اشرف غني څنګه او ولې په خلکو ګران دی؟
د افغانستان اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان په تاریخ کې د هغو ګوته په شمېر ولسمشرانو له جملې څخه دی چې يواځې په خلکو نه بلکې د خلکو په زړونو هم واکمني کوي. سره له دې چې د ملي يووالي حکومت بنسټ د يو درېيمګړي پر مټ کېښودل شو، سره له دې د حکومت ضد تخريبي کړۍ د اشرف غني د هڅو مخنيوی کوي او سره له دې چې تر بل هر وخت اوس د اشرف غني د حکومت پر ضد ګاونډیانو او نورو استخباراتو پراخه پانګونه کړې ده؛ خو بيا هم ولسمشر غني په دې توانېدلی چې د ولس د واک قبضه په خپل لاس کې واخلي او د لا ډېرې بدبختۍ څخه وژغوري.
اشرف غنی په دې توانېدلی چې په روانو حساسو حالاتو کې چې دښمن تر بل هر وخت ډېر مجهز او لا ډېر پياوړی شوی او د نړۍ د سترو قدرتونو ملاتړ له ځانه سره لري، اشرف غني يې شوم پلانونه شنډ کړي او د ولس د هغه بربادۍ مخه ونيسي کومه چې له وړاندې پلان شوې او د طالب او داعش په نوم ورانکارو ډلو لخوا پر مخ وړل کیږي.
دا سمه ده چې طالب او داعش د پخوا په پرتله په اوسني وخت کې ډېر وحشت کړی، ډېر خلک يې وژلي، او اوس هم دا لړۍ روانه ده خو که په اوسنيو حالاتو کې د افغانستان واک له اشرف غني پرته د بل چا په لاس کې وای؛ د افغانستان مساله به اوس خلاصه وه، يا به د افغانستان په نوم واحده جغرافيا د نړۍ په نقشه کې موجوده نه وه او يا به دغه هيواد اويايمو لسيزو پېر ته ګرځېدلی و. خو له نېکه مرغه چې دا ولس د اشرف غني په شان باتدبيره ولسمشر لري او په پوره سياسي حوصله او پوهې سره يې د روانې لوبې په منځ ولس ساتلی دی.
اشرف غني ولې محبوب ولسمشر دی؟
سربېره په دې چې افغان ولسمشر غني له پراخې سياسې پوهې او پوره زيرکتيا درلودلو سره د افغانانو خلاف د نړيوالو لوبه ښه کنټرول کړې ده؛ پنځه مهمې نورې ځانګړتياوې هم لري چې پر اساس يې يواځې په خلکو نه بلکې د خلکو په زړونو هم واک چلوي.
لومړی، د جګړه مارو مشروعيت له منځه وړل:
کلونه کيږي چې دلته جګړه روانه ده، قرباني افغانان ورکوي او ګټه يې يواځې ګاونډيان او نور مغرض هيوادونه اخلي، دا جګړه دلته په مذهبي رنګ ورکولو سره د طالب او داعش لخوا پر مخ وړل کېدله چې له نيکه مرغه د ولسمشر غني د پوهې او زيرکتيا پر مټ له طالب او داعشه د جګړې د مشروعيت ډال واخيستل شو او د جګړې اصليت يې خلکو ته روښانه کړ. د افغانستان د جګړې اړوند د اندونيزيا د عالمانو فتوا، د کابل د څه کم درې زره دينې عالمانو فتوا، د حرمين شريفين امامانو فتوا او په وروستيو کې جده کې د عالمانو فتوا او د افغان جګړې حرام بللو وکولی شول چې له طالبه او داعشه د جګړې مشروعيت په بشپړ ډول واخلي.
دويم، د سولې کورنۍ اجماع رامنځته کول:
څه د پاسه اووه کاله کيږي چې د سولې چارو د پرمخ وړلو او سولې ته لار برابرولو په خاطر د سولې عالي شورا رامنځته شوې ده، پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د سولې لپاره پراخې هڅې وکړې خو هيڅ د پام وړ نتیجه يې ورنکړه، حتی د کرزي د واکمنۍ پر مهال دومره هم ونه شول چې یو بانفوذه ترهګر له جګړې لاس واخلي او د سولې برخه کې د کرزي د هڅو په توګه ثبت شي. خو ولسمشر غني سره له دې چې په واک کې يواځې پنځوس سلنه ونډه لري، د واک په څلورو کلونو کې په دې وتوانېد چې د سولې لپاره ابتدايې کارونه ترسره کړي. له اسلامي حزب سره سوله او بيا د لومړي ځل لپاره له وسله والو طالبانو سره اوربند کول دا ثابتوي چې غني د سولې لپاره داخلي اجماع رامنځته کولو کې بريالی دی.
درېيم، د سولې سيمه ايزه اجماع رامنځته کول:
د افغانستان د جګړې په اړه په اندونيزيا کې د افغان، پاکستاني او اندونيزيايې عالمانو فتوا، په کابل کې د څه کم درې زره ديني عالمانو فتوا، د حرمین شريفين د امامانو فتوا او په جده کې د ۳۷ اسلامي هيوادونو د کنفرانس لخوا د افغانستان د جګړې په اړه فتوا او د جګړې ناروا بلل ټول په دې دلالت کوي چې اشرف غني د افغانستان د سولې لپاره سيمه ايزه اجماع رامنځته کړې ده. سربېره پر دې د نړيوالې اجماع رامنځته کولو په هڅه کې هم دی.
څلورم، پر نورو د سوداګرۍ اتکا له منځه وړل:
په تېر حکومت کې هر کله به چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سياسي اړيکې ترینګلې شوې نو زور به يې سوداګرۍ ته ووت چې دلته افغانستان کې به د خوراکي توکو بيې دوه چنده لوړې شوې. دليل يې همدا و چې کابل د پاکستان لپاره ستر صادراتي مرکز و او د افغانستان هر اړین توکی له پاکستانه وارد کېدلو. خو د اشرف غني په واک ته رسېدلو سره افغانستان نه يواځې دا چې له پاکستان سره راکړه ورکړه کمه شوه بلکې د منځنۍ آسيا له نورو هيوادونو سره یې د سوداګرۍ هوکړه ليکونه لاسليک کړل او عملاً ورسره سوداګري پيل شوه. په دې ترتيب اشرف غني وکولی شول چې پر پاکستان د افغانستان اتکا راکمه او له نورې نړۍ سره د کابل دروازې د سوداګرۍ دروازې پرانیزي.
پنځم، د ولسواکۍ پلي کول او لنډغريزيم زوال:
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني وروستۍ هڅې چې د نامسوله وسله والو او د شخصي ملېشو د قوماندانو د نیولو لړۍ يې پيل کړې؛ دا د افغانستان په وروستي دېرش کلن تاريخ کې ستر ګام دی چې په پوره پام او دقت سره اخيستل کيږي. د افغانستان د جګړې کورنی اړخ همدا شخصي ټوپکيان او ښکرور دي چې ولسمشر غني يې د ښکر ماتولو لړۍ پيل کړې ده. ولس له همدغو زورورو څخه تر پوزې راغلی و او اوس چې غني د دوی د نيولو لړۍ پيل کړې نو مانا دا چې ولسواکي عملي کېدونکې او لنډغريزم د پای وخت رارسېدلی دی.
لیکنه : خوشحال آصفي