بلنلیک

د بهرنيو اډو سره د مخالفت او ملي يووالي جبهې مطبوعاتي کنفرانس
د شمال د نا امنیو اړوند
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
ډیر محترم او قدرمن مشره ! د بهرنيو اډو سره د مخالفت او ملي يووالي جبهې پتيلې ده چې د روان کال د تلې میاشتي پر ۱۶ مه ( ۸ اکټوبر ۲۰۱۵) د هيواد د وروستیو حالاتو په ځانګړي ډول د شمالي ولایتونو اړوند مطبوعاتي کنفرانس ولري، چې لاندي مسايل به په مطبوعاني کانفرانس کې ویل کیږي
د هیواد وروستۍ ناامني او په ځانګړي ډول په شمالي ولایتونو کې د ناامني لاملونه
جګړه ولي ورځ تر بلې زور اخلي
ژبني او قومي تعصبونو ته ولي لمن وهل کيږي، او
په هیواد کې د اوسني سیاست حالت ارزونه
له تاسي ښاغلي څخه په ډیر درنښت هيله لرو چې په ياد مطبوعاتي کنفرانس کې په خپل ګډون سره دغه کنفرانس او د کنفرانس جوړونکو ته وياړ وبخښئ
وخت: سهار مهال ۱۰:۰۰ بجې
نيټه : ۱۶ میزان ۱۳۹۴ / ۸ اکټوبر ۲۰۱۵
ځای: پنځه ناحيه، خوشال خان مېنه، د سیلو ودانۍ لويدیځ لورته، پکتيکاوال پلازه، د ویس قرن مسجد کوڅه، د جبهي دفتر
د اړیکو شمیره: ۰۷۹۹۱۸۹۲۹۳