زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

جلالتماءب دامریکا۴۵جمهور ریس ډونلډټرمپ !

دنړۍ دستري اوځواکمنې ګدۍ سپیني ماڼۍ ته ستاسودبري اودلانجمنوولس مشری دټاکنوګټل مومبارک شه.
هسې هم تاسواوستاسوپلاردامریکاپه پانګواله ټولنه کې وتلي ملیاردران اودشاهانه دبدبې اوژوند خاوندان واست .دنیویارک په ښارکې آسمان څکي ۷۲ پوړیزه دنګه ټرمپ ماڼۍ ترسپیني ماڼی اوچته ده.اوتاسوبه هرومروپه دغه لوړه ماڼۍ کې دسپیني ماڼۍ داحرازخوبونه لیدلي وي اودادی په نره دې دا ایډیال په بې ساري هیښتیا اوحیرانی ترسره کړ.
موږپخپله افغاني ویاړلي ټولنه کې یومتل لروچې وایې دخوارملا اذان څوک نه اوري.خوخدایږودافغانانوستره پانګه ملي غروردی اوزه هم دغه ټبرته دانتساب ویاړلرم اوځکه مې دزړه خوالې اودزړه ګنډې سپړلوته هڅه کړه.اوپه زغرده وایم چې دخوښی احساس کوم اوهغه داچې:
دسپیني ماڼۍ واکمنوتل دافتخاراوبرې داسینه ډبوله چې ګني په افغانستان کې مودیموکراتیک نظام اوپرمخ تللي دیموکراسي رامنځته اووپنځوله .که څه هم افغان ولس دلرغونوزمانوراهیسي جرګه ییزاوولسي دودیزمنلي اساسات اوغوره ارزښتونه لري خوستاسو اودلویدیزي نړۍ مدرنې دیموکراسۍ ته موهم ښه راغلاست اوهرکلۍ ووایه.لنډه داچې دولس مشرۍ دټاکنولپاره دافغانستان په جګړه ییزاونا امنه هیواد کې دولس مشرۍ انتخابات اوټاکنې پیل شوي .دافغانانوغیورولس د دوښمن د توغندیواودرنووسلوپه لوګیواووژونکوګواښونوکې دهیوادپه ګوټ،ګوټ کې ټول ټاکڼې ترسره کړي .دټاکنوپه بهیرکې زړه بوږنوونکي اودردوونکي تراژیکي پیښې رامنځته شوي .خوهمدغه ټول ټاکنې چې دملي اونړیوالوموظفوټیمونوله خواپه وارو،وارووشمیرل شوي اودهغه په پایله کې ګټونکی اوبایلونکی لکه لمر روښانه وخودڅومسلکي لنډغرواوباشانوپه غورزو،پرزوداټکنې بابیزه وګڼل شوې اودسبوتاژپه پلمه دتوراوباما تورزړی اوګږخولي ځانګړی استازی اوبهرنیوچارووزیرجان کیري راودانګل اوپخپل وساطت اوزورواکۍ یې نه یوازی دیموکراتیکي ټولټاکنې اوپه ټاکنوکې دافغان ولس فعال اورغنده حضورترپښولاندې اودړې،وړې کړبلکې یوه داسې مبتذله اوخاینانه پریکړه یې وکړه چې افغان ولس یې په استهزا ع،غ اودوه سري پاچاهان بولي اوتر ننه د دوی ترمنځ دمنفي رقابتونو،مخالفتونواوزورآزمایې څخه افغان ولس کړیږي. د دیموکراسی تاریخ او افغان ولس به هیڅکله داوباماترسیورې لاندې دجان کیري جوت اوڅرګندعمدي خیانت هیر نه کړي.
یوه بله اهمه اودخوښی خبره داده چې تاسودټولټاکنوپه کمپاین کې په مستنده اوباوري توګه د داعش بنسټپال اوبشریت ضد،زهرجن مرخیړي دمیرمن هیلري اودهغه دټیم پیداوار وبلل.لکه چې څه موده وړاندې دایټالیا دروم په ښار کې یوي اتلې خبریالې په خبري کنفرانس کې دجان کیري کږې خولې ته سوک ورکړاوپه زغرده یې ورته وویل:
چې د داعش منحوسه اوترهګره پروژه تاسو رامنځته کړي تاسواوستاسودګوډاګیوعربي شیخانو له خواتسلیح او تمویلیږي.
تاسوته څرګنده ده چې دافغانستان اوسنی جګړه دامریکا په تا ریخ کې ترټولواوږده جګړه ده چې څه دپاسه درې زره امریکایې سرتیري په کې وژل شوي اوپه زرګونو،زرګونوټپي شوي اوډیری په صعب العلاجه رواني اوسیکالوجیکي ناروغیواخته شوي دي .
د دې لامل پاکستاني وحشي طالبان اوهمدغه داعشي بشریت دوښمنه بنسټګردي چې دپاکستان انسان دوښمنه څارګراوپوځي چارواکي یې ترشا ولاړاودهغودروزلو،پاللولپاره یې په زرګونو،زرګونوروزنځایونه اوترهګرې مدرسې رامنځته کړي اوپه څرګنده یې دافغانستان په سوله غوښتونکوولسونوخونړۍ جګړه تپلي ده اوزموږهیواد یې دوینو په حمام بدل کړی دی. خوله بده مرغه تر پرونه سپیني ماڼۍ دپاکستان منافقواوشیطاني پوځیانوته دنغدي شنوډالرواومدرنونظامي وسلودورکړې لاس ورکړی دی هغه ملیاردي ډالرچې پاکستاني څارګردافغانستان دورانولولپاره ورباندې ځان مرګي وحشیان روزي.
جلالتماءب جمهو ریس!
افغان دولت اوولس دلویې جرګې په هوکړه دافغان /امریکا ترمنځ ستراتیژیک امنیتي تړون لاسلیک کړ.خودامریکا له خواکړي ژمنې دموافقه لیک تش توري دي چې له بده مرغه جګړې لازورواخیست ځیني ولایتونه اوولسوالۍ سقوط اودجګړې په ترځ کې بې وزله ولسونه وژل کیږي اوبیا دامریکایې پوځي عملیاتواوړندوبمباریوسترناورین رامنځته کړی دی .افغان ولس دومره په غوسه شوی چې امنیتي تړون دوستانه تړون ،نه بلکې یوه توطیه بولي.
تاسودامریکا دولس دخوندې کولو لپاره دمکسیکودهیواد په وړاندې داوسپنیز جګ دیوال دجوړولوتکل لری. موږدیوالونه ،نه غواړوخودمنحوسې استعماري کرښې په هغه غاړه کې د داعشي اوطالباني روزنځایونواوپوځي کمپونونړول اوله منځه وړل دافغانستان لپاره دټیکاواوامن لامل بولو.
دامریکا ښاغلی ولس مشر!
دپاکستان دنظامي اوڅارګرې ادارې اوبیلابیلودوښمنانو له خوا دافغانستان په بیلابیلوسیمو کې څه دپاسه ۳۵ میلیونه پرسونل اووسایط ضد ماینونه خښ اوځای په ځای شوي دي .له بده مرغه دښاغلي اوباما په واکمنی کې دامریکا ګانګرس دماینونودشنډولولازم وجوه اولګښت ونه مانه .خودغه پټ دوښمن هره ورځ دمظلوموافغانانوژوند اخلي.هیله ده چې دافغانستان په غرو رغواودکر کیلي په ځمکو کې دتورلنګیوپنجاپیانوبمي کښت،شنډکړای شي.
دافغانستان په جګړه کې هره ورځ ۱۲ میلیونه امریکایې ډالرلګول کیږي .خوافغانان دې پایلې ته رسیدلي دي چې جګړه دحل لاره نه ده که سپینه ماڼۍ دزړه له کومي وغواړي کولای شي چې دافغانانوسوله ییز ارمان ترسره شي اودا موخه په سپیڅلي اورښتیني دوستی رامنځته کیږي نه په درغلی،ټګی،بره ګی اودوه مخي شیطاني سیاست.
دزړه خواله دخپل غمجن اوویرجن هیواد دسمسورتیا اودامریکا دبې شاییبه،بې غرضه اودوستانه مرستوپه هیله په دغه شعري کلام پای ته رسوم.
اوس مې مه ګوره چې نه لرم ډیوه په کور کې….کړي دي ما هم دسپوږمۍ په ځنګانه خوبونه
په درنښت.
بسم الله اکبري
۹/۱۱/۲۰۱۶
هالینډ