زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

ترڅو امریکا او نور غربی هیوادونه په افغانستان کې وي صلحه ناممکنه ده

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د سپتامبر ۲۲مه ۲۰۱۶کال 

 

د افغانستان خلک او خاوره په مسمومو شیانو ککړ شوی دی ،هغه مسموم شیان کوم دی ؟؟؟ (( افراطي دین او مذهب  دین او مذهب – بیسیوادی – بیکاری – فقر – لوږه – بی اتفاقی – تفرقه قومی ، لسانی ، سمتی ، ملیتی ، زبانی – رشوت – چور – غلا – تهدید – زور زیاتۍ – یوبل نه منل – قاچاق مواد مخدر – قاچاق سلاح – ډبل بازی کردن – د پاکستان ، ایران او عربانو خاصتا غرب مستقیمه مداخله او دهغوی نوکری – په مخدره توکه معتادیدل – هر یو باید ځان دغیر مشروع لاری ملیونر کړی – د روحانیت ، توپک مارو مسلح غیرمسولو کسانوشتون او زور زیاتۍ  – د تنظیمو او اسلامی احزابو تر منځ بد بینی او مسابقه او ډیر نور تاسې ورباندی علاوه کړۍ))  ،  هر وخت چې زموږ خاوره بیرته د مسمومیت نه ووتله او د پورتنیو مسموم کننده شیانو نه پاکه شوه ، البتهړ چې دا پروسه ۳۰ کاله وخت نیسي ، په خاطر ددې چې دغه نني داړه ماران ، توپک سالاران ، زورواکان ، بچه بازان ، دین فروشان ، وطن او خاوره خرڅونکي ، د امریکا په زنجیرو تړلي نوکران او مزدوران او د پاکستان او ایران سره هم غږې پشتانه او دری زبانان به ډیر کلونه نور ژوندي وی او هیله ده چې په دیرشو کالو کی به په خپل مرګ یا مرګ مفاجات ووژل شی ، نو هغه وخت به لږ د اسمان څځه تورې او دودګنې وریځي ورکی شی ؟؟؟ نوهغه وخت به نوۍ نسل را پیداکیژي چې لږ به مسموم وی او بیا به د آزادۍ او استقلال په فکر کې کیژي او د افغانستان د ملی وحدت او یو والی خبری اتری به پیل کوی ، خو تر هغو ۳۰ کاله نور زه درته ضمانت کوم چې جنګ او جدل ، انتحاری – بم ایښودل – ورانی – تخریب – ورور وژنه – بد بیني – تنفر – تفرقه اچونه – زور زیاتۍ – قاچاقبری – کډنپ کاری – دښځواذ یت او ازار – بیسیوادی – بیکاری – فقر او مریضی – بیوطنی – محاجرت – بې کوری او اداری فساد او رشوت به همیشه په همدی ډول دوام مومی ځکه مرحله وار ، دم به دم چې ورته وایی ، وار په وار په نوبت نوې اپراتیفی بازۍ زموږ په ویرجن ، غمجن ، وران او ویجار هیواد او خلکو د نړیوال نیوکلونیالستی غربی هیوادو له خوانه په افغانستان کې په پسونو( ګوسفندانو )  عملی کیژي ، او دلیل ېې دادی چې دخلکو عقیده ده چې (( هر څه د خدای له طرفه دی )) او د پخوا په شان بیرته ملامتی د خدای په اوږو ملان او روحانینو ور اچوی ، توجه وکړۍ ( دیوه سره خلکو احساس ، روحیه ، عقل ، منطق ، وجدان ، ضمیر ، د لاسه ورکړي او اکثریت وایی ډیر ښه کار وشو چې حکمتیار ددولت سره موافقت نامه د صلحی امضا کړه ، بیا نور وایی چې حکمتیار یو خراب انسان ، یو راکت باز و یو قاتل ، یو نوکر د آی اس آی ، یو مزدور د ایران او یو ګیدړ ماننده چال باز انسان دی ؟؟؟؟؟؟

سوال دادی چې ؟؟ تول او ترازو ، حقایق او رشتیا  به کوم دنر زوی څه وخت وایی ؟؟؟؟، که وایاست چې یو خراب اوپه عامیانه اصطلاح چی وایی حکمتیار او ډله ېې ( چهاره يي به شرعی ) ګویا په پنځه مذهبه کافر دی ؟؟؟ نو دلته بیا تول او ترازو درست نه دی شوی او حقایق کتمان شوی ؟؟؟، وایی ( خودرا به کوچه حسن چپ زدی ) تاسې وینۍ چې ددولت ټول ارګانونه او دیوه سره مامورین او کارمندان د مجاهدینو د اسلامی ۱۵ګونه تنظیمو غړی او عضویت لرونکی کسان دی او وو ،مخصوصا د پنجشیر قواله لرونکي ، کوم یو ېې بیطرفه او پاک انسان دی ، دکوم یوه لستوني او کالی او منګولې د خلکو په وینو ککړې نه دی ، کوم یوه په لسهاوو بیګناه انسانان نه دي وژلي یوه لحظه زما سوال ته ځواب ووایاست چې هغه د حفیظالله امین د ۵۰۰۰ نفرو دوژلکیدو لست په هره ورځ پاڼه او دیوالو نصب شوو ، خو د کابل په درۍ ورځني جنګ کی چې د احمد شاه مسعود – داکتر ډبل عبدالله په قومانده او فرمان دکابل شهر وسوزیدو ، کابل اور واخیست ، ۶۰۰۰۰نفره ووژل شول – ۲۴۰۰۰۰ نور کابلیان محاجر شول او کورونه ېې مرمی باران او چور شول ولي یو بیوجدانه دغه جنګ نه یادوی  ؟؟ او د جنګلک – دارالامان دقصرو نه ېې تخریبات نن هم ووینۍ ، کوم یوه ېې چور او رشوت نه دی خوړلۍ ، کوم یو ېې غدار او قاتل نه وو ، کوم یو ېې په غلاوو ، قاچاق او ترافیکنګ د مواددمخدرو کی شریک یا لاس نه لرلو ، کوم یو ویلای شی چې د ( آی اس آی ) یا پاکستان یا سپاه پاسداران ایران مزدوران او نوکران نه وو ؟؟؟ وقتې چې ټول د یوې سیکی دوه مخونه یاست نو هغه وخت په یو او بل ټاپه مه وهۍ لکه چی یو هندو بل ته وایی ( پیر دغیمه ) ،دغه د حکومت مشران دیوه سره ناری نه وهی چی موږ مجاهدین یو ، موږ مجاهدین وو ، موږ جهاد کړۍ ؟؟ ددې، د سرخوړلیو نه  چا سوال وکړو چې جهاد مو د چا په مقابل کی کړی او د څه له پاره ؟؟ معلوم داره خبره وه چې جهاد مو د ځانو په خاطر چې مقامونه او حکومتی واکی تر لاسه کړی او بیا ځانونه ملیونران او ملیاردران کړی وکړو ، دوی دیوه سره مسلمان سربازان او افسران یعنی دحزب دیموکراتیک ګوندیان وژل ددوی کورونه او دژوند هرڅه ېې لوټول او لاری او مکتبونه ېې ورانول یعنې خپل خلک او وطن ېې بی ستره کړی وو او دی او نن هم ادامه ورکوی ، اوس چې حکمتیار را ځي او دده سربه کف خلک را ځي دا واری تر لسو کالو ددوی نوبت دی چې ځانونه د نورو تنظیمو د افرادو په شان ملیونران او سرمایه داران کړی ، مشران به ېې ځانونه د مقام او چوکیو خاوندان کړی او قوماندانان به ېې هر چیري د نورو غونته چور او رشوت ته ادامه ورکړی ، که وایاست چې دوی دا کار نه کوی نو لطفا راته ووایاست چې د (ارغندیوال – عمرداود زی – کریم خرم – فاروق وردک – غیاث وردک ) او ډیرو نورو سره ېې پلویانو ځانونه ملیونران نه کړل ، رشوتونه ېې ونه خوړل ، شرکتونه او بلندمنزلونه ېې نه ویني ، قصرونه او ارګاه او بارګاه نه لری د پلار او مور دجهاد نه مخکې ژوند ېې وګورۍ بیا نن ورته فرق قایل شۍ ؟؟، په دی اساس دا یوه ډیره محرمانه شیطانی بازی د پاکستان او امریکا وه چې پرون ېې حکمتیار ته ویلی وو په اپوزیسیون کی پاته شه او جنګ ته ادامه ورکړه موږ به د په تور لست کی هم ونیسو خفه کیږه مه څوک د وژنی نه ؟؟ معاشونه او د کورو خرڅ به اتومات بانک ته درځي ، بمبارۍ به نه درباندی کیژي ، دکرزی او اشرف غنی دولت وهه ،بمباردوه  ،په بمو ېې آلوزوه ،  نن ورته وایی راشه چې یو څو کاله د ننه په دولت کی نوی جنجالونه او نوی کارنامی را میدان ته کړی تر څو بیا موږ د حکومت وحشت ملی غونته یو بل ډول حکومت د افغانستان په خلکو وتپو ، غربیان وجدان نه لری ووینۍ یوګوسلاویا ېې تقسیم او ترکه کړه او داسې ېې بمبارد کړه چې نور ېې د مقاومت امکانات نه وو ، او فورا ېې میلوسوویچ او کاراجیویچ د هاګ محکمی ته حواله کړل بیا ېې هلته ووژل ، خو په افغانستان کې دوی یو د مجاهد رهبر او قوماندان محاکمه نه کړو ، نو بیا د غرب د حقوق بشر او هیومانیزم نوم نه اخلی ؟؟؟  وروسته له څو کالو به بیا د طالبانو دور شروع شی او طالبان به د حکومت سره یو ځای کیژی او بیا به طالبانو ته یو تعداد مقامونه او چوکۍ ورکوی ؟؟ البته دیو تعداد کسانو نه چې جمیعت نامی او هزاره ګان به وی مقامونه اخلی اویوتعداد ته به د تقاعد فرمان صادروی تر څو طالبان تقرر حاصل کړی ،نو بیا به طالبان د خپلو ماسیکر شویو طالبانو انتقام د ( شمال تلوالی نه اخلی ) او دوی دغه سقات خواره به داواری ځانونه ملیونران کوی او نوره به دشمنی دننه په حکومت او هیواد کی را منځ ته کیژي ، نو بیا به یوه ډله جمیعت یان او د نورو تنظیمو کسان بیکاره کیژی او بیرته به خپله کته یا ( پالان بدلوی ) او دداعش سره به یو خای کیژی او ددوی په ذریعه به بیا غربیان څوکاله تیروی ، بیا به بله مرحله را رسیژی او په دغو مرحله کی به حقانی را میدان ته کوی او دهغو نفر به بیا په نویو مقامو او چوکیو کیني ، دلته به د جمیعت او نورو تنظیمو یو تعداد کسان چی هر څه ېې پوره کړی او نور نه مقام او نه حکومت ته ضرورت لری بیا به د خپلو سرمایو سره چې هر چیری ېې غونډ ی کړی هلته خارجی هیوادو ته د پاتی عمر د تیریدو په خاطر عشق او ساعتیری ته روانیژی او خپلو همیشنیو تحریکاتو او تفرقه اچونی ته به ادامه ورکوی ؟؟؟ غرب هر څه د سترنج د تختی په شان او ډیر مخکی له مخکی سنجولی دی او کرار کرار ېې د خپلو منافع په نظر کی نیولوسره په خاطر جمعۍ په افغانستان کی تطبیقوی ، ټول دیوه سره اپراتیفی بازۍ دی ، که نه نو امریکا ته د ( ملاعمر – حکمتیار – حقانی ملامنصور – او نورو هغو کسانو چې ورسره مخالفت وښيي په یوه ساعت او یوه دقیقه کی وژلۍ شي ( بن لادن او ملا عمر او ملا منصور او ضیاولحق ) ېې و نه وژل ، امریکا ته د مخالفینو پټ ځایونه ، پیسې او کورنی ټول معلوم وو او دی او هر وخت چی وغواړی هغوی له منځه وړلای شی ، خو دوی دغه کارونه عاجل لکه څنګه چی زموږ دخلکو ارزو او تقاضا ده دوی دغه کار نه کوی ، دوی بیړه نه کوی او ډیر وخت لری ، دوی ډیر فرصت لری ، دوی ډیر محرم ستراتیژيک اهداف لری چی د روسانو – چین په وړاندې ېې عملی کړی ، امریکا او غربی هیوادونه سیاستمداران او ډیر با تجربه کهنه کار دیپلوماتان لری او ورته ېې لوړ مقامونه خارج له بسته تعین کړی او ډیر لوړ معاشونه ورکوی ، داسې نه ده لکه چې زموږ ( د ع او غ ) له خوانه وطن پرستانو – متخصیصینو او تحصیلکرده ګانو ته لکه ما غونته کسانو ته ځای نشته چې موږ وطن ګل ګلزار کړو ؟؟؟؟؟؟