ائتلاف های شکننده و شجره نامۀ سیاه سیاستگران افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید تغییر ناپذیری طالبان و ناتاثیر گذاری مخالفان اعتماد…

             خواب ظلمانی

خفتگا ن رویا ی  یک  آرا مش ا ند  همچوکشتی بسته…

      نسبت ونسبیت 

نسبت بیان منسوب ومربوط ،ربط وتعلق وبا مفاهیم تناسب ،متناسب…

این هم بیاد تاریخ بماند

قومگرایی و ائتلاف ها بر بنیاد قومیت حلال مشکل افغانستان نیست! گرایش…

چرا اخلاق در همه‌ عرصه‌های زنده‌گی میان بیش‌ترین بشرِ قرنِ…

اخلاق‌نگری به سیاست‌مدارانِ بد اخلاق: مورد ترامپ محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مکتب-دینی فلسفی من…

برابری حقوی + استعداد ذاتی = شایسته سالاری...!

انسان ها٬ نظر به توانایی های ذاتی برابر آفریده نشده اند.…

مرغ رویا  

رسول پویان  مسوزان بال پـرواز پرستـوهـای زیبا را   میفگـن در قفسهای طلایی…

تعامل که انزوا؟

نور محمد غفوري په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو برخلیک د…

از کابل تا دیاسپورا؛ روایتی از هفت خوان رنج های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ در گره گاۀ تروریسم و مردم این…

هویت و عوامل تعیین‌کننده آن: بررسی علمی و تحقیقاتی

نور محمد غفوری خلاصه هویت یکی از مفاهیم بنیادین علوم اجتماعی و…

نقد متافیزیک؛ شرط انقلابی بودن،شد

Metaphisik. آرام بختیاری متافیزیک؛ میان الاهیات، و هستی شناسی توهمی.   آغاز بحث متافیزیک…

جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

اتحاد 

تابکی در رنج  و دوری ها ستیم موج  نا  پید ا…

نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

«
»

افغانانو پوهيژي چي ولي امنيت نه راځي ؟؟؟؟؟؟؟؟


په خاطر ددي چي د پاکستان غوښتني نه دي پوره شوي ، پاکستان اصلا لوي ستراتيژيک اهداف په افغانستان کي لري لکه ::- 

۱- بايد د ديورند خط د سرحد په نامه د پاکستان سره ومنل شي ، او پاکستان ته ډير لوي خطر دي که ديورند ونه منل شي له همدي کبله ضياولحق د نورمحمد ترکي سره پټ په پغمان کي و کتل او ترکي ته يي وويل “” چي ديورند راسره امضا کړه او هغه وخت به پاکستان د ثور داوومي انقلاب په رسميت و پيژني او موږ به يوه پشه پرينه ږدو چي افغانستان ته ور د ننه شي،، نور محمد ترکي ورته وويل چي د ديورند منحوسه کرښه د انګريزانو له خواه په زور په عبدالرحمان خان منل شوي خو ته پوهيژي چي اوبه په ډانګ نه بيليژي ، د خط دواړو خواوو ته يوه وينه او يوه ژبه يو خلک او يو افغان ژوند کوي دا هغه استعماري خونين خنجر دي چي د افغانانو په خيته ننه ايستل شوي دا موږ په هيڅ وجه نه منو “” ،.

 او بيا يي ګلبدين حکمتيار او احمد شاه مسعود پاکستان ته ور وغوشتل او يوه يوه لاسي تفنګچه يي بخشش ورکړه او په لک هاوو کلداري او ډالر يي تر ملا ور وتړل او افغانستان ته يي د جهاد له پاره را وليږل چي په پنجشير کي سره بر خلافه او يو دبله جلا او يود بل دشمنان شول ؟؟؟

۲- په افغانستان کي بايد داسي يو حکومت جوړ شي چي ټول واک او اختيار او فرمان روايي د ( آي اس آي )، په لاس کي وي ، همدا وجه ده چي د پاکستان رهبران او نيکونه (( د انګلستان پادشاهي  دولت ))دوي ته وعده ورکړي چي تاسي زموږ د پوره او هميشني ملاتړه برخورداره ياست او تل يي په انګلستان حساب کړي او نني “” آي اس آي “” د انګلستان د استخباراتو ( MI 6), مزدور ، نوکر ، تربيه شوي او تر امر او فرمان لاندي د جنوب شرق آسيا په هيوادو کي خپل ژاندار بولي او امريکا ته رهنمايي کوي تاسي وليدل چي کرزي يي څو واري د نواز شريف او جنرال بي شرف ” مشرف ”  سره  په لندن کي کينول چي ديورند ور سر ه امضا کړي  خو کرزي ونه کړو ، نو بيايي  د امريکايانو په ذريعه  ( اشرف غني ، حنيف اتمر ، ډبل عبدالله  )، ته امر وکړو چي غږ مه کوي پريږدي چي په ديورند سيم خاردار او خندق تير کړي.  

او دوي دريو واړو اجازه شفاهي امريکايانو ته ورکړه ، شورو يانو هم څو مليونه طلايي چکونه په ديورند د سيم خاردار تيرول په کارمل منل خو ببرک کارمل مرحوم دغه کار ونه منلو او د ګرباچوف زندان يي په مسکو کي قبول کړو ، تول کار ، توطيه او دسيسه د ( آي اس آي )، په لاس  کي ده. امريکايان رهبري کوي او طالبان ورباندي بيرته په قدرت رسوي او افغانستان بيرته کورنيو جګړو ته بيايي ؟؟؟؟

۳- نن په افغانستان کي د امريکايانو مداخلي دڅه په خاطر دي؟؟؟

۱- امريکا د انګريزانو په غوښتنه افغانستان اشغالکړو ، انګليسان چي د افغانستان د معادنو ، انتيک بابو ، مخدره توکو د ذخيرو او کښت او په هيرويينو بدلول بلد وو او د دريم افغان انګليس دجنګ برمته او چور کړي انتيک باب نقره يي او طلايي او ميسي ظروف او لوښي چي د ميرزکي په کاريزو کي پټ کړي وو او تر خاورو لاندي خښ کړي وو د هغو خايو کرو کي او نقشي ور سره وي  د اشغال په لومړيو ورځو کي د توري بوري او ميرزکي د منطقي د نيولو له پاره ۱۸۰۰ انګليسي  نظاميان وليږل او دهغو خايو نه يي ټول غنيمت نيولي انتيک شيان لندن ته وليږدول او يو جهادي رهبر اود وسله وال جهادي پوځ افسر ورته ونه ويل چي څه شي وړي او ولي يي وړي ؟؟؟

۲- اشغال ګران د ( آي اس آي ) تر امر او فرمان لاندي دي خکه د پاکستان مشر او بادار د انګلستان حاکمان دي او د ( MI6), په امر او فرمان کار کوي نو امريکايي ( سي آي اي )، ته دانګريز له خوا ويل شوي چي پاکستان د افغانانو به ” خوي ، عادت ، کرکتر. حرص او آز ” ښه پوهيزي ،نو همدا وجه ده چي د پاکستان په خواهش طالبان بيرته د افغانستان سياست ته ور ګدوي او هغه جهادي او د طالب ضد او د امريکا او پاکستان په امر په يوه کال کي مخصوصا د شمال تلواله ورباندي وژني ؟؟؟

۳- امريکا ډير تمايل لري چي موقته اداره په کابل کي نصب کړي او د طالبان په شمول داسي څيري کابيني ته ور دننه کړي چي فقط د ” آي اس آي ” به امر او فرمان ( سياسي – نظامي او اقتصادي )، کارون انجام کړي “” طالبان يي چي افغانستان ته راوستل يعني ( آي اس آي )، په افغانستان حاکومول دي ؟؟؟؟

۴- آمريکا غواړي د طالبانو او داعشيانو په واسطه د (( چين ايغور مسلمانان – دروسيي تاتاران ، دچيچين ، انګوشيتي  ، کباردينه بلکاري ، داغستان  د روسي نه د عربستان سعدي او پاکستان په مرسته جلا کړي ؟؟، خو زما په فکر د کرونا مرض وروسته دامريکا ابر قدرت او د ناتو هيوادونه د ” چين او روس ” د فشار لاندي ډيره قوي ضربه خوري او چين د دالر کارول په راکړه ورکړه کي منع اعلان کړل او د چين ( ين )، د دالر ځاي ونيولو ، روسانو داسي وسلي جوړي کړي چي ناتو او امريکايي تر۱۵ کالو پوري نه شي جوړولاي ، او چين به د اقتصادي لحاظه اولين ابر قدرت شي ؟؟؟

۵- امريکا افغاني حکومت ته د برق دلويو بندو اجازه او پيسي ور نه کړلي او همدا رنګه يي افغانستان ته د ( مهماتو – هليکوپترو – جټ طيارو – راکټو جوړولو – اتومي انرژي )، جوړولو اجازه او حق ور نه کړلو ؟؟؟

۵- امريکا د قومونو او مليتو تر منځ د تفرقي او اختلاف اچولو پراخه زمينه د ملانو ، طالبانو ، آخوندانو ،. دهزاره طريقت سيدانو او ۷۰۰۰۰ اجنتو ، مزدورو ، جواسيسو وطن پلورونکو افغانانو په ذريعه تفرقه اچولو او افغانستان په خراسان بدلولو او د پشتو ضد مبلغينو په واسطه عملي کړه ؟ 

۶- امريکا او ناتو د افغانستان د ( يورانيمو – ليتيمو – کرومايتو – او قيمتي ډبرو او همدا ډول د مخدره توکو ” چرس ، ترياک ، هيرويين ” هرکال خپلو هيوادو ته تر ۶۰-۷۰ مليارده دالر مفاد وړي ؟؟

۷- همدا وجه وه چي زموږ وسلي او محاربوي تخنيک او ترانسپورتي وسايط يي د رباني مسعود ، کرزي په واسطه په مجاهدينو تقسيم او ترکه کړل او د وسلو خاصتا توپو ، ټانکو ، راکټو زيادتره برخه يي  خپلو  غربي هيوادو ته یوړل او نور ډير يي په باکستان ، ايران ، عربو وپلورل ؟؟

بل آخره امنيت په دي نه راځي چي مجاهدين ، دطالبانو سره اصلا نه جوړيژي ، او روشنفکران او ښځينه طايفه او ځوانان د طالب حاکميت نه خوښوي او يو زيات طالبان او مجاهدين دستوري د امريکا به امر او د ۷۰۰ ډالري معاش په ورکولو سره د داعش سره يو ځاي کيزي او بيا امريکا بلک واتر راولي او د افغانستان جنګ هغو ته په غاړه ور اچوي او بيا کور په کور جنګ شروع کيزي. او امنيت او صلحه نه راځي ؟؟؟؟؟