شعرهایی از روناک آلتون

بانو "روناک توفیق محمد"  (به کُردی: ڕووناک تۆفیق محمد)، متخلص به…

زندگی بدون محدودیت یا مرگ ...!

مرگ برخلاف دید صوری٬ چون نیستی تام باور موجه نیست.…

طالبان؛ از سرکوب مخالفان تا مهندسی حذف هویت‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید بازگشت طالبان به قدرت در ۱۵ اگست ۲۰۲۱…

فراتر از فروپاشی؛ چگونه ملت‌ها پیش از شکست نظامی، شکست…

Wahidullah Noorzai Former Senior ANCOP/ANP Officer | Field Strategist | Military…

انسان و نیروهای سازندهٔ تمدن( بخش اول)

«انسان معمار روشنایی در دل تاریکیِ جهان» تهیه و تدوین :…

 دشمنی با فارسی؛ بازتاب سیاست زبانی برتری‌جویانه طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید فارسی‌ستیزی؛ چهره پنهان سیاست زبانی طالبان برای بررسی  دقیق…

نسل‌کشی هزاره‌ها یک پروژه چندوجهی بود که ریشه در سیاست‌های…

افغانستان سرزمینی نیست مانند روسیه و یا هند که بزرگ‌تر…

اگزیستنسیالیسم؛ آزادیاست، یا ترس و مرگ؟

Existenzphilosophie. آرام بختیاری فلسفه وجودی انسان؛ آزادی بورژوایی، یا رهایی جامعه؟ آیا انحلال…

۱۱ سپتامبر جهان را تغییر داد؛ زندگی من را نیز…

از صبحی که آمریکا را تغییر داد تا میدان‌های افغانستان؛…

د سیاسي فعالیت لپاره د ایډیا او رهبر جوړول

نور محمد غفوری (هیله من یم چې دا لیکنه د سیاست…

پروفیسور استاد نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد نصیب الله سیماب سره چې د…

کتاب راز هستی

رسول پویان به زندانی که دل دربند آن زنجیر و برپا…

 اسلام سیاسی؛ از اصلاح دینی تا ایدئولوژی قدرت

 نویسنده: مهرالدین مشید اسلام سیاسی یکی از مهم‌ترین پدیده‌های فکری و…

روزهای آخر امین؛ روایت ناگفته از ورود شوروی و تغییر…

https://www.youtube.com/watch?v=K0xOd1gPFV0 تاریخ معاصر افغانستان؛ روزهای آخر حکومت حفیظ‌الله امین. روزهایی که…

وقتی عقل به راز و نیاز رسید

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

شورا در اسلام!

مقدمه  شورا ومشاوره واژه عربی است به معنی ابراز رای ،…

آئوزوف نویسنده‌ی شوروی و قزاقستان

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده . روسلان سمیاشکین  ،فرزانه‌ای از شرق و…

۲۰۲۱؛ افغانستان چگونه به نقطه عطف شکست غرب تبدیل شد؟

سقوط یک نظام، پایان یک جنگ یا آغاز یک نظم…

 از بیست سال جمهوریت قلابی تا پنج سال امارت استبدادی…

 نویسنده: مهرالدین مشید مردم افغانستان پس از سرنگونی دور نخست حاکمیت…

 اقلیت های کامران، طردشدگان گناهکار؛ و دفاع میشل فوکو.

Michel Foucault (1926- 1984 ) آرام بختیاری فلسفه فوکو؛ ضرورت انحلال زندان…

«
»

جلالتمآب ولس مشراوباما!

په افغاني درنه دود مولاس څنډم اوورسره جوخت دتیرې جمعې په ورځ دکوالآلمپورپه پوهنتون کې دځوانورهبرانوسره ستاسودلیدنې اوویناپه اړه غواړم درسره دزړه خواله وکړم.

دویناپه مهال تاسو دځوانانوپوښتنې ته دځواب په ترځ کې وویل: (چې له ټولوځوانانوداغوښتنه لرم چې ماته دسپین ږیري خطاب ونه کړي ځکه زه خپل ویښته نه رنګوم همداسې مې پرې ایښي دي چې طبیعي ښکاره شي دنړۍ ډیری مشران خپل ویښتان رنګوي اوزه یې نومونه نه اخلم خودهغوی سلمان/ناییان پوهیږي چې دوی خپل ویښته رنګوي).

دامریکا په متحده ایالاتودټول ټاکنوپه کمپاین کې دسرویښتان هم ارزښت لري لکه چې دجمهوریت غوښتونکي کاندید ډونالډټرامپ دخبرودکمپاین په مهال یوه میرمن راوبلله چې دنوموړي ویښته وګوري چې اصلي دي. ټرامپ پخپل سیال هیلیري کلنټن تورلګولی چې ویښته یې اصلي نه دي خومیرمن کلینټن وایې زما ویښته اصلي دي اوغواړي دامریکایې ولس سره ژمنه وکړي چې تاسې به ونه ګوری چې زما ویښته سپین شویدي ویښته مې اصلي دي خورنګ یې اصلي نه دی.

ښاغلی جمهور ریس اوباما!

تاسودخپلوتورواوسپینو ویښتانوپه اندیښنه کې لاهویاست غواړم دافغان دغمیدلي،جګړې اوناورین ځپلي ولس دټپي،ټپي زړونوسوي کړیکه په ولسي فولکلوریکه لنډۍ کې درته انځورکړم.

سترګې دې زړه ته رانیږدې کړه         چې په کې وویني دسرووینوډنډونه

هو!دافغانستان دویرجنې اوږدې غمیزي له لاسه دافغانانوزړونه اوځیګرونه له وینو ډک دي تاسواوس ۵۴ کلن یاست خو په افغانستان تنکي ځوانان سپین ږیري شوي اودجګړه یېزناتار له کبله زموږدځوانانواوپیغلو څیرې عمرخوړلي اولکه دخزان ګلونه زموللي اوسوي ښکاري اوزموږپه هیواد کې له بده مرغه دریغه،دریغه دبوډاګانوپه پرتله دځوانانوپه وینولژند جنازې خاوروته رواني دي اودځمکې په کره کې دکلونو،کلونوراهیسي یوکړیدلی اوزوریدلی ولس یو.

زموږولسونوشپه اوورځ دنیاومن اوځواکمن رب دربارته لاسونه لپه نیولي څوپه هیواد کی یې دجنګ جګړي توره اوناولي کمپله ټوله اویوبریمن،جسور،وطنپال اوافغانپال لارښوداورښتینی زعامت ورپه برخه کړې ځکه ستراونومیالي شخصیتونه دخپل سالم تدبیراوزړه ورې مبارزې سره کولای شي دولسونو برخلیک بدل اودرښتیني نیکمرغۍ په لوریې وهڅوي تاسوته په ماضي کې دخپلوپلرونواونیکونوناپایه ستونزي،ناخوالې اوزړه بوږنوونکي نابرابری څرګندي دي خودامریکا په لویه وچه کې داسې یوستراوزړه وراتل مبارز پیدا شوچې دنژادي توپیراواپارتاید کرغیړن سیاست ته یې په زغرده اومیړانه دپای ټکی کیښود هغه د درنښت لوی اونامتو شخصیت مارتین لوتر کینګ وچې دهغه دبریالی اواتلې مبارزې په پایله کې ترټولو غوره بیلګه تاسو یاست چې دامریکا دلوی اوګریت پاورځواک دولس مشر په ګدۍ ناست یاست اودامریکا په تاریخ کې ستاسوزعامت دعطف دټکي په توګه تلپاتې ثبت شوکنه دهغه سترمیړه له مبارزې پرته به تاسوبښنه غواړم په کینیا کې دخپلې غاښ وتلي بوډۍ اناسره چې څه موده وړاندې موورسره ملاقات وشو په څنګ کې ناست واست خو تاسودامریکا دلوی ولس په ننګه اوپلوی په ډیموکراتیکواوآزادوټاکنوکې دوه ځلې دولس مشری افتخارپه نره وګاټه له دغه لنډه کي تمهید اویادونې څخه ستاسو پام دافغانستان دڅلویښت کلن ناورین اوخونړي ناتار ته دپای ټکي ایښودلوپه موخه راګرځوم ځکه ځینو افغانانو ستاسو له نوم څخه یونیک اومثبت تعبیر اخیستی وهغه داچې ستاسو نوم اوبامادی افغانانوهسې انګیرله چې او،با،ما،است یانې هغه له موږسره دی اوستاسونوم که سرچپه شي نوله هغه څخه ما،با،او،هستیم موږله هغه سره یوهمدا لامل و چې دوخت افغان ولس مشرپه زغرده نارې وهلې چې په افغانستان کې دسولې کونجي دامریکا سره ده اودبانجاني نوکرایمان افغانانوته ښه معلوم دی زیات دی سر نه په دردوم خودملا نصرالدین چې زموږپه ختیځوولسونوکې خورامشهور دی دیوي کیسې یاداړین بولم .

ملانصرالدین یوخردخرڅلاولپاره دسوداګری بازارته بیولی واوله دلاله یې وغوښتل چې هغه ورته خرڅ کړي په همدې موخه یې خر په منډه یې کې ودراوه خره هرې خواته دلغتوپه وهلوپیل وکړ څوک په محکمه لغته وهي اوڅوک په خپلو غاښونوداړي.

څوک یې لاپه څنګ کې هم نه پریښودل.دلال ملاته وویل په دغوشیطاني عادتونو،لغتومغتواوپه غاښوداړلودې خرپه یوه پیسه هم نه ارزي داسې خر هیڅ خریدارنه لري ملانصرالدین په ځواب کې ورته وویل خر مې ښه پیژندلی دی خوزما موخه داوه چې خلک اودنیاوال په دې خبراووپوهوم چې ماته داسې یوخر راغاړې دی اودهغه سره په څومره ستروجنجالونوژوند تیروم.

دملانصرالدین دخره په څیرموږافغانانوته په چم ګاونډ کې دپاکستان په نوم د درغلیو،شیطانیودرنګارنګ توطیونه ډک دولت اودوه مخې منافق څارګر راغاړې دي چې دافغانستان دورانولواوبې وسه کولوپرته بله کومه انساني تګلاره نه لري اودغه محیل شیطان په چل ول اوفریب کې په مودو،مودودسپیني ماڼۍچارواکې تیرایستلي اودخونړیوبنسټپالواووحشي ترهګروپه روزلواوتسلیح کولویې زموږپه هیوادکې خونړی اوافغان وژنې جګړه جاري ساتلي ده.

ښاغلی ولس مشر!

دسپټمبر دیوولسمې خونړۍ تراژیدی وروسته دامریکا دوخت ولس مشربوش په لاس پر افغانستان تپل شوي اوپیل شوي جګړه چې دامریکا په تاریخ کې اوږده جګړه بلل شوي ستاسودلس کلن زعامت اومشرتابه ټوله دوره احتواکوي په بله وینا تاسودامریکا هغه جمهور ریس یاست چې دعراق،سوریې،لیبیا اودافغا نستان خونړی جګړې چې اوس د داعش خونړی توره بلاهم په ښکیل اوبوخته ده دروسیې اوایراني اخوندانوپه نظامې حضورلاخطرناک نوي اړخونه پیدا کړي اوستاسوسره دافغانستان دولس مشراودولتي چارواکودستراتیژیک اوامنیتي تړون دلاسلیک سره سره دهیواد په د ننه کې دوسله والوطالبانو،داعش اوپاکستاني څارګروکړیوخونړیوجګړواوڅرګندولاسوهنوزور اخیستی اوچارواکي دڅرګندې ناچاری له کبله اړشوې څودافغان وسله وال پوځ دهوایې اوځمکني درنه مدرن تخنیک لپاره هندوستان،چین اوروسیې ته دمرستې لاس وغزوي په داسې حال کې چې پاکستان چې دکوم بهرني ګواښ سره مخامخ نه دی دامریکا له دمیلیاردي ډالرودمرستې سربیره  په هوایې مدرن ځواک اواف ۱۶ سمبالیږي تاریخ به دامریکا اوافغانستان په اړیکواوروانه دیپلوماسی څه قضاوت وکړي ستاسودزعامت دوره هم په ختمیدوده خوافغانان به دوران ،ویجاړهیواد پرته ستاسوکومه تاریخي ډالۍ په یاد کې وساتي دشیخ سعدي شیرازي علیه رحمه په هغه شعرچې تاسو هم دنوي کال په مناسبت زمزمه کړی اودملګروملتودماڼۍ په دروازه منقوراوکښل شوی ستاسوپام راګرځوم.

بنــی آدم اعضای یکدیګـرند         که در افرینش زیک ګوهـرند

چوعضوی به دردآوردروزګار           دیګرعضوهارانه ماند قرار

تـوکزمحنت دیګران بی غــمی         نه شاید که نامت نهدآدمــی

بسم ا لله اکبري

۲۲/۱۱/۲۰۱۵