پروفیسور استاد  نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد  نصیب الله سیماب سره، چې د…

پیام هستی

رسول پویان ز قلب هستی پیامی بـه گوش دل گفتند چه خوش…

افغانستان در آستانه بحران چند لایه؛ ابتکار خروج از جنگ

 نویسنده: مهرالدین مشید چه کسی باید ابتکار خروج از جنگ را…

فراتر از امیر؛ درون معماری قدرت طالبان

قسمت دوم: از هویت تا قدرت؛ چگونه یک سازمان خود…

نیهلیسم؛ محصول شکست سیاسی یا فردی؟

Nihilism. آرام بختیاری نیهلیسم یعنی پوچی، انفعال، زوال، بطالت، و فاقد هدف.  نیهلیسم…

گزیده‌ی اشعار شرمین ولی

اشعار کتاب اندوه ارغوانی یک سیب گزیده‌ی اشعار شرمین ولی مترجم: زانا کوردستانی (۱) پاییز…

فراتر از امیر؛ درون معماری قدرت طالبان

قسمت اول: مسئله فقط امیر نیست وقتی درباره طالبان صحبت می‌کنیم،…

بعد از ضربه چه می‌ماند؟

افغانستان و منطقه در عصر جنگ‌های فرسایشی Wahidullah Noorzai — Former…

دل دادن و دل بردن!

امین الله مفکر  امینی                2026-25-09 دلـــــدادن ودل بردن ودل بستن نباشد…

ایدئولوژی سایه ای سنگین برفراز اندیشه ها

 نویسنده: مهرالدین مشید              زنجیر های ناپیدای ایدئولوژی  انسان موجودی معناجو است. او…

علم ګل سحر

له ګران علم ګل سحر سره، چې د علم او…

فاصله میان قدرت و اثر

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

چند شعر کوردی با ترجمه 

چوون خەم و پەژارە  وڵاتمی داگیرکرد دەسوری داکوو دڵخۆشیان خەسان. ◇ در این سرزمین  غم حاکم…

نورستان؛ از خاطره یک جنگ تا آغاز یک دوره تاریخ

 نویسنده: مهرالدین مشید آغاز دوباره درگیری‌ها در منطقه کامدیش نورستان، خاطره…

افغانستان میان مهندسی قدرت و بازی امنیتی طالبان و پاکستان

 نویسنده: مهرالدین مشید درگیری طالبان  با مردم؛ فرار از حل بحران…

اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا

طرح دوسیه ۹۷ ملیونی اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا شامل…

ابو نواس اهوازی؛ نمایندۀ شادخواری های عصر ساسانی

(بخش 1)، علی میرفطروس ۳۱٫ شهریور ۲۵۸۵ شاهنشاهی هم باده، گوارا وُ هم…

نگاهی هنری و زیبایی‌شناختی

به آثار آیبک (موسی تاش‌محمدوف)  نویسنده بزرگ ازبکستان دوران شوروی برگردان. رحیم…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد؛…

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

دیوانگان نفت و ثروت

رسول پویان از خواب بخیز که دشمنان بیدار اند غافل منشین که…

«
»

پروفیسور استاد  نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد  نصیب الله سیماب سره، چې د علم او ادب پیاوړی لیکوال، نوښتګر شاعر، تکړه کره کتونکی او څېړونکی دی د نړېوالو او پښتو ادبیاتو په تړاو ځانګړې مرکه

مرکوال: انجنیر عبدالقادر مسعود

د پوهې، علم، ادب او فرهنګ درنو او پتمنو مینه والو!

ښاغلی استاد نصیب الله سیماب د پښتو ژبې او ادب هغه نوموتی او پیاوړی پروفیسور، ادیب، شاعر، څېړونکی، کره کتونکی او ژباړونکی دی، چې دی نه یوازې د لوړې پوهې خاوند شخصیت دی، بلکې د  اندو فکر، انساني، ملي او پښتني احساس، ادبي او هنري ذوق او د ژبې او فرهنګ هغه روښانه څراغ دی، چې د خپلې ټولنې د علمي، ادبي ژوند و ژواک پر بېلابېلو اړخونو یې ځلانده رڼا خپره کړې ده. د ده د شخصیت ارزښت یوازې په دې کې نه دی چې دی کومه علمي رتبه او رسمي مقام او پوړۍ لري، بلکې د هغه د اندو فکر ژورتیا، ادبي نزاکت، څېړنیز صداقت او فرهنګي اغېز لکه روښانه او بله ډېوه څرګندېږي. دی هغه علمي، ادبي او فرهنګي شخصیت دی، چې په علمي ډګر کې یې د موضوعاتو ژوره څېړنه، مستند تحلیل، د پام وړ تحقیق او کره کتنه کړېده، خو په ادبي نړۍ کې یې همدغه علمي ژورتیا، د ښکلا، عاطفي، تخیل او هنري بیان له نازکو رنګونو سره یو ځای کړېدي. له همدې امله د ده  اوچت او ځواکمن قلم یوازې مالومات نه وړاندې کوي، بلکې اندو فکر راپاروي، پوښتنې زېږوي او د لوستونکي د ذهن افق پراخوي. د هغه د څېړنیز شخصیت ارزښت په دې که دی، چې د علمي موضوعاتو تر شا پټ تاریخي، ټولنیز، فرهنګي او ادبي اړخونه په ژوره توګه راڅرګندوي. د ده تحقیقات یوازې د مالوماتو راټولونه نه ده، بلکې د حقایقو شننه، د لیدتوګو او نظریاتو ارزونه، د منابعوو کره کتنه او د یوې موضوع د اصلي ماهیت موندلو هڅه ده. همدا ځانګړنه د هغهٔ علمي او ادبي لیکنې له عادي لیکنو څخه جلا کوي. استاد سیماب په ادبي کره کتنه کې، د خپل ځواکمن قلم له لارې د متن، سبک، منځپانګې او محتوا، هنري ارزښت او فکري جوړښت له مخې د نښیر(اثر) ارزونې ته ژور پام اړوي. 

ښاغلی علم ګل سحر، چې یو تکړه شاعر، پیاوړی داستان او کیسه لیکوونکی، څېړونکی او ژباړونکی دی، په خپله یوه لیکنه کې د استاد سیماب صاحب په تړاو داسې وایي:

(( محترم پروفیسور نصیب الله سیماب د پښتو ژبې او ادبیاتو یو مستعد، متواضع او هڅاند علمي او ادبي شخصيت دی. سیماب صاحب د عالي افکارو خاوند دی، چې د تدریس او څېړنې په ډګر کې یې نه هیریدونکئ فعالیتونه تر سره کړي دي.

استاد سیماب یو مینه ناک انسان او د لوړو انساني اخلاقو لرونکی شخصیت دی. چې علمي او ادبي لیکنو یې زموږ ژبې ته ډیر څه ورکړي دي.

د سیماب صاحب ادبي درک او ژور ادبي تحلیل د پښتونخوا او افغانستان په علمي او فرهنګي کړیو کې خپل ځانګړی ځای خپل کړی دی. 

استاد سیماب د شعر او نثر په برخه کې خپل ځانګړی طرز او لاره  لري، چې ساده‌ګي، جذابیت او د معنی غنا یې تر ټولو مهمې ځانګړنې دي.

د سیماب صاحب پرله پسې او نه ستړې کیدونکې ادبي هلو ځلو دا ثابته کړې چې د پښتو ژبې خدمت د ده د ژوند تر ټولو ستر هدف دی. زموږ ژبې او ادب ته د خدمت په لاره کې د محترم سیماب صاحب د لا زیاتو بریاوو هیله لرم.))

علم گل سحر

***

لنډه دا چې ښاغلی استاد سیماب د یو پروفیسور، ادیب، شاعر، او لیکوال په توګه هغه پیاوړی او نوښتګر علمي او ادبي سټه ده، چې د خپلې پوهه له لارې، اندوفکر ژوروي، څېړنه او تحقیق یې خبرې مستندوي، کره کتنه یې د ادبي ذوق او فکري بصیرت تر منځ توازن رامنځ ته کوي، شعر یې احساس ته ژبه ورکوي، په ادب کې د زړه درد په داسې ظریفانه ژبه بیانوي، چې درد نور یوازې درد نه پاتې کېږي، ښکلا هم ترې جوړېږي او په فرهنګ کې پازوال او مسوُل دی. د استاد سیماب صاحب اوچت قلم د کاغذ پر مخ یوازې توري نه ږدي، بلکې تخمونه شیندي، د پوښتنو کړکۍ پرانیزي او د راتلونکو پښتونو(نسلونو) لپاره د علم، ادب او فرهنګ د تداوم یوه فکري پانګه پرېږدي. د استاد سیلاب صاحب د علمي او ادبي سټې ارزښت موږ باید د ده د نښیرونو(آثارو) په شمېر کې ونه لټوو، اصلي ارزښت یې د ده په فکري، علمي، ادبي او فرهنګي اغېز کې و لټوو، چې د هغه له ځواکمن قلم، ادبي سټې او علمي میراث څخه د ټولنې ذهنونه او فرهنګي حافظې ته لېږدول کېږي.

ښاغلی ابرهیم سپېڅلی، چې پیاوړی لیکوال، ژورنالیست، کیسه لیکونکی او په مطبوعاتو کې فعال شخصیت دی، ده هم د ښاغلي استاد سیماب په تړاو په خپله یوه لیکنه کې داسې کښلي دي:

(( نژدې دېرش کاله ترمخه د کوټي راډيو په پښتو څانګه کي د “ځوانانو نړۍ” په نامه یوه خپرونه خپرېده.

دا خپرونه هره یکشنبه ماځیګر مهال د احمد جان ګران په سرپرستۍ نصیب الله سېماب وړاندي کوله. 

سېماب دا خپرونه په دومره ښه انداز وړاندي کوله، چي ان په لوی کندهار کي یې هم اورېدونکي درلودل.

زه هم د همدې خپروني له لاري له سېماب سره شناخته او دا شناخت هغه مهال نور هم زیات سو، چي په سهیلي پښتونخوا کي د ” ملګري لیکوال” په ټولنه کي شامل سوم.

په یاده ټولنه کي د سهیلي پښتونخوا یو شمېر فرهنګیان په میاشت کي دوه واره سره راټولېدولو.

د فرهنګیانو په دې ډله ښاغلی سېماب ډېر فعال ؤ، په مشاعره کي به یې شعر وایه، په کره کتنه کي به یې خپل شعر یا لنډه کیسه نقد ته وړاندي کول او د ټولو دوستانو خبري به یې په ورین تندي اورېدې.

کوم وخت چي به د بل ملګري پر شعر یا نثر باندي ږغېدی د کره کتني اصولو ته یې ژمنتیا له ورایه ښکارېده.

د ادبیاتو پر تیوري او کره کتنه باندي یې ډېر کار کړی او په دې اړه یې یو مهم کتاب هم د کوټي پښتو اکېډمۍ ور چاپ کړی دی.

نوموړی اوسمهال پر استادۍ سربېره د کوټي پوهنتون د ادبیاتو د څانګي مشر هم دی.

د مورنۍ ژبه پښتو تر څنګ پر اردو او انګریزي ژبو باندي هم غښتلی دی.

 لنډه دا، چي استاد پروفيسور نصیب الله سېماب يو ښه ملګری، شاعر، لیکوال،استاد او د راډیو تکړه ویاند دی.

د نوموړي یو شمېر لیکني او شعرونه په ځینو مجلو او برېښنایي پاڼو کي هم چاپ سوي دي.

د دوي لیکني د ادبیاتو د محصلانو او ځوانو لیکوالانو لپاره غني ماخذونه دي )).

ابراهیم سپېڅلی

***

لنډه دا چې ښاغلی پروفیسور استاد سیماب نه یوازې، چې لوی لیکوال، شاعر، ادیب، څېړونکی او کره کتونکی دی، خو یو پاک زړی، سپېڅلی انسان، خواخوږی، متواضع، بې کبره،  د روښان زړه خاوند دی. له خپلو ملګرو او دوستانو سره ژوره مینه لري. د ده په زړه او ذهن کې د پښتنو، پښتونولي او پښتو ادب او ژبې سره د سپېڅلې پښتني مینې ولولې څپې وهي.

ما له ښاغلي پروفیسور استاد سیماب سره څو موده مخکې د ادب، شعر و شاعرۍ په تړاو یوه بشپړه ځانګړې مرکه جوړې کړې وه، خو اوس مې د نړېوالو او پښتو ادبیاتو په اړوند ځانګړې، پوره او بشپړه څېړنیزه مرکه جوړ کړېده چې ستاسو د ادب او فرهنګ مینه والو پام ورته راګرځوم.

ګران سیماب صاحب زما نیکې هیلې او سلامونه ومنئ، اجازه را کړئ، چې خپلې پوښتنې ستاسو درانه حضور ته وړاندې کړم.

ګران مسعود صاحب زه هم تاسو او ټولو مینه والو ته سلامونه وړاندې کوم او ستاسو په خدمت کې یم.

***

مسعود: تاسو نړېوال ادبیات څنګه را پېژنې؟ د نړېوال ادبیاتو مهمې او بنسټیزې ځانګړتیاوې او د ټولنیز ژوند په بېلابېلو برخو کې یې اهمیت، ارزښت او رغنده اغیز څنګه ارزوئ؟

استاد سیماب: نړیوال ادبیات د بېلابېلو ملتونو، ژبو، کلتورونو او تاریخي دورو هغه ادبي اثار دي چې د انسان د ګډ ژوند، تجربو، احساساتو، افکارو او ارزښتونو انځور وړاندې کوي او له ځانګړي جغرافیایي او کلتوري چاپېریال څخه اوړي او د بشري تجربې په نړیواله کچه د درک او پېژندنې زمینه برابروي. په بله وینا، نړیوال ادبیات یوازې د نړۍ د مشهورو ادیبانو او اثارو مجموعه نه ده، بلکې هغه ادبي میراث دی چې د انسان د ژوند له ګډو او نړیوالو مسئلو سره اړیکه پیدا کوي. د نړیوالو ادبیاتو یوه مهمه ځانګړتیا دا ده چې ځانګړې او سیمه‌ییزه تجربه په نړیواله انساني معنا بدلوي. مینه، مرګ، ژوند، جګړه، سوله، ازادي، انصاف، بې انصافي، مهاجرت، فقر، انساني کرامت، د فرد او ټولنې اړیکه او د انسان له طبیعت سره اړیکه هغه موضوعات دي چې د ژبې او جغرافیې له توپیر سره سره د ټولو انسانانو له ژوند سره تړاو لري.د نړیوالو ادبیاتو بله بنسټیزه ځانګړتیا ؛ تنوع او کلتوري رنګارنګي؛ ده. هر ملت خپل تاریخي، ټولنیز او کلتوري تجربې په ادب کې څرګندوي؛ خو کله چې دغه تجربه په لوړ هنري او انساني معیار بیان شي، د نورو ملتونو لپاره هم د درک او پیژندنې وړ ګرځي. له همدې امله ادبیات د ملتونو ترمنځ د فرهنګي تفاهم یو مهم پل ګڼل کېږي.

زما په خيال، د نړیوالو ادبیاتو ارزښت یوازې په هنري ښکلا کې نه دی؛ بلکې د انسان په فکري، ټولنیز او فرهنګي ژوند کې هم رغنده رول لري. ادبیات انسان له نورو ټولنو، کلتورونو او د ژوند له بېلابېلو تجربو سره اشنا کوي، د زغم او متقابل درک روحیه پیاوړې کوي او انسان دې ته هڅوي چې نړۍ له بېلابېلو لیدلورو وویني.ادبیات همدارنګه د ټولنې د نقد، پوهي او اصلاح وسیله ده. یو پیاوړی ادبي اثر کولای شي د ټولنې پټې ستونزې را برسېره کړي، د انسان د فردي او ټولنیزو حقونو په اړه پوه زیات کړي او د انصاف، ازادۍ او انساني کرامت په څېر ارزښتونو ته وده ورکړي. له همدې امله، نړیوال ادبیات د انسان د فکري ودې، فرهنګي اړیکو، ټولنیز شعور او د ګډ بشري تفاهم په رامنځته کولو کې ځانګړی اهمیت لري.البته، نړیوال کېدل په دې معنا نه دي چې یو ادب باید خپله ژبه، کلتور او ځانګړی هویت له لاسه ورکړي؛ برعکس، هغه ادب چې خپلې ریښې په خپل کلتور او ټولنیزه تجربه کې ټینګې ولري، کولای شي نړیواله معنا پیدا کړي. د پښتو ادب د نړیوال پېژندنې لپاره هم  دا اصل مهم دی؛ یعنې زموږ ادبي ځانګړتیاوې، تاریخي تجربه، کلتوري ارزښتونه او انساني موضوعات باید په داسې هنري او فکري کچه وړاندې شي چې د نړۍ له نورو ادبیاتو سره د خبرو او مقایسې وړ وګرځي.

مسعود: نړیوال ادبیات څنګه د ملتونو ترمنځ فکري او معنوي، فرهنګي، اخلاقي او ټولنیزو ارزښتونو اړیکې پیاوړې کوي؟

استاد سیماب: نړیوال ادبیات د ملتونو ترمنځ د فکري، معنوي، فرهنګي، اخلاقي او ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو له اغېزمنو وسیلو څخه دی؛ ځکه ادب د انسان له احساس، فکر، تجربې او ژوند سره مستقیمه اړیکه لري. کله چې موږ د بل ملت ادبي اثار لولو، یوازې د هغه ملت له شاعرانو، لیکوالانو ، ادبي سبکونو او فکرونو سره نه اشنا کېږو، بلکې د هغوی له تاریخ، کلتور، ټولنیز ژوند، ارزښتونو، ستونزو او د نړۍ له لید سره هم بلدتیا پیدا کوو. ادبیات د  فکري او معنوي اړیکو، په برخه کې د انسانانو ترمنځ د متقابل درک زمینه برابروي. د بېلابېلو ملتونو ادبي اثار موږ ته راښيي چې انسانان، سره له دې چې ژبې، کلتورونه او جغرافیې توپیر لري، د مینې، درد، خوښۍ، وېرې، مرګ، ازادۍ او انصاف په څېر ډېرې ګډې انساني تجربې لري. همدا ګډې تجربې د انسانانو ترمنځ د فکري او معنوي نزدېوالي احساس پیاوړی کوي. په فرهنګي برخه کې ادب د ملتونو ترمنځ د فرهنګي پېژندنې او تبادلې وسیله ده. د ژباړې له لارې د یوه ملت ادبي میراث بل ملت ته انتقالېږي او هر ملت کولای شي د نورو ملتونو له فکري او فرهنګي تجربو څخه ګټه واخلي. په دې توګه ژباړه یوازې د ژبې انتقال نه دی، بلکې د کلتورونو ترمنځ د خبرو یوه مهمه وسیله ده. له بلې خوا، نړیوال ادبیات د اخلاقي ارزښتونو په پیاوړتیا کې هم مهم رول لري. د ادبي اثارو له لارې د انسان کرامت، عدالت، خواخوږي، د بل د حق درناوی، زغم، وفاداري او د ظلم پر وړاندې مقاومت په څېر ارزښتونه له یوه نسل او ملت څخه بل ته انتقالېږي. ادب انسان دې ته هڅوي چې د بل انسان درد او ستونزه د خپل درد په توګه درک کړي.په ټولنیزه برخه کې ادبیات د بېلابېلو ټولنو ترمنځ د تفاهم، زغم او همکارۍ فضا رامنځته کوي. کله چې موږ د بلې ټولنې ژوند د هغې د ادیب له نظره وینو، زموږ په ذهن کې د بل په اړه جوړ شوي ډېرې فرسوده خیالات او ناسم تصورونه له منځه ځي او پر ځای یې د پېژندنې او متقابل درک زمینه پیدا کېږي. نو ویلی شو چې نړیوال ادبیات د ملتونو ترمنځ ، د فکرونو، احساساتو او فرهنګونو ګډه ژبه ده. که سیاستونه کله ملتونه سره بېلوي، ادب کولای شي د انسانانو ترمنځ هغه معنوي پُل جوړ کړي چې د ژبې، مذهب، جغرافیې او سیاسي پولو له توپیرونو څخه اوړي. په همدې معنا، نړیوال ادبیات نه یوازې د ملتونو ادبي میراث سره نښلوي، بلکې د ګډ بشري ژوند د ارزښتونو په رامنځته کولو او پیاوړتیا کې هم رغنده ونډه لري.

 مسعود: ستاسو په اند علمي او ادبي کره کتنه څنګه د نړېوالو ادبیاتو د ارزونې معیارونه او هنري ارزښتونه بدلوي او د نوي سبکونو او ادبي جریانونو په رامنځته کېدو کې کوم رغنده رول لوبوي؟

استاد سیماب: زما په خيال علمي او ادبي کره کتنه د ادبیاتو د ارزونې یوازې یوه وسیله نه ده، بلکې د ادبي فکر د پرمختګ او د هنري معیارونو د ارتقا له مهمو عواملو څخه ده. ادبي اثر د خپل وخت له ټولنیزو، فکري او فرهنګي شرایطو سره تړاو لري؛ نو کره کتنه هڅه کوي چې د اثر هنري جوړښت، فکري محتوا، ژبه، تخنیک، اسلوب، نوښت او د هغه له ټولنیز او فرهنګي چاپېریال سره اړیکه په علمي او تحلیلي توګه وڅېړي.د ادبي کره کتنې په پرمختګ سره د ادبي اثر د ارزونې معیارونه هم بدلېږي. په یوه دوره کې کېدای شي د ژبې فصاحت، لفظي ښکلا او دودیزو ادبي اصولو ته ډېره پاملرنه وشي لکه د پښتو کلاسیکه دوره؛ خو په بله دوره کې د انسان نفسیات، ټولنیز واقعیت، د متن جوړښت، ژبني نوښت، سمبولونه، روایت او د لوستونکي د معنا جوړونې بهیر د ارزونې مهم معیارونه وګرځي. له همدې امله کره کتنه د ادبیاتو د ثابتو معیارونو پر ځای د بدلېدونکو او تکامل موندونکو معیارونو په رامنځته کولو کې ونډه لري. د شلمې او یوویشتمې پېړۍ ادبي تاریخ دا څرګندوي چې کله د ادبي ارزونې زاړه معیارونه د نویو ادبي تجربو د تشریح توان له لاسه ورکړي، نو د کره کتني نوې لارې هم رامنځته کېږي. د روسي فورمالېزم، نوي کره کتنې، ساختيات، پس ساختيات،رد تشکيل(د جوړښت ردول) نفسیاتی‌تحلیل، مارکسیزم، فیمینزم ، استعماري او کلتوري کره کتنو په څېر نظریې د همدې فکري تحول بېلابېلې بڼې دي. هرې نظریې د ادبي اثر د لیدلو لپاره نوې زاویه وړاندې کړې ده.کره کتنه د نوی اساليب او ادبي تحريکونو په رامنځته کېدو کې هم رغنده رول لري؛ ځکه کره کتونکی یوازې موجود ادب نه ارزوي، بلکې د نویو ادبي تجربو لپاره فکري زمینه هم برابروي. کله چې یو نوی مکتب، نوی روایت،(دلته روايت د روایتي تسلسل په مانا دی)  نوې ژبه یا نوی هنري تخنیک د کره کتنې له لارې وپېژندل شي او علمي تحلیل یې وشي، هغه د ادبي بهیر یوه منل شوې برخه ګرځېدلی شي. په دې توګه کره کتنه د نوښت او ادبي بدلون ترمنځ د منځګړي او لارښود رول ترسره کوي.

زما په نظر، د کره کتنې تر ټولو مهمه دنده دا ده چې نه باید د ادب لپاره له مخکې ټاکل شوي معیارونه په مطلق ډول نافذ کړي او نه باید هره ادبي تجربه بې له ارزونې ومني؛ بلکې د اثر له داخلي جوړښت، تاریخي شرایطو، فرهنګي شالید،ټولنيز واقعيت او هنري ځانګړتیاوو سره په ګډه د ارزونې مناسب معیارونه رامنځته کړي. په ځانګړي ډول د پښتو ادب لپاره دا مسئله ډېره مهمه ده. موږ باید نړیوالې تنقيدي نظریې وپېژنو چي هغه په کوم حالت کي رامنځته شوي دي.  خو د پښتو ادب پر متنونو یې په پټو سترګو ونه تپوو. زموږ ژبه، شفاهي ادبي میراث، کلتوري کوډونه، ټولنیز جوړښت، تاریخي تجربه او ځانګړي هنري ارزښتونه، باید د کره کتنې په علمي بحث کې خپل ځای ولري. په دې توګه علمي کره کتنه کولای شي له یوې خوا د پښتو ادب ارزونې معیارونه معاصر کړي او له بلې خوا د نویو ادبي نظریاتو او تحريکونو د ودې لپاره فکري او علمي زمینه برابره کړي.د کره کتني د تيوريو په اړه زما يو کتاب ؛پښتو ادب او تنقيدي نظريات ؛ دی. دا تېر کال مي يو بل کتاب ؛د پښتو ادب تيوري؛ وليکو چي په هغه کي هم دا بحث شوی دی.

مسعود: فلسفي کره‌کتنه څنګه د ادب ژور انساني او فکري اړخونه څرګندوي او ادبي منظوم او منثور نښیرونه(اثار) له هنري کچې فکري کچې ته لوړوي؟ او دا راته وویاست ایا کره‌کتنه د لیکوال د ازاد تخیل محدودوونکې ده، که د هغه د پرمختګ او لارښودونکې وسیله ده؟

استاد سیماب: فلسفي کره‌کتنه ادب یوازې د ښکلا او هنري جوړښت له مخې نه ارزوي، بلکې هڅه کوي چې د ادبي اثر تر شا موجود انساني تصور، فکري نظام، ارزښتونه، د ژوند لید، د انسان او نړۍ اړیکه او د هستۍ په اړه پوښتنې راوسپړي. په همدې معنا فلسفي کره‌کتنه د اثر له ظاهري معنا څخه د ژورې معناوو خوا ته ځي او هغه فکري نړۍ راښکاره کوي چې د اثر تر شا پرته ده. یو ادبي اثر هغه وخت له هنري تجربې څخه یوې ژورې فکري تجربې ته لوړېږي چې د هغه په هنري جوړښت کې ؛ فکر، فلسفه او انساني تجربه؛  سره یو ځای شي. فلسفي کره‌کتنه د شعر، داستان، ناول او نورو ادبي اثارو په داخل کې هغه پوښتنې پیدا کوي چې کېدای شي په مستقیم ډول نه وي بیان شوې؛ لکه انسان څه شی دی؟ د ازادۍ حدود څه دي؟ د فرد او ټولنې اړیکه څنګه ده؟ انصاف او ظلم څه معنا لري؟ انسان څومره اختيار من دی څومر بې اختياره دی؟ يعني (د جبر او اختيار فلسفه)  او د ژوند او مرګ په اړه د انسان تصور څه دی؟ په دې توګه کره‌کتنه د اثر هنري سطحه له فکري او معنوي ژورو سره نښلوي. خو دا باید په پام کې ونیسو چې کره‌کتنه اثر له هنري کچې څخه فکري کچې ته نه وړي؛ بلکې په اثر کې موجود فکري ظرفیت رابرسېره کوي. که په یوه اثر کې ژور فکر نه وي، کره کتونکی یې په زور نه شي ورزیاتولای. د کره کتنې دنده د هغه څه کشف، تحلیل او تفسیر دی چې په اثر کې په څرګند یا ضمني ډول موجود وي.

د دویمې برخې په اړه زما نظر دا دی چې کره‌کتنه په اصل کې د لیکوال د ازادۍ محدودوونکې نه، بلکې د هغه د تخلیقي ودې د لارښوونې وسیله ګرځي. البته، که کره‌کتنه د شخصي ذوق، تعصب، دودیزو قالبونو او له مخکې ټاکل شوو اصولو پر بنسټ پر لیکوال وتپل شي، نو د تخلیق ازادي محدودولای شي. خو علمي کره‌کتنه د لیکوال پر تخیل د بندیز پر ځای هغه ته نوې پوښتنې، نوې زاویې او د خپل اثر د بیا کتنې زمینه برابروي. تخیل د ادب د تخلیق ځواک دی او کره‌کتنه د هغه د ځان‌پوهني او هنري ودې وسیله. لیکوال د تخیل له لارې نوې نړۍ جوړوي،په دې کي کره‌کتنه ورسره مرسته کوي چې د خپلې جوړې کړې نړۍ قوتونه، کمزورۍ، هنري امکانات او فکري ژورتیا وویني. له همدې امله د ښه لیکوال لپاره کره‌کتنه باید د بندیز په توګه ونه کتل شي، بلکې د تخلیقي سفر د یوه علمي او فکري ملګري په توګه ورته وکتل شي.په لنډه توګه،د «ټی ايس اليټ» خبره چي  ،لوړ تنقيدي شعور لوړ تخلیقي ادب زېږوي، دا رنګه کره‌کتنه د تخليق ژوروالی او فکري افق پراخوي.

مسعود: د نړېوالو علمي، ادبي او فلسفي نښیرونو(آثارو) ژباړې او د نړیوالې کره‌کتنې اړیکې د نړېوالو ادبي افکارو د ارزونې او تحلیل، د فکري جوړښت د پیاوړتیا، د فرهنګونو د متقابل تفاهم او ادبیاتو په پراختیا او پرمختیا کې څه اهمیت او اغېز لري؟

استاد سیماب:  ستا دا پوښتنه ډېر اړخونه لري زه به هڅه وکړم چي د قناعت وړ ځواب ووايم خو بيا به هم نيګړی وي. زما په خيال د نړیوالو علمي، ادبي او فلسفي اثارو ژباړه او له نړیوالې کره‌کتنې سره یې اړیکه د ادبي او فکري پرمختګ له مهمو بنسټونو څخه ده. ژباړه ملتونه د نړۍ له علمي، فلسفي او ادبي تجربو سره نښلوي او کره‌کتنه بیا د دغو تجربو د درک، ارزونې، تحلیل او انتقادي استفادې زمینه برابروي. نو ژباړه د افکارو د انتقال وسیله ده او کره‌کتنه د هغو افکارو د ارزونې او ژور فهم وسیله. د نړیوالو ادبي او فلسفي اثارو په ژباړه سره یوه ژبه او فرهنګ د نورو ملتونو له فکري تجربو سره مخامخ کېږي. د «شکسپیر، ټالسټای، دوستویفسکي، ګویتې، دانتې، رومي، سعدي، کامو» او نورو نړیوالو ادیبانو او مفکرينو اثار چې کله نورو ژبو ته ژباړل کېږي، یوازې ادبي متن نه انتقالېږي، بلکې ورسره فکر، فلسفه، هنري تجربه، د ژوند لید او د هغه ټولني فرهنګي تصور هم انتقالېږي. له همدې امله ژباړه د ملتونو ترمنځ د فکري او فرهنګي اړیکو یو مهم پُل دی. خو یوازې ژباړه بسنه نه کوي. ژباړل شوی اثر هغه وخت په یوه ادبي چاپېریال کې ژوره اغېزه کولای شي چې د هغه د فکري او هنري جوړښت علمي کره‌کتنه هم وشي. کره‌کتنه لوستونکي ته څرګندوي چې د اثر اساسي فکر څه دی، هنري ځانګړتیاوې یې کومې دي، له کوم فلسفي او ادبي مکتب سره اړیکه لري او د خپل وخت په فکري او ټولنیز بهیر کې یې ځای څه دی. په دې توګه ژباړه او کره‌کتنه یو بل بشپړوي.د دې بهیر یوه مهمه پایله د فکري جوړښت پیاوړتیا ده. کله چې یو ادبي چاپېریال له نړیوالو نظریو، فلسفي افکارو او ادبي تجربو سره اشنا شي، د هغه د لیکوالانو او څېړونکو فکري افق پراخېږي. هغوی کولای شي خپلې ادبي تجربې له نړیوالو تجربو سره پرتله کړي، خپلې کمزورۍ وپېژني او د نوښت لپاره نوې لارې ومومي. له بلې خوا، ژباړه او نړیواله کره‌کتنه د فرهنګونو د متقابل تفاهم لپاره هم ځانګړی اهمیت لري. انسان کله چې د بل ملت ژوند، دردونه، ارزښتونه او فکرونه د هغه د ادیب او مفکر له نظره وپېژني، د بل په اړه یې تصور له سطحي قضاوت څخه د ژور درک پر لور ځي. په همدې توګه ادبیات د ملتونو ترمنځ د زغم، متقابل احترام او فرهنګي تفاهم زمینه برابروي.

د پښتو ادب په برخه کې دا مسئله لا ډېره مهمه ده. موږ باید نړیوال ادبیات او د کره‌کتني نظریې پښتو ته را وژباړو، خو یوازې د نقل او ړانده تقلید لپاره نه؛ بلکې د دې لپاره چې خپل ادبي فکر ورباندي غني کړو او بیا خپلې ادبي تجربې هم نړیوالو ژبو ته انتقال کړو. یعنې اړیکه باید دوه‌ اړخیزه وي: له نړۍ څخه اخیستل او نړۍ ته ورکول.په پایله کې ویلی شم چې ژباړه د نړۍ د فکري او ادبي میراث دروازې پرانیزي، نړیواله کره‌کتنه د دغو اثارو د فهم او ارزونې علمي وسایل برابروي، او دواړه په ګډه د ادبي فکر د پراختیا، د نویو ادبي تحریکونو د رامنځته کېدو، د فرهنګي تفاهم او د ادبیاتو د معاصر کېدو لپاره زمینه برابروي. که دا بهیر له علمي دقت، مسلکي ژباړې او انتقادي شعور سره مل وي، نو د یوې ژبې ادب له نړیوال ادبي بهیر سره په فعاله او متقابله اړیکه کې داخلولای شي.

مسعود: که موږ و غواړو د  نړیوال ادب د مهمو، اغېزناکو او تلپاتو نښیرونه(آثار) له لارې د انسان، ټولنې، مینې، جګړې، ازادۍ، اخلاقو او د ژوند د معنا په اړه ژوره مطالعه وکړو، ستاسو په اند کومو نوموتو نښیرونو (آثارو) د خپل مهم او ځانکړي ارزښت په درلودلو سره، د نړۍ پر ادبیاتو او د انسان پر اند او فکري تاریخ یې ژور اغېز کړی دی. ښه به وي که د دغو ګټورو او اغېزناکو نښیرونو(آثارو) نومونه او د دوی علمي، ادبي او فکري ارزښت، منځپانګه، اصلي موضوع، فلسفي او انساني پیغام راته په ګوته کړئ.

استاد سیماب: دا پوښتنه بېخي زیاته علمي او څېړنيزه بڼه لري زه به تر خپله وسه پوري هڅه وکړم چي څه نا څه ځواب شي خو انسان په خپل وس پړ دی. که موږ نړیوال ادب د انسان د فکري او معنوي تاریخ د یوه ستر میراث په توګه مطالعه کړو، نو داسې ډېر اثار لرو چې نه یوازې په خپلو ژبو او زمانو کې مهم پاته شوي دي، بلکې د نړۍ پر ادبي بهیر، فلسفي فکر او د انسان پر تصور یې ژور اغېز کړی دی. البته  تر ټولو مهمو اثارو ټاکل یوه نسبي مسئله ده؛ خو که د انساني تجربې، ادبي اغېز، فلسفي ژورتیا او تاریخي اهمیت له مخه یو شمېر بنسټیز اثار وټاکو، نو دا لاندې اثار ځانګړی ځای لري:

د هومر ایلیډ (Iliad) او اوډیسي (Odyssey): دا لرغوني یوناني حماسي اثار د لوېدیځ ادب له بنسټیزو سرچینو څخه ګڼل کېږي. «ایلیډ د جګړې، قهر، ویاړ، مرګ او د انسان د برخلیک موضوعات رااخلي، په داسې حال کې چې اوډیسي د سفر، کور، وفادارۍ او د انسان د بېرته خپل هویت ته د ستنېدو داستان دی. د دغو اثارو اهمیت یوازې په حماسي جوړښت کې نه دی، بلکې د انسان د اتلولۍ، کمزورۍ او برخلیک په اړه ژورې پوښتنې هم مطرح کوي.

د سوفوکلیس اویډیپوس رکس (Oedipus Rex): دا یوناني ترېجیډي د انسان، تقدیر، ارادې، ناپوهۍ او حقیقت ترمنځ پیچلې اړیکه څېړي. اویډیپوس د حقیقت د موندلو په لټه کې داسې حقیقت ته رسېږي چې د ده ټول ژوند بدلوي. اثر دا پوښتنه راولاړوي چې انسان تر کومه حده د خپل برخلیک واکمن دی او د حقیقت پېژندنه څه بیه لري.

د دانتې (Divine Comedy): د دانتې اثر د منځنیو پېړیو د اروپايي فکر، دیني تصور، فلسفې او اخلاقو یو ستر ادبي انعکاس دی. د دوزخ، برزخ او جنت له سفر څخه په استفادې دانتې د ګناه، عدالت، توبې، مینې او نجات په اړه یوه پراخه فکري نړۍ جوړوي. د اثر ځانګړنه دا ده چې دین، فلسفه او شعر یې په یوه ستر هنري جوړښت کې سره یوځای کړي دي.

د شکسپیر هملېټ (Hamlet): هملېټ د انسان د نفسیات، شک، انتقام، اخلاقو، مرګ او وجود په اړه له ژورو ادبي اثارو څخه دی. د “اوسېدل یا نه اوسېدل” پوښتنه د انسان د وجود، انتخاب او شک یوه پراخه فلسفي مسئله ګرځي. د شکسپیر اهمیت په دې کې هم دی چې د انسان داخلي نړۍ یې د ډرامې له لارې په بې‌ساري ژورتیا انځور کړې ده. د ده مېکبت (Macbeth) د واک، حرص، وجدان، جرم او سقوط تراژیدي ده. اثر ښيي چې نامحدود قدرت غوښتل څنګه انسان له اخلاقي پولو تېروي او په پای کې یې له دننه څخه له منځه وړي. له همدې امله «مکبث» یوازې یوه تاریخي یا سیاسي کیسه نه ده، بلکې د انساني حرص او واک‌غوښتنې تلپاتې مطالعه ده.

د سروانتس، ډان کیشوت (Don Quixote): دا اثر د عصري ناول له مهمو بنسټونو څخه ګڼل کېږي. سروانتس د خیال او واقعیت، ارمان او ژوند، فرد او ټولنې ترمنځ ټکر په طنزي او ژور انساني انداز بیانوي. د اثر لویه پوښتنه دا ده چې انسان باید نړۍ هماغسې ومني لکه څنګه چې ده، که هڅه وکړي هغه د خپلو ارمانونو له مخې بدله کړي؟

د ټالسټای جګړه او سوله (War and Peace): دا ستر ناول جګړه، مینه، کورنۍ، ټولنه، تاریخ او انساني برخلیک په یوه پراخ ټولنیز او فلسفي انځور کې راټولوي. ټالسټای یوازې د جګړې پېښې نه بیانوي، بلکې د فرد او تاریخ اړیکه هم څېړي او پوښتي چې تاریخ رښتیا د سترو شخصیتونو په لاس جوړېږي که د میلیونونو انسانانو د ګډو کړنو پایله ده.

د دوستویفسکي،  جرم او جزا (Crime and Punishment): دا اثر د جرم، وجدان، ګناه، اخلاقي مسؤلیت او توبې ژوره نفسياتي او فلسفي څېړنه ده. راسکولنیکوف هڅه کوي چې د خپل فکري تصور له مخې د جرم لپاره ځان ته توجیه پیدا کړي، خو وجدان یې ورسره مقابله کوي. د اثر اساسي پوښتنه دا ده چې ایا انسان کولای شي د اخلاقي قوانینو له پولې ووځي او بیا هم له خپل وجدان څخه وتښتي؟

د ویکتور هوګو، بدبختان (Les Misérables): دا اثر د فقر، عدالت، قانون، ټولنیزې نابرابرۍ، مینې، قربانۍ او انساني کرامت په اړه یو پیاوړی انساني پیغام لري. هوګو د یوه مجرم په نوم پېژندل شوي انسان له ژوند څخه دا پوښتنه راپورته کوي چې انسان باید د خپل تېر عمل له مخې تعریف شي، که د بدلون او اصلاح حق هم لري؟ په دې اثر کې عدالت له انسانیت سره مخامخ کېږي.

د البر کامو،  (The Stranger): کامو د دې ناول له لارې د انسان د بېگانګۍ، پوچ‌والي، مرګ او د ژوند د معنا مسئله مطرح کوي. د اثر فلسفي اړخ دا دی چې انسان په داسې نړۍ کې د معنا په لټه کې دی چې ښايي خپله کومه مطلقه معنا ونه لري. د کامو اثر انسان د خپل وجود او انتخاب پر وړاندې د مسؤلیت په اړه فکر کولو ته اړ کوي.

د ګابریل ګارسیا مارکیز ، سل کاله یوازېتوب (One Hundred Years of Solitude): دا ناول د لاتینې امریکا تاریخ، سیاست، استبداد، کورنۍ، مینې، حافظې او ټولنیزې تجربې په جادويي واقع‌پالنه کې بیانوي. مارکیز د افسانې او واقعیت ترمنځ داسې ادبي نړۍ جوړوي چې سیمه‌ییزه تجربه په نړیواله انساني معنا بدلوي. د اثر یوه مهمه موضوع د تاریخ تکرار او د انسان او ټولنې د حافظې مسئله ده.

د هرمان هسه «سدهارتا» (Siddhartha):دا اثر د ځان‌پېژندنې، معنوي سفر، حقیقت، مینې او د ژوند د معنا په اړه فلسفي او انساني بحث وړاندې کوي. سدهارتا د ژوند د حقیقت د موندلو لپاره له بېلابېلو تجربو تېرېږي او په پای کې دې نتیجې ته رسېږي چې ځینې حقیقتونه یوازې د ژوند د تجربې له لارې درک کېدای شي، نه یوازې د نورو له تعلیم څخه.

د مولانا جلال‌الدین بلخي ، مثنوي معنوي،: مثنوي د اسلامي ـ شرقي فکري او عرفاني ادب له ستر نړیوالو اثارو څخه دی. د انسان د نفس، مینې، معرفت، اخلاقو، روحاني سفر او د انسان او خالق د اړیکې په اړه ژورې فلسفي او عرفاني معناوې لري. د مولانا ځانګړنه دا ده چې سترې فلسفي او معنوي مسئلې یې د کیسو، تمثیلونو او شاعرانه بیان له لارې عام فهمه کړې دي.

د فردوسي ، شاهنامه، شاهنامه یوازې یوه حماسي منظومه نه ده؛ بلکې د تاریخ، هویت، اتلولۍ، اخلاقو، عدالت، واک، مینې او انساني برخلیک ستر ادبي روایت دی. فردوسي د اسطورې او تاریخ له لارې د انسان او ټولنې د ارزښتونو انځور وړاندې کوي او د فارسي ژبې او فرهنګي حافظې په ساتنه کې یې بې‌ساری رول لوبولی دی.

که دا ټول اثار په یوه اجتماعي نظر وګورو، نو څرګندېږي چې د دوی ترمنځ سره له ژبې، زمانې او فرهنګ د توپیر، یوه ګډه انساني کرښه موجوده ده: ؛ انسان څوک دی؟ څنګه باید ژوند وکړي؟ د ازادۍ او پابندۍ(مسؤلیت) اړیکه څه ده؟ مینه، جګړه، عدالت، اخلاق، قدرت او مرګ د انسان پر ژوند څه اغېز لري؟ او انسان د خپل ژوند معنا څنګه مومي؟ همدا هغه ټکی دی چې نړیوال ادب له ساده کیسه‌ویلو څخه د بشري فکر او تجربې لويي زخيرې ته لوړوي. لوی ادبي اثر یوازې د یوې زمانې خبره نه کوي؛ بلکې هر نسل ته د خپل ژوند، خپلې ټولنې او خپل انسان په اړه د بیا فکر کولو فرصت ورکوي.البته، دا لړۍ د نړۍ د ټولو مهمو ادبي اثارو بشپړ فهرست نه دی. د روسي، هندي، چینايي، جاپاني، عربي، افریقايي، لاتیني امریکايي او ګڼ نور اثار هم شته چې د نړیوال ادب په جوړښت کې ځانګړی ځای لري. د پښتو ادب هم باید په همدې نړیواله منظومه کې د خپلو غوره اثارو له لارې وکتل شي؛ ځکه نړیوال ادب یوازې هغه ادب نه دی چې له لویدیځ څخه نړۍ ته راغلی، بلکې د بېلابېلو ملتونو هغه ادبي میراث دی چې د انسان د ګډې تجربې د بیان وړتیا لري.

مسعود: د نړېوال لرغوني ادبیاتو تاریخي شالید، رېښې، آر، فکري او هنري بنسټونه او ارزښتونه، ځانګړتیاوې او منځپانګه څه ډول ارزوئ؟

استاد سیماب: نړیوال لرغوني ادبیات د بشري تمدن له لومړنیو فکري او هنري تجربو سره تړاو لري. د ادب کره پیل په یوه مشخصه نېټه او یوه ځانګړې جغرافیه پورې نه شو محدودولای؛ ځکه د انسان له خوا د تجربو، احساساتو، پېښو، اسطورو او ټولنیزو ارزښتونو د اظهار اړتیا له هغه وخت سره تړلې ده چې انسان د خپل چاپېریال د درک او تفسیر لپاره ژبه او روایت کارول پیل کړل. په لومړیو پړاوونو کې دغه ادبي تجربه تر ډېره شفاهي وه او وروسته د لیکدودونو له رامنځته کېدو سره په لیکلي ادب بدله شوه.د لرغوني ادب مهمې ریښې په هغو لومړنیو تمدنونو کې لیدل کېږي چې د لیکدود او ښاري ژوند بنسټونه یې کښېښول؛ لکه د بین‌النهرین، لرغوني مصر، هند، چین، یونان او روم تمدنونه. د بین‌النهرین «ګیلګمېش حماسه» د نړۍ له تر ټولو پخوانیو پاته شوو حماسي متنونو څخه ده. په لرغوني مصر کې مذهبي، اخلاقي او مرګ‌وروسته ژوند پورې اړوند متنونه وده وکړه. په هند کې ویدونه، مهابهارت او رامایان د دیني، فلسفي، حماسي او اخلاقي فکر پراخې سرچینې دي؛ او په چین کې د کنفوسیوسي او نورو فکري مکتبونو تر اغېز لاندې ادبي او فلسفي متنونه رامنځته شول.په یوناني ادب کې بیا حماسه، ترېجډي، کامیډي او فلسفي ـ ادبي فکر په داسې کچه وده وکړه چې د نړۍ د ادبي او هنري تاریخ پر راتلونکو پړاوونو یې ژور اغېز وکړ. د هومر ایلیډ او اوډیسي د حماسې ستر مثالونه دي او د ایسخیلوس، سوفوکلیس او اوریپیدس تراجیډیو د انسان، تقدیر، اخلاقو، واک او ټولنیز مسؤلیت په اړه ژورې پوښتنې مطرح کړې دي. ارسطو بیا د شاعرۍ فن(بوطيقا) په څېر اثارو کې د ادبي او هنري ارزونې لپاره مهم نظری بنسټونه وړاندې کړل.د لرغوني ادب فکري بنسټ تر ډېره د انسان، طبیعت، خدایانو، تقدیر، اخلاقو، مرګ، اتلولۍ، عدالت او ټولنیز نظم په اړه د انسان له لومړنیو پوښتنو څخه جوړ شوی و. لرغوني انسان غوښتل د طبیعي پېښو، ژوند او مرګ او د نړۍ د پیدایښت لپاره معنا پیدا کړي؛ له همدې امله اسطوره، دین، فلسفه او ادب په لومړنیو ادبي متونو کې ډېر ځله له یو بل څخه جلا نه وو.

له هنري پلوه، لرغونی ادب پر حماسه، اسطوره، تمثیل، سمبول، تکرار، مبالغې، موزونې ژبې او شفاهي روایت ولاړ و. حماسي داستانونه د اتلانو، جګړو او ملتونو د برخلیک روایتونه وو، اسطورو د طبیعت او هستۍ د پېښو لپاره معنوي او تخیلي تفسیرونه وړاندې کول او تراجیډۍ د انسان د اخلاقي انتخابونو او د هغه د برخلیک ترمنځ ټکر په هنري بڼه بیانوه.د لرغوني ادب یوه مهمه ځانګړتیا دا ده چې فرد او ټولنه پکې ډېر نږدې تړلي دي. اتل یوازې شخصي ژوند نه لري، بلکې د خپلې کورنۍ، قبیلې، ښار، ملت او دین استازیتوب هم کوي. له همدې امله د عزت، وفادارۍ، مېړانې، قربانۍ، عدالت، کورنۍ او ټولنیز مسؤلیت ارزښتونه پکې ډېر پیاوړي دي. بله مهمه ځانګړتیا یې اسطوري او حماسي تخیل دی. خدایان، ديوتاګان، اتلان، فوق‌العاده پېښې او خیالي موجودات د لرغوني ادب د تخیل مهم عناصر دي. خو باید دا موضوع یوازې د خیال په توګه ونه ارزول شي؛ ځکه اسطوره د لرغوني انسان د نړۍ لید، وېرې، هیلو، اخلاقي تصور او د هستۍ د تفسیر یوه مهمه وسیله وه.د لرغوني ادب په منځپانګه کې د جګړې او سولې، مینې، اتلولۍ، واک، عدالت، انتقام، مرګ، برخلیک، دین، اخلاقو، کورنۍ او ټولنیز نظم موضوعات ډېر تکرارېږي. دا موضوعات که څه هم د لرغونو ټولنو له شرایطو سره تړلي دي، خو د انسان له تلپاتې تجربو سره اړیکه لري؛ له همدې امله د لرغوني ادب ډېری اثار تر نن ورځې د لوستلو او څېړلو وړ پاته دي. زما په خيال د لرغوني ادب تر ټولو ستر ارزښت دا دی چې د بشري تمدن ؛ لومړنی فکري او فرهنګي حافظه خوندي ساتي. موږ د دغو اثارو له لارې یوازې د پخوانیو انسانانو کیسې نه لولو، بلکې د هغوی د نړۍ لید، اخلاق، ټولنیز جوړښت، دیني باورونه، فلسفي پوښتنې او د انسان په اړه تصورات هم پېژنو.له همدې امله لرغونی ادب باید د ننني ادب په معیارونو یوازې محدود او محکوم نه شي؛ بلکې باید د خپل تاریخي، فرهنګي او فکري چاپېریال په رڼا کې ولوستل او وارزول شي. د هغه اصلي اهمیت دا دی چې د معاصر ادب او فکر تر شا د بشري تجربې هغه اوږد تاریخي تسلسل راښيي چې انسان پکې له اسطورې څخه فلسفې، له شفاهي روایت څخه لیکلي متن او له ساده حماسې څخه پېچلو ادبي ژانرونو ته سفر کړی دی.په لنډه توګه، نړیوال لرغونی ادب د بشري تمدن د حافظې، تخیل، فکر او هنري تجربې لومړنۍ ستر خزانه ده. د هغه ریښې په شفاهي روایت، اسطوره، دین، فلسفه او ټولنیز ژوند کې دي؛ بنسټونه یې په حماسه، ترېجیډي، شعر، تمثیل او روایت کې وده کړې او ارزښت یې په دې کې دی چې د انسان د فکري او هنري تکامل یوه مهمه تاریخي نقشه وړاندې کوي.

مسعود: د نړیوالو لرغوني ادبیاتو د رامنځته کېدو مهم عوامل او دک ودلیل کوم دي؟ او دا راته وویاست، چې  د نړیوالو لرغوني ادبیاتو په ارزونه کې کوم معیارونه باید وکارول شي؟

استاد سیماب: زما په خيال نړیوال لرغونی ادب د یوه واحد عامل محصول نه دی، بلکې د انسان د فردي او ټولنیز ژوند د بېلابېلو اړتیاوو، تاریخي شرایطو او فکري تجربو له ګډ تعامل څخه رامنځته شوی دی. په لومړیو کې انسان غوښتل خپلې تجربې، وېرې، خوښۍ، هیلو، پېښې او د طبیعت په اړه خپل تصور نورو ته ولېږدوي؛ همدا اړتیا د روایت او ادب د رامنځته کېدو له لومړنیو عواملو څخه وه.د لرغوني ادب د رامنځته کېدو مهم عوامل په لاندې ډول یادولای شو:

لومړی: شفاهي روایت او د حافظې اړتیا. له لیکدود څخه مخکې انسان خپلې تاریخي پېښې، افسانې، حماسې، دودونه او ټولنیزې تجربې په شفاهي ډول له یوه نسل څخه بل نسل ته انتقالولې. شعر، سندره، متل، کیسه، افسانه او حماسه د همدې شفاهي فرهنګ مهمې بڼې وې.

دویم: دین او اسطوره.لرغوني انسان د طبیعت، مرګ، ژوند، باران، وچکالۍ، لمر، سپوږمۍ او د نړۍ د پیدایښت د توضیح لپاره له اسطورو او دیني باورونو څخه کار اخیستی. له همدې امله د لومړنیو ادبي متونو یوه لویه برخه له دیني او اسطوري تصوراتو سره تړاو لري.

درېیم: د طبیعت او نړۍ د پېژندلو هڅه. انسان غوښتل د خپل چاپېریال او د هغو پېښو لپاره چې ورباندي نه پوهېدی، معنا پیدا کړي. ادب او اسطوره د دې هڅې یوه تخیلي او فکري وسیله وه.

څلورم: ټولنیز ژوند او ګډه حافظه.د قبیلې، کورنۍ، ښار او ملت له رامنځته کېدو سره د ګډ هویت، تاریخي حافظې او ټولنیزو ارزښتونو د ساتلو اړتیا پیدا شوه. حماسو او داستانونو د قومونو د اتلانو، جګړو، مهاجرتونو او تاریخي تجربو یاد ژوندی ساته.

پنځم: جګړې او اتلولي. د لرغونو ټولنو په ژوند کې جګړې او د سیمو او واک پر سر شخړې مهمې وې. له همدې امله د اتلانو، جګړو، بریاوو، ماتې، مېړانې او قربانۍ روایتونه د حماسي ادب د رامنځته کېدو مهم لامل شول.

شپږم: د اخلاقي او ټولنیزو ارزښتونو انتقال.ادب د دې وسیله هم وه چې ټولنې خپل اخلاقي اصول، دودونه، د ښه او بد تصور، د عدالت مفهوم او د فرد او ټولنې اړیکې راتلونکو نسلونو ته انتقال کړي.

اووم: د لیکدود او تمدنونو رامنځته کېدل. کله چې لیکدودونه، ښارونه او منظم تمدنونه رامنځته شول، شفاهي ادبي میراث په لیکلي متن بدل شو. په دې توګه د بین‌النهرین، مصر، هند، چین، یونان او نورو لرغونو تمدنونو ادبي آثار تر موږ پورې راورسېدل.

د لرغوني ادب د ارزونې په برخه کې بیا زما په اند تر ټولو مهم اصل دا دی چې لرغونی اثر باید د خپل وخت، خپل فرهنګ او خپل فکري چاپېریال په رڼا کې وارزول شي، نه دا چې یوازې د نن ورځې له معیارونو سره وتلل شي. د ارزونې مهم معیارونه یې دا دي:

تاریخي معیار: اثر باید د خپل تاریخي وخت، ټولنیزو شرایطو او د هغه د رامنځته کېدو له تاریخي وضعیت سره په تړاو وکتل شي.

فرهنګي او ټولنیز معیار: باید وڅېړل شي چې اثر د خپلې ټولنې کوم ارزښتونه، دودونه، باورونه، ټولنیز جوړښت او ګډه حافظه منعکسوي.

فکري او فلسفي معیار: د اثر اساسي فکر، د انسان او نړۍ لید، د ژوند، مرګ، تقدیر، عدالت، اخلاقو او نورو بنسټیزو مسئلو په اړه تصور باید تحلیل شي.

هنري او ادبي معیار: د اثر ژبه، اسلوب، تخیل، تصویر، سمبول، روایت، کرکټر جوړونه، حماسي یا ترېجیډي جوړښت او د بیان هنري ځواک باید وارزول شي.

ژانري او جوړښتي معیار: اثر باید د خپل ژانر له ځانګړتیاوو سره سم وکتل شي. د یوې حماسې، ترېجیډۍ، اسطورې او فلسفي متن د ارزونې معیارونه یو شان نه شي کېدای.

د شفاهي روایت معیار: د لرغونو اثارو د ارزونې پر مهال باید د شفاهي ادب ځانګړتیاوې، تکرار، موزونیت، حافظوي جوړښت او د روایت د انتقال ځانګړنې په پام کې ونیول شي.

انساني او نړیوال ارزښت: باید دا هم وکتل شي چې اثر له خپلې ځانګړې ټولنې او زمانې څخه هاخوا کومه ګډه انساني تجربه بیانوي او ولې تر نن پورې د لوستلو او څېړلو وړ پاتې شوی دی.

 د اغېز او دوام معیار: د یوه لرغوني اثر اهمیت یوازې په عمر نه سنجول کېږي؛ بلکې باید وکتل شي چې پر وروسته ادبیاتو، فلسفې، هنر، دیني او ټولنیز فکر یې څه اغېز کړی او ولې یې ادبي ژوند دوام موندلی دی.

نو زما په اند د لرغوني ادب د ارزونې لپاره باید تاریخي، فرهنګي، ټولنیز، فکري، فلسفي، هنري، ژانري او انساني معیارونه په ګډه وکارول شي. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې نه یې باید یوازې د لرغونتوب له امله وستایو او نه یې د معاصرې زمانې د معیارونو له مخې رد کړو؛ بلکې د خپل وخت په شرایطو کې یې وپېژنو او بیا یې هغه هنري او فکري ارزښتونه راوسپړو چې د زمانې له پولو اوړي او د بشري تجربې برخه ګرځي. په همدې ډول موږ کولای شو له لرغوني ادب څخه یوازې تاریخي معلومات وانخلو، بلکې هغه د بشري فکر، تخیل، فرهنګي حافظې او ادبي تکامل د یوې مهمې سرچینې په توګه هم درک کړو.

مسعود: ښه به وي که تاسو د نړېوالو لرغوني ادبیاتو د نومیالیو او پېژندل شويو سټو او د دوی د اغېزناکو، مهمو او ارزښتمنو نوموتو منظومو او منثورو نښیرونو(آثارو) د ارزښت او اغېز په تړاو په لنډه توګه مالومات راکړئ؟

استاد سیماب:زما په خيال دا په پورته يوه ورته پوښتنه کي ځواب شوي دي بيا ځوابېدل به يې تکرار رامنځ ته کړي.   

مسعود: د لرغوني نړېوالو ادبیاتو درې سترې ځانګړنې ډېرې څرګندې دي: حماسه او اتلولي، اساطیر او دیني نړۍ‌لید، او د انسان د برخلیک او اخلاقو پوښتنې. « د ګیلګامش حماسه»، « ایلیاد او اودیسه»، « مهابهارت او راماینه»، « شاهنامه»، « د یوناني تراژیدۍ آثار، سوفوکلس، ایسخیلوس او اوریپیدس د دې ژانر ستر نومونه دي». دا نښیرونه(آثار) ډېر مهم، اغېزناک او ځانګړي دي. تاسو د دغو یاد شویو نښیرونو(آثارو)، ادبي، فلسفي، حماسي، ټولنیز او سیاسي فکر، دیني او اخلاقي، د ژبې او فرهنګي ارزښتونو، ځانګړتیاوې او تاریخي اغېز څنګه ارزوئ؟ ښه به وي که په اروپا، اسیا او منځني ختیځ کې د دغو نښیرونو(آثارو) ژور اغېز په تړاو پر ادبیاتو او فلسفي اندونو او فکرونو رڼا واچوئ. 

استاد سیماب: پر دې باندي هم خبره شوې ده البته  د نړیوال لرغوني ادب په پراخه لمنه کې د هومر ایلیډ او اوډیسي، د سوفوکلیس اویدیپوس پاچا، د ویرژیل انیید د اوید میټامورفوزس او د اېزپ تمثیلي کیسې ځانګړی ځای لري. په بین‌النهرین کې د ګیلګمېش حماسه، په هند کې مهابهارت او رامایان او په چین کې  د شعرونو کتاب د لرغوني ادب له مهمو او اغېزناکو میراثونو څخه دي.د دغو اثارو ارزښت یوازې په لرغونتوب کې نه دی؛ بلکې د انسان، مینې، جګړې، اتلولۍ، اخلاقو، عدالت، واک، تقدیر، مرګ او د ژوند د معنا په څېر تلپاته انساني موضوعات یې په هنري او فکري بڼه بیان کړي دي. همدا لامل دی چې د دوی اغېز تر لرغونو زمانو محدود نه شو، بلکې د نړۍ پر وروسته ادبیاتو، فلسفي فکر او هنري روایتونو یې ژور اغېز پرېښی دی. نو که د نړیوال لرغوني ادب د مهمو څېرو او اثارو یادونه کوو، باید د هغوی نومونه یوازې د تاریخي معلوماتو په توګه نه، بلکې د معاصر نړیوال ادب د فکري او هنري ریښو په توګه هم وڅېړو.

مسعود: د ارسطو مهم، ګټور او ځانګړی نښیر(اثر)، «بوطیقا» چې  د ادبپوهنې په تاریخ کې، په تېره بیا د ادبي تیوري بنسټ ګڼل کېږي. تاسو د دې لارښود نښیر(اثر) تاریخي او ادبي ارزښت، لرغونی قدامت او دوامدار اغېز څه ډول ارزوئ؟

استاد سیماب: زما په خيال د ارسطو بوطیقا (Poetics) د ادبپوهنې په تاریخ کې له هغو بنسټیزو او لارښود اثارو څخه ده چې د ادبي تیورۍ د علمي مطالعې لپاره یې یوه نوې فکري لاره پرانیسته. د دې اثر ځانګړنه دا ده چې ارسطو ادبیات یوازې د ذوق او ښکلا له مخې نه څېړي، بلکې د ادبي اثر جوړښت، د هغه اجزا، د روایت څرنګوالی او پر انسان د هنر اغېز په تحلیلي او استدلالي ډول څېړي. بوطیقا په ځانګړې توګه د ترېجیډۍ، حماسې، کردار، عمل، پېښې، پلاټ، ژبې، فکر او هنري وحدت په اړه مهم بحثونه لري. ارسطو د ترېجیډۍ د جوړښت په تحلیل کې عمل او پلاټ ته ځانګړی اهمیت ورکوي او ښيي چې د پېښو منظم او هنري تنظیم څنګه د ادبي اثر اغېز زیاتوي. د کتارسیز catharsis مفهوم یې هم د ترېجیدۍ د اغېز د تشریح لپاره له خورا بحث‌ پارونکو نظریاتو څخه دی. د بوطیقا تاریخي قدامت هم ځانګړی دی. دا اثر د میلاد څخه مخکې د څلورمې پېړۍ له یوناني فکري چاپېریال سره تړاو لري؛ یعنې د ادبي تیورۍ په تاریخ کې له دوه زره کلونو څخه زیات پخوانی میراث لري. سره له دې اوږد تاریخي واټن څخه، د اثر ډېرې مسئلې لا هم د ادبي تیورۍ او نقد په بحثونو کې مطرح دي. د دې اثر دوامدار اغېز په دې کې هم لیدل کېږي چې وروسته بېلابېلو ادبي مکتبونو او کره‌کتونکو د پلاټ، ترېجیډۍ، تقلید (Mimesis)، هنري وحدت او کتارسیز په څېر مفاهیمو ته بیا بیا مراجعه کړې ده. البته معاصر ادبپوهنه د ارسطو ټول نظریات په هماغه بڼه نه مني؛ بلکې د نویو نظریو، ژانرونو او ادبي تجربو په رڼا کې یې نقد او بیا تفسیر کوي.

زما په فکر د بوطیقا تر ټولو لوی ارزښت دا دی چې ادبي اثر یې د علمي او منظم تحلیل وړ موضوع وګرځاوی. ارسطو موږ ته دا درس راکوي چې ادبي اثر باید یوازې د لیکوال د احساس یا لوستونکي د ذوق له مخې ونه ارزول شي، بلکې د هغه جوړښت، هنري منطق، د اجزاوو اړیکه او پر انسان د اغېز څرنګوالی هم باید وڅېړل شي. البته، د بوطیقا ارزښت باید د هغې د تاریخي زمانې په رڼا کې وارزول شي. دا اثر تر ډېره د یوناني ترېجیدۍ او حماسې پر تجربو ولاړ دی؛ نو د معاصر ناول، لنډې کیسې، ازاد شعر او نورو نویو ژانرونو د ټولو ځانګړتیاوو د تشریح لپاره یوازې بوطیقا بسنه نه کوي. خو د دې اثر ستره ځانګړنه دا ده چې د ادبي اثر د جوړښت او هنري ماهیت د منظمې څېړنې هغه بنسټ یې کېښود چې وروسته ادبي تیورۍ پرې پراختیا وموندله. له همدې امله ویلی شو چې بوطیقا یوازې یو لرغونی اثر نه دی؛ بلکې د ادبپوهنې د فکري تاریخ یوه ژوندۍ سرچینه ده. د هغه دوامدار اغېز دا ثابتوي چې سترې علمي نظریې له خپل تاریخي وخت څخه اوړي، خو د هرې نوې زمانې په رڼا.

مسعود: ستاسو له لیده د ارسطو د «بوطیقا» نښیر(اثر) د ادبي تیورۍ له اوسنیو معیارونو سره پرتله کېدای شي او که نه؟

استاد سیماب:  زما له نظره د ارسطو بوطیقا له اوسنیو ادبي تیوریو سره پرتله کېدای شي، خو دا پرتله باید یوازې د تیوریو د نومونو او اصطلاحاتو پر بنسټ نه وي؛ بلکې د ادبي متن د جوړښت، معنا او د هغه د فکري او کلتوري موادو له مخې وي. د ارسطو بوطیقا د ادبي اثر د جوړښت، پېښې، کردار، عمل، وحدت او د معنا د تنظیم په اړه هغه بنسټیز بحثونه مطرح کړي چې تر ډېره د معاصرې ادبي تیورۍ له ځینو بحثونو سره اړیکه لري. خو د «پښتو ادب تیورۍ» (کومه چي ما په خپل کتاب کي وړاندي کړې ده)  له نظره ادبي متن یوازې یو جوړښتي او ژبنی جوړښت نه دی؛ متن د یوې ټولنې د فکري، کلتوري، تاریخي، ټولنیز او انساني تجربې انعکاس او د معنا د تولید یو فعال نظام هم دی.له همدې امله، د ارسطو بوطیقا د متن د جوړښت او داخلي نظام په برخه کې ډېر مهم بنسټ ګڼل کېدای شي، خو د «پښتو ادب تیورۍ» په پراخ لید کې باید ورسره دا پوښتنه هم مطرح شي چې: په متن کې کوم فکري او کلتوري مواد شته، دغه مواد څنګه د متن له جوړښت سره یوځای معنا تولیدوي، او د پښتني ټولنې ژبه، دودونه، ارزښتونه، شفاهي حافظه او اجتماعي تجربه څنګه په ادبي متن کې ځان څرګندوي؟ زما په وړاندي شوې تيورۍ کې بوطیقا د ادبي متن د مطالعې د یوې مهمې تاریخي او جوړښتي سرچینې په توګه ځای لري، خو د پښتو ادب تیوري یې ساحه پراخوي؛ یعنې دا چي اثر څنګه جوړ شوی؟  ورسره دا پوښتنې هم یوځای کوي: څه معنا لري؟ له کومو فکري او کلتوري موادو جوړ شوی؟ او په خپل کلتوري چاپېریال کې څنګه معنا تولیدوي؟ په دې معنا، ارسطو د متن د جوړښت بنسټیزه دروازه پرانیستې، خو د «پښتو ادب تیوري» د متن د معنا، فکري موادو او کلتوري کوډونو تر ساحې پورې دغه دروازه پراخوي.

مسعود:  تاسو کلاسیک نړېوال ادب څه ډول راپېژنئ؟ او د نړېوال کلاسیکو ادبیاتو تاریخي شالید، رېښې، آر، فکري او هنري بنسټونه او ارزښتونه، ځانګړتیاوې او منځپانګه څه ډول ارزوئ؟

استاد سیماب: زما په خيال کلاسیک نړیوال ادب د بشري تمدن د ادبي او فکري تجربې هغه ستر میراث دی چې ریښې یې د انسان د لومړنیو تمدنونو، اساطیرو، شفاهي روایتونو، دیني او فلسفي افکارو او ټولنیزو تجربو ته رسېږي. نو کلاسیک ادب باید یوازې د یونان او روم په ادبیاتو پورې محدود نه کړو؛ بلکې د بین‌النهرین، مصر، هند، چین، یونان، روم او نورو لرغونو تمدنونو ادبي میراث د دې پراخې نړۍوالې تجربې برخه ده. د کلاسیک ادب آر او بنسټ د انسان په هغو تلپاتې پوښتنو کې دی چې له پخوا څخه تر نن پورې یې د انسان فکر بوخت کړی دی؛ لکه ژوند او مرګ، مینه او جګړه، خیر او شر، عدالت او ظلم، فرد او ټولنه، انسان او برخلیک، قدرت او اخلاق. اساطیر، حماسې، ټرېجیډۍ، شفاهي روایتونه او فلسفي فکرونه د دې ادب له مهمو سرچینو څخه دي. د دې ادب فکري او هنري ارزښت په دې کې دی چې د خپل وخت انساني تجربه یې په داسې هنري بڼه وړاندې کړې چې د زمان او مکان له محدودیتونو څخه اوړي. د «ګیلګمش حماسه، ایلیډ، اوډیسه، مهابهارت او رامایان» د دې ادبي میراث بېلابېلې بېلګې دي. د یوناني ادبي تفکر په برخه کې د ارسطو «بوطیقا» هم ځانګړی ځای لري، ځکه د ادبي اثر د جوړښت، پېښې، کرکټر او ترېجیډۍ په اړه یې منظم بحث وړاندې کړی دی.

د پښتو ادب تیورۍ له نظره د کلاسیک ادب ارزونه یوازې د هغه د قدامت یا تاریخي شهرت پر بنسټ نه کېږي. موږ باید وګورو چې یو ادبي اثر څنګه جوړ شوی، څه معنا تولیدوي، کوم فکري او کلتوري مواد لري، او د خپل ټولنیز او تاریخي چاپېریال تجربه څنګه په هنري متن بدلوي. په دې معنا، کلاسیک ادب یوازې د پخوانیو اثارو مجموعه نه ده؛ بلکې د انسان د فکري، کلتوري او هنري حافظې یوه ژوره برخه ده. د کلاسیک ادب یوه مهمه ځانګړتیا دا ده چې ځانګړې محلي تجربه په پراخه انساني معنا بدلوي. یو اثر کېدای شي د یوې ځانګړې ټولنې، زمانې او کلتور له تجربې څخه رامنځته شوی وي، خو که د انسان له تلپاتې مسئلو سره ژوره اړیکه ولري، نو د نړیوال ارزښت وړ ګرځي. له همدې امله زه کلاسیک نړیوال ادب د معاصر ادب په مقابل کې یو مړ یا تېر شوی پړاو نه ګڼم؛ بلکې هغه د ننني ادبي فکر د تاریخي حافظې او بنسټونو یوه مهمه برخه بولم. د کلاسیک ادب مطالعه موږ ته دا امکان راکوي چې هم د نړیوال ادب د فکري او هنري پرمختګ بهیر درک کړو او هم د پښتو ادب خپلې ځانګړتیاوې له نړیوالو ادبي تجربو سره په علمي او انتقادي توګه پرتله کړو.

مسعود: د نړیوالو کلاسیکو ادبیاتو د رامنځته کېدو مهم عوامل او دک ودلیل کوم دي؟ او دا راته وویاست، چې  د نړیوالو کلاسیکو ادبیاتو په ارزونه کې کوم معیارونه باید پاملرنه وشي؟ 

استاد سیماب: د نړیوالو کلاسیکو ادبیاتو رامنځته کېدل د یوه ځانګړي عامل پایله نه ده، بلکې له بېلابېلو تاریخي، ټولنیزو، فکري، کلتوري او هنري عواملو سره تړاو لري. د انسان د ژوند تجربې، د لومړنیو تمدنونو رامنځته کېدل، شفاهي روایتونه، اساطیر، دیني باورونه، فلسفي فکر، ټولنیز جوړښتونه، جګړې او سیاسي بدلونونه د کلاسیک ادب له مهمو سرچینو څخه دي. په لومړیو پړاوونو کې انسان خپلې تجربې او د نړۍ په اړه خپل تصور په شفاهي روایتونو، حماسو، اساطیرو او سندرو کې بیانول؛ وروسته دغه مواد د لیکلي ادب په بڼه منظم شول او د ادبي آثارو بنسټ یې جوړ کړ. بل مهم عامل د انسان د تلپاتې فکري او انساني مسئلو بیان دی. کله چې ادب د انسان د ژوند له بنسټیزو پوښتنو سره اړیکه پیدا کوي؛ لکه مینه، مرګ، برخلیک، عدالت، جګړه، قدرت، اخلاق، فرد او ټولنه، نو د خپل ځانګړي تاریخي چاپېریال له حدودو څخه وځي او پراخ انساني ارزښت پیدا کوي. خو د کلاسیکو ادبیاتو په ارزونه کې زما په خيال یوازې قدامت، شهرت او تاریخي اهمیت کافي معیارونه نه دي. د یوه کلاسیک اثر د ارزونې لپاره باید لږ تر لږه څو اړخونه په پام کې ونیول شي: لومړی، فکري او انساني ارزښت؛ یعنې اثر د انسان او ژوند په اړه څومره ژور فکر وړاندې کوي. دویم، هنري او جمالیاتي ارزښت؛ یعنې د ژبې، سبک، تصویر، روایت، کرکټر، جوړښت او نورو هنري وسایلو کارونه یې څومره پیاوړي دي. درېیم ،جوړښتي انسجام؛ اثر څنګه جوړ شوی، د پېښو، کرکټرونو او نورو عناصرو ترمنځ اړیکه څنګه رامنځته شوې او ټول جوړښت څنګه معنا تولیدوي. څلورم، کلتوري او تاریخي ژورتیا؛ اثر د خپلې ټولنې، زمانې، کلتور او اجتماعي تجربې کوم مواد په ځان کې لري. پنځم، د معنا د تولید ظرفیت؛ یعنې اثر یوازې د خپل وخت لپاره معنا لري، که نوي نسلونه هم ترې نوې معناوې اخیستلای شي. شپږم، نړیوالتوب او دوام؛ یعنې اثر څنګه له خپلې محلي تجربې څخه داسې انساني معنا رامنځته کوي چې د نورو زمانو او ټولنو لپاره هم د درک او ارزونې وړ وي.

ما په «پښتو ادب تیورۍ»دا خبره کړې ده چي یو اثر یوازې د هغه د ظاهري جوړښت له مخې نه ارزول کېږي؛ بلکې د متن جوړښت، معنا، فکري مواد، کلتوري کوډونه، ټولنیزه تجربه او د متن له چاپېریال سره اړیکه هم مهمه ده. له همدې امله د نړیوال کلاسیک اثر د ارزونې پر مهال باید دا پوښتنه هم مطرح کړو چې: دا اثر څه وايي، څنګه یې وايي، له کومو فکري او کلتوري موادو جوړ شوی، او ولې یې معنا د خپل وخت له حدودو څخه اوښتې ده؟  په همدې اساس، زما په نظر کلاسیک والی یوازې زوړوالی نه دی؛ کلاسیک والی د هنري ځواک، فکري ژورتیا، انساني ارزښت، کلتوري ریښې، د معنا د دوام او د نوو لوستنو د امکان مجموعه ده.

مسعود: ښه به وي که تاسو د نړېوالو کلاسیکو ادبیاتو د نامتو څېرو او پېژندل شويو شخصیتونو او د دوی د ګټورو نوموتو منظومو او منثورو نښیرونو(آثارو) په اړوند په لنډه توګه مالومات راکړئ؟

استاد سیماب: که د نړیوالو کلاسیکو ادبیاتو نوموتې څېرې او اثار په لنډه توګه یاد کړو، نو د نړۍ د بېلابېلو تمدنونو ګڼ داسې ادیبان او اثار شته چې د خپل وخت له حدودو اوښتي او نړیوال ارزښت یې موندلی دی. د بېلګې په توګه: هومر (Homer) د یوناني ادب له لومړنیو لویو شاعرانو څخه دی. د هغه «ایلیډ او اودیسه» د حماسې له مهمو کلاسیکو نښیرونو څخه دي؛ ایلیډ د جګړې، اتلولۍ، غوسې او برخلیک موضوعات او اودیسه د سفر، کور، وفادارۍ او هویت موضوعات رااخلي. سوفوکلس (Sophocles) د یوناني تراژیدۍ ستر شاعر دی او «اودیپ پاچا» یې د برخلیک، انساني ارادې، ناپوهۍ او حقیقت په اړه یو تلپاتې اثر دی. ارسطو بیا د «بوطیقا» په وسیله د ادبي تیورۍ او نقد په تاریخ کې بنسټیز مقام لري.د هند په کلاسیک ادب کې «والميکي د رامایان او ویاس د مهابهارت» له امله ځانګړی ځای لري. «کالیداس» بیا د سنسکرت ادب له سترو شاعرانو څخه دی او «شکونتلا او میغ دوت» یې مشهور اثار دي. د چین او جاپان په کلاسیک ادب کې هم ستر اثار لرو؛ د بېلګې په توګه د «چین د درېو سلطنتونو داستان او د لوېدیځ سفر»، او د جاپان د «موراساکي شیکیبود جنجي داستان» د ختیځ د کلاسیک ادب مهم اثار دي. په اسلامي او ختیځو ادبیاتو کې فردوسي د «شاهنامې»، مولانا جلال‌الدین رومي د «مثنوي معنوي»، سعدي د «ګلستان او بوستان»، او نظامي ګنجوي د «خمسه» له لارې د نړۍ د کلاسیک ادب په تاریخ کې لوړ مقام لري. په عربي ادب کې «الف لیله ولیله» هم د داستاني ادب له تلپاتې اثارو څخه ګڼل کېږي. په اروپايي ادب کې دانته د «کومیډیا یا الهي کومیډیا»، شکسپیر د «هملېټ، مکبث، اوتېلو» او «پاچا لیر» ، او «سروانتس د دون کیشوت» له لارې د نړۍ په ادبي میراث کې تلپاتې ځای لري. د نوي عصر په نړیوالو کلاسیکو ادبیاتو کې ټالسټای د «جګړه او سوله او انا کارېنینا»، دوستویفسکي، د «جرم او سزا او کارامازوف وروڼه»، او مارکېز د «یوسل کاله یوازېتوب» په څېر اثار د انسان، ټولنې، تاریخ، اخلاقو، مینې، قدرت، ګناه او انساني برخلیک ژورې مسئلې څېړي.

زما په فکر، د دغو اثارو کلاسیک والی یوازې په دې کې نه دی چې زاړه یا مشهور دي؛ بلکې د دوی هنري ځواک، فکري ژورتیا، انساني ارزښت، کلتوري ریښې، د معنا دوام او د نوو لوستنو امکان هغه ځانګړنې دي چې دوی یې له خپل تاریخي وخت څخه راوباسي او نړیوال ارزښت ورکوي. یعنې کلاسیک اثر هغه دی چې له خپل ځای او زمان سره ژوره اړیکه ولري، خو معنا یې د انسانانو د نورو زمانو او ټولنو لپاره هم د درک او تأمل وړ وي.

مسعود: تاسو د نړېوالو کلاسیکو ادبیاتو اهمیت او ارزښت، منځپانګه، موضوعات او بنسټیزې ځانګړنې څه ډول ارزوئ؟

استاد سیماب:  دا پوښتنه لږ غوندي تکراري ده نو زه به يې لنډ ځواب دا ووايم چي زما په خیال، د نړیوالو کلاسیکو ادبیاتو ارزښت په دې کې دی چې د بېلابېلو تمدنونو فکري، هنري، ټولنیزې او انساني تجربې یې تر موږ پورې رسولي دي. د دوی مهمې موضوعات د ژوند او مرګ، مینې، جګړې او سولې، عدالت او جبر، فرد او ټولنې، برخلیک، اخلاقو او انساني کرامت په څېر تلپاتې انساني مسئلې دي. د کلاسیکو ادبیاتو بنسټیزې ځانګړنې هنري ځواک، فکري ژورتیا، پیاوړی جوړښت، کلتوري ریښې او د معنا دوام  دي. زما له نظره کلاسیک اثر یوازې ځکه کلاسیک نه دی چې زوړ دی؛ بلکې ځکه کلاسیک دی چې له خپل وخت او کلتور څخه نړیواله معنا ترلاسه کوي او هر نوی نسل یې د نوې لوستنې وړ بولي.

مسعود: ښه به وي  که تاسو د نړېوالو معاصرو ادبیاتو پر فکري او هنري ارزښتونو، ځانګړتیاوې، پیل، پرمختیا او پراختیا په تړاو رڼا واچوئ. د دې زمانې، د ملي،  ادبي، علمي او فلسفي نامتو سټو او د دوی د نښیرونو(آثارو) په تړاو څه لید لرئ؟

استاد سیماب: معاصر نړیوال ادب د شلمې پېړۍ له لومړیو څخه تر نن پورې د ټولنیزو، سیاسي، علمي او فلسفي بدلونونو تر اغېز لاندې په چټکۍ سره وده کړې ده. د دوو نړیوالو جګړو، استعمار، صنعتي او علمي پرمختګ، ښاري کېدو او د انسان د نفسياتي او وجودي ستونزو له امله د ادب موضوعات، جوړښتونه او د اظهار لارې هم بدلې شوې دي. په معاصرو ادبیاتو کې د فرد ازادي، هویت، جګړه، استعمار، مهاجرت، بې‌عدالتي، جنسیت، ټولنیز بدلون، یوازیتوب، وجودي بحران او د انسان او ټکنالوجۍ اړیکه مهمې موضوعات دي. له هنري پلوه بیا د دودیزو قالبونو پر ځای د نوې کیسې، جریانِ شعور، سمبول، ازاد شعر، تجربوي روایت او د ژبې او جوړښت نوښت پراختیا موندلې ده. د دې دورې له نامتو څېرو څخه «ټي. اېس. ایلیټ، جېمز جویس، فرانز کافکا، ویرجینیا وولف، ارنسټ هېمنګوې، جورج اوروېل، البر کامو، ژان پل سارتر، ګابریل ګارسیا مارکېز او نجیب محفوظ» او نور د یادونې وړ دي. د دوی اثار د انسان، ټولنې، سیاست، فلسفې او رواني ژوند بېلابېل اړخونه راڅېړي.

زما په اند، د معاصر ادب مهمه ځانګړنه دا ده چې ادب یې یوازې د ښکلا او بیان وسیله نه دی پاتې؛ بلکې د انسان، ټولنې، فکر او زمانې د پېژندنې او پوښتنې یوه ژوره وسیله ګرځېدلې ده. همدا وجه ده چې معاصر ادب د نوو فکري او هنري تجربو د رامنځته کېدو لپاره پراخه زمینه برابره کړې ده.

مسعود: ستاسو په اند معاصر ادبیات د علمي، ادبي، فلسفي او ټولنیزو کره‌کتنو له لارې څنګه وده او پرمختګ کوي؟

استاد سیماب: زما په خيال، معاصر ادبیات د علمي، ادبي، فلسفي او ټولنیزې کره‌کتنې له لارې ځکه وده کوي چې کره‌کتنه د ادب نوي اړخونه کشفوي، ارزښتونه یې سنجوي او د نوښت لپاره فکري زمینه برابروي. علمي کره‌کتنه د اثر جوړښت، ژبه او هنري ځانګړنې څېړي؛ ادبي کره‌کتنه یې سبک او هنري ارزښتونه؛ فلسفي کره‌کتنه یې فکري او وجودي پوښتنې؛ او ټولنیزه کره‌کتنه یې له ټولنې، تاریخ، کلتور او انساني ژوند سره اړیکه روښانوي. زما له نظره، ښه کره‌کتنه باید پر ادب له مخکې ټاکل شوي معیارونه تحمیل نه کړي؛ بلکې د اثر له خپل جوړښت، معنا، فکري موادو او کلتوري چاپېریال څخه د ارزونې معیارونه راوباسي. په همدې توګه کره‌کتنه هم د ادبي اثر ارزښت څرګندوي او هم د نوو ادبي تیوریو، سبکونو او هنري تجربو د رامنځته کېدو زمینه برابروي.

مسعود: د علمي، ادبي او فلسفي نښیرونو(آثارو) ژباړه د معاصرو ادبیاتو پر فکري جوړښت، علمي او ادبي څېړنو څه اغېز لري؟

استاد سیماب: د علمي، ادبي او فلسفي اثارو ژباړه د معاصرو ادبیاتو پر فکري او علمي جوړښت ژور اغېز لري. ژباړه یوازې د یوې ژبې خبرې بلې ژبې ته نه لېږدوي، بلکې فکر، فلسفه، علمي مفاهیم، ادبي تجربې او د نورو ملتونو فرهنګي لیدلوري هم را انتقالوي.په ادبي او علمي څېړنو کې ژباړه د نړۍ له نوو تیوریو، مکتبونو او څېړنیزو میتودونو سره د اړیکې زمینه برابروي، د ادبي نقد افق پراخوي او د نوو ادبي تجربو د رامنځته کېدو سبب کېږي. په ځانګړي ډول زموږ د پښتو ادب لپاره ژباړه د نړیوالو ادبي او فکري تجربو د ترلاسه کولو ترڅنګ د پښتو ادبي ژبې د علمي او اصطلاحي بډاینې وسیله هم ده. نو زما په اند، ژباړه د معاصر ادب لپاره یوازې د انتقال وسیله نه، بلکې د فکري ودې، علمي پرمختګ او ادبي نوښت یوه مهمه سرچینه ده.

مسعود: ستاسو په اند د مصنوعي ځیرکتیا او نوې ټکنالوژۍ پراختیا او پرمختګ به د ادبي ژباړې پر راتلونکي او د معاصرو ادبیاتو په پراخوالي او ودې به څه مثبت او منفي  اغېز ولري؟

استاد سیماب: مصنوعي ځیرکتیا او نوې ټکنالوجي به د ادبي ژباړې او معاصرو ادبیاتو پر راتلونکي دوه اړخیز اغېز ولري. مثبت اړخ یې دا دی چې د ژباړې بهیر چټکوي، د ډېرو ژبو ترمنځ د ادبي اثارو د لېږد زمینه برابروي، څېړنه اسانه کوي او هغه ادبیات هم نړیوالو لوستونکو ته رسولی شي چې تر دې وړاندې یې د ژبې له امله محدود لاسرسی درلود. خو منفي اړخ یې دا دی چې که پر ماشیني ژباړه بې‌له انساني څارنې تکیه وشي، د اثر ادبي ښکلا، کلتوري رمزونه، محلي اصطلاحات، عاطفي ژورتیا او د لیکوال ځانګړی سبک له منځه تللی شي. همدارنګه د لیکوالۍ اصالت، د فکري ملکیت حق او د انسان د تخلیقي ونډې مسئلې هم مهمې ننګونې دي. نو زما په نظر، مصنوعي ځیرکتیا باید د انسان متبادل نه، بلکې د ژباړونکي او لیکوال مرستندویه وسیله وي. که انساني تخلیق، ادبي ذوق او علمي کره‌کتنه ورسره مل وي، نو د معاصرو ادبیاتو د پراختیا لپاره به ډېرې نوې دروازې پرانیزي.

مسعود: نړیوال لرغوني او کلاسیک ادبیات د معاصرو ادبیاتو پر موضوعاتو، ارزښتونو او ادبي  سبکونو څه اغېز کړئ؟

استاد سیماب: نړیوال لرغوني او کلاسیک ادبیات د معاصرو ادبیاتو لپاره د فکري او هنري بنسټ حیثیت لري. د ژوند او مرګ، مینې، جګړې، عدالت، برخلیک، قدرت، اخلاقو او انسان او ټولنې اړیکې هغه موضوعات دي چې له لرغوني ادب څخه تر معاصر ادب پورې دوام لري؛ خو هره زمانه یې د خپلو شرایطو له مخې په نوې بڼه بیانوي.

له هنري پلوه هم کلاسیک ادب د حماسې، ټرېجیدۍ، روایت، سمبول، اسطورې، شخصیت‌جوړونې او داستاني جوړښت ډېرې لارې معاصر ادب ته سپارلې دي. معاصر لیکوالان کله د کلاسیکو اثارو له موضوعاتو او اسطورو سره مستقیمه اړیکه جوړوي او کله یې په نوې معنا او نوې هنري بڼه بیا راژوندي کوي. نو زما په اند، معاصر ادب د کلاسیک ادب یوازې تقلید نه کوي؛ بلکې هغه میراث اخلي، بیا یې تفسیر کوي او د خپل وخت له فکري، ټولنیزو او فرهنګي اړتیاوو سره یې نوې معنا پیدا کوي.

مسعود: ښه به وي که تاسو د نړېوال لرغوني، کلاسیک او معاصرو ادبیاتو ترمنځ بنسټیز، مهم او ځانګړي توپیرونه راته په ګوته کړئ؟

استاد سیماب: د نړیوالو لرغونو، کلاسیکو او معاصرو ادبیاتو ترمنځ توپیر تر ډېره د زمانې، فکري لید، موضوعاتو، هنري جوړښت او د انسان د تصور له بدلون سره تړاو لري.لرغونی ادب تر ډېره له اسطورې، دیني باورونو، طبیعت، قهرمانۍ، برخلیک او له خدایانو سره د انسان د اړیکې پر موضوعاتو راڅرخي. کلاسیک ادب بیا د دې میراث تر څنګ فکري ژورتیا، هنري پخوالی، اخلاقي او انساني ارزښتونه او پیاوړی ادبي جوړښت ته ځانګړی اهمیت ورکوي؛ ځکه یې اغېز تر خپل وخت وروسته هم دوام مومي. معاصر ادب بیا د فردي ازادۍ، هویت، نفسياتي او وجودي بحران، جګړې، استعمار، مهاجرت، ټولنیزې بې‌عدالتۍ، سیاست او د انسان او ټکنالوجۍ اړیکې ته ډېره پاملرنه کوي. له هنري پلوه هم له دودیزو قالبونو څخه ډېرې ازادې لارې غوره کوي او په ژبه، روایت، جوړښت او سبک کې نوښت کوي. په لنډه توګه، لرغونی ادب د اسطورې او برخلیک له نړۍ، کلاسیک ادب د پخې هنري او فکري تجربې له نړۍ، او معاصر ادب د فرد، ټولنې او نوې زمانې له پېچلو مسئلو سره ډېره اړیکه لري. البته دا توپیرونه مطلق نه دي؛ د دغو دریو پړاوونو ترمنځ فکري او هنري تسلسل هم شته.

مسعود: تاسو پښتو لرغوني ادبیات څه ډول راپېژنۍ؟ او دا راته وویاست د پښتو لرغوني ادب، تاریخي سرچینې کومې دي او د څېړنې لپاره کومو اړخونو ته باید ځانګړې پاملرنه وشي؟

استاد سیماب: پښتو لرغونی ادب د پښتنو د ژبني، فکري، تاریخي او فرهنګي ژوند هغه پخوانی ادبي میراث دی چې د زمانو په اوږدو کې یې د شفاهي روایت، ولسي ادب او مکتوبو اثارو له لارې خپل شتون ساتلی دی. د دې ادب د پېژندلو لپاره یوازې هغه لیکلي اثار بسنه نه کوي چې موږ یې نن په لاس کې لرو؛ بلکې د پښتو ژبې تاریخي شالید، د پښتنو ټولنیز ژوند، فرهنګي دودونه، ولسي روایتونه او په نورو تاریخي سرچینو کې د پښتنو او پښتو په اړه موجود معلومات هم باید وڅېړل شي. د پښتو لرغوني ادب د تاریخي سرچینو په برخه کې شفاهي روایات، ولسي سندرې، لنډۍ، متلونه، کیسې، تاریخي روایتونه، پخوانۍ تذکرې، د شاعرانو او لیکوالو پاتې اثار، او هغه تاریخي او جغرافیایي منابع مهم دي چې د پښتنو د ژبې، ژوند او فرهنګ په اړه معلومات وړاندې کوي. په دې لړ کې باید د پښتو د ادبي میراث ترڅنګ د سیمې د نورو ژبو تاریخي سرچینې هم له پامه ونه غورځول شي؛ ځکه کله ناکله د یوې ژبې د ادبي تاریخ د بشپړ انځور لپاره له نورو ژبو او تمدنونو سره د هغې اړیکې هم مهمې وي. د څېړنې له پلوه، زما په خيال، لومړی باید د پښتو ژبې تاریخي تحول وڅېړل شي؛ یعنې دا چې ژبه په بېلابېلو تاریخي پړاوونو کې څنګه وده کړې، کومو ژبو او فرهنګونو ورسره اړیکه لرلې او ادبي ژبه یې څنګه رامنځته شوې ده. دوهم، د شفاهي ادب ارزښت باید په پام کې ونیول شي؛ ځکه د لیکلو له پراختیا وړاندې د پښتنو ډېره ادبي او فرهنګي حافظه د شفاهي روایت له لارې له یوه نسل څخه بل نسل ته لېږدېدله. درېیم مهم اړخ د مکتوبو(ليکلي) اثارو کره‌کتنه ده. د هر لرغوني اثر په اړه باید د مؤلف، زمانې، متن، د نسخو او د اثر د تاریخي نسبت مسئله په علمي او احتیاطي توګه وڅېړل شي. څلورم، ادبي اثار باید له خپل تاریخي، ټولنیز، سیاسي، دیني او فرهنګي چاپېریال څخه بېل ونه څېړل شي؛ ځکه ادبي متن د خپل وخت له فکري او ټولنیز ژوند سره ژوره اړیکه لري.

زما په فکر، د پښتو لرغوني ادب د څېړنې پر مهال باید له یوې خوا تاریخي شواهد، ژبني اسناد او کره متن اساس وګرځول شي او له بلې خوا د ادب هنري او فکري ارزښت هم له پامه ونه غورځول شي. یعنې موږ باید یوازې دا ونه وایو چې یو اثر څومره زوړ دی؛ بلکې دا هم باید وڅېړو چې څه ډول جوړ شوی، څه معنا لري، له کومو فکري او کلتوري موادو جوړ شوی او د خپل وخت د انسان او ټولنې کومه تجربه راښيي. همدا ډول چلند د پښتو لرغوني ادب څېړنه له ساده تاریخي معلوماتو څخه علمي، ادبي او فرهنګي څېړنې ته لوړوي. زما په کتاب(تصورات،رجحانات او تحريکونه په پښتو ادب کي) کې هم د پښتو ادبي ودې، تاریخي شالید او د بېلابېلو ادبي پړاوونو د رامنځته کېدو د عواملو په اړه دغه تاریخي ـ ادبي لید څرګند دی.

مسعود: په پښتو لرغوني شاعرۍ کې لومړی شعر د چا شعر دی. د منځپانګې، موضوع، د جوړښت او فورم له مخې یې څه ډول ارزوئ؟

استاد سیماب: زما په خيال، که د لومړي شعر اصطلاح مو د تر اوسه د موندل شوي او ثبت شوي تر ټولو پخواني پښتو شعر په معنا واخیسته، نو دا شعر د امیر کروړ سوري په نوم منسوب دی. د پښتو د ادبي تاریخ په دودیز روایت کې هغه د پښتو لومړنی پېژندل شوی شاعر او دا شعر د اتمې میلادي پېړۍ له پخوانیو ادبي بېلګو څخه ګڼل کېږي. 

؛ زه يم اتل په دې نړۍ له ما اتل نشته ؛

د امیر کروړ شعر د منځپانګې له مخې حماسي او فخریه رنګ لري. شاعر په خپل ځواک، مېړانه، جګړه‌ییز توان او بریاوو ویاړي. په دې کې اتلولي، مېړانه، جګړه، ځواک، ناموس او د خپل هویت اثبات اساسي موضوعات دي. له همدې امله دا شعر د هغه وخت د پښتني ټولنې د جنګي او ټولنیز ژوند له روحیې سره هم تړاو لري. د جوړښت او فورم له پلوه هم دا شعر د پام وړ دی؛ ځکه په کې وزن، قافیه، تکرار، آهنګ او حماسي بیان څرګند دي. یعنې دا یوازې یوه ساده منظومه وینا نه ده، بلکې د شاعرۍ هغه فني عناصر لري چې ښيي پښتو ژبه په هغه وخت کې د منظوم بیان لپاره د پام وړ هنري ظرفیت درلود. د همدې شعر د څېړنو په ترڅ کې وزن، قافیه، ژبه، سبک او حماسي جوړښت یې د ځانګړو ادبي ځانګړنو په توګه یاد شوي دي. ما په خپل کتاب ؛د پښتو ادب تيوري؛ په تيوريټکل چوکاټ کي ځیني نظمونه څېړلي دي چي هغه به اوس چاپيږي. د هغه له لیدلوري، د دې شعر ارزونه باید یوازې په دې محدوده نه شي چې تر ټولو زوړ شعر دی؛ بلکې باید وکتل شي چې څه معنا تولیدوي، له کومو فکري او کلتوري موادو جوړ شوی او د خپل وخت د انسان کومه تجربه راښيي. له دې نظره د امیر کروړ شعر د پښتني حماسې، اتلولۍ، ټولنیز ارزښت او هویت یو لومړنی شعري انعکاس بلل کېدای شي.

مسعود: شیخ متي، چې د لرغوني پېر د پښتو د لومړنیو عرفاني او اخلاقي فکرونو استازی ګڼل کېږي. تاسو د ده اشعار او د هغه منسوب ادبي میراث، د منځپانګې، موضوع، د جوړښت او فورم له مخې څه ډول ارزوئ؟

استاد سیماب: زما په اند، شیخ متي د پښتو لرغوني ادب له هغو لومړنیو شاعرانو څخه دی چې عرفاني او اخلاقي فکر یې د شعر له ژبې سره یوځای کړی دی. د ده منسوب ادبي میراث که د منځپانګې، موضوع او فورم له پلوه وڅېړل شي، څو ځانګړنې لري:

د منځپانګې له مخې د شیخ متي په شاعرۍ کې د انسان د معنوي ژوند، د نفس د اصلاح، زهد، تقوا، د حق د پېژندنې او اخلاقي ژوند مفاهیم بنسټیز ځای لري. شعر یې تر ډېره د ظاهري پېښو له بیان څخه اوړي او د انسان د باطن، روحاني تجربې او د انسان او خدای د اړیکې پر مسئله تمرکز کوي. له همدې امله یې شعر د خپل وخت د عرفاني او دیني فکر انعکاس ګڼل کېدای شي. د موضوع له پلوه بیا عرفان، اخلاق، د دنیا ناپایداري، د نفس تزکیه، د انسان معنوي کمال او د حق لټون هغه مهم محورونه دي چې د ده منسوبو اشعارو ته فکري ژورتیا ورکوي. په دې معنا، د شیخ متي شاعري یوازې د فردي احساساتو اظهار نه دی؛ بلکې د انسان د اصلاح او معنوي لارښوونې پیغام هم لري.د جوړښت او فورم له مخې باید د هغه شعر د خپل تاریخي پېر د ژبني او ادبي شرایطو په رڼا کې وارزول شي. په منسوبو اشعارو کې د وزن، آهنګ، تکرار، ساده بیان او عرفاني رمزونو کارونه د پام وړ دي. البته د ده د شعرونو د متنونو د نسبت او د اصلي بڼې د کره کولو مسئله لا هم جدي متني او تاریخي څېړنې ته اړتیا لري؛ نو په دې برخه کې باید له قطعي حکم څخه ډډه وشي. د «پښتو ادب تیوري» له لیدلوري د شیخ متي ارزونه یوازې په دې نه خلاصه کېږي چې شعر یې کوم وزن او فورم لري؛ بلکې باید دا هم وکتل شي چې متن له کومو فکري، دیني، عرفاني او کلتوري موادو جوړ شوی او دغه مواد څنګه د ژبې او شعري جوړښت له لارې معنا تولیدوي. په همدې اساس، د شیخ متي منسوب ادبي میراث د پښتو د لومړني عرفاني او اخلاقي فکر د څرګندېدو له مهمو نخښو څخه ګڼل کېدای شي.

مسعود: د لرغوني پښتو ادبیاتو فکري خوځښتونو،(له امیر کروړ نه تر خوشحال خان خټک پورې)، فکري ځانګړتیاوې، نوموتي او مهم شاعران او د دغو شاعرانو د شعرونو بېلګې راته په ګوته کړئ.

استاد سیماب:  زما په خيال، له امیر کروړ څخه تر خوشحال خان خټک پورې د پښتو لرغوني او کلاسیک ادب فکري بهیر په څو مهمو پړاوونو کې د فکر د پراختیا یوه پرله‌پسې لړۍ ده. په پیل کې حماسي او قومي شعور، وروسته عرفاني او اخلاقي فکر، بیا دیني او اصلاحي بحثونه، او په کلاسیک پړاو کې د انسانیت، مینې، ازادۍ، ننګ، ټولنیز شعور او پښتني ارزښتونو ګډ حضور پکې لیدل کېږي. امیر کروړ ته منسوب شعر د دې فکري بهیر د حماسي او فخریه پړاو استازیتوب کوي. په هغه کې مېړانه، ځواک، اتلولي او قومي ویاړ بنسټیز عناصر دي. د ده د شعر ارزښت دا دی چې د پښتو د لرغوني ټولنیز ژوند د اتلولۍ او جنګي فرهنګ یو فکري انځور وړاندې کوي. وروسته شیخ متي د پښتو شعر فکري ساحه د عرفان، زهد، اخلاقو او معنوي ژوند پر لور پراخوي. د ده  شعرونه د انسان د باطن، نفس د اصلاح، د دنیا د ناپایداري او د حق د لټون مفاهیم رااخلي. دلته شعر له صرفې حماسې څخه د انسان د معنوي تجربې پر لور حرکت کوي.

په شپاړسمه پېړۍ کې بایزید روښان او د هغه فکري مکتب د پښتو ادب په تاریخ کې یو مهم تحول رامنځته کوي. خیرالبیان د تصوفي، اخلاقي او فکري مفاهیمو له لومړنیو مهمو ثبت شوو اثارو څخه ګڼل کېږي. د روښاني مکتب شاعرانو عرفاني اصطلاحات، رمز، اشاره او د باطني تجربې مفاهیم پښتو شعر ته داخل کړل. د دې مکتب له مهمو شاعرانو څخه «ارزاني خویشکی، مخلص، میرزاخان انصاري، دولت لواڼی او واصل روښانی» شامله دي. د دې ترڅنګ اخوند دروېزه د روښاني فکر په مقابل کې د دیني او اخلاقي تفکر استازیتوب کوي. له همدې امله دا پړاو باید یوازې د یوه فکري مکتب په توګه ونه کتل شي؛ بلکې د بېلابېلو دیني، عرفاني او فکري لیدلورو د تعامل او تقابل پړاو هم دی. 

په همدې کلاسیک پړاو کې خوشحال خان خټک د پښتو ادب فکري مسیر ته نوی او پیاوړی رنګ ورکوي. د ده په شاعرۍ کې تصوف او اخلاقي فکر شته، خو د هغه ترڅنګ مېړانه، ازادي، پښتني ارزښتونه، ننګ، انساني عزت، قومي شعور، سیاست او عمل هم اساسي ځای لري. او د پښتني ملی فکر استازيتوب کوي. پښتو نثر خپل اصل شکل ته راوړي. په ځانګړي ډول د خوشحال د بند تجربه د هغه په فکري او هنري تحول کې مهمه ده. بند، له ازادۍ محرومیت، یوازېتوب، د واکمن ظلم او د قوم او وطن د حالت اندېښنې د هغه په شاعرۍ کې د ازادۍ او مقاومت فکر لا پیاوړی کړ. 

رحمان بابا د پښتو شاعرۍ فکري افق لا پراخوي. د ده په شاعرۍ کې عشق، عرفان، اخلاق، انسانیت، عاجزي، د نفس اصلاح او د ژوند فلسفه سره یوځای کېږي. د رحمان بابا ځانګړنه دا ده چې خپل پیغام یې په داسې ساده او روانه ژبه وړاندې کړی چې له خپل ځانګړي کلتوري چاپېریال څخه اوړي او د ټول انسانیت لپاره د معنا وړ ګرځي. د ده دا بیت د ژوند د فلسفې یوه څرګنده بېلګه ده:

ښه ده ښه ده دا دنیا — چې توښه ده د عقبا

نو که د دې ټول بهیر فکري نقشه په لنډ ډول وړاندې کړو، ویلی شو:

امیر کروړ — حماسه، اتلولي او قومي ویاړ

شیخ متي — عرفان، زهد او اخلاقي فکر

بایزید روښان او روښاني شاعران — تصوف، عرفان او اصلاحي فکر

اخوند دروېزه — دیني او اخلاقي تفکر

خوشحال خان خټک — ازادي، ننګ، مېړانه، پښتني ارزښتونه او قومي ـ ټولنیز شعور

رحمان بابا — مینه، عرفان، اخلاق او انسانیت

او که د «پښتو ادب تیوري» له اساسي لیدلوري یې وارزوو، نو د دې شاعرانو ترمنځ یوازې د موضوع بدلون نه، بلکې د فکري موادو، کلتوري کوډونو، ټولنیزې تجربې، ژبې، هنري جوړښت او معنا د تولید بدلون هم لیدل کېږي. یعنې د پښتو لرغوني او کلاسیک ادب تاریخ یوازې د شاعرانو د نومونو او د شعري قالبونو تاریخ نه دی؛ بلکې د پښتني ټولنې د فکر، ارزښتونو، معنوي تجربې او کلتوري شعور د تدریجي بدلون تاریخ هم دی.

مسعود: اکبر زمینداوري د پښتو ادب د لرغوني دورې نوموتی او پېژندل شوی غزلبول شاعر او لیکوال دی. ښه به وي که تاسو د ده د شاعرۍ او ادبي سټې د مهمو او با ارزښته ځانګړتیاو او  د نوموړي د نښیرونو(آثارو) په تړاو رڼا واچوئ.

استاد سیماب: اکبر زمینداوري د پښتو ادب د لرغونې دورې له هغو پخوانیو شاعرانو څخه دی چې د پښتو لومړی غزل ګو شاعر بلل کیږي. ده د غزل، مثنوي او وطني شعري دود په وده کې یې د پام وړ ونډه لرلې ده. د هغه د ژوند او احوالو په اړه ډېر معلومات نه لرو، خو له پاته شوو شعرونو څخه یې د هغه د شاعرانه شخصیت او فکري نړۍ یو څرګند انځور تر لاسه کېدای شي. د اکبر زمینداوري د شاعرۍ یوه مهمه ځانګړنه د ، عشق او انساني احساساتو ژور بیان دی. هغه د مینې، فراق، وصال، بېلتون او د عاشق او معشوق د اړیکو نازک حالتونه په ساده، روانه او عاطفي ژبه انځور کړي دي. د هغه په شعر کې عشق یوازې شخصي احساس نه دی، بلکې د انسان د روحاني او عاطفي تجربې په توګه هم مطرح کېږي.د هغه د شاعرۍ بله ځانګړنه د شعري فورمونو تنوع ده. له ده څخه غزلونه، مثنوي او په وطني وزن کې د شعر بېلګې پاته دي. په ځانګړي ډول د هغه اته‌ څپیزه مثنوي د پښتو د لومړنیو اته ‌څپیزو مثنویو له مهمو بېلګو څخه ګڼل کېږي.

زه عاشق يم يار هم نيز

نور څه نه لرم تميز

يو پر بله عاشقان يو

هم په خپل عشق کې صادقان يو

يو په بل پسې رنځور يو

چې نژدې نه يو مهجور يو….

 په دې مثنوي کې یې د عشق او فراق احساسات په داسې شاعرانه ژبه بیان کړي چې د هغه د شعري ذوق او هنري توان څرګندونه کوي.  اکبر زمینداوري یوازې عشقي شاعر نه دی؛ د هغه په شعر کې وطني او ټولنیز احساس هم لیدل کېږي. د مغلو د تاړاک او ظلمونو په اړه د هغه شعرونه د دې ښکارندوی دي چې شاعر له خپل عصر او تاریخي حالاتو څخه بې خبره نه و. د ده دا بیت د تاریخي درد او وطن‌دوستۍ څرګنده بېلګه ده:

د مغلو تمر هسې په اور وسوم — چې به هېر په دې ماتم زمینداور کړم

له بلې خوا، د هغه «ملي سندره» د پښتو د پخوانۍ وطني او ولسي شاعرۍ له ارزښتناکو بېلګو څخه ده. په دې شعر کې د مینې تر څنګ د پښتني شعري ذوق، ولسي ژبې او وطني احساس رنګونه هم لیدل کېږي. د اکبر زمینداوري د آثارو لویه برخه له بده مرغه د زمانې په تېرېدو له منځه تللې ده. هغه بشپړ دیوان چې د ده د ټولو شعرونو استازیتوب وکړي، تر موږ پورې نه دی رسېدلی؛ خو یو شمېر غزلونه، د مثنوي برخې او نور شعرونه یې پاته دي چې د هغه د ادبي مقام د پېژندلو لپاره ډېر ارزښت لري.

په پای کې به ووايم چې، اکبر زمینداوري د پښتو د لرغوني ادب له مهمو شاعرانو څخه دی چې د غزل هنري ژبه، عشقي احساس، وطني فکر، ولسي شعري ذوق او د بېلابېلو شعري فورمونو کارونه یې د شاعرۍ مهمې ځانګړتیاوې دي. د هغه پاته شعرونه، سره له دې چې محدود دي، د پښتو د کلاسیک ادب د لومړني پرمختګ او د غزل د شاعرانه دود د مطالعې لپاره ځانګړی ارزښت لري.

مسعود: نازو انا، د (۱۷ پېړۍ) د پښتو ادب د ښځینه وو شاعرۍ له لومړنیو نوموتو څېرو څخه ده او په پښتني فرهنګ او ادبي تاریخ کې مهم رول لري. مهرباني وکړئ د دې د ادبي سټې او نښیرونو(آثارو) په تړاو لنډ مالومات راکړئ؟

استاد سیماب: نازو انا د پښتو ادب په تاریخ کې د ښځینه شاعرۍ له لومړنیو نوموتو څېرو څخه ده او د اوولسمې پېړۍ په ادبي او فرهنګي چاپېریال کې یې ځانګړی ځای درلود. د هغې ادبي شخصیت یوازې په شاعرۍ پورې محدود نه دی؛ بلکې د پښتني فرهنګ، ټولنیزو ارزښتونو او د ښځینه ادبي حضور په برخه کې هم د پام وړ نوم دی. د نازو انا په منسوبو شعرونو کې د طبیعت، مینې، انساني احساساتو او د ژوند د ناپایدارتیا موضوعات په ساده، روانه او هنري ژبه بیان شوي دي. د هغې بشپړ او منظم دیوان تر موږ پورې نه دی رسېدلی، خو یو شمېر شعرونه او بیتونه یې په تذکرو، ادبي روایتونو او شفاهي حافظه کې پاته دي. د هغې له مشهورو شعرونو څخه دا بیتونه دي:

سحرګاه وه، د نرګس لېمه لانده

څاڅکي، څاڅکي یې تر سترګو څڅېده

ما وې: څه دي، ښکلې ګله، ولې ژاړې؟

دې ویل: ژوند مې دی، یوه خوله خندېده

په دې شعر کې د نرګس د ګل له طبیعي انځور څخه د ښکلا، خوښۍ، انساني احساس او د ژوند د لنډوالي مفهوم ته لاره پرانیستل شوې ده. د شعر ژبه ساده ده، خو تصویر او عاطفه یې پیاوړې ده. د نازو انا له ادبي شخصیت سره د هغې فرهنګي او ټولنیز نقش هم تړلی دی. په تاریخي او ادبي روایتونو کې هغه د زړورتیا، مېړانې او وطن ‌دوستۍ له امله هم یاده شوې ده. په ټوله کې، نازو انا د پښتو ښځینه شاعرۍ له هغو لومړنیو نومونو څخه ده چې د پښتني ټولنې په ادبي تاریخ کې یې د ښځینه شاعر ږغ څرګند کړی دی. د هغې پاته شعرونه، که څه هم محدود دي، د پښتو کلاسیک ادب په تاریخ کې د لومړني ښځینه شاعرانه حضور د مهمې نښې په توګه ارزښت لري.

مسعود: شیخ اسعد سوري د پښتو ژبې او ادب د لرغونې دورې له مهمو او مخکښو شاعرانو څخه ګڼل کېږي. د هغه شعر د پښتو د لرغوني ادب د تاریخ لپاره مهمه سرچینه ګڼل کېږي. تاسو د ده ادبي او هنري سټه او د منظومو او منثورو نښیرونو(آثارو) ژبني ارزښت، منظم ادبي، هنري، فني جوړښت او لغوي ځواک د پښتو ادب او  ژبني تاریخ لپاره څنګه ارزوئ؟

استاد سیماب: د شیخ اسعد سوري د شاعرۍ ارزونه باید یوازې د هغه د لرغونتوب له مخې ونه شي؛ بلکې د ژبې، ادبي تاریخ، هنري بیان، فني جوړښت او لغوي زیرمې له پلوه یې باید وکتل شي. البته د هغه د منثورو اثارو په اړه کره او پراخ مستند مواد نه لرو؛ نو د موجودو منسوبو منظومو اثارو پر بنسټ ارزونه تر ډېره د هغه پر شاعرۍ ولاړه ده. شیخ اسعد سوري د پښتو د لرغونې شاعرۍ له هغو شاعرانو څخه دی چې شعر یې د پښتو ژبې د پخواني ادبي جوړښت د پېژندلو لپاره ځانګړی اهمیت لري. د هغه د شعر تر ټولو ستر ارزښت دا دی چې په یوه نسبتاً لرغونې ژبنۍ بڼه کې د تاریخي پېښې، انساني احساس او ادبي تخیل د یوځای کولو توان څرګندوي. د هغه په مشهورې مرثیې کې د امیر محمد سوري د مړینې غم یوازې په مستقیمه ژبه نه بیانېږي؛ شاعر یې د طبیعت له تصویرونو او سمبولونو سره تړلی دی. د ګل غوړېدل او رژېدل، بهار او خزان، د فلک څپېړه او د انسان د سر خاورو ته لوېدل د ژوند د ناپایدارتیا او د زمانې د بدلون هنري تصویرونه جوړوي. له همدې امله د اسعد سوري شعر یوازې تاریخي روایت نه دی، بلکې تاریخي واقعیت په هنري تجربې بدلوي.

د اسعد سوري شعر د پښتو د تاریخي ژبپوهنې لپاره هم ځانګړی اهمیت لري. په هغه کې راغلي پخواني لغات، ترکیبونه، صرفي او نحوي جوړښتونه او د جملو آهنګ د دې امکان برابروي چې د پښتو د ژبې د تحول ځینې پخوانۍ مرحلې وڅېړل شي. په ځانګړې توګه د هغه د شعر ژبه ښيي چې پښتو په هغه دوره کې د ادبي بیان، تصویر جوړونې او عاطفي انتقال لپاره یوه پخه شعري وړتیا لرله. د فلک، بهار، ګل، غاټول، بېدیا، څپېړه، پاڼې، تار په تار، او ورته ترکیبونو استعمال د شاعر د لغوي انتخاب پراخوالی او د تصویر جوړونې وړتیا څرګندوي. په دې معنا د اسعد سوري شعر د پښتو د لغوي تاریخ لپاره یوازې د کلمو مجموعه نه ده؛ بلکې د کلمو د هنري استعمال تاریخي سند هم دی. د هغه په شعر کې د کلاسیکې قصیدې مهم عناصر لیدل کېږي: موسیقي، قافیه، ردیف، تشبیه، استعاره، تصویر، عاطفه او د موضوع تدریجي پراختیا. د شعر د بیان حرکت له طبیعي منظرې څخه تاریخي پېښې او بیا له تاریخي پېښې څخه انساني غم ته رسېږي. همدا تدریجي حرکت شعر ته داخلي انسجام ورکوي. د ده هنري ځانګړنه دا هم ده چې د فردي غم تر څنګ ټولنیز او تاریخي غم هم انځوروي. له همدې کبله د امیر محمد سوري مرثیه یوازې د یوه پاچا د مړینې ویرنه نه ده، بلکې د واک د زوال، د زمانې د بې‌ثباتۍ او د انساني ژوند د فنا یوه عمومي هنري تجربه هم ترې اخستل کېږي. شیخ اسعد سوري ځکه مهم دی چې د هغه موجود شعر موږ ته د پښتو د لرغونې شاعرۍ د یوه پخواني پړاو نسبتاً روښانه نمونه وړاندې کوي. د هغه شعر دا تصور پیاوړی کوي چې پښتو د خپل ادبي تاریخ په لومړیو پړاوونو کې هم د تاریخي روایت، مرثیې، عاطفي بیان او هنري تصویر د وړاندې کولو وړتیا درلوده. خو علمي احتیاط دا هم غواړي چې د هغه د اثارو د ارزونې پر مهال د موجودو اسنادو حدود په پام کې ونیول شي. د هغه منثور اثار که معتبره نسخه یا مستند متن ونه لري، باید د اثارو په توګه ورته قطعي نسبت ورنه کړل شي. د ده د ژبني او هنري مقام تر ټولو باوري ارزونه باید د هغو منظومو متونو پر بنسټ وشي چې د ده په نوم په معتبره ادبي او تاریخي سرچینو کې ثبت شوي دي.

 شیخ اسعد سوري د پښتو د لرغونې شاعرۍ یو داسې مهم پړاو استازیتوب کوي چې ژبه پکې د تاریخي حافظې، عاطفي تجربې او هنري تخیل د انتقال وسیله ګرځېدلې ده. د هغه د شاعرۍ ارزښت یوازې په دې کې نه دی چې لرغونې ده؛ اصلي ارزښت یې په دې کې دی چې د پښتو د ژبې پخوانی لغوي ځواک، شعري موسیقي، تصویري ظرفیت او د تاریخي تجربې د هنري بیان وړتیا په کې تر یوه حده خوندي پاتې شوې ده.

مسعود: تاسو په پښتو لرغوني شاعرۍ کې د بیټ نیکه مناجات د منځپانګې، موضوع، او فورم له مخې څه ډول څېړئ؟

استاد سیماب: د بیټ نیکه مناجات د پښتو لرغونې شاعرۍ له هغو مهمو بېلګو څخه دی چې د پښتني شاعرانه تفکر په لومړنیو پړاوونو کې د دیني احساس، توحید، وطن، ټولنیز ژوند او د انسان د معنوي اړتیاوو څرګندونه کوي. که یې د منځپانګې، موضوع او فورم له مخې وڅېړو، نو څو مهم اړخونه لري.

د منځپانګې له مخې، په مناجات کې د خدای تعالی ستاینه، له هغه سره د انسان د اړیکې څرګندونه، د خپل ولس د خیر او برکت غوښتنه او د طبیعت او انساني ژوند ترمنځ معنوي تړاو اساسي ځای لري. د شاعر په تصور کې غرونه، مځکه، خلک او د هغوی ژوند له الهي قدرت سره تړلي دي. له همدې امله دا شعر یوازې شخصي دعا نه ده، بلکې د یوه ټولنیز او قومي ژوند د خیر غوښتنه هم پکې نغښتې ده.

د موضوع له مخې، د مناجات مرکزي موضوع له خدای سره راز او نیاز او د هغه له دربار څخه د خیر، برکت او هوساینې غوښتنه ده. ورسره د وطن مینه، د خپل ولس د زیاتوالي او آبادۍ هیله او د خپل چاپېریال سره عاطفي تړاو هم لیدل کېږي. په دې مانا، دیني احساس او وطني احساس په شعر کې یو له بل سره تړلي دي.

د فورم له مخې، مناجات د دعايي او عقيدتي نظميه شاعرۍ ځانګړنې لري. د خطاب، تکرار، دعا او غوښتنې اسلوب پکې د پام وړ دی. په ځانګړي ډول د «لویه خدايه، لویه خدايه» په څېر تکراري خطاب شعر ته هم عاطفي شدت او هم موسیقي ورکوي. د شعر ژبه ساده، روانه او ولسي ده او د همدې له امله یې پیغام له عامو خلکو سره نږدې پاته کېږي.

له هنري پلوه د دې مناجات یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې طبیعي منظرې او انساني ژوند د دیني احساس د بیان وسیلې ګرځوي. غرونه، د غرو لمنې، کېږدۍ، کور او ولس یوازې د چاپېریال تصویرونه نه دي؛ بلکې د شاعر د هویت، وطن او معنوي نړۍ برخې دي. نو په ټوله کې، د بیټ نیکه مناجات یوازې یو دیني شعر نه دی؛ بلکې د پښتو لرغونې شاعرۍ په بهیر کې د توحیدي فکر، دعايي احساس، وطني تړاو، ولسي ژوند او ساده شاعرانه بیان یوه مهمه ګډه بېلګه ده. د همدې ځانګړنو له مخې یې د پښتو د لرغوني شاعرانه فکر د مطالعې لپاره ځانګړی ارزښت لیدل کېږي.

مسعود: تاسو د پښتو ژبې په لرغوني ادب کې د قصیدې ځانګړی فورم او تاریخي شالید او قدامت څه ډول ارزوئ؟ او دا راته وویاست، چې په دې برخه کې کومو نومیالیو ادیبانو او شاعرونو مهم او اغېزناک رول درلود؟

استاد سیماب: علامه عبدالحئ حبيبي وايی چي،

” ترډيره وخته د پوها نو دا خیال و ، چې په پښتو ادب کې د قصيدي آغاز د خوشحال خان خټکه دی. مگر کوم وخت چې د محمد هوتک  پټه خزانه زما لاس ته راغله نو ښکاره سوه، چې ترخوشحال خان دمخه هم قصيدي خپل ځلانده مراتب تير کړي دي. د قصيدې د نشوونما او پیداښت زانګو خوما وویل چې زمور وطن دی پهلوي او دري او فارسي قصیدې ټوله په دغه ادب خېزه مځکه کي روزلي سوي دي او پښتو قصيده هم په دغه مځکه کي پالل سوې او دا ښکلې او ګلالۍ غوټي په هم دغه بڼ کي غوړېدلې ده. د پښتو تر ټولو قديمه قصيده چې د محمدهوتک په همت تر موږه رارسېدلې ده. د سلطان محمود په عصر پوري اړه لري. د دې قصيدې له براعت او بلاغته داسي ښکاري چي پښتو ادب کي قصيدې تر دې دمخه ډېر پخواني مراحل تېر کړي وه. چي د (۴۰۰هـ) په شا وخوا کي و دې پخواني براعت او فني اعتلا ته ورسېده. (قصیده څنګه او چیری پيدا شوه،مخ ۱۰،۱۱)

‎له دې څخه موږ ته د پښتو قصيدې لرغونتوب څرګنديږي. پښتو په لرغوني او کلاسیک ادب کې قصیده له مهمو شعري قالبونو څخه ده او د پښتو شاعرۍ په وده کې یې د پام وړ ونډه لرلې ده. د پښتو د لرغونې شاعرۍ په روایتونو کې د قصیدې بېلګې د پخوانیو شاعرانو له اثارو سره تړل شوې دي، او د پټې خزانې د روایت له مخې د امیر کروړ، شیخ اسعد سوري او ښکارندوی غوري نومونه د لومړنیو قصیده‌ ویونکو په توګه یادېږي. د ښکارندوی غوري د بهار قصیده هم د لرغونې پښتو قصیدې له مشهورو بېلګو څخه ګڼل کېږي.د فورم او جوړښت له مخې قصیده عموماً اوږده شعري بڼه لري او د قافیې او ردیف منظم نظام پکې مراعاتېږي. په کلاسیکه قصیده کې معمولاً تشبیب یا تغزل، ګرېز، اصلي مقصود او دعائیه برخې لیدل کېږي؛ خو دا برخې په هره قصیده کې په یوه اندازه او حتمي ډول نه وي. د قصیدې موضوعات هم یوازې تر مدحې محدود نه دي پاتې شوي، بلکې دیني، عرفاني، اخلاقي، حماسي، ملي، اجتماعي او حکمي مفاهیم هم پکې بیان شوي دي. په پښتو کې د قصیدې د پخېدو او پراختیا په بهیر کې د روښاني دورې شاعران او ورپسې خوشحال خان خټک او رحمان بابا ځانګړی اهمیت لري. خوشحال خان خټک په خپل شعر کې حماسي، ملي، اخلاقي او ټولنیز فکر ته پراخه ساحه ورکړې، په داسې حال کې چې رحمان بابا د عرفاني، اخلاقي او انساني افکارو د بیان لپاره له کلاسیکو شعري قالبونو اغېزمنه استفاده کړې ده. همدارنګه مرزا خان انصاري، عبدالقادر خان خټک او نور کلاسیک شاعران د پښتو د دیني، عرفاني او فکري شاعرۍ په پراختیا کې د یادونې وړ ونډه لري.

په ټوله کې ویلای شو چې قصیده که څه هم د عربي او فارسي کلاسیک ادب له پخوانیو شعري قالبونو سره تاریخي اړیکه لري، خو پښتو شاعرانو هغه یوازې په تقلیدي ډول نه ده کارولې؛ بلکې د پښتني ټولنې د دیني، اخلاقي، حماسي، ملي او عرفاني تجربو په بیانولو سره یې ورته خپل ځانګړی محتوايي او هنري رنګ ورکړی دی.

مسعود: په پښتو لرغوني ادب کې غزل څه ډول څېړئ او د پښتو د معاصر ادب غزل سره یې مهم او بنسټیز توپیر په څه کې وینئ؟

استاد سیماب: په پښتو لرغوني ادب کې غزل د پښتو شاعرۍ له هغو شعري قالبونو څخه دی چې نسبتاً وروسته پښتو ادب ته راغلی دی. د پښتو د معلومو ادبي اثارو له مخې، اکبر زمينداوري د پښتو له لومړنیو غزل ‌ویونکو څخه ګڼل کېږي، چې د اتمې هجري پېړۍ په پای یا د نهمې هجري پېړۍ په پیل کې یې غزل ویلی دی. د غزل له رواج سره د عربي او په ځانګړي ډول د فارسي غزل فني او فکري اغېز هم پښتو ادب ته راغلی؛ لکه عروض، قافیه، ردیف او د عشق او عرفان ګڼ مضامین. د غزل د پرمختګ په لومړیو پړاوونو کې روښاني شاعرانو، په ځانګړي ډول ارزاني، مرزا خان انصاري، دولت لواڼي او علي محمد مخلص، غزل ته عرفاني او تصوفي رنګ ورکړ. وروسته خوشحال خان خټک د غزل موضوعاتي نړۍ پراخه کړه. د ده په غزل کې یوازې عشق او تصوف نه، بلکې شخصي تجربه، انساني احساس، ټولنیز ژوند، طبیعت، حماسه او ملي فکر هم څرګند شو. رحمان بابا بیا د ساده، روانې او ژورې ژبې له لارې عرفاني او اخلاقي فکر ته ځانګړی شعري بیان ورکړ، او حمید بابا د نازک‌خیالۍ، نوو تشبیهاتو، استعاراتو او لفظي صنعتونو له لارې د پښتو غزل هنري امکانات پراخ کړل. ورپسې کاظم خان شیدا، پیرمحمد کاکړ، حنان بارکزي او نورو شاعرانو د کلاسیک غزل د پخېدو په بهیر کې مهم رول ولوباوه.

د قدیم او جدید غزل ترمنځ بنسټیز توپیر، زما په خيال، تر ډېره د فکر، موضوع او د زمانې د تجربې په بدلون کې دی. قدیم غزل تر ډېره د عشق، عرفان، تصوف، اخلاقو او حکمت پر محور ولاړ و، خو د شلمې پېړۍ له فکري او ټولنیزو بدلونونو سره پښتو غزل له «غمِ جانان» څخه «غمِ دوران» ته هم مخه کړه. ملي شعور، آزادي، ټولنیزې ستونزې، د انسان فردي او اجتماعي تجربه، جګړه، جلاوطنۍ او د معاصر ژوند نورې مسئلې د غزل موضوعاتي نړۍ ته داخلې شوې. په دې نوي بهیر کې حمزه شینواری ځانګړی مقام لري. هغه د کلاسیک غزل له میراث سره د معاصر فکر یو ډول امتزاج رامنځته کړ، غزل ته یې پښتني ژبنی او کلتوري رنګ ورکړ او د نوو ترکیبونو، استعاراتو، تشبیهاتو او تصویرونو له لارې یې د غزل هنري ساحه پراخه کړه. له حمزه بابا وروسته هم ګڼو شاعرانو د غزل په ژبه کې نوې تجربې وکړې. معاصر غزل له هغه څخه یو ګام وړاندې ځي؛ د حقیقت‌نګارۍ او واقعیت‌نګارۍ ترڅنګ، د معاصر انسان فردي او اجتماعي تجربې او نوي ادبي، فکري او هنري رجحانات هم په خپله لمن کې رانغاړي. 

نو که لنډه پایله واخلو، قدیم پښتو غزل د کلاسیک عشق، عرفان او حکمت پر بنسټ ولاړ و، خو جدید غزل د هماغه شعري میراث ترڅنګ د معاصر انسان، ټولنې او زمانې تجربې هم ځان ته داخلې کړې. البته دا توپیر مطلق نه دی؛ په لرغوني غزل کې هم ټولنیز او شخصي فکر شته او په معاصر غزل کې هم د عشق، عرفان او کلاسیکو ارزښتونو تسلسل لیدل کېږي.

مسعود: د پښتو په لرغوني ادب کې مثنوي څه ډول را پېژنئ او د غزل سره یې څه ډول پرتله کوئ؟

استاد سیماب: مثنوي په پښتو لرغوني ادب کې یو مهم داستاني او فکري شعري قالب دی. د مثنوي لغوي مانا دوه‌ګونې یا جوړه ده او په ادبي اصطلاح کې هغه منظوم فورم دی چې د هر بیت دواړهې مصراعې سره هم‌قافیه وي، خو د هر نوي بیت قافیه له مخکني بیت څخه بدلېږي؛ یعنې د قافیې جوړښت یې A-A، B-B، C-C وي. همدا ځانګړنه شاعر ته دا زمینه برابروي چې اوږده داستانونه، عشقي او حماسي پېښې، عرفاني مفکورې او اخلاقي موضوعات په پراخه کچه بیان کړي.که چیري موږ په پښتو کي هندي سبک ته پام وکړو نو هلته سبک هندي موږ پر دوو اړخو ويشلای سو يو اړخ يې فني دی او بل  اړخ يې فکري دی. په فني حواله د فارسي اثرات خپلوي او په فکري حواله که يوې خوا ته د فارسي د اثر له کبله د يومالائي تصورات قبلوي نو بلي خوا ته اسلامي تصورات هم يو نوې بڼه اخلي. په فارسي کي چي د مثنوي څخه کوم کار اخستل سوی دی بعينه هغه کار په پښتو کي له مثنوي څخه اخستل کيږي. د مثنوي راتګ د عشق مجازي او ځينو اسلامي داستانونو لپاره يو غوره صنف جوړېږي. تصوفي اثرات هم د فارسي تر اثراتو داسي لاندي کېږي چي فارسي او پښتو اشعار يو د بل ترجمه بلل کېدای سي. که څه هم په پښتو کې مثنوي د فارسي کلاسیک ادب له لارې وده کړې ده، خو پښتو شاعرانو ورته خپل ځانګړی فکري او کلتوري رنګ ورکړی دی. د روښاني دورې شاعرانو له مثنوي څخه د عرفاني او تصوفي مفاهیمو د بیان لپاره کار واخیست، او وروسته عبدالقادر خان خټک د «یوسف او زلیخا» په منظومولو سره د پښتو مثنوي د داستاني ظرفیت یوه مهمه نمونه وړاندې کړه. د پښتو مثنوي په بېلابېلو اثارو کې عشقي، عرفاني، اخلاقي، حماسي او داستاني موضوعات لیدل کېږي.

له غزل سره د مثنوي بنسټیز توپیر د فورم، تسلسل او موضوع د پراختیا په برخه کې دی. مثنوي د اوږده داستان لپاره مناسبه ده؛ هر بیت یې نوې قافیه اخیستلی شي او شاعر کولای شي د پېښو، کرکټرونو، خبرو، صحنو او احساساتو تفصیلي بیان وکړي. خو غزل د نسبتاً لنډ شعري جوړښت له مخې عموماً د عشق، عرفان، احساس، فکر او ذوقي تجربو د بیان لپاره کارېږي او د قافیې او ردیف له منظم نظام سره تړلی وي. په مثنوي کې د بیتونو ترمنځ داستاني او عمودي تسلسل ډېر مهم دی؛ پېښې له پیل څخه تر پای پورې یو بل تعقیبوي. په غزل کې بیا هر بیت تر ډېره خپل مستقل معنوي جوړښت لري، که څه هم د ټول غزل ترمنځ فکري او عاطفي اړیکه هم رامنځته کېدای شي. نو په لنډه توګه ویلای شو چې مثنوي د اوږده داستان، حماسې، عشق، عرفان او تفصیلي بیان پراخه شعري صحنه ده، خو غزل د لنډ، متمرکز او عاطفي ـ فکري بیان شعري فورم دی. د مثنوي پراخوالی شاعر ته د داستان د جوړولو ازادي ورکوي، او د غزل محدود شعري جوړښت د معنا، تصویر او احساس د تراکم زمینه برابروي.

مسعود: د اوږدو رومانتیکو او رزمي داستانونو د نظمولو لپاره زیاتره له مثنوي فورم څخه کار اخیستل کېږي. تاسو یې دک و دلیل څه ډول ارزوئ؟

استاد سیماب: د دې خبرې اساسي دلیل د مثنوي د فورمي جوړښت سره تړاو لري. مثنوي کې د هر بیت قافیه له بل بیت څخه بدلېږي؛ یعنې د قافیې نظام یې وي. له همدې امله شاعر د یوې ثابتې قافیې له تکرار څخه نه محدودېږي او کولای شي په سلګونو یا زرګونو بیتونو کې داستان په ازادۍ سره وغځوي. په اوږدو رومانټیکو او رزمي داستانونو کې د پېښو تسلسل، کرکټر جوړونه، د صحنو انځورول، مکالمې او د پېښو تفصیلي بیان مهم وي. مثنوي دغه ټول امکانات برابروي؛ نو ځکه د اوږدو عشقي، حماسي، عرفاني او تاریخي داستانونو لپاره تر غزل ډېر مناسبه شعري بڼه ګڼل شوې ده.

مسعود: تاسو پښتو کلاسیک ادبیات څه ډول راپېژنۍ؟ دا راته وویاست د پښتو کلاسیک ادب شالید، تاریخي بهیر او د پښتو  کلاسیک ادب د رامنځته کېدو مهم عوامل کوم دي او د څېړنې لپاره کومو مهمو برخو ته باید ځانګړې پاملرنه وشي؟

استاد سیماب: پښتو کلاسیک ادب د پښتو ادبیاتو هغه مهم تاریخي پړاو دی چې د پښتو ژبې د ادبي هویت، شعري فورمونو، فکري نظام او هنري بیان بنسټونه یې ټینګ کړي دي. د دې ادب شالید تر شفاهي ولسي ادب او لومړنیو ادبي روایتونو پورې رسېږي؛ خو د لیکلي ادب په وده کې د روښاني دورې او له هغې وروسته د خوشحال خان خټک، رحمان بابا، حمید بابا او نورو شاعرانو ونډه ځانګړې اهمیت لري. د دې ادب تاریخي بهیر که له فکري او هنري تحول سره یو ځای وګورو، نو په لومړیو پړاوونو کې دیني، عرفاني او اخلاقي مفکورې ډېرې څرګندې دي. د روښاني دورې شاعرانو، لکه ملا ارزاني، دولت لواڼي او میرزا خان انصاري، شعر ته عرفاني او تصوفي ژورتیا ورکړه. وروسته خوشحال خان خټک پښتو شعر له عرفان او عشق څخه ورهاخوا د انسان، ټولنې، وطن، پښتني هویت، مبارزې، حماسې، اخلاقو او فردي تجربې تر پراخې نړۍ پورې وغځاوه. له همدې امله د هغه په شاعرۍ کې د غمِ جانان ترڅنګ غمِ دوران هم مطرح کېږي. رحمان بابا بیا د عرفاني، اخلاقي او انساني فکر د ساده، روان او هنري بیان له لارې د پښتو غزل ته ځانګړی مقام ورکړ. د هغه په شاعرۍ کې مینه، انسان، اخلاق، تصوف او د انسان د باطن مسئلې په داسې ساده ژبه بیان شوې چې شعر یې له عام ولس سره هم نزدې کړی دی. حمید بابا بیا د خیال، نازک‌خیالۍ، تشبیه، استعارې او لفظي ـ هنري ښکلا په برخه کې د پښتو غزل هنري امکانات پراخ کړل او د ده په شاعرۍ کې د هندي سبک اغېزې هم لیدل کېږي. له دې وروسته د پیرمحمد کاکړ، کاظم خان شیدا، حنان بارکزي او نورو شاعرانو په وسیله د کلاسیک غزل هنري او فکري بهیر نور هم وغځېدی. په همدې دوره کې قصیده، غزل، مثنوي، رباعي او نور شعري فورمونه وده کوي او هر فورم د ځانګړو موضوعاتو او هنري اړتیاوو لپاره کارول کېږي. مثنوي د اوږدو عشقي، عرفاني او حماسي داستانونو لپاره، قصیده د ستاینې، دیني، اخلاقي او حماسي موضوعاتو لپاره، او غزل د عشق، عرفان، احساس، فکر او فردي تجربې د بیان لپاره ځانګړی ځای پیدا کوي.د پښتو کلاسیک ادب د رامنځته کېدو او پراختیا مهم عوامل شفاهي ولسي ادبي میراث، د پښتو ژبې وده، اسلامي او عرفاني فکر، له فارسي او عربي ادبیاتو سره اړیکې، د پښتني ټولنې فرهنګي ارزښتونه، تاریخي او سیاسي شرایط، د روښاني او نورو فکري خوځښتونو اغېز او د شاعرانو فردي هنري نوښتونه دي.

د څېړنې له پلوه، زما په اند، باید کلاسیک ادب یوازې د شاعرانو د نومونو او اثارو په راټولولو محدود نه کړو؛ بلکې د هرې دورې فکري ځانګړتیا، د ژبې تحول، شعري فورمونه، د عروضو او قافیې نظام، د عرفان او تصوف اغېز، د خوشحال ملي او ټولنیز فکر، د رحمان بابا انساني او اخلاقي فکر، د حمید بابا هنري او خیال‌ پردازانه اسلوب، د شیدا نازک‌خیالي، د ښځینه شاعرانو حضور، ولسي او لیکلي ادب اړیکه او له فارسي ادب سره متقابل اغېز باید په جدي توګه وڅېړل شي. نو پښتو کلاسیک ادب یو ثابت او یو رنګه پړاو نه دی؛ بلکې له عرفاني او اخلاقي بیان څخه تر ملي، ټولنیز، انساني او هنري ژورتیا پورې د فکري او هنري تحول یو بهیر دی. همدا تحول د پښتو کلاسیک ادب تاریخي ارزښت او ځانګړتیا څرګندوي.

مسعود: تاسو د پښتو کلاسیکو نښیرونو(اثارو) ژبه او ادبي سبک څنګه ارزوئ؟ او دا راته وویاست د پښتو کلاسیکو شاعرانو په منظومو او منثورو نښیرونو(اثارو) کې کوم فکري او ادبي ارزښتونه څرګند شوې دي؟ 

استاد سیماب: د پښتو کلاسیکو اثارو ژبه او ادبي سبک د پښتو ژبې د تاریخي پخوالي، هنري وړتیا او فکري پراختیا څرګندونه کوي. د دې دورې شاعرانو د خپلې زمانې له ژبني امکاناتو څخه په ډېر مهارت کار اخیستی دی. د دوی ژبه له یوې خوا روانه، تصویري او له ولسي تعبیرونو سره نږدې ده او له بلې خوا د عربي او فارسي ادبي ژبو له اغېزو څخه هم برخمنه ده. په ځانګړي ډول د خوشحال خان خټک ژبه پیاوړې، طبیعي او له حماسې، ملي احساس او ټولنیز فکر سره تړلې ده؛ د رحمان بابا ژبه ساده، روانه، عاطفي او له عرفاني او اخلاقي مفاهیمو سره ژوره اړیکه لري؛ او حمید بابا بیا د نازک‌خیالۍ، پېچلي خيال ،تشبیه، استعارې او هنري تصویرونو له لارې د ژبې ښکلا او تخیل ته ځانګړې پاملرنه کوي. د روښاني شاعرانو په اثارو کې بیا عرفاني او تصوفي اصطلاحات او مفاهیم ډېر څرګند دي.د کلاسیکو اثارو ادبي سبکونه هم یو رنګ نه دي؛ په غزل کې عاطفي، عرفاني او خیال‌پردازانه بیان، په قصیده کې حماسي، ستاینیز او فکري بیان، په مثنوي کې داستاني او تفصیلي سبک او په منثورو اثارو کې د دیني، تاریخي، اخلاقي او علمي بیان بېلابېلې لارې لیدل کېږي. له همدې امله کلاسیک ادب د یوې واحدې ژبې یا سبک پر ځای د پښتو د ادبي بیان د بېلابېلو امکاناتو یو پراخ نظام رامنځته کوي. د فکري ارزښت له پلوه د پښتو کلاسیکو منظومو او منثورو اثارو کې دیني او عرفاني فکر، اخلاقي ارزښتونه، انساني مینه، د انسان د باطن مسئلې، د علم او پوهې ارزښت، ملي او قومي شعور، د وطن او آزادۍ احساس، ټولنیز عدالت، د پښتني دودونو او ارزښتونو انعکاس، د طبیعت ښکلا او د فرد او ټولنې اړیکې په بېلابېلو بڼو څرګندې شوې دي. په دې لړ کې خوشحال خان خټک د ملي، حماسي، ټولنیز او انساني فکر په پراختیا کې ځانګړی مقام لري؛ رحمان بابا د مینې، انسانیت، اخلاقو او تصوف ژوره نړۍ وړاندې کوي؛ حمید بابا د خیال، هنري تصویر او نازک‌خیالۍ امکانات پراخوي؛ او د روښاني دورې شاعران د عرفاني او تصوفي فکر د خپرولو مهمه ادبي وسیله ګرځي.

نو ویلی شو چې د پښتو کلاسیک ادب ارزښت یوازې په دې کې نه دی چې موږ ته یې پخواني ادبي متنونه راپاتې کړي دي؛ بلکې دا ادب د پښتو ژبې د ادبي پخوالي، د پښتني ټولنې د فکري او فرهنګي حافظې، او د پښتو شاعرۍ د هنري تجربو یوه ستره ذخیره ده. د همدې اثارو له لارې موږ د خپلې ژبې د تحول، د ټولنې د فکري بدلونونو او د پښتو د ادبي ښکلا د بېلابېلو پړاوونو په اړه ژوره پوهه ترلاسه کولای شو.

مسعود: تاسو د پښتو کلاسیک ادب فکري منځپانګه او محتوا، هنري ارزښتونه، تاریخي او کلتوري ارزښتونه،  ژبني،  وزني او شعري ځانګړتیاوې څه ډول ارزوئ؟

استاد سیماب: د پښتو کلاسیک ادب ارزښت یوازې په شاعرانه ښکلا کې نه، بلکې په فکري، هنري، تاریخي، کلتوري او ژبني پلوه ډېر پراخ دی. د دې ادب فکري منځپانګه له یوې دورې څخه بلې ته بدلون مومي. د روښاني دورې په اثارو کې عرفان، تصوف، دیني او اخلاقي فکر ډېر څرګند دی؛ خوشحال خان خټک بیا د دې فکري ساحې ترڅنګ ملي، حماسي، ټولنیز، انساني او د فردي تجربې موضوعات هم پراخوي. رحمان بابا د مینې، انسانیت، اخلاقو او عرفان ژوره نړۍ وړاندې کوي او حمید بابا د عشق، خیال او ښکلا تر څنګ د انسان د باطني تجربو هنري بیان ته ځانګړې پاملرنه کوي. په دې توګه کلاسیک ادب د خپل وخت د انسان د فکر، احساس او ژوند یوه پراخه ادبي انځورګري ده.

د هنري ارزښت له پلوه کلاسیک ادب د تشبیه، استعاره، مجاز، کنایې، تصویر، موسیقیت، خیال‌پردازۍ او لفظي تناسب له بډایو بېلګو څخه برخمن دی. د خوشحال په شاعرۍ کې حماسي قوت او طبیعي بیان، د رحمان بابا په شعر کې ساده‌ګي او معنوي ژورتیا، د حمید بابا په شاعرۍ کې نازک‌خیالي او هنري تصویر، او د شیدا په شعر کې د خیال او استعارې پراختیا د دې ادبي دورې د هنري تنوع څرګندې بېلګې دي.

له تاریخي او کلتوري پلوه کلاسیک ادب د پښتني ټولنې د ژوند یوه مهمه ادبي حافظه ده. په دې اثارو کې د پښتني دودونو، رواجونو، مېلمه‌پالنې، پت، ننګ، جرګې، حجرې، خپلواکۍ، قومي اړیکو او ټولنیزو ارزښتونو انعکاس لیدل کېږي. همدارنګه د بېلابېلو تاریخي پړاوونو سیاسي، ټولنیز او فکري شرایط په شاعرۍ او نثر کې خپل انعکاس مومي؛ له همدې امله کلاسیک ادبي متنونه د ادبي ارزښت ترڅنګ تاریخي او فرهنګي سرچینې هم ګڼل کېدای شي.

د ژبني پلوه کلاسیک ادب د پښتو ژبې د پراختیا او ادبي پخوالي مهمه مرحله ده. شاعرانو د پښتو له ولسي او طبیعي ژبې سره د عربي او فارسي له ادبي پانګې څخه هم استفاده کړې، خو په ډېرو اثارو کې یې دغه مواد د پښتو د خپل ژبني نظام له مخې کارولي دي. د کلاسیکو شاعرانو په اثارو کې متلونه، اصطلاحات، ولسي تعبیرونه، استعاري ژبه او غني ادبي ترکیبونه د پښتو د لغوي او معنوي پانګې د پراخوالي څرګندونه کوي. د وزني او شعري ځانګړتیاوو له مخې کلاسیکه شاعري له عروضو، قافیې، ردیف او شعري موسیقیت سره ټینګه اړیکه لري. غزل، قصیده، مثنوي، رباعي او نور قالبونه هر یو خپل ځانګړی فورمي نظام لري. غزل د قافیې او ردیف منظم نظام، مثنوي د  قافیوي جوړښت او د اوږدو داستانونو د بیان وړتیا، او قصیده د اوږده شعري جوړښت او د موضوع د پراختیا امکانات لري. د وزن مراعات، د قافیې تناسب، تکرار، موسیقیت او د الفاظو انتخاب د کلاسیکې شاعرۍ د هنري جوړښت مهم عناصر دي. په مجموع کې، پښتو کلاسیک ادب باید یوازې د پخواني ادب په توګه ونه پېژندل شي؛ بلکې دا د پښتو ژبې د ادبي پخوالي، د پښتني فرهنګ د حافظې، د ټولنې د فکري تجربې او د پښتو د هنري بیان د پراختیا یو بنسټیز پړاو دی. د دې ادب ژوره څېړنه موږ ته د پښتو ژبې او ادب د تاریخي تحول ترڅنګ د پښتني ټولنې د فکر، فرهنګ او ارزښتونو د پېژندلو لپاره هم مهمه زمینه برابروي.

مسعود: پښتو کلاسیک ادب د پښتو ژبې، فرهنګ او فکري ارزښتونو او تاریخ ډېره مهمه برخه ده. د دغو ادبیاتو څېړنه او ارزونه باید یوازې د شاعرانو او د لیکوالو د نښیرونو(آثارو) د پېژندنې تر کچې محدوده نه وي، بلکې تاریخي، ژبني، هنري، فلسفي او ټولنیز اړخونه یې هم باید وڅېړل شي. تاسو د نړېوالو ادبیاتو په بهیر کې، د پښتو کلاسیک ادب نړېوال ادبي او علمي ارزښتونه څه ډول ارزوئ؟

استاد سیماب: پښتو کلاسیک ادب تش د پښتو ژبې او پښتني فرهنګ داخلي ارزښت نه لري، بلکې د نړیوالو ادبیاتو د رنګارنګ ادبي میراث یوه برخه هم ده. د هر ملت ادب هغه وخت نړیوال ارزښت پیدا کوي چې له خپلې ځانګړې ژبې، فرهنګ او تاریخي تجربې څخه داسې انساني موضوعات وړاندې کړي چې د نورو ټولنو لپاره هم د درک او مطالعې وړ وي. پښتو کلاسیک ادب له همدې پلوه د مینې، عرفان، انسانیت، اخلاقو، حماسې، آزادۍ، ټولنیزو اړیکو او د انسان د باطني تجربې په څېر ګډو انساني موضوعاتو پراخه ذخیره لري. د نړیوال ادب په بهیر کې د پښتو کلاسیک ادب ځانګړتیا دا ده چې ځانګړی سیمه‌ییز فرهنګي هویت له نړیوالو انساني ارزښتونو سره یو ځای کوي. د بېلګې په توګه، د بايذد انصاري تصوفي افکار، د خوشحال خان خټک په شاعرۍ کې ملي او حماسي فکر، د رحمان بابا په شعر کې مینه، انسانیت او عرفاني فکر، او د حمید بابا په شاعرۍ کې عشق، خیال او هنري ښکلا داسې موضوعات دي چې له یوې خوا د پښتني ټولنې له ځانګړي فرهنګي چاپېریال سره تړلي دي او له بلې خوا نړیوال انساني مفهومونه لري. له علمي پلوه کلاسیک پښتو ادبیات د ژبپوهنې، ادبي نقد، عروضو، سبک‌پوهنې، عرفان، فلسفې، تاریخ، ټولنپوهنې، انسان‌پوهنې او کلتوري مطالعاتو لپاره د څېړنې مهم مواد برابروي. د دې اثارو له لارې د پښتو ژبې تاریخي تحول، د لغاتو او اصطلاحاتو پراختیا، د شعري فورمونو وده، د پښتني ټولنې فکري جوړښت او د بېلابېلو تاریخي دورو فرهنګي بدلونونه څېړل کېدای شي. همدارنګه، د پښتو کلاسیک ادب د فارسي، عربي او نورو سیمه‌ییزو ادبیاتو سره د متقابلې اړیکې د مطالعې لپاره هم ارزښت لري. غزل، قصیده، مثنوي او نور شعري فورمونه یوازې د فورمونو د تقلید په توګه نه دي پاتې شوي، بلکې پښتو شاعرانو هغو ته خپل ژبنی، فرهنګي او فکري رنګ ورکړی دی. له همدې امله د پښتو کلاسیک ادب مطالعه د اسلامي او ختیځو ادبیاتو د متقابل فرهنګي بهیر په لا ښه پېژندلو کې هم مرسته کوي.

زما په خيال، د پښتو کلاسیک ادب د نړیوال کېدو تر ټولو مهمه اړتیا علمي تصحیح، معیاري متن‌جوړونه، ژباړه، نړیوالو څېړنیزو معیارونو ته نزدې نقد، ډیجیټل کول او د نړیوالو علمي مرکزونو سره ګډې څېړنې دي. که کلاسیک پښتو متون په کره علمي بڼه تدوین او نړیوالو ژبو ته په مسلکي ډول وژباړل شي، نو د پښتو کلاسیک ادب کولای شي د نړیوالو ادبیاتو په مطالعاتو کې خپل ځای لا روښانه کړي. پښتو کلاسیک ادب باید یوازې د پښتو د ادبي تاریخ یوه برخه ونه ګڼل شي؛ بلکې د یوه ځانګړي ولس له فرهنګي تجربې څخه د نړیوالو انساني ارزښتونو د بیان یوه ادبي ذخیره وبلل شي. د دې ادب نړیوال علمي ارزښت هغه وخت لا څرګندېږي چې متن، تاریخ، ژبه، سبک، فلسفه، فرهنګ او نړیوال انساني مفاهیم یې په یوه ګډه څېړنیزه تګلاره کې مطالعه شي. 

مسعود: بایزید انصاري، چې د پیر روښان په نوم هم مشهور دی د شپاړسمې میلادي پېړۍ هغه نوموتی شخصیت وو، چې د پښتو ادب په تاریخ کې د کلاسیکې دورې د روښاني مکتب بنسټګر بلل کېږي. د ده له فکري او ادبي فعالیتونو سره د پښتو د لیکلي ادب په تاریخ کې یو نوی پړاو پیلېږي. تاسو د پیر روښان علمي، ټولنیز، سیاسي، ادبي او فرهنګي شخصیت او د هغه فکري نظام، د ژبې پوهه، د لیکوالۍ طرز، عرفاني نظریات او د خپل عصر له علمي جریانونو سره اړیکه څه ډول څېړئ. او د ده د منظومو او منثورو نښیرونو(آثارو) ارزښت او ځانګړتیاوې په تېره بیا د خیرالبیان د نښیر(اثر) نثري ژبه، سبک، ترکیبونه، لغات، جملې، تشبیهات او د بیان طرز څه ډول ارزوئ؟

استاد سیماب: په دې اړه ما په خپل کتاب ؛تصورات،رجحانات او تحريکونه په پښتو ادب کي؛ پوره بحث کړی دی دلته له هغه څخه په استفادې ځواب وايم.

بایزید انصاري، چې په پیر روښان مشهور دی، د شپاړسمې میلادي پېړۍ هغه ستر علمي، فکري، عرفاني، ټولنیز او سیاسي شخصیت دی چې د پښتو ادب په تاریخ کې د روښاني مکتب بنسټګر ګڼل کېږي. د روښاني تحریک په رامنځته کېدو سره په پښتو لیکلي ادب کې یو نوی فکري او ادبي پړاو پیلېږي. د دې تحریک اهمیت یوازې په سیاسي او ټولنیز فعالیت کې نه دی، بلکې د پښتو ژبې د لیکلي ادب، عرفاني فکر، نثر او شاعرۍ په وده کې هم ځانګړی ځای لري. د پیر روښان فکري نظام تر ډېره پر عرفان، تصوف، د انسان د باطن پر اصلاح، معرفت، د نفس پر تزکیه او د انسان د معنوي بشپړتیا ولاړ دی. هغه هڅه وکړه چې خپل فکري او عرفاني لید په داسې ژبه وړاندې کړي چې د هغه د ټولنې له فکري او فرهنګي چاپېریال سره اړیکه ولري. له همدې امله روښاني تحریک یوازې یو ادبي مکتب نه، بلکې یو فکري، عرفاني، ټولنیز او په پای کي سیاسي خوځښت هم و.

د روښاني تحریک یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې د پښتو ژبه یې د فکري، عرفاني او علمي مفاهیمو د بیان ژبه وګرځوله. د پیر روښان او د هغه د مکتب د شاعرانو او لیکوالو په اثارو کې پښتو د دیني، عرفاني او فلسفي مفاهیمو د بیان لپاره کارول شوې ده. په دې توګه د پښتو د لیکلي ادب د ودې لپاره یې زمینه برابره کړه او ورپسې نسلونو ته یې د لیکوالۍ او شاعرۍ یوه ادبي لار پرانیسته. په دې لړ کې «خیرالبیان» ځانګړی اهمیت لري. د دې اثر ارزښت یوازې په دې کې نه دی چې یو پخوانی پښتو منثور اثر دی، بلکې د پښتو د پخواني لیکلي نثر د ژبې، سبک او فکري جوړښت د مطالعې لپاره هم مهم متن دی. په خیرالبیان کې د پښتو تر څنګ عربي او فارسي لغاتونه او اصطلاحات لیدل کېږي او د دیني او عرفاني مفاهیمو د بیان لپاره ترې استفاده شوې ده. د اثر د ژبې په جوړښت کې که څه هم د عربي ژبي اثرات زيات دي خو ولسي محاوروي عناصر هم لیدل کېږي. د خیرالبیان نثري سبک تر ډېره خطابي، تبلیغي، ارشادي او عرفاني رنګ لري. لنډې او اوږدې جملې، تکرار، مستقیم خطاب، امر او نهی، پوښتنې، مثالونه، تشبیهات او استعاري تعبیرونه د دې نثر د بیان مهمې ځانګړنې دي. د دې سبک موخه یوازې د معلوماتو انتقال نه، بلکې د مخاطب فکري او روحي اغېزمنول هم دي. د لغاتو او ترکیبونو مطالعه یې د پښتو د تاریخي ژبپوهنې او د پښتو نثر د تحول لپاره ځانګړی اهمیت لري. د روښاني تحریک ادبي میراث یوازې تر پیر روښان پورې محدود نه پاتې کېږي؛ ملا ارزاني، دولت لواڼی، میرزا خان انصاري او نورو روښاني شاعرانو د هغه فکري او ادبي بهیر ته دوام ورکړ. په دوی کې عرفاني فکر، د انسان باطني تجربه، مینه، معرفت او د روحاني ژوند موضوعات په بېلابېلو شاعرانه بڼو څرګند شوي دي. په دې توګه روښاني مکتب د پښتو په کلاسیک ادب کې د عرفاني شاعرۍ او فکري نثر یو پیاوړی بنسټ جوړوي. نو د روښاني تحریک ارزښت باید یوازې په یوه اړخ کې ونه لټول شي؛ دا تحریک فکري، عرفاني، ټولنیز، سیاسي، ژبنی، ادبي او فرهنګي ابعاد لري. د هغه د اثارو او ادبي میراث څېړنه باید د متن، ژبې، سبک، فکر، تاریخ او ټولنیز چاپېریال په ګډه رڼا کې وشي. په ځانګړي ډول د خیرالبیان ژبه او سبک د پښتو د لیکلي نثر د تاریخي ودې د پېژندلو لپاره یو مهم ادبي او ژبنی سند ګڼل کېدای شي. 

مسعود: د خوشحال خان خټک او رحمان بابا له منظومو او منثورو نښیرونو څخه داسې څرګندېږي، چې خوشحال بابا د ټولو موضوعاتو تر څنګ په مېړانه، پښتونولۍ، خپلواکۍ او آزادۍ، مبارزې او د ملي، انساني او ټولنیز اندونو او افکارو پر ارزښتونو او مفاهیمو زیاتره ټینګار کوي، خو رحمان بابا په مینه، عرفاني او اخلاقي افکارو، تصوف، انسان پالنې او معنوي پاکوالي په تړاو زیاتره تمرکز لري. تاسو په دې تړاو څه لید لرئ او څنګه یې پرتله کوئ؟

استاد سیماب: زما په فکر د خوشحال خان خټک او رحمان بابا د فکرونو ترمنځ دا توپیر تر ډېره د فکري تمرکز او ادبي مزاج توپیر دی، نه دا چې د یوه شاعر فکر یوازې په یوه موضوع او د بل شاعر فکر یوازې په بله موضوع محدود وي. خوشحال خان خټک په خپلو منظومو او منثورو اثارو کې د مېړانې، ننګ، پښتونولۍ، خپلواکۍ، مبارزې، ملي یووالي او ټولنیز شعور او نور ډېر موضوعات په پیاوړي ډول مطرح کوي. د هغه په فکر کې انسان یوازې انفرادي وجود نه دی؛ بلکې د خپلې ټولنې، قوم او وطن پر وړاندې هم مسؤولیت لري. له همدې امله د ده په شاعرۍ کې توره او قلم، فرد او ټولنه، غیرت او پوهه، آزادي او مبارزه یو له بل سره تړلي مفاهیم دي. البته د خوشحال په فکر کې مینه، اخلاق، حکمت او تصوف هم شته، خو د هغه د شاعرۍ غالب رنګ ملي، حماسي او ټولنیز دی.

رحمان بابا بیا د انسان د باطني نړۍ، مینې، اخلاقو، عرفان، تصوف، زهد، انسان‌پالنې او معنوي پاکوالي پر موضوعاتو ډېر تمرکز کوي. د هغه په نزد د انسان اصلي ارزښت په تزکیه نفس، مینه، تواضع، صبر، خیرخواهۍ او له کینې او حرص څخه په پاکوالي کې څرګندېږي. رحمان بابا د انسان د اصلاح لپاره له عرفاني او اخلاقي ژبې کار اخلي او فردي معنوي بدلون د خپل فکر مهم محور ګرځوي. خو د دواړو شاعرانو ترمنځ ګډ انساني او اخلاقي بنسټ هم ډېر مهم دی. خوشحال د انسان د باندنۍ مبارزې او ټولنیز مسؤولیت خبره کوي، رحمان د انسان د داخلي اصلاح او معنوي مبارزې؛ په دې معنا، د دواړو فکرونه د انسان د کرامت، اخلاقو، پوهې او ښه ژوند پر ارزښت راټولېږي. نو که په لنډو ټکو ووایو: خوشحال خان خټک د انسان د ټولنیز او ملي مسؤولیت شاعر دی، او رحمان بابا د انسان د باطني، اخلاقي او معنوي اصلاح شاعر؛ خو دواړه په پای کې د انسان د لوړتیا او غوره ژوند د رامنځته کولو لپاره خبرې کوي.

مسعود: تاسو د پښتو کلاسیک ادب په پرمختیا او پراختیا کې د عرفاني او تصوفي اندونو، افکارو او ارزښتونو مهم او ځانګړی رول څه ډول ارزوئ؟ او دا راته وویاست چې په دې برخه کې کومو نوموتو لیکوالو، ادیبانو او څېړونکو د خپلو منظومو او منثور نښیرونو(آثار) په رڼا کې زیاتره پاملرنه کړېده؟  

استاد سیماب: عرفاني او تصوفي افکارو د پښتو کلاسیک ادب په فکري ژورتیا، موضوعاتي پراختیا، اخلاقي ارزښتونو او هنري بیان کې ځانګړی رول لوبولی دی. تصوف یوازې د دیني او روحاني مفاهیمو د بیان وسیله نه وه؛ بلکې د انسان د باطن، مینې، اخلاقو، نفس، معرفت، زهد، صبر، تواضع او انسان‌پالنې د بیان لپاره یې ادبي ژبه هم پراخه کړه. په ځانګړي ډول د عرفاني ادب له لارې په پښتو شاعرۍ کې مینه له عادي انساني احساس څخه د معنوي او الهي مینې تر مفهومه پراخه شوه؛ سفر، شراب، ساقي، معشوق، رڼا، تیاره او منزل په څېر تصویرونه او سمبولونه د عرفاني معناوو د بیان وسیلې وګرځېدل. له بلې خوا، تصوفي فکر د انسان د ځان پېژندنې، نفس‌ساتنې او اخلاقي اصلاح موضوعات هم پیاوړي کړل. په دې توګه یې پښتو ادب له یوازې حماسي، عشقي او قبایلي موضوعاتو څخه د باطني او فلسفي تجربې تر بیان پورې وغځاوی. په دې برخه کې بایزیدانصاري يا پير روښان ځانګړی مقام لري. د روښاني مکتب په منظومو او منثورو اثارو کې د عرفان، تصوف، تزکیې، معرفت او روحاني تجربې مفاهیم په منظم فکري چوکاټ کې وړاندې شول. له هغه وروسته اخوند دروېزه او د هغه د فکري مکتب لیکوالو د دیني، اخلاقي او تصوفي افکارو په خپرولو کې مهم رول ادا کړ. همدارنګه رحمان بابا د پښتو عرفاني شاعرۍ تر ټولو څرګندو استازو څخه دی. د هغه په شاعرۍ کې مینه، عرفان، اخلاق، انسان‌پالنه، زهد، تواضع او د نفس اصلاح داسې سره یوځای شوي چې عرفاني فکر یې په ساده، روانه او هنري پښتو د عام لوستونکي تر کچې رسولی دی. عبدالقادر خان خټک، حمید مومند، دولت لواڼی، کاظم خان شیدا او د کلاسیکې دورې یو شمېر نورو شاعرانو هم د عرفاني، اخلاقي او معنوي موضوعاتو په پراختیا کې ونډه اخیستې ده. البته د هر یوه د تصوفي فکر اندازه او بڼه یو شان نه ده؛ ځینو ته تصوف د شاعرۍ اصلي محور دی او ځینو نورو ته د نورو موضوعاتو ترڅنګ یوه مهمه فکري برخه. د څېړنې له پلوه، د پښتو کلاسیک عرفاني ادب د تشریح او پېژندنې لپاره د پیر روښان، اخوند دروېزه او د روښاني مکتب د اثارو، د رحمان بابا د دیوان او د هغه د فکري نړۍ مطالعه بنسټیز اهمیت لري. وروستهنیو پښتو ادیبانو او څېړونکو هم د دغو شاعرانو د عرفاني فکر، تصوفي اصطلاحاتو، ادبي سمبولونو او فکري مکتبونو په اړه څېړنې کړې دي. په ټوله کې ویلای شو چې عرفان او تصوف د پښتو کلاسیک ادب یوازې یوه موضوع نه، بلکې د هغه د فکري او هنري ودې له مهمو سرچینو څخه دی؛ ځکه هم یې د ادب موضوعات ژور کړل، هم یې د بیان سمبولیکه ژبه پیاوړې کړه او هم یې د انسان د ظاهر تر څنګ د هغه د باطن د نړۍ د بیان لپاره پراخه ادبي فضا رامنځته کړه.

مسعود: حمید مومند، د پښتو کلاسیک غزل له پیاوړو استازو څخه دی او د ژبې د ښکلا، خیال پردازۍ او هنري بیان له امله نامتو دی. تاسو د پښتو کلاسیک ادب د ودې او پرمختګ په تړاو د ده د اندونو، افکارو او ادبي ارزښتونو مهمې ځانګړتیاوې څه ډول ارزوئ؟  

استاد سیماب: حمید مومند د پښتو کلاسیک غزل د ودې او هنري پخوالي په بهیر کې ځانګړی او مهم مقام لري. د ده ادبي اهمیت یوازې په دې کې نه دی چې غزل یې ښکلی او خیال‌انګېز کړی، بلکې دا دی چې د پښتو غزل د فکر، خیال، تصویر، ژبې او هنري بیان امکانات یې پراخ کړي دي.کوم افکارو او خيالاتو چی په فارسي ادب کي شتون درلود هغه پښتو ادب ته لاره پيدا کړه.کوم فني رجحان چي په فارسي ادب کي روان ؤ هم هغه رجحان د پښتو ادب لمن هم ټينګه کړه. علامه عبدالحی حبيبي په دې اړه ليکي:

”تر خوشحال او رحمان بابا وروسته د پېښور ښې ځمکي يو بل خورا او مړوچ شاعر پښتو ته ورکړ چي يو بل نوی سبک يې جوړ کړ او د پښتو ادب يې له بلي خوا تکميل او بشپړ کړ. دا سړی عبدالحميد مومند ؤ….حميد ښکلي اشعار او د خوند ډک اثار په پښتو پرېښوده. ده مبتکر او بداعت خوښوونکې قريحه درلوده. او د بل چا پيرو يې ونه کړه. بلکې خپل يې يو نوی سبک جوړ کړ او نور خلک يې پيروي ته  وغوښتل. حميد په دې خپله هيله کي ښه برخمن شو او خپل سبک يې ښه جوړ او خور کړ. ده د پارسي ادب ولوست او هندي سبک چي د ده په زمانه کي لوړتيا او عروج ته رسيدلی ؤ، ښه يې سره وسپڼلی. وروسته نو پخپله هم په کي داخل شو او پښتو شعر يې په هندي واړاوه او هغه خصائص يې پکي راوړه چي د پارسي شعر هندي سبک درلوده. نو د حميد سبک ته موږ پښتو هندي سبک ويلی شو. لکه پر پارسي چي دې سبک د مغلو په زمانه کي اغېزې وکړ او خورا رواج او مقبول شو. دغسي هم په پښتو کي د حميد په زيار دې سبک رواج وموند.(د زړوپاڼو تول:107)

 د هغه په شاعرۍ کې د عشق او عاطفې تر څنګ عرفاني، اخلاقي او انساني مفاهیم هم په داسې هنري ژبه وړاندې شوي چې د کلاسیک غزل له عمومي فضا سره یې ځانګړی رنګ پیدا کړی دی. د حمید مومند تر ټولو څرګنده ځانګړتیا نازک‌خیالي او موشګافي ده. هغه له عادي پېښو او شیانو څخه د نوو او ژورو معناوو د راایستلو هڅه کوي. د تشبیه، استعارې، تمثیل، کنایې او نورو ادبي صنعتونو په مرسته یې داسې خیالونه رامنځته کړي چې د شعر ظاهري معنا تر شا نورې معنوي او عاطفي ژورتیاوې هم لري. په همدې توګه یې پښتو غزل له ساده بیان څخه د دقیق، لطیف او پېچلي خیال تر بیان پورې پراخ کړی دی. د هغه په شاعرۍ کې د هندي سبک اغېز ډېر څرګند دی. په پښتو کي يې باني دی. حمید مومند د دې سبک له نازک خیالۍ، دقیقو تصویرونو، نوو ترکیبونو او معنوي پېچلتیاوو څخه ګټه اخیستې؛ خو دا عناصر یې د پښتو ژبې له طبیعي جوړښت، پښتني چاپېریال او خپل ادبي ذوق سره یوځای کړې دي. له همدې امله د هغه شعر د ژبې له پلوه هم د پښتو د کلاسیک ادب د هنري ظرفیت یوه مهمه بېلګه ګڼل کېږي. د حمید مومند بله ځانګړتیا هنري انځورګري ده. هغه مجرد احساسات او مفاهیم په محسوسو تصویرونو بدلوي؛ مینه، فراق، درد، حسرت او د انسان باطني حالتونه د تشبیهاتو او استعارو له لارې داسې بیانوي چې لوستونکی یې د تصویر په توګه درک کولای شي. ورسره د شعر موسیقیت، لفظي تناسب او د کلمو دقیق انتخاب هم د هغه د شاعرۍ هنري ښکلا پیاوړې کوي. له فکري پلوه، د حمید مومند په اثارو کې عاشقانه، عرفاني او اخلاقي فکرونه سره یوځای لیدل کېږي. د عشق او انساني عاطفې تر څنګ د دنیا د ناپایښت، د نفس د غوښتنو، اخلاقي اصلاح او معنوي ارزښتونو مفاهیم هم مطرح کوي. له همدې امله د هغه شاعري یوازې د لفظي ښکلا او خیال‌پردازۍ تر کچې نه محدودېږي، بلکې فکري او معنوي اړخ هم لري.د حمید مومند ادبي ارزښت په دې کې هم دی چې د هغه هنري طرز د پښتو کلاسیک غزل پر راتلونکو شاعرانو د اغېز یوه مهمه سرچینه شوه. په ځانګړي ډول د کاظم خان شیدا په شاعرۍ کې د نازک‌خیالۍ او هنري ظرافتونو پیاوړتیا د دې ادبي بهیر له دوام سره تړاو لري. نو په اخره کي داسي ویلای شو چې حمید مومند د پښتو کلاسیک ادب په فکري، ژبني او هنري پرمختګ کې د غزل د ظرافت استازی دی. که خوشحال خان خټک د پښتو شاعرۍ د ملي، حماسي او ټولنیز فکر ساحه پیاوړې کړه او رحمان بابا یې عرفاني او اخلاقي ژورتیا پراخه کړه، حمید مومند بیا د خیال، نازک‌خیالۍ، انځورګرۍ، ژبني ښکلا او هنري بیان امکانات تر یوه نوي پړاو پورې ورسول. همدا ځانګړتیاوې دي چې د هغه نوم د پښتو کلاسیک غزل په تاریخ کې له مهمو ادبي څېرو څخه ګرځوي.

مسعود: عبدالقادر خټک، چې د پښتو کلاسیک ادب په وده کې مهم رول لري او په خپلو نښیرونو(نښیرونو) کې یې عرفاني، اخلاقي او عشقي موضاعات بیان کړې دي. ښه به وي که تاسو د ده په نښیرونو(آثارو) کې اندوواند او مهمې ځانګړتیاوې راته په ګوته کړئ؟

استاد سیماب: عبدالقادر خان خټک د پښتو کلاسیک ادب له مهمو، څو اړخیزو او اغېزناکو شاعرانو څخه دی. هغه د خوشحال خان خټک زوی او د هغه د ادبي مکتب روزل شوی شاعر و؛ خو د خپل پلار تر اغېز لاندې پاتې کېدو ترڅنګ یې خپل ځانګړی فکري او هنري شخصیت هم رامنځته کړی دی. د ده په منظومو او منثورو اثارو کې عشقي، عرفاني، اخلاقي، ټولنیز، دیني، سیاسي او حماسي اندونه یو له بل سره تړلي دي. د عبدالقادر خان د فکر تر ټولو څرګند اړخ تصوف او عرفان دی. هغه د نقشبندیه طریقې له پیروانو څخه ګڼل شوی او د تصوف له بېلابېلو طریقو سره یې اړیکه لرله. د ده په شعر کې د تصوف رنګ دومره پیاوړی دی چې استاد صدیق الله رښتین یې د شاعرۍ غالب رنګ تصوف بللی دی. د عبدالقادر په عرفاني لید کې د انسان د باطن پاکوالی، د نفس اصلاح، تقوا، قناعت، یقین، معرفت او د الهي جمال پېژندنه مهم ځای لري. هغه د خدای تعالی د قدرت او جمال جلوې د هستۍ په بېلابېلو مظاهرو کې ویني او انسان د شک او ګومان پر ځای د یقین او معرفت لوري ته رابولي:

«دلبر مخ راته ښيي په هر آئين کې — که په تور کې جلوه‌ګر شي که په سپین کې»

د ده په شاعرۍ کې عشق هم له مهمو فکري محورونو څخه دی. عبدالقادر خان د عشق انساني او عاطفي اړخونه په ښکلي هنري بیان وړاندې کوي، خو عشق یې یوازې د ظاهري ښکلا او عاشقانه احساس تر کچې نه محدودېږي؛ بلکې له معنوي او عرفاني تجربې سره یې هم نښلوي. د یوسف او زلیخا په څېر اثر کې د عشق، ښکلا، وفا او معنوي تجربې اړیکه په څرګند ډول لیدل کېږي. د عبدالقادر خان درېیم مهم اړخ اخلاقي او انساني فکر دی. هغه د ځوانمردۍ، قناعت، صبر، تواضع، رحم، نېک چلند او د نورو د خیر غوښتنې ارزښتونه مطرح کوي او ظلم، بدۍ، حرص او ځان‌غرضي غندي. د ده دا بیت د هغه د ټولنیز او اخلاقي لید ښه څرګندونه کوي:

ځوانمرد هغه دی لکه شمع — د ځان په سوزولو مجلس کا جمع

په دې بیت کې ځوانمردي یوازې شخصي صفت نه دی، بلکې د ټولنې لپاره د قربانۍ، خدمت او روښانتیا یو اخلاقي تصور دی. یعنې عبدالقادر خان د انسان فردي اصلاح له ټولنیز مسؤولیت سره تړلې ګڼي. د ده په شاعرۍ کې ټولنیز او سیاسي شعر هم د پام وړ دی. هغه په داسې زمانه کې ژوند کاوی چې د روښانیانو او خوشحال خان د مبارزو له امله د پښتنو په منځ کې د ملي او سیاسي شعور فضا پیاوړې شوې وه. عبدالقادر خان هم له خپل ټولنیز چاپېریال څخه بېل نه و. د ده د ژوند په روایتونو کې د مېړانې، جګړو او قومي مسؤولیت نخښې لیدل کېږي او په شعر کې یې هم ظلم او زورواکي غندل شوې ده. له همدې امله د هغه شخصیت یوازې د صوفي او عشقي شاعر په توګه محدودول بشپړ انځور نه وړاندې کوي؛ هغه د خپل وخت له ټولنیزو او سیاسي حالاتو سره تړلی شاعر هم و. له ادبي او هنري پلوه د عبدالقادر خان یوه مهمه ځانګړتیا سلاست، رواني او د پېچلو مفاهیمو ساده بیان دی. استاد عبدالحی حبیبي د هغه د شعر له مهمو ځانګړتیاوو څخه دا ګڼلې چې پېچلي مضامین په ساده او سلیس ډول ادا کوي. د ده په شعر کې تصوفي، عشقي او اخلاقي مفاهیم له داسې ژبې سره وړاندې شوي چې هم فکري ژورتیا لري او هم د بیان خوږوالی. خپله عبدالقادر خان هم وایي:

هر غزل مې مبرا دی له تکلیفه – –    په ساده پښتو ویل شیرین کلام یم

د ده په شاعرۍ کې ادبي صنایع، تشبیه، استعاره، طباق، تجنیس او تمثیل هم په هنري توګه کارول شوي، خو د صنعتونو استعمال یې د شعر رواني نه ده له منځه وړې. د ده دا ځانګړنه د هغه د فني مهارت څرګندونه کوي چې د معنا ژورتیا او لفظي ښکلا یې سره یوځای کړې ده. عبدالقادر خان یوازې غزل ‌ویونکی شاعر نه و، بلکې په غزل، مثنوي، قصیده، رباعي، قطعه او نورو شعري فورمونو کې یې خپل استعداد څرګند کړی دی. د ده دیوان د دې تنوع څرګند سند دی. د موجودو معلوماتو له مخې په دیوان کې ګڼ غزلونه، څلوریزې او بوللې شاملې دي. د ده د شعر د جامعیت په اړه همېش خلیل او نورو څېړونکو د هغه د خپل عصر په شاعرانو کې لوړ مقام یاد کړی دی. د عبدالقادر خان بله مهمه ادبي کارنامه ژباړه او ادبي انتقال دی. «ګلدسته» د سعدي د «ګلستان» پښتو ژباړه ده؛ «یوسف او زلیخا» د جامي د فارسي مثنوۍ پر بنسټ پښتو منظوم اثر دی؛ «د بردې بوللې» ژباړه او «څلوېښت حدیثونه» هم د هغه د دیني او ژباړنیزو هڅو بېلګې دي. «حدیقه خټک» او «نصیحت‌نامه» هم د هغه له مهمو نښیرونو څخه دي. د دغو اثارو له لارې یې پښتو ادب ته نوي داستاني، عرفاني، اخلاقي او دیني مواد انتقال کړل او د پښتو ادبي ژبې د موضوعاتو او بیان ساحه یې پراخه کړه. د عبدالقادر خان د شاعرۍ یوه بله ځانګړتیا د پښتو ترڅنګ له عربي، فارسي او هندي ژبو او ادبي فرهنګونو سره بلدتیا ده. د ده په شعرونو کې د دغو ژبو د کلمو او ادبي مفاهیمو کارونه د هغه د پراخې مطالعې او علمي شالید نخښه ده؛ خو د دغو عناصرو تر څنګ یې د پښتو ژبې رواني او خپلواکه ادبي ځانګړتیا هم ساتلې ده.د عبدالقادر خان د ادبي مقام په اړه د پخوانیو او معاصرو شاعرانو او څېړونکو څرګندونې هم د پام وړ دي. اشرف خان هجري هغه د فکر د پراخوالي له امله «بحر» بللی، عبدالحی حبیبي یې د ادبي صنایعو او بدیع په ادا کې استاد بللی، صدیق الله رښتین یې خوږ ژبی او نقطه ‌سنج شاعر ګڼلی او د هغه په شعر کې یې د تصوف غالب رنګ یاد کړی دی. دوست محمد خان کامل مومند هم د هغه د شعري فورمونو تنوع او د خوشحال خان له ادبي مکتب سره تړاو ته اشاره کړې ده. دا ارزونې ښيي چې عبدالقادر خان یوازې د یوې موضوع شاعر نه و، بلکې جامع او څو اړخیز ادبي شخصیت یې درلود. په ټوله کې، عبدالقادر خان خټک د پښتو کلاسیک ادب هغه شاعر دی چې تصوف یې فکري ژورتیا، عشق یې عاطفي ښکلا، اخلاقو یې انساني ارزښت، ټولنیز فکر یې مسؤولیت، حماسي روحیې یې مېړانه، او سلیسې ژبې یې ادبي اغېز پیاوړی کړی دی. هغه د خوشحال خان له ادبي میراث څخه ګټه واخیسته، خو خپل ځانګړی عرفاني، اخلاقي او هنري مسیر یې هم رامنځته کړ. له همدې امله د عبدالقادر خان مقام یوازې د خوشحال خان د زوی په توګه نه، بلکې د پښتو کلاسیک ادب د عرفاني، عشقي، اخلاقي، ټولنیز او هنري پرمختګ د یوه خپلواک او مهم استازي په توګه ارزول کېږي.

مسعود: پیر محمد کاکړ د پښتو د کلاسیکې دورې له نوموتو شاعرانو، عالمانو او لیکوالو څخه وو. په شعرونو کې یې عرفاني، اخلاقي او ادبي موضوعات په ځانګړي سبک بیان شوي دي. تاسو د ده علمي، ادبي سټې  او منظومو او منثورو نښیرونو(آثارو) په تړاو په لنډه توګه مالومات راکړئ.

استاد سیماب: پیر محمد کاکړ د پښتو د کلاسیکې دورې د اخري پړاو له نوموتو شاعرانو، عالمانو، لیکوالو او ښوونکو څخه و. نوموړی د احمد شاه بابا د واکمنۍ په دوره کې له علمي او ادبي فعالیتونو سره تړاو درلود او په پښتو، دري او عربي ژبو یې علمي او ادبي خدمتونه کړي دي. د ده علمي او ادبي شخصیت یوازې تر شاعرۍ محدود نه و؛ بلکې د تدریس، دیني علومو او پښتو ژبې د زده کړې په برخه کې یې هم ونډه لرله.د ده له مهمو منثورو اثارو څخه معرفت الافغاني دی، چې په ۱۱۸۶ هـ.ق کال کې یې ولیکي دا کتاب د پښتو د زده کړې لپاره یې تدریسي ارزښت درلود. هدایت مبتدي یې د فقهې په اړه په دري ژبه اثر دی. همدارنګه د پښتنو د تاریخ په اړه د یوه پښتو اثر یادونه هم شوې، چې ویل کېږي د احمد شاه بابا په امر یې لیکلی و، خو تر اوسه نه دی موندل شوی. د ده مهم منظوم اثر دیوان دی، چې د هغه د شاعرانه فکر او هنري سبک څرګندونه کوي. د پیر محمد کاکړ شاعري له فکري، عاطفي او هنري پلوه ځانګړې ځانګړنې لري. په فکري برخه کې عرفان، اخلاق، مینه، انساني عواطف، وصال، فراق او د ژوند تجربې مهم ځای لري. د ده په عاشقانه غزلونو کې مینه یوازې ظاهري ښکلا نه ده؛ بلکې د انسان یوه ژوره رواني او عاطفي تجربه ده. د فراق درد، د وصال ارمان، حسرت او د محبوب یاد په تکرار سره د شعر اساسي عاطفي فضا جوړوي. د ده په شاعرۍ کي د فکري خوږلت سره سره فني رغښت هم خورا پياوړی دی، په کومه شاعري کي چي له لفظونو څخه تصويرونه سازیږي هغه له ښه شاعرۍ څخه ګنل کيږي. د ده شاعرۍ هم یوه مهمه ځانګړنه هنري تصویر جوړونه ده. له عادي او طبیعي شیانو څخه نوي شاعرانه تصویرونه جوړوي؛ لکه ګل، بلبل، نسیم، شبنم، زلفې، رانجه، کښت، سیلاب، زعفران، آفتاب او خرګوش. د بېلګې په توګه:

 اوښکو د فراق مې د مخ آب راڅخه یووړ-  کښت مې د زعفرانو دې سیلاب راڅخه یووړ

دلته اوښکې د سیلاب، او د عاشق حالت د کښت په وسیله انځور شوی؛ نو یو ذهني حالت، یعنې فراق او درد، په عیني تصویر بدل شوی دی.په دې بیتونو کې:

د کاکل غوټه یې خلاصه کړه نسیمه — معطر مې په ښه بوی کړه لږ مشام بیا

نسیم ته د انسان عمل ورکول شوی؛ یعنې نسیم د محبوب د زلفو غوټه خلاصوي. دا تشخیص دی او فطرت د عاشقانه احساس په خدمت کې راولي.د پیرمحمد کاکړ په شعر کې عیني او ذهني تصویرونه هم په متوازن ډول سره یوځای کېږي: 

د شبنم په دود ژړا پر صبحدم کړم — سترګې مینځم د دیدن په تمنا تل

دلته ژړا او تمنا ذهني او نفسیاتي حالتونه دي، خو شبنم او سترګې مینځل هغوی ته محسوسه او عیني بڼه ورکوي. له ژبني او سبکي پلوه یې شعر روان، عاطفي، تصویرمحور او له تشبیه، استعاره او تشخیص څخه برخمن دی. د کلاسیک غزل د ځانګړنې له مخې ډېر ځله هر بیت یې خپل بشپړ معنایي او تصویري واحد جوړوي. په ټوله کې، د پیر محمد کاکړ شاعري د فکر، احساس، خیال او تصویر ګډ هنري نظام دی. د ده اهمیت یوازې په دې کې نه دی چې تشبیه او استعاره یې کارولې، بلکې په دې کې دی چې عادي شیان یې په هنري نخښو، ذهني احساسات یې په محسوسو تصویرونو، او شخصي عاطفه یې په عمومي شاعرانه تجربه بدله کړې ده. له همدې امله د ده دیوان د پښتو د کلاسیکې شاعرۍ د فکري محتوا، هنري تصویر او نفسیاتي تجربې د مطالعې لپاره ځانګړی ارزښت لري.

مسعود: (بي‌بي زینب هوتک) د میرویس نیکه لور، د شاه محمود هوتک او شاه حسین هوتک خور، او د هوتکي دورې له نوموتو ښځینه وو علمي او ادبي څېرو څخه ګڼل کېږي. نوموړې د پښتو ادب د منځنۍ/کلاسیکې دورې، په ځانګړي ډول د هوتکي دورې، شاعره او عالمه وه. په تاریخي او ادبي سرچینو کې یې د علم، شعر، ښوونې او د حکومت په چارو کې د مشورې یادونه شوې ده. ښه به وي که تاسو د دې د علمي، سیاسي او ادبي سټې او د منثورو او منظومو نښیرونو(آثارو) په تړاو رڼا واچوئ. 

استاد سیماب: لکه څنګه چي تا وويل چي بي‌بي زینب هوتک د میرویس نیکه لور، د شاه محمود هوتک او شاه حسین هوتک خور او د هوتکي دورې له نوموتو ښځینه علمي او ادبي څېرو څخه ده. نوموړې په داسې علمي او فرهنګي چاپېریال کې روزل شوې وه چې د هوتکي دورې د سیاسي مبارزې تر څنګ یې د علم، ادب او فرهنګ د ودې لپاره هم زمینه برابره کړې وه. له همدې امله د هغې شخصیت یوازې د یوې شاعرې په توګه نه، بلکې د عالمې، ښوونکې، ادبي شخصیت او د سیاسي چارو د مشورې ورکوونکې مېرمنې په توګه هم د پام وړ دی. د علمي او ښوونیز مقام له پلوه، بي‌بي زینب د خپلې زمانې له دیني او ادبي علومو سره بلدتیا لرله او د ښځو او نجونو د زده کړې او روزنې په برخه کې یې ونډه لرله. د هوتکي دربار له علمي او ادبي چاپېریال سره د هغې اړیکه دا څرګندوي چې په هغه مهال کې پښتنې مېرمنې هم د علم او ادب په بهیر کې فعاله ونډه لرله. د سیاسي او ټولنیز مقام له پلوه، د هوتکي کورنۍ د واکمنۍ په دوره کې د بي‌بي زینب د تدبیر او مشورې یادونه شوې ده. د هغې سیاسي رول تر ډېره د کورنۍ او دربار په کچه د مشورې، ملاتړ او د ستونزو د حل له بهیر سره تړلی بلل کېږي. په دې توګه هغه د هغې زمانې د پښتنې باخبرې او متدبرې مېرمنې یوه مهمه بېلګه ګڼل کېږي.

د ادبي مقام له پلوه، بي‌بي زینب د پښتو د کلاسیکې دورې له ښځینه شاعرانو څخه ده. د هغې په شاعرۍ کې سوز، عاطفه، فراق، کورنی غم، تاریخي احساس او د وطن او کورنۍ درد مهم ځای لري. په ځانګړي ډول د خپل ورور شاه محمود هوتک د مړینې په ویر کې یې مرثیه د هغې د شاعرانه احساس څرګنده بېلګه ده:

ږغ سو چې ورور تېر له دنیا سونا —   زړه مې په ویر کې مبتلا سونا

دا روڼ جهان راته تورتم دې نا —–     هوتک غمجن په ماتم دې نا

چې شاه محمود تېر له دنیا سونا  —-  ځوان و، میړه، توري جنګ ونا

په دې مرثیه کې شخصي غم په تاریخي او ټولنیز ماتم بدلېږي. په ځانګړي ډول «دا روڼ جهان راته تورتم دې نا» د شاعرې د نفسياتي حالت یو پیاوړی شاعرانه تصویر دی؛ ځکه د ورور د مړینې له امله د هغې په ذهن کې روڼ جهان هم د تیارو بڼه اخلي. له دې امله د بي‌بي زینب په شاعرۍ کې ذهني تجربه، عاطفه او شاعرانه تصویر یو له بل سره تړلي دي.د منظومو اثارو په برخه کې د هغې د شعرونو، په ځانګړي ډول مرثیو، یادونه شوې ده. د شاه محمود هوتک د مړینې مرثیه یې تر ټولو مشهوره بېلګه ګڼل کېږي. د هغې شاعرۍ د ښځینه احساس، کورني درد او تاریخي تجربې ترمنځ یو ځانګړی پیوند رامنځته کړی دی.

د منثورو اثارو په اړه بیا باید له احتیاطه کار واخیستل شي. د بي‌بي زینب د یوه بشپړ او مستقل منثور کتاب یا اثر نوم په دومره څرګند او کره ډول نه شو تثبیتولای لکه د هغې د شاعرۍ او مرثیو یادونه چې په ادبي روایتونو کې شوې ده. د تاریخي پېښو او د پخوانیو اثارو د له منځه تلو له امله د هغې د نثري فعالیتونو په اړه معلومات هم محدود دي؛ نو هر منسوب اثر باید د معتبرې سرچینې له مخې وکتل شي. په ټوله کې، بي‌بي زینب هوتک د پښتو ادب په تاریخ کې یوازې یوه ښځینه شاعره نه ده؛ بلکې د علم، ښوونې، ادب، ښځینه شعور، کورني او تاریخي احساس یوه مهمه څېره ده. د هغې شخصیت دا څرګندوي چې د هوتکي دورې په علمي او ادبي چاپېریال کې پښتنې مېرمنې هم د خپل عصر په فکري او فرهنګي ژوند کې د پام وړ ونډه لرله.

مسعود: خوشحال خان خټک، رحمان بابا، او کاظم خان شیدا، د پښتو ادبي تاریخ سترې څېرې دي. ښه به وي که تاسو  د دغو نوموتو سټو د علمي او ادبي ژوند، منظومو او منثورو نښیرونو(آثارو)، فکري لیدلوري، ژبني، ادبي ارزښتونو او سبکونو په تړاو په لنډه توګه مالومات راکړئ.

استاد سیماب: خوشحال خان خټک، رحمان بابا او کاظم خان شیدا د پښتو کلاسیک ادب درې سترې ادبي څېرې دي، خو هر یو یې د فکر، ژبې، هنري تجربې او سبک له پلوه ځانګړی مقام لري. خوشحال خان خټک د پښتو کلاسیک ادب له تر ټولو پراخو او څو اړخیزو شخصیتونو څخه دی. هغه یوازې شاعر نه، بلکې عالم، لیکوال، مفکر، جنګي مشر او د خپل عصر د ټولنیز او سیاسي ژوند فعال شخصیت هم و. د ده په منظومو او منثورو اثارو کې د شعرونو ترڅنګ بازنامه، دستارنامه، طب‌نامه او نور علمي او ادبي اثار هم شامل دي. د خوشحال د فکر مهم محورونه ملي شعور، مېړانه، خپلواکي، پښتني ارزښتونه، اخلاق، علم، تجربه، عشق، عرفان او د انسان د شخصیت روزنه دي. د ده ژبه پیاوړې، مستقیمه، متحرکه او له متلونو، اصطلاحاتو او پښتني ژوند سره نزدې ده. د سبک له پلوه یې شعر حماسي، فکري، انتقادي، فلسفي او غزلیز رنګونه لري. د هغه ځانګړی ارزښت دا دی چې پښتو شعر یې له شخصي تجربې څخه تر ملي، ټولنیز او فلسفي فکر پورې پراخ کړ.

رحمان بابا د پښتو کلاسیکې شاعرۍ د عرفاني، اخلاقي او انساني ادب تر ټولو ستر نومونو څخه دی. د هغه د ژوند په اړه معلومات د خوشحال خان په پرتله محدود دي، خو د هغه دیوان د پښتو کلاسیک ادب تر ټولو اغېزمنو شاعرانه اثارو څخه ګڼل کېږي. د رحمان بابا د فکر بنسټ عشق، تصوف، تقوا، انسان‌دوستي، اخلاق، تواضع، د نفس اصلاح، د دنیا بې‌ثباتي او د انسانانو ترمنځ مینه او ورورولي ده. د ده ژبه ساده، روانه، خو ژوره او له عام فهمه حکمت څخه ډکه ده. رحمان بابا د پیچلو فلسفي او عرفاني مفاهیمو د بیان لپاره له ساده کلمو، تشبیهاتو، استعارو او ورځنیو تجربو څخه هنري استفاده کوي. د سبک له پلوه یې عرفاني ـ غزلیز او اخلاقي سبک ډېر څرګند دی. د رحمان ځانګړنه دا ده چې ژوره عرفاني معنا یې په ساده او عاطفي ژبه بیان کړې ده.

کاظم خان شیدا د پښتو کلاسیکې شاعرۍ له پیاوړو او نازک‌خیالو شاعرانو څخه دی. د هغه په شاعرۍ کې عشق، حسن، تصوف، مذهب، اخلاق، ټولنیز احساس، انساني عواطف او د ژوند رواني تجربې مهم فکري محورونه دي. د ده عشق یوازې عاطفي موضوع نه ده، بلکې له عرفاني او انساني تجربو سره هم تړاو پیدا کوي.د ژبني ارزښت له پلوه شیدا له پښتو سره د فارسي، عربي او اردو د ادبي پانګې په یوځای کولو کې ځانګړی مهارت لري.په هم دې اړه زرين انځور د کاظم خان شيدا پر شاعري د فارسي اثرات داسي په ګوته کوي. کاظم خان شيدا د پښتو شعر د هندي ادبي مکتب د نامتو شخصيت په توګه د فارسي او اردو شعر له پياوړو استادانو څخه استفاده وکړه.په هغو اثارو کي دقيق او ژور شو؛  شیدا پردۍ کلمې او ترکیبونه  په پښتو شعري نظام کې داسې جذب کړي چې د شعر له موسیقۍ او معنا سره یو موټی ښکاري. د هغه په شاعرۍ کې نوې او شاعرانه ترکیبونه، نادرې کلمې، تشبیه، استعاره، کنایه، ابهام او څوپوړیزه معنا د ژبې هنري ظرفیت پراخوي.د ادبي ارزښت له پلوه د شیدا تر ټولو مهمه ځانګړنه نازک‌خیالي، لوړ تخیل، خیال‌افریني، نکته‌افریني او مضمون‌افریني ده. هغه له عادي کلمو او شیانو څخه نوي شاعرانه ترکیبونه او تصویرونه جوړوي؛ لکه د آفتاب کمند، خار د کربلا، تور ابر او د مژګانو تېز باران. په دې توګه د ده په شعر کې لفظ یوازې د معنا وسیله نه، بلکې د تصویر او جمال د تولید وسیله هم ګرځي.د سبک له پلوه شیدا د پښتو شاعرۍ د هندي سبک تر ټولو څرګندو استازو څخه ګڼل کېږي. د ده په شعر کې نازک‌خیالي، د معنا باریکي، نوې مضمون‌افریني، پیچلي او نادر تشبیهي او استعاروي جوړښتونه او د خیال ژورتیا ډېر پیاوړي دي. د حمید بابا په پرتله د شیدا په شاعرۍ کې د هندي سبک ځانګړنې لا ډېرې ژورې او هنري شوې دي.په ټوله کې، د شیدا د شاعرۍ ځانګړی ارزښت په دې کې دی چې فکر یې له خیال، خیال یې له تصویر، او تصویر یې له ژبې سره تړلی دی. له همدې امله شیدا یوازې نازک‌خیال شاعر نه، بلکې د پښتو شاعرانه ژبې، ترکیب او تصویر یو له مهمو نوښتګرو شاعرانو څخه ګڼل کېږي.

په لنډه مقایسه کې:خوشحال خان د ملي، حماسي، فکري او ټولنیز شعور شاعر دی؛ رحمان بابا د عشق، عرفان، اخلاق او انسان‌دوستۍ شاعر دی؛ او شیدا د نازک‌خیالۍ، مضمون‌افرینۍ، هنري تصویر او ژبني نوښت ځانګړی استازی دی. په همدې توپیرونو کې د دغو درې واړو شاعرانو د ادبي شخصیتونو اصلي تنوع او سترتوب څرګندېږي.

مسعود: د کلاسیک ادب په شعر او نثر کې کومو ځانګړو موضاعاتو او منځپانګو ته زیاتره پاملرنه شوې ده. ښه به وي که څو بېلګو ته یې نغوته وکړئ.

استاد سیماب: په مخنيو پښتنو کي پر دې خبره وشوه، دا ځواب به لږ تکراري غوندي شي. د پښتو کلاسیک ادب په شعر او نثر کې د زمانې له فکري، مذهبي، عرفاني، ټولنیزو او تاریخي شرایطو سره سم بېلابېلې موضوعګانې راڅرګندې شوې دي. په عمومي ډول عشق او حسن، تصوف او عرفان، دین او اخلاق، حماسه او مېړانه، ملي او ټولنیز شعور، د انسان د ژوند او مرګ مسئله، طبیعت، حکمت او د دنیا د بې‌ثباتۍ مفکوره پکې ډېرې څرګندې دي. په شاعرۍ کې د عشق او حسن موضوع د حمید بابا، رحمان بابا او کاظم خان شیدا په غزلونو کې په بېلابېلو بڼو لیدل کېږي. رحمان بابا عشق له عرفان، اخلاقو او انسان‌دوستۍ سره تړي، شیدا بیا د عشق او حسن موضوع د نازک‌خیالۍ، نوې مضمون‌افرینۍ او هنري تصویر له لارې وړاندې کوي. تصوفي او عرفاني منځپانګه د رحمان بابا په شاعرۍ کې ځانګړی ځای لري؛ د نفس تزکیه، تواضع، تقوا، الهي مینه او د دنیا له ظاهري ښایست څخه د معنوي حقیقت پر لور تګ یې مهمې بېلګې دي.حماسي، ملي او ټولنیزه منځپانګه په ځانګړي ډول د خوشحال خان خټک په شاعرۍ کې پیاوړې ده. هغه د مېړانې، غیرت، خپلواکۍ، علم، پښتني ارزښتونو او ټولنیز مسئولیت خبرې کوي. د ده په اثارو کې فردي تجربه له ملي او ټولنیز فکر سره نښلول شوې ده.

په نثر کې بیا د دیني او اخلاقي لارښوونو، تصوف، تاریخ، تذکرې، علمي معلوماتو، ټولنیزو تجربو او ادبي روزنې موضوعات ډېر لیدل کېږي. د بایزید روښان خیرالبیان د دیني  عرفاني فکر مهم نثري اثر دی، د اخوند دروېزه مخزن الاسلام د دیني او اخلاقي منځپانګې څرګنده بېلګه ده، او د خوشحال خان دستارنامه د پښتني ټولنیز فکر، اخلاقو، شخصیت‌جوړونې او ژوندانه د تجربو له مهمو نثري اثارو څخه ده. په ټوله کې، د پښتو کلاسیک ادب موضوعات یوازې د عشق او تصوف تر کچې محدود نه دي؛ بلکې دین، اخلاق، عرفان، حماسه، ملي شعور، ټولنیز ژوند، انساني روان، حکمت، طبیعت او د ژوند فلسفي مسئلې هم پکې په پراخه توګه انعکاس مومي. د همدې موضوعاتي تنوع له امله کلاسیک ادب د خپل عصر د فکر، فرهنګ او ټولنیز ژوند یو مهم ادبي انعکاس بلل کېدای شي.

مسعود: ستاسو په اند د پښتو ژبې کلاسیک ادب د پښتني فرهنګ او کلتور په ساتنه کې کوم ځانګړی رول لري؟

استاد سیماب: زما په فکر، د پښتو کلاسیک ادب د پښتني فرهنګ او کلتور د ساتنې، انتقال او بیا ژوندي کولو په برخه کې ځانګړی رول لري. ځکه کلاسیک ادب یوازې د ښکلا او هنري بیان مجموعه نه ده، بلکې د پښتني ټولنې د فکر، ارزښتونو، دودونو، اخلاقو، تاریخي حافظې او ټولنیزو اړیکو یوه مهمه ادبي ذخیره هم ده. په دې ادب کې پت، ننګ، مېلمه‌پالنه، غیرت، مېړانه، جرګه، حجره، خپلواکي، وفاداري، کورنۍ اړیکې او ټولنیز مسئولیت د بېلابېلو شاعرانو او لیکوالو په اثارو کې په هنري بڼه انعکاس مومي. د بېلګې په توګه، د خوشحال خان خټک په شاعرۍ او نثر کې مېړانه، پښتني ارزښتونه، ملي شعور او ټولنیز مسئولیت څرګند ځای لري؛ رحمان بابا بیا د پښتني ټولنې اخلاقي او انساني ارزښتونه د مینې، تواضع، ورورولۍ او انسان‌دوستۍ له لارې بیانوي؛ حميد بابا او کاظم خان شیدا د پښتو ژبې د شاعرانه ظرفیت، تخیل او هنري ترکیبونو په پراخولو کې مهمه ونډه لري. همدارنګه کلاسیک ادب د شفاهي فرهنګ ډېری عناصر لکه متلونه، اصطلاحات، ولسي تصویرونه، دودونه او ټولنیزې تجربې له یوې زمانې څخه بلې زمانې ته انتقال کړي دي. له همدې امله د کلاسیک ادب مطالعه موږ ته یوازې د پخوانیو شاعرانو د شعرونو پېژندنه نه راکوي، بلکې د پښتني ټولنې د کلتوري حافظې او فکري جوړښت د درک وسیله هم برابروي. البته کلاسیک ادب د فرهنګ یو ثابت او نه‌ بدلېدونکی تصویر نه وړاندې کوي؛ بلکې د خپل وخت ارزښتونه یې ثبت، نقد، تفسیر او کله ناکله یې اصلاح، هم کړي دي. نو ویلی شو چې پښتو کلاسیک ادب د پښتني فرهنګ لپاره هم حافظه ده، هم ادبي بیان او هم د ارزښتونو د نسلونو ترمنځ د لېږد یوه مهمه وسیله ده.

مسعود: تاسو د پښتو ژبې کلاسیک ادب اغېز پر معاصر پښتو ادب څه ډول ارزوئ؟

استاد سیماب:  د پښتو کلاسیک ادب پر معاصر پښتو ادب اغېز ژور، دوامدار او څو اړخیز دی. معاصر ادب له کلاسیک ادب سره یوازې د موضوعاتو له لارې نه، بلکې د ژبې، ادبي دودونو، شعري فورمونو، فکري میراث، هنري تصویرونو او کلتوري حافظې له لارې هم تړاو لري. په شاعرۍ کې غزل، قصیده، رباعي او نور کلاسیک شعري فورمونه تر اوسه د معاصرو شاعرانو په اثارو کې کارېږي؛ خو معاصر شاعر یې د خپل وخت له تجربو سره سم نوي کوي. د عشق، انسان، طبیعت، ټولنې او اخلاقو په څېر پخوانۍ موضوعات اوس د ازادۍ، جګړې، کډوالۍ، ټولنیزو بدلونونو، وطن، فردي هویت او معاصرې انساني تجربې له زاویو سره یوځای کېږي. د کلاسیکو شاعرانو فکري او هنري میراث هم په معاصر ادب کې په بېلابېلو بڼو دوام لري. د خوشحال خان خټک ملي او فکري شعور،په معاصر ادب کي تر نورو کلاسيک افکارو زيات دی. د رحمان بابا انساني او عرفاني لید، او د حمید بابا او کاظم خان شیدا هنري او شاعرانه تجربې د معاصر ادب لپاره د الهام مهمې سرچینې پاته شوې دي. په نثر کې هم د کلاسیک ادب ژبنی او موضوعاتي میراث د معاصرې کیسې، ناول، مقالې او ادبي نقد په ژبه او فکر کې انعکاس مومي. معاصر لیکوال له دې میراث سره کله د دوام، کله د نوښت او کله د بیا تفسیر په اړیکه کې دی. البته د کلاسیک ادب اغېز باید یوازې تقلید ونه بلل شي. د معاصر ادب مهمه ځانګړنه دا ده چې له کلاسیک میراث څخه اخذ کوي، خو هغه د نوې ټولنیزې تجربې، معاصرې ژبې، نوو ادبي فورمونو او نویو فکري مسئلو له مخې بیا معنا کوي. نو په لنډه توګه ویلی شو چې کلاسیک ادب د معاصر پښتو ادب بنسټیز ادبي او کلتوري حافظه ده؛ خو معاصر ادب د دې میراث په تکرار بسنه نه کوي، بلکې هغه اخلي، بدلوي، پراخوي او د خپل وخت له اړتیاوو سره یې بیا تفسیر کوي.

مسعود: پښتو معاصر ادب، د نوموتو استازو، څېړونکو او کره کتونکو په هڅو وده کړې ده او د پښتو ژبې د معاصر ادبي هویت مهمه برخه جوړوي. تاسو پښتو معاصر ادبیات څه ډول راپېژنۍ؟ او دا راته وویاست د پښتو معاصر ادب شالید، تاریخي بهیر او د رامنځته کېدو مهم عوامل کوم دي او د څېړنې لپاره کومو مهمو برخو ته باید ځانګړې پاملرنه وشي؟

استاد سیماب: زما په خيال، پښتو معاصر ادب هغه ادبي بهیر دی چې د شلمې پېړۍ له لومړیو څخه د پښتني ټولنې د نوو تاریخي، سیاسي، ټولنیزو، فرهنګي او فکري بدلونونو په رڼا کې وده کړې او تر نن ورځې پورې یې د بیان، موضوع، ژبې او هنري فورمونو په برخه کې دوام موندلی دی. معاصر ادب یوازې د زمانې له مخې نوی ادب نه دی، بلکې د نوې تجربې، نوې حسیت، نوې ژبې او نوو فکري مسئلو ادبي بیان هم دی. 

د معاصر ادب شالید او تاریخي بهیر: د معاصر پښتو ادب بنسټونه د نولسمې پېړۍ په پای او د شلمې پېړۍ په پیل کې د هغو سیاسي او ټولنیزو بدلونونو په منځ کې رامنځته شول چې پښتني ټولنه ورسره مخ وه. د انګرېزي استعمار پراختیا، د تعلیم نوې لارې، د چاپ او مطبوعاتو رامنځته کېدل، د ژبې او ادبیاتو علمي څېړنې او له نورو ادبیاتو سره اړیکې د نوي ادبي شعور په رامنځته کېدو کې مهم عوامل وو. وروسته د ازادۍ، ملي شعور، تعلیم، ټولنیزې اصلاح او سیاسي بیدارۍ مفکورې د پښتو ادب مهمې موضوعګانې شوې. په دې بهیر کې د خدای خدمتګار تحریک، د اصلاح‌الافاغنه هڅې، د ښوونځیو او ادبي ټولنو رامنځته کېدل او د پښتو مطبوعاتو پراختیا د ادب او ټولنې ترمنځ اړیکه پیاوړې کړه. د فضل محمود مخفي او عبدالاکبر خان اکبر په څېر شاعرانو د قامي او ټولنیز شعور په ادبي بیان کې ونډه واخیسته. له دې وروسته پښتو ادب په تدریجي ډول د رومانیت، ریالیزم، ټولنیز ادب، ازاد نظم، داستاني ادب، ادبي نقد او نوو نثري ژانرونو پر لور پراخ شو. د ناول، لنډې کیسې، ډرامې، مقالې، ادبي نقد او څېړنې پراختیا د معاصر ادب د جوړښت مهمه برخه ده. په معاصر پړاو کې د جګړو، کډوالۍ، سیاسي بدلونونو، ټولنیزو ناخوالو، ښځینه تجربو، فردي هویت، وطن، سولې او انساني ارزښتونو په څېر موضوعاتو هم پراخ حضور موندلی دی.

د رامنځته کېدو مهم عوامل: د پښتو د معاصر ادب په رامنځته کېدو کې څو عوامل ځانګړی اهمیت لري:

1. سیاسي او تاریخي بدلونونه او د ازادۍ او ملي شعور وده؛

2. د معاصر تعلیم او ښوونیزو ادارو پراختیا؛

3. چاپ، مطبوعات، مجلې او ادبي ټولنې؛

4. له نورو ژبو او ادبیاتو سره اړیکې او ژباړې؛

5. د پښتو ژبې د علمي څېړنې، ګرامر، قاموس او ادبي تاریخ رامنځته کېدل؛

6. د ټولنیزې اصلاح او فکري بیدارۍ،ادبي هڅې؛

7. د نړۍ د نوو ادبي نظریو او مکتبونو لکه رومانیت، ریالیزم او وروسته د نوو نقدي نظریو اغېز؛

8. د پښتني ټولنې د ژوند واقعي تجربې؛ لکه جګړه، کډوالي، بې‌وزلي، ټولنیز بدلون، هویت او د فرد او ټولنې اړیکې.

د څېړنې مهمې برخې: د معاصر پښتو ادب څېړنه باید یوازې د شاعرانو او لیکوالو په نوملړ او د اثارو په معرفۍ محدوده نه شي، بلکې څو اړخیزه مطالعه غواړي. په ځانګړي ډول باید ادبي تاریخ، ادبي مکتبونه او بهیرونه، ژانري تحول، ژبه او سبک، ادبي نقد او نظریې، د ښځو ادبي ونډه، فولکلور او شفاهي ادب، ژباړه، مطبوعات، ادبي ټولنې، ټولنیز او سیاسي شرایط، او د ادب او ټولنې اړیکه په جدي توګه وڅېړل شي. همدارنګه د معاصر ادب د څېړنې لپاره متن‌محوره مطالعه مهمه ده؛ یعنې اثر باید یوازې د لیکوال د ژوند یا تاریخي شرایطو له مخې ونه ارزول شي، بلکې د متن جوړښت، ژبه، تصویر، سمبولونه، روایت، کرکټر، فضا، کلتوري کوډونه او د معنا د تولید نظام هم باید وڅېړل شي.

په پایله کې، پښتو معاصر ادب د کلاسیک ادبي میراث پر بنسټ ولاړ، خو د نوې زمانې له تجربو سره تړلی ادبي بهیر دی. د دې ادب د بشپړ درک لپاره باید تاریخي زمینه، ټولنیز واقعیت، فکري تحول، ادبي فورم، ژبنی اسلوبي بدلون او د متن داخلي جوړښت ټول په ګډه مطالعه شي. همدا څو اړخیز لیدلوری کولی شي د پښتو معاصر ادب یو منظم، علمي او جامع ادبي تاریخ رامنځته کړي.

مسعود: تاسو د پښتو معاصر ادب، د منظومو او منثورو نښیرونو(اثارو) ژبه او ادبي سبک څنګه ارزوئ؟ او دا راته وویاست د پښتو معاصرو شاعرانو په نښیرونو(اثارو) کې کوم فکري او ادبي ارزښتونه او ځانګړتیاوې څرګند شوې دي؟

استاد سیماب: د پښتو معاصر ادب ژبه او ادبي سبک د کلاسیک ادب د ژبني او هنري میراث پر بنسټ ولاړ، خو د نوې زمانې له فکري، ټولنیزو او فرهنګي اړتیاوو سره سم یې د پام وړ بدلون موندلی دی. په معاصر ادب کې ژبه له پخواني تکلف، درنو ترکیبونو او محدودو موضوعاتو څخه تر ډېره راوتلې او د ورځني ژوند، ټولنیزې تجربې او نوې فکري نړۍ د بیان وسیله ګرځېدلې ده. البته دا بدلون په ټولو شاعرانو او لیکوالو کې په یوه اندازه نه لیدل کېږي؛ ځینې لیکوال لا هم کلاسیکه ادبي ژبه له معاصر بیان سره یوځای کوي.د منظومو او منثورو اثارو ژبه او سبک: په معاصرې شاعرۍ کې ژبه تر ډېره ساده، روانه، تصویري او عاطفي شوې ده. شاعر د فردي احساس ترڅنګ د ټولنې، وطن، ازادۍ، سولې، جګړې، کډوالۍ، مینې، فطرت، هویت او انساني ژوند موضوعات بیانوي. د ازاد نظم پراختیا هم د دې دورې یوه مهمه ځانګړنه ده؛ ځکه شاعر ته یې د دودیز وزن او قافیې له محدودیتونو پرته د نوې تجربې د بیان پراخه زمینه برابره کړې ده.

په معاصر نثر کې بیا د داستاني او څېړنیزو ژانرونو پراختیا ډېره څرګنده ده. ناول، لنډه کیسه، ډرامه، ادبي مقاله، سفرنامه، خاطره، ادبي نقد او علمي څېړنه د نثر د بیان ساحه پراخه کړې ده. د نثر ژبه تر ډېره ساده، محاوري، طبیعي او د موضوع له غوښتنو سره برابره ده. په داستاني نثر کې د کرکټر، مکالمې، فضا، منظر، روایت او نفسياتي تجربې د بیان لپاره بېلابېل سبکونه رامنځته شوي دي.

د معاصرو شاعرانو فکري او ادبي ارزښتونه: د معاصر پښتو شاعرۍ یو مهم بدلون دا دی چې د شاعرۍ موضوعاتي ساحه ډېره پراخه شوې ده. د مینې او ښکلا تر څنګ په کې لاندې فکري ارزښتونه او موضوعات څرګند دي:

ملي او قومي شعور او د هویت مسئله، ازادي، مقاومت او د خپلواکۍ احساس، سوله او د جګړې ضد فکر، ټولنیز عدالت او د انسان حقونه ، فقر، بې‌وزلي او ټولنیزې ستونزې، مینه، انسان‌دوستي او عاطفي تجربې، طبیعت او د انسان او چاپېریال اړیکه، ښځینه تجربه او د ښځې ټولنیز مقام، کډوالي، پردېسۍ او د وطن د فراق احساس، فردي هویت، نفسياتي تجربې او د انسان داخلي نړۍ.

له ادبي پلوه معاصره شاعري د نوو تصویرونو، سمبولونو، استعارو، تشبیهاتو، نوښتګرو ترکیبونو، محاورې او د ژبې د نوې کارونې له لارې د بیان امکانات پراخوي. په ډېرو اثارو کې عادي ټولنیز شیان او تجربې په شاعرانه رمز او تصویر بدلېږي. د معاصر ادب بله مهمه ځانګړنه دا ده چې فکر او هنر یو له بل سره تړلي دي. یعنې معاصر شاعر یوازې پیغام نه وړاندې کوي؛ بلکې هڅه کوي چې هغه پیغام د هنري تصویر، سمبول، موسیقۍ، ایجاز او ځانګړي اسلوب له لارې وړاندې کړي. همدا راز په معاصر نثر کې هم د موضوع تر څنګ د روایت جوړښت، کرکټر، ژبه، فضا او د معنا د تولید طریقه د اثر هنري ارزښت ټاکي. په ټوله کې، د پښتو معاصر ادب ارزښت یوازې په دې کې نه دی چې نوې موضوعات یې راوړل، بلکې په دې کې هم دی چې د پښتو ژبې د بیان ساحه یې پراخه، نوي ادبي ژانرونه یې پیاوړي او د انسان، ټولنې او زمانې نوې تجربې یې په ادبي متن بدلې کړې دي. له همدې امله معاصر ادب د کلاسیک میراث دوام هم دی او د نوې زمانې د فکري او هنري تجربې نوی بیان هم.

مسعود: تاسو د پښتو معاصر ادب فکري منځپانګه، هنري، تاریخي او کلتوري ارزښتونه،  ژبني،  وزني او شعري ځانګړتیاوې څه ډول ارزوئ؟

استاد سیماب: د پښتو معاصر ادب د خپلې زمانې د فکري، ټولنیزو، تاریخي او فرهنګي بدلونونو یو مهم ادبي انعکاس دی. د دې ادب ارزښت یوازې په نوو موضوعاتو او ژانرونو کې نه، بلکې په دې کې هم دی چې پخوانی ادبي میراث یې د نوې زمانې له تجربو سره نښلولی او د پښتو ژبې د بیان او هنري امکاناتو ساحه یې پراخه کړې ده. د فکري منځپانګې له پلوه معاصر ادب د مینې، انسان‌دوستۍ، ملي او ټولنیز شعور، ازادۍ، سولې، عدالت، وطن، هویت، مقاومت، تعلیم، ټولنیزې اصلاح، فقر، کډوالۍ، جګړې او د انسان د فردي او نفسياتي تجربو موضوعات رااخلي. په دې توګه د شاعر او لیکوال پام یوازې له فردي احساساتو څخه نه، بلکې د انسان او ټولنې پر اړیکو هم ور اوړي.د هنري ارزښت له پلوه په معاصر ادب کې د بیان نوې لارې، نوي ادبي تصویرونه، سمبولونه، استعارې، تشبیهات، ایجاز، طنز، کنایه او د ژبې نوښتګر استعمال ډېر لیدل کېږي. په نثر کې د کرکټر جوړونې، مکالمې، منظر، فضا، روایت او نفسياتي تجربې د بیان هنري لارې پیاوړې شوې دي. په شاعرۍ کې بیا د تصویر او خیال ترڅنګ د شاعر د شخصي تجربې او داخلي نړۍ بیان ځانګړی اهمیت پیدا کوي.

د تاریخي ارزښت له مخې معاصر ادب د پښتني ټولنې د تېرو تحولاتو یو ډول ادبي حافظه ده. د استعمار، د ازادۍ مبارزو، سیاسي او ټولنیزو بدلونونو، جګړو، کډوالۍ او د نوي تعلیم او مطبوعاتو د پراختیا اغېزې په بېلابېلو ادبي اثارو کې خوندي شوې دي. له همدې امله د معاصر ادب متنونه د ادبي ارزښت ترڅنګ د یوې زمانې د ټولنیز تاریخ د مطالعې لپاره هم مهم مواد دي. کلتوري ارزښت یې په دې کې دی چې معاصر ادب د پښتني ټولنې دودونه، ارزښتونه، ټولنیزې اړیکې، ژوندي کلتوري مفاهیم، شفاهي روایتونه او د ټولنې د فکر او احساس بدلونونه ثبتوي. خو معاصر ادب یوازې د کلتور د ساتنې وسیله نه ده؛ بلکې ځینې وخت د دودونو او ټولنیزو ارزښتونو انتقاد، بیاکتنه او نوې تفسیر هم وړاندې کوي.

د ژبې له پلوه معاصر ادب د پښتو د ادبي ژبې د پراختیا مهم پړاو دی. ژبه یې تر ډېره ساده، روانه، طبیعي او د ورځني ژوند له تجربو سره نزدې شوې ده. له کلاسیکې ادبي ژبې سره د نوې محاورې، علمي اصطلاحاتو، ژباړل شویو مفاهیمو او نوو ترکیبونو یوځای کېدل د پښتو د بیان ساحه پراخه وي. البته د ژبې کیفیت د هر شاعر او لیکوال په اثر کې یو شان نه دی؛ له همدې امله باید د هر متن ژبنۍ ارزونه جلا وشي. د وزني او شعري جوړښت له مخې معاصره پښتو شاعري د کلاسیکو شعري قالبونو لکه غزل، نظم، قصیدې او رباعۍ ترڅنګ د ازاد نظم او نوو شعري جوړښتونو پراختیا هم تجربه کوي. په دودیزه شاعرۍ کې وزن، قافیه، ردیف او موسیقي لا هم مهم عناصر دي؛ خو په ازاد نظم کې د داخلي موسیقۍ، تکرار، آهنګ، تصویر او معنوي پیوستون ونډه ډېره شوې ده. له همدې امله د معاصرې شاعرۍ ارزونه باید یوازې د دودیز وزن له معیارونو سره محدوده نه شي، بلکې د هر شعري جوړښت خپل هنري نظام باید وکتل شي. په مجموع کې، د پښتو معاصر ادب فکري ژورتیا، هنري نوښت، تاریخي حافظه، کلتوري ریښې، ژبنی تحول او د شعري فورمونو تنوع هغه ځانګړنې دي چې د دې ادب هویت جوړوي. خو علمي ارزونه یې هغه وخت بشپړېږي چې هر اثر د خپل متن، ژبې، جوړښت، تصویر، فرهنګي کوډونو، تاریخي زمینه او هنري سبک له مخې په جلا توګه وڅېړل شي؛ ځکه د معاصر ادب ټول اثار په یوه کچه هنري او فکري ارزښت نه لري.

مسعود: پښتو معاصر ادب د شلمې پېړۍ له پیل څخه تر نن ورځې پورې د ګڼو شاعرانو، لیکوالو، څېړونکو او کره‌کتونکو په هڅو وده کړې ده. دغو ادیبانو پښتو شعر، نثر، ناول، لنډه کیسه، ادبي نقد او څېړنه نوې مرحلې ته رسولې ده. ستاسو ارزونه په دې تړاو څه ده؟

استاد سیماب: زما په خيال، د پښتو معاصر ادب وده د یوه یا څو ادیبانو کار نه دی، بلکې د شلمې پېړۍ له پیل څخه تر نن ورځې پورې د شاعرانو، لیکوالو، څېړونکو، ژباړونکو او کره‌کتونکو د پرله‌ پسې هڅو پایله ده. دغو ادیبانو د پښتو ادب له کلاسیک میراث سره اړیکه ساتلې، خو په عین وخت کې یې د نوې زمانې اړتیاوې، تجربې او فکري بدلونونه هم په ادبي متن کې منعکس کړي دي. د شاعرۍ په برخه کې د معاصرې زمانې شاعرانو د غزل، نظم او نورو دودیزو قالبونو ترڅنګ نوې شعري تجربې رامنځته کړې او د ازاد نظم له لارې یې د بیان ساحه پراخه کړه. په شعر کې له فردي مینې او ښکلا څخه نیولې تر وطن، ملي شعور، ازادۍ، سولې، جګړې، ټولنیز عدالت، کډوالۍ، هویت، طبیعت او فردي نفسیاتي تجربو پورې پراخې موضوعګانې مطرح شوې دي. په دې بهیر کې د شعر ژبه هم له نوو تصویرونو، سمبولونو، استعارو او نوښتګرو ترکیبونو سره غني شوې ده.د نثر په برخه کې بیا د معاصرې دورې تر ټولو مهمه ځانګړنه د ژانرونو پراختیا ده. ناول، لنډه کیسه، ډرامه، ادبي مقاله، سفرنامه، خاطره او نور نثري ډولونه د پښتو د بیان ساحه پراخه کړې ده. په ځانګړي ډول ناول او لنډه کیسه د انسان د فردي او ټولنیز ژوند، نفسياتي تجربو، کورني او ټولنیزو اړیکو او د زمانې د پېښو د بیان مهمې وسیلې ګرځېدلې دي.

د څېړونکو ونډه هم بنسټیزه ده. دوی د پښتو د ژبې، ادبیاتو، ادبي تاریخ، فولکلور، ګرامر، قاموسونو، پخوانیو متونو او ادبي شخصیتونو په اړه څېړنې کړې دي. د پخوانیو اثارو راټولول، تصحیح، تدوین او چاپ یې د پښتو ادبي میراث د ساتنې او علمي مطالعې لپاره مهم کار دی. همدارنګه ژباړې پښتو له نورو ژبو او ادبي تجربو سره نږدې کړې ده.کره‌کتونکو بیا د ادب د ارزونې لپاره د نظری او تحلیلي معیارونو په رامنځته کولو کې ونډه اخیستې ده. د کلاسیکو ادبي معیارونو ترڅنګ یې د رومانیت، ریالیزم، فورمالیزم، مارکسیستي نقد، تحليل نفسي ،ساختیات، پس ساختيات،رد تشکيل او نورو معاصرو نقدي لیدلورو له لارې د پښتو ادب د اثارو د مطالعې نوې لارې پرانیستې دي. البته د هرې نظریې کارونه باید د متن له ځانګړتیاوو او علمي اړتیاوو سره سم وشي، نه یوازې د نوم د استعمال لپاره. د دې ټولو هڅو پایله دا ده چې پښتو معاصر ادب یوازې له پخوانیو ادبي فورمونو سره په دوام کې نه دی پاتې شوی، بلکې نوې موضوعات، نوې ژبې، نوي ژانرونه، نوې هنري لارې او د نقد او څېړنې نوي میتوډونه یې هم رامنځته کړي دي. له همدې امله زما په اند د پښتو معاصر ادب ارزونه باید یوازې د مشهورو نومونو په یادولو محدوده نه وي؛ بلکې د هر شاعر او لیکوال اثر، ژبه، سبک، فکري منځپانګه، هنري جوړښت، تاریخي زمینه او پر راتلونکو ادبي بهیرونو اغېز باید جلا وڅېړل شي. په دې توګه به د معاصر پښتو ادب تاریخ له شخص‌محورې پېژندنې څخه متن‌محورې او علمي ارزونې ته لا ډېر نزدې شي.

مسعود: ښه به وي که تاسو د پښتو معاصر ادب د نوموتو او پېژندل شویو شاعرانو، لیکوالو، څېړونکو او کره کتونکو علمي او ادبي څېرو او د دوی د نامتو منظومو او منثورو نښیرونو(آثارو)  نومونه راته په ګوته کړئ؟

استاد سیماب: دا پوښتنه ډېره پراخه ده،د پي.ايچ.ډي مقاله يې هم نه شي احاطه کولای. په پښتو معاصر ادب کي زیات داسي ليکوالان،کره کتونکي،کيسه ليکونکي،محقيقين،شاعران شته چي د هغوی ذکر بايد وشي خو دا امکان نه لري چي په يوه جواب کي زه دا ټول راغونډ کړم.  د پښتو معاصر ادب لمنه ډېره پراخه ده او په تېره بیا د شلمې پېړۍ له پیل څخه تر نن ورځې پورې په شاعرۍ، داستان، ناول، څېړنه، کره‌کتنه، ادبي تاریخ، ژبپوهنه او فولکلور کې ګڼې نوموتې څېرې راټوکېدلې دي. که څه هم د ټولو ادبي شخصیتونو او اثارو یادونه په یوه لنډ ځواب کې ممکنه نه ده، خو د معاصر پښتو ادب د مهمو او اغېزناکو څېرو له ډلې څخه د حمزه شینواري، غني خان، خاطر افریدي، اجمل خټک، قلندر مومند، رحمت شاه سائل، پیرمحمد کاروان، دروېش دراني، سلیمان لایق، صدیق کاوون توفاني، باري جهاني او یو شمېر نورو شاعرانو نومونه یادولای شو. په دې لړ کې غني خان د معاصرې پښتو شاعرۍ یوه ځانګړې او اغېزناکه څېره ده. د هغه په اثارو کې فانوس، پلوشې، د پنجرې چغار او لټون مهم ځای لري؛ همدارنګه یې په انګلیسي ژبه The Pathans هم لیکلي دي. رحمت شاه سائل بیا د معاصرې پښتو شاعرۍ له نوموتو شاعرانو څخه دی چې د غزل او نظم تر څنګ یې په نثر کې هم کار کړی دی. د هغه د اثارو له ډلې «یبار، سره بڅري، د ویر په چم کې وار د نغمو دی، د لمبو سیوری، درد چې د څړیکو څانګې وسپړلې، آخري سندره» او نورې شعري او نثري ټولګې د یادونې وړ دي. دروېش درانی دسهيلي پښتونخوا په نمائندګۍ هم د معاصرې پښتو شاعرۍ له مهمو شاعرانو څخه دی. د هغه په شاعرۍ کې غزل، عشق، رمز، تصویر او سمبولیک بیان ځانګړی ځای لري او د هغه شعرونه د معاصرې شاعرۍ د فني او هنري تحول یوه برخه ګڼل کېږي.«کر د ګلو،په څراغ پسې څراغ،وير لړلي داستانونه» او نور د يادوني وړ دي.د کندهار د حوزې په نمائندګۍ عبدالباري جهاني، «شپلۍ،ورکه مېنه» او نور دا رنګه د کابل حوزې څخه موږ پيرمحمد کاروان يادولای سو.  د داستاني ادب په برخه کې بیا نورمحمد تره‌کی، قلندر مومند، سعدالدین شپون، محمد صدیق پسرلی، نصیر احمد احمدي، زیتون بانو، فاروق سرور ،درمحمدکاسی، زرین انځور، پروین ملال، اکبر کرګر، او ګڼ نور لیکوال د یادونې وړ دي. د دغو لیکوالو د لنډو کیسو او داستانونو له لارې پښتو نثر له نوو موضوعاتو، نوو فکري لیدلورو او بېلابېلو اسلوبونو سره مخ شوی دی.

د کره‌کتنې، ادبي نظریې او څېړنې په برخه کې هم پښتو ادب پیاوړي عالمان لري. دوست محمد خان کامل مومند د کلاسیکو متونو د تحقیق او تصحیح له مهمو څېرو څخه دی. د هغه په مهمو کارونو کې د ، خوشحال خان خټک، سکندر خان خټک، رحمان بابا او تاریخ مرصع  په اړه څېړنې او مقدمې شاملې دي. قلندر مومند بیا یو داسې څو اړخیز ادبي شخصیت دی چې شاعر، لنډه کیسه لیکونکی، کره‌کتونکی، ژباړن، قاموس لیکونکی او څېړونکی پاتې شوی دی. د هغه له مشهورو اثارو څخه «ګجرې، سباوون، تنقید، دریاب» يې د یادونې وړ دي. همېش خلیل د کلاسیکې پښتو شاعرۍ او ادبي متونو د راټولولو، تصحیح او تدوین په برخه کې پراخ خدمتونه کړي دي. ده د ګڼو کلاسیکو شاعرانو دیوانونه او ادبي متون څېړلي او خپاره کړي دي، چې د پښتو ادبي میراث د ساتنې له پلوه ځانګړی اهمیت لري.محمد صدیق روهي هم د پښتو د ادبي څېړنې او کره‌کتنې له مهمو علمي څېرو څخه دی. د هغه په اثارو کې ،د څېړنې لارښود، ادبي څېړنه، د ژبپوهنې مسئلې، فولکلور پېژندنه او شعر پېژندنه او نور علمي آثار شامل دي.

په ادبي تاریخ، کلاسیکو متونو او فولکلوري څېړنو کې د پينځو ستورو علاوه زلمي هېوادمل او حبیب الله رفیع ځانګړی مقام لري. په ځانګړې توګه حبیب الله رفیع د پښتو تاریخي او ادبي متونو، فولکلور او کلاسیکو اثارو په راټولولو او څېړلو کې ډېر کار کړی دی. د هغه له اثارو څخه «هوتک‌نامه، مهاجرت‌نامه، د بتانو هنگامه، د تمدن سوغات، ارمغان تمدن، کتابونه دریابونه او پښتني ودونه» د یادونې وړ دي.

د سهلي پښتونخوا د پښتو ادب په معاصر بهیر کې هم ګڼو ادبي او علمي شخصیتونو د پام وړ ونډه اخیستې ده. په دې برخه کې سيال کاکړ،صاحبزاده حمیـدالله، عبدالکریم بریالي، ربنوازمائل،سعيدګوهر،خيرمحمدعارف په ځانګړې توګه سيال کاکړ، صاحبزاده حمیـدالله د بلوچستان د پښتو ادب، تاریخ، فولکلور، ژورنالیزم او څېړنې له مهمو څېرو څخه وو. د دوی په اثارو کې پښتو ادب بلوچستان کې، «پښتني افکار، پښتني فولکلور، ادبي څېرې، د کسې د لمني پښتانه ليکوال ،د کسې د لمنې پښتو ژورنالیزم، پښتني نومونه، پښتو مترادفات، فولکلوري طب» او ګڼ نور آثار شامل دي.

نو په ټوله کې ویلای شو چې معاصر پښتو ادب یو څو اړخیز او پراخ ادبي بهیر دی چې شاعرۍ یې د اجمل خټک،حمزه شینواري، غني خان، خاطر افریدي، رحمت شاه سائل، پیرمحمد کاروان او دروېش دراني په څېر شاعرانو غني کړې؛ داستاني ادب یې د ګڼو کیسه‌لیکونکو او ناول‌لیکونکو له خوا وده کړې؛ او د تحقیق، کره‌کتنې او ادبي تاریخ په برخه کې یې د، کامل مومند، قلندر مومند، همېش خلیل، محمد صدیق روهي، حبیب الله رفیع او زلمي هېوادمل په څېر څېړونکو او کره‌کتونکو مهمه ونډه اخیستې ده. همدارنګه د جنوبي پښتونخوا، خیبر پښتونخوا او افغانستان د پښتو ادبي بهیرونو ګډ فعالیت د معاصر پښتو ادب لمنه لا پراخه کړې ده. دا تش يوه نمونه ده بيخي زیات ليکوالان په هر څانګه کي لرو او د معيار کارونه يې په خپلو خپلو ميدانو کي تر سره کړي دي.

مسعود: عبدالهادي داوي (پریشان)، (۱۸۹۴-۱۹۸۲)د پښتو معاصر شعر له مخکښانو، لیکوال او سیاسي سټو څخه ګڼل کېږي. ښه به وي که تاسو  د نوموتي  علمي، ادبي او سیاسي ژوند، منظومو او منثورو نښیرونو(آثارو)، فکري لیدلوري، ادبي ارزښتونو او سبکونو په تړاو په لنډه توګه مالومات راکړئ.

استاد سیماب: عبدالهادي داوي چې په ادبي نړۍ کې د پریشان په تخلص مشهور دی، د افغانستان له هغو نوموتو علمي، ادبي او سیاسي شخصیتونو څخه و چې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې یې د نوي فکر، سیاسي ویښتیا او ادبي تحول په بهیر کې مهم رول درلود. نوموړی شاعر، لیکوال، ژورنالېست، ډیپلوميټ او سیاستوال و او د افغانستان د مشروطه‌خواهۍ له غورځنګ سره یې اړیکه لرله. هغه د محمود طرزي له نوې‌پالې فکري لارې سره هم نزدې تړاو درلود.داوي خپلې مسلکي ادبي او ژورنالیستیکې چارې د سراج‌الاخبار له لارې پیل کړې او وروسته د افغانستان د خپلواکۍ له پړاو سره سم د ، امان افغان، د ورځپاڼې لومړنی سردبیر وټاکل شو. په سیاسي ژوند کې یې بېلابېلې دولتي او ډیپلومټیکې دندې ترسره کړې؛ د افغانستان سفیر په لندن، برلین، مصر او اندونشیا کي پاته شوی دی، د مشرانو جرګې ریاست او د سترې محکمې د رئیسۍ دندې یې هم ترسره کړې دي. د هغه سیاسي ژوند له زندان سره هم تړلی و او دوه ځله بندي شوی و.

د داوي د فکري لیدلوري مهمه ځانګړنه ټولنیزه ویښتیا، د پوهې ارزښت، د وطن اصلاح او د ملت د بیدارۍ غوښتنه ده. د هغه په شعرونو کې د ناپوهۍ او غفلت پر وړاندې مبارزه او د پوهې او بیدارۍ بلنه په څرګند ډول لیدل کېږي. د هغه شعرونه د هغه د اصلاح‌طلبانه او ویښتابه‌محور فکر ښه څرګندونه کوي.د منظومو او منثورو آثارو له ډلې یې ،نغمات، چې د ده د شعرونو مجموعه ده، او غیاثه چې په پښتو نظم کې لیکل شوی اثر دی، یاد شوي دي. همدارنګه زما رسول پاک د اردو د «پیغمبر اسلام» پښتو ژباړه ده. په منثورو اثارو کې رجال وطن، چې د افغانستان د ځینو مشهورو شخصیتونو د ژوند او اثارو بیان دی، زیست‌نامه او تجارت ما با اتحاد جماهیر شوروی، د یادونې وړ دي.

د ادبي ارزښت له پلوه، د داوي اهمیت په دې کې دی چې هغه د کلاسیکې شاعرۍ له دودونو سره د نوي اجتماعي او ملي فکر پیوند رامنځته کوي. د هغه په شعر کې وطن، ملت، معرفت، بیداري او اصلاح مهم موضوعات دي. له همدې امله د هغه شاعري یوازې د ښکلا او عاطفې د بیان وسیله نه ده، بلکې د خپل عصر د ټولنیزو او فکري غوښتنو انعکاس هم کوي. د سبک له پلوه د هغه ژبه نسبتاً روانه، ساده، خطابي او پیغام‌محوره ده او د شعر په جوړښت کې د تکرار، مستقیم خطاب او استفهامي بیان له لارې خپل اصلاحي پیغام پیاوړی کوي. په همدې ځانګړنو سره داوي د پښتو د معاصر شعر د لومړني تحول له هغو څېرو څخه ګڼل کېږي چې ادب یې له ټولنیزې ویښتیا او نوي فکري بهیر سره ونښلاوی. د ده علمي، ادبي او سیاسي ژوند په ګډه د افغانستان د معاصر فرهنګي تاریخ یوه مهمه برخه جوړوي.

مسعود: مولوي صالح محمد هوتک د شلمې پېړۍ د لومړۍ نیمایي له هغو فرهنګي شخصیتونو څخه وو، چې ښوونه، لیکوالي، شاعري، ژباړه او د پښتو ژبې چوپړ او خدمت یې سره یو ځای کړي وو. ښه به وي که تاسو د  نوموتي علمي او ادبي سټې او د منظومو او منثورو نښیرونو(آثارو) په تړاو رڼا واچوئ. 

استاد سیماب: مولوي صالح محمد هوتک د شلمې پېړۍ د لومړۍ نیمایي له هغو څو اړخیزو فرهنګي شخصیتونو څخه و، چې ښوونه، شاعري، لیکوالي، ژورنالیزم، ژباړه او د پښتو ژبې خدمت یې سره یو ځای کړي وو. د هغه فرهنګي شخصیت په ځانګړي ډول د کندهار د معارف او مطبوعاتو له تاریخ سره نږدې تړاو درلود. نوموړي خپلې زده کړې په کابل حبیبیه لېسه کې وکړې او وروسته په همدې لېسه کې د پښتو ژبې ښوونکی شو. کندهار ته له ستنېدو وروسته یې د ، مکتب تجار، په نوم ښوونځی جوړ کړ، چې وروسته د شالمار او مشرقي ښوونځي په نومونو هم یاد شوی دی. د ښوونې تر څنګ یې د کندهار د معارف په چارو کې هم ونډه واخیسته؛ له همدې امله د هغه د ښوونیزو او فرهنګي خدمتونو په اړه د ، د کندهار د معارف او مطبوعاتو پلار، لقب هم کارول شوی دی.په مطبوعاتي ډګر کې یې هم مهم رول درلود. د سراج‌الاخبار په خپرونه کې یې پښتو لیکنې او شعرونه خپرېدل او وروسته یې په (۱۹۲۱)م کال کې په کندهار کې طلوع افغان تأسیس کړ. دا خپرونه لومړی د جریدې په بڼه وه او وروسته ورځپاڼه شوه، او مولوي صالح محمد هوتک یې له لومړنیو مسؤولینو او مدیرانو څخه و. په دې توګه یې د پښتو لیکني ادب او مطبوعاتو د پراختیا لپاره عملي زمینه برابره کړه.

د نوموړي شعري او منثور آثار د ژبې د ساده‌والي، روانۍ، ټولنیز شعور، ښوونیزې موخې او ديني او اخلاقي مفاهیمو له پلوه ځانګړی اهمیت لري. دی په خپله هم ځان د تش په نامه شاعر په توګه نه معرفي کوي، بلکې خپله شاعري د خپلې مورنۍ ژبې له مینې سره تړي:

د پښتو غیرت نیولی شاعر نه یم — د اغیار څخه مې شین دی لړمون هسې

او بل ځای وايي:

د پښتو د نام او ننګ دی افسون هسې — شاعر نه یم او لیکمه مضمون هسې

د هغه په شعرونو او نثري لیکنو کې دیني او اخلاقي لارښوونې، ټولنیزې ښېګڼې، د پښتو ژبې مینه، ښوونه او روزنه او د انساني ژوند بېلابېل اړخونه په ساده او عام‌فهمه ژبه بیان شوي دي. د هغه د لیکنو یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې هڅه یې کړې له سیمه‌ییزو او ډېر پېچلو تعبیرونو څخه ډډه وکړي او داسې ژبه وکاروي چې د عامو پښتنو لپاره هم د پوهېدو وړ وي. د هغه د نثر او نظم بله ځانګړنه ساده، روانه او طبیعي ژبه ده. جملې یې تر ډېره لنډې او له یو بل سره تړلې دي او د خبرو له ژبې سره نزدېوالی لري. په همدې سبب د هغه لیکنې د لوستونکي لپاره اسانه دي، خو دا ساده‌والی د هنري ارزښت د نشتوالي په معنا نه دی؛ بلکې د هغه هنري قوت تر ډېره په همدې سهل ممتنع، طبیعي بیان او عام‌فهمه ژبه کې څرګندېږي. د پوهاند عبدالحی حبیبي د ارزونې له مخې هم د مولوي صالح محمد هوتک د شعرونو او منظومو یوه مهمه ځانګړنه د ساده، خوږو او روانو الفاظو او ترکیبونو کارول دي؛ داسې چې ابهام او تکلف پکې کم وي او د بېلابېلو طبقو لوستونکي پرې پوهېدای شي. همدارنګه د هغه د شعرونو موضوعات اجتماعي، حیاتي، دیني او اخلاقي ګڼي او د ټولنې له ژوند سره یې تړاو مهم بولي. د نوموړي د منظومو او منثورو اثارو د راټولولو په برخه کې د مولوي صالح محمد هوتک کلیات ځانګړی اهمیت لري، چې محمد معصوم هوتک ترتیب او لمنلیکونه پرې لیکلي او په (۱۳۹۷)لمریز کال کې چاپ شوی دی. دغه مجموعه د هغه د  خپرو شویو او راټولو شویو شعري اثارو د پېژندنې لپاره مهمه سرچینه ده. په ټوله کې، مولوي صالح محمد هوتک یوازې شاعر او لیکوال نه و؛ بلکې ښوونکی، ژورنالېست، ژباړن، فرهنګي خدمتګار او د پښتو ژبې د لیکني او مطبوعاتي بهیر له مخکښو څېرو څخه و. د هغه ادبي اهمیت په دې کې هم نغښتی دی چې د خپلې زمانې اړتیاوې یې په ساده، روانه او عام‌فهمه ژبه بیان کړې او ښوونځی، مطبوعات، ادب او د پښتو ژبې خدمت یې په یوه ګډ فرهنګي بهیر کې سره نښلولي وو.

مسعود: علامه استاد حبیبي د افغانستان له نامتو ادبي، تاریخي او فرهنګي شخصیتونو څخه وو. هغه نه یوازې د پښتو ادب په برخه کې ارزښتناک خدمتونه کړي، بلکې د افغانستان د تاریخ، ژبپوهنې، فولکلور او فرهنګ په اړه یې هم پراخې څېړنې ترسره کړې دي.تاسو د ده علمي، ادبي، ټولنیز او تاریخي شخصیت او منظوم او منثور نښیرونه(آثار) څه ډول ارزوئ؟

استاد سیماب: د علامه استاد عبدالحی حبیبي په اړه به زه څه ووایم او څنګه به یې ارزونه وکړم؟ زما دومره علمي توان نه شته چې د علامه صاحب د پراخو او ارزښتناکو اثارو هر اړخیزه ارزونه وکړم. تاسو پوښتنه کړې ده، نو یوازې خپله شخصي رایه درسره شریکوم، چې دا به له علمي ارزونې سره برابره نه وي.

علامه صاحب د شلمې پېړۍ له هغو نوموتو علمي، ادبي، تاریخي او فرهنګي شخصیتونو څخه دی چې د افغانستان د معاصرې علمي او ادبي مطالعې په جوړښت کې یې پراخ او بنسټیز رول درلود. د ده شخصیت څو اړخیز دی؛ ځکه چې هغه په ادب، تاریخ، ژبپوهنه، فولکلور، مطبوعاتو، ښوونه او فرهنګي چارو کې نه یوازې لیکنې او څېړنې کړې، بلکې د دغو برخو د علمي مطالعې لپاره یې مهم بنسټونه هم کښېښودل. د علامه حبیبي د علمي شخصیت یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې د افغانستان تاریخ یې له لرغونو زمانو څخه د څېړنې وړ موضوع وګرځاوه او د هېواد د تاریخي جغرافیې، لرغونو مدنیتونو، سیاسي او فرهنګي پړاوونو په اړه یې پراخې څېړنې ترسره کړې. د افغانستان د تاریخ، تاریخي جغرافیې، صفاري، تیموري او نورو تاریخي پړاوونو په اړه د ده څېړنې د افغانستان د تاریخ لیکنې په بهیر کې د پام وړ ځای لري. هغه د تاریخ د څېړنې پر مهال د جغرافیایي او چاپېریالي عواملو ارزښت هم په پام کې نیوه او هڅه یې کوله چې د افغانستان تاریخي بهیر له خپلو داخلي تاریخي او فرهنګي شرایطو سره وتړي.

په ادبي برخه کې د علامه حبیبي تر ټولو ستر خدمت د پښتو ادب د تاریخ لیکنې او د کلاسیکو ادبي متونو د راټولولو، پېژندلو او څېړلو په برخه کې دی. د «تاریخچه شعر پشتو» او وروسته د «د پښتو ادبیاتو تاریخ» په څېر اثارو هغه د پښتو ادبي تاریخ د علمي تدوین لپاره مهم ګامونه پورته کړل. د خوشحال خان خټک، عبدالقادر خان خټک، احمدشاه بابا، روښاني ادبیاتو او نورو کلاسیکو ادبي شخصیتونو او اثارو په اړه یې څېړنې د پښتو ادبي تاریخ د پراختیا لپاره ځانګړی اهمیت لري. د ده په ادبي څېړنو کې «پټه خزانه» هم ځانګړی ځای لري. علامه حبیبي د پښتو د کلاسیک ادب د متونو، شاعرانو او ادبي بهیرونو په راپېژندنه کې پراخ کار وکړ او د روښاني ادبي بهیر یې هم په منظم ډول وڅېړه. په دې توګه هغه یوازې د ادبي اثارو راټولوونکی نه و، بلکې د هغو د تاریخي، فکري او ادبي ارزونې هڅه یې هم کوله. د ژبپوهنې او فولکلور په برخه کې هم د علامه حبیبي کار د پام وړ دی. هغه ژبه یوازې د اړیکو وسیله نه ګڼله، بلکې د یوه ملت د تاریخ، فرهنګ او ټولنیز ژوند مهمه زېرمه یې بلله. له همدې امله یې د پښتو ژبې د لغوي، ادبي او فرهنګي موادو په راټولولو او څېړلو کې پراخ فعالیت وکړ. د ولسي روایتونو، فرهنګي معلوماتو او فولکلوري موادو راټولول هم د ده د علمي کار یوه مهمه برخه وه.د علامه حبیبي ټولنیز او فرهنګي شخصیت د هغه له مطبوعاتي او تعلیمي فعالیتونو سره هم تړاو لري. هغه له ځوانۍ څخه له مطبوعاتو سره ونښلول شو او د «طلوع افغان» له مطبوعاتي بهیر سره یې مهمه ونډه واخیسته. پر (۱۳۰۶)لمریز کال کې له دې جریدې سره د مرستیال په توګه یوځای شو او پر (۱۳۱۰)لمریز کال کې یې د مسئولیت او سمون چارې پر غاړه واخیستې. د ده په هڅو «طلوع افغان» په بشپړه توګه پښتو مطبوعاتي بڼه خپله کړه. په دې توګه د مولوي صالح محمد هوتک له خوا د پیل شوي مطبوعاتي بهیر د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې د علامه حبیبي ونډه هم ځانګړې ده.

د منظومو او منثورو اثارو له پلوه، د علامه حبیبي میراث تر ډېره د هغه په څېړنیزو، تاریخي، ادبي، ژبني او فرهنګي اثارو کې څرګندېږي. د ده منثور آثار د موضوع، پراخوالي او علمي تنوع له مخې ډېر ارزښت لري؛ تاریخ، ادب، ژبه، فرهنګ، فولکلور او ادبي کره کتنه پکې شامل دي. د هغه د اثارو مهمه ځانګړنه دا ده چې د پښتو د ادبي او تاریخي میراث د ثبت، راټولولو او علمي معرفۍ لپاره یې پراخه زمینه برابره کړه. په ټوله کې، علامه عبدالحی حبیبي د یوه داسې څو اړخیز عالم په توګه ارزول کېدای شي چې پښتو ادب یې له تاریخ، ژبې او فرهنګ سره په علمي اړیکه کې مطالعه کړ. د هغه علمي شخصیت د څېړنې، ادبي شخصیت د لیکوالۍ او ادبي تاریخ لیکنې، ټولنیز شخصیت د ښوونې او مطبوعاتو، او تاریخي شخصیت د افغانستان د تېر وخت د علمي څېړنې له لارې څرګندېږي. له همدې امله د هغه اثار د پښتو ادب، افغانستان پېژندنې او فرهنګي مطالعاتو په برخه کې د شلمې پېړۍ له مهمو علمي میراثونو څخه ګڼل کېږي.

مسعود: علامه عبدالشکور رشاد زموږ د لرغوني هېواد له هغو سترو علمي، ادبي او فرهنګي سټو څخه وو،  چې د پښتو ژبې، ادب، تاریخ، ژبپوهنې او ادبي څېړنو په برخه کې یې نه هېرېدونکی چوپړ او خدمت کړی دی. ښه به وي که تاسو د ده د علمي ادبي او فرهنګي شخصیت په تړاو او د نوموړي د منظومو او منثورو نښیرونو(اثارو) په تړاو رڼا واچوئ.

استاد سیماب: د علامه اکادمیسن پوهاند عبدالشکور رشاد د علمي، ادبي او فرهنګي شخصیت او د هغه د پراخو او ارزښتناکو اثارو هر اړخیزه ارزونه زما له علمي وس او استعداد څخه لوړه ده. زه نه غواړم د هغه د دومره ستر علمي میراث د بشپړې ارزونې ادعا وکړم؛ خو تاسو چې د ده په اړه پوښتنه کړې ده، نو یوازې خپله عمومي او شخصي رایه درسره شریکوم.

علامه عبدالشکور رشاد زموږ د لرغوني هېواد له هغو سترو علمي، ادبي او فرهنګي سټو څخه وو چې خپل ټول علمي او فرهنګي ژوند یې د پښتو ژبې، ادب، تاریخ، ژبپوهنې او ادبي څېړنو د ودې، پېژندنې او بډاینې لپاره وقف کړی و. هغه په یوه وخت کې شاعر، لیکوال، ژبپوه، مورخ، ادبي څېړونکی، استاد او د کلاسیکو متونو د تصحیح او تشریح پیاوړی عالم وو.د علامه رشاد د علمي شخصیت یوه مهمه ځانګړنه د هغه پراخه مطالعه او د بېلابېلو ژبو له علمي سرچینو څخه استفاده ده. هغه له پښتو سربېره په فارسي، عربي، اردو، هندي، روسي او انګلیسي ژبو پوهېده او له دې پراخې ژبنۍ پانګې څخه یې د پښتو ژبې او ادب په څېړنه کې ګټه اخیسته. د هغه علمي کار یوازې تر ادبي موضوعاتو محدود نه و؛ تاریخ، تاریخي جغرافیه، ژبپوهنه، فولکلور، متون‌پوهنه، ادبي نقد، عروض او د پښتو د کلاسیکو اثارو څېړنه یې هم د علمي فعالیت مهمې برخې وې.د تاریخ لیکنې په برخه کې د علامه رشاد ځانګړی اهمیت د هغه په تحقیقي میتود کې لیدل کېږي. هغه تاریخي پېښې یوازې د روایت په توګه نه وړاندې کوي، بلکې د زمان، مکان، تاریخي سرچینو او اسنادو پر بنسټ یې د پېښو د کره کولو هڅه کړې ده. «لودي پښتانه» او «لس مقالې» د دې علمي تګلارې ښې بېلګې دي. هغه د بېلابېلو تاریخي سرچینو معلومات سره پرتله کړي، د روایتونو د کره والي لپاره یې اسناد کتلي او د تاریخي شخصیتونو، پېښو، نومونو او ځایونو په اړه یې دقت کړی دی.د پښتو ادبي څېړنې په برخه کې هم علامه رشاد ډېر مهم کار کړی دی. هغه د کلاسیکو متونو د پېژندنې، تصحیح، سمون، سریزو، لغتنامو او تشریحاتو له لارې د پښتو ادبي میراث ګڼ شمېر متون څېړونکو او لوستونکو ته ورپېژندلي دي. د «خیرالبیان» لغتونه او مقالې، د دولت لواڼي د دیوان سریزه، د واصل روښاني د دیوان سریزه او سمون، د احمدشاه بابا د پښتو اشعارو شرح او سمون، د حاجي جمعه بارکزي د دیوان سریزه او لغتنامه او د «پټې خزانې فرهنګ» یې د دې علمي خدمتونو بېلګې دي.

د ژبپوهنې او قاموس‌لیکنې په برخه کې هم د هغه کار پراخ دی. د پښتو لغاتو، قاموسونو، ګرامر، عروضو، د نظم د ډولونو او له نورو ژبو سره د پښتو د اړیکو په اړه یې ګڼې څېړنې کړې دي. «ادبي قاموس»، «مکتبي قاموس»، «خوشال فرهنګ»، «پټه خزانه فرهنګ» او «ګلشن روه لغتنامه» د همدې علمي هڅو له مهمو بېلګو څخه دي.د علامه رشاد شعري شخصیت هم د هغه د علمي شخصیت تر څنګ ځانګړی ځای لري. هغه شعر د خپل وخت له ټولنیزو، ملي او تاریخي حالاتو سره تړلی ساتلی او د خپلو فکري لیدلورو او د ټولنې د ستونزو انعکاس یې په شعري ژبه کړی دی. «ملحد شاهي»، «تنظیم شاهي»، «طالب شاهي»، «د زړه وینې»، «د افغانستان بدې ورځې»، «لولپه پېغله»، «د پښتنو غمیځه» او «روڼې اوښکې» یې د شعري اثارو له ډلې څخه دي.د هغه نثري اثار بیا د موضوع له پلوه ډېر پراخ دي؛ تاریخي او ادبي څېړنې، سریزې، تصحیحات، لغتنامې، ژباړې، تعلیمي لیکنې او د کلاسیکو متونو په اړه څېړنې د هغه د نثري میراث بېلابېلې برخې جوړوي. د ټالسټوی د اثارو ژباړې هم ښيي چې هغه د پښتو لوستونکو د ادبي افق د پراخولو لپاره د نړۍ له ادبي میراث سره د پښتو اړیکه هم پیاوړې کړې ده.

زما په فکر، د علامه رشاد د علمي شخصیت یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې هغه پښتو ادب، تاریخ او ژبه یې له یو بل سره په علمي ډول تړلي دي. د هغه په څېړنو کې ادبي متن له تاریخي، ژبني او فرهنګي شالید څخه بېل نه دی؛ له همدې امله یې آثار د پښتو د ادبي او تاریخي میراث د پېژندنې لپاره ځانګړی ارزښت لري.په ټوله کې، علامه عبدالشکور رشاد د پښتو ژبې او ادب له هغو علمي څېرو څخه وو چې د شاعر، لیکوال، استاد، مورخ، ژبپوه او څېړونکي بېلابېل علمي اړخونه یې په یوه شخصیت کې سره راټول کړي وو. د هغه چاپي او ناچاپي اثار د پښتو ژبې، ادب، تاریخ او فرهنګ یوه پراخه علمي پانګه جوړوي او د راتلونکو څېړونکو لپاره به هم د استفادې او څېړنې مهمه سرچینه وي.

مسعود: استاد بینوا د پښتو ژبې نامتو  شاعر، څېړونکی، لیکوال، ادبي کره کتونکی او فرهنګي خدمتګار وو. تاسو د استاد بینوا د علمي او ادبي سټې اهمیت او ارزښت د پښتو ژبې او ادب د پراختیا او پرمختیا لپاره او د ده د نښیرونو(آثارو) مهمې ځانګړتیاوې څه ډول ارزوئ؟

استاد سیماب:  استاد عبدالرووف بېنوا د شلمې پېړۍ د معاصر پښتو ادب له هغو نوموتو علمي او ادبي څېرو څخه دی چې د شاعر، لیکوال، څېړونکي، ژباړونکي، تاریخ‌پوه، ژبپوه، فرهنګي شخصیت او دولتي خدمتګار په توګه یې په بېلابېلو برخو کې پراخ او اغېزناک فعالیت کړی دی. د هغه ځانګړنه دا ده چې علمي څېړنه، ادبي پنځونه، ژباړه، مطبوعات او فرهنګي خدمت یې په یوه شخصیت کې سره راټول کړي وو. بېنوا په یوه علمي او ادبي کورنۍ کې را لوی شوی و او له ماشومتوبه یې له علم، کتاب او مطالعې سره اړیکه پیدا کړه. د دیني زده کړو ترڅنګ یې عربي ادبیات، فارسي، اردو او وروسته انګلیسي زده کړل او له بېلابېلو ژبو او ادبي سرچینو څخه یې د خپلې علمي مطالعې لپاره ګټه واخیسته. همدا پراخه مطالعه وه چې وروسته یې د پښتو ادب په بېلابېلو برخو کې د کار کولو زمینه ورته برابره کړه. د بېنوا د علمي شخصیت یو مهم اړخ د پښتو ادبي او تاریخي میراث راټولول، پېژندل او څېړل دي. «پښتنې مېرمنې»، «میرویس نیکه»، «پښتونستان»، «اوسني لیکوال»، «د افغانستان نومیالي»، «نېټه لیک یادښتونه یا د افغانستان تاریخي پېښې»، «خوشحال خان خټک از زبان خوشحال خان» او «د افغانستان تاریخي ریښې» د هغه د تاریخي او تحقیقي اثارو له مهمو بېلګو څخه دي.په ځانګړې توګه «اوسني لیکوال» د معاصرو لیکوالو او فرهنګي شخصیتونو د پېژندنې له پلوه ځانګړی ارزښت لري. همدارنګه «د افغانستان نومیالي» د افغانستان د علمي، ادبي، فرهنګي او تاریخي شخصیتونو د پېژندنې په برخه کې یو پراخ تحقیقي کار دی. دا ډول اثار یوازې د خپل وخت د شخصیتونو پېژندنه نه کوي، بلکې د راتلونکو څېړونکو لپاره هم د ژوندلیکونو او فرهنګي تاریخ مهم مواد برابروي. د کلاسیک پښتو ادب د متونو په برخه کې هم د استاد بېنوا خدمت د پام وړ دی. د پیر محمد کاکړ د دیوان، د رحمان بابا د دیوان او د کاظم خان شیدا د دیوان تدوین، تصحیح او مقابله د دې څرګندونه کوي چې هغه د پښتو کلاسیک ادب د متنونو د خوندي کولو او کره کولو لپاره عملي کار کړی دی. دغه ډول کارونه د ادبي تاریخ تر څنګ د متن‌پوهنې او تصحیح‌التراث له پلوه هم اهمیت لري. د ژبپوهنې او ادبي زده کړو په برخه کې یې «ادبي فنون» ځانګړی اهمیت لري. دا اثر د هغه د تدریسي تجربې او علمي مطالعې پایله ده او د ادبیاتو زده‌کوونکو ته یې د ادبي فنونو په اړه منظم معلومات وړاندې کړي دي. د «پښتو قاموس» او «عربي ـ پښتو قاموس» په څېر کارونه هم د هغه د ژبني اهتمام څرګندونه کوي.د استاد بېنوا ادبي شخصیت بیا یوازې په څېړنه او نثر پورې محدود نه دی. هغه شاعر هم و او په خپلو شعرونو کې یې د خپل عصر ټولنیزې، ملي او انساني مسئلې رااخیستې دي. د هغه په شعر کې د ټولنې د ناخوالو، د انسان د ژوند د ستونزو، وطن، ویښتابه، ازادۍ او ټولنیز شعور موضوعات لیدل کېږي. «د مینې مینه»، «پریشانه افکار» او «دهسک پېغله» یې د شعري اثارو له ډلې دي.

زما په خيال، د بېنوا د شاعرۍ یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې شعر یې یوازې د شخصي احساساتو د بیان وسیله نه دی، بلکې د ټولنیز شعور او انساني تجربې د څرګندولو وسیله هم ګرځېدلې ده. هغه هڅه کوي چې د شعر له لارې د خپل چاپېریال ستونزې، د خلکو ژوند او د زمانې فکري حالت منعکس کړي.د هغه نثر هم ځانګړی اهمیت لري. بېنوا په نثر کې د موضوع له غوښتنې سره سم بېلابېل سبکونه کارولي دي؛ تاریخي نثر، تحقیقي نثر، ادبي نثر، طنز، ډرامه، سفرنامه او ژباړه یې د نثري میراث بېلابېلې برخې جوړوي. په ځانګړې توګه د هغه نثر د روانې ژبې، روښانه بیان، عیني تصویرونو او د ټولنیز ژوند د واقعیتونو د انعکاس له امله د پام وړ دی. د استاد بېنوا د لیکوالۍ بله مهمه برخه ژباړه ده. هغه د علامه اقبال، رابندرانات ټاګور، ټالسټای او نورو لیکوالو او متفکرانو له اثارو څخه پښتو او نورو ژبو ته ژباړې کړې دي. «پردېس»، «باغونه» او د «ګیتانجلي» ژباړه یې د دې برخې مهمې بېلګې دي. د ژباړې له لارې یې پښتو لوستونکي له نورو ژبو او ادبي فرهنګونو سره هم نزدې کړي دي.په ډرامه‌لیکلو کې هم بېنوا د پښتو ادبیاتو د پرمختګ له هغو لیکوالو څخه دی چې د تمثیلي ادب د پراختیا لپاره یې کار کړی دی. «طوق لعنت»، «صدای وطن»، «زوړ ګناهګار»، «کار بر اصل»، «اشتباه»، «اشیانه عقاب»، «زرنګ» او «حکومت بیدار است» یې د ډراماتیکو اثارو بېلګې دي. په دې اثارو کې یې د ټولنیزو، تاریخي او انساني موضوعاتو د بیان لپاره د ډرامې له هنري امکاناتو استفاده کړې ده. د استاد بېنوا فرهنګي او مطبوعاتي خدمت هم د هغه د شخصیت مهم اړخ دی. د کابل ادبي انجمن، پښتو ټولنې، کابل مجلې، مطبوعاتو او راډیو په څېر ادارو کې یې دندې ترسره کړې او د لیکوالۍ ترڅنګ یې د فرهنګي ادارو په جوړښت او فعالیت کې هم ونډه لرله. د اطلاعاتو او کلتور د وزیر په توګه یې هم د فرهنګي چارو مسؤولیت ترسره کړی دی.که د بېنوا علمي او ادبي شخصیت په یوه لنډه جمله کې راټول کړو، ویلی شو چې ، بېنوا د پښتو ادب د تخلیق، څېړنې، تدوین، ژباړې او فرهنګي خدمت ترمنځ یې یوه پیاوړې اړیکه رامنځته کړې ده. هغه یوازې شاعر او لیکوال نه و؛ بلکې د پښتو د ادبي او تاریخي میراث د راټولولو، پېژندلو او راتلونکو نسلونو ته د سپارلو په برخه کې یې هم پراخ کار کړی دی.

نو زما په شخصي نظر، استاد عبدالرووف بېنوا د معاصر پښتو ادب په تاریخ کې یو هر اړخیز علمي او ادبي شخصیت دی. د هغه ارزښت یوازې د اثارو په شمېر کې نه دی، بلکې په دې کې هم دی چې د خپل عصر له ادبي پنځونې سره یې علمي څېړنه، ژباړه، تصحیح، مطبوعاتي فعالیت او فرهنګي خدمت یو ځای کړي دي. له همدې امله د هغه چاپي او ناچاپي اثار د پښتو ژبې، ادب، تاریخ او فرهنګ یوه مهمه علمي او ادبي پانګه ګڼل کېږي.

مسعود: استاد ګل پاچا الفت د پښتو معاصر شعر او ادب ستر شاعر، لیکوال او اندیال وو او د پښتو معاصر نثر یو  له بنسټګرو څخه دی. مهرباني وکړئ د ده د علمي او ادبي سټې او نامتو او پېژندل شوي منظومو او منثورو نښیرونو(آثارو) په تړاو لنډ مالومات راکړئ؟

استاد سیماب: استاد ګل پاچا الفت ادب له نوموتو شاعرانو، لیکوالو او مفکرينو څخه دی. د هغه علمي او ادبي شخصیت ځکه ځانګړی ارزښت لري چې دیني او دودیزه پوهه یې له ژور فکر، ادبي ذوق، ټولنیز شعور او انتقادي لید سره یو ځای کړې وه. نوموړي د شاعرۍ تر څنګ په نثر، ادبي څېړنه، کره کتنه، ژبنیو بحثونو، ژباړه او فرهنګي خدمتونو کې هم پراخ کار کړی دی. الفت صاحب د خپل وخت له دودیزو دیني او عربي علومو څخه زده کړي کړې وې او وروسته یې د پښتو ژبې او ادب په بېلابېلو علمي او فرهنګي بنسټونو کې دندې ترسره کړې. د پښتو ټولنې مشري، د پښتو ژبې تدریس او د مطبوعاتو له لارې فرهنګي فعالیتونه یې د پښتو ژبې د علمي او ادبي ودې له مهمو خدمتونو څخه ګڼل کېږي. د الفت د ادبي شخصیت تر ټولو څرګنده ځانګړنه فکري ژورتیا، ساده او روانه ژبه، استدلال او نوښت دی. هغه د ژوند عادي پېښې، طبیعي منظرې او ټولنیز حالتونه په ژورو فکري او ادبي معناوو بدلول. په شعر او نثر کې یې د ټولنیزو ستونزو، انساني ارزښتونو، اخلاقو، ازادۍ، عدالت او د ټولنې د اصلاح موضوعاتو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده؛ څېړنې هم د هغه په منظومو او منثورو اثارو کې د ټولنیز او اصلاحي فکر پراخ حضور څرګندوي.د هغه له مشهورو شعري اثار څخه «د الفت خبرې»، «غوره اشعار» او «د زړه وینا» یادولای شو. په نثري او علمي اثارو کې یې «لغوي څېړنه»، «عالي افکار»، «د آزادۍ پیغام»، «منطق»، «ښه لمسون»، «غوره نثرونه»، «لیکوالي، املا او انشاء»، «اجتماعي نظریات»، «ادبي بحثونه»، «نوی سبک او نوی ادب»، «لوړ خیالونه او ژور فکرونه»، «اسلام او د اسلام نقش د فرد او جامعې په جوړولو کې»، «د ټولنې علم» او «څه ګورم او څه اورم» د یادونې وړ دي.

د الفت د شاعرۍ ځانګړنې دا دي چي د ده شعر ساده، روان، خوږ، فکري او له نوښت څخه ډک دی. هغه ژور او نوي افکار په ساده او عام‌فهمه الفاظو کې وړاندې کوي او له عادي ژوند، طبیعت او ټولنیزو پېښو څخه پراخې فکري او ادبي معناوې اخلي. د هغه په شاعرۍ کې د انسان، ژوند، ټولنې، ازادۍ، اخلاقو، وطن او ټولنیزو ستونزو موضوعات په څرګند ډول لیدل کېږي. د الفت شعر یوازې د جذباتو بیان نه دی، بلکې د فکر، استدلال او ټولنیز شعور شعر هم دی. د «د الفت خبرې»، «غوره اشعار» او «د زړه وینا» د هغه له مشهورو شعري ټولګو څخه دي.د الفت نثر هم د هغه د شاعرۍ په څېر ساده، روان، هنري او فکري دی. د هغه د نثر یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې ژورې فلسفي، ټولنیزې او اخلاقي خبرې په ساده او اغېزناکه ژبه بیانوي. استدلال یې له ژوند، طبیعت او ورځنیو پېښو څخه سرچینه اخلي؛ نو ځکه یې نثر هم د لوستونکي ذهن ته فکر ورکوي او هم یې احساس راپاروي. په نثر کې یې انتقادي روح، ټولنیز درد، اصلاحي فکر او انساني ارزښتونه ډېر څرګند دي.

په ټوله کې، د استاد الفت ارزښت یوازې په دې کې نه دی چې ښه شاعر او لیکوال و؛ بلکې هغه د پښتو معاصر ادب ته فکر، ټولنیز شعور، انتقادي لید او د ساده ژبې هنري ځواک ور وباخښه. د هغه شعر او نثر د همدې ځانګړنو له امله تر اوسه د پښتو ادب د مطالعې او څېړنې مهمه برخه جوړوي.د استاد ګل پاچا الفت ځانګړنه دا ده چې شعر یې فکر لري او نثر یې هنري خوند؛ دواړه یې د ساده ژبې، ژورې معنا، استدلال، انتقاد او ټولنیز شعور پر بنسټ ولاړ دي. له همدې امله الفت د معاصرې پښتو شاعرۍ او نثر په وده کې ځانګړی مقام لري او د هغه اثار د پښتو ادب د معاصرې فکري او هنري ودې مهمه برخه جوړوي.

مسعود: استاد قیام الدین خادم د پښتو معاصر ادب له مخکښانو څخه دی او د ادبي څېړنو او کره کتنو په وده کې مهم رول لري. ښه به وي که تاسو د ده د علمي او ادبي سټې او نامتو او پېژندل شوي منظومو او منثورو نښیرونو(آثارو) په تړاو رڼا واچوئ؟

استاد سیماب: استاد قیام‌الدین خادم د معاصرې پښتو ادب له هغو نوموتو علمي، ادبي او فکري شخصیتونو څخه دی چې د شاعرۍ، لیکوالۍ، ادبي څېړنې، کره کتنې، ژباړې، ژبپوهنې او ښوونې په برخو کې یې د پام وړ خدمتونه کړي دي. د ده د علمي او ادبي شخصیت ځانګړنه دا ده چې دودیز اسلامي علوم یې له ادبي ذوق، ژورې مطالعې، فلسفي فکر او ټولنیز شعور سره یوځای کړي وو. له همدې امله د هغه شخصیت یوازې د یوه شاعر یا لیکوال په توګه نه، بلکې د یوه عالم، څېړونکي، نقاد او فرهنګي خدمتګار په توګه هم د پام وړ دی.د استاد خادم د شاعرۍ مهمې ځانګړنې فکري ژورتیا، ملي او ټولنیز شعور، اخلاقي او فلسفي مفاهیم، روانه ژبه او د احساس او فکر ګډ انډول دی. هغه په خپلو شعرونو کې یوازې د احساساتو بیان ته نه دی تم شوی، بلکې د انسان، ټولنې، ژوند، اخلاقو او ملي ارزښتونو په اړه یې خپل فکر هم وړاندې کړی دی. «روهي ګلونه»، «د مرغلرو امیل» او «نوی ژوندون» یې له هغو منظومو اثارو څخه دي چې د ده د شاعرانه ذوق او فکري لید بېلابېل اړخونه څرګندوي.

د خادم صاحب په نثر کې بیا ایجاز، صراحت، رواني، فکري ژورتیا او د موضوع مستقیم بیان ډېر څرګند دي. هغه هڅه کوي چې خپل مطلب په ساده او روښانه ژبه وړاندې کړي او له بېځایه اوږدوالي څخه ډډه وکړي. د ده په نثر کې ادبي ښکلا له علمي او فکري محتوا سره یوځای شوې ده؛ له همدې امله یې نثر هم هنري خوند لري او هم څېړنیز او انتقادي ارزښت.د ادبي څېړنې او کره کتنې په برخه کې د استاد خادم ونډه ځانګړې ده. «د پښتو ننني لیکوال»، «پښتانه شعرا»، «د پښتو نثر تاریخي تصورات»، «د خوشحال او رحمان موازنه»، «بایزید روښان»، «د پښتو نثر»، «معیاري پښتو» او «د پښتو څټه او څانګې»** یې د همدې علمي او څېړنیز کار مهمې بېلګې دي. په دغو اثارو کې د پښتو ژبې، ادب، ادبي تاریخ، شاعرانو او لیکوالو د پېژندنې ترڅنګ د ژبې او ادبي معیارونو په اړه هم مهم بحثونه شوي دي. د خادم صاحب د اثارو بله ځانګړنه د موضوعاتو پراخوالی دی. «پښتونولي»، «خیالي دنیا»، «نبوغ او عبقریت»، «نوې رڼا»، «څاروان»، «ادبي قصې»، «د مور مینه»، «د پښتو پټۍ»، «لرغوني پښتانه قومونه»، «معلم پښتو» او «د پښتو کلی» یې د ټولنیزو، فلسفي، تاریخي، ژبنیو، ښوونیزو او ادبي موضوعاتو بېلابېل اړخونه رانغاړي. د ده ژباړل شوي اثار هم د هغه د علمي مطالعې او ژبني توان څرګندونه کوي.استاد قیام‌الدین خادم له ادبي او علمي فعالیتونو ترڅنګ په فرهنګي او ټولنیزو چارو کې هم فعال حضور درلود او د خپل وخت له ادبي او فرهنګي خوځښتونو سره یې اړیکه لرله. د ویښ ځلمیانو له بهیر سره یې هم تړاو درلود او په هغه وخت کې یې د ژبې، ادب او ټولنیز فکر په بحثونو کې ونډه اخیسته. دا فعالیتونه د هغه د شخصیت هغه اړخ څرګندوي چې ادب یې له ټولنیز او فرهنګي ژوند څخه بېل نه باله.

په ټوله کې، د استاد قیام‌الدین خادم علمي او ادبي شخصیت د شاعرۍ، نثر، څېړنې، کره کتنې، ژبې او فرهنګي فکر د ګډو ځانګړنو له امله د معاصرې پښتو ادب په تاریخ کې د پام وړ ځای لري. د هغه ارزښت یوازې په دې کې نه دی چې ګڼ شمېر منظوم او منثور اثار یې پرېښي دي، بلکې په دې کې هم دی چې د پښتو ادبي فکر، څېړنې او ژبې د ودې لپاره یې د خپل وخت له علمي او ادبي هڅو سره فعاله ونډه اخیستې ده. له همدې امله د خادم اثار د معاصر پښتو ادب د فکري، څېړنیز او ادبي بهیر د مطالعې لپاره مهمه سرچینه بلل کېدای شي.

مسعود: استاد مجاور احمد زیار زموږ د وسمهال او بیا لومړني اکادیمیک پښت  د پوهې او فرهنګ له مخکښو استازو او ځلانده څېرو څخه دی. دی څو اړخیز منلی شخصیت ژبپوهاند، ادبپوهاند، لیکوال، نوښتګر شاعر، رسنوال او پیاوړی ویناوال دی. تاسو د نوموتي علمي، ادبي او فرهنګي سټه، منظوم او منثور نښیرونه(آثار) څنګه ارزوئ؟

استاد سیماب: د پوهاند مجاور احمد زیار د علمي، ادبي او فرهنګي شخصیت هر اړخیزه ارزونه پراخه موضوع ده؛ ځکه نوموړی د معاصرې پښتو ژبې او ادب له هغو څو اړخیزو څېرو څخه دی چې ژبپوهنه، ادبپوهنه، شاعري، لیکوالي، ژباړه، څېړنه او رسنیز فعالیت یې د علمي او فرهنګي کار مهمې برخې جوړوي. د ده علمي شخصیت په ځانګړي ډول د پښتو ژبې د علمي څېړنې، پښویې، وييپوهنې، غږپوهنې، ګړدودي څېړنو او د لیکدود او معیاري ژبې په بحثونو کې څرګند شوی دی. د پوهاند زیار د علمي کار یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې د پښتو ژبې د مطالعې لپاره یې ژبپوهنیز او اکادمیک میتودونه کارولي دي. «پښتو پښويه»، «ويي پوهنه»، «پښتو ليکلار»، «د ژبپوهنې بنسټونه»، «غږپوهه او د پښتو پښويه»، «پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې»، «پښتو ګړدودونه» او «پښتو آرپوهنه» د همدې علمي هڅو مهمې بېلګې دي. په ځانګړي ډول د پښتو د ګړدودونو د راټولولو او څېړلو کار یې د پښتو ژبې د سیمه‌ییزو ژبنیو ځانګړنو د ثبت او مطالعې لپاره ارزښت لري. د هغه د علمي او فرهنګي کار بله مهمه برخه قاموس لیکنه، ژباړه او د پښتو د علمي پانګې پراخول دي. «پښتو سيندګی»، «پښتو ـ دري فرهنګ»، «الماني ـ پښتو فرهنګ» او «انګرېزي ـ پښتو سيندګی» یې د دې برخې د پام وړ اثار دي. همدارنګه یې له الماني څخه د «د کنېشکا د سره کوتل ډبرليک» او «پټه خزانه» ژباړې کړې دي. دا ډول کارونه د پښتو ژبې د علمي اړیکو او د هغې د نړیوالو علمي محافلو له ژبو سره د نښلولو هڅه څرګندوي. د پوهاند زیار ادبي او شعري شخصیت هم د هغه د علمي شخصیت ترڅنګ ځانګړی ځای لري. د هغه په شاعرۍ کې د فکر، احساس، ټولنیز شعور، مینې، ژوند، مبارزې او انساني تجربې بېلابېل اړخونه لیدل کېږي. «زنداني نغمې»، «سوزونه او سازونه»، «وینه او مینه»، «ګلکڅونه»، «اند و ژوند»، «رزم و بزم»، «د سبرونو نڅا»، «ګلوييونه»، «څڅواکي»، «اور او وینې»، «ساندې او سندرې» او «زما نړۍ» یې له مهمو شعري اثارو څخه دي. د ده په شاعرۍ کې د دودیزې شاعرۍ تر څنګ د نوې شاعرۍ او ازاد شعر تجربې هم څرګندې دي. د زیار صاحب د ادبي څېړنې له مهمو برخو څخه د پښتو شعر او ادبي ژبې مطالعه ده. «پښتو بدلمېچ یا پښتو شعر څنګه جوړېږي؟» د شعر د جوړښت او تخنیک په اړه د هغه د علمي لید څرګندونه کوي، او «د خوشال ادبي پښتو» د پښتو د کلاسیک ادب او په ځانګړي ډول د خوشحال خان خټک د ژبې د مطالعې یوه مهمه هڅه ده. په دې توګه، هغه ادبي متن یوازې د هنري اثر په توګه نه، بلکې د ژبې، جوړښت او تاریخي ـ فرهنګي شالید له مخې هم څېړي. د پوهاند زیار د شخصیت بل مهم اړخ د یوې کره لیکنۍ پښتو او د نوي ازاد پښتو شعر د رواجولو هڅې دي. ده د لیکدود، ژبني معیار او د پښتو د معاصرې ژبې په اړه پراخ بحثونه کړي او د ازاد شعر په برخه کې یې هم عملي ادبي تجربه وړاندې کړې ده. البته د دغو نظریاتو او ژبنیو وړاندیزونو په اړه د پښتو ژبپوهانو او لیکوالو ترمنځ بېلابېل علمي نظرونه هم شته؛ نو د هغه د میراث بشپړه ارزونه باید د موافقو او مخالفو علمي لیدلورو په رڼا کې وشي.

په ټوله کې، د پوهاند مجاور احمد زیار علمي او ادبي شخصیت د ژبپوهنې، ادبپوهنې، شاعرۍ، څېړنې، ژباړې او فرهنګي فعالیتونو د ګډ حضور له امله د معاصر پښتو ادب په تاریخ کې د پام وړ دی. د هغه اثارو یوازې د اثارو له شمېر سره نه سنجول کېږي؛ بلکې د پښتو ژبې د علمي مطالعې، د ګړدودونو د ثبت، د ژبنیو اثارو د رامنځته کولو، د ادبي بحثونو د پراخولو او د نوې شاعرۍ د تجربو له مخې هم د څېړنې وړ دي. له همدې امله د پوهاند زیار علمي او ادبي میراث د معاصرې پښتو ژبې او ادب د تحول د مطالعې لپاره یوه مهمه برخه جوړوي.

مسعود: صدیق پسرلی د پښتو معاصر ادب او په تېره بیا  غزل کې له پیاوړو شاعرانو څخه ګڼل کېږي. تاسو د ده د ادبي سټې او ادبي منظومو او منثورو نښیرونو(آثارو) په تړاو څنګه اندئ؟

استاد سیماب: د محمد صدیق پسرلي د ادبي شخصیت او پراخو اثارو هر اړخیزه ارزونه پراخه موضوع ده؛ ځکه نوموړي له نیمې پېړۍ زیات د پښتو ژبې او ادب لپاره قلم چلولی او د شاعرۍ ترڅنګ یې په نثر، لنډه کیسه، ناول، ژباړه او فرهنګي فعالیتونو کې هم د پام وړ کار کړی دی. خو د هغه د ادبي شخصیت تر ټولو روښانه اړخ شاعري، په ځانګړي ډول غزل دی. پسرلی د معاصر پښتو غزل له هغو شاعرانو څخه دی چې کلاسیک شعري میراث یې له معاصر فکر، شخصي تجربې او نوې شاعرانه حس سره یوځای کړی دی. د هغه په غزل کې نازک‌خیالي، باریک تعبیر، هنري تصویر، عاطفي ژورتیا، فکري تامل او لفظي ښکلا سره یو ځای لیدل کېږي. که څه هم د ده شاعري له هندي سبک سره نزدې اړیکه لري، خو شعر یې یوازې د لفظي ښکلا تر کچې محدود نه دی؛ بلکې روښانه معنایي او فکري اړخ هم لري. همدا ځانګړنه د پسرلي غزل ته ځانګړی شاعرانه هویت ورکوي.د پسرلي د شاعرۍ بله ځانګړنه دا ده چې هغه یوازې د غزل شاعر نه و؛ بلکې قصیدې، څلوریزې، نظمونه او منظومې یې هم لیکلي دي. «کوکچه»، «د وطن ویر»، «پسته اور»، «ماته شپېلۍ»، «د نی کوڅه»، «د لمر کجاوه» او «غزل بڼ» یې له مهمو شعري اثارو څخه دي. په دغو اثارو کې د مینې او ښکلا ترڅنګ د ژوند، انسان، وطن، درد، بېلتون، مرګ او ټولنیزې تجربې موضوعات هم په بېلابېلو هنري بڼو بیان شوي دي.د پسرلي ادبي شخصیت یوازې په شاعرۍ پورې محدود نه دی. په منثور ادب کې یې هم د لنډو کیسو، ناول، طنز او ژباړې په برخو کې اثار لرل. «داسې هم وو» او «سره غالۍ» یې د لنډو کیسو ټولګې، «کوچی ملا» او «بخملې صحرا» یې ناولونه، او «لېونی باد» یې د طنزونو ټولګه ده. «ګیتانجلي» او «د یوناني شاعرې بېلټس ترانې» یې د ژباړې له اثارو څخه دي. دغه اثار د هغه د ادبي ذوق، نثري وړتیا او د نورو ادبي فرهنګونو له تجربو سره د هغه د اړیکې څرګندونه کوي.د پسرلي صاحب د نثر ځانګړنه هم رواني، ادبي ښکلا، ساده بیان او فکري محتوا ده. هغه هڅه کوي چې د ژوند او ټولنې تجربې په هنري او اغېزمنه ژبه وړاندې کړي. د ده په نثري لیکنو او کیسو کې د انساني احساساتو، ټولنیزو واقعیتونو او ادبي تخیل ګډ حضور لیدل کېږي؛ نو ځکه یې ادبي شخصیت د شاعرۍ ترڅنګ د نثر په برخه کې هم د پام وړ دی.استاد پسرلي په کډوالۍ کې هم خپل ادبي او فرهنګي فعالیتونه روان وساتل. د «سپېد‌ې» مجلې خپرول او د افغان کلتوري ټولنې او افغان ادبي بهیر له جوړولو او فرهنګي فعالیتونو سره یې ونډه د هغه د ادبي شخصیت بل مهم اړخ دی. په دې توګه، هغه یوازې د کتابونو لیکوال نه و، بلکې د خپل وخت د ادبي او فرهنګي بهیر له فعالو څېرو څخه هم و.په ټوله کې، د محمد صدیق پسرلي ادبي اهمیت تر ټولو زیات د غزل، نازک‌خیالۍ، فکري ژورتیا، کلاسیکې شاعرانه پانګې او معاصرې تجربې د ګډولو په برخه کې څرګندېږي. د هغه منظوم او منثور اثار د معاصر پښتو ادب بېلابېل اړخونه رانغاړي او د هغه ادبي میراث په ځانګړي ډول د پښتو غزل، شعري سبک او معاصر نثر د مطالعې لپاره د پام وړ دی.

مسعود: اجمل خټک د پښتو معاصر ادب، د حماسي، سیاسي او ټولنیز شعر مبارز او مهم استازی دی. تاسو د ده د شعر او شاعرۍ او منظومو او منثورو  نښیرونو(آثارو) په تړاو څه لید لرئ؟

استاد سیماب: اجمل خټک د پښتو معاصر ادب له هغو نوموتو شاعرانو، لیکوالو او فرهنګي شخصیتونو څخه دی چې د شعر او نثر له لارې یې د خپل وخت د انسان، ټولنې او سیاسي او ملي مسایلو انعکاس کړی دی. د هغه د ادبي شخصیت مهمه ځانګړنه دا ده چې شعر یې یوازې د فردي احساساتو او شاعرانه ښکلا تر بیان محدود نه دی، بلکې له ټولنیز شعور، ازادۍ، عدالت، وطن او انساني کرامت سره ژوره اړیکه لري.د اجمل خټک په شاعرۍ کې حماسي، سیاسي او ټولنیز فکر ډېر څرګند دی. هغه د شعر له لارې د خپل ولس دردونه، محرومۍ، سیاسي غوښتنې او د ټولنیز بدلون ارمانونه بیان کړي دي. د هغه شعر د لوستونکي او اورېدونکي د احساس او فکر د راپارولو هڅه کوي او د ولسي ژبې له روانۍ او تودې عاطفې څخه پکې اغېزمنه ګټه اخیستل شوې ده. له همدې امله د هغه شاعري له خپل تاریخي او ټولنیز چاپېریال څخه بېله نه شي مطالعه کېدای. د اجمل خټک د شاعرۍ په تاریخ کې د «غیرت چغه» شعري ټولګې خپرېدل ځانګړی اهمیت لري. کله چې «غیرت چغه» د پښتو ادب ډګر ته راغله، د هغه وخت په شاعرۍ کې یې د بیان، فکر، احساس او موضوع له پلوه یوه نوې زاویه او ځانګړی رنګ رامنځته کړ. په دې ټولګه کې حماسي احساس، ملي او ټولنیز شعور، د ازادۍ غوښتنه، مقاومت او د ولس د ژوند دردونه په داسې تودې او اغېزناکې شاعرانه ژبه وړاندې شول چې د خپل عصر پر شاعرۍ یې د پام وړ اغېز وکړ.د «غیرت چغه» اهمیت یوازې په دې کې نه و چې نوې موضوعات یې مطرح کړل، بلکې د شاعرانه فکر د وړاندې کولو طرز یې هم ځانګړی و. اجمل خټک له ولسي ژبې، حماسي اهنګ، تکرار، خطاب، استعاري بیان او له ژوند سره نزدې تصویرونو څخه داسې استفاده وکړه چې شعر یې له ولسي احساس سره مستقیمه اړیکه پیدا کړه. د همدې ځانګړي شاعرانه بیان له امله د هغه د عصر پر یو شمېر شاعرانو د ده د شاعرۍ او فکر اغېز ولیدل شو او د ټولنیز او مبارزاتي شعر دغه فکري بهیر لا پیاوړی شو.د اجمل خټک د شاعرۍ بله مهمه ځانګړنه حماسي روح او مبارزاتي انداز دی. په شعرونو کې یې د مقاومت، مېړانې، ازادۍ او انساني حقونو مفاهیم په بېلابېلو بڼو راڅرګند شوي دي. د ده شاعرانه قوت یوازې په موضوع کې نه دی؛ بلکې د ژبې رواني، ولسي اصطلاحات، استعاري بیان، اهنګ او د وینا مستقیمه تودوخه هم د هغه د شاعرۍ د اغېز مهم عناصر دي. د هغه شعر له ولسي ژوند سره نزدې دی او همدا نزدېوالی یې د بیان اغېز زیاتوي.

اجمل خټک په نثر کې هم د پام وړ ادبي میراث پرېښی دی. د هغه نثري لیکنې، مقالې، طنزي او سیاسي لیکنې او نور منثور اثار د هغه د فکري نړۍ بېلابېل اړخونه څرګندوي. په نثر کې یې هم د روانې ژبې، صریح بیان، ټولنیزې مشاهدې او فکري دریځ ځانګړنې لیدل کېږي. د هغه نثر د شاعرۍ په څېر له خپل ټولنیز او سیاسي چاپېریال سره نزدې تړاو لري.زما په خيال، د اجمل خټک د ادبي شخصیت د سمې پېژندنې لپاره باید د هغه شعر، نثر، ژورنالېزم او فرهنګي فعالیتونه د یوه ګډ فکري بهیر په توګه وکتل شي. د هغه ادبي میراث په داسې تاریخي او ټولنیز چاپېریال کې رامنځته شوی چې سیاست، ټولنیز بدلون، ولسي مبارزې او د پښتني ټولنې ستونزې پکې له ادب سره نزدې تړلې وې. له همدې امله د هغه شعر د خپل عصر د ټولنیز شعور او مبارزاتي ادب یو مهم ادبي سند هم ګڼل کېدای شي. په ټوله کې، اجمل خټک د معاصر پښتو ادب هغه شاعر او لیکوال دی چې شاعرانه هنر یې له ټولنیز شعور، حماسي احساس، سیاسي فکر او ولسي ژبې سره پیوند کړی دی. په ځانګړي ډول «غیرت چغه» د هغه د شاعرانه فکر په وده کې یو مهم پړاو و؛ دې ټولګې د خپل وخت پښتو شاعرۍ ته نوې فکري او هنري زاویه ورکړه او د هغه د عصر پر شاعرانو یې اغېز څرګند شو. په دې معنا، د اجمل خټک ادبي میراث یوازې د ده شخصي شاعرانه تجربه نه ده، بلکې د معاصر پښتو شعر د فکري او هنري تحول له مهمو بهیرونو سره هم تړاو لري.

مسعود: سلیمان لایق د پښتو معاصر ادب هغه نوموتی او پېژندل شوی انقلابي او مبارز شاعر ادیب او لیکوال دی، چې په شعرونو او نشیرونو(آثارو) کې یې ادبي، ټولنیز او فلسفي اندونه او افکار څرګند دي. ښه به وي که تاسو د ده د علمي، ادبي او فرهنګي سټې اومنظومو او منثورو نښیرونو(آثارو) په تړاو رڼا واچوئ؟

استاد سیماب:  سلیمان لایق د پښتو معاصر ادب له نوموتو شاعرانو، لیکوالو او فرهنګي شخصیتونو څخه دی، چې د شلمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې یې په پښتو او دري ژبو شعر، هنري نثر، داستان او طنز ته د پام وړ خدمتونه کړي دي. نوموړی پر (۱۳۰۹) لمریز کال د تلې په (۲۱)مه، د ښرنې د سیمې په ایمنې خېلو کې زېږېدلی او پر (۱۳۹۹)لمریز کال د زمري په (۱۰)مه، د جرمني په ماینڅ ښار کې وفات شوی دی. اصلي نوم یې غلام مجدد و او «لایق» یې ادبي نوم و. لایق له ماشومتوبه له سختو کورنیو او ټولنیزو ستونزو سره مخ شو، خو د زده کړو په برخه کې یې ځانګړی استعداد څرګند کړ. د حبیبې لېسې او وروسته د پغمان د شرعیاتو په مدرسه کې یې زده کړې وکړې. د مدرسې د زده کوونکو د یوه اعتراضي خوځښت له امله له مدرسې څخه له اخراج سره مخ شو، خو وروسته یې د ادبیاتو په برخه کې خپلې زده کړې بشپړې کړې او پر (۱۳۳۶) لمریز کال کې یې د ادبیاتو د پوهنځي د ادب او فلسفې څانګه پای ته ورسوله. د لایق ادبي استعداد ډېر ژر راڅرګند شو. د ده یو پښتو شعر لا پر (۱۳۲۲)لمریز کال کې، هغه مهال چې د ښوونځي زده کوونکی و، په «انیس» ورځپاڼه کې خپور شوی و. وروسته یې د پښتو او دري ژبو شعر، هنري نثر او لنډ داستان ته دوام ورکړ او د ادبي آثارو او سندریزو تصنیفونو له لارې یې پراخ شهرت وموند. د لایق د شاعرۍ یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې شعر یې له ټولنیز ژوند، وطنپالنې، سیاسي او انساني احساساتو سره ژوره اړیکه لري. هغه د خپل عصر ټولنیزې او سیاسي مسئلې په شعر کې مطرح کړې او د ظلم، استبداد او ټولنیزو نابرابریو پر وړاندې یې خپل دریځ په څرګندو شاعرانه ژبه بیان کړ. د ده لومړني انقلابي شعرونه په دري ژبه هم لیکل شوي وو او وروسته یې د پښتو شاعرۍ په ډګر کې ځانګړی ځای وموند. د لایق د پښتو شاعرۍ لومړنی شعري ټولګه «چونغر» پر(۱۳۴۱) لمریز کال کې چاپ شوه. وروسته «کېږدۍ»، «یادونه او درمندونه»، «ساحل»، «شېبې او ترانې» او «سپرغکې» د ده د پښتو شاعرۍ له مهمو دفترونو څخه دي. په دري ژبه یې هم «بادبان» او «سمت روشن جاده‌ها» په نوم شعري ټولګې خپرې شوې. د ده شعرونو د ملي، ټولنیزو او انساني احساساتو ترڅنګ د خپل وخت سیاسي او فکري فضا هم انځور کړې ده. لایق یوازې شاعر نه و؛ بلکې په هنري نثر، داستان او طنز کې یې هم د پام وړ آثار پنځولي دي. «د اباسین سپېدې» یې له مهمو منثورو آثارو څخه دی، چې پر (۱۳۶۲)لمریز کال کې د یونسکو په مالي مرسته خپور شوی دی. «غرونه او کساتونه» یې ناول دی چې پر(۱۳۷۷)لمریز کال کې په پښتو ژبه په پېښور کې چاپ شوی او د اندراب د درو د ټولنیزو شرایطو هنري انځور وړاندې کوي. سربېره پر دې، لایق د سلګونو مقالو، تبصرو او یادښتونو  لیکوال هم پاتې شوی دی. له فرهنګي او مسلکي پلوه هم لایق مهم رول لري. نوموړي په مطبوعاتو، «هیواد» ورځپاڼه، «ژوندون» مجله او د افغانستان راډیو کې د لیکوال، محرر او مدیر په توګه کار کړی او د روزنیزو او ادبي پروګرامونو په چمتو کولو او خپرولو کې یې ونډه اخیستې ده. په دې توګه یې د خپلې لیکوالۍ ترڅنګ د افغانستان په فرهنګي او مطبوعاتي بهیر کې هم اغېزناک حضور درلود. سلیمان لایق د پښتو معاصرې شاعرۍ له هغو نوموتو شاعرانو څخه دی چې شعر یې له وطنپالنې،طبقاتي شعور، ټولنیز شعور، انساني عاطفې، مینې، ازادۍ، مبارزې او فلسفي تأمل سره ژوره اړیکه لري. د ده په شاعرۍ کې د خپل عصر ټولنیز او سیاسي واقعیتونه، د انسان د ژوند خوښۍ او دردونه، د وخت تېرېدنه، د ځوانۍ او عمر احساس، د مینې او ازادۍ ارمان او د وطن له تاریخ او طبیعت سره تړاو په بېلابېلو شاعرانه بڼو څرګند شوی دی. لایق طبیعت، غرونه، پسرلی، صحرا او نورې منظرې یوازې د ښکلا لپاره نه کاروي، بلکې د یاد، تاریخ، مینې، درد او انساني احساس د بیان لپاره یې په هنري او سمبولیکو تصویرونو بدلوي. د ده په شاعرۍ کې ساده او روانه ژبه له ژور فکر او عاطفي اغېز سره یوځای شوې ده. له همدې امله د لایق شاعري هم فکري او ټولنیز رنګ لري او هم عاطفي، هنري او جمالیاتي ارزښت؛ او د پښتو معاصرې شاعرۍ په تحول کې یې د خپل ځانګړي سبک او فکري لید له لارې د پام وړ ونډه اخیستې ده.په ټوله کې، سلیمان لایق د پښتو معاصر ادب هغه شاعر او لیکوال دی چې د شاعرۍ، داستان، هنري نثر، طنز، ژورنالیزم او فرهنګي فعالیتونو له لارې یې د خپل عصر ادبي او فکري ژوند ته پراخ انعکاس ورکړی دی. د ده ادبي شخصیت په ځانګړي ډول د وطنپالنې، ټولنیز او طبقاتي شعور، مبارزې، انساني احساس او فکري اندونو له پیوند سره پېژندل کېږي؛ ځکه نو د پښتو معاصر ادب په تاریخ کې د هغه ادبي میراث د ځانګړې څېړنې او ارزونې وړ دی.

مسعود: صدیق کاوون توفاني د معاصر پښتو ادب له هغو نوموتو نوښتګرو شاعرانو، پیاوړو لیکوالو، ادبي، فرهنګي او سیاسي شخصیتونو څخه دی، چې په نښیرونو(اثارو) او شعرونو کې یې لوړ علمي مفاهیم، انساني، ټولنیز، ملي او ادبي اندو فکر په ډېره ساده او روانه ژبه بیان شوې دي. تاسو د نوموړي علمي، ادبي او فرهنګي سټه او د ده منظوم او منثور نښیرونه(آثار) څه ډول ارزوئ؟

استاد سیماب: ما ته د کاوون طوفاني نوم ځکه زيات خوند راکوي چې زه کله د پښتو شاعرۍ سره اشنا شوم نو د ده د شاعرۍ مجموعه په لاس راغله.  د ده د شعر هغه خوند مې تر اوسه پوري په مغزو کې دی ځکه چې هغه زما د لومړيو ورځو ملګرې وه. دی د معاصر پښتو ادب له هغو نوموتو نوښتګرو شاعرانو، پیاوړو لیکوالو او ادبي، فرهنګي او سیاسي شخصیتونو څخه دی، چې په خپلو اثارو کې یې لوړ فکري مفاهیم، انساني او ټولنیزې مسئلې، ملي احساسات او ادبي اندونه په ساده، روانه او هنري ژبه بیان کړي دي. د ده ادبي شخصیت یوازې په شعر ویلو پورې محدود نه دی؛ بلکې د ټولنې، سیاست، انسان او ادب په اړه د هغه پراخ فکر د ده په شاعرۍ او لیکنو کې انعکاس مومي. د کاوون توفاني د شاعرۍ تر ټولو څرګنده ځانګړنه وطنپالنه او له خپلې خاورې سره عاطفي تړاو دی. د «زرغونې هیلې» په شعر کې وطن یوازې یوه جغرافیایي سیمه نه ده، بلکې د شاعر د یادونو، ارمانونو، مینې او هویت مرکز دی. کله چې وایي:

زما وطنه، زما د شنو یادونو باغه   — زما د ستړو ارمانونو د دمې منزله

 دلته وطن د باغ او د دمې منزل په دوو تصویري ترکیبونو کې وړاندې شوی دی. باغ د ښکلا، ژوند او شنېدنې او د دمې منزل د ستړیا وروسته د آرام او پناه مفهوم لري؛ نو شاعر وطن له جغرافیې پورته د خپل عاطفي او معنوي وجود برخه ګرځوي.خو همدغه مینه د وطن د درد په لیدلو کې په ژوره غمیزه بدلېږي. په همدې شعر کې د وطن د جګړه‌ ځپلي حالت انځور داسې وړاندې کوي:

ومې لیدل چې په غمجن زړګي دې اور ولګېد  – ومې لیدل چې له سینې نه دې لمبې پورته شوې

دلته اور او لمبې یوازې واقعي سوځېدنه نه ده؛ بلکې د جګړې، ویجاړۍ او ټولنیز درد هنري سمبولونه دي. شاعر وطن د یوه ژوندي انسان په څېر تصوروي چې زړه او سینه لري او د درد احساس کوي. دا تشخیص یا انسان‌ګڼنه د وطنپالنې عاطفه لا پیاوړې کوي. د کاوون توفاني په شاعرۍ کې د درد ترڅنګ د امید او راتلونکي باور هم مهم ځای لري. د زرغونې هیلې په پای کې د تیارې پر وړاندې د رڼا او د خزان پر وړاندې د پسرلي تصور وړاندې کوي:

شپه که هر څومره اوږده هم شي تلپاتې نه ده – وریځې که هر څومره تیارې وي جاودانې نه وي

دا بیتونه د شاعر د فکري لید مهم اړخ څرګندوي: ټولنیز کړاوونه که هر څومره اوږده وي، د تل لپاره نه پاتې کېږي. وروسته پسرلی، رڼا او ژوند بېرته راګرځي. له همدې امله پسرلی د ده په شاعرۍ کې یوازې طبیعي فصل نه، بلکې د بدلون، بیا ژوندي کېدو او هیلو سمبول هم دی.د طبیعت له سمبولیک استعمال سره د کاوون توفاني ځانګړې شاعرانه وړتیا په راشه پسرلیه کې لا څرګندېږي. شاعر وایي:

راشه پسرلیه، چې د لمر ګلونه وخاندي – توره شپه سبا شي، د سحر ګلونه وخاندي

دلته پسرلی د ټولنیز او انساني ژوند د بیا راژوندي کېدو استازی دی. توره شپه د کړاو او تیارې او سحر د نوي ژوند او روښانه راتلونکي معنا پیدا کوي. په همدې توګه طبیعت د شاعر د ټولنیز فکر ژبه ګرځي. د کاوون په شاعرۍ کې کډوالي او له وطنه بېلتون هم ژوره عاطفي بڼه لري. په ، درنه ځمه کې وایي:

درنه ځمه، مجبوري ده، درنه ځمه — په قسمت کې مې خواري ده، درنه ځمه

دلته تکرار د بېلتون درد او نفسیاتي فشار زیاتوي. مجبوري او خواري ښيي چې له وطنه وتل د شاعر لپاره انتخاب نه، بلکې تحمیل شوی حالت دی. په خدای پامان کې بیا کابل ته خطاب کوي:

درنه لاړم، خدای پامان، زخمي کابله — زما روحه، زما ځان، زخمي کابله

کابل دلته یوازې ښار نه دی؛ زما روحه، زما ځان؛ ورته ویل د ښار او شاعر ترمنځ د ژور عاطفي پیوند څرګندونه کوي. ؛ زخمي کابل؛ بیا د جګړه‌ځپلي وطن یو سمبولیک تصویر دی.د ده په شاعرۍ کې عاشقانه احساس هم له طبیعت او ټولنیز درد سره ګډ شوی دی. په ؛غلې نغمې؛ کې د آشنا کلي تصویر د یاد، فراق او تېر وخت سمبول ګرځي:

کلی خاموشه، ګودر شړ، کوڅې له دوده ډکې — رقیبه، کډې باروم، د آشنا کلي ته ځم

د خاموش کلي، شړ ګودر او له دودو ډکو کوڅو تصویرونه د یوه وران شوي او له خوښۍ تش کلي فضا جوړوي؛ نو عاشقانه آشنا کلی په عین وخت کې د ورکې شوې ټولنیزې خوښۍ او تېر ژوند یاد هم ګرځي.د کاوون توفاني د شاعرۍ بله مهمه ځانګړنه د عشق، یقین او معنوي تجربې ګډول دي. په ؛ د یقین په لټه کې؛ کې شاعر د دیني اصطلاحاتو لکه سیپارې، آیتونه، قضا، ذکر، مسجد، کعبه، روژه او زکات له لارې د عشق شخصي تجربه بیانوي. کله چې وایي:

بس یوازې یو دیدن درځنې غواړم — خپله ورکه لټوم ستا په پیدا کې

دلته د ورکې او پیدا ترمنځ تضاد د شاعر د معنوي لټون بنسټ جوړوي. یعنې محبوب یوازې د عشق نه، بلکې د شاعر د یقین او معنوي موندنې وسیله هم ګرځي.په ؛ ساقي د ګلو وخت دی؛ کې بیا د پسرلي، مستۍ، رڼا او ټولنیز بدلون مفاهیم سره یوځای شوي دي. ګل او پسرلی د ژوند او خوښۍ، او توره تروږمۍ د تیارې او کړاو سمبولونه دي. شاعر وایي:

راځه چې روښانه کړو دا خاموشه ماښامونه – د تورې تروږمۍ په زړه کې بل کړو سره اورونه

دلته اور د ویجاړۍ پر ځای د مقاومت، حرکت او رڼا معنا اخلي. همدا د کاوون د شاعرۍ یو مهم هنري اړخ دی چې یو طبیعي تصویر د فکري او ټولنیز مفهوم لپاره کاروي. په ټوله کې، د صدیق کاوون توفاني اثار د فکر، عاطفې، ټولنیز شعور، وطنپالنې او هنري تصویر پر ګډو بنسټونو ولاړ دي. د ده چاپ شوي شعري آثار لکه «سپرغۍ»، «د تیږو په ذهن کې»، «شګې او ګلونه»، «وروستی ټکی»، «کله چې ونې مري» او «د باد په کنډوالو کې» د هغه د شاعرانه تجربې بېلابېل پړاوونه څرګندوي. په دري ژبه یې هم شعري او ادبي آثار شته. د کاوون توفاني د شاعرۍ ځانګړی ارزښت په دې کې دی چې لوړ انساني، ملي او ټولنیز فکر یې په ساده، روانه او تصویري ژبه وړاندې کړی دی. هغه له طبیعت، عشق، وطن، جګړې، کډوالۍ، رڼا، پسرلي او نورو شاعرانه عناصرو څخه یوازې د ښکلا لپاره استفاده نه کوي، بلکې هر یو یې د خپل فکري پیغام د انتقال لپاره په سمبول او هنري تصویر بدلوي. له همدې امله د هغه شاعري هم عاطفي اغېز لري، هم ټولنیز شعور راپاروي او هم د معاصر پښتو شعر د هنري او فکري تحول یوه مهمه برخه څرګندوي.

مسعود: استاد سعدالدین شپون د معاصر پښتو ادب هغه اغېزناک نثر لیکونکی وو، چې علمي مطالعه، ټولنیزه تجربه او ادبي هنر یې په خپلو نښیرونو(اثارو) کې سره یوځای کړي دي. د استاد شپون ادبي میراث د معاصر پښتو ادب په ارزونه کې ځانګړی ځای لري. تاسو د استاد شپون علمي او ادبي مقام ارزښت، اهمیت او مهمې ځانګړنې او د نوموړي پېژندل شوي منظوم او منثور نښیرونه(آثار) څه ډول ارزوئ؟

استاد سیماب: استاد سعدالدین شپون د معاصر پښتو ادب له هغو اغېزناکو نثرلیکوالو څخه دی چې علمي مطالعه، ژوره ټولنیزه تجربه، ژورنالیستیکه لیدلوري او ادبي هنري وړتیا یې په خپلو اثارو کې سره یوځای کړي دي. د هغه ادبي مقام تر ډېره د داستاني نثر، ناول، لنډې کیسې، طنز، تصویرګرۍ او د پښتني ټولنې د ژوند د واقعي انځور له امله ارزښت لري. د شپون د نثر یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې ژبه یې ساده، روانه، طبیعي او له ولسي خبرو اترو سره نزدې ده؛ خو د دې سادګۍ تر شا ژوره ټولنیزه مشاهده او هنري جوړښت لیدل کېږي. هغه د کلیوالي او ښاري ژوند، پښتني دودونو، ټولنیزو اړیکو، سیاسي حالاتو او د انسانانو د نفسياتي او ټولنیزو ځانګړنو انځور په داسې انداز وړاندې کوي چې لوستونکی له کیسې او کرکټرونو سره نزدې اړیکه پیدا کوي. د شپون په داستاني نثر کې تصویرګري او د چاپېریال انځور ځانګړی اهمیت لري. په ځانګړي ډول د کندوز د خان‌آباد د سیمې طبیعي او ټولنیز چاپېریال یې په خپلو داستانونو کې په ژوندۍ ژبه وړاندې کړی دی. کلی، کليوال، دودونه، مجلسونه، سیمه ییزې اصطلاحګانې، انساني اړیکې او د خلکو ورځنی ژوند د هغه د داستاني نړۍ مهم عناصر دي. له همدې امله د هغه داستانونه یوازې د یوې پېښې روایت نه دي، بلکې د یوې ټولنې د ژوند، کلتور او ذهني فضا ادبي انځور هم ګڼل کېدای شي. د شپون بله مهمه ځانګړنه طنز دی. د هغه طنز یوازې د خندا لپاره نه کارېږي؛ بلکې د ټولنیزو نیمګړتیاوو، سیاسي او فرهنګي تضادونو، انساني کمزوریو او ناسمو دودونو د څرګندولو یوه هنري وسیله ده. هغه ډېر ځله د ولسي اصطلاحاتو، محاورې، ټوکې او ظریفې نیوکې له لارې داسې موضوعات بیانوي چې په مستقیمه ژبه یې بیان ښايي دروند او وچ تمام شوی وای. په دې توګه د هغه طنز هم خندا پیدا کوي او هم فکر. د شپون په نثر کې کردار نګاری هم د پام وړ ده. هغه خپل کردارونه له ټولنیز چاپېریال څخه رااخلي او د هغوی خبرې، عادتونه، ژبه، چلند او نفسياتي حالتونه په طبیعي ډول وړاندې کوي. همدا ځانګړنه د هغه کرکټرونه له مصنوعي او کتابي جوړښت څخه ژغوري او د ژوند له واقعي انسانانو سره یې نزدې کوي. د استاد شپون ادبي مقام یوازې په داستاني نثر پورې محدود نه دی؛ هغه شاعر، ژورنالیست او ژباړن هم و. د هغه له منظومو اثارو څخه «پرخه په ترخه» د یادونې وړ ده. په منثورو اثارو کې یې «شین ټاغی»، «ګټیالی»، «د سمڅې یاران» او «ښایستو» د ناولونو په توګه، او «د بنګي غاړه» د لنډو کیسو د ټولګې په توګه ځانګړی ځای لري. نوموړي د ارنست همنګوې مشهور اثر «زوړ سړی او سمندر» هم پښتو ته ژباړلی دی.

په ټوله کې، د سعدالدین شپون ادبي میراث د پښتني ژوند د واقعي انځور، ولسي ژبې، طبیعي مکالمې، طنز، تصویرګرۍ، کردارنګاري او ټولنیزې مشاهدې له پلوه ارزښت لري. هغه پښتو داستاني نثر له مصنوعي او درنې ژبې څخه د ژوندۍ، محاوروي او تصویر لرونکې ژبې پر لور نزدې کړ او د معاصر پښتو داستان په وده کې یې د خپل ځانګړي سبک له لارې د پام وړ ونډه واخیسته. په همدې دلیل، سعدالدین شپون د معاصر پښتو ادب په تاریخ کې د نوښتګر، واقعیت‌انځورونکي او طنزي ـ تصویري نثر له مهمو استازو څخه ګڼل کېږي.

مسعود: غني خان د پښتو ادب له هغو نومیالیو شاعرانو او اندیالو څخه دی چې څو اړخیز شخصیت لري او شعر یې له فلسفې، عرفان، ښکلا، انسان‌پالنې، ازاد اندو فکر او هنري تخیل سره ژور تړاو لري. تاسو  د غني خان علمي او ادبي سټه او څو بُعدي شخصیت د ده په منظومو او منثور نښیرونو(آثارو) او هستونو کې څه ډول څېړئ؟

استاد سیماب: د غني پر فکر باندي ما وختي يوه مقاله ليکلې وه د دې پوښتني له هغه سره زياته اړيکه ليدل کيږي. دلته د غني خان علمي او ادبي سټه او همه جهت شخصیت د هغه د منظومو او منثورو آثارو او هستونو له مطالعې څخه په څو فکري او هنري کچو څېړل کېدای شي. غني خان یوازې شاعر نه دی، بلکې د خپلواک فکر، فلسفي فکر، عرفاني تجربې، جمالياتي احساس او ژور انساني لید خاوند دی. د هغه په شاعرۍ کې د انسان، خالق، طبیعت، ښکلا، مینې، ژوند او مرګ په اړه ژورې پوښتنې مطرح شوې او د دې پوښتنو د ځواب لپاره یې د عقل ترڅنګ د عشق، وجدان او باطني ادراک ارزښت هم څرګند کړی دی.د غني خان د شاعرۍ یو مهم اړخ جمالياتي او هنري لید دی. هغه ښکلا یوازې د ظاهري رنګ او صورت په توګه نه ویني، بلکې ښکلا د هستۍ د ژور حقیقت یوه نخښه ګڼي. د طبیعت غرونه، سیندونه، ګلان، رنګونه، مرغان او انساني څېرې د هغه په شعر کې یوازې د منظرې توکي نه دي؛ بلکې د فکر، احساس او فلسفي تأمل وسیلې ګرځي. د هغه بل مهم فکري اړخ مینه او عرفان دی. غني خان مینه د انساني احساس تر کچې نه محدودوي، بلکې د انسان، کائنات او خالق ترمنځ د اړیکې یوه ژوره فلسفي وسیله یې ګڼي. له همدې امله د هغه په شعر کې حسن، مینه، روح، حقیقت او خالق له یو بل سره تړلي مفاهیم دي. غني خان ازاد خيال او انتقادي فکر هم لري. هغه د ټولنې پر مروج فکري، اخلاقي او اجتماعي تصوراتو پوښتنې راپورته کوي او انسان هڅوي چې د تقلید پر ځای په خپل عقل، وجدان او تجربه فکر وکړي. خو دا ازاد خيالي د ارزښتونو مطلق انکار نه دی؛ بلکې د حقیقت د موندلو او د انسان د فکري خپلواکۍ هڅه ده. د غني خان انسان‌پالنه هم د هغه د شخصیت مهمه ځانګړنه ده. انسان د ده په شاعرۍ کې د مینې، درد، امید، ښکلا، کمزورۍ او معنوي لټون له ټولو اړخونو سره راڅرګندېږي. د انسان د ازادۍ، کرامت او داخلي نړۍ په اړه د هغه تأملونه د هغه شعر ته یو پراخ انساني افق ورکوي.د هغه فلسفي شخصیت بیا د عقل او عشق، ژوند او مرګ، حسن او حقیقت، ظاهري او باطني نړۍ ترمنځ په بحثونو کې څرګندېږي. غني خان پوښتنه کوي، شک کوي، تأمل کوي او بیا د عقل تر څنګ د زړه او وجدان د معرفت ارزښت مطرح کوي. له همدې امله د هغه شعر یوازې د احساساتو بیان نه، بلکې د هستۍ او انسان د رازونو د موندلو یوه شاعرانه هڅه هم ده. نو که د غني خان منظوم  اثار او هستونه د فلسفې، عرفان، جمالیاتو، انسان‌پالنې، ازاد خيالۍ، ټولنیز شعور او هنري تخیل له ګډې زاویې وڅېړل شي، څرګندېږي چې د هغه څو اړخيز شخصیت په یوه واحده ادبي کټګورۍ کې نه محدودېږي. د هغه ادبي مقام تر ډېره د همدې فکري او هنري تنوع له امله ځانګړی دی او غني خان د معاصر پښتو ادب د هغو شاعرانو له ډلې دی  چې شعر یې د فکر، احساس او فلسفي تأمل ګډه هنري تجربه ده.

مسعود: حمزه بابا د پښتو ادب یو داسې ستر شخصیت وو، چې ارزښت یې یوازې د ډېرو شعرونو په ویلو کې نه، بلکې په فکر، ژبه، عرفان، هنري نوښت او فرهنګي خدمت کې نغښتی دی. تاسو د حمزه بابا په شعر و شاعرۍ او په تېره بیا غزلونو کې هنري نوښتونه، ځانګړي پښتني ارزښتونه، د تشبیهاتو، استعارو او کنایو نوي ښایستونه او ښکلاوې څه ډول ارزوئ؟

استاد سیماب: پر حمزه بابا باندي هر اړخيز کار شوی دی دلته به زه تش يو عمومي غوندی ځواب ووایم چي،حمزه بابا د پښتو غزل د هنري جوړښت په برخه کې داسې نوښتونه کړي دي چې د کلاسیک غزل له میراث سره یې د نوي فکر، عرفان، فلسفې او پښتني فرهنګي شعور اړیکه ټینګه کړې ده. د هغه په شاعرۍ کې تشبیه، استعاره، کنایه، رمز او سمبول یوازې د لفظي ښکلا لپاره نه دي کارول شوي، بلکې د ژورو فکري او عاطفي معناوو د بیان وسیلې ګرځېدلي دي. د حمزه بابا د شاعرۍ یوه ځانګړې ښکلا د غزل او پښتني هویت د یوځای کولو په برخه کې لیدل کېږي. حمزه بابا پښتني حیا، عزت، ننګ او کرامت هم د غزل له عشقي جوړښت سره یوځای کړي دي. د ده محبوب یوازې د ښکلا موضوع نه دی؛ د ده د محبوب په تصویر کې وقار، حیا او پرده هم شته. له همدې امله د حمزه بابا عشق له پښتني ټولنیز او اخلاقي شعور سره تړلی پاتې کېږي. دا ځانګړنه د ده غزل ته یو ځانګړی فرهنګي رنګ ورکوي. هغه وایي:

وایي اغیار چې د دوزخ ژبه ده   —   زه به جنت ته د پښتو سره ځم

په دې بیت کې دوزخ او جنت تش مذهبي مفاهیم نه دي؛ شاعر ترې د خپلې ژبې د ارزښت او فرهنګي تړاو د بیان لپاره استعاري استفاده کوي. پښتو سره جنت ته تلل له خپلې ژبې سره د ژورې عاطفي او هویتي اړیکې هنري تعبیر دی. د حمزه بابا د شاعرۍ بله ځانګړنه دا ده چې غزل یې د یوې ژوندي موجودې په توګه انځور کړی. هغه وایي:

ستا په اننګو کې د حمزه د وینو سره دي — ته شوې د پښتو غزله ځوان، زه دې بابا کړم

دلته غزل د یوې ځوانې او ژوندۍ موجودې په څېر تصور شوی دی. ځوانول او بابا کېدل دوه متضاد تصویري مفاهیم دي چې په ډېر هنري لطافت سره د شاعر د خپل ادبي نسل او د غزل د نوي پړاو اړیکه څرګندوي. په ؛ د حمزه د وینو سره کې هم استعاره ده؛ شاعر خپل ادبي ژوند او هنري تجربه د نوي غزل د ودې لپاره د وینې په څېر وړاندې کوي. حمزه بابا د عشق، زړه او باطني تجربې د بیان لپاره هم ډېرې ښې استعاري او کنایي لارې کاروي. د زړه، ارمان، مینې او انساني غوښتنې مفاهیم په داسې تصویري ژبه بیان شوي چې ظاهري عشق تر باطني او فکري تجربې پورې غځوي. د انسان د داخلي غوښتنې په اړه داسې معنا وړاندې کوي چې د یوې غوښتنې تر شا بله پټه غوښتنه هم موجوده وي؛ په دې توګه زړه یوازې د احساساتو ځای نه، بلکې د انسان د باطني نړۍ او غوښتنو سمبول ګرځوي.د حمزه بابا په غزل کې د طبیعت او انساني احساس ترمنځ هنري تړاو هم د پام وړ دی. د پسرلي، ګل، رنګ، ښکلا او طبیعي بدلونونو تصویرونه د انسان له عاطفي حالت سره نښلوي؛ یعنې طبیعت یوازې د منظرې په توګه نه راځي، بلکې د انسان د داخلي احساساتو هنداره ګرځي. په ورکړل په شعرونو کې يې  د پسرلي او ښکلا تصویرونه د همدې هنري طریقې څرګندونه کوي. د هغه په شاعرۍ کې پښتني جغرافیه او فرهنګي حافظه هم د تصویر جوړونې مهم عناصر دي. کابل،پېښور دا رنګه د نورو یادونه یوازې د دوو جغرافیایي ځایونو نومونه نه دي، بلکې د شاعر د پراخ فرهنګي او تاریخي تصور برخه ګرځي. په همدې ډول، د پښتني ژوند، وطن، ژبې او ټولنیز احساس تصویرونه د غزل عاطفي نړۍ پراخوي. حمزه بابا د انسان د کرامت او انساني ارزښتونو د بیان لپاره هم شعري رمزونه کارولي دي. د هغه په شعرونو کې انسان یوازې عاشق نه دی؛ بلکې د خپل هویت، آزادۍ، عزت او معنوي ارزښتونو په لټه کې موجود دی. له همدې امله د ده د غزل عشقي تصویرونه کله ناکله له فردي احساس څخه پورته د انساني او ټولنیز فکر معنا اخلي. د حمزه بابا په هنري جوړښت کې عرفاني رمز هم ځانګړی مقام لري. د عشق، زړه، ښکلا، مرګ، ژوند او حقیقت مفاهیم ډېر ځله داسې وړاندې کېږي چې ظاهري معنا یې یوه وي، خو تر شا یې بله باطني معنا هم نغښتې وي. همدا دوه‌پوړیزه معنا د هغه غزل له هنري ځانګړنو څخه ده؛ لوستونکی لومړی له شعري ښکلا سره مخ کېږي او بیا د شعر د فکري او عرفاني ژوروالي په لور ځي. ده تصوف له پېچلو اصطلاحاتو څخه راوايستۍ او د عشق، انسان، ښکلا، زړه او ځان‌پېژندنې له لارې یې د عام لوستونکي له تجربې سره نزدې کړی. په دې معنا د ده عرفان یوازې د خانقاه او تصوفي اصطلاحاتو عرفان نه دی، بلکې د انسان د خپل ذات، عشق او حقیقت د پېژندنې یوه شاعرانه تجربه ده.په ټوله کې، د حمزه بابا د غزل هنري نوښت په دې کې دی چې د کلاسیک غزل له تشبیهاتو، استعاراتو او کنایو څخه یې د نوې معنا د جوړولو لپاره کار اخیستی دی. ده عشق ته عرفاني ژورتیا، ژبې ته هویتي ارزښت، طبیعت ته عاطفي معنا، غزل ته فلسفي فکر او پښتني ژوند ته هنري تصویر ورکړی دی. له همدې امله د حمزه بابا غزل یوازې د ښکلو الفاظو مجموعه نه ده، بلکې د عشق، عرفان، فکر، پښتني فرهنګ او هنري تخیل یو ګډ شعري نظام دی.

مسعود: رحمت شاه سایل د پښتو معاصر ادب او غزل د نامتو غزلبولو شاعرانو څخه دی او په غزلو کې یې د مینې، هېواد او انساني احساساتو پیغامونه انځور شوې دي.تاسو د ده د ادبي څېرې او نشیرونو(آثارو) په اړه څه لید لرئ؟

استاد سیماب: رحمت شاه سایل د معاصر پښتو ادب له مشهوره او اغېزناکو شاعرانو څخه دی، چې په ځانګړې توګه یې د پښتو غزل د هنري ودې او نوي فکري رنګ په برخه کې څرګند رول لرلی دی. د ده شاعرۍ د مینې، ښکلا، بېلتون او فردي احساس تر څنګ د وطن، پښتني ټولنې، انساني کرامت، جګړې، بې‌وزلۍ، ازادۍ او ټولنیزو ناخوالو موضوعات هم رانغښتي دي. له همدې امله د سایل غزل یوازې عاشقانه غزل نه دی، بلکې د خپل عصر د انسان د احساساتو او ټولنیز حالت یو ادبي انځور هم ګڼل کېدای شي. د سایل د شاعرۍ یوه مهمه ځانګړنه د رومان او ټولنیز شعور ګډول دي. هغه د محبوب د ښکلا، سترګو، زلفو، شونډو او بېلتون له دودیزو غزلي عناصرو څخه کار اخلي، خو دغه عناصر ډېر ځله د ژوند له پراخو انساني او ټولنیزو مفاهیمو سره نښلوي. په دې توګه د ده په غزل کې مینه یوازې شخصي عاطفه نه پاتې کېږي، بلکې د انسان، وطن او ژوند له عمومي مینې سره اړیکه پیدا کوي. د بېلګې په توګه د ده دا بیت:

د خوبولو سترګو غېږې دې منم خو اشنا  –  چاله به ورشي په شرنګا د زنځیرونو کې خوب

دلته د محبوب د سترګو رومانتيک تصویر د زنځیرونو له سمبول سره یوځای شوی او شخصي مینه د ټولنیز او انساني درد تر فضا پورې غځول شوې ده. د سایل په شاعرۍ کې وطن‌پالنه او پښتني شعور ډېر څرګند ځای لري. هغه وطن یوازې د جغرافیایي سیمې په توګه نه، بلکې د انسان د هویت، تاریخ، کلتور او ګډ ژوند د فضا په توګه انځوروي. په دې برخه کې یې دا بیتونه د پام وړ دي:

پېښور او کابل دواړه دوه یاران دي – لکه دوه سترګې په یو مخ د جانان دي

دغه تشبیه د دوو ښارونو ترمنځ اړیکه یوازې جغرافیایي نه، بلکې عاطفي او فرهنګي اړیکه ګرځوي. همدارنګه د ده په شاعرۍ کې د پښتني ټولنې د دردونو انعکاس په داسې کرښو کې لیدل کېږي:

د دنیا د آبادۍ دعوې دروغ دي —  چې تر څو د پښتنو کورونه وران دي

په دې بیت کې شاعر د یوې پراخې انساني مسئلې، یعنې د جګړې او ورانۍ، موضوع د پښتنو د ژوند له تجربې سره تړلې ده. د سایل بله ځانګړنه ساده، روانه او ولسي ژبه ده. هغه د عامو خلکو له ژبې، محاورو، کلیوالي تصویرونو، ګودر، حجرې، چینار، ګل، وږمې، باران، زنځیر او نورو محسوسو عناصرو څخه داسې هنري استفاده کوي چې شعر یې هم عام لوستونکي ته نزدې وي او هم د ادبي تحلیل لپاره د معنا څو پوړونه ولري. د ده په شاعرۍ کې د ولسي فرهنګ او کلاسیک غزل عناصر د معاصرې تجربې له بیان سره یوځای شوي دي. د سایل د غزل یوه بله مهمه ځانګړنه تصویرګري او سمبولیکه ژبه ده. ګل، اور، وینه، زنځیر، رڼا، شپه، سهار، چینار او باران یوازې طبیعي یا ظاهري عناصر نه دي؛ په بېلابېلو شعرونو کې د مینې، درد، مقاومت، امید، بندیز او بدلون معنوي بار هم اخلي. د بېلګې په توګه:

ما درله د ګل جنازه نه راوړه — راغلم خو په لاس کې مې لمبه راوړه

د سایل د ادبي اثارو په اړه باید وویل شي چې د ده ګڼې شعري ټولګې خپرې شوې دي. په هغو کې «د ویر په چم کې وار د نغمو دی»، «د لمبو په سیوري»، «د ښایستونو د سپرلي بادونه»، «درد چې د څړیکو څانګې وسپړلې»، «د وینو رنګ په لمبو څنګه ښکاري؟»، «تا له تصویر په ګلاب جوړ کړم که نه؟»، «د چینارونو نه لمبې ووتې»، «حالات چې اور اوروي»، «ته به په خپل تصویر کې څوک ځایوي؟»، «زه د خزان د پاڼې پاڼې سره ورژېدم» او «وروستۍ سندره/اخري سندره» د ده له یادو شوو اثارو څخه دي. د ده د شاعرۍ ګڼ شعرونه د سندرغاړو له خوا هم ویل شوي، چې د سایل د شعر د ولسي خپرېدو او موسیقايي ظرفیت څرګندونه کوي. په مجموع کې، رحمت شاه سایل د پښتو معاصر غزل هغه شاعر دی چې د کلاسیک غزل عاطفي او هنري میراث یې د معاصر انسان له ټولنیزو تجربو سره نښلولی دی. د ده په غزل کې مینه د فردي احساس تر څنګ د انسان، وطن او ژوند له مینې سره تړاو مومي؛ طبیعت د عاطفې او معنا د بیان وسیله ګرځي؛ او د ولس درد د شاعرانه تصویر، رمز او موسیقايي ژبې له لارې هنري بڼه اخلي. له همدې امله د سایل ادبي مقام د معاصر پښتو غزل په تحول کې د رومانتيک احساس، ولسي ژبې، ملي شعور او ټولنیز درد د ګډ هنري بیان له مخې د پام وړ دی.

مسعود: درویش درانی د معاصر ادب او شعر او غزل پېژندل شوې سټه ده. د شعر ځانګړنه یې، د ژبې ښکلا او ژور احساسات دي. ښه به وي که د ده ادبي سټې او غزلونو په تړاو مالومات راکړئ؟

استاد سیماب:  دروېش دراني د معاصر پښتو ادب له هغو شاعرانو څخه دی چې شاعري یې په بنسټیزه توګه په دوو لویو برخو، غزل او نظم، وېشل کېدای شي؛ خو د دغو دواړو شعري فورمونو فکري او هنري جوړښت یو ډول نه دی. د ده غزل تر ډېره د پښتني ژوند له عیني واقعیتونو سره تړاو لري، په داسې حال کې چې نظم یې له اسطورې، تاریخي حافظې، نړیوالو داستانونو او تمثیلي بیان څخه د خپل مافي‌الضمیر د اظهار لپاره کار اخلي. د دروېش د غزل اساسي فکري چوکاټ، زما په خيال ؛ پښتون ریالیزم؛ دی. یعنې شاعر هڅه کوي چې د پښتانه قام واقعي ژوند، تاریخي حالت، اجتماعي دردونه، جګړه، بې‌ثباتي، کډوالي، محرومیت او د راتلونکي په اړه اندېښنه په هنري ژبه انځور کړي. د ده غزل یوازې د شخصي مینې او فردي عاطفې اظهار نه دی؛ بلکې انفرادي احساس په کې له ټولنیز او قومي احساس سره تړل کېږي. همدا ځانګړنه د ده غزل ته هغه ځانګړی فکري هویت ورکوي چې د معاصر پښتني ژوند له واقعیتونو څخه سرچینه اخلي.د بېلګې په توګه، کله چې دروېش وايي:

چا دی لوټلی ستاسې کور او تللی پل دی چېرته – دومره مو هم معلومه نه کړله چې غل دی چېرته

دلته کور د پښتني ټولنې، وطن او ګډ ژوند استعاري تصویر ګرځي. غل بیا یوازې فرد نه، بلکې د هغو تاریخي او ټولنیزو ځواکونو دپاره یو هنري رمز ګڼل کېدای شي چې د پښتون وطن او ټولنې شتمني، امنیت او راتلونکی یې لوټ کړی دی. په دې توګه د دروېش غزل له شخصي تجربې څخه ټولنیز واقعیت ته غځېږي. د ده د شاعرۍ دویم مهم اړخ نظميه شاعري ده، او دلته د دروېش هنري طرز تر غزل څخه په ښکاره ډول بدلېږي. د ده نظمونه له اسطورې، تمثیل، تاریخي روایتونو او نړیوالو داستانونو څخه پراخه ګټه اخلي. شاعر د نړۍ له بېلابېلو داستانونو او کیسو څخه سرچینه اخلي، خو هغه مواد په ساده نقل یا ژباړه نه بدلوي؛ بلکې په پښتني فرهنګي او فکري چاپېریال کې یې بیا رامنځته کوي. له همدې امله د ده اسطوره یوازې د تېر وخت کیسه نه ده، بلکې د معاصر انسان او په ځانګړي ډول د پښتني انسان د حالت د بیان یوه هنري وسیله ده. دروېش د اسطورې له لارې خپل مافي‌الضمیر په داسې ډول څرګندوي چې که یې هماغه خبرې په مستقیمه او واقعي ژبه کړې وای، ښايي د شعر هغه پراخ سمبولیک قوت یې نه درلودای. اسطوره ورته د واقعیت د پټولو وسیله نه، بلکې د واقعیت د ژورولو وسیله ده. هغه د یوه زاړه داستان له لارې د معاصر انسان درد بیانوي او د یوه نړیوال روایت په پښتني رنګ رنګولو سره یې د خپلې ټولنې له تجربې سره نښلوي. زما په نظر، د دروېش په نظمي شاعرۍ کې یوه بنسټیزه او تکرارېدونکې مفکوره «وېره» ده. د ده په ګڼو نظمونو کې انسان له جګړې، مرګ، ویجاړۍ، بېلتون، نامعلوم راتلونکي او د خپل کور او وطن له لاسه ورکولو سره مخامخ دی. خو دا وېره یوازې انفرادي نفسياتي حالت نه دی؛ بلکې د یوه ټولنیز او تاریخي وضعیت انعکاس دی. په همدې معنا د دروېش د نظمونو «وېره» د پښتني انسان د معاصرې تجربې یوه مهمه نفسياتي او فکري نخښه ګرځي. د «په ناورین پسې ناورین» منظومه مجموعه د دې مفکورې د څرګندېدو لپاره ځانګړی اهمیت لري. په دې مجموعه کې «ناورین» یوازې یوه پېښه نه ده؛ بلکې داسې مسلسل تاریخي او ټولنیز حالت دی چې یو ناورین بل ناورین زېږوي. د همدې تسلسل په منځ کې وېره، انتظار، ماتم، امید او د بقا هڅه سره یوځای کېږي. له همدې امله د دې مجموعې «ناورین» هم واقعي دی، هم نفسياتي او هم سمبولیک. د دروېش شاعري د مرثیې یو پراخ شعري احساس هم رامنځته کړی دی. د هغه شاعري یوازې د یوه شخص یا یوې پېښې مرثیه نه ده؛ بلکې په یوه پراخه مانا د پښتانه قام د حالت مرثیه ده. جګړه، وراني، کډوالي، له وطنه بېلتون، د انساني ژوند ضایع کېدل او د راتلونکي وېره، ټول د همدې مرثیوي فضا بېلابېل اړخونه دي. خو د ده مرثیه یوازې د ژړا او ماتم تر کچې نه محدودېږي؛ د رڼا، امید او بیا راژوندي کېدو امکان هم ورسره مل وي.د دې حالت یوه ډېره ښکلې بېلګه د ده دا بیت دی:

موسم بدل دی ښايي تللي مرغان بېرته راشي – و خپل وطن ته د کډوالو کاروان بېرته راشي

دلته د «تللو مرغانو» تصویر د کډوالو له کاروان سره تړل شوی دی. مرغان د طبیعت له نړۍ څخه راغلی تصویر دی، خو بېرته راتلل یې د وطن، حافظې او امید په یوه پراخه انساني معنا بدلوي. همدا د دروېش د اسطوروي او سمبولیک بیان ځانګړنه ده چې یو ساده تصویر په پراخه ټولنیزه او فکري معنا بدلوي.همدارنګه:

یو سړی دی دنیا زخم ورله ورکړي – او هغه یې په بدله کې څراغ بل کړي

دا بیت د دروېش د شاعرۍ د اساسي اخلاقي او انساني تصور یوه ښه بېلګه ده. «زخم» د ناورین او انساني کړاو استازیتوب کوي او «څراغ» د هغه په وړاندې د رڼا، امید او مقاومت نخښه ګرځي. په دې توګه شاعر د وېرې او ناورین تر څنګ د انسان د رڼا جوړولو توان هم مطرح کوي. نو که د دروېش دراني شاعري په یوه لنډه فکري چوکاټ کې راټوله کړو، ویلی شو چې غزل یې د پښتني واقعیت هنري انځور دی، نظم یې د اسطورې او تمثیل په ژبه د همدغه واقعیت ژور تعبیر دی؛ غزل یې له ریالیزم سره، او نظم یې له اسطورې او سمبول سره ډېره نزدې اړیکه لري. په غزل کې د پښتانه قام عیني ژوند مخې ته راولي او په نظم کې یې د همدې ژوند پټ نفسياتي، تاریخي او اسطوروي اړخونه راښيي. د «وېره»، «ناورین»، «مرثیه»، «رڼا» او «امید» ترمنځ همدغه اړیکه د دروېش دراني د نظمي شاعرۍ له مهمو فکري ځانګړنو څخه ګڼل کېدای شي.

مسعود: پرویش شاهین د پښتو ژبې نومیالی لیکواله، شاعره، تاریخپوه او څېړونکې ده. ښه به وي که تاسو د دې د علمي، ادبي او فرهنګي ستې او منظومو او منثورو نښیرونو(اثارو) په تړاو لنډ مالومات راکړئ.

استاد سیماب: محمد پروېش شاهین د معاصرې پښتو ژبې له هغو څو اړخیزو علمي او فرهنګي شخصیتونو څخه دی چې لیکوالي، شاعري، تاریخ، لرغونپوهنه، ژبپوهنه او څېړنه یې سره یوځای کړي دي. دی د سوات د منګلور اوسېدونکی دی او د پښتو ادب ترڅنګ یې د سیمې له تاریخ، جغرافیې، ګندهارا تمدن، بودیزم، سیمه‌ییزو ژبو، فولکلور او فرهنګي میراث سره هم ژوره مینه او علمي بوختیا لرلې ده. سرچینې د ده د لوړو زده کړو پراخه مخینه هم یادوي، چې پښتو ادب، تاریخ، اردو ادب او ښوونه‌و روزنه پکې شامله ده. د شاهین علمي شخصیت تر ډېره د سیمه‌ییز تاریخ او فرهنګي حافظې د راټولولو او مستند کولو له هڅو سره تړلی دی. هغه هڅه کړې چې د سوات او پراخې پښتونخوا تاریخي، جغرافیایي او ټولنیز معلومات له شفاهي او لیکلي میراث څخه راوباسي او د راتلونکو نسلونو لپاره یې په کتابي بڼه خوندي کړي. د ده څېړنې یوازې په ادبي موضوعاتو محدودې نه دي، بلکې د ګندهارا کلتور، بودیزم، سیاحت، چاپېریال، ژبو او لرغوني تاریخ په برخو کې هم پراخې شوې دي. د هغه له مهمو اثارو څخه «د پښتنو ژوند ژواک» ځانګړی اهمیت لري. دا اثر په ۱۹۸۹م کال کې خپور شوی او د پښتني ټولنې د ژوند، دودونو، فرهنګي ځانګړنو او ټولنیز جوړښت د پېژندنې له پاره د پام وړ ماخذ ګڼل شوی دی. د شاهین «سوات او کالام» هم د ده له مشهورو اثارو څخه یاد شوی دی، چې د سیمې د جغرافیې، تاریخ او فرهنګ په پېژندنه کې ارزښت لري. د شاهین د کار یوه بله مهمه برخه ژبنۍ او فولکلوري څېړنه ده. هغه د پښتو ترڅنګ د سیمه‌ییزو ژبو، په ځانګړي ډول د کالاشا او پشه‌یي ژبو په اړه هم څېړنې کړې دي. د پشه‌یي ژبې په اړه د ده نظریات په خپرو شوو څېړنیزو موادو کې هم رااخیستل شوي دي. د هغه فرهنګي فعالیت یوازې په لیکنو او کتابونو نه محدودېږي. شاهین یو پراخ شخصي کتابتون او شخصي لرغونتون هم درلود، او د ګندهارا د فرهنګي میراث د پېژندنې او ساتنې په برخه کې یې عملي علاقه لرله. سرچینې د هغه د زرګونو کتابونو او نایابو اثارو د راټولولو یادونه کوي؛ همدارنګه هغه د سوات د ادبي جرګې له مشرانو څخه بلل څخه دی. د لیکوالۍ له پلوه هم د شاهین فعالیت ډېر پراخ دی. سرچینې د هغه له ۴۵ ټوکو څخه د زیاتو کتابونو یادونه کوي چې په پښتو او اردو ژبو یې لیکلي دي، او همدارنګه د سلګونو مقالو او کالمونو د لیکلو معلومات وړاندې کوي. د هغه لیکنې د پښتو ژبې او ادب، تاریخ، جغرافیې، ګندهارا، سیمه‌ییزو ژبو، ژورنالېزم، سیاحت او فرهنګي میراث ګڼې برخې رانغاړي. که څه هم د محمد پروېش شاهین د ادبي شخصیت تر څنګ د ده شاعري د ده د څېړنیز او تاریخي کار په اندازه ډېره نه ده مطرح شوې، خو هغه د شاعر په توګه هم پېژندل شوی دی. د ده شعر د سیمې، پښتني ژوند، تاریخي حافظې او انساني احساساتو له فضا سره تړاو لري. په همدې دلیل د هغه شاعري د ده د پراخ فرهنګي شخصیت یوه هنري برخه ګڼل کېدای شي، نه یوازې یوه جلا ادبي تجربه. په ټوله کې، محمد پروېش شاهین د هغو فرهنګي شخصیتونو له ډلې دی چې کتاب یې د حافظې وسیله، تاریخ یې د هویت سرچینه، ژبه یې د فرهنګي بقا وسیله او څېړنه یې د راتلونکو نسلونو لپاره د میراث د خوندي کولو هڅه ګرځولې ده. د ده علمي او ادبي ارزښت په همدې څو اړخیز فعالیت کې نغښتی دی؛ ځکه هغه یوازې شاعر یا لیکوال نه، بلکې د خپلې سیمې د تاریخ، فرهنګ، ژبې او لرغوني میراث یو فعال راټولوونکی او څېړونکی هم دی. د معاصر پښتو فرهنګي تاریخ په مطالعه کې د هغه اثار له همدې زاویې ځانګړی اهمیت لري.

مسعود: سلیم راز د پښتو ژبې له هغو نوموتو پښتو لیکوالو، شاعرانو،کره کتونکو او څېړونکو څخه وو، چې د خپلو منظومو او منثورو نښیرونو(اثارو) له لارې یې د پښتو علمي او ادبي ګلبڼ تازه او ښېرازه ساتلی وو. مهرباني وکړئ د ده د علمي او ادبي شخصیت او منظومو او منثورو نښیرونو(آثارو) په تړاو رڼا واچوئ.

استاد سیماب: سلیم راز د پښتو ادب له هغو څو اړخیزو او اغېزناکو شخصیتونو څخه وو چې شاعري، ادبي کره کتنه، څېړنه، ژورنالېزم او فرهنګي فعالیت یې په یوه فکري محور کې سره راټول کړي وو. هغه یوازې شاعر او لیکوال نه وو، بلکې د پښتو ادب د معاصرې فکري او تنقیدي ودې له مهمو څېرو څخه هم ګڼل کېږي. د ده د ژوند او ادبي فعالیت په اړه له خپرو شوو معلوماتو څخه څرګندېږي چې نزدې پنځوس بېلابېل اثار یې چاپ شوي او د شعر، کره کتنې، څېړنې، سفرنامې او نثر په برخو کې یې لیکنې کړې دي. سلیم راز د (۱۹۳۹)ز کال د مارچ پر (۲۹)مه د چارسدې په دوابه سوکړ کې زېږېدلی وو. د ده ادبي او ژورنالېستیک فعالیت له  ځوانۍ پیل شو او وروسته یې د پښتو او اردو له ګڼو ورځپاڼو او مجلو سره د رپورټر، نیوز اېډیټر، مدیر او کالم لیکونکي په توګه کار وکړ. «وحدت»، «عدل»، «شهباز حقیقت»، «معیار»، «ښکلا»، «لیکوال»، «ایکسپرېس»، «مشرق» او «اېج» هغه رسنۍ دي چې د ده ژورنالېستیک فعالیت ورسره تړاو ښودل شوی دی. د سلیم راز د علمي او ادبي شخصیت تر ټولو مهمه ځانګړنه دا ده چې ادب یې د ژوند له واقعیتونو سره تړلی وو. د ده فکري لید د ټولنیز عدالت، انساني کرامت، د محرومو خلکو د حقونو، سولې، ازادۍ او د ټولنې د ناسمو حالتونو د نقد پر محور راڅرخي. د ده د ادبي شخصیت د ترقي پسند فکر، حقیقت‌پالنې او د ټولنیزو مسئلو د انعکاس اړخونه ډېر زیات قوي دي. سلیم راز د شاعر په توګه غزل او نظم دواړه لیکلي دي. د ده دوه مشهورې شعري ټولګې د زخمونو پسرلی او زه لمحه لمحه قتلېږم دي. د ده په شاعرۍ کې د فردي عاطفې تر څنګ ټولنیز درد، د ژوند ناخوالې، د انسان ازادي، مینه، مقاومت او د زمانې سیاسي او اجتماعي واقعیتونه انعکاس مومي. د «زه لمحه لمحه قتلېږم» د شاعرۍ په اړه ځانګړې څېړنه هم شوې او د اثر د ترقی پسند فکر اړخونه په علمي ډول څېړل شوي دي. د راز په غزل کې د مینې او مقاومت اړیکه د پام وړ ده. هغه مینه یوازې شخصي عاطفه نه ګڼي، بلکې د انسان‌دوستۍ او ټولنیز ژوند له ارزښتونو سره یې تړي. د ده دا بیتونه د همدې فکري تمایل ښه بېلګه ده:

دا څه حال دی چې اظهار د محبت کولی نه شو  – ډېر بې‌حسه یو یارانو، بغاوت کولی نه شو

دلته محبت او بغاوت په ظاهره دوه بېلابېل مفاهیم دي، خو شاعر یې د انساني وجدان په یوه فکري محور کې سره نښلوي. یعنې که انسان د ظلم او بې‌حسۍ پر وړاندې د مینې، حقیقت او عدالت ږغ هم نه شي پورته کولای، نو د قلم او ژبې ارزښت له پوښتنې سره مخ کېږي.د ده په یوه بله غزل کې د تصویر او لفظ اړیکه داسې بیان شوې ده:

کېنوس د شاعرۍ مو فراخه کړو په خیالاتو –  مونږ رازه داسې جوړ کړل د لفظونو تصویرونه

دلته شاعر خپل شعري هنر د لفظونو تصویرونو په ترکیب کې راټولوي. لفظ د بیان وسیله ده، خو کله چې شاعر یې په تخیل او عاطفه کې وکاروي، تصویر جوړوي؛ همدا د راز د شاعرۍ یو مهم هنري اړخ دی. د سلیم راز علمي شخصیت یوازې په شاعرۍ نه بشپړېږي. د «تنقیدي کرښې» په نوم یې د ادبي کره کتنې اثر د ده د تنقیدي فکر تر ټولو څرګندو اثارو څخه دی په پښتو کره کتنه کي د يوې مخصوصي زاويه نظر نمائيندګي په ډېر ښه توګه کوي.په پښتو ادب کي د ترقي پسند نقد یو ښکاره او په زړه پوري علمي اثر دی. د کره کتني په برخه کې د سلیم راز اهمیت دا دی چې نقد یې یوازې د ادبي اثر د لفظي ښکلا تر ارزونې نه محدودېږي؛ بلکې اثر له خپل تاریخي، ټولنیز، فکري او انساني چاپېریال سره په اړیکه کې ارزوي. له همدې امله د هغه کره کتنه د ادبي متن او ژوند ترمنځ د اړیکې د موندلو هڅه ده. د ده «تنقیدي کرښې» په همدې معنا د پښتو د معاصرې کره کتنې په بهیر کې د پام وړ اثر ګڼل کېږي. د سلیم راز منثورو اثارو کې «ادب او تنقیدي مسائل»، «رحمان بابا یوه فکري مطالعه»، «پښتو ادب کې سفرنامه»، «له باړې تر باړه ګلۍ» او په اردو ژبه «یقین» د یادونې وړ دي. همدارنګه د ده د لیکنو په برخه کې د پاکستاني ادب، پښتو سفرنامې، ادبي نقد او فرهنګي موضوعاتو څېړنې شاملې دي. «رحمان بابا یوه فکري مطالعه» په ځانګړي ډول ښيي چې راز د کلاسیک پښتو ادب له شاعرانو سره هم یوازې د عقیدتي یا تاریخي نظر له مخې نه، بلکې د فکري او ادبي تحلیل له لارې مخامخ شوی دی. همدارنګه «پښتو ادب کې سفرنامه» او «له باړې تر باړه ګلۍ» د سفر، ټولنې او فرهنګي تجربې د ثبتولو له لارې د ده د نثري فعالیت بله برخه څرګندوي. د سلیم راز ژورنالېزم د ده د ادبي شخصیت له مهمو برخو څخه دی. هغه له مطبوعاتو سره اوږده اړیکه لرله او د ژورنالېزم له لارې یې ادبي، ټولنیزې او فکري مسئلې مطرح کړې. د ده د شخصیت په اړه معاصرو لیکنو هغه د داسې قلموال په توګه یاد کړی چې د خپل نظر په څرګندولو کې یې له ستونزمنو سیاسي او ټولنیزو شرایطو سره هم قلمی اړیکه نه پرېکوله.د سلیم راز فرهنګي خدمت یوازې په کتاب لیکلو هم نه محدودېږي. هغه د پښتو د ادبي غونډو، کانفرانسونو او فرهنګي فعالیتونو له فعالو څېرو څخه وو او د پښتو ادب د ودې لپاره یې په افغانستان، سعودي عربستان او نورو ځایونو کې هم ادبي سفرونه او فعالیتونه کړي دي. 

په مجموع کې، سلیم راز داسې څو اړخیز ادبي شخصیت وو چې شاعري یې د عاطفې او مقاومت ژبه، کره کتنه یې د فکري تحلیل وسیله، څېړنه یې د ادبي او فرهنګي حافظې د ثبت هڅه، او ژورنالېزم یې د ټولنیز شعور د څرګندولو ډګر وو. د ده ادبي میراث ځکه مهم دی چې هغه د شاعر، نقاد، څېړونکي او ژورنالېست په توګه د پښتو ادب له بېلابېلو برخو سره اړیکه ساتلې ده. له همدې امله د سلیم راز اثار د معاصر پښتو ادب د فکري، تنقیدي، شعري او ژورنالېستیکي بهیرونو د مطالعې لپاره د پام وړ مواد برابروي.

مسعود: د پښتو ژبې او ادبیاتو په غوړېدلي او ښېرازه بڼ کې،  راج ولي شاه خټک  له  هغو څېړونکو څخه دی، چې د ژبې، ادب، ولسي فرهنګ او ادبي تاریخ په پراختیا او پرمختیا کې یې د پام وړ چوپړ او خدمتونه ترسره کړې دي. تاسو د ده علمي او ادبي شخصیت، منثور او منظوم  نښیرونه (آثار) څه ډول ارزوئ؟

استاد سیماب: راج ولي شاه خټک د پښتو ادب له هغو علمي او تحقیقي شخصیتونو څخه وو چې د پښتو ژبې، ادبیاتو، ولسي فرهنګ، ادبي تاریخ او نقد په بېلابېلو برخو کې یې پراخ او ارزښتناک کار کړی دی. د ده علمي شخصیت یوازې په ادبي لیکنو او شاعرۍ پورې محدود نه وو، بلکې د پوهنتوني تدریس، څېړنې، ادبي ادارو، ژبني بحثونو او فرهنګي فعالیتونو په برخو کې یې هم د پام وړ ونډه لرله. له همدې امله د ده ادبي میراث باید د ژبپوهنې، ادبي څېړنې، فولکلور، ادبي تاریخ او شاعرۍ په ګډه اړیکه کې وکتل شي.

د راج ولي شاه خټک د علمي شخصیت یوه مهمه برخه د پښتو ادب د ادبي بهیرونو او تحریکونو څېړنه ده. د ده د د پي ايچ ډي مقاله «د پښتو ادبي تحریکونه» په دې برخه کې ځانګړی ځای لري. ده په دغه اثر کې د «تحریک» اصطلاح تر ډېره د پښتو ادب د ارتقا، پرمختګ او ادبي بهیر د تشریح لپاره کارولې ده؛ یعنې د پښتو ادب په بېلابېلو تاریخي پړاوونو کې یې د ادیبانو، شاعرانو او ادبي هڅو کارونه راټول کړي او د ادب د پرمختګ په بهیر کې یې د هغوی ونډه څرګنده کړې ده. ما د راج ولي شاه خټک د همدې علمي تصور په اړه په خپل کتاب «تصورات، رجحانات او تحریکونه په پښتو ادب کې» کې مفصل بحث کړی دی، چې د پښتو اکاډمۍ کوټي له خوا چاپ شوی دی. په دې څېړنه کې مې هڅه کړې چې د *تصور، رجحان او تحریک* ترمنځ مفهومي او اصطلاحي توپیر روښانه کړم؛ ځکه د ادبي تاریخ په هره مرحله کې د ادیبانو ګډ یا ورته فعالیتونه په خپله د ادبي تحریک په معنا نه دي.زما په فکر، *تصور* د یوه ادبي یا فکري لید لومړنی پړاو دی. کله چې دغه تصور په بېلابېلو ادبي متنونو کې تکرار شي، پراخ شي او د څو لیکوالو او شاعرانو په لیکنو کې د یوې مشخصې فکري او هنري لارې بڼه غوره کړي، نو *رجحان* ورڅخه رامنځته کېږي. کله چې دغه رجحان بیا شعوري، منظم او له ګډ فکري او هنري هدف سره وتړل شي او د ادبي بدلون لپاره مشخص دریځ پیدا کړي، نو د *تحریک* د رامنځته کېدو زمینه برابروي. په لنډه توګه: *تصور، رجحان زېږوي؛ رجحان، که منظم او شعوري شي، د تحریک بڼه خپلوي.* له همدې امله زما په څېړنه کې دا خبره مطرح شوې چې *هر تحریک رجحان لري، خو هر رجحان تحریک نه دی*. همدارنګه هر ادبي پرمختګ یا د څو ادیبانو هم‌زمانه فعالیتونه هم په اتومات (خود بخود) ډول ادبي تحریک نه شي بلل کېدای. تحریک عموماً ګډ فکري لید، مشخص ادبي هدف، نسبي شعوري همغږي، ځانګړې هنري یا فکري تګلاره او د ادبي وضعیت د بدلون اراده غواړي. دا مفهومي تفکیک د راج ولي شاه خټک د څېړنې ارزښت نه کموي؛ برعکس، د هغه د اثر له وړاندې کړي تاریخي بحث څخه وروسته د «تحریک» اصطلاح ته د ادبي تیورۍ له زاویې یوه بله کتنه وړاندې کوي.

د راج ولي شاه خټک د نورو منثورو اثارو څخه د ده د علمي او تحقیقي علاقو پراخوالی څرګنديږي. په دغو اثارو کې ژبه، لیکدود، ادبي تاریخ، کلاسیک ادب، ولسي فرهنګ، متلونه، کسبونه او پښتني ټولنیز ارزښتونه د څېړنې موضوع ګرځېدلي دي. په ځانګړي ډول د پښتونولي او د پښتنو کسبونه او هنرونه؛ په څېر اثار دا څرګندوي چې راج ولي شاه خټک ادب له ټولنیز او فرهنګي ژوند څخه بېل نه ګاڼه. د ولس دودونه، متلونه، کسبونه، هنرونه، اجتماعي ارزښتونه او شفاهي روایتونه یې د پښتني فرهنګ د یوې پراخې حافظې برخې ګڼلې او د علمي ثبت او څېړنې هڅه یې کړې ده. همدا ځانګړنه د ده څېړنې له صرف ادبي متن څخه د فرهنګي مطالعاتو تر پراخې ساحې پورې غځوي. راج ولي شاه خټک د شاعر په توګه هم خپل ځانګړی هنري حضور لري. د ده په شاعرۍ کې د پښتو ژبې، ژوند، انساني اړیکو او عاطفي تجربې موضوعات لیدل کېږي. دا بیتونه:

ښه ده که یو ځل په کې یو ځای شو، اشنا لاره ده –  بیا به جدا کېږو چې د ژوند مو جدا لاره ده

د ژوند د سفر، وصل او بېلتون مفهوم په ساده او روانه ژبه وړاندې کوي. دلته «لاره» یوازې د تګ راتګ وسیله نه ده، بلکې د انسان د ژوند او برخلیک استعاري مفهوم هم پیدا کوي.همدارنګه:

په مزه مزه جوهر مې د پښتو خوري –  دا د خپلې تورې زنګ دی، نه پوهېږم

‎د راج ولي شاه خټک یوه بله مهمه ځانګړنه دا ده چې علمي څېړنه، ادبي نقد، ژبه، ولسي فرهنګ او شاعرانه احساس یې له یو بل څخه جلا ساحې نه وې؛ بلکې د ده په فکري نړۍ کې یې یو بل بشپړول. له همدې امله د هغه منثور اثار د پښتو د علمي او فرهنګي میراث د ثبت او تحلیل لپاره ارزښت لري، او منظوم اثار یې بیا د ده د شخصیت عاطفي او هنري اړخ څرګندوي.په مجموع کې، راج ولي شاه خټک داسې علمي او ادبي شخصیت وو چې د پښتو ژبې او ادب د تاریخي پرمختګ، ادبي تحریکونو، ژبني نظام، ولسي فرهنګ، کلاسیک ادب او معاصر ادبي فکر په بېلابېلو برخو کې یې څېړنې کړې دي. د ده «د پښتو ادبي تحریکونه» د ادبي بهیرونو د تاریخي تشریح لپاره مهم اثر دی، او زما «تصورات، رجحانات او تحریکونه په پښتو ادب کې» بیا د همدې مسئلې مفهومي اړخ ته ژوره کتنه کوي او دا پوښتنه روښانوي چې یو ادبي تصور څنګه په رجحان او بیا د ځانګړو شرایطو له مخې په تحریک بدلېدای شي. په همدې اساس، د راج ولي شاه خټک علمي میراث یوازې د ده د اثارو په شمېر نه، بلکې د هغو موضوعاتو په پراخوالي او د پښتو ژبې، ادب او فرهنګ د علمي مطالعې په پراختیا کې د ده د ونډې له مخې هم د ارزونې وړ دی. 

***

ګران استاد سیماب صاحب ستاسو دا علمي، ادبي او مسلکي څېړنه او شننه د نړېوالو او پښتو ادبیاتو په تړاو، چې په دې مرکه کې مو تر سره کړې ده  او زما پوښتنو ته مو د مستندو ماخذونو، علمي او ادبي معیارونو او منطقي استدلال، ارزښتمن، ژور او ګټور، کره او بشپړ مسلکي ځوابونه راکړې دي، د خورا ستاینې او درنښت وړ دي. تاسو په دې مرکه کې د راتلونکو څېړونکو لپاره یوه معتبره علمي او مسلکي لاره هواره کړې ده. زه ستاسو نه د دغو نه ستړیکیدونکو علمي او ادبي هلو ځلو، په تړاو، چې د علمي او مسلکي معیارونو، اکادیمیکو اصولو  او مسلکي تعهد پر بنسټ مو تر سره کړې دي، د زړه له کومې منندوی یم.

هیلمن یم چې ستاسو دا علمي، ادبي او فرهنګي ګټورې او ارزښتمنې کارنامې، خدمتونه او چوپړ زموږ ویاړلو او پتمنو معاصرو او راتلونکو هېواد والو ته د یو اغېزناک  او ګټور نښیر(اثر) په توګه لارښوونکي او تلپاتې وي. تاسو ته له لوی خدای څخه د لا نورو پنځونو او هستونو د بریاوو او بریالیتوبونو په هیله یم.

***

قدرمن او دروند انجنیر عبدالقادر مسعود صاحب!

ستاسو له مینې، باور او نېکو احساساتو څخه د زړه له کومې مننه کوم. ما هم تر خپل علمي استعداد، مطالعې او وسه پورې ستاسو پوښتنو ته د امکان تر حده بشپړ او دقت سره ځوابونه وړاندې کړي دي. البته کېدای شي په ځینو ځوابونو کې نیمګړتیا وي، ځینې معلومات به کمزوري یا نامکمل وي او په ځینو ځایونو کې به لا نورو څېړنو او معلوماتو ته اړتیا موجوده وي؛ ځکه انسان د خپل توان او وس مطابق د خپلې پوهې او تجربې اظهار کوي. زما هڅه دا وه چې ستاسو د مرکې پوښتنو ته علمي، ادبي او تر خپله وسه پورې مستند ځوابونه وړاندې کړم، څو دغه مرکه د چاپ په بڼه د پښتو ادب او فرهنګ د مینه‌والو او په ځانګړي ډول د راتلونکو نسلونو لپاره ګټوره تمامه شي. که په دې لاره کې زما له ځوابونو سره کومه نیمګړتیا پاته شوې وي، هغه دې زما د وس او توان په حدودو کې وکتل شي؛ ځکه انسان په خپل وس پړ دی، خو د علم او حقیقت لمن تل تر هغه پراخه وي چې یو انسان یې په یوازې ځان رانغاړلی شي.

ستاسو د دې ارزښتمنې هڅې، ادبي مینې او باور یو ځل بیا مننه کوم.

په درنښت او ادبي مینه

پروفېسر ډاکټر نصیب الله سیماب

***

په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود