“امريکا تېروتنه کوي”

ملاعبدالسلام ضعيف

په 1988 ز.کال کله چې شوروي اتحاد پرېکړه وکړه چې له افغانستانه وځي هغه وخت کې 6+2 (شپږ ګاونډي او دوه امريکا او شوروي اتحاد) هېوادونه په ژينو کې سره را غونډ سول او د افغانستان په مورد يې له شورويانو اعتراف واخيست او يو مهالویش يې اعلان کړ چې ووځي، خو په هغو خبرو کې نه افغانستان په نظر کې ونيول سو، نه د افغانستان ابادي او نه د افغانستان راتلونکي ته پام وسو.

پايله دا سوه چې د جنګ مخه ونه نيول سوه؛ بلکې کورنی جنګ پيل سو او افغانستان پکې تباه سو چې تر اوسه يې موږ ناوړه اغیز او نتیجه وينو.

اوس هم امريکايان په ورته شکل غواړي په افغانستان کې هماغه تېروتنه تکرار کړي، دوی غواړي چې ګاونډي او هغه هېوادونه چې د 1988 ز. کال په قضيه کې دخيل ول، هغوی بيا دخيل کړي او د افغانستان په سرنوشت کې هغوی ته هم ونډه ورکړي.

خو دغه ډول سیاسي معادله چې يو ځل ترسره سوې ده بيا تکرار يې نه ممکن دی، نه ګټه رسوي او نه د افغانستان موضوع حل کولای سي.

په دا اوس نژدو کې چې امريکا له طالبانو سره د سولي خبرې پيل کړي ، درې تېروتنې یې وکړې:

لومړی: د ابوظبۍ غونډه کې يې نور هېوادونه د افغانستان په سرنوشت کې را شريک کړل، چې دا د طالبانو لپاره هم يوه اشتباه وه چې بايد په همدې بسنه وکړي او بيا دا ډول اشتباه تکرار نه سي، او که په دې لاره کې پر دوی هر څومره فشارونه راځي د لوی هدف ته د رسېدو په خاطر دې وزغمي.

دوېم: د دغه مجلس اجنډا چې له مخکې نه په ډيسمبر مياشت کې په قطر کې موافقه ورباندې سوې وه چې د امريکايانو د وتلو مهالوېش او اوربند خبره به څېړل کېږي، له هغې اجنډا څخه امريکايان بلې خواته ولاړل او د افغان حکومت د ګډون او نور موضوعات يې ور شامل کړل.

درېیم: دوی دا تېر اوولس کاله په افغانستان کې جنګ کړی دی، پر طالبانو يې هيڅ نوعه رحم نه دی کړی، د زور، فشار، بندي کولو او د توهين هرڅه يې وکارول آن تر فتواوو پورې؛ خو دا هرڅه يې بې نتيجې ول، اوس خليلزاد چې دنده يې سوله راوستل دي، غواړي بېرته هماغه مسير تعقيب کړی چې اوولس کاله يې تجربه کړی دی او هيڅ نتيجه يې نه ده ورکړې، غواړي د فشار په مټ طالبان يو څه ته راولي، چې دا کار د سولې لپاره د دوی په نيت کې شکونه را پيدا کوي، د څو عواملو له امله دا کار ګټه نه لري:

لومړی: د افغانستان په سرنوشت کې د نورو هېوادونو دخيل کول ناکامه طريقه ده؛ ځکه چې د افغانستان موقف دومره قوي نه دی چې د دغو هېوادونو رقابت ته په پام سره خپلې ګټې خوندي کړي؛ بلکې د هغوی د ګټو او اهدافو ښکار کېږي.

دوېم: طالبان او په مجموع کې ټول افغانان د هغه څه تکرارېدل نه غواړي چې په 1988 ز. کال کې وسول.

درېيم: دا کار د طالبانو ترمنځ مشکلات پيدا کوي او طالبانو ته د خپل صف اتحاد او اتفاق ترټولو مهم دی.

څلورم: که په دې پروسه کې د سيمې ځينې هېوادونه دخيل کړل سي، ځينې نور هېوادونه له هغو سره حساسيت پيدا کوي؛ نو مجبور دي چې بيا هغوی هم دخيل کړي، او که ځينې ګاونډيان را دخيلوي بيا مجبوره دي چې ټول ګاونډيان را دخيل کړي، د ټولو هېوادنو په را دخيل کولو کې بيا د افغانستان مقام کمزوری دی او بيا ستونزه د افغانانو له لاسه وځي او نورو لاسونو ته لوېږي.

امریکا د طالبانو مقابل کې ډول ډول فشارونه کارولي او کاروي یې، همدا اوس د نورو فشارونو تر څنګ؛ انتخابات د امریکا یوه بله پر طالبانو د فشار وسیله ده چې دوی یې کاروي، تبلیغات ورته کوي چې انتخابات کیږي او دادی نوملېکنه هم ورته وشوه.

فکر کیږي لکه پخوا چې طالبان د امریکا هر ډول فشارونو ته کلک دریدلي دي، له دي وروسته به هم طالبان د امریکا د فشار هرې طریقې ته کلکه اوږه ورکړي، او په کومه برخه کې به د امریکا فشار ونه مني، که طالبانو پخوا یا اوس تیروتنه کوي، د کوم فشار تر تاثیر لاندي راځي، بیا به مجبوره وي چې  د فشار په مقایسه څو برابره درنه بیه پري کړي.

نو بناً څه چې په سياسي لحاظ خليلزاد تکراروي او يا به د امريکايانو  تګلاره همدا وي نو دا د سولي لاره نه؛ بلکې دا يو سازش دی چې دوی يې په مخه وړي او نتيجه نه ورکوي؛ ځکه چې دوی اوولس کاله همدا سازشي طریقې استعمال کړي خو کومه ګټه يې ورته ونه کړه.

 

حل لاره:

د موضوع حل داسې را  وتلای سي چې امريکايانو د طالبانو نظام له منځه وړی دی، تر دوه لکه ډېر طالبان او افغانان يې په شهادت رسولي دي او تر دوه لکه زيات يې په زندانونو کې توهين کړي، تعذيب کړي چې تر اوسه هم ځينې په ګوانتانامو او ګڼ شمېر يې په افغانستان کې د دوی په زندانونو کې بنديان دي، دوی يې له ټولو حقوقو څخه محروم کړي، دنيا ته يې د ترورستانو په نوم معرفي کړي دي، د دوی سياسي او اقتصادي ارزښت يې له منځه وړی يا يې داغداره کړی دی، نو د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د بې باورۍ يو لویه فاصله موجوده ده او د دوی ترمنځ يو لوی حساب پروت دی.

ښه به دا وي چې دا حساب تصفيه سي او د دوی ترمنځ د اعتماد يوه فضا را منځته سي او طالبان په دې مطمئن سي چې امريکايان له افغانستانه وځي او بيا وروسته هم د پيسو يا زور يا بل څه له لارې د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي او په مستقبل کې پر افغانانو يوه تحميلي اداره نه غواړي او له سولې وروسته بيا جنګ ته لمن نه وهي او د افغانستان مستقبل په سوله او ثبات کې راځي، دا موضوعات له طالبانو سره مطرح او نهایې سي او له دې وروسته بين الافغاني ډيالوګ پېل سي، هيچاته اجازه ورنه کړل سي چې د افغانستان په سرنوشت کې مداخله وکړي، نور افغانان په خپل منځ کې سره کښېني او د هېواد په راتلونکي، د هغه په اقتصاد، د حکومت او نظام پر جوړښت، اساسي قانون، د حکومت پر نوعيت او نورو اساسي اصلاحاتو فکر وکړي او اتفاق ته ورسېږي، بين المللي ټولنه يوازې د ګاونډيانو عدم مداخله تضمين کړي او د افغانانو د پرېکړو ملاتړ وکړي.

لومړۍ مرحله: د امریکا او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې وشي، او تر یو معین وخت پورې انتخابات په تعلیق کې ولویږي.

دوېمه مرحله: کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ توافقات وسوه،  بیا بین الافغاني مذاکرات پېل، ټول افغان طرفونه به پکې برخه لري.

همدا د افغانستان لپاره ترټولو ښه لاره ده چې بيا کولای سي نړيوالو ته تضمين ورکړي چې بيا به افغانستان د دوی پر ضد نه کارول کېږي.

نو که امريکايان غواړي همدغه يې لاره ده، او که په سازش، دسيسو او زور باندې څه غواړي دا نتيجه نه لري، هغه د جنګ برخه ده، او که دوی بيا هم دا خبرې کوي معنا يې دا ده چې دوی لا هم د جنګ ستراتيژي يوې ډيپلوماټيکي او سياسي ستراتيژۍ ته کاملاً نه ده تغير کړې.