، ایماق، عرب، قرغیز، قزلباش، ګوجر ، براهوي او د دې هيواد د هر ځای او هر قوم اوسیدونکي، د خپلې خاورې او ناموس څخه د دفاع او خپلواکۍ لپاره له ټوپک او کوتک سره سنګر ته لاړل او د هیواد د ژغورلو لپاره یې یو بل ته لاسونه سره ورکړل. ولس په ګډه د خپلې خاورې او ناموس دفاع وکړه ، او په یوه خوله او يو موټي يې د خپلواکۍ بيرغ اوچت کړ.

خو له دغې سترې بريا او وياړ وروسته مو ولس ډير دروند قيمت پرې کړ، له دغې ورځې وروسته د افغانستان د بربادۍ يوه بله ډبره کيښودل شوه. له دغې نېټې وروسته ځينې د جهاد په نوم مست ښاغلي د ولس تر څنګ په خپلو منځونو کې د يو و بل په مريو وغوريدل. له دغې ورځې وروسته د مجاهدينو تر منځ خپلمنځي شخړې شروع شوې چې په نتيجه کې يې په ميلونو شهيدان مو ورکړل، په همدې اندازه ولس مو معلولان او يتيمان شول، په ميلونونو هيوادوال مو په پاکستان، ايران او نورو هيوادونو کې کډوال شول، هيواد مو کنډ و کپر شو، ملي شتمنۍ لوټ شوې، پوځي تجهيزات او تاريخي وياړونه مو پر پاکستان او ايران وپلورل شول. د افغانستان د پوځ الوتکې او ټانکونه د کباړ په شکل په پاکستان وپلورل شول.

خو پوهيږئ ثمره يې چا واخيستله؟

د دغې ورځې ثمره يواځې څو په واک مينو رهبرانو ترلاسه کړه چې له هماغه ورځې تر ننه يې د خپل جهاد احسان پر ولس کړی دی او له حکومته يې هم د جهاد او مقاومت په نوم امتياز ترلاسه کړی دی. د ولس له جهاده يواځې څو په ځان مينو رهبرانو ګټه ترلاسه کړه چې د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې يې جنتي ماڼۍ ځانونو ته جوړې کړې. اوس هم داسې جهادي رهبران شته چې په لسګونو جريبونو ځمکې يې غصب کړي دي، په سلګونو شخصي مليشې لري او د لسګونو مافيايې ډلو سره اړيکې لري. دا سمه ده چې جهاد مو وکړ او د خپل زور او مقاومت په پايله کې مو شوروي سور لښکر مات کړ، خو آيا دا جهاد يواځې رهبرانو کړی، آيا همدوی څو تنو په يواځې ځان د روس لښکر مات کړ، آيا په دغې سترې حماسې کې ولس برخه نه درلوده، په دغې حماسې کې مو ولس شهيدان ورنه کړل، ولس مو خپل د زړه ټوټې د لاسه ورنه کړې؟ البته چې جهاد ولس کړی او ستره قرباني هم ولس ورکړې ده. نو اوس د مهربانۍ له مخې جهادي رهبران خپل جهاد پر ولس نه خرڅوي او ولس دې نور په انحصار کې نه نيسي. پريږدئ چې ستاسې د جهاد بدله خدای درکړي نه دا ولس او حکومت.

لیکنه : خوشحال آصفي