جهنم

مځکه پر سرو وينو لمبېده لې فرېادونه دي
وژني مکروبونه هرې خواته سره اورونه دي
جوړ ئې پر اسمان کړه سور شفق له هر ېو څاڅکي نه
چا قرباني کړي پردې لېاره خپل سرونه دي
څوګ ئې لغمانۍ څوګ ئې اصيل شانته روسۍ بولي
واړه اتلان دي ،دتاريخ چيغې ښودلي دي
هلته کندها ر (قندهار) دغورځنګونو تمدن سره
سرې وينې ئې نثار کړې د امان حرکتونه دي
چا ارزېابي کړي دغېرت دا فولادين بچي
….. دا محرمه راز کې دتاريخ سخت ټکرونه دي
ګورم قربانېو ته ژوندون کې بې مثا له دي
چا نه قطع شوي دي کلې ، چا نه لاسونه دي
دا چې ټول جهان کې وژل کېږي روس_افغان دی
داد چا تېرې ، دچا تادا ، دچا ظلمونه دي
ناز او کرېشمې د امپر ېا ليزم ، ارتجا ع سره
دواړه جانجاني شېر ين دوستا ن سره ملګري دي
تا نور ختموي ای جهنمه ادم خان ښکاري
مټو کې ئې زور دی ، ستا پر لوري سخت ګذار ښکاري
انجنېر ظهورالدين اندېش
ويانا
11.12.2015