چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

«
»

بل ته مسلې کوم خپله پرې حملې کوم

د قانون ساتونکي او جوړونکي قانون ماتوي

په داسې حال کې چې د ملي يووالي حکومت بنسټ د اساسي قانون خلاف ايښودل شوی ؛ تيره ورځ په ارګ کې د اساسي قانون اونۍ ولمانځل شوه. ولسمشر غني په دغه لمانځغونډه کې وويل په هېواد کې د اساسي قانون عملي کولو ته ژمن دی او په دې برخه کې به هڅه کوي. نوموړي زياته کړه، افغانان به هله سوکاله او آرامه ژوند ولري چې اساسي قانون او نور قوانین په عادلانه او شفافه توګه په هېواد کې تطبیق شي. ده همدا راز وړاندیز وکړ چې د اساسي قانون په نامه دې حکومتي مډال جوړ شي او هغو کسانو ته به ورکړل شي چې د اساسي قانون د ښه تطیبق په برخه کې یې هڅې کړې وي. غني ومنله چې د اساسي قانون د پلي کېدو په برخه کې ستونزې شته دي خو په وینا یې علت یې هغه بحراني حالت دی چې دوی ته په میراث پاتې و. د هغه په وینا د قوانینو د تطیبق لپاره پراخ پلانونه لري.

دا لومړی ځل نه دی چې د ولسمشر غني او اجرايه رييس عبدالله په ګډون لوړپوړي حکومتي چارواکي د اساسي قانون د تطبيق او او عملي کيدو ژمنه کوي بلکې له دې وړاندې په ځلونو د هيواد قانون جوړونکو (ملي شورا) غړو هم په خپلو غونډو کې پر ځان او پر ولس د اساسي قانون د تطبيق ټټر ډبولی دی. خو بل لور ته په افغانستان کې د اساسي قانون د عملي کيدو د کچي معلومولو په اړه څيړنه وايې چې په اساسي قانون کې یواځې دغه ماده چې وايي، کابل د هېواد پلازمینه ده، د چا له خوا نه ده نقض شوې. کابو اووه مياشتې وړاندې د آزاد افغانستان په نوم بنسټ د دوی لخوا ترسره شوې څيړنې پر بنسټ ويلي و «د قانون ټولې ۱۶۲ مادې نقض شوې دي، يوازې يوه ماده چې د هېڅ ارګان له لوري نه ده نقض شوې هغه د اساي قانون ۲۱مه ماده چې ښيي کابل د افغانستان پلازمېنه ده.»

اوس اساسي پوښتنه دا پيدا کيږي چې په داسې حال کې چې ولسمشر، اجرايه رييس، د ملي شورا غړي او ټول حکومتي چارواکي د اساسي قانون د تطبيق پلوي دي نو بيا اساسي قانون چا مات کړی دی؟ آيا د ازاد افغانستان په نوم بنسټ لخوا ترسره شوې څيړنه دروغ وايې؟ آیا اساسي قانون د سياسيونو په انحصار ګې راګير ولس مات کړی دی؟

خبره روښانه ده، د هغه متل په مصداق چې «بل ته مسلې کوم او خپله پرې حملې کوم» د هيواد اساسي قانون تر ټولو زيات په خپله قانون جوړونکو، قانون ساتونکو او ډيری دولتي چارواکو تر پښو لاندې کړی دی. ولسي جرګه چې پخپله د قانون جوړوونکې قوه ده؛ د اساسي قانون خلاف خپل کار ته دوام ورکوي. همداراز د ملي يووالي حکومت مشرانو او لوړپوړو چارواکو لخوا د اساسي قانون د ماتونې ډيرې بيلګې شته چې ليکل به يې د قلم رنګ خلاص کړي. په ټوله کې ويلای شو چې د اساسي قانون  څخه سړغړوونکي په خپله دولتي چارواکي دي چې د خپلو شخصي ګټو لپاره قانون تر پښو لاندې کوي او په هېواد کې د روان اداري فساد، ناامنۍ او بې عدالتۍ  سربیره د ګڼو نورو ناخوالو لوی لامل هم د مشرانو لخوا د قانون نه پلي کیدل دي.

پرته له شکه چې د افغانستان اساسي قانون د سيمې يو غوره قانون دى، د دغه قانون په تسويد کې له نړيوالو تجربو کار اخيستل شوى، د هېواد مشهورو ، مجربو کسانو او حقوق دانانو په کې رول لوبولى دى. دا د ټول ولس يوه ملي وثيقه ده او پلي کول، منل، ساتل يې پر حکومت او دولت سربېره، د افغانستان د ټولو خلکو حق او مسولیت دی. دا قانون په رښتوني معنا پلي کيدل غواړي او پلي کيدل يې په دې نه کيږي چې اجرايه قوه يې په ارګ کې، مقننه قوه يې په ملي شورا کې او قضايه قوه يې په خپل چاپيريال کې د لمانځنې نمايشې غونډې وکړي. قانون بايد په عمل کې پلی شي نه دا چې د پلي کولو لپاره يې لکه د ټاکنيزو کمپاينو په څير غولونکې ژمنې وشي. ولس، حکومت او دولت ټول د اساسي قانون په پلي کولو کې يو شان ونډه لري.

لیکنه : خوشحال آصفي