ځانګړې مرکه


په ادبي بهیر کې له پېژانده څېرې، لیکوال، کیسه لیکونکي او ژباړن ښاغلي پوهاند استاد محمد بشیر دودیال سره د رومانتیزم نړېوالې ادبي ښونځی په تړاو
مرکوال: انجنیر عبدالقادر مسعود
پوهاند استاد محمد بشیر دودیال د پښتني- ادب او فرهنګ په غوړېدلي او ځلانده ډګر کې هغه پوهیال، ادبپال، فرهنګپال، پیاوړی او نوښتګر کیسه او داستان لیکونکی، څېړونکی، ژباړونکی او هڅاند لیکوال دی، چې خپل علمي، څېړنیز، تحقیقاتي او ادبي لیکنې، ګټور، اغېزناک او ارزښتمن نښیرونه(آثار) یې داسې انځور کړې دي، چې د هر لوستونکي او اورېدونکي په ذهن او زړه کې ښکلا او مینه راپاروي او ترینه خوند او پند اخلي.
پوهاند استاد محمد بشیر دودیال د خدای بخښلي علي محمد خان حسین خیل زوی دی، چې پر (۱۳۴۰)شمسي کال د کابل په ولایت کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي. خپلې زده کړې یې د حبیبیې په عالي لیسه کې پای ته رسولې دي او لوړې زده کړې یې د ماسترۍ په کچه بشپړې کړې دي. همداسې یې د آلمان هېواد د (رور بوخم ) په پوهنتون کې د (Micro Economics)، د(تصدي اقتصاد)په برخه کې تر ماسترۍ لوړې زده کړې یې تر سره کړې دي. په هېواد کې یې د ننه او بهر په ګڼ شمېر کنفرانسونو، سیمینارونو او ورکشاپونو کې برخه اخیستې ده او خپلو مینه والو ته یې خپلې علمي او ادبي لیکنې او مقالې اورولې دي. ښاغلی پوهاند استاد دودیال د افغانستان د لیکوالو او ژورنالیستانو د ټولنې فعال او هڅاند غړی وو. د کابل، ننګرهار، خراسان او آریانا پوهنتونونو کې د استاد په توګه دنده لرله. همداسې یې په پاکستان کې د افغانانو د پوهنتون په بېلابېلو پوهنځیو کې لکه: کرنې، وترنري، عامه علومو، ادارې او پالیسۍ، ژورنالیزم او اقتصاد کې ښوونه او تدریس کړی دی. د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي غړۍ، د آریانا او د اريانا داېرةالمعارف انستيتیوت مشر، د وترنرۍ علومو د پوهنځي مرستيال، د اداري اصلاحاتو په کمېسون کې د ادارې د کورس استاد، په کابل پوهنتون، ننګرهار پوهتون او خراسان پوهنتون کې د ماستری او لسانس دورې استاد پاتې شوی دی. د ننګرهار پوهنتون د علمي ترفيعاتو د کمېټې غړى، د کانکور د کمېټې غړى، د لوړو زده کړو د وزارت علمي تحقیق او طبیعی منابعو د څیړنو او مطالعاتو فعال غړی، د نشراتو د بورد او د يو شمېر مجلو او اخبارونو لکه:(پوهه، انګازه، ارزښت، آرین، ننداره او افغان يووالي) د ليکنې د هئيت د غړي په توګه یې مسئولیتونه ادا کړي دي. د ښوونې او تدریس ترڅنګ، څه موده د ننګرهار پوهنتون د نشراتو مدیر، بیا د اقتصاد د پوهنځي تدريسي مدير، ورپسی د اقتصاد د پوهنځي مرستيال او درې دورې د پوهنتون د علمي شورا غړى ؤ. څه موده د پوهه علمي مجلې مسئول مدیر هم وو. دوه کاله يې د اريانا خصوصي پوهنتون د علمي مرستيال په توګه، يو کال يې د جامعه العلوم الاسلاميه د مشاور په توګه دنده درلوده. د ننګرهار پوهنتون دعامه ادارې او پاليسی د پوهنځي رييس او د دغه پوهنځي استاد وو. د خپل خدمت په پېر او دوره کې يې یو شمیر ستاینلیکونه ترلاسه کړې دي. پوهاند استاد دودیال د خپل ژوند په اوږدو کې ډېر ګټور او ارزښتناک نښیرونه(آثار)چې کابو (۸۴) ګټور کتابونه کېږي کښلې دي. تر اوسه پورې یې دايرة المعارف ته (۶٢) ارتيکلونه، يو شمير آنلاین سايتونو، رادیو او مجلو او د هېواد په نورو مطبوعاتو کې يې په پښتو، دري او انګلیسی ژبو (۷۵۹) شاوخوا مقالې چاپ او خپرې شوې دي. د فیلوشیپ برنامو، علمي کنفراسنونو او سیمنارونو کې د ګډون او د میلمه پروفیسور په توګه یو شمیر هیوادنو لکه ایران، هند، جرمني، پاکستان، هسپانیا، هنګری، سویس، اتریش، فرانسې او ترکیې ته سفرونه کړي دي.
لنډه دا چې پوهاند استاد محمد بشیر دودیال هغه نومیالی او پیاوړی لیکوال دی، چې په خپلو علمي، ټولنیز، اقتصادي، ادبي او فرهنګي نښیرونو(آثارو) کې یې څېړنیز، تحقیقاتي، فلسفي، علمي، ادبي، او منطقي استدلال، سپیڅلې هیلې او آرمانونه د زړه غږ او ملي احساسات د خپل هېواد او هېواد والو، د خلکو د یوالي، اتحاد او اتفاق لپاره، د ټولنې او ټولنیزو اړیکو او مناسباتو په تړاو او په تېره بیا د ځوانو نسلونو په روزلو، لارښونو او روښانولو کې خپل اغېزناک او ګټور اندونه او افکارو په ډېر ښکلي او ظریفانه بڼه داسې انځور او بیان کړې دي، چې زموږ هر هېوادوال د خپلو زړونو او آرمانونو مقاصد، موخه او اهداف په کې موندلای شي. ښاغلی دودیال هغه اکادیمیک، علمي او فرهنګي شخصیت دی، چې د نښیرونو (آثارو) ځلا او ښکلا یې د پښتو علمي، ادبي او فرهنګي د روڼ آسمان په لمن کې د تل لپاره روښانه، ځلانده نه هېرېدونکي او نه ورکیدونکي دي.
ښاغلی افضل ټکور په ادبي او فرهنګي ډګر کې هغه نوموړی، پیاوړی او هڅاند شاعر او لیکوال دی، چې په خپلو نښیرونو(آثار) یې د علم او ادب ډګر توُد او ښیرازه ساتلی دی. ده په خپله یوه لیکنه کې د ښاغلي پوهاند دودیال صاحب په تړاو داسې کښلې دي:
((پوهاند استاد دودیال زه نژدې له څلورو لسیزو راهیسې پیژنم هغه ما لومړی د پښتو د لنډې کیسې لیکوال په ټوګه پیژنده او په شپږمه لسیزه کې هغه ډیرې لندي کیسې لیکلې دي. د هغه لنډې کیسې زموږ د معاصرو داستاني ادبیاتو خورا ښې بیلګې جوړوي. خو وروسته استاد دودیال چی هر وخت به ما ولیده نو کتابونه به یې په تخرګ کی نیولې وو د مطالعې او لوستلو سره یې بې کچه مینه لرله زما په اند هغهٔ به لوستل ډیر او لیکل کم کول او دې کار د هغه د لیکنو مینه وال زیات کړي وه.
بله کومه ځانګړنه چې ما په استاد دودیال کې لیدلې ده هغه د ده ارام طبیعت دی ډیر ارام او سنجیده غږیږي.
په وروستیو کلونو کی پوهاند استاد دودیال د هیواد د لوړو زده کړو په برخه کی هم ډیر کار کړی دی او په سلګونو هیوادوال یې روزلې او پاللې دي.که چیرته زموږ په هیوادکې کومه علمي موسسه او کوم علمې مرکز د هیواد په کچه پنځه تنه استادان د غوره استادانو په توګه ونوموي نو یو به استاد دودیال وي. زه ځان ډیر نیکمرغه بولم چې استاد دودیال مې د ډیرو کلونو دوست دی هغه مې لوستلی او له هغه نه مې ډیر څه زده کړې دي . روغ جوړ او سرلوړی ده وي. ))
افضل ټکور- لندن
***
په رښتیا سره چې پوهاند استاد دودیال د ژور اند و واند، د لوړ او غښتلي استعداد، پراخ لید، اوچت قلم او انساني ارمان څښتن دی. دی مهربان، متواضع، زړه سواندی او خواخوږی شخصیت دی، له خپلو ملګرو، دوستانو او یارانو سره او له هېواد او هېوادوالو سره ژوره مینه لري.
ښاغلی زرین انځور د پښتو ژبې او ادب هغه پېژندل شوی ليكوال، تکړه کيسه ليکونکی ، پیاوړی کره کتونکی، څېړونکی او هڅاند ژورناليست دی، چې پښتو ژبې او ادب ته یې د ستاینې او درنښت وړ چوپړ او خدمتونه تر سره کړې دي. دی په خپله یوه لیکنه کې د پوهاند استاد محمد بشیر دودیال د علمي او فرهنګي سټې په تړاو داسې وايي:
((ګران پوهاند محمد بشير دوديال د افغانستان له مطرحو فرهنګي شخصيتونو څخه دی. هغه د دې په څنګ کې چې د کابل او ننګرهار پوهنتونونو استاد و، له غوره داستان ليکونکو څخه هم دی. د اقتصادي موضوعاتو په اړه يې ارزښتمنې علمي مقالې او ځانګړي آثار کښلي دي. د افغانستان د پرمختيايي مسايلو او بېلابېلو نورو برخو پر وده يې پکې خپل ارزښتمن نظريات ځای کړي دي.
پوهاند دوديال د افغانستان يوه داسې علمي پانګه ده چې علمي او ادبي کارونه يې د ارزښت وړ دي او موږ يې د پرکاره دانشمندانو په کتار کې شمېرلی شو.
خدای دې ډېر عمر ورکړي چې له افغانستان سره د مينې پر همدغو ولولو، بيا بيا ليکنې او څېړنې وکړي او د پوهنې د تږيو هېوادوالو تندې پرې ماتې شي.))
زرین انځور- جرمني
***
د پوهاند استاد محمد بشیر دودیال د پوره او بشپړې پېژندګلوي په تړاو ما له ده سره یوه مرکه جوړه کړېده، تاسو درنو او پتمنو مینه والو ته یې وړاندې کوم.
ګران او منلی پوهاند استاد دودیال صاحب زما سلامونه او نیکې هیلې ومنئ. اجازه راکړی خپلې پوښتنې پیل کړم.
ګران انجنیر صاحب مسعود، زه هم خپل سلامونه تاسو او ټولو مینه والو ته وړاندې کوم. زه ستاسو په خدمت کې یم.
***
مسعود: پوهاند استاد دودیال صاحب تاسو ادب څنگه راپېژنئ؟ د نړۍ د اغېزمنو او ارزښت لرونکو پېژندل شوو پخوانیو ادبي نښیرونو(اثارو) او پېژاندو لیکوالو په اړه یې څه اند لرئ؟
دودیال: ادبیات هغه وینا ده چې د عادي خبرو په پرتله د خیال، انځور او دکلماتو د رنګارنګۍ، ښکلا، تشبیهاتو اوسکښت له پلوه اوچته او زړه راکښونکې وي. دهمدې جذابیت له امله دا ډول خبرې او ویناوې خلک یو بل ته اوروي او خوند ورڅخه اخلي. دا یواځې د جوړښت له پلوه نه، بلکې زیاتره د مانا او منځپانګې له پلوه هم ډېرې شتمنې او د عالي پیغامونو لرونکی وي. د ارواښاد الفت غوره ویناوې یې مثال دی.
داسې هم ویلای شو چې: ادبیات د ټولو هغو لیکل شویو آثار او هم د شفاهي ادب میراث (لنډیو، متلونو، کیسو، کاکړیو…)مجموعه ده، چې هنري بڼه لري، ښکلا پکې ځلیږي او عادي خبرو څخه یې دریځ اوچت وي. دا ډول آثار د بڼې او جولې؛ تاریخي دورو، ځانګړي سبک، د ځینو جمالیاتي ځانګړتیاوو یا ژانرونو پر بنسټ طبقه بندي کېږي.
اوسني وخت کې تر ډېره پورې د ادبي بحثونو موضوعات لیکل شوي او ثبت شوي ادبیات دي چې د ادبیاتو څېړونکي یې (مکتوب ادبیات) بولي. مکتوب ادب هغه لیکلي دیوانونه، ولسي نکلونه او نور دي چې د پند، عبرت، لارښوونو او ټولنیز پیغام ترڅنګ؛ ښکلاییزه، عاطفي او هنري بڼه ولري، او د کتابونو په بڼه زموږ په واک کې دي لکه: ادبی نثر، شعر، لنډه کیسه، ناول، ډرامه او طنز. له دغو مکتوب شویو او معاصرو ادبي آثارو سره یوځای ولسي یاشفاهي ادب چې له یو نسل څخه بل ته سینه په سینه نقل شوی، هم خپل ځای لري. ادبيات د پوهې د اوچتېدو، آفاقی فهم او درک، د فصاحت او بلاغت په رمزو پوهیدو او له کلام څخه د خوند اخیستو او تفريح او د عالي- انساني پیغامونو د لېږدولو اغېزمنه طريقه ده، چې ځینې وخت کېدلای شي د استتیکي صفت ترڅنګ؛ ژور روزنیز- ټولنيز، رواني، عرفاني، معلوماتي، تاریخي- حماسي او سياسي هدف او رول هم ولري. د همدغو ځانګړنو له مخې ویلای شو چې:
ادبیات د ذوقي- هنري، محتوا او جولیږې ښکلا ترڅنګ، د معنوي غنا هغه مجموعه ده چې د ملتونو هویت او استتیکي ادراک پکې له ورایه ښکاري. د ادبي اثر تخلیق کې معنوي ارزښتونه، انساني طبیعي غرایز، د روزنې، عالي عاطفي احساس، ادراک او د ښکلي او ملایم چاپیریال اثرات رول لري. دا د ملتونو معنوي شتمني او د هر ملت د تمدن، پرتم او عظمت نښه ده.
ادبیات په ژبه او د کلماتو په واسطه د احساساتو، افکارو، تجربو او تصوراتو د بیان هنر دی. دغه هنر بېلابیلو اډانو، ژانرونو او قالبونو کې خپل خپل خوند او کیف لري، لکه: شعر، لنډه کیسه، رومان، نندارلیک او ډرامه، طنز، ادبی یونلیک او خاطرې چې له ډېرو لرغونو وختونو تر نن پورې په منظوم او نثر بڼه تخلیق شوي دي، پالل شوي او د خلکو په ژوند کې مهم رول لري. دلته مو د کلماتو خبره وکړه، خو باید ووایو چې ادبي آثار او په مجموع کې ادبیات یواځې د کلماتو یوه مجموعه نه ده، بلکې د ولس او یو ملت د ژوند انځور، د پېښو په وړاندې د دوی روحي غبرګون، تاریخي حافظه او د خپلې ټولنې معرفي ده چې ده هلته ژوند کړی دی او دا آثار یې تخلیق او په کلماتو پسوللي دي. په همدې خاطر آلماني لیکوال او شاعر “یوهان اولفگنگ ګوئته” وایي چې، ادبیات د ژوند بېرته راغبرګېدل او انعکاس او د یوې ټولنې د وګړو د تجربو ښودنه ده. ده لیکلي چې: ادبیات نه یواځې د احساساتو او افکارو بیان، بلکې دحقایقو د کشف، د پېښو په واقعیت پوهېدنه او بالاخره په ژوند باندې پوهېدل دي. او بل فیلسوف “نیچه” بیا ویلي وو: ادبیات هغه پیاوړی بیان دی چې د انسان د فکري خلاقانه او نوښتګر ځواک او پلټڼې څخه رازیږي، آن داچې ځینی وخت له واقعیتونو اوړي او یوه نوې نړۍ راپېژني، کله هم په مرموزه او حیرانوونکې توګه د انسان پټه او نامکشوفه وړتیا او ځواک را څرګندوي.
مسعود: ستاسو په اند کوم ډول نښیرونه (اثار) د ادبي نښیرونو(اثارو) په توګه وېشل کېدای شي؟ او دا راته ووایاست څه وخت لیکوال او شاعر یو ادبي نښیر(اثر) پنځولای شي؟
دودیال: فقط هغه اثر(نښیر) ادبي دی چې ادبي- هنري ځانګړنې ولري؛ مُخیل وي، عواطف تلطیف کړي، ښکلا پکې له ورایه ځلیږي، ذهن یې آسانه مني او په زړه پورې واقعی کیږي، ژور احساسی اثر ولري، د واقعیت تجسم وي، اوریدونکی او لوستونکی د ادبی اثر په لوستلو یا اوریدو یو ډول نه یو ډول ځان او خپل فردي احساس پکې ومومي. شعر، لنډه کیسه، طنز، ناول…ټول ادبي نښرونه دي.
د پوښتنې دویمه برخه مو یو څه زیات تفصیل غواړي: یو ابداعي ادبي اثر هغه وخت ایجادیږي چې ایجادوونکی یې نوښت، ښکلاییز ذوق، پلټنه، ځانګړی هنري پالل شوی استعداد، ښکلی مهین احساس، ژوره عاطفه او د بیان مهارت ولري. دا یواځې شاعر نه، بلکې د هر ادبي ژانر لیکوال او هستوونکی باید په دې موقعیت کې وي. لیکوالان او شاعران عموماً ډېر عاطفي او حساس خلک وي. دوی د خپل ولس په دردونو ځوریږي او په خوښۍ یې خوشحاله کیږي، دوی سره (د عالم د ناموس ښیښه) وي، دغه ماتېدونکې ښیښه ډېره په احتیاط امانته ساتي، د خلکو ژوند د دوی د نښیر منبع او الهام وي. لیکوال او شاعر باید ډېر دراک او د ویښ ضمیر لرونکی، مهربان، په رموزونو پوه او د عاطفې لرونکی وي. پرته له هغه ښکلی او د منلو وړ نښیر څخه خبرې نشو کولای. پورته اوصاف ټول کسبي نه دي، چې زده شي، بلکې یو شمیر یې فطري دي. همدغه وروستی ټکی باید هېر نه کړو!
مسعود: وايي چې د ادب توکي عبارت دي له: خیال، احساس، اندېښنه، مینه او ټکر یا ”تضاد” څخه، تاسو په دې اړه څنګه اندئ؟
دودیال: ادبي اثر د خپل جوړښت لپاره ټاکلی فورم لري. دغه فورم او جوړښت له یو شمېر عناصرو او توکو څخه جوړ دی. دا توکي تخییُل( imagination)، بافت یا اوډون( texture)، توصیف(description)، تکتیکي او فني اړخونه (technique)، مضمون(them)، سبک او د لیکلو طرز(style)…دي. آن دا چې ادبي اثر د همدغو توکو له مخې پیژنو، لکه شعر چې موزونو الفاظو کی مخیل او ټاکلي قالب کې عاطفي بیان دی. نو دلته تخییُل، عاطفه او وزن په خپله د شعر د جوړښت توکي دي، خو بیا هم بېلابېلو ادبي ژانرونو کې دغه توکي توپیر لري. د بیلګې په توګه ډرامه کې تمثیل، توصیف، دیالوګ، د کرکتر لحن، ایماژ، موقعیت او داسې نور جذاب توکي دي، لنډه کیسه کې تلوسه ایجادول، غوټه او د اوج ټکی، د پېښو بیان، د داستان مرکزي کرکتر، صحنه او منظره پردازي، د غوټې پرانیستل(demonement, result) جوړښتیز توکي دي، اما په مجموع کې جوړښتیز توکي پیژندل او رعایتول ضرور دي، پرته له هغه ادبي اثر خپل لازم جوړښت نشي موندلای. نو ستاسو پوښتنه او په هغې کې راغلي ټکي په بشپړ ډول سم او د پاملرنې وړ دي. له دې پرته ادبي لیکنه کې تخییُل، احساس، ژور درک، تفکر، مینه او استیتیکي اغیز ممتاز عناصر دي.
مسعود: كه د ادبیاتو د موخو او دندو، همداراز د ژمنو او نا ژمنو ادبیاتو او د ادبیاتو د نورو اړخونو په اړه لږ څه رڼا واچوئ؟
دودیال: فکر کوم د ادب موخې او دندې به دغو لنډو څو جملو کې ښکاره او همدا یو- دوه پراګرافونه ورته کافي دي:
ادبیات، ادبي بحثونه، هر ډول هنري ابداعات او ښکلا پېژندل، د ښکلا پنځول او ښکلا بیانول د انسان د یوې پټې غوښتنې ځواب دی. هغه غوښتنه د جمال ستاینه هم بلل کیږي. جمال او حُسن الله پاک هم ستایلي دي. ادبیات د ښکلا د بیان ظرف او محمل دی چې په ظرافت او ښایست سره په کلماتو سره ادا کیږي. لوستونکی او اورېدونکی یې خوښوي. د ادب ارزښت د خبرو تلل او سنجول، د مقابل جانب له احساساتو او حالت سره سم غږېدل او همدا شان اسېورې، شهکارونه او ویاړونه خوندي کول دي.
که وغواړو د ادبیاتو موخه او هدف هم څرګند کړو، نو وبه وایو:
د ادب موخه دا ده چې په انسانانو کې د کار او زیار روح پیدا کړي، انګیزه ورکړي، تشجیع یې کړي او د ژوند پرمختګ ته یې وهڅوي، همدا شان ادب د ژوند د ښه تېرولو وسیله ده. د ادب هدف دا دی چې په انسانانو کې د کار او زیار روح په هنري توګه پیدا کړي، د دوی احساسات او عواطف په خوځښت راولي. ادب ترحُم راپاوري، لیدلوری انساني او رقیق کوي، عواطف راویښوي، احساسات په خوځښت راولي. ادب له معنوي او ښکلاییز پلوه پرته؛ فزیکی فعالیت او د ورځني ژوند خوځندتوب باندې هم ژوره اغیزه لري، دا مانا چې هر انسان د کار کولو وړتیا لري، خو ځینو کې د ترسره کولو اراده نه وي، له بل سره د همکارۍ فکر او د انسجام جوهر نه وي ، نظم نه پېژني، دوام نه ورکوي، د زړه په مینه یې نه ترسره کوي، خو د ادب قوت دا ټول منفی اړخونه له منځه وړي او انسان مثمر او هدفمند کار ته شعوري آماده کوي، له بلې خوا ادبیات د کار ستوماني له ده څخه لرې کوي.
مسعود: ژان پل سارتر(۱۹۰۵-۱۹۸۰) د شلمې پېړۍ له نوښتوالو فیلسوفانو او اندیزو څخه گڼل کېږي، هغه د خپلو نوموتو نښیرونو (اثارو) تر څنگ د (ادب څه شی دی؟) په نوم یو نښیر(اثر) هم کښلی دی او دا کتاب د لمړي ځل لپاره (۱۹۴۸)زېږدیز کال کې خپور شو. ستاسو په اند سارتر د ادب او ادبیاتو د ارزښت، ژمنتیا او پازوالي(مسؤولیت) په اړه څه اند درلود؟
دودیال: ژان پل سارتر زبردست لیکوال او ټولنپوه و. هغه د انسان روحیات ډېر ژور پېژندلي وو. د نورو لیکنو ترڅنګ؛ د ده مشهور کتاب ( ادب څه دی) نړۍ کې ډېر لوستونکي لري. د ادبیاتو او ادیبانو هر بحث کې د ده او د ده د پورتني کتاب نوم خامخا یادیږي. دا کتاب به په دریو څپرکیو کې لنډ وپېژنو: لومړي څپرکي کې هغه دې پوښتنې ته ځواب وایي چې لیکل یعنې څه؟ ریښتیا هم هر هغه څوک چې قلم لاس کې اخلي، یا د کمپیوتر مخې ته کیني او ګوتې په لیکمن دړه( کیبورد) باندې ږدي، نو باید لومړی په همدې خبره پوه وي چې دی څه غواړي ولیکي او ولې یې ولیکي؟ په دغه څپرکي کې د ادب په دوه برخو(نظم – نثر) خبرې کوي(دا دوه بحثونه یو یې شعر او بل یې نثر دی). له نثر څخه یې موخه هنري نثر دی. همدلته د لیکلو تعریف او موخه راښيي. د شعر او نثر توپیر راښيي، خو یو هم تر بل غوره یا کم نه ګڼي. سارتر لیکوال ژمنتوب ته رابولي او لیکوالي یو مسئولیت او تعهد بولي. لیکوال دټولنې او لوستونکې په وړاندې متعهد ګڼي. دا (رسالتمند کول) یو ډېر دروند مسئولیت دی چې سارتر یې له هر لیکوال څخه غواړي. په دې غوښتنه کې برحقه دی.
عجیبه ده چې سارتر لا هغه وخت په دې فکر کې و چې انسان د اجتماعیتوب او ټولنیز والي ترڅنګ (سیاسي موجود دی)، نو خپل بحث کې لیکوالي هم د سیاسي اړخ لرونکی او آن سیاسي تعهد او فعالیت بولي! په تېره بیا سارتر په زغرده وایي چې هر لوی لیکوال سیاسي دی، دا ځکه چې هغه نثر لیکي او دا نثر لیکل ټولنیز او په ټولنه اغیز کوونکی او په خلکو کې د ویښتیا او روڼتیا او بالاخره د سیاسي عمل لامل ګرځي. د لویو لیکوالو د لیکنو هر ټکی د سیاست یو زړی دی چې کرل کیږي. عجیبه ده چې د ده بحث په هنري نثر دی، خو په خوا خوا کې سیاست ته اشاره کوي او د بیعدالتۍ، لټي، تیارې، خرافاتو او اوهامو په وړاندې ټینګار القا کوي.
په دوهم څپرکي کې لوستونکي ته انګیزه ورکوي چې لیکوال آزادي لري، لیکلو کې د لیکوال ازادي او اختیار برید نه پېژني، خو تعهُد او مسئولیت یې حتمي دی. کله چې په دې څپرکي کې د آزادي او ټینګار خبره کوي، نو د یوه (سیاسي مبارز لیکوال) روحیه القا کوي. په دې څپرکي کې سارتر د خپلواکۍ ستایوال دی. د دغه څپرکي لیکنې هغه د خپل وخت خپرونو ته د مقالو په بڼه استولې وې، چې د ځانګړي ارزښت له مخې وروسته بیا دغه کتاب کې د یو څپرکي په بڼه سره یو ځای شوې دي.
ژان پل سارتر د دې کتاپ بل لوی او ښکلي څپرکي کې دا پوښتنه ځوابوي چې آیا لیکل د چا لپاره دي؟ دغه څپرکي کې ډېر معقول ځواب ورکوي چې لیکل باید مخاطب ته وي، په مخاطب مثبت اغېز ولري، ټولنه ښېګڼو ته سوق کړي او عدل برقرار کړي. د ده د ژوند پرمهال رُمان دود شوی و، ده رُمان او رُمان لوستل وڅېړل او ثابته یې کړه چې رُمان او نورو ادبی آثارو د لوستونکو په ژوند پوره مثبت اغیز کړی دی، ولسونه یې ویښ کړي دي او د ژوند تیاره اړخونه یې روښانه کړي دي. بیا هم تاکید کوي چې باید د مخاطب ، ټولنې او لوستونکو غوښتنه هېره نشي. دی وایی راتلونکی ستاسو مخاطب پورې اړه لري او د مخاطب فکر او اراده ستاسو لیکنو پورې. ده د (ادب څه دی) کتاب کې هم لیکوال او هم لوستونکی ژور مطالعه کړي دي. په تېره بیا لیکوال ته سپارښتنه کوي چې د لوستونکو په غوښتنو متمرکز اوسي.
مسعود: د تمدن، فرهنگ، هنر او کلتور د وییو(اصطلاحاتو) د پېژندلو(تعریفولو) په اړه که لږ څه وغږېږئ؟
دودیال: تمدُن، مدنیت یا( ښاریتوب civilization) د بشري معاصرو ټولنو د پرمختیایي بهیر یو پیچلی او نوی پړاو دی. متمدن انسان باخبره ژوند لري، ځان، ټولنه، راتلونکی او مسئولیت پېژني، د خپل شاوخوا اوسیدونکو سره په چلند او دوه اړخیزو اړیکو پوه او په مسایلو غاور وي. متمدن ژوند کې ټولنیز سمبالښت شرط دی. ادبیاتو دغو ټولو اوصافو ته صیقل ورکړی دی. تمدن یعنې قانونمندي او قانونمداري. زموږ مبارک پیغمبر چې کله یثرب ته مهاجر شو، د یثرب آن چاپېریال وحشی و، مبارک نبی(ص) لومړی د مدینې نوم ورباندې کېښود او بیا یې یو قانون وضع کړ چې یو پنځوس توکونه یې لرل، له نیمایي زیات یې مهاجرو ته متوجه وو. د مبارک رسول الله دغه اقدام ښيي چې اسلام د تمدن پالونکی دین دی. متمدن انسان پوهه او مهارت لري، د عصری تکنالوژی د کارولو وړتیا لري، د آزماېښت او تجربې په ارزښت پوهیږي، تاریخ څخه خبر او عبرت ورڅخه اخلي او د دې ټولو په پایله کې څېړنه کولای شي.
تمدُن او مدنیت دیو یا دوه او درېو نسلونو د هڅو، تجربو او پوهې محصول او پایله نه ده، بلکې دا ډېره اوږده، پيچلې او ځانخبره لاره وه چې اوس د ښه ژوند دې منزل ته رارسیدلي یاستو. مدني انسان اوسني باریک وخت کې د تمدُن ارزښتونو ته ژمن دی، پرته له هغه ډېر لږ بی احتیاطی او له مدنیت سره دښمني بشریت د بدمرغي تر ټولو بدې کندې ته غورځوي. د مدنیت مخالف قطب وحشت دی. خدای دی نه کوی چې انسان د انسان لیوه او وحشي شي. دا د ادب پازه ده چې وحشت وغندی او مدنیت څخه دفاع وکړي. له نیکه مرغه نننی افغانستان د تمدُن زانګو او اوږده مخینه لري. اوسنی افغانستان د تمدنونو څلور لارې وه. سره له دې چې یو ځل د چنګیز تاړاک او بیا د انګریز ښکېلاک زموږ د ژوند بهیر ټکنی کړ، اوس د کورنیو جګړو په پای ته رسیدو تمه کوو چی مدني ارزښتونه بیا را خپل او د ټيکاو په لوري کلک ګامونه واخلو. پوهه ترلاسه کول، ادبي متعهد اثار پنځول او د ادبي شهکارونو ژباړه او مطالعې سره یې د خلکو عادت کول یو مسئولیت دی. متمدن انسان دا زده کوي چې د تاو- تریخوالي په عوض تساند، سوله، عطوفت او متقابلې مرستې د دوی نیکمرغي تضمینوي. مدنیت په بشري ټولنه کې هیڅ ډول تبعیض او توپیر نه مني. تمدن د نظم، عدل، قانون، یو بل سره د مرستو او درناوي نوم دی. پوهه، خوږه ژبه، امنیت، نظم، نېک اعمال، علم، تعاون او همکاري د تمدُن اصلی عناصر دي.
تمدُن د هر ملت لپاره د دوی د پرمختیا، برم، پرتم او تعالی نښه ده، دا ځکه چې په متمدن ژوند کې یو ملت د ملي یووالي، نظم، قانون، پلان، یو بل سره د وګړو همکاري او تساند او نورو ارزښتونو خاوند کیږي.
ستاسو بله پوښتنه د هُنَر په اړه وه، باید ووایو چې: هنر د هنرمند په لاس د جوړو شویو هنري تجسمي او غیر تجسمي ابداعاتو هغه مجوعه ده چې د هنري ذوق لرونکو وګړو او بالعموم د ټولو خلکو په احساساتو، درک او فکر اغیزه کوي. هغه ور څخه محظوظ کیږي او عواطف یې تخنوي. هنر یو پیغام او مفهوم لیږدوي، هنري ایجادیات ټول خلاقانه، نوښت لرونکي او له ښکلا سره مل وي. د ښکلا ایجادول او ستایل هنر دی.
دا خبره هم سمه ده چې وایي: هنر د هغو پیاوړو احساساتو تجلي او بنګړه ده چې انسان تجربه کړی وي. دغه بنګړه او ظاهري تجلي د انځورونو په کرښو، د میناتور په رنگونو، د بدن په حرکاتو او اشاراتو، غږونو او کلماتو راجوړیږي او تجسم مومي، لیدل کیږي او اورېدل کیږي. په دې توګه هنری ابداعات پر عواطفو او احساساتو باندې د اغېزې کولو او د ځانګړې مانا او مفهوم لېږدوونکی او د باریک تخییُل زیږنده وي. هنر د طبیعت له نورو ښکارندو سره په دې باندې توپير لري، چې په دغه باریک او له رموزو ډک تخلیق کې د هنرمند احساس او تخییُل دخیل وي. هنری ایجادیات د بشر د هستوونکي خلاقانه ځواک څخه رامنځته شوي ابداعات دي. په دې کې خطاطي، میناتور او تذهیب تجسمي هنري فعالیتونه دي چې له ادب، تیاتر او موسیقی پرته، د هنر جلا ځانګړې څانګې جوړوي. هنر په عامه توګه د ښکلي، ګټور او یا هم ښکلي او هم ګټور محصول د تولید لپاره پر عمل باندې د علم تطبیق کول او د واقعي پنځ(طبیعت) تر څنګ د انځورونو او عواطفو د اظهار یوه آیدیاله نړۍ ده.
د فلسفې په یوه څانګه کې د هنر ذات او مفاهیم(ښکلا، نوښت، تخلیق، د هنر تاریخ، هنری کره کتنه…) یو جلا سرلیک لاندې مطالعه کیږي چې (د هنر او ښکلا پېژندنې فلسفه) یې بولي. دهنرفلسفه کې راغلي دي چې آن ځینی الوتونکي خپلې ځالې ښایسته کوي، ځینی الوتونکي هڅه کوي، ترټولو ښکلې سندرې وغږوي او بالاخره د پسرلي منظرې د طبیعت (هنر) دی! هنري آثار پنځول یوه خوښي بخښونکې او مطبوع بوختیا ده.
خوشحال بابا ویلی و چې: که ماته طالع او هنر دواړه کیښودل شي ، زه به هنر پکې خوښ کړم!
طالع ، بخت او اقبال هغه څه دي چې سړي ته هر ډول نيکمرغي په برخه کوي ، خو دا چې زړور او ژور فیلسوف حضرت خوشحال بابا تر بخت، طالع او اقبال څخه هم هنر غوره بولي ، نو دا غوره کول ډیره ژوره فلسفه لري. فلسفه یې دا ده چې هنرمن تل تر طالعمن لوړ دریځ درلودلای دی! هنر له باریکیو او رموزو ډک کاروان دی او الفت صیب دغه کاروان د شاتو له مچیو سره تشبیه کوي چې ځان سره د ګلونو د عطرونو وږم لري او د دغې قافلې پیژندنه یواځې د حساسو دماغونو کار بولي. الفت صیب د هنر پیژندنې ته ډیر باریک میعارونه په ګوته کړي دي.
معاصره ښکلا پېژندنه او د هنر په هکله څیړنې په همدې بنسټ پر مخ تللي دي. په یوه ټولنه (ځانګړی فرهنګی حوزه )کی د هنري میعار لرونکو آثارو د پوهېدو، خوښولو، ارزولو او له هغو څخه د متاثر کېدو لپاره هنري ذوق او دلازمې کچې کلتور په کار دی. په دې توګه دا اړتیا پیښیږي چې د ښه ادب، ښه خط، ښې موسیقي، ښه فلم، ښه طنز او دې ته ورته هنرونو مخاطبین باید ښه ذوق هم ولري. عامه ذوق روزل کیږي او پالنی ته اړتیا لري.
قدرمن اینجنیر صاحب! اوس مو چې د هنر پوښتنه وکړه او ما یوڅو کرښې ځواب ولیک، په دې هم باید فکر وکړو چې آیا کله مو هم د عامه ذوق کچې ته پام کړی، آیا هنرمند، ادیب، لیکوال، فلم جوړوونکی، انځورګر،يا هر بل پنځګر د عامه ذوق د روزنې پازه په غاړه لري؟ دا نو دوهم سوال دی. په هنر، هنریت، ښکلا او ښکلاییزو ارزښتونو پوهیدل روزنه غواړي، خو دا هغه مهال چې لومړی هغه له ابتذال څخه جلا شي. متاسفانه څلویښتو کلونو له موږ څخه خوشحالي، هنر او ادب سره مینه، عاطفه، د ادب او هنر پالل او د ذوقونو روزنه هېره کړه. شډل او د تاوتریخوالی چاپېریال کې عواطف او ذوقونه مري.
د کلتور او فرهنګ پوښتنه مو کړی ده، یو څو لنډې کرښې به ولیکم:
کلتور او فرهنګ اکثراً زیاتره خلک په مترادف ډول کاروي، فرهنګ ته یو شمېر لیکوال د یو ملت د هویت په توګه کتنه کوي. کلتور/ کلچر له اروپایي ژبو راغلی ، خو فرهنګ دري او پښټو ژبو کی مروج ده. غوره به وی چې د دې دوو ترمنځ توپیر وشي.
د بشري ټولنو ټولې هغه مادي او معنوي لاسته راوړنې، ارزښتونه، انګېرنې، روايات، عقايد، کړه وړه(سلوک او چلند)، ښووونه او روزنه ، د کار وسايل، د ژوند اسباب اونور ټول چې د تاريخ په اوږدو کې يې ترلاسه کړي او نسل په نسل همداسې رالېږېدلي او د نویو نسلوونو له خوا منل شوي دي، کلتور دی. البته دوخت د تېرېدو په ترڅ کې يې ډېرې هغه برخې چې د پايښت وړتيا يې له لاسه ورکړې، يا يې ګټورتوب ندرلود، له منځه تللي، خو د پايښت وړ او مثبت اړخ يې پاتې اونوره يې هم وده موندلې ده. کلتوري ارزښتونه هم مادي او هم غیر مادي بڼه لري لکه، پوهه ، جامه، هنر، لوبې، موسیقي، تاریخی روایات، ګاڼې، ناسته پاسته ، لمانځنې، غم ښادي، خوراک څښاک، دپخلي وسایل، د کور اسباب، د کار ابزار، ولسي سندرې، ادبیات، ژبه او نور چې د کلتور اجزا دي. په انګليسي او اروپايي ژبو کې د کلتوري ټولو مادي او مانيزو ارزښتونو لپاره د (کلچر- کلتورCulture) لغت کارول کېږي، خو په پښتو او دري کې هم کلتور او هم فرهنګ معمول شوی دی. د کلتور هغه ډیرې نګه او د ستاینی وړ او اصلاح شوې برخې ته فرهنګ وایو( فر+ هنګ) فر یعنې متعالي، اوچته، ممتازه او عالي.
که موږ دري/پارسي او پښتو کې خپلو مادي او معنوی شتو، رواجونو، مناسبتونو او نورو ته یواځې کلتور کاروو، باک نشته، ډېر دقت ته اړتیا نلرو، خو که د فرهنګ اصطلاح کاروو، بیا نو دقت په کار دی ، دا ځکه چې: فرهنګ د کلتور تر ټولو متعالي برخه ده لکه ادب، پوهه، د مشرانو درناوى، په کشرانو شفقت، مېلمه پالنه، په سخته ورځ دوستانو سره د مرستې په خاطر دوی ته حسنه پورورکول، جرګې او مرکې… لنډه دا چې ټول عالي انساني سجايا او دې ته ورته وياړلي او اوچت ارزښتونه فرهنګ بولو. حال دا چې يو شمېر نور دودونه چې متعالي ارزښت نه لري، په کلتور کې شمېرل کېږي، اما فرهنګ نه دى. دبېلګې په توګه د هلک د زېږېدو پر وخت په ټوپک ډزې کول، په ميله او رخصتيو کې د چرګانو يا سپيو جنګول، په چلم باندې دمريو او څونډيو تړل اوداسې نور کلچر دى اما فرهنګ کې نه راځي، دا به ناوړه وي چې دواړه په يوه معنا راوستل شي.
یو مثال به ووایم: زموږ خپرونو کې ویل کیږي چې دکوکنارو دکرولو فرهنګ یا د جګړې فرهنګ!؟ دا سمه نه ده، ځکه کوکنار کرل یوه ښکارنده ده، یو عمل دی، یو بد واقعیت دی، یو ډول رواج شوی کښت دی، خو فرهنګ ندی. له بده مرغه جګړه یو واقعیت و، خو فرهنګ نه و. نو ځکه د جګړې فرهنګ، د کوکنارو کرلو فرهنګ، د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى… دا يو هم فرهنګ نه دى.
د افغانستان د جګړه ييزو شرايطو په کلونو کې چې د ژوند ډېره برخه انحطاط سره مخامخ شوه دغه ډول اصطلاحات هم په نا سنجول شوې بڼه یو بل سره ګډ شوي او بياکتنې ته يې اړتيا شته. دا چې نوره نړۍ، دغو میراثونو ته یواځې (کلتور) کلمه استعمالوي، هغوی ډاډمن دي چې متعالی ارزښتونه پالي او ناوړه یی اصلاح کړي دي، خو زموږ د کلتور یو شمیر اجزا د اصلاحاتو، بشپړتیا او سمون غوښتنه کوي.
پخوا به د ژمي شپو کې میندو ماشومانو ته له پند او عبرت ډکې روزنیزې کیسې کولې، که دې ته کلتور یا فرهنګ ووایو عیب ندی، خو په کیسو کې له شیشکو او دېوانو ویرول فرهنګ نه و، دا هسې په ناپامۍ زموږ کلتور کې رواج و چې اوس دا ښکارنده ( له شیشکو د ماشوم ویرول)د فرهنګي ودې په بهیر کې له منځه تللې او اصلاح شوې ده، اما د عبرت او پند برخه یې هماغسې د درناوی وړ ده. اوس چې ماشومان تعلیم ته هڅوو، دا فرهنګي تلاش دی.
د فرهنګ وده، فرهنګي خدمات او فرهنګي روزنه او ارتقاد یو مسئولیت دی.
باید هېره نه کړو چې دې سره یو شمیر نور مسایل هم تړلي دي لکه:کلتوری وروسته والی(cultural lag ) چې دا یو نسبی مفهوم دی، هغه حالت، هغه چا یا هغه هیواد ته اطلاق کیږی، چې له نوي او معاصر وخت څخه په فني، اقتصادي، سیاسي، علمي او ځینو نورو برخو کې وروسته پاتې وي. مثلاً A هېواد د B په مقایسه له کلتوري پلوه عقبمانده دی.
په دې اړه بله اصطلاح کلتوري بدلون( cultural change) دی. له دې څخه موخه هر هغه تغییر او اصلاح چې د ټولنې په کلتوري برخو کې راوستل کیږي، لکه : د چاپیریال او شاوخوا پېښو په هکله د ټولنې د وګړو د فکر، چلند، پوهې او
باورونو په برخه کې د تصوراتو نوي کول، دټولنیزو ارزښتونو او د وګړو د پوهی ترمنځ د انډول بدلون او نور.
حکومتونه، کلتوري موسسات او ارګانونه، پوهنتونونه، سینما، راډیو، تلویزیون، تیاتر، میډیا او دې ته ورته بنسټونه د کلتوري خدمتونو( cultural services) مسئولیت لري، لکه: د عامه خلکو د ژوند د بسیاینې په خاطر د کلتوري امکاناتو چمتو کول، لکه سپورتي امکانات، کتابتونونه، موزیمونه، د ودې لپاره سیمییز مطبوعات، سواد زده کړه، کتابتونونه پرانیستل، هنري او ادبي کانکور او جوایز ورکول، ورزشي مسابقات او نور. له بده مرغه د پرله پسې بحرانونو او جګړو له امله موږ ونه توانیدو چې متعالي ارزښتونه وپالو، د دې په پایله کې لا اوس هم موږ کلتوري عقبماني سره مخ یاستو. هیله ده فرهنګي ودې او اعتلا او د کلتور اصلاح ته پام واړوو. دې برخه کې ستاسو جارې هڅې ډیرې د ستاینې وړ بولم او په خپل وار مننه کوم. په پورته توګه مې د تمدن، هنر، کلتور او فرهنګ څلور نومونې له خپل نظر سره سم لنډې ځواب کړې، ممکن دوستان دې برخو کې د ویلو او لیکلو نور څه هم ولري، زه ورته درناوی کوم.
مسعود: د ادبي ښونځي(مکتب) او ادبي سبک تر منځ توپیر په څه کې دی، ستاسو لید او اند څه دی؟
دودیال: د سبک او مکتب اصطلاحات په دري او پښتو کې یو ځای او مترادف استعمالیږي، خو یو څه توپیر یې هم شته، اما په انګلیسی کې د ادبی مکتبونو لپاره د (Literary school) اصطلاح کارول کیږي. متاسفانه موږ ځینې وخت خپل دودیز اصطلاحات انګلیسی یا نورو ژبو کې لټوو، یا د بهرنیو اصطلاحاتو لپاره هرو مرو غواړو په پښتو او دري کې معادل کلمات ولرو، دا په داسې حال کې چې زیاتره مو په اکثریت اتفاق ټول اصطلاحات تعریف او مانا کړي هم نه دي. آن دا چې یو شمېر اصطلاحات یو شمیر درنو لیکوالو، خبریالانو او ژباړونکو په انفرادي ډول معمول کړي دي، حال دا چې کوم علمی بورد، اکاډمیک مرکز یا د ژبو تخصصی دیپارتمنت علماً تائید کړي نه دي. دا یواځې ادب کې نه، بلکې نورو برخو، خصوصاً ساینس کې هم دا ستونزه لرو. په فزیک، کیمیا، بیولوژی، فلسفه، اقتصاد او نورو برخو کی ډېر بهرنی اصطلاحات کاروو چې معادل یې موږ لرو، خو ځینی نور چې باید هماغه د بهرنۍ ژبې اصطلاح یې وکاروو، هغه په وچ زور (ترجمه) کوو او خامخا نوې لغات ورته جوړوو. د بیلګې په توګه موږ د مصرف، خرچه، لګښت، هزینه، پرداخت، ورکړې … اصطلاحات پرته له پوره دقت کاروو، riskته تاوان وایو خو خطر هیروو، دچلنج، ګواښ او threadتوپیر ډېر نه کوو، crisis چې باید بحران مانا کو ورته ګډوډي، پریشانی او غمیزه وایو، disaster اوevents دواړه پېښې بولو، managementاو administrationدواړه اداره ژباړو، خو انګلیسي کې هره یوه خپل ځای لري، یا ضرورتونه او اړتیاوې ( needs, wants). په انګلیسي ژبه کې needجلا او want جلا مانا او خپل ځای لري، خو موږ یې یو د بل په ځای کاروو. یا دا چې مورالیتې او اخلاقو (morality- ethics)، دواړو ته اخلاق وایو، دا په داسې حال کې چې له (اخلاق) څخه مو موخه پاک لمني وي، په دې کې بیا مورالیتې ته لغات نه لرو. کلتور او فرهنګ هم همداسې، سود، تکتانه، بانکې ګټه، ربح، ربا هم همداسې، مُزد، حق الزحمه، معاش، پاداش یې هم همداسې، حال دا چې انګلسي کې هریو خپل تعریف ، خپله کره مانا او ځای لري.
له دې څخه موخه دا نه ده چې خدای مه کړه زموږ د هر مسلک کارپوهان نه ورباندې پوهیږي، بلکې هدف می دا دی چې ځینې اصطلاحات یو د بل په ځای مروج او عام شوي دي، ځينې وخت مشهوره غلطي باندی بدل شوي دي، د بیلګې په توګه؛ آن د پوهنتونو فارغان مو (یو په دوه) د دوه برابره په مانا کاروی. یو مثال به ووایم. یو مدیر د اختر د ورځې لپاره یو پاکټ چاکلیټ پېرودلي، ملګری یې ورڅخه پوښتنه کوي، بیه یې څو وه، مدیر صاحب ورته وایي: ورکوه یې یو په دوه یې راباندی وپلوره، مخکې شل افغانۍ و، اوس څلوېښت شوی، خو واقعیت دادی چی څلویښت د شلو یو په دوه نه بلکې دوه برابر دی، یو په دوه نیمایي ته ویل کیږي. د مدیر صاحب خبره به هغه مهال سمه وای چې د شلو افغانیو چاکلیت یې لس افغانۍ پېرودلی وای. دا ډول ستونزې شته.
د ادبي مکتب او ادبي سبک په اړه باید ووایو چې ادبي مکتبونه او سبک کله یو د بل مترادف او کله یې په توپیر کاروو.
د ادبیاتو په بحثونو کې موږ د (ادبي مکتب) او (ادبي سبک) کره تعریفونه نه لرو، خو دواړه په یو څه تفکیک کاروو.
په انګلیسی ژبه کې (Literary school) یوه غورځنګ او نهضت، فکري طرز او نظریاتو او د هغو ټولو ځآنګړنو ته ویل کیږي چې د ځانګړې تاریخي دورې، ټولنیزو، سیاسی او کلتوري ورته والي له مخې ادبیاتو کې راڅرګند شوي وي. لکه اتلسمه پېړۍ کې چې کلاسیک مکتب پسې وروسته، رومانییزم مکتب رامنځته شو. دا مکتب بیا د ځپلو ځانګړنو له مخې ریالیزم، سوریالیزم، نانیمیزم، ایگزیستانسیالیزم، پوپولیزم، دادائیزم او ناتورالیسم سره جوت توپیرونه لري. دا مکتبونه یوه ځآنګړې دوره کې یوه هیواد، څو هیوادو یا ټوله نړۍ کې یو وخت او یوه ورځ کې ندي راښکاره شوي، بلکې بېلابېلیو وختونو کې را منځته شوي دي، خو سبک بیا د یو یا څو شاعرانو د لیکنو طرز، په ځانګړي انفرادي ذوق د ادبي صنایعو کارول، فکر او نور خصوصیات دي چې کیدای شي د عین ادبی مکتب لارویان خپل ځانګړی سبک ولري. لکه هندی مکتب کې د بیدل او حمید ماشوخیل د سبکونو توپیر.
تر اوسه پېژندل شوي مکتبونه پرته له کوم پلان او مخکې تر دې چې نوم ورته ټاکل شوی وي، ایجاد شوي دي، چې ان ایجادوونکی یې ورته ځیر نه وي، خو وروسته بیا دود، تعمیم او څېړونکي او کره کتونکو نوم ورباندې ایښودلی دی.
تر اوسه کم شمېر داسې هنرمندان او ادیبان شته چې دومره ځانګړی سبک لري، چې که په اثر یې نوم هم نه وي، یو څوک پوهیږي چې دا اثر د فلان یابستان لیکوال او هنرمند دی. د بیلګې په توګه زموږ د هرات میناتور سبک نړۍ کې ساری نه لري. سره له دې چې ایران او هند او یو څو نورو ځایو کې یې تقلید وشو، خو (د هرات دمیناتور سبک) اوس په همدې نوم پېژندل شوی دی چې مکتب یې رومانتیزم دی. یا د خیام سبک چې د رباعیاتو په ادبی ژانر کې بیخي منفرد او ځانګړی دی.
د ادبي او هنری مکتبونو په هکله یو شمیر هنرمندانو او لیکوالو په عمدي ډول سوریالیزم مکتب پیل کړ او په دې ډول یې ځان د واقعیتونو انعکاس ته ژمن بلل. آڼ دا چې سوسیالیستی سیاسی نظام ریالیستیک مکتب غوره باله، دا ځکه په دې کې یې د ټولنې واقعیتونه موندل، هسې یې (تش خیالات) نه بلل. هنر د هنر لپاره او هنر د ټولنې لپاره آیدیا او شعارونه د همدې توپیرونو له مخې را څرګند شول. اوس چې بېلابېل ادبی مکتبونه پېژندل شوي، نو ادبي اثار هرومرو یوه نه یوه پورې اړه مومي، خو ادبي ژانرونه یا ځېلونه( شعر، لنډه کیسه، رمان، طنز، یونلیک، …) له مکتب او سبک سره توپیر لري.
باید هېره نه کړو چې مکتب او سبک په دې هم یو بل سره توپیر لري چې: یو ځانګړی مکتب خپل ټاکلی اصلي فکر، آیدیا او نوښت لري چې د نوموړي مکتب د بنسټ ایښودونکو له وخته دغه مکتب پورې اړه ولري. هر مکتب خپلواک او له بل مکتب سره توپير لري، خو د دوو یا څو لیکوالو او ادیبانو سبکونه کیدای شي یو بل سره ورته وي او آن یو د بل کاپی او تقلید یې کړی وي. مکتب د وخت او سیاسي، ټولنیزو، اقتصادی او کلتوري شرایطو مولود وي، خو سبک د قریحې، استعداد، فردي ذوق او مطالعې مولود وي. هر مکتب معین وخت کې ټوله نړۍ کې نه دی عام شوی، بلکې ممکن وړاندې وروسته به پېښ شوي وي. د بیلګې په توګه رومانتیزم د اتلسمې پېړۍ وروستیو کی اروپا کې پراخ او عام شو، خو یو شمېر آسیایی هېوادو کې ممکن وروسته او نورو کلونو کی لیدل شوی وي. یو شمېر داسې لیکوال شته چی آثار یې د دوو مکتبونو ځانګړتیاوې لري، لکه د آلماني شاعر ګویته آثار چې هم د کلاسیکې دورې ځانګړتیاوې لري او هم د رمانتیزم تخییُلي، عاطفي او احساسي خواږه لري.
ډېر پخوا بیلابیلو ژبو، بېلابېلو سیمو او هنرونو کې یو مکتب په بل اغیزه نه لرله یا یې په ځنډ او کمه اغیزه وه، خو تر نولسمې پېړۍ وروسته مکتبونو یو په بل اغیز وموند، دا ځکه چې د نشر او خپرولو، ژباړو او کلتوري اړیکو پراخیدو خپل تاثیرات لرل. کله چې لیکوال او بیلابیل ملتونه یو د بل په ژبو پوه شول، د سیاسی، ټولنیزو او اقتصادی علاقمندیو له مخې ادبی مکتبونه هم سره نږدې او واغږل شول. په همدې خاطر د هر هیواد یو ادبی اثر په اسانه پېژنو چې ایا کوم ادبی مکتب پورې اړه لري. ادبي مکتبونه یو ناڅاپی ندي رامنځته شوي، بلکې د خپل مخکني ادبي مکتب دننه زړی او ریښې لري، چې ورو ورو رازرغون او ورڅخه مستقل شوی دی، اما سبک انفرادي او ځینی وخت ناڅاپي رامنځته کیږي. موخه دا چې موږ خپلو بحثونو کې دغو توپیرونو ته چندان پام نه کوو. بیا هم وایو چې موږ دري او پښتو ژبو کې ډېر اصطلاحات کره ندي تعریف کړي.
مسعود: ستاسو په اند ادبي ټوټه، ځېل (ژانر) څنگه پېژندل(تعریف) کېدلای شي؟
دودیال: ادبي ټوټه مُخیله، د ښکلو انځورونو، ادبي کلماتو لرونکې لنډه نثري لیکنه ده، چې یو پیغام لوستونکی ته ولري. ځینې لیکوال یې مستقل ادبي ژانر نه بولي. په افغانستان کې؛ په تېره په پښتو ادب کې له شمسي دیرشمو او څلوېښتمو کلونو تر شپېتمو پورې ځینو لیکوالو ادبي ټوټې لیکلې وې، اوس ډېرې نه ښکاري. ادبی ټوټې لطافت او یو ټولنیز پیغام لري، د بیلګې په توګه د ارواښاد بختاني دا لاندې ادبي ټوټه به ولولو:
“ دوه غاښونه مې وکښل. یوه چې ډېر دردونه یې تېر کړي و، اسانه ووت، خو دا بل په سختی ووت. هغه چا چې ډېر تکلیفونه لیدلي وي، مرګ به یې آسان وي، خو چا چې بې زحمت او بی خواریو ژوند کړی، مرګ به یې سخت وي. “
خو دا لنډه یادونه او دا یو مثال کافی نه دی، باید په دې اړه لږ نوره رڼا هم واچوو:
موږ دوه ډوله هنري نثرونه لرو: داستانی نثر( لنډه کیسه، ناول، منځی داستان، ډرامه…) او غیر کیسه ییز (ادبی لیکونه، ادبي انځور، تکل، ادبي راپورتاژ، ادبي یونلیکونه، طنز، ادبي ځانپېښې او ادبي ټوټه ).
ادبی ټوټه چې په دري ژبه ورته ( پارچه ادبی) وایي، لومړی یونان کې، بیا د فرانسوي لیکوال دي. مونټین (۱۵۳۲- ۱۵۹۲م) له خوا فرانسه کې رامنځ ته شو. خو د یونان هغه لومړنۍ بیلګې یې د ادبي ټوټې اوسني تعریف سره اړخ نه لګوي. د ادبي ښکلا د خوږو احساساتو، ځانګړي کيفيت او د اغیزمن کولو د د ظرفیت او لنډ پیغام رسولو له امله دغه ژانر د پښتو ادبیاتو د معاصرې دورې په دویم پړاو کې مطبوعاتو کې را ښکاره شو؛ که په دقت ووایو ادبی ټوټه د شلمې میلادی پېړۍ په لومړيو کې پښتو ژبې ته راغلې، چې ورو ورو يې وده وکړه. که څه هم په هغه وخت یې په فني او موضوعي لحاظ وده نه وه کړې، د اردو او انګریزي ادب اغېزې پرې وې؛ خو بیا هم لیکوالو کوښښ کړی وو، چې په دغه ادبي ژانر کې پنځونې وکړي؛ په درېیم پړاو کې ادبي ټوټو په فني لحاظ وده وکړه، خو آثار پکې دومره زیات چاپ نه شو. په څلورم پړاو کې دغه ژانر ښه وده وکړه، ډېرو لیکوالو ادبي ټوټې ولیکلې او د آثارو په بڼه چاپ شوې.
دځینو په وینا د ادبي ټوټې لومړنی څرک د سیدراحت زاخيلی، ارواښاد علامه پوهاندعبدالحی حبيبي په آثارو کی ښکاري، چې وروسته نور ليکوالان ورسره هم اشنا شول لکه: الفت، بينوا، قيام الدين خادم، استاد رشاد، موسی شفيق، بختانی خدمتګار، محمد دين ژواک، حبيب الله تږی، سعدالدين شپون، محمدګل نوري، حبيب الله رفیع، سليمان لایق، مجاور احمد زيار او داسې نور. دغه ژانر ادبپوهان داسې راپېژني:
ادبي ټوټه هغه نثري کلام او لیکنه ده چې په ډېرو باريکو، خوندورو او لنډو الفاظو کې یو مطلب څرګندوي، د وينا طرز يې خورا ښکلې هنري بڼه او جوړښت لري. په ادبي ټوټو کې د نورو ادبی نثری فورمونو په پرتله زیاتې تشبې ګانې او استعارې راځي، چې د همدې ځانګړنو په وسېله ليکنې ته يو ځانګړی خوند او رنګ ورکوي ؛ نو ځینې یې منثور شعر بولي. یا هغه نثر چې په جادويي تار پيېل کيږي او په ټولنه اغېز پريباسي او شعري کيفيت ولري. محتوا یې فلسفي، منطقي، عقيدوي، تاريخي، سياسي، ټولنيزې او ارزښتمنې خبرې او پیغامونه کیدای شي.
یو شمېر لیکوال وایي چې په ادبي ټوټو کې عشقي، حماسي، ملي، بزمي، طنزي، او فلسفي مطلبونه داسې خوندور او په زړه پورې ليکل کيږي چې ډېر ژر د لوستوالو په ذهن کې ځای نيسي او په ډېر خوند او ميني يې لولي. ادبي ټوټه کله کله دومره خوږه وي ، چې د يو ښه شعر په څېر خوند او کيفيت لري او له ډېر لوړ ادبي تخیُل نه په کې کار اخيستل شوی وي، چې ښه بېلګه يې د الفت یو څو ادبی ټوټې(لنډ نثرونه) دي.
ادبی ټوټې ته یو ډېر لنډ تعریف داسې شوی دی: هغه شعر چې قافيه او رديف او وزن و نه لري، نو نثر شي، خو هغه نثر چې شعري کيفيت ولري، نو ادبی ټوټه چې ( منثور شعر ) شي، دا هغه لطيف ادب دی چې د ادبی ټوټه ورته وایو.
د ادبي ټوټې اډانه لنډه او تنګه ده، سکالو یې هم واحده وي موضوعات یې هم پرله پسې نه وي؛ خو که له ليکوال سره په ذهن کې ډېرې خبرې وي او غواړي چې خپلو لوستوالو ته يې وکړي، نو ممکن خبرې یې زياتې شي او ادبي ټوټه د کيسې، مقالې، څېړنې او روايت بڼه غوره کړی؛ په دې صورت کې یې خوند، رنګ او اغېز زیانمن کيږي. دا یو هنري نثر دی چې لکه لنډه کیسه، رومان او ناول اوږدې پيښې نه رانغاړي؛ بلکې وړه عاطفي او احساسي پېښه په ډېرو لنډو او خوږو وييو کې را نغاړلي. د ادبي ټوټې ژبه خوږه، رنګينه او په ادبي ښکلاوو(صنايعو) ښکلې شوي او تکل سره لږ ورته والی لري، بلکې تر منځ يې د بېلتون کرښه ډېره نرۍ ؛ خو جوته ده. ادبي ټوټه کې لفاظي او ایماژونه زيات او موضوعات په کې لږ وي؛ خو په تکل کې د ادبي ټوټې په پرتله د الفاظو رنګيني او لفاظي لږه، موضوعات په کې ډېر، خواره واره او کيسه ييزه بڼه لري.
اوس نو دې پایلې ته رسیږو چې : ادبي ټوټه د لنډو نثري ليکنو يو ډول دی چې پکې ليکوال په شاعرانه تعبيرونو او لوړ تخيُل سره زياتره خپل رومانتيک احساسات او عواطف په يو ځانګړي طرز او انداز بيانوي، ادبي ټوټه نه شعر دی، نه کيسه، بلکې د شاعرانه تعبيرونو او رومانتيکي والي له کبله کولای شو هغه شاعرانه نثر وګڼو. په دې ډول ليکنه کې د ليکوال د رواني حالاتو، احساساتو او جذباتو ته ډېر اهميت ور کول کيږي.
زموږ د نامتو لیکوالو ادبي ټوټې د شعر په شان په تشبېهاتو، استعارو او کنايو پسوللي او په مجموع کې ور څخه يو هنري اثر یې رامنځته کړئ، چې لوستونکي راجذب او لوستلو ته یې لېواله کوي. تر اوسه کومې پښتو نشر شوې ادبی ټوټې چې موږ لوستي دي، د عالي احساساتو ستاينه او څرګندونه ده ، زياتره په شاعرانه افکارو او تخيلاتو ولاړې دي، تخيل پکې پر حقيقت او واقعيت برلاسی کيږي، ليکوالو یې د موضوع له مانا او مفهوم څخه د لفظونو ښکلا او ځلا ته ډېره پاملرنه کړئ، په دې ډول ليکنو کې تل لوړ انساني احساسات او جذبات نه وي، کله کله پکې د طبيعي مناظرو د ستاينې موضوع ته ځای ور کول کيږي، کله د ګل او بلبل خبرې هم کوي، کله د شمعې او پتنګ د راز او نياز حالت هم بيانوي، کله د سپوږمۍ، کله د ځړوبي، لوړو غرونو، شنو چمنونو او کله د سيند د مستو څپو په اړه خبرې کوي، کله بيا د موسکا او کله د اوښکو تويولو حالت په الفاظو انځوروي، له دې ټولو څخه ادبي ټوټې رامنځته کوي .
د ادبي ټوټې شکل او محتوا داسې پېژنو:
اول) د شکل له پلوه: هغه لنډ نثري ادبي اثر چې ډېر پاخه او خواږه الفاظ په ډېرو په زړه پورې عباراتو رانغاړي او معمولاً ټولنيز ژور عقيدوي، سياسي او فلسفي افکار پکې نغښتې وي ، ليکوال یې په شاعرانه احساس، جذبه او عواطفو په ډېر مهارت، لوستونکي يا اورېدونکي ته هر څه په داسې په زړه پورې اندازه او خوږو الفاظو کې وړاندې کړي، چې د هغه پر احساس، جذبه او عواطفو هم هغسې ژوره اغېزه کوي چې ليکوال يې غواړي.
دویم د محتوا له پلوه: ټول هغه موضوعات چې د بشر په ژوندانه او چاپېريال پورې په مستقيم او نامستقيم ډول اړه ولري، د ادبي ټوټې موضوع ګرځېدلای شي.
له دې پورته څرګندونو څخه جوتيږي چې ادبي ټوټه يو ځانګړی ادبي ژانر دی، چې له نورو نثري، هنري او ادبي ژانرونو سره په ځينو برخو او ځانګړنو کې لږ و ډېر ورته والی لري، خو له ټولو سره يې د بېلتون کرښه هم جوته او څرګنده ده. ادبي ټوټه محدود چوکاټ او ځانګړی سکښت غواړی، که دا مهارت پام کې ونه نیسو، نو لیکنه به یا مقاله وي، یا تحقیق یا بل څه، حال دا چی ادبی ټوټه باید لوستونکي ته احساس او جذبه په اغېزمنه توګه داسې ور ولېږدوي چې هغه يې له لوستلو پوره خوند واخلي او يوه مطلوبه اغېزه پرې وښندلای شي، نو په دې اساس ادبي ټوټه د ليکوال پوره غور او دقت غواړي.
که په نړېواله کچه وګورو؛ ادبي ټوټه کلاسیک او نیو کلاسیک دور ادب کې نه ښکاري، بلکې په اروپا کې رُمانتيزم يا د رُمانتيک ادبي دور له نظرياتو څخه رامنځته شوې ده. په دغه ډول ادبي ټوټو کې ليکوال په ښکلو الفاظو کې په زړه پورې منظرونه(ایماژونه) وړاندې کوي، زياتره د طبيعت ستاينه کوي او ورسره خبرې کوي، بېلابېلې منظرې او پديدې يې ځانته مخاطب کوي، له هغو سره د زړه خواله کوي يا ورته ګيلې- ګوزارې او شکايتونه کوي، چې دا خصوصیات د رُمانتیزم دي. تاریخی مستند څرک یې د شپاړسمې پېړۍ وروستيو کلونو ته رسيږي او بنسټګر يې فرانسوي «مارانټن» بلل شوی، چې په ۱۵۸۰ م . کال يې د دې ډول ليکنو ټولګه چاپ شوې ده، دا نو هماغه وخت و چې رومانتیزم دود شوی و. وروسته له هغې بيا «جانسون، ایسټيل» او نورو وده او پرمختيا ورکړه، چې له کبله يې دا ادبي ژانر د لويديزو ادبياتو په منځ کې د يو ځانګړي ژانر په توګه پوره عموميت پيدا کړ. په پښتو ادب کې ؛ ادبي ټوټه د يو نوي او معاصر هنري- ادبي نثري ژانر په توګه له لوېديزو ادبياتو څخه د د ژباړې له لارې دود شوې ده. کوزه پښتونخوا کې یې بیلګې د زاخیلي، صنوبر کاکاجي، حمزه شينواري، عبدالخالق خليق، ماسټر عبدالکريم، دوست محمد کامل، ميا احمد شاه، مهدي شاه مهدي، محمد اشرف مفتون، قلندر مومند، رشيد علي دهقان، محمد لطيف وهمي، همېش خليل، مراد شينواری، ربنواز مايل، سليم راز، ايوب صابر، سعدالله جان برق، اجمل خټک او نورو آثارو کې کتلای شو. بره پښتونخوا کې د ادبي ټوټې ليکنې پيلامه د دېرشمو کلونو ته رسيږي (۱۳۳۲ل. څخه وروسته) او بنسټګر يې ارواښاد استاد پوهاند عبدالحی حبيبي ګڼل شوی او منل شوی، چې د لنډې کيسې او ډرامې په څېر د ادبي ټوټو او تکلونو مرغلرې يې هم پېيلې دي، تر ده وروسته بيا نورو ډېرو ليکوالو په دغه ډګر کې خپل قلمي ځواک ازمويلی او د يو ځانګړي ادبي نثري ژانر په توګه يې د روانې هجري لمريزې پېړۍ په درېمه او څلورمه لسيزه کې پوره وده او پرمختګ وکړ چې په هغې کې د ليکوال د علمي او ادبي روزنې لپاره ډېر علمي ادبي فرهنګي مرکز په توګه د پښتو ټولنې شته والی او په درېمه لسيزه کې د ويښ زلميانو د سياسي غورځنګ رامنځته کېدو ډېر ارزښتناک رول ترسره کړی دی. د دغې لومړۍ دورې په ليکوالو کې د الفت، ارواښاد قيام الدين خادم، موسی شفيق او په دوهمه دوره کې د عبدالشکور رشاد، اوراښاد عبدالله بختانی خدمتګار، محمددين ژواک، حبيب الله تږی، سعدالدين شپون، محمد ګل نوري او په نوې درېمه دوره کې د محمد جان فنا، پوهاند ډاکتر مجاور احمد زيار، حبيب الله رفېع، سليمان لايق، عبدالرؤف قتيل خوږياڼی او نورو نومونه د ادبي ټوټو د پياوړو ليکوالو په توګه د يادونې وړ دي، لومړۍ او دوهمې دورې ليکوالو سربېره پر دې چې ډېرې ادبي ټوټې يې د هېواد په بېلابېلو موقتو خپرونو کې وخت پر وخت خپرې شوي دي، د ادبي ټوټو غورچاڼ ځانګړې ټولګې يې هم چاپ شوي دي، چې د هغې له جملې د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت بله ډيوه، نوی سبک او نوی ادب او غوره نثرونه، د قيام الدين خادم نوي ژوندون او خيالي دونيا يادولی شو دا ډول نثری ادب لیکي، تر ننه پورې هم ځینې ځوانان. خو هغه چا چې پښتو ادبي ټوټې د معراج حد ته رسولې دي، ارواښاد الفت او ارواښاد محمد جان فنا دي.
مسعود: موږ پښتو او آن دري ژبو کې ناول لږ لرو، که د ناول او یوه ښه ناول په اړه لنډ مالومات راکړئ.
دویال: ناول د ادب په نړۍ کې یو معاصر ژانر دی، چې په غوره ادبي- داستاني پنځونو او ایجادیاتو کې شمېرل کیږي. ناول ټوله نړۍ کې؛ په تېره اروپا او روسیه کې ډېر لوستل کیږي او هرکال زرګونه ټوکه ناولونه خپریږي. ناولونه یو ډول روایی/روایتي ادبی آثار دي چې کیسه یا داستان یې اوږد او د څو برخو لرونکی وي. د ناول لوستل نه یواځې بهترینه تفریح، د ادبی ذوق خړوبول، له پېښو خبرېدل او د تجربې زیاتېدل دي، بلکې ذهني تمرین او استعداد ته وده ورکول دي، حافظه پیاوړې کوي او له متونو څخه د اخځ ځواک زیاتوي. په ناول کې لیکوال، کرکترونه، چاپېریال او پېښې توصیف او تاریخي او ټولنیزې پېښې او بدلونونه راښيي. ترټولو مهمه دا چې ځوان لوستونکي له مطالعې او کتاب لوستلو سره عادت کوي، ټولنیز شعور اوچتوي او ټولنه د ارتقا لوري او د حقایقو درک ته ځیر کوي. ویل کیږي چې اروپا د ناول له برکته پرمخ ولاړه. ریښتیا ده. همدا اوس هم اروپا او ډېرو نورو پرمختللو هېوادو کې هرکال ناولونه لیکل او خپریږي چې زیات لوستونکي لري.
په دې توګه ناول په بېلابېلو هېوادو کې خلکو، په تېره ځوانانو ته یو ښکلی او د خوښې وړ ادبي ژانر دی. دا چې زموږ ځوانان د مطالعې عادت نه لري او د کتاب د دوه- درې پاڼو په لوستلو ډېر ژر ستومانه کیږي، لامل یې دا دی چې دوی مطالعې سره نه دی روږدي. ناول لوستل ځوانانو ته د مطالعې عادت او روزنه ورکوي. د ارقامو له مخې؛ اوس په نړۍ کې هرکال په میلیونونو د ناول کتابونه بازار ته وځي او پلورل کیږي.
له لویدیز پرته؛ د نړۍ نورو هیوادو کې هم ناول ډیر ګرانښت لري. د بېلګې په توګه؛ عربي ژبه او عربي هیوادو کې د «استاد توفیق الحکیم، نجیب محفوظ، غسان کنفانی، یوسف السباعی او نجلاء العیونی» نالونه. آن داچې عرب او ایران کې ناولونه د خلکو اصلی فرهنګ پېژندل شوی دی. په عربی ژبه ناول له میلاد څخه مخکې دوران ته رسیږي، په همدې خاطر عربي یوه ډېره بشپړه او بډایه ژبه ګڼل کیږي. اسپانوي ژبه د هغې د ناولونو له امله ټوله نړۍ کې وپېژندل شوه. روسان تر هر څه زیات په خپلو ناول لیکوالو ویاړي. پاکستان کې د «نسیم حجازی» ناولونه او هند کې د «رابیندرنات تاگور او آمرتیا پریم»، نوم اخیستلای شو. د “آپریل والا” ناول ټول هند او پاکستان کې د خلکو خوښ دی او ځوانان یې لولي. اوس په دې هېوادو کې هر کال لسګونه عنوانه ناولونه خپریږي او زښت زیات مینه وال لري. تجربو ښودلې ده؛ هغه کسان چې ناول لولي، فکر او نظر یې پراخ، ذکاوت او فرهنګې کچه یې اوچته او ټولنیز توافق کې تکړه وي.
متاسفانه موږ پښتو او دري ژبو کې د نړۍ د نورو ژبو په پرتله لږ شمېر ناول لرو، چې د یو څو لیکوالو نومونه یې دادي: «سپوږمۍ زریاب، امین افغانپور، دکتور اکرم عثمان، س.ا. شپون، اکبرکرګر، نصیراحمد احمدی، ببرک ارغند، غوث خیبری، مصطفی جهاد» اویو څو نور، خو پېښور کې د «راحت زاخیلی» له وخته رانیولې بیا تر «حمزه بابا» او نورو پورې ډېر ناولونه لیکل شوي دي. زموږ بل ګاونډي، ایران کې ناول لیکلو او ژباړلو ته ډېر کار شوی دی. نن ورځ یو هیواد کې د ناولونو د لیکلو او لوستلو کلتور، د دغه هیواد د فرهنګي کچې یو معیار دی. ناولونه معمولاً په بیلابیلو سبکونو او موضوعاتو کې لیکل شوي دي. یعنی ناولونه له موضوعي او شکلي (جولیز او مانیز)پلوه بېلابېل دي: د مینې او عشقی ناولونه، جنایی، علمی تخیُلی، فانتزی او تاریخی. په دې ټولو کې تاریخي ناولونه د افغانانو د پاملرنې وړ دي.
هر ناول لوستونکي ته یو ځانګړی سفر دی، لوستونکی په دې سفر کې له بېلابېلو ځایونو، پېښو او وګړو سره آشنا کیږي. ډېر ځایونه ویني، د خلکو له مینې، کرکې، ګروهې او آند، جامو، خوراکونو، متلونو، خوښیو او غمونو، احساساتو او عقایدو سره، د سیمو له اقلیم، رواجونو، غرونو او کلیو، د پنځ له ښکلاوو او نورو ټولنیزو او طبیعی ښکارندو سره آشنا کیږي. له دې ټولو څخه لوستونکي ته یوه تجربه، یو یادګار، الهام، اغېز او زده کړه په برخه کیږي. دې ډول خلکو ته (جهان دیده) ویل کیږي، کټ مټ لکه په نړۍ کې چې ګرځیدلی وي.
د نورو ادبی ژانرونو(ځېلونو) په پرتله ناول معاصر ادبي ژانر دی چې د بڼې او محتوا له پلوه د اوسنی عصر مولود دی. پښتو ناول لیکنه کې موږ نوې ګام اخلو. دا ځکه چې په دې کې مینه، جنایی پېښې، علمی تخیلی، فانتزې عجیب او غریب حوادث او تاریخی مسایل، له پیچومو اوښتل او آن حماسی بڼه لري. د ښه ناول یوه ځانګړنه دا ده، چې د کيسې له پيله تلوسه ورسره په داسې شدت مله وي، چې لوستونکی دې ته هڅوي، چې تر پايه يې بايد ولولي.
مسعود: تاسو د ادبي مکتبونو په بهیر کې د ادبي ځېلونو(ژانرونو) د بنسټیزو بدلونونو د ودې او پرمختیا په اړه څه اند دئ؟
دودیال: دا سمه ده چې د ټولنو په پرمختګ، د چاپ د وسایلو په اختراع او د کتاب لوستلو او ذوقونو په ودې او تنوع سره ادبي نوي مکتبونه او د لیکوالۍ نوي سبکونه رامنځته شول. په نړۍ کې ترټولو پخوانۍ ادبي نښه د “ګلیکمش” حماسه ده. د دغه ادبی اثر د لیکلو کال له میلاد څخه (۲۷۰۰)کاله مخکې وخت ښودل شوی دی. یونان او لرغوني روم ډېر پخواني ملتونه وو چې د نړۍ د ادبیاتو بنسټ پکې کېښودل شو. د یوناني “هومر” او رومي “ویرجیل” نومونه تر اوسه ژوندي دي. له شعر څخه وروسته لنډه کیسه، ناول او بیا یونلیک او طنز دود شو. د دوی د پرمختیا دلیل دلیکوالو د تجربې زیاتېدل، دهیوادونو ترمنځ د کلتوري مراوداتو پراخیتا، د ژباړې له لارې یو د بل د آثارو لوستل او د آسانتیاوو برابرېدل و.
په عمومی توګه ادبیات د زمان او مکان تابع او د یو هېواد د تمدن د درجې او دود- دستور استازیتوب کوي. کله چې شعر لیکل د پوخوالي پړاو ته ورسیدل، ادبي نثر لیکل او ادبي نثري ژانرونه رواج شول.
مسعود: د هیڅ ادبي مکتب رامنځته کېدنه ناڅاپي او پرته له سریزې نه وي، د هر یوه ډېرې نښې د پخواني پېر په ادبي نښیرونو (اثارو) کې موندل کېدای شي چې د ادبي مکتبونو د پیدایښت، جوړېدنې، بدلون، ودې، پرمختگ او د له منځه تللو لامل گرځي، په دې اړه ستاسو علمي ارزونه څه ده؟
دودیال: نه یواځې ادبی مکتبونه، بلکې اقتصادی نظریات، حقوقي او سیاسي تیوریګانې، دکار وسایل، د ژوند طرز، جامې، دپخلي وسایل او ډېر نور یو ځلي نه دي واقع شوي، بلکې لومړۍ په یوه ساده او ابتدایی بڼه، ورپسې ورو ورو په بدلون، تکامل، اصلاح او پرمختګ سره په نویو بڼو رامنځته او آن اوس هم د تحول، بدلون، تکامل او تغییر په حالت کې دي. د ښکارندو، تخلیقاتو، نظریاتو او تیوریګانو اصلاح شویو او تغییر شویو بڼو کې ابتدایي اوریښه یی نښې له ورایه ښکاري. دبیلګې په توګه: د نن ورځې د معاصرو اقتصادي نظریاتو ریښه او لومړنی مفاهیم د (آدام سیمت) لیکنو او آثارو کې له ورایه ښکاري، د هنر، ښکلا پېژندنې او آن فلسفې اساسات د «اپلاتون او سقراط» وختونو ته ورګرځي، اوسني حقوقي معیارونه د «حامورابي» اصولو کی ریښه لري، د معاصر طب اساسات د «ابن سینا» اثارو کې وینو چې اوس یې تکامل کړی دی، د کار او مزد نظریه لومړی ځل په ساده شکل «ابن خلدون» توضیح کړه، ورسته «کارل مارکس او انګلس» پوره مدلـلــه او آن دهغو دننه یې تضاد وښود چې د کارګري غورځنګو اساسی نظریه شوه، دعناصرو دوراني جدول کې یوڅه بدلونونه راغلي دي، خو اصلی جدول هماغه د«مُندلیف» دی، چی دکلونو کلونو په تېرېدو سره یې بڼه لږ بدله شوه، خو اساسی مسایل، جوړښت، دوران، سمبولونه هماغه دي چي «مندلیف» کلونه مخکې د هغه بنسټ کېښود. ادبیات او ادبي تیوریګانې او مکتبونه هم تصادفي، یو ناڅاپي او یو ځلې او بې سریزې نه دي، بلکې یو بنسټ او اساس څخه پېل او د وخت په تېرېدو متکامل او بشپړ شول، چې ټولو کې د (مبادي) نښې شته. په همدې خاطر دا یو علمي میتود دی چې یوه موضوع کې یو ځل حتماً تاریخي شالید او پس منظر ته کتنه کیږي او بیا یې تکاملي پړاوونه څېړل کیږي.
ادبیاتو او هنر کې په سوریالیزم، ریالیزم او رومانتیک کې د کلاسیم هنر او ادب نښې شته، همدا کلاسیک ادبیات نیوکلاسیک دور ته داخل شول، ورپسې رومانتیزم او بیا دا نور مکتبونه رامنځته شول. ټول یو بل سره اړیکې لري، ورته والی لري، توپیر لري، د ژوند او عمر کلونه یې یو بل سره توپیر مومي او مینه وال او پیروان یې یو بل سره توپیر لري. اما اصلي تومنه، مالګه او خوند هماغه دی چې مبتدیانو ایښی او ټولنې منلی دی. ځینې اساسات کاملاً له منځه تللي، ځینو ښه تکامل او انکشاف وکړ.
یو- دوه مثالونه به سانیس کې هم ووایم: د بیلګې په توګه ( DDT) یو ښه کیمیاوی مرکب و چې حشرات یې له منځه وړل، ان لومړنی جوړوونکی یې وستایل شو، خو څو کاله وروسته ثابته شوه چې دا دومره مضر مایکروایلمنت مرکب دی چې ډېر لږ مقدار او آن محض بوی یې خطرناک تاثیرات لري، یونیم وخت یې تاثیرات آن څوارلس کاله وروسته په اعصابو را څرګندیږي، اوس یې نه یواځې څوک استعمالوي نه، بلکې تولید یې جرم شمېرل کیږي. بل مثال به د څرخ ووایم: څرخ تخنیک کې ډېر لوی تحول راوست. اما اوس موږ کوم نوی شی د څرخ په نوم نه جوړوو، خو استعمال، بڼې او سایزونه یې بدل شوي، تاسو خپل ساعت کې هغه کوچني څرخ د ګاز ایستلو د برمې لوی څرخ سره مقایسه کړئ، ډېر توپیر لري، اما څرخ څرخ دی، هيڅکله به یې رول او اهمیت کم نشي. ادبي تیوریګانو، مکتبونو او سبکونو کې ښکلا، د ښکلا رامنځته کول، ستایل او رنګونه د ادب جوهر دی، خو سبکونو په بېلابیلو بڼو کارولې دي، ادبي
صنعتونو کې تجلا مومي، په هر اثر، جلا مکتب او سبک کی یې خوند، بر داشتونه، احساسی او عاطفی اثرات توپیر مومي.
مسعود: تاسو رومانتیک ادبیات څنګه راپېژنئ؟ د دې ادبیاتو تر ټولو اړینې ځانګړنې او ځانګړتياوې کومې دي؟
دودیال: رومانتیزم (Romanticism) د اتلسمې په وروستیو کې د یوه ادبي، هنري او فکري غورځنګ په تو ګه راڅرګند شو. دا وخت اروپا د عقلانیت او تخنیکي پوهې پوړۍ وهلې. په ادبي او هنري ډګر کې دغه نوی نهصت له ۱۸۰۰م. کال تر ۱۸۵۰م. پورې پوخوالي ته ورسېد او نورې نړۍ ته یې هم غځونې وکړې. د راز راز ښکلاوو ترڅنګ یې د پنځ ستاینه او د طبیعت ښکلا ته هم پام وکړ. په عمومی توګه یې ځانګړنه دا وه چې په انساني احساس او انفرادیت یې ډډه لګوله. دا په حقیقت کی د نوي صنعتي دوران او د فرانسې د صنعتی انقلاب په وړاندې یو غبرګون و. تصویر او تخییُل په رومانتيک ادب کې بنسټیز عناصر دي، ځکه چې د لوستونکي احساس او خیال ته اجازه ورکوي چې غیر حقیقي نړۍ او حالتونو ته ولیږدول شي. دا د دې غوښتنه کوي چې احساسات بیداروي او د متن سره د احساساتي تړاو لامل وګرځي، یعنې رومانتیک اثر لوستل او ورڅخه خوند اخیستل د ذوق او احساس نسبتاً یو اوچته کچه غواړي. په دې لحاظ تخيیُل او تصویر پردازي د جادويي چاپېريال په جوړولو کې مهم رول لوبوي، عجيبه عجيبه کرکټرونه او د نه منلو وړ پلاټ چې د دې ادبي خوځښت ځانګړتيا شمېرل کیږي. رُمانیت او رُمانتیزم د طبیعی مسایلو او ظاهري اشیاوو او ښکارندو په پرتله خیال او د یوې ذهني انځور شوې نړۍ سره سروکار لري، یعنې د عقل په پرتله د احساس او تخییل تله پکې درنه ده. البته عقل یې بې ارزښته نه باله، خو په رومانیت سره یې هستي لا زیاته د پېژندنې وړ بلله. رومانتیک آثارو کې فردیت او د هنرمند شخصي احساس، عواطفو او ولولو غلبه درلوده. په انځور شویو آثارو کې له رموزاتو ډکه او غیر عادي نړۍ انځور کېده. دوی لکه د تصوف او صوفیانه هڅو په شان د کشف او شهود په لټه کې وو. نو له کلاسیک ادب سره یې جوت توپیر وو، بیا د ریالیزم توپیر له رومانتیزم سره همدومره وو.
له دې امله چې رومانتیزم د طبیعت د ښکلا، ساده ګي او پاکی ستایونکی او د صنعت له ککړوونکو اغیزو په ویره کې و، نو حتا ځینو ورته په یو څه افراط سره (د روڼتیا ضد غورځنګ) نوم ورکړ، حال دا چې دا دومره سمه خبره نه وه، بلکې د رومانتیزم له موخو سرسري خبرتیا وه. د روڼتیا د غورځنګ او د رومانتیزم ترمنځ ټوپیر ضرور دی: روڼیتا یو فکری خوځښت و چې له علم، د بشریت د عقلاني نظام د پرمختګ، د تجربي پوهنو اعتبار او منطق باندې متمرکز و، خو رمانتیک افکارو او هنرمندانو د فرهنګ په ډګر کې په ساده ګي، صداقت، آزادي، ښکلا، د احساساتو او عواطفو تلطیف باندې ټينګار وکړ، غوښتل یې چې د انسان روح ازاد، خیال یې تازه، هنر له شور او مینې ډک، مضامین له مانا او تخییُل مالامال وي، چې د دې برخلاف علمی اصول یې وچ کلک او د آزاد خیال ایساروونکی بلل. البته د رمانتیزم بنسټګرو عقلي پلټنه ټوله بې ګټې نه بلله، بلکې په دې ګروهه وو چې عقل یواځې د انسانانو د استعدادونو یوه وړه برخه ده؛ نو ځکه یې د ټولې هستۍ د پېژندنې لپاره شهودي سوچ او د ښکلا خوښونې خیالاتو ته مخ واړاو. دوی داسې انکیرله چې یواځې عقلي تفکر د ټولې هستۍ له تعریف او ستاینې ناتوانه دی، خو د تجربي پوهې پلویانو ویل چې علمیت او په تجربه ثابت شوي حقایق هستي راپېژني.
دا ډول د فکر توپیر تر یو برید پورې د دې لامل شو چې ځینې کسان رُمانتیکان د روڼتیا مخالف وبولي. رومانتیزم د ژبو ودې، د ملی فرهنګ غوړېدا او د سیمو د هویت ځلا هم غوښتله. دوی فرانسه، انګلستان، المان اوایتالیا کی خپلو ملی ادبیاتو او هنر ته لوی خدمتونه وکړل. رمانتیکانو د کلاسیک ادب وچ- کلک(دُګم) اصول هم مات کړل، ادب او هنر ته یې وزرونه ورکړل چې دخیال او ایماژ په وزرونو ازاد الوت وکړي.
د اتلسمې پیړۍ له وروستیو کلونو بیا د نولسمې پېړۍ تر نیمایي پورې رومانتيک ادبيات د احساساتو د لوړولو، د بیلګه ییز مشابهت لټون او د واقعیت څخه د تیښتې ځانګړتیا لري. رمانتیک لیکوالان د تخییُل او تصور له طریقه، له سمبولونو او استعارو څخه یوه ډکه افسانوي نړۍ رامنځته کوي، چې کرکټرونه له پېښو سره په غیر معمولي او خیالی حالتونو کې ښکیل وي. د خیالي سناریوګانو د بیا جوړولو وړتیا لوستونکو ته اجازه ورکوي چې نوي احساسات تجربه کړي او یو بل خوندور حالت کې ډوب شي، د واقعیت او ورځني ژوند څخه لرې حالت.
بله ځانګړنه یې داده چې، په رومانتيک ادب کې تخییُل، منظره پردازی، ولولې پارول او تخلیقی پېښې لوستونکي او لیدونکي ته د فرار او د ده احساساتو ته د پراخه ډګر د ورکولو یو فرصت دی چې له صنعتي ستړي ژوند څخه دمه کوي. رومانس لیکونکي دا وسایل د خپلو خیالونو او تصوراتو، خوبونو او غوښتنو د څرګندولو لپاره کاروي، عجیبه ده چې لوستونکي هم ځان سره دغو خیالاتو کې شریکوي. د خیالي نړۍ او غیر معمولي کرکټرونو د جوړولو له لارې، لیکوالان د داسې ولولو او حس لیږدولو هڅه کوي چې زیاتره وختونه په ورځني واقعیت کې د پام وړ ندي. په دې توګه، رومانتيک ادبيات د انسان د تجربې خورا نږدې او د موضوعي اړخونو سپړلو او شکل ورکولو لپاره یو چینل ګرځي.
په ادبیاتو کې، رومانتيک لیکوالان له منطقي او نیوکلاسیک موضوعاتو څخه لیرې شوي، په استدلال او اخلاقو تمرکز کوي، او د انسان ډیر احساساتي اړخ یې کشف کړی دی. دوی په آزاده توګه د انفرادي احساساتو او روحي غوښتنو په څرګندولو تمرکز وکړ. برسېره پردې، دوی د مافوق الطبيعي طبیعت او ښکلا سره هم وپیژندل، په خپلو داستانونو کې یې د اغیزو په لټه کې شول او په دې ډول اغیز ښندلو بریالي هم شول.
مسعود: د رومانتیکو ادبیاتو تر ټولو مهم او د ځلانده څېرو لیکوال څوک ول او رومانتیزم پرته له ادبیاتو نورو کومو ډګرونو کې را څرګند شو؟
دودیال: که د رومانتیکو ادبیاتو څرک او پیل په دقیق ډول وپلټو، نو۱۷۸۳م. کال کې یې موندلای شو. له دی وخت څخه وروسته بیا تر ۱۸۴۰ او ۱۸۵۰م. پورې د لیکوالۍ برخه کې نامتو څېرې «جین آوستین، ویکتور هوګو او مری شیلی» یادولای شو، نامتو شاعران لکه «جان کیټ، ویلیم بلیک، ساموئل ټیلر، فرانکن اشتاین، کالریج، لارډ بایرن، ویلیام وردزورد، الیکزندر پاپ او پرسیشلی» ول. البته رومانیت یواځې ادبی لیکنو او شعر کې نه، بلکې یو شمیر فلاسفه و او د سیاسی او ټولنیزو مبصرینو لیکنو کې هم راڅرګند شو لکه «هابز، جان لاک او هیګل». په تېره بیا «ژان ژاک روسو» یو رومانتیک متفکر وو. د دغو لیکوالو او شاعرانو نامتو نښېرونه او آثار د “کرکې غرور”، “عقلمندي او احساس”، “دزیره”، “لوټل شوی” او نور نثری آثار دي. نامتو شعرونه یې د بیلګې په توګه “منی ته”، “پاکوالی او پوخوالی” او نور یادولای شو.
له ټولنیزو او ادبی لیکنو او شعر پر ته رومانتیزم په موسیقی کې هم راڅرګند شو چې د «برامس،شوبریت، شوپن، بتهوون، موزارت، ارنست هافمن، شوپن، فلکس منډلسن، رابرت شومان، فرانتسلیست، هکتور بارلیوس، یهان اشتراوز، آنتان بروګنر، او د پ. ا. چایکوفسکی » نومونه یادولای شو. د دوی د میلودیګانو او موسیقی آثار اوس هم شته چې د رومانتیکې موسیقۍ ښکلې بیلګې ګڼل کیږي. رمانتیزم ډرامه او آن فلسفه کې راښکاره شو. رومان د دې دور یوه لاسته راوړنه وه.
مسعود: تاسو د رومانتیزم ښونځی څنګه راپېژنئ، کوم چې فلسفي، هنري او ادبي خوځښت دی، او د (ادبي او اندیزو)مکتبونو ترمنځ ځانګړی ارزښت لري او د (۱۸مې) پیړۍ په روستیو کې انګلستان، آلمان، فرانسه او د اروپا په شمال کې څرګند شو. ښه به وي كه د دې مکتب د تاریخ، آر او بنسټ په اړه خپلې ارزونې راسره شریکې کړئ، چیرته، کله او د چا لخوا جوړ کړای شوی او لمړني بنسټ ایښودونکي یې څوک ول.
دودیال: لږ مخکې مو د تخییُلي او رومانیت لرونکو آثارو، لیکوالو او کال یادونه وکړه، خو بیاهم د صنعت د دوران د یو مکتب په توګه باید ووایو چې: په انگلستان کې یې بنسټ ایښودونکی «ویلیام بلیک W.Blake ) ) په آلمان کې «گویته Goete) )»، له دوی وروسته په فرانسه کې «ویکتور هوگو» Victor M. Hugo) ) او ایتالیا او اسپانیا کې یې یو څو نور وو. رومانیت په خپل وخت کې چټک یون وکړ او وروسته د دغه مکتب انګلیسی شاعرانو «بایرن ،کیټس، شیلي، ورډز ورت، شیرډان، جین اسټن بلیک او کالرج» دغه مکتب پر مخ بوت، روسیه کې «پوشکین ،تولستوی» او آلمان کې «ګویټه» هم ستر رومانوي شاعران ول په فرانسه کې سربیره پر «روسو، شاتو بریان، هوګو او لامارتین» لومړني رومانتیک شاعران ول.په امریکه کې «تهورو میل ول» او تر څه حده «ایمرسن» دغه رنګونه لرل له آره رمانتیسم یو انقلابی غورځنګ او معاصر ادبی- هنري خوځښت و. «شکسپیر، جان لاک، روسو، هیګل او هابز» د صنعتی انقلاب د دورې نامتو څیرې دي. دوی نوی شعارونه او سیاسی او فلسفی افکار رامنځته او ویې روزل، مخکې یاد شویو شاعرانو او نثر لیکونکو او ورپسې «خوان کول» ورته پراختیا ورکړه او د ادب مینه والو وستایل. لومړنی پیل یې له انګلستان څخه وو.
مسعود: تاسو د رومانتیسم مکتب، موخې، اندې، مهمې ځانګړتياوې، آرونه او ليدلوري څه ډول ارزوئ؟
دودیال: رومانتیزم د سطحي او ساده ښکارندو او سرسري ادبیاتو په مقایسه د باطن بغاوت دی، د ښکلا خوښونې او استیتیکی ذوق پالنې دا نظریه وايي چې ښکلا په څیزونو کې نه ده، بلکې د انسان په درک، فهم او حواسو پورې اړه لري، که نړیوال رومانتیک ادب ته وکتل شي داسې کم شاعران به وي چې پورتنیو ځانګړنو سره سم نثرونه او شعرونه یې نه وي لیکلي. د دوی موخه او لیدلوری، تر یوحده خیال ته پنا وړل، د کشف او شهود تلاش، فردیت خوا ته رجوع، عاطفي او له رموزونو ډک ولولیز آثار پنځول و.
مسعود: رومانتيزم د اتلسمې پېړۍ په روستيو کې په انگلستان کې د (ويليام بليک) له اندونو سره، جرمني کې (گویتې) او نولسمه پېړۍ کې فرانسه کې د (ويکتور هوگو) له اندونو سره، بیا په ايټالې او هسپانیې کې خپور، اسکاندنیاوي هېوادو کې یې وده وکړه. كه د دغو علمي-فرهنگي سټو هڅو هاندو، لوړو نښیرونو (اثارو) او لیدلورو په اړه لنډه شننه وکړئ.
دودیال: د اتلسمې پیړۍ پای او د نولسمې پیړۍ پیل انګلستان او اروپا کې د ادبي نښیرونو د پنځولو یو نوی دوران شو. دا دوران د کلاسیک وچ – کلک او کلیشوي ادب او د صنعتي کېدو د بدلونو په وړاندې یو غبرګون و. موخه یې اصلاحي، ازادي غوښتنه، ټولنیز نیاو، ادبي اثر کې د عاطفي او ولولو نوی روح پو کول او د طبیعت خواته بیرته نږدې کیدل و. دا لوی بدلون وروسته د اروپا له رینسانس څخه د پام وړی دی. البته د رومانتیزم د مکتب رامنځته کېدل د رینسانس دوام هم بلل شوی دی. اروپایي بیلابیلو هیوادو کې د رومانتیزم پیل کوونکي او د رومانتیک نښیرونو لیکوال پېژنو، په دې کې یو یې د انګلستان نامتو شاعر، انځورګر او عارف «ویلیام بلیک» و. ویلیام بلیک د انګلستان د اتلسمې پېړۍ ستر شاعر دی چې له «شکسپیر» او زموو افغاني مولانای روم سره یې برابر ګڼلای شو. بلیک یو انساندوست، سوله غوښتونکی او د خپلواکۍ غوښتونکی مفکر و. ده خپل افکار په زړورتیا سره بیان کړې دي. عجیبه ده چې ویلیام بلیک عرفان په حیرانوونکی ډول د اسلامي عرفان، په تېره د مولانابلخی سره ورته والی لري. اثار یې د کلیسا او دربار په ضد و. کلیسا یوه توره او له خرافاتو ډکه دوره په خلکو زغملې وه، دربار د ولسونو وینې تویولې او ځبېښلې او د سره زرو په راټولولو لګیا و. دربار پرته د ښکېلاک او د ولسونو د ویشلو او جنګولو بل کار نه درلود. د انګلیس منفور دربار د یو لوی او خوني شیطان دنده په غاړه اخیستې وه، خو ولیام بلیک د دې ټولو په وړاندې قلم پورته کړ. ده د شرافت او انسانیت غږ اوچت کړ. ویلیام بلیک د شعر او لیکلو ترڅنګ؛ یو لایق انځورګر و. د ده تر ټولو ښکلي اشعار (راهب) او (لمرګلی) دي. ښه به وي چې لږ یې وپېژنو:
ویلیام بلیک د ۱۷۵۷م. کال د نوامبر په اته یوشتمه په لندن کې د یوه جرابو پلرونکي کورکې نړۍ ته سترګې پرانیستې. نوموړی د کورنۍ دریېم اولاد و. خپله یې پرته له ښوونکې او ښوونځي سواد زده کړ او مطالعه یې کوله. د انجیل ترڅنګ یې د جان میلتون آثار، د یونان كلاسیك متون، لاتین متون، د شكسپیر او بن جانسون شعرونه لوستل. په ۱۷۷۱ له یوه حكاك سره شاګرد او په ۱۷۷۹ د یوه تکړه حكاك په توګه یوه كتاب پلورنځي سره کار پیل کړ. په ۱۷۸۴ یې د خپل یو ملګري په مرسته خپل د حكاكي جلا کاروبار پیل کړ او ورسره یې شعرونه لیکل. د ده ټول ژوند لندن کې تېر شو، خو یواځې درې کاله یې له لند بهر مسافري وکړه. د ۱۸۲۷ م. کال په نومبر کې ومړ او د غریبو خلکو هدیره کې چې د «بان هیل» هدیره نومېده خاورو ته وسپارل شو. ده له خیالاتو ډک او د بیوزلو خلکو په اندېښنه کې سرګردان ژوند تیر کړ. د کلیسا په وړاندې یې کلک دریځ غوره کړی و، نو ځکه وروسته تر مړینې تقریباً سل کاله دخلکو هېر وو، دا ځکه چې د کلیسا روحانیونو او کشیشانو او دربار ورسره جوړه نه وه، خو یووخت د ده انځورګري او خپلواکي غوښتونکو اوانساندوستانه اشعارو د خلکو پام راواړاو او د ویلیام بلیک نوم بیرته ژوندی او د خلکو د درناوی وړ وګرځېد. آن دا چې آثار یې جهاني او ټول بشریت ته معرفي شول. د ده آثارو کې تخییل، عاطفه، د مینې ولولې او بیساری نوښت و چې وروسته یې کره کتونکي حیران کړل او بلیک یې د شکسپیر سره برابر لیکوال وباله. نوموړي په هنرمندانه انداز سره خپلو انځورنو کې خپل اشعار او شاعرانه خیالونه ګډ کړي وو. د بیلګې په توګه ده په زنځیرونو د تړل شوي یوه بوډا انځور جوړ کړی چې په لوړ خیال او فکر سره یې ستایلی دی. د ده دا اثر یوه اسطوره وبلل شوه. ده ولسونو ته د زور، ظلم او استبداد په وړاندې د مبارزې پیغام او درس ورکاوه. د ده پیغام او موخه له ورځني ژوند څخه ډېره اوچته وه. بلیک په بیوزلي، قناعت او قناعت سره ژوند وکړ. تصوفي فکر یې د عراقي عرفان سره ورته والی درلود: د انسان کرامت ته درناوی، سوله، خپلواکي، عدالت او مرسته دا ټول دده ارمانونه وو. له ده څخه د اشعارو دیارلس کتابونه پاتې دي.
ولفانګ ف.ګویته د آلمان رمانتیک لیکوال دی. ده د اتلسمې پیړې په پای او په تېره د نولسمې پیړۍ په لومړیو کې شهرت وموند. ده د کلاسیک مکتب څخه په توپیر داسې نښیرونه ولیکل چې آلماني ادبیاتو ته یې نوی رنګ ورکړ. د (ځوان ورتر کړاوونه) هغه نامتو رومان دی چې ولفگانگ فون گویته په ۱۷۷۴م. کې لیکلی دی. په دې خوږ او له عبرتونو او تجربو ډک رومان کې د ژوند د خوږو- تودو سره یو ځای ډېرې نورې ترخې او سړی هم شته، دا تقریباً د یو ژوند لیک بڼه لري. دا د هغه وخت په جرمني کې د رُمانتیزم سبک یوه غوره نمونه وه چې وروسته یې نورو رمانتیستانو؛ په تېره رومان لیکونکو باندې پوره اغیز وکړ. د ګویته په آثارو کې د فاوست ستر نندارلیک او همدا رومان ډېر نامتو دي. المان کې اوس د ګویته په ویاړ د ده په نوم نامتو انستیتیتوت فعال دی. دا ډېر پیاوړی او نامتو انستیتیوت په آلمان او ډېرو نورو هیوادو کې ادبي او کلتوري برخو کې کار کوي.
له ویلیام بلینک او ګویته وروسته، د ویکتور هوګو نوم راځي . هغه تر هرڅه وړاندې د مظلومو او غریبو لیکوال و. نیاو او عدالت یې غوښت، وروسته تر هغه بیا د فرانسې یو سیاستوال، پیاوړی قلموال او د رومانتیزم له لومړنیو مخکښانو څخه شو. شعر، نندارلیکونه، رمانونه او ادبی کره کتنه کې غوره نښېرونه لري. دهغه (بیوزلان) دنړۍ په ډېرو ژبو او له هغې جملی په افغانستان کې په دری د(بینوایان) او په پښتو کې د (بیوزلان) په نوم ژباړل شوي دي. پښتو ژباړه یې عبدالحلیم جان کړې چې دا کتاب خلکو ډېر خوښ کړی او ښه پلورل شوی دی. د بیوزلان لنډه معرفی د ۱۴۰۴ل. کال د تلې میاشت کې د (تاند) ویبسایت هم خپره کړې ده. د شپیتمو کلونو په بهیر کې بیوزلان ډرام څو ځله د افغانستان تلویزیون کې خپور شو. د هوګو ډېر آثار له ډير مخکې د ژوندون مجلې، آواز انیس کې خپاره شوي وو. هوګو داسې نوم دی چې د نړۍ ټولو هیوادو کې پېژندل شوی دی.
مسعود: په فرانسه، انګلستان، جرمني، ایټالیا، هسپانیه او روسیه کې د رومانتیزم د ښونځی ترټولو نوموتي او پېژندل شوي سرلاري او رُمان لیکونکي څوک ول؟ د دغو لیکوالو د لاسته راوړنو او یو یو رومان بیلګه راوپېژنئ.
دودیال: پورتنیو اروپايي هېوادو کې رومان لیکل نولسمه او شلمه پېړۍ کې پرمختګ وکړ او خلکو یې هرکلی وکړ. رمانیت یا د رومانتیزم مکتب په آلمان او انگلستان کې څرګند شو، وروسته بیا د فرانسې له انقلاب سره سم، له فرانسې او اسپانیا څخه ایتالیا ته پراخ شو. د رمانتیزم سبک د کلاسیک دوران ژوند، د ادبیاتو نوي عصر ته واړاو. د لویدیزې نړۍ په ادبیاتو کې بل هیڅ ادبي مکتب د رُمانتیزم په اندازه پراخ نه و، ټوله اروپا یې ونیوله. د رُمانس (Romance) لغات یا نومَونه له محلي او لاتین ژبو مشتق شوي چې په لومړیو وختونو کې شاعرانه بدلون ته وکارول شوه. وروسته بیا رُمانس او رمانتیک له رُمان سره وتړل شو. رومان یې هغه ډول اثارو(نښېرونو) ته ویل چې له عقل وتلي او حیرانوونکي، خیال انگیز او له احساساتو او ولولو ډک وو. وروسته بیا، رمانتیزم طبیعی منظرې وستایلې او خلک یې ساده ژوند ته تشویق کړل. رمانتیسم په حقیقت کې د چاپیریال له ککړتیا، دروند صنعت او ښاري ګڼې- ګوڼې سره جوړ نه و، بلکې د طبیعت له اصلي و فطري حالت څخه خوښ و. د کلاسیک له سختو قوانینو بیزاره و، اخلاق یې ستایل، په طبیعت مهربان و.
د دې دورې او دغه سبک نامتو لیکوال او شاعران په اروپا کې: «ژاک روسو، ویکتور هوگو، جین آستین، مری شلی، والتر اسکات، گویته، فریدریش شیلر، فریدریش هولدرلین، الکساندر پوشکین او آدگار آلن پو»، په ایران کې «فروغ فرخزاد، فریدون مشیری او شهریار» او په افغانستان کې د شعر، ادبی ټوټې او رومان نامتو رومانتیک لیکوال «پژواک، خادم، ناظمي، استاد ګل پاچاالفت، ننګیال، کاوون توفاني، افغانپور، رشاد، رازق فاني، محبوب سنګر» او نور وو. بېرته به ستاسو پوښتنې ته وګرځم او د اروپا د رُمانتیزم د دوران نامتو رومان لیکونکي او د وخت د بچت کولو په خاطر صرف پینځه رومانونه په لنډ ډول د بېلګې په توګه یاد کړو:
۱.د یوهان ولفگانگفون گویته” دځوان ورترکړاوونه” رومان
د ځوان ورتر کړاوونه هغه نامتو رومان دی چې ولفگانگ فون گویته په ۱۷۷۴م. کې لیکلی دی. په دې خوږ او له عبرتونو او تجربو ډک رومان کې د ژوند د خوږو- تودو سره یو ځای ډېرې نورې ترخې او سړی هم شته، دا تقریباً د یو ژوند لیک بڼه لري. دا د رُمانتیزم د سبک یوه غوره نمونه ده چې وروسته یې نورو رمانتیستانو؛ په تېره رومان لیکونکو باندې پوره اغیز وکړ. د ګویته په آثارو کې د فاوست ستر نندارلیک او همدا رومان ډېر نامتو دی. د رومان د کیسې خوږوالی په دې کې دی چې یو ځوان احساساتی هنرمند ( ورتر) خپل ملګري او آشنا (ویلیام ) ته لیکونه استوي، دلیکونو لړۍ دوام مومي او په هر یوه کې ورتر د خپلې ناکامې یو اړخیزې مینې یادونه کوي. رومان ډېر عاشقانه رنګ لري. ځوان ورتر د شارلوت په نوم یوې ښکلې پېغلې باندې مین دی، خو هغه د ده یو ملګري ته واده شوه. د ورتر د مینې په دې کیسه او لیکونو کې له مینې پرته؛ د ژوند بېلابېل اړخونه، د ورتر غمجن حال، د ژوند او مرګ مانا لټول، د نیکمرغي لټون او د ریښتیانې نیکمرغي او مینې اسرار لټول شوي دي.
۲. د میری شرلی “فرانکنشتاین یا نوی پرومته”
پرومته په اصل کې د لرغونو وختونو یو اتل و، چې د لرغوني روم او یونان له وطنو څخه د هغه کیسه تر انګلستان او بیا نوره نړۍ کې مشهوره شوې ده. شرلي د خپل رومان اتل د پرومته تر برید رسولی دی. د“فرانکنشتاین” رومان د انګلستان د نولسمې پېړۍ یو غوره ادبي اثر دی. مری شرلی دغه رومان په ۱۸۱۸م. کې بشپړ کړ، تر یو وخته پورې دچا ورته پام نه و، خو په ۱۸۲۱، یعنې درې کاله وروسته تر بشپړېدو یې د نړۍ پام ځان ته راواړاو. دغه رومان د رومانتیسم ادبي مکتب یو ډېر غوره استازی دی. یو شمېر کره کتونکي وایي چې په حقیقت کې دا د علمي- تخیُلي ادبیاتو یوه ښه بېلګه همدغه رومان دی. د فرانکنشتاین رومان په عامیانه(ولسي) ادب او کلتور ژوره اغیزه وکړه. وروسته تر خپرېدو د یو شمېر ښکلیو،عجیبو او ویروونکو نورو ژانرونو ( داستانونو، فلمونو، نندارلیکونو) او ډرامولامل شو.
د فرانکنشتاین په رومان کې د یو ځوان پوه “ویکتور فرانکنشتاین” کیسه روایت شوی ده چې د یوې علمي تجربې او څېړنې په ترڅ کې یو نوی عجیب الخلقه موجود رامنځته کوي. کیسه داسې پیل کیږي چې په شمالي قطب کې یوه اکتشافی(پلټونکې) بیړۍ اوبو باندې د کنګل په ټوټو یو سړی ویني. سړی یخ وهلی او دمرګ شیبې یې دي. د دې سړي نوم ویکتور فرانکنشتاین دی. کله چې د بیړۍ خلک هغه ژغوري، حالت یې یو څه سمیږی، نو د خپل ژوند داستان د بیړۍ ځوان کپیټان ته بیانوي. ویکتور یو طبیب او کیمیا پوه دی. هغه د ژوند راز کشف کړی او موجوداتو د ژوند ورکولو په راز پوهیږي. هغه د انسان په بڼه یوه هیولا جوړه او ژوندۍ کړې، د خلکو ور څخه ویره وشي او هر څوک ورته حیران شي. هغه د کار په ترڅ کې له خپل لابراتوار څخه تښتي او جوړه کړې هیولا یې هم ورکه شي. دوه کاله وروسته د ویکتور کوچنی ورور په مرموز ډول وژل کیږي، دا وخت هیولا د لومړي ځل پاره ځان ویکتور ته ښکاره کوي او اعتراف کوي چې د ویکتور ورور یې وژلی دی. دا هیولا ډېر نور جنایتونه هم کوي او ډېر ویروونکي کارونه ترسره کولای شي، نو له وکتور څخه هیله کوې چې ده ته یوه جوړه هم رامنځته کړي چې له یوازیتوب خلاص شي، نو په دې سره به خپل جنایتونه ودروي، پرته له هغه له ډیرو خلکو ژوند به واخلي.
۳. د امیلی برونته “توپان دروونکې څوکې (هسک) ”
دا د برونته په قلم لیکل شوی رومان دی چې په دري ژبه د (بلندی های بادگیر) په نوم ژباړل شوی دی. په اروپا کې په ټولو اروپایي ژبو، خصوصاً په انګلیس ژبه څو ځله خپور شو. دا یو عاشقانه رومان دی چې برومته په ۱۹۴۷م. کال خپور کړ. د دې رومان عاشقانه او گوتیک بیان او تصویرونه حیرانوونکي دي. دا د دوو کرکترونو؛ “کاترین” او “هیتکلیف” د مینې داستان دی. د ادبیاتو څېړونکو دا اثر د رومانتیسم د مکتب یوه غوره بېلګه ښودلې ده. په دې غمجن رومان کی هیتکلیف له کاترین سره مینه لري، خو هغه خبره نه ده. دا کیسه ځکه غمجنه ده چې مینه یو اړخیزه ده. هیتکلیف د کاترین ورو ورو سپکوي، په دې سره هیتکلیف له (توپان دروونکوی هسک) څخه اوړي. د رومان حیرانوونکې برخه دا ده چې وروسته بیا نوموړی د یو ډېر پیاوړي او شتمن سړی په توګه بېرته راستنیږي او غواړي خپل کسات واخلي. دغه رومان یو روایت کوونکی نه لري، بلکې څو کسانو دا کیسه روانه کړې ده. دا کتاب په لومړیو کی یو سرسری او یواځې یو عاشقانه او خوږه کیسه ښکاری، خو هنرمند برونته په خپل پیاوړي قلم داستان هر کرکتر له روانی پلوه داسې لوبوي، چې لوستونکی حیرانوي. امیلی برونته په خپل دغه رمان کې ډېر روانی مسایل څېړلي دي. په تېره بیا هغه روحي عوامل چې انسان تاوتریخوالي ته کاږي.
۴. “غرور او تعصب” د جین آستین لیکنه
دغرور او تعصب ښکلی اثر د جین آستین په قلم په ۱۸۱۳م. کې بشپړ او بیا په همدې کال خپور شو. دا د نړۍ یو نامتو کلاسیک او عاشقانه رومان دی. د رومان لومړی کرکتر (مرکزی شخصیت) الیزابت بنت دی. لیکوال په یو پراخ نظر سره د هغه ژوند را اخلي او د الیزابت بنت د شخصیت بیلابیل اړخونه راپېژني. په داستان کی د مرکزي شخصیت د ژوند د لوړو- ژورو ترڅنګ، د هغه ښېګڼې او بدګڼې(دواړه) را سپړي. بنت په دې رومان کې د بدیو قضاوت کول او ورسره د نیکیو توپیر او بیا د سرسري او لنډپارې قضاوت پایلې راښيي. سره لدې چې د غرور او تعصب د رومان کیسه د مینې کیسې ته ورته ده، خو د ننه پکې په ملنډو سره سرسري قضاوتونه رټي او په مسایلو کې ژوره کتنه راښيي. په دې کې د اخلاقیاتو، واده، زده کړو، شتمنۍ او د ژوند د یو شمیر نورو اړخونو ننداره کوو. د کیسې لنډیز یې داسې دی:
ښاغلی بنت پینځه لوڼې لري، خو شتمني یې باید نارینه اولاد ته باید پاتې شي، نو غواړي چې لورګانې یې ښه ودونه ولري. په همدې خاطر د ودونو کیسه پکې ډیره ښکاري. جین آستین په خپل کتاب کې د پیسو او قدرت لپاره ودونه او د مینې له مخې ودونه یو بل سره پرتله کوي.
۵. “بیوزلان” د ویکتور هوگو نامتو رومان
د «بینوایان/ بیوزلان» رومان هغه نښېر دی چې داستاني شخصیتونه یې “ژان والژان” او “کوزت” دي. د دوی انځور د لوستونکي ذهن کی د تل لپاره پاتې کیږی، دا د هوګو د قلم جادوګري ده چې دا ډول اتلان یې پنځولي دي. د ده رومان ځانګړي ادبیات نړۍ ته وروپېژندل چې له عواطفو سره کار لري. ویکتور هوگو، فرانسوي نامتو شاعر او رومان لیکونکی دی، بیوزلان یا بینوایان یې په ۱۸۶۲م. کال خپور شو. دا اثر په نولسمه پېړۍ کې د رومانیزم د ادبی دوران یو ستر اثر دی، هوګو دا اثر په دېرشو کلونو کی بشپړ کړ. دا د ده د اوږدو کلونو د ژوند یوه ثمره ده چې نړیوالو ته یې سوغات کړی دی.
هوگو د رومان په لومړیو د “میری یل” په نوم د کلیسا یو روحانی را پېژني. میری یل مهربان او د پاک زړه خاوند دی چې له بیوزلو سره مرسته کوي. “ژان والژان” چې د خپلې کورنۍ غړوته د یو مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره غلا کوي، پینځه کاله بندي کیږي. ده خوار ډوډۍ پټه کړې ده، چې خپل وږي ماشوم ته یې یوسي. کله چې بندي کیږي، له جیل(زندان) څخه د تېښتې هڅې کوي، په هر ځل هڅې سره یې بند اوږدیږي او آخر یې نولس کاله زندان کې وځي. کله چې ژان والژان له جېل(زندان) څخه وځي، لازیاتو بدمرغیو سره مخ کیږي. تر ډېرو لوږو، کړاوونو او سختیو دکلیسا د روحانی کورته پنا وروړي. کله چې هلته اسقف ته کیسه کوی، دا وخت د “کوزت” له مور “فانتین” سره پېژندګلوي پیدا کوي. کوزت یوه یتمیه نجلۍ ده چې له بدې ورځې د “تنادریه” کورنۍ ته سپارل شوی، خو هلته یې ژوند ډېر تریخ دی، ژان والژان پرېکړه کوي چې دغه یتیمه(کوزت) له هغوی څخه بېرته د هغې مور ته ورورسوي. کیسه ډېره غمجنه او څو برخو کې دوام لري.
ویکتور په ادبیاتو کې د رومانتیزم د سبک یو لوی او نامتو مخکښ و، د ده نوم یواځې د ده د داستانی آثارو له امله ندی، بلکې ده ډېر عالی اشعار او د انځورګري آثار هم لرل. د ده له دغو آثارو څخه د موسیقۍ او سینمایي آثارو پنځولو کی کار اخیستل شوی دی.
مسعود: د پېژاندو مشرانو، ادیبانو او لیکوالو شتون لکه: ګویته، ویکتور هوګو، شاتوبریان، لامارتین، ژرژساند، ویلیام بلیک، پوشکین، والتر اسکات، وردزورت، شیلر، لردبایرون، لرمانتوف او نور… د رومانتیسم په مکتب کې ځانګړی ځای لري. که د پیرزوینې له مخې د دغو مشرانو د ادبي، فرهنګي، فلسفي او هنري هلوځلو او نوموتو نښیرونو(اثارو) په اړه لنډ مالومات راکړئ.
دودیال: پرته له شک چې ویلیام بلینک(انګلستان)، ولفانګ ګویته(المان)، هوګو(فرانسه)، پوشکین(روسیه) کې د رمانتیزم مخکښان وو، همدارنګه شاتوبریان، لامارتین، ژرژساند، والتر اسکات، وردزورت، شیلر، لردبایرون او لرمانتوف د اتلمسې، نولسمې او د شلمې پیړۍ تر پیل د نړۍ په کچه نامتو رومانتیک لیکوالان وو. دوی د رمانتیزم د مکتب په پیاوړتیا او پېژندنه کې بنسټیز رول درلود. د دوی د هر یو په اړه به جلا جلا خبرې وکړو، خو په مجموع کې باید د رومانتزم مکتب د ادب په ویړ بڼ کی یو ښکلی د ګلابو بوټی وبولو چې د کلتور، ادب او هنر ښکلي بڼ ته یې نوی رنګ ورکړ. د رومانتیزم یو نامتو او حقدار بنسټگر فرانسو رینه شاتوبریان دی. د ده نوم ځکه یادوو چې وروسته یې په نورو لیکوالو ژور اغیز وکړ. نوموړی یواځې د ادب د ډګر نامتو نه و، بلکې دفرانسې سیاست او دیپلوماسۍ کې یې هم ستر کارونه کړې دي. هغه د ۱۷۶۸ م. کال د سپتمبر میاشت کې د فرانسی د سنت مالو په ښار کې نړۍ ته راغلی و، په ځوانۍ کې یې لیکوالۍ کې درمانتیزم د مکتب بنسټ کېښود، نو ځکه ورته دفرانسې د رمانتیزم پلار وایي. نوموړي فلسفي، دیني او تاریخي نثر له شاعرانه خیال او فکر سره ګډ کړل. شاتوبریان په یوه اشرافي او محافظهکار کورنۍ کې را لوی شو، خو ده د نوي او خپلواک ژوند هیله لرله، ادبیات، تاریخ، کلاسیک متون او فلسفه یې ولوستل. سره له دې چې لومړۍ یې نظامی دنده لرله، خو لوړو او آرماني خیالاتو هغه د رومانتیسم د مکتب مخکښ کړ. وروسته بیا ویکتور هوگو او آلفونس دو لامارتین او نور د ده په لار روان شول او د فرانسې ادبی مکتب پوخوالي ته هسک شو. د هوګو په شان لوړ شخصیتونه د شاتوبریان شاګردان بللای شو. شاتو بریان د ځانګړي فلسفي اند په رڼا کې په احساسي او عاطفي او نوې طریقه د فرانسې ادب وپسوله. ده طبیعت ته د الهي او معنوي عنصر په توګه کتل او د رومانتیزم یو مهم رکن یې باله. شاتوبریان په ۱۷۹۱ م. کې امریکا ته سفر وکړ، هلته یې د امریکې وحشي طبیعت او بومیان(د اتازوني اصلي اوسیدنکي)ولیدل او ورسره آشنا شو. دا سفر د ده د تجربو یوه برخه او د(آتلا) د مینې داستان ته یوه سوژه شوه. ده په ښکلي طرز د طبیعت ښکلا په آتیلا/ اتلا کې په مُخیله بڼه انځور کړه. کله چې له امریکا څخه بیرته فرانسې ته راستون شو، فرانسه د انقلاب په درشل کې وه، ده د اشرافو برخلاف، د انقلاب پلوي وکړه، خو د سلطنت غوښتونکو غورځنګ ناکامي او شاتوبریان انگلستان ته تبعید شو، هلته یې د مذهب، سیاست او اخلاقو په اړه نوي نظریات او تجربې ترلاسه او نوې څېړنې یې وکړې، د جان میلتون او شکسپیر اثار یې هم ولوستل او د انګلیسي ادب اغیز لاندې راغی. کله چې له انګلستان څخه بیرته فرانسې ته راستون شو، نو په جدي ډول یې خپل وخت او پام لیکوالي ته واړاو. (آتلا) او ( رېنه) د مینې دوه داستانونه یې همدا وخت ولیکل چې د رومانیزم د نوي مکتب تر ټولو غوره بیللګې دي. کله چی د ناپیلیون دوره پای ته ورسیده او سلطنت طلبان بریالي شول، شاتوبریان ته نوې دیپلوماتیکې او سیاسي دندې وسپارل شوې. آن دا چې دلسم شارل پر مهال د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر شو. له سیاسی او لویو مهمو دندو سره سره یې ځان لیکوالۍ کې بوخت ساتلی و او له لیکلو سره یې مینه وه او په نویو نښیرونو کې یې خپل ټولنیز ارمان ولسونو ته ورساوه. نوموړی یو ژمن لیکوال و. دا وخت یې(له قبر ورهاخوا خاطرات) ادبي کتاب چې فلسفي رنګ لري، ولیک چې لوستونکي یې په لوستلو حیران کېدل. په دغه نښیر کې ده د خپل وخت عجیب ټولنیز او تاریخي مسایل په تحلیلي بڼه بیان کړل. فرانسورېنه د. شاتوبرېان په ۱۸۴۸ م. وکړ، نوم یې د یو ستر لیکوال، سیاستوال او لوی ټولنیز شخص په توګه د تل لپاره د فرانسې تاریخ او ادب کې ثبت دی.
قدرمن مسعود صاحب. دپورته نومونو په لړ کې مو د لامارتین نوم هم یاد کړی دی. دا یې موقع ده چې یوڅه دده په تړاو هم خبرې وکړو:
لامارتین هم فرانسوی رومانتیست لیکوال و، بشپړ نوم یې الفونز ماري لويي دپرات دو لامارتین و، چې په لنډیز سره په لامارتین پېژندل کیږی. زموږ د پوهنتونو د ژبې او ادب د پوهنځیو د نړیوال ادب درسي موادو کې یې نو او څه ناڅه نښیرونه یاد شوي دي. له نیکه مرغه دغو وروستیو کې افغانستان کې د(نړیوال ادبیات) په نوم دوه کتابونه خپاره شول، چې په دواړو کی دلامارتین ژوند او اثار شته. نوموړی د اکتبر میاشت کې په ۱۷۹۰م. کې د فرانسې مارکُن سیمه کې یوه اشرافي کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او په ۱۸۶۹م. فبروري کې په پاریس کې ومړ. د فرانسې د نولسمې پیړۍ شاعر، لیکوال او سیاستوال و. شل کلن و چې ایتالیا ته ولاړ. هلته له «گرازیلا» سره آشنا شو، دا نو وروسته د ده په ډېرو شعرونو او ادبی نښیرونو کې د یو ښکلي او له خاطراتو ډک نوم په توګه یاد شوی دی.
د ده لومړنی کتاب( شاعرانه او مذهبي فکرونه) و چې په ۱۸۲۰م. کې یې لیکلی دی. دا وخت لامارتین دېرش کلن و. وروسته یې په ۱۸۲۳م. کې( نوي افکار) کتاب خپور کړ. په ۱۸۳۰ کې یې (همغږي)، بیا یې ( دیوې پرښتې سقوط) او (ژوسلین) ولیکل. د ژوسلن په نوم شعرونه یې په ۱۸۳۷م. کی خپور شو. وروستی شعري جونګ یې( منتخبات ۱۸۳۹م.) نومیږي. د ده یو ښکلی شعر د سیند ترعنوان لاندې خپور شوی چې نړیوال نوم یې ګټلی دی.
لامارتین په۱۸۲۰ م. کې یوې شتمنې انگلیسی میرمن( ماریالیزا بریچ ) سره واده وکړ چې تر ده مشره وه. په ۱۸۲۳م. کې ناپل ښار کې د فرانسی دسفارت منشی شو. د ۱۸۴۸م. کال له انقلاب وروسته لامارتین دفرانسې د موقت دولت غړی او په ۱۸۴۶ م. کې ولسمشرۍ ته ونومول شو، خو پوره رایې یې ونه ګټلې، د درېیم ناپلیون په وړاندې پاتې راغی، وروسته تر دې سیاسي ناکامي یې ټول پام ادب ته واړاو. دا وخت له بیوزلي سره مخامخ شو، نو د ژوند د تېرولو لپاره د حق الزحمې په خاطر (لاپلاس) او نورو ورځپاڼو ته لیکنې کولې، تر څو چې د ۱۸۶۹ م. کال د فبروري میاشت کې د اویا کلونو په عمر په بیوزلۍ کې ومړ. سره له دې چې ډېر ښه رمانونه یې لیکلي، خو د(سیند) په شان غوره شعرونو د شاعر په توګه مشهور کړ. نور آثار یې : شاعرانه سندرې، د ژرندونانو تایرخ، د سقراط مړینه، عقلي حکومت، د یوې پرښتې سقوط، د اسکندر کبیر ژوند، د میکلانژ ژوند، دخیځ نامتو کسان، د روسیې تاریخ، او یو څو نور دي.
د ولتر په اړه باید وویل شي چې هغه یو نړیواله څېره ده. هغه لیکوال او فیلسوف او یو ټولنیز مبارز و، چې د خپلو آثارو په وسیله یې د اروپا په رڼا کولو کې اوچت اغیز درلود. هغه په زړورتیا او ځانګړي طنز سره مذهبي تعصبات او سیاسي استبداد ورټل او د( فلسفي لیکونه) د کتاب په خپرولو سره یې د فردي اواجتماعي آزادي او علمي پرمختګونو دفاع وکړه. دهغه لیکنې د طنز او انتقاد یوه ګډوله وه چې هغه وخت ډېرې موثرې وې. د هغه په لیکنو کې ژور تحلیل او د کره کولو قوت لیدل کیږي. د ده (فلسفي لیکونه) د روڼتیا او ویښتابه د دوران یو غوره کتاب و. یو څه موده یې انګلستان کې ژوند وکړ چې هلته یې علمي، فکري او سیاسي آزادي ، حقوقي نظام، د فرانسې په پرتله غوره حکومتولي او نسبتاً ښه ټولنیز شرایط ولیدل، نو له هغو څخه په الهام یې فرانسې ته خپل پیغامونه راوړل. په دې توګه د ولتر نوم هم د یو روماتیست او هم د ټولیز سمونپال په توګه د درناوي وړ دی.
په پورته توګه د پورتنیو مشرانو لیکوالو او د رومانیزم د مکتب مخکښانو نومونه د اروپا په فکری آزادۍ، له قید او استبداد څخه د خلاصون او د ادبیاتو د غوړېدو برخه کې نه هیریږي، آن دا چې د دوی آثارو له اروپا بهر نوره نړۍ هم را ویښه او د پرمختګ لار یې ورته پرانیستله.
مسعود: (ویکتور هوګو) د فرانسې نامتو شاعر، کیسه لیکونکی، ننداره لیکونکی او د رومانتیزم سرغندوی وو، هغه خپلو پلَوَیزو (( همکارو ملگرو)) سره د هغه لارښونو په پلي کولو کې چې مخکې یې په خپله مجله کې کښلي وو، رومانتیزم د هنر او شخصیت د ازادۍ د ښونځي په توګه راپېژندلی ؤ. تاسو د نوموړي د لید توگي او باورونو په اړه څنگه انگېرئ؟
دودیال: وکتور هوګو نه یواځې ادب او لیکوالي کې نوښتګر و، بلکې د فرانسې سیاست، طبقاتي ټولنه او د زیارکښو- بیوزلو خلکو په ژوند کې د غوره بدلون پلوی او د دې لارې مخکښ و. هغه څه چې د ده نښېرونو او د ده په سیاسي فعالیت کې یې وینو، هغه نوښت، ښکلا خوښونه، ژور ټولنیز خیالات، ولسی روایتونو او فلکوریک ادب څخه تومنه، د عدالت لپاره مبارزه او د بیوزلو ژوند ته پاملرنه ده. په تېره بیا ده دا مسایل په رُمان او رومانتیک مکتب سره ډېر ښه انځور او خلک یې ورڅخه اغیزمن کړل. پخوانې مقید او وچ کلک، دُګم کلاسیک ادبي مکتب د ده آزاد او له نوښت ډک افکار او پیغامونه ولسونو او چارواکو ته نشول رسولای نو ځکه یې رومانتیزم ته مخه کړه. ده نه یواځې دا چې خپله یې رومانتیک اثار وکښل، بلکې نورو لیکوالو ته یې هم وویل چې باید طبیعت ته ورستانه شو، باید د خلکو هیلې په عاطفي ژبه بیان او د مبارزې او ازادي غوښتلو لپاره ولولې راوپاروو، باید د انسان عواطف تلطیف کړو، باید انساني کرامت وستایو. دا ټول د رُمانتیزم ژمنه وه چې ده نور لیکوال هم د هغو پیژندلو او رعایت ته ځیر کړل. ده خپلو ملګرو لیکوالو ته خپلو مقالو کې ولیکل چې رُمانتیک مکتب د انسان او د هغه د روح د خپلواکۍ مکتب دی.
رمانتیزم داسې مکتب دی چې په تخییُل، ایماژونو او فردیت ډډه لګوي، احساسات او عواطف بیانوي، د طبیعیت ښکلا او مینه ستایي، خپلواکي، فردي ازادي خپل لومړیتوب بولي او د انسان خوشحالي غواړي. له اقتصادي پلوه رفاه او د ښکیلاک خلاف دی، د چاپیریال ساتنه په هغه بڼه غواړي کوم چی خلقت کې هست شوی دی. په مستبدو چارواکو نیوکه کوي او نیاو او فرحت یې موخه ده. هوګو همدا غوښتل، خپلو دوستانو او نورو لیکوالو ته یې د همدې موخو سپارښتنه کوله او خپله په همدې سکالو بوخت او ترنورو مخکې و. کله چې د رومانتیزم د ادبی مکتب په هکله بحث کیږي، د هوګو نوم به هېر نه شي، بلکې لومړی به یادیږي.
مسعود: (ویکتور هوګو) د خپلې نوموتې ډرامې او نندارې “کرامول” په اړه یوه ډېره اړینه او ارزښتناکه سریزه کښلې وه چې د رومانتیسم د مکتب تگلوری او کړنلاره بلل کیږي. له دې پېژندنې سره د رومانتیسم مکتب د یو خپلواک ښونځي په توګه پیل کیږي. د نوموړي دا سریزه او د ده همېشنی شهکار “بېوزلان” یا «بینوایان» چې پر(١٨٦٢)زېږدیز کال کې خپور شو، د پیړۍ یو له سترو ناولونو څخه شمیرل کیږي، همدا لامل وو چې د رومانیسم د مکتب د سرلاري په توګه ومنل شو. كه د دې سريزې او د ”بېوزلانو” د تاریخي رومان د منځپانګې، سکالو، مضمون، هنري او ادبي ارزښت په اړه یو څه مالومات ورکړئ.
دودیال: موافق یم، د کرامول نندارلیک لپاره لیکل شوې سریزه په حقیقت کې د نوي ادبی مکتب(رومانتیزم) یو (مانیفست) او د آزادي غوښتلو الهام بلل کیدای شي. کرامول د هوګو یو تخلیقی اثر وُ، خو د دې اثر لپاره د ده سریزه یوه داسې مفکوره او نظریه وه چې اروپا او ټولې نړۍ ته یې رومانیت معرفي کړ. عامو خلکو د ده دغه تخلیقی نندارلیک وکوت او ورڅخه اغېزمن شول، خو ادیبانو او هنرمندانو له دغې سریزې څخه ډېر څه زده او ورڅخه اغیزمن شول. د ده نور آثار” هغه کس چې خاندي”، “بېوزلان”، ” د محکوم وروستۍ ورځ” او ” د سمندر کارکوونکي.” دي چې په دې سره یې په پرېکنده ډول له کلاسیک او نیو کلاسیک څخه خپله لاره جلا کړه، ګڼ شمېر ځوان پلویان یې وموندل چې د ده د شاګردانو او ملګرو حیثیت یې درلود. بېنوایان یا بیوزلان د احساساتو پیاوړی بیان لري. په سلګونو ځله فرانسه کې او تر دې هم زیات په نوره نړۍ کې وښودل شو. افغانستان کی هم د تلویزیوني تیاتر په توګه نندارې ته وړاندې شو. د استبداد او اختناق پای د هوګو د دغو آثارو له برکته ګڼلای شو.
د رُمانیت د دور یو بل نامتو چې تاسو یې په اړه پوښتنه کړی آلمانی ګویته دی. دلته به د ده ژوند او آثار او ورسره په ضمني ډول د شیلر پېژندنه هم ولولو:
د ګویته بشپړ نوم(یوهان ولفګانګ ګویته) و. نوموړي په ۱۷۴۹ م. کال د اګست په ۲۷ مه د آلمان د (فرانکفورت) په ښارکې نړۍ ته سترګې وغړولې او د ۱۸۴۹ ز کال د مارچ په ۲۲ مه یې (ویمار) کې له نړۍ سترګې پټې کړې .ګویته د نړۍ یو ستر متفکر شخصیت و، سره له دې چې هغه یو با احساسه شاعر و، بلکې د نړۍ د سترو سیاستمدارانو، فیلسوفانو او پوهانو له ډلې څخه هم شمېرل کېږي. د هنر او فکر له ټولو ډولونو سره یې آشنایي لرله، که څه هم د ادبیاتو څانګه یې په اکاډمیکه بڼه نه وه لوستې، خو د ژورې مطالعې له برکته یې ډېر شاهکارونه را پاتې دي، چې نه یوازې د آلمان په ټولو ادبیاتو یې سیوری غوړولی، بلکې د یوه زرین تاج په څېر په اروپایي ادبیاتو باندې ځلېږ .
ګویته خپله د ماشومتوب دوره خپلې کورنۍ سره فرانکفورت کې تېره کړه او خپلې لومړنۍ زده کړې یې له خپلو خصوصي ښوونکو څخه پای ته ورسولې . هغوی ده ته یوناني، لاتین، ایټالیایي، انګلیسي، د ختیځې اروپا د یهودانو ژبې او دغه راز نقشه ایستل او موسیقي ور زده کړل .په ۱۷۵۹ م. کې یې فرانسوي ژبه هغه مهال زده کړه، چې د ( پنځلسم لویي ) پوځیانو د اووه کلونو جګړو په لړ کې یې د فرانکفورت ښار اشغال کړی و. په ۱۷۶۵ م. کال د پلار په غوښتنه د حقوقو د زده کړې په موخه ( لایپزیک ) ته ولاړ او په هغه ښار کې درې کاله پاتې شو. هلته یې د یوې مینې تجربه هم وکړه، دا مینه د ده د شعرونو الهام وګرځېده. د ځوانۍ په کلونو کې چې د لایپزیک په ښار کې اوسېد، روحاً آرامه نه و او ډېر وخت به یې د ادبیاتو او فلسفې په مطالعه تېراوه، له دې هر څه سره یې د حقوقو زده کړې پای ته ورسولې او د یوې مودې له پاره یې په کېمیا، اسکلېټ پېژندنه او ودانیزو یا ساختماني اینجنرۍ په برخو کې کار وکړ او په هغو ټولو یې ځان پوه کړ.
په ۱۷۶۸ م. په داسې حال کې چې ناروغ و، بېرته فرانکفورت، ته را وګرځېد او د خپلې مور له عادت سره سم یې، مذهبي غونډو او د عبادت ځایونو ته تګ را تګ درلود. کله یې چې ناروغي ښه شوه، د حقوقو په څانګه کې د خپلو زده کړو د بشپړولو په موخه «سترازتبورګ» ته ولاړ او د ۱۷۷۱ م. د اګست په میاشت کې یې په بریالیتوب سره خپل د لیسانس سند تر لاسه کړ . په سترازتبورګ کې د اوسېدو په مهال د وزیر په لور مین شو؛ دې مینې د ګویته په حساس روح باندې ډېره سخته اغېزه وکړه، خو دا مینه کامیابه نه وه او له دغې نجلۍ سره یې واده ونه شو . فرانکفورت ته تر راستنېدو وروسته د آلماني فیلسوف ( هاردر) په هڅونه او تشویق یې تیاتر او ډرام ته نندارلیکونه پیل کړل. په کال ۱۷۷۴ م. کې یء دا نمایشنامې خپرې شوې. د ۱۷۷۲ م. کال له مې څخه د سپټمبر میاشتې پورې د (وتزلار ) په ښار کې د اوسېدلو او هلته د یوې قضایي دندې د اخیستلو په مهال، په هغه ښار کې د (شارلوټ بوف ) په نامه له یوې نجلۍ سره آشنا شو، چې زړه یې پرې بایلود او په بېسارې ښکلا یې مین شو، مګر دا نجلۍ د ( کنسټر) مېرمن وه، کوم چې د ده ملګری و، له همدې امله ګویته دې مینې ته هیله من نه و، خو د دې مینې د الهام او اغېز محصول د (ورتر) په نامه یو بل شاهکار و، چې په کال ۱۷۷۴ کې خپور شو. ګویته فرانکفورت څخه تر راګرځېدو وروسته، ډېرې ښکلې او په زړه پورې نمایشنامې ولیکلې، لکه : ( پرومته ) په ۱۷۷۲ م. کې، (کلاویګو ) په ۱۷۷۴ م. کې او (استیلا ) په ۱۷۷۶ م. کال. دغه وروستۍ یې د یوې ښکلې فرانکفورتۍ نجلۍ په یاد ولیکله .
له ۱۷۷۵م. وروسته د ګویته د ژوند په مسیر کې بدلون را منځته شو، د (ویمار) ستر مشر «کارل اوګوست» هغه خپل دربارته ور وغوښت او د مشاور په توګه وټاکل شو. دا وخت یې له سیاسي او اقتصادي چارو سره مینه پیدا شوه او د دې ترڅنګ یې خپلې علمې څېړنې او ادبې مطالعې هم کولې، خو د ادبیاتو او آثارو د لیکلو له پاره یې ډېر کم وخت درلوده. نوموړی د یوې مودې له پاره د ویمار د دربار وزیر شو.
له دې وروسته یې ایتالیا ته سفر وکړ. دا سفر د ګویته په افکارو کې یوه نوې مرحله شمېرل کېږي، په هغو آثارو کې کوم چې په ایټالیا کې یې لیکلي وو، د ایټالیایي دود- دستور یا ایټالیایی ژبې څرک پکې نه تر سترګو کېده، بلکې لا هم المانی وو.
ګویته په ۱۷۹۲ او ۱۷۹۳ کلونو کې له فرانسې سره د پروس په جګړو کې برخه واخیسته او شل کاله وروسته یې د دې جګړو په اړه خاطرې ولیکلې. په ۱۷۹۴ م. کې د المان له یوه بل ستر شاعر ( شېلر ) سره آشنا شو چې د ده په ژوند باندې د یوې نوې رڼا د پرېوتو لامل شوه او ګویته د شېلر په همکارۍ او مرسته په ۱۷۹۶ م. کال کې د (یګزنیا ) په نامه د خپلو شعرونو یوه ټولګه خپره کړه. له دې وروسته یې(د ویلیام مسټر د کار زده کړې کلونه) په نامه یو ناول ولیک، په ۱۷۹۷ م. کې یې د «هرمان او دوروته» په نامه یوه منظومه خپره کړه، چې دې منظومي د هغه شهرت ډېرې لوړ کړ، د دې منظومې له خپرېدو وروسته، په همدې کال د ویمار سیمه ییز مشر له هغه څخه د هغه ټول لقبونه او شهرت واخیستل او ګویته د ویمار د تیاتر د مدیریت په چارو بوخت شو او د دې ترڅنګ یې د ځمکې پېژندنې او ګیاه پېژندنې په برخو کې خپلې مطالعې پیل کړې او په دې اړه یې څو مقالې او رسالې ولیکلې. په کال ۱۸۰۵ م. د ده ملګری شاعر (شېلر) ومړ او ګویته هم په سخته ناروغۍ اخته شو، نږدې و له دنیا سترګې پټې کړي، دې ناروغۍ ګویته ډېر کمزوری کړ.
په ۱۸۰۸ ز کال د (فاوسټ ) لومړۍ برخه خپره شوه، چې په هغې کې د فرانسوي امپراطور ناپیلیون بنا پارت په ویاړ په (ارفوست) کې د هغه د کالیزې جشن جوړ شوی و، چې ګویته پکې ګډون وکړ. په هغه ښار کې له ناپیلیون سره د نوموړي خبرې اترې ډېر مشهورې دي. ګویته د ناپیلیون له خوا په یوه ویاړلي رسمي نښان ونازول شو. د ګویته د عمر وروستي کلونه د فاوسټ په نامه د ده د ستر شاهکار په بشپړېدو سره تېر شول او د دې اثر دویمه برخه یې په کال ۱۷۳۳ م. کې (له مړینې څخه یې څو ورځې مخکې) بشپړه کړه.
مسعود: په حماسه کې (غورځنگ) په رومان کې (مینه) مهم ځای لري. همداسې په رومان کې د «حقیقت ښودلو» ته زیات ارزښت ورکول کېږي او رومان باید ګټورې اخلاقي پایلې ولري. تاسو په دې اړه څه لید لرئ؟
دودیال: سره له دې چې هر هنري او ادبي ژانر بیلابیل محتویات لري، خو بیا هم ځینې ادبي ژانرو یو څه خاص موضوعات را اخلي، د بيلګې په توګه غزل د شعر هغه صنف دی چې د عشق مسایل بیانوي، آن د نوم په هکله یې ویل کیږي چې غزل یعنی ښځو سره خبرې (غنایي شعر یې هم بولي). پښتو اکثره غزلیات د بزم او مینې محتوا لري، مګر موږ حماسي، تربیتي، عرفاني او نور اشعار هم لرو، پښټو حماسي لنډۍ هم لري لکه: که په میوند کې شهید نه شو- خدایږو لالیه بی ننګی ته دې ساتینه. او سلګونه نورې.
ولسی ادب مو هم د مینې او هم حماسي برخې لري او لنډې کیسې هم همداسې: تاریخي لنډې کیسې او د مینې کیسې هم لرو، موسیقي هم همداسې. ځینې نور بیا ډرام، فلم او نور آثار په کمیډ، تراژید، طنزیه، ساینسي… اونورو ویشي.
رابه شو پوښتنې ته:
حماسه یوه هغه ډېره مهمه زړوره، مُدبرانه او له سرښندنو ډکه مبارزه، بشري یا ملي پېښه او د یو وګړي، هېواد، لښکر، لارښود یا ملي مشرانو یا بل چا کارنامې، ملي غورځنګونه او اتلولوۍ دي چې د نورو د ژوند، عزت، حق، آزادي او نورو مادي یا معنوي شتمتي لپاره یې ترسره کړي وي، یا د هېوادنیو ګټو لپاره د قرباني ډګر ته مېړانه دانګلي وي او دا ډول قرباني د خپلې ځاتګړتیا له مخې بېسارې وي. لکه د ملالې حماسه چې د هېواد د استقلال د ساتتنې لپاره یې میوند کې وښودله او تر اوسه دا حماسه د نویو نسلونو په یاد او زموږ ډېرو اثارو کې خوندي ده، یا د وزیر اکبرخان او بی بی مهرو او نور مثالونه.
حماسې ته پښتو کې ویاړنه وایي. حماسي آثارو کې اتلان، پهلوانان او د جګړو سرداران او د هغوی زړورتیا ستایل کیږي. حماسي اثار که شعر دی، که داستان او که فلم او موسیقی؛ ټول د ملت ویاړونه دي او ټولو ته ګران وي. د فردوسي شهنامه زموږ یوه حماسه ده ، یا کک او زرینه او هغې کې د وطن، خاورې او ملي شتمنیو دساتنې لپاره اتلواله مبارزه یو حماسي اثر دی، یا د امیر کروړ دا شعر چې:
زه یم ….په دې نړۍ له ما اتل نشته
بل په زابل نشته
وطن عشق تو افتخارم، وطن در رهت جان نثارم … یا
دا وطن ودان وطن دا د لوی افغان وطن
دا د ننګیالو وطن .. سندرې زموږ حماسي موسیقۍ کې نوم او محبوبیت لري. د آرش کمانګیر نکل د اریانا د ټاټوبي یو لرغونی حماسي نکل دی.
حماسي ادب پښتو کې ډېر زیات لرغونتوب لري، آن دا چې دغو حماسي ادبیاتو کې ځانګړي سُچه او خالص ولسي لغات وو چې ښکلي، موزون، آهنګین او نګه وو، یعنې ژبه یې د ولس ژبه وه. له بده مرغه د پښتو د حماسي ادب ډېره برخه بېلابېلو دورو کې د ښکیلاکګرو او شاتګپالو په لاس له منځه تللي دي او دا هڅې اوس(همدا نن) هم روانې دي، خو زموږ د حماسي ادب، موسیقي، کیسو او نورو آثارو موجوده برخه هم کافي ده چې خپل ډېر ملي اتلان او ډېرې حماسي پېښې او غورځنګونه له هېرېدو وساتو. زموږ یو شمیر حماسي غورځنګونه طبیعي حماسې دي لکه د یرغلګلرو په وړاندې ټینګار او سرښندنې. په دې کې د ټول ملت غورځنګ یادیږي. یو شمېر حماسې مو عرفاني دي لکه د پیرروښان د غورځنګ ټول مکتوب شوي نښېرونه. د پهولوانۍ حماسې هم لرو لکه د خان ګل پهلواني، د رستم پهلواني او نور مثالونه.
حماسه ملي رنګ لري چې د یو ملت شریک ویاړ ګڼل کیږي، ځکه چې اړوند غورځنګ د ملت د خیر، ازادي، د ملی نوامیسو د ننګې، عامه ګټو او ابرو او پت لپاره وي، نو ځکه حماسه کې غورځنګ اصلي ځاي لري او ستایل کیږي.
مینه د نفرت، بد نیتي، تاوتریخوالی ضد صفت دی. مینه له وطن سره ، مینه له ښکلا او ښایست سره، مینه د طبیعت منظرو او ښکارندو سره، مینه له عقېدې او مقدساتو سره ( چې دا مینه عرفان کې مجازي نه، بلکې حقیقي بلل شوې ده) په دې توګه مینه هم یو پراخ بحث دی. اکثریت رومانونه او رومانتیک ادبیات د مینې منځپانګه لري. آن دا چې رُمانتیک صفت یعنې هغه څه چې خامخا عشقي بیان ولري. د مینې او عاشقانه ادبیات هغه دي چې په هغو کې ښکلي، خواږه او د رغبت او محبت احساسات، شور او هیجانات بیان شوي وي. په دې ډول ادبیاتو کې بیلتون او فراق غندل کیږي، استعاره، تشبه، تجانس او نور ادبي صنایع پکې له ورایه ښکاري. زموږ ولسي ادب( فولکلور) کې د مومن خان او شرینو، شهو او دلی، طالب او ګل بشرې، آدم او دُرخانۍ د مینې داستانونه دي، عربو کې یې مثال یوسف- زلیخا او لیلی – مجنون، اروپا کې یې مثال رومیو- ژولت، دري ادب کې یې مثال ملا محمد جان یا د بلخي رابعی او نور داستانونه دی. په رومانو کې هم مینه ګورو چې د رومانتیکو اثارو بیلګو کې په نورو پوښتنو کې یې بیلګې راغلي دي. د چنګیز ایتماتوب (جمیله) یې یو مثال دی، نو ځکه وایو چی رُمان کې مینه مهم ځای لري. او که وروستۍ خبره وکړو، نو وبه وایو چې ټول پښتو ادب(لرغونی، فولکلور او معاصر ادب) مو حماسي او د مینې ادبیات دي. دغو ادبیاتو ته موږ حماسي او غنایي ادب وایو.
مسعود: ستاسو په اند، ولې کلاسیکو لیکوالو رومان لیکنو ته دومره لېوالتیا نه لرله، بلکې له تراژیدیو او حماسو سره یې زیاته مینه لرله؟ خو د رومانتيکو ليکوالو لپاره، شعر تر ټولو ارزښتناک ادبي ځای درلود او کره کتونکو او ادبي سترو لیکوالو، رومان ليکنو ته زياته پاملرنه کړې ده.
دودیال: د وخت او زمان په بدلون او د نوي دوران له تقاضا سره سم ادبي ژانرونه (جلا جلا فورمونه او ځېلونه) رامنځته کېدل منطقي خبره ده. رومان د نوي او صنعتي دوران ادبي ژانر دی. آن دا چې یوه ځانګړي ادبي ژانر کې نوې بڼې او ژور بدلونونه راغلي دي، لکه په شعر کې وګورئ: آزاد شعر له غزل او قصیدې سره څومره توپیر لري. نوی شعر یا سپین شعر د قافیې او ردیف زاړه زنځیرونه مات کړل، خو خیال، ښُکلا، تصویر، ریتم او شعریت پکې شته. نو د کلاسیک دور او د رومان دور هم همدومره توپیر لري.
کلاسیک دور(اوولسمه میلادي پېړۍ) د سرواژانو او اشرافو د قدرت وخت و، دوی واحد مرکزي نظامونه لرل، بزګرانو او مزدور باندې یې تحکُم ډېر کلک او ظالمانه و. هغه وخت د خان او اشرافو اوامرو څخه اطاعت حتمي و، طبقاتي یا پاټکیز ژوند او توپیر جوت و، ټولنه کې یې د شتمن، خان او اشرافو او خواریکښو بیوزلو توپیر او د مراتبو یوه طبقاتي سلسله وه، خو د صنعت په ایجاد او د فرانسې له صنعتي انقلاب څخه وروسته کارګرې طبقی وده ومونده، کارګران د بزګرانو او کلیوالي مزدورانو په پرتله متحد او د لوړ شعور لرونکي وو. اقتصاد، ټولنیزې اړیکې، لیکل کیدونکي آثارو او په مجموع کې ټولنیز ذهنیت بدل شو، اشراف له زوال سره مخ شول، بورژوازي ټینګه، یو څه فردي آزادي رامنځته او د هنرمند د شخصي احساساتو د ابراز موقع برابره شوه. همدا وخت د رومان دوران پیل شو. له اوولسمې پیړۍ تر نولسمې اوږد مزل ووهل شو. د اشرافو او (اصیل زادگانو) ارزښت کم شو، اعتبار یې له لاسه ورکړ، ورو ورو د استبدادي- طبقاتی ټولنې اخلاقي فساد، عیاشي، لهو- لعب لغو او کامل انحطاط سره مخ شول. البته بورژوازي کې هم د ټولنې پراخه پرګنې له اقتصادي ستونزو، بېعدالتي او درنو کارونو سره مخ او د نوي دوران ته رسېدلې لوړې طبقې فشار لاندې وې، د لوړې طبقې اقتصادي او ټولنیز امتیازات اوچت و، خو بیا هم د اتلسمې پېړۍ په پیل کېدو سره تر اوولسمې پیړۍ حالات ښه شول. دا وخت پانګه را ټوله او د نقدو پیسو رول مبادله کې زیات شو. همدا د بورژوازي نظام د پیل نښې وې. په دې سره د ژوند لګښتونه لوړ شول، تجدد راغی، نوښتونه ولیدل شول، د اصلاحاتو او سمون لپاره فکرونه وغوړېدل. په داسې وخت او دومره بدلونو سره ادبیات نوي شول او کلاسیک دور پای ته نږدې شو. دا بدلونونه انګلستان، فرانسه، روسیې، المان او اسپانیا کې له نورو مخکې راڅرګند شول. د اوولسمې پېړۍ په له منځه تلو سره احساس په عقل لوړتیا ومونده. آن د فابریکو خاوندانو درک کړه چې صنعتي کارګر د ماشین پرزه نده، بلکې احساس او عاطفه لري. لنډه دا چې د رومان دور له کلاسیک دوران او د روم او یونان ادب سره ډېر توپیر وموند. هم د شکل او بڼې له پلوه هم د منځپانګې او محتوا له پلوه ادبیاتو بدلون وموند. نور نو دُګم او وچ قوانین نه و، بلکه نوښتونه څرګند شول. د عقل د واکمنۍ ترڅنګ، صمیمیت، احساس او تخییُل هم موقع ومونده، عقل نور هم پوخ او ورسره یو ځای عواطف ویښ او ونازول شول د بیان زوړ طرز هم نوی شو. دا وخت د رومان په رامنځته کېدو د اوولسمې پېړۍ ستوماني له منځه ولاړه، تازه ګي راغله، نو د (رومان او رُمانیت)نوم بېمورده نه و.
له کلاسیک دور څخه په را اوښتلو دغه بدلونونه راغلل:
- کلاسیک لیکوال کمال، نصیحت او اطاعت کول تبیلغ کول، خو رمانتیک عصر کی ښکلا وځلېده، خیال وغوړېد، ناوړه او ناولي کاورنه یې زړور وغندل، د پراخه ولسونو غمونه یې په نوي طرز بیان کړل.
- رومانتیک لیکوال د ازادۍ او مبارزې په فکر کې وو، نو د کلاسیکانو وچ کلک چوکاټونه یې مات کړل،
- کلاسیکانو د عقل تجویز کاو، عوامو ته یې پرهیز او عاجزي تلقینوله، رومانیت احساس وتخناوُ، عاطفه یی راویښه او د خیال افق یې پراخه کړ،
- رومانیت نویو آثارو کې د ګواښ او وعظ پر ځای موسیقیت او خوږوالی راوست، د قید زنځیرونه یې وشلول ازادي یې راوسته.
- دکلاسیک ادب بیان او جوله بربنډه، واضحه او پرېکنده وه، خو د رومانیت ژبه پسته، آهنګینه، له رنګارنګ غونچو ډکه او انعطاف پذیره وه.
- د شعر تر څنګ هنری نثر پراختیا ومونده.
- د لرغونی روم او یونان آثار د کلاسیک دور وشمیرل شول، ورسره یوځای د رنسانس دور، د ولسونو شفاهي ادب او نویو کیسو ته مخ واړاو او له هغو څخه یې هم الهام اخیست.
مسعود: په رومانتيک پېر کې (رومان) د نورو ادبي نښیرونو(اثارو) په پرتله ځانګړی ارزښت ترلاسه کړ، نوموتو رومانتيکو ليکوالو د تاريخي رومانونو په پنځولو کې اړینه برخه درلوده. ستاسو په اند کوم دک و دلیل د دې لامل شو، چې رومانتيکو لیکوالو (رومان) لیکلو ته پاملرنه وکړه؟
دودیال: نولسمه پیړۍ بیخي نوی دوران و. د انسان طبیعي او روحي ځانګرنه ده چې تجدد او نوښت خوښوي، دا تجدد او بدلون په هرڅه کې غواړي او هرکلی یې کوي. له نولسمې پیړۍ مخکې دوران د ستوماني دور و، حال دا چې رفاه، هوساینه او آزادي د انسان غوښتنه ده، په تېره متجدد او نوښتپال فکرونه دې ته چمتو شول چې ادبیاتو کې نوی ځېل یعنی رومان رامنځته او ګړندۍ وده وکړي. رومان ته ډېر پراخ ښه راغلاست وویل شو. داسې اټکل وشو چې د دې ادبي ځېل(ژانر) عمر به اوږد وي او وار په وار به یې لمن نوره هم ډکه او رنګینه شي او همداسې وشول. دا وخت د شعر ترڅنګ نثر ښه وده ومونده.
مسعود: (۱۹مه) پېړۍ چې د (رومان) پېړۍ په نامه هم یادېږي، د ادبیاتو او د رومانتیسم مکتب سترو لیکوالو لکه: بالزاک، فلوبر، دوما، داستایوفسکي او تولستوی د رومانونو په لیکلو کې اړینه برخه لرلې ده. په ټوله کې رومان په اروپا کې د بریا لوړو پوړیو ته رسېږي. مهرباني به مو وي که د دغو سترو لیکوالو د ادبي-فرهنګي نوموتو رومانونو په اړه لنډ مالومات راکړئ.
دودیال: نولسمه پېړۍ د رمان او رمانتیک ادب دور دی، ادبي ښکلی نثر دود شو او دا وخت رومانیت او رومانتیزم د اروپایي ادبیاتو يو نامتو او ولسونو ته ګران مکتب شو. د ادب د تاریخ لیکوالو او ګڼو کره کتونکو په باور د رُمانیت پیل او ریښه د «ژان ژاک روسو» هغه انقلابي بلنه وه چې منځپانګه او پیغام یې “ بیرته د طبیعت غېږې ته ورځو” و. په دې جملې سره روسو د عقل او فکر موضوع یوې خواته کړه، ادب ته یې احساس او ولولې دننه کړې. لکه د تصوف او صوفیانو په شان یې زړه د عقل په پرتله غوره باله ( احساس، عواطف او عقل)،له دې نه رومانوي ادب پیل شو. البته «روسو» د ټولنپوهنې برخه کې زیات کار کړی، خو کوم نوی پیغام چې لیکوالو ته ورساؤ، هغه ډېر اوچت ارزښت لري.
نه هیر وو چې یو څو نومونه لکه: «بالزاک، ژان ژاک روسو، فلوبر، الکزاندردوما، داستایوفسکي او تولستوی» د دې دور مخکښان وو او د رومانونو په لیکلو کې یې برخه لرلې ده. د دغو نومونو ترڅنګ؛ د فلسفې تاریخ لیکونکي «روسو» فیلسوف بولي، خو تر دې هم اوچت هغه د یو انقلاب استازی بولي. د فرانسې په انقلاب،د «کانټ» پر فلسفه او د «ګویټه» په شاعرۍ د «روسو» اغیزې ډیرې جوتې وې. رومانویت یو بشپړ بغاوت و، د طبیعت بغاوت و د علم په وړاندې، د احساس بغاوت و د فکر په وړاندې، د ذهنیت بغاوت و د عینیت په وړاندې، د یوازیتوب بغاوت و د ټولنې په وړاندې د تصوراتو بغاوت و د حقیقت په وړاندې، د افسانو او اسطورو بغاوت و د تاریخ پر وړاندې،د نسوانیت بغاوت و د نارینتوب په وړاندې، د فرد بغاوت و د ریاست خلاف، د ځانګړي خدايي احساس بغاوت و د مذهب په وړاندې لنډه دا چې دا د اوولسمې او آن د اتلسمې میلادي پېړۍ په وړاندې د نولمسې پېړۍ او نوي عصر بغاوت و چې پورتني نامتو ادیبان یې استازي وو.
مسعود: «استاندال، فلوبر او پوشکین» د نولسمې پیړۍ له لویو او نامتو لیکوالو څخه دي، چې تاریخي رومانونه یې پنځولې دي. كه د نوموړو په ادبي او فرهنگي اغیزمنو نښیرونو(اثارو) او رومانونو یې یو څه رڼا واچوئ.
دودیال: «پوشکین» ( Pushkin) روسي ، «استاندال»(Stendhal) او «فلوبر» ( G. Flauber) د نولسمې پېړۍ فرانسوي لیکوالان دي. استاندال په کال ۱۷۳۳ م. نړی ته سترګې پرانیستې او په ۱۸۴۲م. کې ومړ، لیکنې یې تر ډیره په ریالیزم مکتب پورې، د استاندال نامتو زمانونه «زما د یاربوتون(معبد)، «سوراو تور» دي. اوسني بوخت صنعتی دوران او د رواني فشارونو شرایطو کې د ده د آثارو مینه والی زیات شوي دي ، دا ځکه چې ده په دې رومانونو کې رواني ژور تحلیل کړی دی. ده د خپلو رومانونو دکرکترونو رواني حالت انځور او کړه وړه ، د پېښو په وړاندې غبرګون، فکر کول او نور حرکات او سکنات یې د یو سایکالوجیست په توګه انځوروي. ده د انځورګري د تاریخ په اړه هم په ۱۹۱۷م. کې یو کتاب خپور کړی و. په لومړیو کې یې یو شمیر ادبي آثار د (لوییس الکساندر بومبت او آناستازیوس) په نومونو هم خپاره شوي دي، په وروستیو کې په استاندال مشهور شو. ویل کیږي، مستعار نمونه به یې د خپلو دوستانو نومونه وو، چې هغوی به د ده له دې کار سره موافق وو او شمېر تر سلو لورې رسېد! ځینې دا نومونه یې یواځې یو ځل او ځینې یې څو ځله کارولي دي، دوستانو ته به یې لیکونه هم په نورو نومونو وو. د ده د نامتو آثارو نومونه دا دي: د ناپلئون د دربار په اړه څو خاطرې، آرمانس، مینه ( دداستانونو ټولګه)، سور او تور، زما دیار بودتون، د کاسترو راهبه او ځینی نور.
پوشکین ډېر زبردست روسي لیکوال و، اصلاً د روسیې دادب بنسټګر او د روسي ژبې پالونکی پوشکین دی. د ده بشپړ ژوند لیک او آثار بله پوښتنه کې په تفصیل سره راغلي دي. د پوشکین آثار د رمانتیزم او بیا په آخر کې د ریالیزم مکتب ته اووښتي دي ( چې په ضمن کې د روسیې د کلاسیک نښې هم لري). نوموړي د ولس شفاهي ادب، پخوانیو کیسو، د عامو خلکو ورځینو اصطلاحاتو او تاریخي نکلونو ته ډېر پام وکړ او له هغو څخه یې زده کړه وکړه، نو ځکه د یو ځانګړي سبک لرونکی لیکوال و، آثار یې هم بله پوښتنه کې یاد شوي دي.
اما فلوبر؛
گوستاو فولوبر(Gustave Fluber) د نوولسمې پېړۍ فرانسوي لیکوال دی. د ژوندکلونه یې د ۱۸۲۱ او ۱۸۸۰م. ترمنځ دي. د ده د لیکوالي دوران هغه وخت سره برابر و چې اروپا کې رمانتیزم پوره خپور او معمول ادبي مکتب شوی و. سره له دې چې ده حقوق ولوستل،خو ادب سره یې مینه زیاته وه. په لویدیزو ادبیاتو کې د ده لیکنه تر ټولو زیاته واقعیت پالونکې وه، ده هم لکه د استاندال په شان داسې رمانونه لیکلي، چې رواني تحلیل لري. ورسته بیا “ ګی دوموپاسان”، “امیل زولا” او “الفونس دودا” د ده له لیکنو الهام اخیستی دی. د ده ډېر نامتو رُمان “مادام بواری” او د “احساساتو روزنه” و چې په ۱۸۵۷م. کې یې بشپړ او تر اوسه نړیوال شهرت لري. فلوبر ته لوستونکي ځکه حیران او هیښ پاتې شي، چې ده د ژوند او پېښو جزئیاتو ته دومره پام کړی دی چې هیڅ پېښه او د هغې دلیل او مدلول، د کرکترونو فردي ځانګړنې، د ټولنیزو اړیکو څرنکوالی او نور ورڅخه سرسري پاتې نه دي. آثار یې ادبي ښکلا لري، کلمات یې ډېر په دقت او پرځای غوره کړي دي او بیا یې لیکلي دي. لنډه دا چې سر ترپایه یې لیکنه دقت او ذره بین لاندې ده، آن داسې ویل کیږي، چې ده زیاتره یو مخ لیکنه د څو اونیو په ترڅ کې لیکلې ده(!)، له همدې امله یې ټول ادبي ژوند کې د نورو لیکوالو په پرتله آثار د شمېر له پلوه بیخي کم دي. یو همدا (مادام بواری) یې په ډېرو حسابېدای شي. ده به خپله لیکنه یو- دوه ځله په اوچت غږ ځان سره لوستله چې د کلماتو وزن، تلفظ، سجع او بیا ټوله غونډله(جمله) و سنجوي او وآزمايي. مخکې تر دې چې مادام بواری ولیکي له یوې شاعرې( لوئیزکولت) سره یې په ۱۸۴۶م. کال مینه پیدا شوه، دوی دواړو اته کاله یو بل ته ډېر لیکونه ولېږل، راولېږل، خو د دوی واده ونه شو، د اولاد د لرلو مینه واله هم نه و، نو ځکه فلوبر څخه کوم اولاد نه دی پاتې.
نامتو فرانسوي کره کتوني په ټوله فرانسه کې له ۱۸۳۰ څخه تر ۱۸۵۰م. پورې یواځنی او تر نورو اوچت لیکوال بولي . دغه کره کتونکی وایي: فلوبر(مادام بواری) فرانسې او فرانسوي ادب ته د یوه ( ناب سوغات) په توګه پرېښود. «راقم الحروف مادام بواری» په دري ژبه د پوهنتون د زده کړو په مهال لوستی و، تر اوسه مې هېر نه دی(!). هغه وخت د دغه کتاب دري ژباړه د پارک زرنګار دغاړې یو نیم کتاب پلرونکي سره موندل کېده، پوهنتون نږدې (بکاولي کتاب پلورنځی) د یوې اونۍ لپاره پنځه افغانۍ لوستونکیو په کرایه ورکاو. ډېر رومانونه همداسې په کرایه خلکو لوستل. د ماکسیم ګورکي او نورو داستانونه او رومانونه د یوې هفتې لپاره دوه افغانۍ کرایه ورکلو کېدل. د مطالعې سره د مینې دوران و. اروپایی لیکوال کابل کې روڼاندو پېژندل او آثار یې لوستل، راډیو کې هم ادبی برنامو کی معرفي کېدل. په تېره په د مادام بواري رومان کې مرکزي کرکتر (فریدریک) په پیاوړي قلم انځور شوی، ځینې کره کتونکي وایی چې په دغه رومان کې د فریدریک ژوند د لیکوال ژوند سره ورته دی، لکه فلوبر چې فوښتي وي خپل ژوند تمثیل کړي(؟!). امیل زولا فلوبر د نوي رمان بنسټګر بولي. د احساساتو روزنه کې هم د ده د شخصی ژوند او د هغو پېښو نښې شته چې نوموړی ورسره مخامخ شوی و. د فیلسوف (سپینوزا) افکار یې خوښ او تر یو بریده مذهبی سړی و. ده هم لکه د پوشکین په شان له خیتزو هېوادونو او د ختیز خلکو له ژوند سره آشنایي لرله، خو فلوبر د پوشکین په پرتله نوي عصر کې ژوند کاوه او دا وخت یو څو آسایي او افریقایي هیوادونه د فرانسویانو د ښکېلاک منګولو کې وو. فلوبر هم مصر، فلسطین او نږدې ختیز ته سفرونه کړي وو.
اوس مو چې مادام بواری او د دغه رومان مرکزی کرکتر ډېر یاد کړ، غوره به وي چې په دی رومان لږ نوره رڼا هم واچوو، هیله ده ځوانو لیکوالو ته په زړه پورې وي:
د مادام بواری کتاب د شارل بواري د ژوند په کیسه پیل کیږي، ماشومتوب، ځواني، واده او نورې پېښې یې په منډه منډه د لوستونکي له مخې تیریږي. دغه شارل بواری یو ساده او لټ غوندې طبیب دی، کوم لوړ توقعات، ارمانونه او هوسونه نه لري، فقط یو ساده ژوند لري. کله یې چې لومړنۍ مېرمن مړه شي، نو د هغې له خښولو وروسته کورته راځي د خپل میز تر شا کیني او ژورو سوچونو کې ډوب شي سره له دې چې مېرمن یې تر ده یو څه مشره وه او ډېر د (لیلا- مجنون) په شان مینه یې یو بل سره نه لرله، خو بیا هم د هغې میړنې خواشینی کړ. شارل بواري څه موده مخکې د بابارونو ماته شوې پښه باندې درمل ایښي و، ورته راځي ورسره کیني. هغه هم کونډ و او شارل سره غمشریکی او خواخوږي څرګندوي. بله ورځ شارل د بابارونو لور(آما) سره مخامخ کیږي، دا آشنایي د دوی دواړو د واده لامل کیږي. شارل بواري د بابارونو زوم شو. واده او د آما چلند په فلوبر اغېز کوي او خپل رومان کې هغې ته د(بواري) رول سپاري. له آما سره یې ژوند بد نه و، خو بیا هم فلوبر ځان نیکمرغه نه باله.
په دې توګه فلوبر یو له کشمکش او د نیکمرغي، ښادي او په زړه پورې ژوند د معما ډوله کیسې په کښلو دمادام بواري کتاب بشپړوي.
مسعود: الکساندر ډوما (۱۸۷۱-۱۸۰۲) چې د فرانسې د رمانتیزم یو مخکښ او د فرانسې د تاریخي رومانونو لوی استاد دی، تر شلو ډېر رومانونه یې لیکلي دي. د رمانونو څو بېلګې رااخلم «درې وسله وال »، « د مارگو ملکه ۱۸۴۱»، « د ملکې هار ۱۸۴۹» او نور…
ستاسو لیدلوری د دغه ستر لیکوال د ادبي نښیرونو(اثارو) او نامتو رومانونو په اړه څه دی؟
دودیال: پرته له شک؛ الکساندر دوما(Alexandre Douma) د فرانسې د نولسمې پېړۍ زبردست او نامتو لیکوال و. نوموړی په ۶۸ کلنۍ په ۱۸۰۲م. کې مړ شو، خو دومره ادبي کار یې وکړ چې ممکن بل لیکوال یې سلو کلونو کې ونشي کولای. د ده زیاتره آثار داستانونه او نندارلیکونه دي، خو یو شمېر مقالې یې هم خپرې شوې وې او ژورنالیست هم و. ده ته د فرانسې خلکو د ګرانښت له امله (د پاریس سلطان) لقب ورکړی و.
ممکن د دې مرکې لوستونکی به غواړي د السکاندر د داستانو په اړه یو څه ولولي، خو د ده د لیکل شویو داستانو او ډرامو په اندازه د ده ژوند هم عجیبې پېښې او لوړې- ژورې لرلې، نو ژوند لیک به یې ډېر لنډ ولولو:
الکساندردوما پاریس ته نږدې یوه ښکلې کلیوالي سیمه کې یې د ماشومتوب دوران تېرکړ، له نیکونو څخه یې یو رګ افریقایی و، یعنی فرانسوی- افریقایی نژاده و. نیکونه یې فرانسوي ښکېلاکګرو د مرئیانو په توګه له افریقا څخه فرانسې ته راوستي وو. پلار یې د ناپلیون د لښکر جنرال و، یو وخت پوځ کې ناکام وبلل شو او مقاماتو له دندې لرې کړ، نو ځکه یې کورنۍ د بیوزلۍ ژوند سره مخ شوه. په همدې بیوزلۍ کې دوما نړۍ ته سترګې پرانیستې، لا څلور کلن و چې پلار یې مړ شو، خو کونډې مور یې (ماری لوئیس)د ده د سبقونو او تعلیم لپاره ډېرې هڅې وکړې. له بیوزلۍ سره سره یې کتابونه موندل او لوستل یې. د کتاب لوستلو ډېر مینه وال و، خو د مور هغو کیسو هم ورباندې ډېر اغیز درلود چې د ده د پلار د زړورتیا په اړه یې ورته اورولې. مور یې د ناپلیون د پوځونو د پرتم د ورځو نکلونه ورته ویل، په دې سره ده د اتلانو او راز راز پېښو کیسې حافظې ته سپارلې. له بېوزله ژوند سره سره یې خلکو د ده د پلار په پار د الکساندر دوما درناوی کاوه او لا یې هم د اشرافیت پرتم په سترګو کې وو. کله چې الکساندر شل کلن شو، نو فرانسه کې سلطنتی رژیم ټینګ شو. په همدې شل کلنۍ کې له کلي د پاریس ښار ته ولاړ او د خپل پلار د آشنایانو او قومیانو په مرسته د (لویی فلیپ دوکدو ارولیان) د دفتر خاص منشی شو. دا نو یو غوره منصب و. له دغه مناسب کار سره یو ځای یی پاریس کې په لیکلو او لیکوالي پیل وکړ. لومړی یې مجلو ته مقالې او تیاتر ته یې ډرامونه (نندارلیکونه)لیکل، چې خلکو یې ښه تود هرکلی کاوه، دبیلګې په توګه په ۱۸۲۹م. کال یې د( درېیم هانری او د هغه دربار) تیاتري ننداره(ډرامه) خلکو زښته زیاته خوښه کړه. په بل کال یې د (کریستن) په نوم ډرام زښت ډېر لیدونکي جلب کړل، دا وخت یې اقتصادې وضعیت ډېر ښه شوی و او ده کولای شول خپل ډېر وخت په لیکوالی تېر کړي. په ۱۸۳۰م. کال د فرانسی سیاسی حالاتو کې بدلونونه راغلل. دغو انقلابو کې الکساندردوما هم لاس درلود. دغه اله ګولې تر ۱۸۳۵م. پورې روانې وې او ټوله فرانسه کې ژوند یو څه بې نظمه شو، خو بېرته یې ټیکاو وموند. ما لیکوال په ۲۰۲۴م. کی فرانسه کې د دغه دوران نښې او یادګارونه ولیدل، ورته حیران وم. د هغه وخت د ملاکانو پراخ جایدادونه چې اوس دولتی ملکیتونه دي یا خلکو ته او کمپنیو ته وېشل شوي، هم د پېژندنې وړ و. د فرانسې د نولسمې پېړۍ پېښې عجیبې، خو د فرانسویانو د ذهنیت او ټولنیزې تجربې پخېدو کې یې ژور اغیز کړی و، په دې کې یو هم الکساندردوما دی. وروسته تر ۱۸۳۵م. د فرانسې سیاسي حالات کابو او اقتصاد، ټولنیز اکر، قوانین او هرڅه سم شول. دغو شرایطو دوما ته نور هم دکار فضا برابره او څو نوې نندارلیکونه یې تیاتر ته ولیکل. ورپسې یې د رومانونو لړۍ پیل کړه چې ورځپاڼو پرله پسې خپروله. دا رومانونه د خلکو تاوده هرکلي سره مخامخ شول. په ۱۸۳۸م. کې یې خپل یو نوی رومان(کپیتان یامفیل) بشپړ نشر کړ، همدا لیکنه د ده نورو سلګونو داستانو ته بنسټ وګرځېده. وروسته تر دې الکساندردوما د یوه ځوان داستان لیکونکي او رومان لیکوال دریځ غوره کړ. له ۱۸۳۹تر۱۸۴۱ پورې الکساندردوما له خپلو څو ملګرو سره یوځای د (پرتمین جنایتونه Celebrated Crimes) په نوم یو رومان په اتو برخو کې بشپړ چې اروپا کې یې په ادبی او داستاني ژبه نامتو جنایتونه بیانول.
الکساندردوما په ۱۸۴۰ م.کال د هنر د ډګر یوې اداکارې(ایدا فریه Ida Ferrier) سره واده وکړ، خو مخکې تر دې یې له یوې بلې ناواده ښځې یو ځوی نړۍ ته راغی چې دهغه نوم هم الکساندردوما شو، عجیبه یې دا چې هغه هم لکه د خپل پلار په شان دفرانسې یو نامتو لیکوال شو. په همدې خاطر د فرانسې د ادبیاتو تاریخ کې دوه الکساندردوما تېر شوي، یو پلار، بل زوی!
د ژوند بل حیرانوونکی اړخ یې دا دی چې ده د لیکوالي له برکته ډېر اوچت اشرافي ژوند او ښه اقتصادي وضعیت وموند، خو د بیځایه لګښتونو او سرسبیلي له امله یې شتمني بایلوده، کله چې د لوئی فیلیپ د سلطنت دوره پای ته ورسېده او د فرانسې لپاره یو بل نوی واکمن غوره شو، له بده مرغه نور نو الکساندردوما ته پاملرنه نه وه او د پوروړو له لاسه په ۱۸۵۱ م. کې روسیې ته وتښتېد. دې پسې وروسته یې ایتالیا کې ( ایندیپندت) اخبار شروع او د ایتالیا سیاست ته ورګډ شو چې په۱۸۶۴ م. کې بېرته پاریس ته ستون شو. سره له دې چې اشرافی ژوند یې هم تیر کړی و، خو سره د هغه هم لږ لږ دافریقاییتوب (دوه رګه والي)نښې یې خبرو او لیکنو کې لیدل کیدې. کومه ورځ یو چا د پېغور په ډول ده ته یې د نیکونو د نژاد له امله د تورپوټکي او افریقایي یادونه وکړه، ده ورته وویل:
غوږ ونیسه! زما نیکه یو تورپوټکی او غور نیکه می بیزو و، نو دا زما د ژوند پیل و، او همدغه شانته به ستا د ژوند پای وي! دا نو ځواب نه و، د توپ ګولۍ وه.
الکساندردوما په ۱۸۷۰م. کال پاریس کې ومړ اوله لوړو ژورو ډک ژوند یې پای وموند، خو یاد او نوم یې تلپاتې دی. فرانسه ډېر لیکوال لري، خو د الکساندردوما دریځ ته یو هم نشي رسیدلای. نوموړی د فرانسې د رومانتیزم یو مخکښ و. یو شمیر آثار یې دریالیستیک مکتب(سبک) نښې لري. ده د ۳۰۰ شاخوا کتابونه ولیکل. په دې توګه د دغه ډېر بوخت لیکوال ډېر آثار د نړۍ په ډېرو ژبو وژباړل شول او اوس هم مینه وال لري. په نړۍ کې څه ناڅه دوه سوه فلمونه د ده له داستانو څخه جوړ شوي دي. او د ده د اوسېدو کور چې پاریس ته څېرمه د (مونت کریستو) په نوم دی، د ډیرو توریستان، بهرنیو میلمنو او د ده د آثارو د مینه والو د لیدو ځای دی چې هره ورځ زیات شمېر خلک ورځي، هغه ویني او د الکساندردوما خاطراتو ته درناوی کوي. په ۱۹۷۰م. کال د پاریس د میترو یو تمځای د ده په نوم ونومول شو او په۲۰۰۲ م. کال د فرانسې دولت د ده د زېږېدو د دوه سوم کال په مناسبت د ده عظام(هډوکي) د (پانتئون) هدېرې ته یووړل. دا هدیره د فرانسې د نامتو او ملی څېرو هدیره ده. د ده آثار څو کتګوریو باندې ویشل شوي دي. یوه برخه یې نندارلیکونه دي، لکه: ښکار او مینه (۱۸۲۵)، واده او خښېدل (۱۸۲۶م.)، درېیم هانری او د هغه دربار(۱۸۲۹م.)، ناپلیون بناپارت(۱۸۳۱)، ریچارد دارلینگتون -۱۸۳۱م.، آنتونی ۱۸۳۱م.، کاترین هوارد (۱۸۳۴)م. کرامول او لومړی چارلز (۱۸۳۵م.)،ادموند کین (۱۸۳۶م.)،مارکیز دو برونی (۱۸۳۶م.)، مېرمن بل ایزل) ۱۸۳۹م.)، کیمیاگر (۱۸۳۹م.) او لسګونه نور.
بله کتګوری اثار یې رُمانونه او داستانونه دي چې د یو څو نومونه او د لیکلو کلونه یې دادي:
هغوی چې تبعید شول، کاپیتان پاول (۱۸۳۸م.)، کاپیتان پامفیل (۱۸۳۹م.)، جورج (۱۸۴۳م.)،آمائوری (۱۸۴۳م.)، شوالیه دارمانتال او که اورګډي (۱۸۴۳م.)، د نائب السلطنه لور(۱۸۴۵م.)، څوارلسم لویی او دهغه دوران(۱۸۴۴م.)، کانت مونتکریستو) ۱۸۴۶م.)، د ملکې هار ، تورغاټول (۱۸۵۰م.)، درې وسله وال، کنت مونت کریستو، ګابریل، دښځو جګړه) (۱۸۴۵)، پولین، گابریل لامبر، د لېوانو مشر) (۱۸۵۷.)، ژوزف بالسامو او لسګونه نور چې په بیلابیلو ژبو لسګونه ځله خپاره او ټول پلورل شوی دي، دا ځکه چې هر رُمان یې له تلوسې او وسوسه پاروونکو پېښو ډک دی، دبیلګې په توګه د کنت مونت کریستو داستان یوه حماسي کیسه ده . دې کیسه کې یو زندانی( ادمان دنتس) په یو تور زندان کې اچول کیږي، هلته د کنت مونت په ټاپو کې یوې خزانې څخه خبریږي چې پټ ځای کې خښه ده. زنداني د تېښتې په لټه کې کیږي. کله چې وتښتي، بیا نو له هغو کسانو د غچ اخیستو پریکړه کوي، چې د هغوی له لاسه بندي شوی و. لنډه دا چې ډېر ښکلی او جذاب داستان دی، په ۲۰۲۴م. کې یې فلم ډک شو. د یو څو نورو رومانو او داستانو پېژنده به یې هم راوړو:
تور غاټول په ۱۸۵۰م. کال لیکل شوی دی. دا داستان د هالند د جمهوریت په مهال د یوه تور کمیافته غاټول د روزنې په اړه کیسه کوي. د ښکلیو او نادرو ګلانو روزنکي “کورنلیوس” او” ن. بائرل” د نوم او پیسو ګټلو په موخه د تورغاټول د رامنځته کولو او روزولو لپاره له ډېرو ستونزو او لوړو- ژورو سره مخامخ کیږي.
دا کیسه ځکه په رومانتیکو آثارو کې اوچت ځای او نوم لري چې د کیسې له نوم نیولې تر پېښو ټولې عجیبې تخییُلي او رومانتیکې دي. دا دوه ګل روزونکي له خپل ګاونډي “اسحاک باکستل “ سره کلکه سیالي او رخه لري. دوی یوه ورځ د لمر وړانګې د باکستل له بڼ څخه را پرې کوي، دا کار باکستل دومره په غوسه کوي چې نږدې و چې لیونی شي. دا وخت دولت یو اعلان کوي چې که هر چا تور غاټول و روزلای شو، لوی او قیمتي سوغاتونه به ورکړي. باکستل چې د سیالي لیوال دی، په سیالی کې له کورنلیوس سره ځان نه بریالی کېدونکی ګڼي. دې پسې نورې لوړې- ژورې اوحیرانووونکي ناڅاپي غمیزې او حوادث واقع کیږي.
دا له خوشحالیو، غمیزو، بریو، ناکامیو، سیالیو، رخو ډک داستان د دوما په ځانګړي تخییُل او پیاوړي قلم عجیبې پېښې انځوروي چې ډېرې یې د انسان رواني مسایل را نغاړي او نورې پېښې یې تخییُل او انځور دی. ډېرو ځایو کې لوستونکی د ژوند باریکیو، د انسان حرص او غوښتنو، دسیالی غریزې، د بریالیتوب او ناکامي رازونو او ډېرو نورو مسایلو ته ځیر کوي. ارمان چې پښتو ژبې ته د دغه ډول نړیوالو نامتو ادبیاتو ژباړې نه لرو. زموږ ژباړونکو که ډېر لږ څه ژباړلي، هغه هم یا اردو څخه دي یا ځینی سرسري آثار. البته د یادونې وړ بولم چې پنځوسمه کلیزه کې ژوندون مجلې د ځینو داستانو ژباړه لرله، لکه (بوډا او سمندر) چی امین افغانپور ژباړلی و، خو روسي ادبیاتو څخه ښه آثار ژباړل شوي وو، لکه: پولاد څنګه کلکېده او یو بل (دغاښي ډزه) ( د زیور ژباړه) دا دوه آثار ایرانیانو د (فولاد چګونه آب دیده شد) او( صدای تیر درګردنه) په نوم ژباړلی، له روسي ادب (دزاڼو وختی راتګ) چې په دري(پرواز درناها) او د تولستوی جنګ اوسوله او د ګورکي څو آثار هم ژباړل شوي دي. د ګورکي څو داستانونه ښاغلي ارین زي ژباړلي دي، جمیله هم ښه رُمان دی، خو د جک لندن، ګابریل ګارسیا،دوما او په تېره د لاتینې امریکې او اسپانیا د ادبیاتو ژباړې په پښتو نه لرو.
د السکاندر دوما یو بل ښکلی منځنی داستان( درې وسله وال) نومیږې چې د مینې، وفاداري او دوستی راز راز پېښې بیانوي. دا داستان هم لوستونکی دخیالاتو، عواطفو او احساساتو څپو کې ایساروي. ښه تلوسه لري او لوستونکی اړ باسي چی د داستان لوستل په هیڅ صورت پرې نه ږدي او خامخا یی تر آخره ولولي. درې وسله وال په دې مشهوره خبره راڅرخي: یو دټولو لپاره او ټول دیوه لپاره!
په دې توګه دا داستان د دوستي، یووالي، اتلولي او مینې روحیه روزي. دغه داستان د لویی ۱۳د سلطنت او د فرانسې د اوولسمې پېړۍ حالات را یادوي. اتل او زړور”دارتانیان”، چې لوړ خیالونه لري، له خپل کلي څخه پاریس ته ځي چې سلطنتي ګارډ سره یوځای شي. هلته لږ وخت کې دریو نامتو او مشهورو وسله والو( آتوس، پورتوس او آرامیس) سره آشنا کیږي. دارتانیان له دوی سره ژوره دوستی پیل کوي. له دې وروسته هغه پېښې راځي چې یواځی د السکاندر دوما قلم یې دلیکلو وس لري. د ژوند د ستونزو په وړاندې ټینګار، زړورتیا، دوستي کې وفاداري، سختیو سره ډغرې وهل او دستونزو زغمل… داټول پکې وینو او لولو. د دوما د دغه ډول آثارو په لوستلو سره لوستونکي د فرانسې تاریخ، دود- دستور، ټولنې، سیاست، علمي، کلتوري او اقتصادي پرمختګ سره آشنا کیږي.
د دوما یو بل رمان “پولین یا پائولین” دی چې په۱۸۴۸. کې بشپړ شو. دا د مینې کیسه ده، عاشقانه او احساسی روایت او مینه کې د فدارکاری کیسه لري. پائولین، یوه ښکلې او حساسه پېغله ده چې یوه هوسا کورنۍ کې لویه شوې ده. هغه له دوو تنو سره د مینې په جال کې نښلي: پائولین له یوې خوا “لویی” سره مینه پیدا کوي، خو بل خوا، د “فرانسوا” په نوم یو ځوان هم ریباران وراستوي او ورسره خپله مینه څرګندوي. داکیسه په مینه کې د ستونزو او کشمکش کیسه ده. د السکاندر دوما نور داستانونه: گابریل لامبر، ژوزف بالسامو، د لومړی وزیر مینه، د وسپنې د نقاب لرونکی سړی، مینه او خیالات، د لېوانو مشر، شرافت او شیطان او لسګونه نور دي.
مسعود: (ویکتور هوگو) د فرانسې نوموتی شاعر، کیسه لیکونکی او ننداره یا ډرامه لیکونکی دی. تاسو د هغه د بډایو حماسي، کیسو او ننداریز رومانتيک نثرونو په اړه څه لید لرئ، کوم چې د هغه د اوچت او غوره شننې پایله ده؟
دودیال: ویکتور هوګو رومانتیک نثر، په تېره رُمان لیکوالو کې پېژندل شوی نوم دی. هغه تر هر څه وړاندې د مظلومو او غریبو خلکو لیکوال و. نیاو او عدالت یې غوښت، وروسته تر هغه بیا د فرانسې یو سیاستوال، پیاوړی قلموال او د رومانتیزم له لومړنیو مخکښانو څخه شو. شعر، نندارلیکونه، رمانونه او ادبی کره کتنه کې غوره نښېرونه یې نه یواځې د فرانسې ادب ته، بلکې په نړیواله کچه او آن افغانستان کې خلکو ته ګران دي. لیکوالي کې نوښتګر، سیاست، طبقاتي ټولنه او د زیارکښو- بیوزلو خلکو په ژوند کې د غوره بدلون پلوی او د دې لارې مخکښ و. هغه څه چې د ده نښېرونو او د ده په سیاسي فعالیت کې یې وینو، هغه نوښت، ښکلا خوښونه، ژور ټولنیز خیالات، ولسي روایتونو او فلکوریک ادب څخه تومنه، د عدالت لپاره مبارزه او د بیوزلو ژوند ته پاملرنه ده. په تېره بیا ده دا مسایل په رُمان او رومانتیک مکتب سره ډېر ښه انځور او خلک یې ورڅخه اغیزمن کړل. د ویکتور هوګو د پنځونو او د رومانونو منځپانګه د عوامو د ژوند انځور، د دوی رنځونه، د فرانسې د نولسمې او تر هغې د پخوا وختونو واقعیتونه دي. ده په حقیقت کې تاریخ په ادبي ژبه او د رومان په ژانر کې زموږ مخې ته ایښی دی. هوګو بشریت ته د عدالت درس ورکوي. دا د ده هنر دی چې موږ د نړۍ په ګوټ ګوټ کرځوي او راز راز پېښې او د هغو کیفیتونه راپېژني. د رمانونو سکالو یې د خلکو روحیات دي، د ولسونو آرمانونه، د دوی په خپل آند د ژوند تحلیل، ستونزو سره ډغرې وهل، د میړنیو اتلانو د همت او هوډ ثبتول، د زیارکښې طبقې دحق خوندي کول، د عدالت راوستل او له زولنو او بیوزلي څخه د محکومو طبقو ژغورل دي. موخه یې د عامه اذهانو بیداري، د مساواتو تبلیغ کول، د پخوانیو نسلونو د تجربو یادول او له ستونزمنو ورځو څخه په بریالیتوب وتل او له ناهیلیو سره مبارزه ده. نامتو نښیرونه یې بیوزلان، د محکوم وروستۍ ورځ او د سمندرکارکوونکي دي. دا هریو په ډېره عاطفی ژبه لیکل شوي او په هیجاني توګه د لوستونکي وسوسه راپاوري. د بیوزلو ژوند، مجبوریت او مظلومیت انځوروي. په همدې خاطر یې ولسونه را ويښ او د ده د نښرونو په خپرېدو سره آن د اعدام سزا ډېرو هیوادو کې منع شوه.
مسعود: مهرباني وکړئ د (ویکتور هوګو) د پېژاندو نښیرونو (اثارو) د منځپانګې، سکالو او موخو په اړه لنډ مالومات راکړئ لکه: ” هغه کس چې خاندي”، “بېوزلان”، ” د محکوم روستۍ ورځ” او ” د سمندر کارکونکي. ”
دودیال: ویکتور هوګو تر هرڅه وړاندې د مظلومو او غریبو خلکو لیکوال و. نیاو او عدالت یې غوښت، وروسته تر هغه بیا د فرانسې یو سیاستوال، پیاوړی قلموال او د رمانتیزم له لومړنیو مخکښانو څخه شو. شعر، نندارلیکونه، رمانونه او ادبي کره کتنه کې غوره نښېرونه لري. ویکتور هوګو په ۱۸۰۲ م. کال کې له اقتصادي پلوه په یوه معمولي کورنۍ کې زیږېدلی چې نه اشرافي و او نه ډېره نیستمنه وه. دی په کوچنیوالي کې د خاص ذوق او د ادب او هنر مینه وال و، نو له همدې امله یې خپله ځواني په کار کولو او زده کړو تېره کړه. کله چې د ځوانۍ عُمر ته ورسېد، د رُمانتیزم زړي د اروپا ادبیاتو کې ټوکیدلي وو. که څه هم دغه مکتب له ده وړاندې رامنځته شوی و، خو د هوګو قلم، د رومانتیزم مکتب پیاوړی کړ او پوره یې وځلاو. په همدې اساس دا د همدې سیاسي مکتب بنسټ ایښودونکی ګڼل کېږي.د هوګو زېږېدنه داسې مهال وشوه چې اروپا د ناپيلیون په لاس کې وه. د جنګ پایلو او د حادثاتو له راز راز پېښو ډک چاپیریال او د لویو لیکوالو (شاتو بریان) او (لامارتین) سره اشنايي ده ته ډېره حوصله او روحیه ورکړه او له نوښت د ډکو نښېرونو د لیکلو زمینه یې ورته برابره کړه، چې دی یې له ځانګړي شهرت برخمن کړ. کله چې د یو لایق لیکوال په توګه وپېژندل شو، نو په ۱۸۴۱ م. کې د علومو د اکاډمي د غړي په توګه وټاکل شو. هغه یو ښه او مهربانه ښوونکی او په اخلاقو کې ځانګړی او په ملګرتوب کې ژمن و. د ده ټول اثار له غمونو، خوښیو، دردونو ډک او د بېعدالتۍ په غندلو او په ټولنه کې د انسانانو پر متضادو دریځونو او روحیاتو راڅرخي. ده د خپل عمر یوه برخه په سیاسي چارو کې تېره کړه. یو وخت د شورا غړی شو، بیا تر فشار لاندې ونیول شو، تبعید او فرانسه یې پرېښوده. له سیاسي بوختیاوو به یې تېرشو، د ادبی بوختیا په اړه به یې ووایو او یو څو هغه نښیرونه به یې یاد کړو چې تاسو یې پوښتنه کړې ده:
۱– لومړی مو (هغه کس چې خاندي) ښودلی دی. ریښتیا هم دا رومان د رومانتیزم د مکتب یو بیلګه ییز رومان دی. دا هغه کتاب دی چې په خپله هوګو یې تر ټولو زیات یو حماسي نښیر بولي. د نورو نښېرونو په پرتله یې دا ډېر خوښ و، خو داسې ښکاري چې لابشپړ نه و. دا رومان د یو یتیم (ګوین پلین) د خواشینونکی او غمجن ژوند کیسه کوي. د یتیم څېره عیبي او ژوند یې له ستونزو ډک دی گووېن پلین هیله لري چې هنرمند شی، د خپل دغه آرمان لپاره ډېرې هلې- ځلې کوي، زړه کې دا آرمان روزي چې یوې ځوانې ښځې سره واده وکړي او ځان له غمونو خلاص کاندي.
۲ – بېوزلان د “ژان والژان” په نوم د یو بیوزلي انسان د ژوند داستان دی، چې د یو کوچني جرم له امله نولس کاله بندي کېږي، خو له زندانه تر راوتو وروسته هڅه کوي چې په ټولنه کې د انساني کرامت د ساتلو په خاطر د ظلم، بېعدالتۍ او تعصبونو په وړاندې مبارزه وکړي. دا کتاب یې په ۱۸۶۲م. کې خپور شو. وروسته بیا څو ژبو ته وژباړل شو او فلمونه ورڅه جوړ شول. منځپانګه یې انسان سره مینه او له طبقاتی توپیرونو سره مبارزه ده. دا ناول یوازې د ژان والژن کیسه نه ده، بلکې د فرانسې، بلکې د ټولې اروپا د نولسمې پیړۍ د دردونو، هیلو او بدلون کیسه ده. دغه نښیر پښتو ته عبدالحلیم ژباړلی دی ، شپېتمه لسیزه کې د افغانستان تلویزیون کې وښودل شو او کره کتنې ورباندی شوې وې. د نړۍ د نورو هیوادو په شان، افغانستان کې هم ډېرو خلکو خوښ کړی دی. دغه رومان هوګو ته د یو عادل، زړه سواند او روڼانده لیکوال دریځ وربخښلی دی، چې د مظلومانو په دفاع او د بیوزلو د ژوند په انځورولو سره یې فرانسویان او د فرانسې سیاسی او د کلیسا او محاکمو چارواکي حقایقو ته ځیر کړي دي. رومان عواطف راویښوي او د انسان وجدان عدالت او ترحُم ته ځیر کوي. رومان د قدرت په چوکیو ناستو واکمنانو باندی انتقاد کوي، محکمه عدل ته بولي او بیوزلي یوه فاجعه بولي. هغه دا انځوروي چې یو وږی او اړ انسان د یوې مړۍ ډوډۍ د غلا له امله څومره ستونزو سره مخ کیږي. په داسې حال کې چې اشراف عیشونه کوي. په داستان کې د ژان د ژوند ډېرې دردوونکې پېښې راځي. دا کتاب په ځو ټوکونو کې لیکل شوی چی تر دېرو نورو رومانونو یې پاڼې زیاتې او کیسه یې وار په وار د لوستوکي تلوسه را پاروي.
۳ – بل اثر چې تاسو یې نوم یاد کړی(د محکوم وروستۍ ورځ) دی. دا د هوګو یو بل رمان دی. پانسي ، د ګوتین تر تیغ لاندې کول او اعدام د انسان د ژوند پای دی، دا په داسې حال کې چې ناڅاپي نه، بلکې پانسې کیدونکی په رڼو سترګو ګوري چې د پانسي یا اعدام په تخته درول کیږي او رسۍ یې غاړې ته اچول کیږي. دا ډول مرګ ډېر سخت دی، د اعدام تختې ته تګ او د ژوند وروستۍ شیبې د زغم وړ نه دي. ویکتور هوګو دا سختي انځور کړی ده. کله چې محکوم د ژوند وروستیو ورځو کې پانسی ته روانوي، نو دې کیسې په ټولو فرانسویانو اغېز کړی و. له پانسي کولو څو شیبې وړاندې د اعدام کیدونکي د ذهني وضعیت انځورول د دې لامل شول چې زیاتره خلک د ګوتین چړې په واسطه د اعدامولو سره مخالفت وکړي.
په دغه اثر کې د زیندۍ کولو یا هم د ګوتین تر تیغ لاندې د یو انسان وروستل د دې شاهدي ورکوي چې دا د یو چا د ژوند وروستیۍ شیبې دي. داستان د دې شیبو ویره او لړزه د لوستونکي زړه ته دننه کوي. داسې ویل شوي چې په ډېرو هېوادو کې د اعدام د سزا د منع کېدو یو دلیل همدا اثر دی.
۴ – د سمندر کارکوونکی د ویکتور هوګو یو بل داستان دی. دا داستان یې هغه وخت لیکلی چې په فرانسه کې خلکو هوګو د نیاو او مساواتو په لاره کې د یوه مبارز او د بیوزلو سره د همغږي په توګه پېژندلی و. د یو څو نښېرونو له خپرېدو وروسته هوګو د خلکو له تود هرکلي سره مخامخ شو. د هوګو محبوبیت او حقپالنې مقاماتو ته اندېښنه پیدا کړه. دا وخت هوګو د سیاست ډګر کې هم فعال و، خو د فرانسې د چارواکو او اشرافو تر ګواښ لاندې راغی، نو اړ شو چې له فرانسې څخه ووځي او یوه ټاپو ته ولاړ. هلته یې ( دسمندر کارکوونکي) خوږ او له پېښو ډک او راویښوونکی رومان ولیکه. ده د دغه ټاپو له ځایي اوسیدونکو سره وپېژندل او دوی سره یې په مینه ژوند پیل کړ. ده د خلکو ولسي نکلونو ته غوږ ونیو. د ټاپو خلکو ورته د پخوانیو وختونو کیسې کولې او ده له دغو کیسو سره خپل تحلیل او تخییُل ګډ کړ.
دسمندر کارکوونکي رومان د یوه غلي او منزوي کب نیوونکی کیسه ده چې نوم یې ژیلیات و. ژیلیات په یوه داسې کور کې ژوند کاو، چې د ټاپو خلکو ورته ( دپېریانو کور) وایه. خلکو به ویل دا کور پیریانو وهلی او ځپلی دی.
د ژیلیا کیسه په یوې عجیبې پېښې پیل کیږی: یوه ورځ د ښاغلی (لیتری) بیړۍ د سمندر غاړې ته رارسیږي، خو په خټو کې نښلي. لیتری ډیرې هلی- ځلې کوي، خو بیړۍ نشی را ایستلی. دا وخت خلکو ته په اوچت غږ وایي هرچا چې زما بېړۍ وژغورله، خپله وریره ورته ودوم. ژیلیاد د دې خبرې په اورېدو ډېر خوشحاله کیږي او یوې پېغلې سره د ګډ ژوند هیلې یې زړه تخنوي. ژیلیاد په بیړه او لیوالتیا سره په دې هیله هڅې پیلوي چې ګوندې د خپلو خیالونو او آرمانونو لیلا ته به ورسیږي. مټې یې بډ وهلې، ملا یې وتړله او د بیړۍ د ژغورلو په موخه یې لوی خطر په ځان ومانه. په ډېرو خورایو یې بیړۍ وژغورله. کیسه کې څو نورې حیرانوونکی پېښې هم راځي، خو یو خنډ پکې دا راځي چې د بیړۍ له ژغورلو سره سره ژیلیاد خپلې هیلې ته په رسېدو کې یوې بلې ستونزې سره مخ کیږي. ژیلیاد چې د سمندر دغاړو کارکوونکی او کب نیوونکی دی، له یوې ستونزې تر اووښتو وروسته بلې سره مخ کیږي. هوګو په پیاوړي قلم د ده د ژوند بیلابیل ګوټونه زموږ مخې ته ږدي. داستان په خوږه ژبه په مخ ځي او لوستونکي په ولولو سره یو ځای کیسه لولي او لیکوال سره مل روان وي. په دغه رومان کې ټول هغه خواږه او کیفیتونه شته چې رُمانتیزم یې لري.
د ویکتور هوګو د پنځونو او د رمانونو منځپانګه د عوامو د ژوند انځور، د دوی رنځونه، د فرانسې د نولسمې او تر هغې د پخوا وختونو واقعیتونه دي. ده په حقیقت کې تاریخ په ادبي ژبه او د رومان په ژانر کې زموږ مخې ته ایښی دی. هوګو بشریت ته د عدالت درس ورکوي. دا د ده هنر دی چې موږ د نړۍ په ګوټ ګوټ کرځوي او راز راز پېښې او د هغو کیفیتونه راپېژني. د رمانونو سکالو یې دخلکو روحیات دي، د ولسونو آرمانونه، د دوی په خپل آند د ژوند تحلیل، ستونزو سره ډغرې وهل، د میړنیو اتلانو د همت او هوډ ثبتول، د زیارکښې طبقې دحق خوندي کول، د عدالت راوستل او له زولنو او بیوزلي څخه د محکومو طبقو ژغورل دي. موخه یې د عامه اذهانو بیداري، دمساواتوتبلیغ کول، دپخوانیو نسلونو د تجربو یادول او له ستونزمنو ورځو څخه په بریالیتوب وتل او له ناهیلیو سره مبارزه ده.
مسعود: د رومانتيک رُمان ترټولو روښانه بېلګه د (ژرژساند) په نښیرونو (اثارو)کې موندل کیدای شي. «ژرژ ساند» د نولسمې پېړۍ د فرانسې نوموتې ښځينه ليکواله، خبرياله او ټولنيزه فعاله وه چې خپل نښیرونه(آثار) يې د نارينه مستعار نوم لاندې خپرول. هغه د فرانسې رومانتیک، رمان لیکونکې، ننداره لیکونکې، رسنواله او د ټولنیز سمون راوستونکې ده. تاسو د نوموړې لیکوالې لیدلوری، باور، بنسټیز اند و واند او د هغې اغېزمن نښیرونه (اثار) څنګه ارزوئ؟
دودیال: ژرژساند د فرانسې رمانتیکه رمان لیکونکې، ننداره لیکونکې، رسنواله (ژورنالیسته) او د ټولنیز سمون راوستونکې وه. پر (۱۸۰۴)م. کال کې یې پاریس کې نړۍ ته سترګې پرانیسې. اصلي نوم یې وړوکوالي کې امانتین اُرورلوسیل دوپین وه. ورورسته د بارونس دودوان په نامه مشهوره شوه، خو د ژوند وروستیو کې د( ژرژساند George Sand)) په نوم و پېژندل شوه. هغې فرانوسي ژبې او معاصر ادب ته ډېر کار وکړ، ټولنه یې راویښه کړه او د بزګرو او کارګرو کورنیو د ښځو په ژوند یې پوره اغېز درلود. ژرژساند سوسیالیستي فکر درلود، د ټولنیزو اصلاحاتو، مساواتو او د بیوزلو د ژوند د ښه کولو لپاره یې کار وکړ. د هغې په رمانونو کی د بزګرو او کارګرو او د دوی د ماشومانو ژوند انځور شوی دی. هغه د فیمینستي ادب مخکښه وه. لومړنیو نښیرونو کې یې د واده له رواجونو نیولې، تر دې چې کلیوال ورو ورو څرنګه د صنعتی انقلاب له امله خپل دودیز ژوند بدلوي. لومړنیو رمانونو کې یې د کلیوالو ژوند داسې بیان کړی، لکه پخواني شفاهي نکلونه. د فرانسې دټولنیز ژوند او د ښخو ویښتابه کې د بدلون راوستو له مخې هغه یوه افسانوي لیکواله شوه، چې آثار یې ډېر زیات لوستل او پلورل کېدل، آن دا چې نوم یې د ویکتور هوګو په اندازه مشهور شو. پر یو شمېر آثار یې د نارینه نوم لیکه. هغې د سلو شاوخوا رمانونه، نندارلیکونه او مقالې ولیکلې. د هغې په نښیرونو کې د رمانتیزم ټولې ښېګڼې او نښې ښکاري. په دې توګه ویلای شو چې هغه د رمانتیزم د مکتب ریښتیانۍ استازې وه.
سره له دې چې ژرژ ساند (George Sand) د پاریس ښار کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، خو لږ وروسته یې د( نوهانت-ویک) کلي کې خپلې انا (دپلارمور)سره په یو کلیوالي کور کې ژوند غوره کړ.له کلیوالي ژوند سره یې زښته ډېره مینه پیدا شوه، دامینه یې په ګڼ شمېر نښیرونو کې اوچته ښکاري. پر ۱۸۱۷م. چې عمر یې ځواني ته نږدې شوی و، کلیساته تله، نو ځکه یې عرفاني ژوند هم تجربه کړ چې دغه اغېزې یې د ژوند تر پایه لیدل کېده. د فرانسې زود دود-دستور؛ په تېره د ښځو د ژوند ناخوالو ته خپه وه. غوښتل یې دا ټول بدل شي، آن دا چې د نارینه جامې یې اغوستې او د نارینه وو غونډو ته به ورتله او ځینې لیکنې یې د نارینه مستعار نوم لاندې خپرې شوي دي. پر ۱۸۲۲م. کال کی یې له (کازیمیر دودوان)سره واده وکړ، سره له دې چې ډېر کلونه یې ښه ژوند درلود، خو وروستیو کی سره خپه شول او کورنۍ ژوند یې بدل شو، د دودوان تخلص لرونکی نوم یې هم بدل کړ. پر ۱۸۳۱ م. کال کې له نوهانت کلي څخه پارس ته کډه شوه او د(اُرور دوپن) په نوم یې له ( هانری دو لاتوش) سره قلمي اړیکې ونیولې، هـ . دولاتوش د (فیګاور) ورځپاڼې مدیر و، څه موده یې د ( ژول ساند) مستعار نوم باندې په دغه مجله کې مقالې خپرې کړې، په ۱۸۳۲م. کې یې د ژرژ ساند نوم غوره کړ. دا یې دریېم مستعار او وروستۍ نوم و. دا وخت یې د ایندیانا (Indiana) په نوم خپل لومړنی رومان خپور کړ. په دې سره ډېره مشهوره شوه. د رومان منځپانګه تر ډېره پورې اصلاحی وه. هغې هغه ټولنیز دودونه وغندل چې ښځو سره تبعیضي چلند کېده او ښځې د خپل ژوند واک نه درلود، بلکې هغه اختیار یې نارینه سره و. په همدې کال یې د ولنتاین (Valentine) په نوم دوهم رمان خپور شو، په ۱۸۳۳م. کال یې د للیا (Lélia)په نوم رمان نشر شو، چې دغو ټولو د سمون راوستو او د ښځو ژوند کی د مثبت بدلون منځپانګه لرله. ولنتاین د هغې هغه رومان و چې مرکزی کرکتر یې یو کارګر و، چې وروسته تر دې د کارګرو او بزګرو ژوند او د دوی د حق غوښتلو ته پام واړاو. د فیګارو مجلې له مدیر سره یې د اړیکو پرته، نورو لیکوالو سره هم اړیکې او پېژندنه وشوه لکه(پروسپر مریمه) او(آلفرد دو موسه) چې دواړه فرانسوی شاعران او نندارلیکونکي وو. وروسته یې لهستانی(پولندي) موسیقی پوه (فردریک شوپن) سره وپېژندل. د لوست او مطالعې په بهیر کې د فرانسوي فیلسوف( پیر لورو) د عقایدو او افکارو اغیز لاندې راغله. له نوموړي فیلسوف سره یې عاطفي اړیکې د (للیا) په رمان او اسپریدون ( Spiredion))او Les Sept Cordes de Lyre. په نوم نښیرونو کې هم ښکاري.
اما بالاخره ژرژ ساند خپله ژمنه هغو رمانونو کې وځلوله چې خلکو (کلیوالي رمانونه) ونومول. د دغو کلیوالي رمانو د لیکلو لامل له کلیوالو او خواریکښو خلکو سره د هغې مینه وه . “د شیطان ټاپو”، “فرانسوالوشامپي” او “کوچنی فادت” هغه رمانونه دي چې د ۱۸۸۰لسیزې په ترڅ کې لیکلی شوي او ټول د کلیوالی ژوند په اړه دي. نور نښیررونه یې : زما د ژوند داستان، شنه ارواح، د یو پردیس لیکونه، نانون او د زړروتوب وزرونه دي. هغې خپلو لمسیانوته د( دیوې انا داستانونه) په نوم کتاب وکیښ چې د خلکو زښت زیات خوښ شو. نور نښیرونه یې دا دي: نانون، سوراوسپین، آندره آ، ماته آ، ژاک، لیون لویی، سیمون، موپرا، د سمندري غلو بیړۍ، اسپریدون، په مایورکا کې یو ژمی، ژان، هوراس، ښه کار بې میوې نه وي، تورینو، د ښاغلي انتان تېروتنه، د شیطان سمندر، واورین سړی، تورښار، وروستۍ مینه، مارکیز، کلودی او نور.
د ژرژ ساند ژوند وروستیو کېله ۱۸۴۹ تر۱۸۶۷م. پورې الکساندر مانسو سره د پلازو ښار کې اوسېده. بوختیا یې نندارلیک کښل و. ژرژرساند په ۱۸۷۶م. کال مړه شوه چې جنازې ته یې نامتو لیکوال ګوستاوفلوبر او آن د دریېم ناپیلیون زوی ورغلي وو. هغه د خپل کور وربوی کې خښه شوې ده. په ۱۹۴۵م. کال یې پولندی چارلز ویدور د ژوند د یوې برخې فلم جوړ کړ چې له پولندي فریدریک شوپن سره یې د هنري کارونو کیسه بیان کړې ده. په دې فلم کې کورنل وایلد د شوپن په رول کې او مرل اوبرون د ژرژساند رول کې کار کړی دی. په ۱۹۶۰م. کې د هغې په ویاړ او یاد کې یو بل فلم جوړ شو چې نوم یې (بې پایه سندره Song without end) و. په۲۰۰۷م. کې کاناډایي سندرغاړی د ژرژساند له لیکنو یوه سندره جوړه کړه، په دې توګه د ژرژرساند نوم د هنر او ادب په ډګر کې د تل لپاره ژوندی دی.
مسعود: ستاسو په اند کوم شعر ته رومانتيک وایي؟ تر ټولو پېژاند او نامتو لیکوال او شاعران یې څوک دي چې د دې ډول شعر په وده او پراختیا کې یې اغیزمن او غوره رول لوبولی دی؟ هیله ده د دې شاعرانو نښیرونه (اثار)چې په بېلابېلو ټولنو کې یې اغیز درلود راته په گوته کړئ.
دودیال: رومانتیک شعر یو د لوړ تخییُل او له ولولو ډکو احساساتو او عواطفو بیانوونکی مُخیل کلام دی چې د لوستونکي ذهن صیقل او د ښکلا ریښتنې ترجماني کوي. سره له دې چې رومانتیزم هر ادبی ژانر کې کټ مټ او یو بل سره ورته ځانګړنې لري، خو د شعر پسوللی اهنګینوالی او د ادبي صنایعو ظرافت او ترکیبات یې رُمانتیزم نور هم (رومانی) کوي. رُمانتیک شعر موږ رُمانتیکو خیالونو کې ډوبوي او د ښُکلي او ازاد طبیعت منظرې راښيي، د خوشنوا مرغانو غږنو ته مو ځیر کوي، د وصال شیبو کې مو زنګوي، د مینې تاوده راباندې لوروي او د نایابه ګلونو په باغچو مو ګرځوي. رمانتیک شعر د شاعر دروني دردونه هم بیانوي او د حمید ماشوخیل په وینا( خوناب د زخمی زړه) دی.
رُمانتیزم په شعر کې هم لکه د ناول، کیسې او نورو ژانرونو په شان وروسته تر کلاسیک دور راڅرګند شو. کلاسیک شعر د وزن، قافیې، ګڼو تلازماتو او چوکاټونو زنځیرو کې قید شوی و، خو رُمانتیک شعر د هغه په غبرګون کې را څرګند شو، په ازادي، فردیت، عواطفو او احساساتو تاکید کوي چې طبیعت، مینه او خیال یې تر وزن او قافیې جادوګر اغیز لري او موږ په شېبو شېبو د ژوند له ستومانیو لرې او رواني او ذهني دمه راکوي. رُمانتیک شعر د شاعرانه وینا په بهیر کې د فردیت، تخییُل او احساساتو نوې څپې دي چې له اتلسمې او نولسمې پیړۍ را ورسته څرګند شو. د عقل حکم یې یوې خوا ته کړ، بغاوت یې راواخیست، له صنعتي شورماشور او د ماشین له لوګیو ووت، د سیند او روانو اوبو غاړه یې خوښه کړه او د اورګاډي دپټلیو له شورماشور څخه یې د مرغانو نوا ته غوږ ونیو. موضوع یې صفتونه نه دي، بلکې مینه، طبیعت او احساسات دي، چې شاعر ذهن کې انځور او د کلماتو هار کې پېیل کیږي. په فرانسه کې یې د اشرافو په وړاندې د بزرګرانو او کارګرو د پاڅون ملاتړ وکړ، روسیه کی یې د تزار استبداد وغانده، جرمني کې یې د پانګوال ځبېښاک رسوا کړ، ایټالیا کې یې د کلیسا او خاخام دوکې ته پېغور ورکړ، د خواریکښو د پاڅون ستاېوال شو او ټوله نړۍ کې د عدالت او نیاو لپاره سراسري شو.
کلاسیک شعر د لرغوني یونان پېښې کولې، خو رُمانتیک شعر ټول نوښت و، کلاسیکانو شعر کې فکر او عقل بیانانو، خو رمانتیک شعر د ذهني احساساتو چینه ده چې چاپیریال څخه راز راز تفسیرونه وړاندې کولای شي. د کلاسیک شعر ژبه رسمی او پیچلې وه، خو رمانتیک شعر ساده او عامیانه شو، رمانتیک شعر د وچو او تقلیدي بیتونو پر ځای مُخیل، آهنګین او مهین ریتمونه غوره کړل.
افغانستان چې آن د شلمې پېړۍ درشل کې لا هم د استبداد او ظلم، بیسوادي او خرافاتو، فتالیزم او نهیلۍ تیارو کې ډوب پاتې و، د رسمي تعلیم دود کېدو، د معارف له رڼا او د مشروطه او ویښ زلمیانو په هڅو د ویښتیا او روڼتیا په لوري رهي شو. د دغه نوي کاروان په سرکې فرهنګي څېرو رول درلود، چې یو څو یې رومانتیک شاعران وو. رمانتیک شعر افغانستان کې، په تېره بیا د مشروطه غوښتونکو او بیا د ویښ زلمیانو غورځنګونو سره راڅرګند شو. سره له دې چې مخکښانو یې د سرای موتی، دهمزنګ او د ارګ زندانونه تېر کړل، خو رُمانتیک شعر ژوندی پاتې شو، ټولنه یې روښانه کړه، استبداد یې رسوا او خرافات یې وغندل، د جعلی دوکه بازو پیرانو موټي یې ور پرانیستل او رسوا یې کړل، د مرګ د منظرو په ځای یې د ژوند رنګونه وستایل، تاویزګر او کوډګر، خان او ملک، سود او بیګار، دار او رسۍ یې ټول وغندل. رماتیزم شعر افغانستان کې ځان له زولنو را خلاص او د ولسونو زړونو کې یې ځای ونیو. دا شعر ډېر پیچلی دی، خو زموږ هیواد کې یې خلکو هر کلی وکړ، موسیقی سره ستوی شو، ملي غورځنګونه او بزمونه یې څپاند او تاوده کړل او په بري سره روان دی.
سره له دې چې رُمانتیک شعر ته یو واحد او قالبی تعریف نشته او نه تعریف کې ځاييږي، خو پورتني ټول اوصاف لري. په ټولنه کې بیوزلي، بیعدالتي غندي، طبیعت او ورورګلویزه فضا ستایي، ښکیلاک او ځپېښاک رټي، ترحُم او عطوفت ستایي، له تشریفاتو او غوړه مالي سره نه پخلاکیدونکی دی، خو حقیقت برملا کوي، ستوماني په هیلو بدلوي، ریا، تاوتریخوالی، بدګماني او تظاهر په باور او وروري بدلوي، راز راز دلایل ،تېر حسرتونه او نوستالیژې یې کیف لري، د دردونو او غمونو یادون یې ژور اغیز لري. ملت ته یې هویت ورپېژني او د دوکې سیاست څخه لرې الوت کوي. حماسه او مینه نمانځي، خو له کرکې او نفرت څخه بېزاره دی. دا ټول د رُماتیک شعر تعریفونه دي.
په اروپا او نړۍ کې مو د نامتو رومانتیستانو پوښتنه کړې، د یو څو به یې دلته نوم واخلو: «واشنګټن، ایروینګ، ناتانیل هارتورن، امبروس بیرز، ادګارالن پو، نووالیس، لرمانتوف، مریشلی، ویکتورهوګو، لردبایرون، کامیلوکاستلوبرانکو، آدام میستکویچ، پوشکین،لودویګ تیک، هاوفمن، کریستین هاینریش اسپیس، ویلیم ورد سزورت (۱۷۷۰-۱۸۵۰م.)، لردبایرون(۱۷۸۸-۱۸۲۴م.)، ویلیم بلیک(۱۷۵۷-۱۸۲۷م.)، جان ګیټس(۱۷۹۵-۱۸۲۱م.)، سمویل تایلور کولریج(۱۷۷۲-۱۸۳۴م.).
مسعود: ویل کېږي: په اروپا کې د رومانتیسم د خپریدو لامل د جیمزمک فرسون شعر (اوسیان) او د یونګ (د شپې اندونه) کتاب او ځینې نور نښیرونه”اثار” بلل کیدای شي. تاسو په دې اړه څه لید لرئ؟
دودیال: دا سمه ده چې څوک ویلیام بلیک خوښوي، څوک شاتوبریان او ج.م. فرسون او څوک… بل او بل خوښوي. د افرادو ذوق توپیر لري. د بیلاروس څخه یو روس آلمان ته مهاجر شوی و، نوم یې افانه سیو او عمر یې ۸۶ و. پر مېز یې د مېرمن عکس، کتابونه، تیپ ریکاردر، قلمونه، عینکې، تیلفون او پیاله ایښي وو. میرمن یې مینسک کې وه. زه ورسره آشنا شوم. کله به چې د ده اتاق ته ورغلم، ډېر زیات به خوشحاله شو. ټیپ ریکاردر کې به سي ډي اچولې وه ورته غوږ به و، شپه- ورځ یې پوشکین اورېد، چې لږ به یې زړه دمه شو لرمانتوف یې هم خوښ و. ما به چې د المانی، انګلیس، فرانسوی شاعرانو ورته وویل ګوته به یی د (نفی) مانا راته وښوروله. مانا داچې نور یې یو هم نه منل. دا به انصاف نه وي چې موږ یو شاعر خوښ کړو، په نورو کرښه وکاږو. زه نشم ویلای چې هو اوسیان لاثاني دی یا دشپې اندونه تر ټولو غوره دی، خو یقیناً چې غوره نښیرونه دي. د هرچا فردي ذوق توپیر لري.
د رومانیت د دور پیل کې د کلاسیک کلیشه یي، قید، بې نوښته او مداحانه ادب په پرتله، په مجموع کې خلکو نوی رومانتیزم مکتب خوښ کړ. له انګلستان، بیا المان او بیا فرانسه او نورو اروپایی هیوادو کې یا لږ مخکې یا لږ وروسته رومانیت دود شو، ورپسې تر شلمې پیړۍ څو نور مکتبونه وغوړېدل تر نن پورې.
مسعود: الکساندر پوشکين (۱۸۳۷-۱۷۹۹) د رومانتيک سبک يو نوموتی روسي ليکوال، د نوي او مدرن روسي ادبياتو او د نوي شعر بنسټګر او يو له سترو رومانتيکو شاعرانو، ننداره ليکونکو، نثر ليکونکو او ادبي کره کتونکو څخه شمېرل کېږي. تاسو یې د تخیل ځواک، د منظرو ښکلا ، د شعر آهنګ او د هغه په نښیرونو (اثارو)کې د منظرو انځورول، د رومانتیسم د مکتب په رڼا کې څنګه ارزوئ؟ هیله ده، چې د هغه د پېژندل شوو نښیرونو(اثارو) او ادبي شهکارونو نومونه راته په ګوته کړئ.
دودیال: روسي ادب او د دې ادب مکتبونه، ګرایشات، منځپانګه او جوله، تحقیقي او تخلیقي آثار د بشریت د فرهنګ لویه برخه ده. روسي ژبه د خپلو نامتو ادیبانو او لیکوالو په خواریو پرمختګ وکړ، خوږه او بډایه شوه او نن ورځ د ملګرو ملتونو په پینځو لویو ژبو کې راځي. په تېره بیا روسي ادب له اوولسمې میلادي پېړۍ راوروسته د رُمانتیزم په برکت ډېر عاطفي، تخییلي، له مینې او احساس ډک آثار نړۍ ته ور وپېژندل. رومانونه او ناول د روسي ادب یوه لویه برخه ده چې زیاتره د هغو پر بنسټ فلمونه او تلویزیونی سریالونه، دتیاتر ډرامونه اوپرا او کمیډي جوړې شوې دي. د روسي ادب یو مخکښ پوشکین دی. پوشکین د روسیې د ادب بنسټګر بللای شو. د نوموړي د نوي او مُدرن روسي ادبياتو د رُمانتیک دور بنسټګر او يو له سترو شاعرانو، ننداره ليکونکو، نثر ليکونکو او ادبي کره کتونکو څخه دی. د هغه په نښیرونو (اثارو)کې د تخییُل ځواک، د منظرو ښکلا ، د شعر آهنګ، د انسان اروایی تحلیل او آزادی سره مینه ځلیږي. نه یواځې د ده له آثارو، بلکې د ده له ژوند څخه هم ډېر څه زده کولای شو. دلته به یې لومړی ژوند لیک او بیا به یې په لنډ ډول اثارو ته کتنه وشي:
الکساندر پوشکین چې په لنډیز سره پوشکین بلل کیږي، بشپړ نوم یی الکساندر سیرګیویچ پوشګین Александ Сергеевич Пушк اویا Alexander Sergivich pushkin دی. د نوموړي نوم او آثارو ته ټولنړیوال درناوی لري. د ده د نوم په اورېدو لیکوالان، د تیاتر، موسیقی او سینما د ډګر هنرمندان ورته د تعظیم سر تیټوي. هغه یواځې روسیې پورې نه، بلکې د ټولنې نړۍ د رومانتیزم او ورسره د ریالیزم نامتو ادیب و. نوموړی په حقییقت کې د روسیې لوی شاعر او د روسي ادبیاتو له بنسټوالو څخه شمېرل کیږي. نوموړی د اتلسمې پېړۍ په پای (۱۷۹۹ م. د جون شپږمه) په مسکو کې د روسیې یوه اشرافي کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیتسې، پلار یې “سرګیلوویچ پوشکین” او مور یې “نادژدا اوسیپووانا ګانیبال” نومېده. نیکه یې د لوی پیتر تزار دوره کې لوړ ټولنیز دریځ درلود. پوشکین خپل لومړنی شعر په پينځلس کلنۍ کې خپور کړ. کله یې چې د(تزارسکویه سلو) په ښوونځی لوست وایه، د خپل ادبی استعداد او ځانګړې قریحې له مخې ټول ښوونځي وپېژندل شو. د لیسې له دورې تر فراغت وروسته یې یوه قصیده د (خپلواکي ته سندره) تر عنوان لاندې ولیکله، تزارلومړي الکزاندر هغه د دې شعر له امله له مسکو څخه تبعید او د پولیسو تر څارنې لاندې ونیول شو. په دې حالت کې یې نور شعر نشو لیکلای، خو یو نامتو نندارلیک( بوریس ګودنوف) یې همدا وخت ولیکه. د اتو کلونو په ترڅ کې (۱۸۲۵ تر ۱۸۳۲) یې یو بل نامتو ادبی اثر ( یوګني انګین) بشپړ کړ. په دې سره یې د ادب برخه کی تجربه زیاته شوه او همدا وخت یې په خصوصی ډول فرانسوي ژبه زده کول پیل کړل. په تسارسکویه سلو لیسه کې یې په زده کړو سره ټولنیز علوم او ادبیات زده کړل او د شاعري پرښته یې په اوږو کېناسته. نن ورځ دا ښوونځی د ده په ویاړ د ده په نوم نومول شوی دی. زده کړو سره د مینې له مخې یې ادبیات، ټولنپوهنه او فرانسوي ژبه په اوچته کچه زده کړل. سره له دې چې د یاغي او ازاد طبیعت له امله یې یو شمېر داسې شعرونه ولیکل چې د تزار له استبداد سره جوړ نه و، په تېره بیا (آزادی ته سرود) یې تزار غوسه کړ، یو شمېر ویناوو یې هم حکومت ته ټکان ورکړ، نو ځکه پوشکین له مسکو څخه ملداویا ته په تګ اړ شو، خو وروسته بیا ډېر ونازول شو او څو ستاینلیکونه یې ترلاسه کړل. پوشکین د ختیز ولسونو او ددوی فرهنګ سره مینه لرله. د فرانسوي ژبې د زده کړې او په دغې ژبې د لیکلو لیوال هم و. د روسیې او ختیزو- اسیایي هیوادو سره فرهنګي او تجارتي اړیکې له هماغه نولسمې پېړۍ تینګې وې. هغه وخت زښت ډیر روسي صنعتي لوښي افغانستان ته هم راتلل چی خلکو به (نیکلي) بلل. نیکلي د نکیولای له نوم اخیستل شوی و، چی د تزار د دوران څو واکمن وو. روسیې د هغه وخت پارس او ترکیې سره هم اړیکې لرلې. ویل کیږي چې پوشکین د ختیز د ادبیاتو (خصوصاً د سعدي د اشعارو)مطالعه لرله. بالمقابل د پوشکین آثار ایران کې پارسی ژبې ته ترجمه شوي دي، ترکیه کې هم په ترکې ژبه ژباړل شوي او مینه وال لري. ویل کیږي ترکي نامتو طنز لیکوال( عزیزنسین) د پوشکین د اثارو کلک مینه وال و. داسې ویل کیږی چې پوشکین کریمیا کې د(فواره) په نوم یو شعر په ۱۸۲۰م. کال کې ولیک. د دې شعر الهام یواځې د کریمیا ټاپو کی په یوه باغچه کې د اوبو د فوارې لیدل نه و، بلکې ده د(فواره) کلمه، مانا او تشبه د هغې عربي لیکنې څخه اخیستې وه چې هلته یې لوستلی وه. ده هلته د عربي او تاتاري ژبو، په تېره د انسان د سوری اتلسم آیت کی موندلې وه، چې جنت کی د اوبو یوه چینه ده. دا له شرقي روح، کلتور او ادب سره د ده مینه او اړیکې ثابتوي، افغانستان کې هم د پوشکین نوم او آثار له پخوا پېژندل شوي او ډېر مینه وال لري.
ده د نامتو استادانو په ډله کې یو یې د “ګوتینګن” د نامتو پوهنتون فارغ “پروفیسورکونیتستین” و چې د اخلاقیاتو او سیاست تدریس یې کاوه. پوشکین دا وخت د ادبیاتو تر څنګ سیاست هم زده کړ او د یو شمیر سیاسي رجالو افکارو سره آشنا شو او خپله هم یو وخت د هغه وخت د روسیې د یو نامتو غورځنګ غړی شو. لومړنی شعر یې په۱۸۱۴ د هغه وخت د اروپا خپرونو کی خپور شو. د ده خوږه منظومه ( روسلان او لودیمیلا) په ۱۸۲۰م. کې د شاعرانو او کره کتونکو پام ځانته راواړاو. د ادب کره کتونکو د پوشکین لیکنو او شعر کې یو ډول نوی احساس، هیجان، ژور درک او عاطفه او ښکلی ولولې و موندې چې د روسي ادبیاتو د رومانتیک دور زیری یې درلود. طبیعی خبره ده چې رومانتیزم د ولسونو د آرمان استازیتوب کاوه، نو ځکه پوشکین د ولسونو ازادي او ارمانو ته پام واړاو، ان دا چې په «ملداویا» کې یې د ټولنیز سمون، عدالت او د شخصیت د درناوی په خاطر فعالیت پیل او د هغه وخت د( فلیکی ایتریا) دغورځنګ غړی شو. کله یې چې د عثماني امپراتوری ظلم له یونانیانو سره ولید، د یونان دخلکو په ملاتړ یې د یونان د خپلواکي ملاتړ وکړ. له بده مرغه د ده دا سیاسي فعالیت بیا هم د حکومت د غوسې لامل شو، نو له هغه ځایه “اودیسه” ته ولاړ. په یو تبعید پسې بل تبعید سره مخامخ شو. دا وخت یې د تزاري دور له لومړی نیکولاس او بیا یې په ۱۸۳۱م. کې له نیکولای ګوګول سره کتنه وشوه. نیکولای ګوګول د ده د آثارو اغیز لاندې و. په دې سره د پوشکین نوم وپېژندل شو او د خپل دغه دریځ له مخې یې د یوې اشرافي کورنۍ یوې پیغلې “ناتالیاګونچارووا” سره واده وشو او دا وصلت د دې لامل شو چی د پوشکین اړیکې له اشرافو او آن د دربار خلکو سره زیاتې شي. دا وخت ده د سروان لور، د اوسلاویا ترانې او یو څو منظوم داستانونه او شعرونه ولیکل. د ده د دې دورې لیکنو کې فلسفي مالګه ګډه وه. ده د خپل ټولنیز، ادبی ،سیاسی فکر د خپرولو او نویو ملګرو د موندلو لپاره په روسی ژبه د ( نومهاله) په نوم مجله خپره کړه. دا مجله د روسیې د نولسمې پېړۍ ترټولو غوره مجله وه(۱۸۳۷م.). له بده مرغه له یوې خوا په ده باندی د لګښتونو بوج او له بلې خوا یې یو فرانسوی افسر( جرج دانتس) سره د میرمن د پټو اړیکو شک، په ده باندې ډېر بد اغیز وکړ، د چارواکو له خوا وضع شویو قیودو او څارنې هم مایوس او غوسه کړی و. ده له ډېرې غوسې دغه فرانسوی افسر ته چلنج ورکړ او تومانچه یی لاس کې واخیسته او هغه سره یې دوئل ته ودانګل چی یا به رقیب وژني یا به خپله له دې نړۍ ځي، په دې توګه په ۱۸۳۷م. کال کله چې نوموړی اووه دیرش کلن ځوان و، په دوئیل کې د مخالف رقیب له خوا په تومانچه وویشتل شو، دوه ورځې سخت ټپي و او په درېیمه ورځ یې د ټپ له امله سا ورکړه.
د پوشکین د ادبی خدماتو په پار اوس د روسیې، بیلاروس، اوکراین او ډېرو نورو هیوادو کې د هغه په یاد یادګارونه شته، موسسات او انجمنونه یې په نوم نومول شوی دي. آثار یې ډېر لوستونکي لري او خلک یې نوم ته درناوی کوي.
پوشکین د خوږو اشعارو ترڅنګ؛ نندارلیکونه، ادبی کره کتنه او نور نثري آثار هم لري. سره له دې چې له ۱۸۲۰م. کال مخکې اشعار یې د روسیې کلاسیکو اشعارو کې شمېرل کیږي، خو وروسته تر دې کال یې ادب او شعر کی رمانتزم راځلیږي. ده خپلو اثارو کې د روسیې ولسي ادب او ولسي کلتور ته پام درلود. ولسي و فلکلور کیسې او ترانې یې بیا را غبرګې کړئ. له یو څو ولسي کیسو یې ډرام او نندارلیک جوړ کړ. دیږه، زوم، کب نیوونکی اوکب ولسي کیسې یې په ښکلی بڼه ولیکلې. سره له دې چې د ده د یو شمېر آثارو نوم مو مخکې یاد کړ، دلته به یې نور اثار هم وپیژنو: دقفقاز بندي، روسلان او لودیمیلا، په بڼ کی فواره، دوبروفسکي، بوریس ګرودونوف، دسروزرو د مارغه کیسه، د پوکاچوف اړ-دوړ، د ښاغلی سروان لور، تابوت جوړوونکی، مریي، توره لومه، مسخره او ژوند، تورې نجونې او نور. د ده په آثارو کې تنوع له ورایه ښکاري، دبیلګې په توګه: بوریس ګرودنوف یوه تاریخي تراژیدی ده، خو (کنت نولین) یو طنز دی، نورو آثارو کې یې سیاست او مینه ښکاري. د پوشکین د لیکوالی ډېره برخه اثار د ۱۸۱۴–۱۸۲۰م. کلونو ترمنځ و، سره له دې چې دوه ځله تبعید هم شو، خو زړور وُ او لیکل یې نه پرېښودل. آثارو کې یې سیاست او د آزادۍ مینه له ورایه ښکاري. عجیبه ده چې (روسلان اولودیمیلا) اثر یې ښکلی موسیقیت او بیخي شرقي روح لري. له مسکو نیولی، تر ملداویا، ادیسا، کریمیا او قفقاز پورې طبیعی منظرو او د عوامو ژوند او روسي لرغونې کیسو په ده اغیز وکړ او دا د دې لامل شو چې اثارو کې د طبیعت توصیف ولیدل شي او رومانیت ته مینه وال شي. له «کارولینا سوبانسکی، آمالیا ریزنیچ او کنتس الیزا ورونتسوف» سره یې مینې او عاطفي اړیکو د ده لیکنو ته ځانګړی رنګ ورکړی دی. کله یې چې میکائیلوفسکو یه کې د تبعید ورځې تېرولې، هلته یې له آرینا رودیوونا څخه د روسیې پخواني او ولسي نکلونه واورېدل، دا نکلونه ده د رومانتیزم لپاره الهام شول، له بلې خوا له دې امله چې ملي تفکر یې درلود او ملتپالنه د رومانتیزم یوه ځانګړنه وه، نو آثار یې رمانتیک، خو د کلاسیک د خوږوالي لرونکي بلل کیږي، یعنې دوه هنرونه یې سره ګډ کړې دي. ده د ټولنې منځنی او متوسطې طبقې ته ډېر پام کړی و. د پوشکین اثار لاندنۍ ځانګړنې لري:
- دخپل وخت مروج (دودیز) سبک ته یې پرمختیا ورکړه، نوي سبکونه یې رامنځته کړل.
- دخپل وخت مروجه (عامیانه ویل کیدونکی) ژبه او کلاسیکه روسي ژبه یې سره یوځای کړه.
- د ولس او عادي وګړو ویناوې، عبارتونه او سیمه ییز اصطلاحات کارول.
- په واقیعتونو ټینګار او له کذب او ریا ډډه کول، خو ورسره دخیال د عنصر پالنه او کارونه.
- د نوي بیان دننه د کلاسیک جوړښت ساتنه او پالنه.
- د لیکنې د ښکلا لپاره د ډېرو مناسبو کلماتو موندل.
- د ادبی ایماژونو لرونکې لیکنېو پیچلې رسمي ژبې او عمومي پوهې او د خلکو د تفکر ترمنځ تعادل ساتل.
پوشکین له تخییل او واقعیت سپړنې؛ دواړو څخه ډېره ښه استفاده وکړه، استعارې او انځورونه یې ښه وکارول، دا په داسې حال کې لیک یې بیخي شاعرانه حس درلود. خو دا چې ټولنیز واقعیتونه یې بیان کړي، یو له ریالیستانو څخه شمېرل کیږي. بې له شکه چې د رومانتیزم تر څنګ د ټولنیز رئالیسم مخکښ هم و. روایتونه یې ساده او طبیعی و، ډېرو جزئي مسایلو ته یې پام و او باریکبین و. له لوستونکي سره د عاطفی تړون په خاطر له شخصي احساس او انساني لمس کیدونکو تعاملاتو و د روزمره پېښو یو ګډ تلفیق جوړ او یو عجیب تکتیک یې کارولی دی. ده نړیوال ادب، روسې ژبې او ادب ته یوه روښانه لار پرانیسته چې ده پسې وروسته نامتو نور لیکوال وروزل شول لکه: «لیوتولستوی، لرمانتوف، داستایوفسکي، بوریس پاسترناک، مایاکوفسکي، ماریناتسوتایوا، اناآخماتووا» اونور. دوی ټولو د پوشکین له آثارو په یو ډول نه، په یو ډول الهام اخیستی دی. د ده آثارو د تزار په مهال محبوبیت وموند، د بلوشویکانو هم خوښ و او اوس چې نوې روسیه او نوی نظام دی هم د پوشکین درناوی په خپل ځای او لازیات شوی دی. د ده شعر د روسیې موسقۍ بدله کړه، نوې اوپرا او رومانس ته یې لاره پرانیستله. د پوشکین نوم به نه یواځې روسیه، بلکې ټوله نړۍ کې ځلیږي.
مسعود: وایي د رومانتيزم د پېر پای د شاعرۍ زور و ځواک له زوال سره جوخت دی. لامل یې په څه کې وو، که په دې اړه لنډه رڼا واچوئ.
دودیال: زه شخصاً خپله داسې فکر کوم چې دا به مطلق حکم نه وي، بلکې په نسبي بڼه د شعر ترڅنګ نور ادبي ژانرونه را منځته او وده یې وکړه. له جولیز پلوه او د بڼې له پلوه ژانرونو رنګارنګي او تنوع وموندله. که پخوا ادب تر ډېره د شعر (غزل، قصیده، رباعیات، مثنوی…) په جوله کې و، د نولسمې پیړې په ترڅ کې او د هغې په پای کې یونیلک، طنز، لنډه کیسه او نورو ژانرونو وده ومونده، آن دا چې د شخصي خاطراتو لیکل د یوه ادبي ژانر په توګه ومنل شول. همداسې هم رومانتیزم سره جوخت او بیا هغه پسې نور ادبي مکتبونه را څرګند شول. دغه هر ژانر(ځېل) او مکتب خپله ښکلا، پیغام او بڼه لرله. لکه ریالیزم(realism)، اونانیزم، اګزیستینیالیزم(existentialism)، پوپولیزم(عوامگرایی Populism)، دادایزم(Dadaism ) او یوه دوه نور چې ډېر نامتو نه دي. دغو مکتبو له شعر پرته په نورو ژانرونو کې ځای ونیو، د دې ټولو سره جوخت شعر هم و، شته او وي به. آن دا چې شعر تر ټولو ښکلی، مهین، موزون او عاطفي ژانر دی. البته ځینې مکتبونه تر نیوکې لاندې راغلل، د بیلګې په توګه ویل کیدل چې ریالیزم هنریت ته ډیر پام نه کوي، بلکه ټوله موخه یې د ټولنی حقایق بیانول دي. دې نیوکو سره یو ځای ( ادب د ادب لپاره او ادب د ژوند لپاره) او نور نظریات را وپارول. یا ځینو نورو پوپولیزم خوښ نه کړ، ویل یې دا صرف عوامګرایي ده، دې سره ( هنر د عوامو لپاره او هنر د خواصو لپاره) بحثونه را وپارېدل او لیکوال او کره کتونکي یې بوخت کړل. یو شمېر نور بیا دادایزم نه خوښوي، وايي دې کې مایوسي، د جګړو له امله ګډودي، وژنې، فرانسې کې د وینو تویولو پېښې او نور بیان شوي دي…هر چا پلویان او کره کتونکي لرل. او په دې کې ستاسو د پوښتنې سره سم؛ یوه خبره دا هم مشهوره شوه چې ګواکې د رومانتيزم د پېر پای د شاعرۍ زور و ځواک له زوال سره جوخت دی ! خو لږ پراخ تحلیل او د ادب لویې دنیا ته نظر کول ښيي چې شعر له زوال سره نه دی مخ، بلکې له نولسمې پیړۍ را دېخوا د ادبیاتو نړۍ کې ډېرو نورو ګڼو مسایلو سره مخ کیږو. په تیره بیا افغانستان او یو څو نورو شرقی هېوادو کې پورتنۍ نظریه او پوښتنه ډیر صدق نه کوي. دلته لاهم شعر د ادب لویه برخه ده، آن دا چې کلاسیکان(رحمان بابا، حافظ، سعدی، خوشحال، مثنوی معنوی، کاظم خان شیدا، بیدل، حمید ماشوخیل….) لوستل کیږي او د خلکو ادبي مینه خړوبوي، خو ورسره غنی خان، پژواک، لطیف ناظمی، بارق، کاوون، … نه هیروو، دوی د معاصر دوران شاعران دي. ټول د ولسونو زړه کې ځای لري، لولي یې او زړونو کې ورته ځای ورکوي. دا دی اوس رومانونه هم لیکل کیږي او د ځوانانو پام یې رااړولی دی.کیدای شي دادب دتاریخ ځینی لیکوال او کره کتونکي ممکن بل نظر ولري، خو زه همداسې انګیرم کوم چې ما ستاسو حضور ته عرض کړل.
مسعود: په موسيقۍ کې د رومانتيزم تر ټولو مخکښې څېرې او رومانتيک هنرمندان او سندرغاړي، کمپوزران او آهنګ جوړونکي څوک ول او د هغو تر ټولو، نوموتي نښیرونه(اثار) کوم دي؟
دودیال: د رومانتیک دور موسیقي یا رومانتیکه موسیقي تر نورو هنرونو لاښکلې وه او اوس هم ده. دا ځکه هغه خیالي تصورات، منظرې او آزاد تخییُل چې د موسیقۍ څپو او ریتمونو سره اورېدونکي ځان سره په وطنو ګرځوي او په عواطفو جادو کوي، انځور ګري، ادب او فلم یې نشي کولای. دا ځکه چې دا نور یا انځور او تخییُل دی چې د شعر کلماتو کې دي، یا د انځور کرښو او رنګونو کې په سترګو ښکاري یا یې د ډرام په ستېژ او فلم کې ګورې، خو موسیقی زښته ډېرې منظرې لري، دا منظرې د اوریدنکي تجربو، سفرونو، خاطراتو او دننیو مکنوناتو پورې اړه لري. له بلې خوا زیاتره وخت موسیقي له شعر، فلم او درام سره مل وي.
دا سمه ده چې رومانتیزم لومړی د اتلسمې پیړۍ په ادبیاتو او انځورګري کې را څرګند شو، وروسته بیا موسیقارو د نولسمې پېړۍ له پیل راهیسې د ساز څپو کې راوست، خو کیف یې تر نورو هنرونو اوچت و. رمانتیسیزم په موسیقۍ کې هم د فردیت ولولې، شور، هیجان او تخیُلات لرل او د عقل په وړاندې یې بغاوت او طغیان وکړ. رومانتیک لیکوالو په اتلسمه پیړۍ کې د کلاسیک دور وچ قالبونه، وزن، قافیه، وعظ او موجود قراردادونه مات کړل، د بیان په آزادي یې ډډه ولګوله. شعر او بڼه او هم یې د بیان طرز نوی کړ، عواطف او احساس یې وتخناو او رمان خو بیخي رومانتیک تخلیق و. ورسره انځورګري او پژتوږلو نوي رنګونه خپل کړل، له ولاړ او دګم حالت څخه خوځنده شول، د عقلمندي د تبلیغ، وقار او دروندوالی په ځای یې شوخ او د مینې کیسې وښودلې. په موسیقي کې نامتو کمپوزیترانو لکه: «شوبېرت، شومان، شوپن، لیست، ماندلسون، برلیوز، چایکوفسکی، اِسمِیتانا، داورژاک، برامېس، وردی، پوچینی، واگنر، مالر» او یو څو نورو رمانتیک اړخ ته پام وکړ. دوی غږونو او نغمو ته رنګ ورکړ، زیروبم یې او هارموني یې له سره څپ څپانده، جادوګره، طبیعت ته نږدې او عاطفي کړه.
د رُمانتیکې موسیقي په دوره کې هارموني مهم ځای لري، رنګارګ میلودي او آکورد راڅرګند او د موزیک څپې لکه د طبیعت رنګارنګي څو ځلې خوځنده شوې چې له یو تونالیته بل تونالیته ته واوښتې(پرله پسې خوځنده موزونه څپې). په اصل کې همدا تونالیته، په تېره بیا تونیک تونالیته تر کلاسیکې دورې څرګندوالی او اوچتیا لري، په دې سره د تونال مرکزیتوب کم، خو د نغمو تنوع زیاته شوه.
د موسیقارانو او کمپوزیترانو ملیتوب او ناسیونالیسم د شعر او ادب او آنځور او میناتور په پرتله لازیات جوت و. د دغه دور کمپوزیترانو او سازیانو د خپل ولس فلکور ته مخ واړاو، ملی ترانې یې راژوندۍ کړې، خپله پخوانۍ ګډا او د نیکونو کیسې یې او ولسی افسانې یې د موسیقۍ څپو کې راغبرګې کړې او خپلې موسیقۍ ته یې ځانګړی ملي هویت ورکړ. د بیلګې په توګه د چایکوفسکی یو اثر چې رومیواو ژولیت یې ارکستر کړ؛ ټول د مینې ساز دی.
د شکسپیر دډرامو موسیقي چې وسوسه پاروونکی، له اظطراب او ولولو ډکه ده. ځینو بیا نرمه، لطیفه اوخوږه میلودی وغږوله، چې د ځوانی د مینی احساسات او لیونتوب یې اوراوه، ځینو د مست مارش ریتم مارش وغږاو، ځینو ژوره تراژیدي د ساز څپو کی راوستله. د رومانتیکې موسیقی نامتو موسیقاران دا دي:
«بتهوون واورئ یو خپلواک، یاغي- باغي او ازاد هنرمند، چې د ټول رُمانتیزم لپاره لارښود شو. خوږې نغمې اوسمفونی ګانی یې اوس هم روحنواز او د ستایلو دي. آلمان په بتهوون ویاړي. ده مذهبی، رسمی، حکومتی، فرمایشی او د کلیسا دخوښې موسیقي نه غږوله، ده روانپرور سبک خوښ کړ او د انسان دنننۍ نړۍ یې کشف کړه .»
د دې دورې موسیقی کې د «فرانتز شوبرت» اُتریشی ځوانیمرګ(۳۱کلنۍ کې مړ شو) نوم ځلیږی، ویلون او پیانو یې په جادوګرو ګوتو خلک مستول او ژړول.
آلمانی «رابرت شومان»، (۱۸۱۰-۱۸۵۲) په رمانتستی موسیقۍ کې وروسته تر بتهوون نامتو الماني دی. هغه خپلې مېرمن (کلاراشومان) سره پیانو غږوله او مجلسی سمفونیګانی یی اوس هم خلک اوري.
د رمانتیک دور د موسیقی بل ځلاند نوم لهستانی «فردریک شوپن» دی چې پلار یې فرانسوی، مور یې لهستانی وه. لهستان سره یې مینه موسیقۍ کې په څپو ده. د ده د نغمو بیلګې اوس هم په ثبت او ضبط شوې بڼه شته او خلک یې اوري.
مجارستانی «فرانتز لیست»، (۱۸۱۱-۱۸۸۶م.) هم باید هېر نه کړو، په ویانا ښار کې یې زده کړی وکړې، له شوبرت او بتهوون سره آشنا شو. د ورځې یې ۸-۱۲ ساعته په پیانو مشق او تمرین کاو، ویلون یې هم زده و، یو وخت دکلیسا خاخام/کشیش شو، د کلیسا موسیقي یې اصلاح کړه او د کلیسا لپاره یې هم سمفونۍ جوړې کړې او یو روحاني منصب یې ترلاسه کړ.
فرانسوی «هکتور برلیوز»، (۱۸۶۹مړ) له شل کلنۍ موسیقیي زده او یو وخت د یو آرکستر مشر شو. ده اوږدې او ځنډ لرونکې میلودیګانې او نغمې وغږولې چې ارکستر کې یې څلور کوچنۍ طبلې، ویلون، آکوردیم او برنجي تروم(طُرُم) و.
رومانتیک موسیقۍ کې د روسیې د لوی هیواد (چایکوفسکی) نوم تل ځلیږی. هغه نابغه و، په سنترزبورګ کې یې د موسیقی درس پیل او بیا د مسکو د هارمنی درسونو کی شامل شو. هغه موسیقې کې د روسیې ملی او ورسره نړیوال عناصر ګډ کړل. دولس کاله یې د موسیقۍۍ لپاره کار وکړ. د چایکوفسکي بل هنر دا و چې خپلې جوړې کړې نغمې یې تشریح کړي هم دي، او د خپل تخلیق راز او ځانګړتیاوې یې ښودلي دي. چایکوفسکي نه یواځې خلاق او پنځګر، بلکې استاد او ښوونکی و. هغه خپله څلورمه سمفوني دومره ښه شرح کړې چې نورو ته انګیزه ورکوي.
«یوهانس برامز» دالمان په هامبورگ کې نړۍ ته سترګې پرانیسیتې، پلار یې «کنترباس» غږولو کې نامتو و، ده پیانو زده کړه، وروسته بیا ویانا ته مهاجر شو. ده د «بتهوون، موزارت، چایکوفسکي،هایدن او هندل» آثارو سره مینه لرله.
د دوی د موسیقي څپو کې د دوی خپل احساسات شخصي- انفرادي نړۍ، خیالونه ګورو او اورو. عاطفه، احساس، د طبیعت سره موافق او برابر نغمات یې زیراو بم کې عواطف او نازک احساس تخنوي، چې د ښکلیو الوتونکو، سهارنۍ وږمې او د روانو اوبو د غږ په شان ښه لکیږي. په حقیقت کې هر هنر چې تومنه اولومړني مواد یې له طبیعت څخه اخیستي وي، رُمانتیک بلل کیږي، په تېره بیا موسیقي چې غږونه یې د طبیعت له موزونو سمفونیګانو الهام اخلي. موسیقي ته نړیواله ژبه هم وایي، چې د هر وطن په موسیقي هر څوک پوهیږي او ښه موسیقي چې د هر وطن وي، په غوږو ښه لګیږی، نو لږ به د خپل هېواد په موسیقي هم خبرې وکړو. که د موسیقي په اړه لږ نور هم وغږیږو، نو ویلای شو چې: د موسیقۍ هنر یوه نړیواله کلتوري ښکارنده ده، دا یو ډېر له باریکیو ډک، ظریف او ستونزمن تخلیق دی، چی له تخنیکي ابزارو(دموسیقي وسایلو)سره یوځای، د هنرمند شخصي استعداد، د ده فردي علاقمندي، تلاش او نوښت پکې لازیات رول لري، نو ځکه د نړیوال او عمومي اړخ ترڅنګ، یو انفرادي اړخ هم لري . ښه هنرمند هغه دی چې نه یواځې دا چې شعر پیژني، بلکې د شعر روح ته ننوځي. دی له شعر نه داسې کمپوزونه جوړوي او په داسې ډول یې وایي چې پر اوریدونکي اغېز کوي او د شعر د معنا په رسولو کې له هغوی سره کمک کوي. زموږ د موسیقي ډېره برخه رومانتیکه ده، آن زموږ کلاسیکان رومانتیک وو(!) د استاد قاسم مشهوره سندره د استقلال او ازادی په هکله ده. د استاد سرآهنک دا سندره څومره ولسي ده، د مینې له ستاینې ډکه، عاطفي او د تخییل او ښکلا لرونکې ده:
وړې لیلو سهار دی، ونې پاڼې..
یا د استاد رحیم بخش دا سندره:
په سرسرتور څیرې ګریوان ګوره مجنون راغی – د لیلا په مینه سوی جګرخون راغی…
زموږ یو شمیر ولسي سندرغاړو د(داستان)په نوم سندرې ویلی، چی یوه مشهوره یې د احمدخان په آواز کې د شیرعلم او میمونې، بل د آدم خان- درخانی او نور نکلو دي، چې ملی رنګ لري. دا ډول ملی او عشقی موسیقي رومانتیک موسیقي ده. د ناشناس په یوه سندره کې هم لکه زموږ د یو شمیر محلی سندر غاړو د ولسی نکلونو او (داستان) په شان نومونه راغلي دي لکه د (رادو) عشقي کیسه.، یا د احمد ظاهر دا سندره:
لاړ شه ننګرهار ته کمیس تور ماته راوړه
تازه تازه ګلونه درې – څلور ماته راوړه
فرحت په تبی تور د باجوړ ګلونه…
یا دګلنار بیګم د (وه د کونړ غلام مامده باړی له مه ځه) سندره
یا د ملامحمد جان سندره : بیا که بریم به مزار ملا محمد جان، سیل ګل لاله زار واوا دلبر جان…
د دې ډول سندرو یوه بله بیلګه د احمد مرید په غږ کې د توره جان نکل دی. توره جان بهادري د هیواد د شمال ولایتونو کې یو ولسي اتل دی چې د حاکم استبداد په وړاندې د ولسونو د حقوقو د دفاع په خاطر دریدلی و، عدالت یې غوښت او د آزادۍ پالونکی و. بالاخره د توپ خولې ته وتړل شو او ټوټه ټوټه شو:
توره جان بادری ،پهره دارش کابلی
توره ره میبرند دم توپ قاطری…
توپ اول صدا کد، توره ره ورخطا کد
توپ دوم صدا کد ، توره ره به هوا کد
توره جان بهادری …
د توره، محمدجانخان وردک او نورو ملي اتلانو حماسو ولسي سندرو کې غوره ځای درلود، چې خدای مه کړه د هېرېدو په حال کې دي. د حماسو ستاینه ټوله په رومانتیک تخییُل سره وه. دې ډول سندرو یوه بله بیلګه د استاد منور په خواږه او ښکلي آواز کی د میمونې او شیرعلم تراژید نکل دی، چې له احمد خان سره په توپیر ثبت او ضبظ شوی، دا هم یو بیساری هنری شهکار دی. عجیبه ده چې دا داستان له تصویر، غوټې اچولو، تلوسې بیا تر اوج او غوټې پرانیستو پورې د یوه ډیر تخنکي –فني – ادبي لنډ داستان جوړښت لري، چې دا مطلق د رومانتیک داستان ځانګړنې دي.
همداسې هم د رادوجان تراژید نکل چې د ناشناس سندرې له هېرېدو ساتلي دي .
دختر دیوان- بی بی رادو جان
به شــهر خو زمینګیرم تو کردی
چو مجنون پا به زنجیرم توکردی
لاله ره قسم دادم که رادو ره نه سوزان…
پورته ټول نکلونه د مینې سوځنده کیسو او یا هم د ولسي اتلانو او ننیګالو دژوند له پېښو څخه جوړ او ډیر تراژید پای لري. ولسونو یې په خپلو سندرو کې اتلان جاویدان ساتلې دي، لکه هغسې یې چې د انګریز په وړاندې د افغاني غازیانو نکلونه تلپاتې کړې دي. د علم ګنج سندره:
علم ګنج در ګرفت دودش برامد … آغا بیا بریم علم ګنج
یا : ایوب شیر غران است، محمدجانخان مرد میدان است، بیا…
یا: چون به میدان آیی میدانی ام(د استاد قاسم موخه افغاني غیرت دی چې انګریز ته یی په یوه سندره کې خطاب کړی و) او داسې نورې سندرې چې اوس هرې یوې د یوې حماسې بڼه غوره کړې ده. د ارواښاد استاد قاسم او استاد میرانبخش د استقلال ترانه خو یې په سر کې راځي.
د میرمن قمرګلې دا سندره ( راځه چې یوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې)، یا (زاڼې- له اوبو لاړې زانې، زانې ندی شنې کوترې…) سندره،یا (زه انتظار کوم ستا د سترګو…)، (زه چی توررانجه کم په سترګو پورې مورې…) دا هره یوه د رومانتیکې موسیقۍ ډېرې غوره بیلګې دي، هم یې نغمه او هم یې شعر هغه رنګ، خوند او کیف لري، کوم چې یو ریښتیاني رومانتیک اثر یې لري، یا د صادق فطرت ( لوګډ شو، دلونګو لو ګډ شو). د محسورجمال(سره یو شئ وطنوالو..) د استاد ګل زمان ( دا وطن ودان وطن دا د لوی افغان وطن) د استاد مددی او د راډیو افغانستان د ارکستر ډېرې نغمی د رومانتیک موسیقۍ بیلګې دي. آیا چا به د غره لمن کې د وزو او میږو د کړنګانیو کړنګا سره د ځوان شپونکي دشپیلۍ غږ اوریدلی وي چې ښکلی نسیم یې غونډویو اوتړو کې راغبرګوي؟ تر دې رمانتیک ؟! زما کټ مټ دا رمانتیک منظر یادیږي او هیڅکله به مې هېر نشي.
پورتني مثالو کې مو د داستان یادونه ځکه وکړه چې دا زموږ د ولس د څپانده احساساتو برخه ده او دې ته ورته نور داستانونه هر یو یې یو تراژید سرګذشت یا یوه ملي حماسه بیانوي. د افغاني رومانتیکې موسیقۍ اوریدل د اوریدونکي احساسات پاروي او په خاطراتو پسې یې سرګردانه کوي، چې معمولاً ده ته د یوې( خوندورې نوستالیژې) رنګ پیدا کوي. د دې تر څنګ موسیقي نورې عاطفي اغیزې هم لري. متاسفانه موږ د موسیقي په اړه په لیکلې بڼه لږ اثار لرو، رومانتیک موسیقي مو هم نده تشریح کړئ. ځینې خلک موسیقي بې تاثیره بولي. ډېر ښه شو چې دا پوښتنه مو وکړه، د دې علت په غلطه سره مذهبي او دیني ممانعت ښودل شوی دی، ځینی لا وایي چې دلته افغانستان کې موسیقي سره مخالفت و او باید دموسیقي سره دښمني او مخالفت ته لکه د خپلو نیکونو په شان دوام ورکړو، خو دا بیخي دروغ دي. په لنډ ډول به یې روښانه کړو:
د یونان له فلاسفه وو او بیا تر راوروسته نورو پیړیو پورې ګڼ شمیر فلاسفه وو، ارواپوهانو، د هنر د ډګر څیړونکو او نورو د موسیقۍ په برخه کې ډیرې لیکنې کړي دي،
روانپوهان موسیقي د روح غذا بولي، علمي څېړنو ښودلې چې ماشوم آن نړۍ ته له راتګ مخکې د مور په ګیډه کې موسیقي اوري او اغیز ورباندې کوي، ساینسپوهانو په بوټو او څارویو د موسیقي اغېز ثابت کړی دی. رومانتیکه موسیقي عواطف تلطیف او تربیت، د شخصیت په وده او رواني سلامتي تاثیر لري. د اپلاتون نامتو کتاب(جمهوري)کې موسیقی له څلورو نورو درسی مضامینو سره یو ځای ضرور ښوودل شوی وه، دا مضامین: ریاضیات، هندسه، نجوم اوهیاًت او موسیقي وه. موسیقي اصلاً د هنر له اوه رنګه ګلانو څخه یو یې دی چې د انسان له فطرت او ذاتی تخلیق څخه د ده په خټه کې اغږل شوې ده.
موسیقي په هند کې د مذهب یوه برخه ده. زموږ تصوف کې هم (سماع) خپل ځای لري. رومانتیکه موسیقي د روح د انبساط او په روغتیایي حالت کې د انقلاب لامل کیږي.
له تاریخی پلوه ؛ ترټولې نړۍ مخکې او لومړی مسلمانان په موسیقۍ او تاثیراتو باندې یې پوه شوي دي ، آن نوم یې عربي دی. د موسیقۍ د تلفظ اصلي بڼه په عربي کې(موسیقا ) ده. مسلمانانو د اوښانو د الرکبان ریتم ته انکشاف ورکړ. مصري ام ګلثوم او د هغی رومانتیکې موسیقۍ نړۍ کې نوم وګاټه. مسلمانانو ځکه موسیقي کې ښه پرمختګ وکړ، چې په ریاضي کې تکړه وو. دوی لکه د ریاضي د فرمولونو په شان موسیقي کې هم پیچلي رموزونه وموندل چې تر اوسه د دوی په نوم ثبت دي. دوی ډېر پخوا او تر غربي موسیقارانو وړاندې د ریتم او اهنګ او نغمو لپاره ګامونه او د غږیزو هارموني اندازه ولګوله. اروپا هم د موسیقۍ ډېر رموزونه له اسلامي نړۍ څخه زده کړل. دوی د( سعیدبن مسجح – ۶۸۳ م.) او د هغه د شاګرد (ابن محرز-۷۱۵م.) له لیکنو ګټه واخیسته. وروسته بیا یونس کاتب( ۷۴۲م.) د موسیقي برخه کې نور کار او څېړنه وکړه او د (القیان) کتاب یې تالیف کړ. د هارون الرشید و مامون الرشید د خلافت په دوران کې نور تالیفات هم وشول مثلاً: «اسحاق موصلی ، د الکندی (۸۷۲م.) نومونه یادولای شو، یا ابن عبید ربیحی (۹۴۰م.) چې د اسلامی موسیقي پوهانو په اړه یې کتاب لیکلی و، ابوالفرج اصفهانی دعربانو او عربي ترانو په اړه “اغانی” کتاب لیکلی دی. لسمه میلادی پېړۍ کې ابونصر فارابی د موسیقۍ په تړاو تالیفات لرل چې لاتین ژبې ته ژباړل شوي وو. د موسیقي په اړه د ابن سینا او ابن الرشد آثار په اروپا کې تدریس کېدل. امام غزالی (رح) نصرالدین بن طوسی او جلال الدین دواني، مجریطي، خداد، شمس الدین محمد، محمد بن مراد» ټولو له ۱۱۱۱م. کلونو څخه د دولسمې میلادي پیړۍ ترپای پورې د موسیقي په اړه څیړنې او د ستاینې وړ کار کړی دی. ویل کیږی چې د «حضرت دواد» ښکلي غږ ته به د هوا مرغان راکوزېدل او الله پاک دا ده ته معجزه مقرره کړې وه. لحن د قران په تلاوت، د حمد او نعت لوستلو کې د ستاینې وړ هنر بلل شوی دی. لحن په خپله موسیقي او موسیقیت ده.
د موسیقی په اړه د صدر اسلام له دور هم روایات شته، وایي چې؛ امام محمد غزالی له حضرت شیخ ممشاد دینوری(رح) روایت کړی دی: یوه اصحابي یو ځل رسول الله په داسې یو روحانی خاص حالت کې ولید چې دا حالت د وحی له نزول ورته واقع شوی و، له مبارک رسول څخه یې پوښتنه کړی وه: ایا غنا(موسیقی) ناروا بولئ؟
حضرت رسول اکرم(ص) وفرمایل: لحن، موسیقي او غنا کې هیڅ شی منع نه دي، خو باید په قرآن پیل او په قرآن ختم شي، سماع د زړه قوت زیاتوی. بیا روایت شوی چې منع ندي، خو د لمونځ وخت کی ندی روا.
زموږ د موسیقي او د هغې د رومانیت په اړخ هیچا لیکنه نه ده کړې، یواځې استاد سرآهنګ د «قانون طرب» په نوم یو اثر لیکلی او اینجنیر صاحب قیام معلومات نشر کړي دي او استاد مددي په دې اړه یو کتاب لیکلی دی. هغه خدمت چې استاد سرمست(په تېره فولکور)موسیقی ته کړی، نه هیریږي. حال دا چې موږ باید د افغانی موسیقی، دموسقي د معمولو وسایلو( رباب، دننبورې، غیچک، هارمونیې، ډول او طبلې) او د موسیقي د ملي مکتبونو( لوګری او شمالی، مشرقی، هراتی او اماتور) بشپړه پېژندنه وکړو. دلوګري او شمالي موسیقي(چې ډېره سره نږدې ده) نامتو څېرې: الحاج استاد دُرمحمد لوګری، سلام لوګری، بیلتون، ظاهر چاریکاری، حمیدالله چاریکاری، زمان شوقی…و. کبوتر، بازګل بدخشی، صفدر توکلی ځانګړی طرز موسیقی غږوله، استاد منور، استاد ایوب، قدیم، استاد اولمیر او قمرګلې خپل سبک درلود چې تر ضربه یی او تاري هارمونیکه وه، د استاد زاخېل د هارمونیې نغمې ترټولو زیات رومانتیک اوصاف لرل. اماتورانو لکه ظاهر هویدا، حبیب شریف، میرمن ژیلا، شمس الدین مسرور، ناهید، جوادغازی یار، احمد ولی، رخشانه(حمیده وزیری)، صابر، نعیم پوپل، احمدولید، استادځلاند، صادق فطرت، عبدالله هنګامه، شادکام او نورو غربی آلات( اکاردیون، جاز، پیانو، فلوت، ګیتار) دود کړل او غربي او شرقي سازونه یی سره ګډ کړل. دغه مسایل، د خراباتیانو تاریخ او د افغاني محلی موسیقي څېړنه له موږ څخه پاتې ده.
د افغاني موسیقي وسایل او آلات هم ځانګړی لرغونتوب او د پرمختیا بهیر لري. مثلاً هندي سِتار له افغاني دنبورې(تنبور) او (سرود) په نوم د موسیقۍ وسیله له پښتني رباب څخه انکشاف کړی دی. پښتو ادبیاتو کې پښتو رباب ډېره اوږده سابقه لري. موسیقي عسکري فن، سینگنالونو، د مارشونو او سپورت تنظیم ، د تشریفاتو مراسمو او نورو ځایو کې له عربو تر عجمو پورې خپل ځای درلود او لري یې. موسیقي عرفاني مولویه طریقه کې جلا مقام لري. متاسفانه وروستیو دیرشو کلونو کې افغاني موسیقي هېره شوه. هیله ده دغه رومانتیکه هنري باغچه بیا وغوړیږي او د تېر په شان تازه شي. نه یواځې موسیقي، بلکې د خپل میناتور، تذهیب، د معماري د هنر او پژتوږولو برخه کې مو هم کار نه دی کړی، حال دا چې میناتور هرات کې و روزل شو او ګاونډیو هېوادو ته خپور شو. کله چې یو څوک د غلام محمد میمنه ګی او استاد ریشتیا د هنری اثارو ننداره کې ډوب شي، د هنریت رمز ته یې ګوته په غاښ شي.
له ډېر پخوا د هرات دمیناتور سبک یو ځانګړی هنري مکتب بلل شوی و او وروسته بیا له افغانستان څخه ډیرو نورو سیمو ( لکه اوسني ایران، بین النهرین، هند) ته خپور شو. د میناتور رومانتیک سبک انځورګري هرات کې سا واخیسته او تر نن ورځې پورې د خط او میناتور په برخه کې د ګڼ شمیر افغانانو هنرمندې ګوتې خپل هماغه کمال نړیوالو ته زباتوی، چې کمال الدین بهزاد زبات او نړیوالو ورته د ځانکړي سبک د خاوند نوم او لقب ورکړی و. دغه هنر یو ځل د اوومې قمری پیړۍ په نیمایي کې د خواجه میرک، بهزاد او یو شمیر په مهاجر کیدو سره د نړۍ نورو سیمو ته خپور شو، او یو وخت هم له هرات څخه د آقا رضا جهانګیري پرمهال ایران ته معرفی شو چې په ایران کې د تبریز او اصفهاني دوو مکتبونو اساس وګرځید او یو وخت بیا آن تر هند پورې ورسید. همدغه مهال د هرات د خط، میناتور او تذهیب ځانګړی سبک د خپلو ټولو عناصرو او مشخصاتو سره وپیژندل شو، لکه هغسې چې لوګري موسیقي دخپلو عناصرو او مشخصاتو سره د جلا رُمانتیک سبک په توګه پېژندل کیږي.
د علی شیرنوایي په دوره کې د مولانا کمال الدین شاه شاعر، خواجه میرک نقاش او خطاط، کمال الدین بهزاد میناتوریست او داسې نورو شاعران، لیکوال، خطاطان او هنرمندان فرهنګی چارو ته وهڅول شوول. نه یواځې د نوایي پر مهال، بلکې د لرغوني هرات د ویړ فرهنګ وړانګې نورو وختونو کې هم شاوخوا خورې شوی دي. د بیلګې په توګه وروسته تر ۸۲۳ق. کال څخه د شاهرخ مرزا او د ده د زوی؛ شهزاده بایسنقر مرزا پر مهال چې دوی دواړه د میناتور او خط د هراتی سبک کلک ملاتړی وو، د ګاونډیو هیوادو اتباعو ته ورزده شو. د بایسنقرانو دغه هنري بنسټ چې خط او تذهیب یې مهمه برخه وه د ( دارالصنایع کتاب سازی) په نوم شهرت وموند او د بایسنقر د دورې خپاره شوي کتابونه د میناتوری او ښکلی خط له مخې د نړۍ د هغه وخت بیساري آثار وشمیرل شول. په سیمه کی د اسلامي فرهنګ یو مهم جز شو او ډیرو اسلامي هیوادو کې د قران عظیم الشان خطاطانو، د شعري دیوانونو مر تبینو او د جوماتونو او نورو ودانیو جوړوونکو ورڅخه زده کړه وکړه، خو د دې معنا دا نه ده چې دغه هنر له هرات څخه پردی شوي وي. د بایسنقر له مړینی وروسته (۱۴۳۳م.) بیا هم هرات د ښکلي خط او میناتوري مرکز و او د ده د زوی علاو الدوله تر دورې پورې( ۱۴۴۷م.) خط او میناتوري پالل کیدل. ډیر وروسته بیا، یعنی هغه مهال چې اتلسمه پیړۍ کې هرات لویو سیاسي ستونزو سره مخ شو، د دغه ولایت مدبر وزیر یارمحمد خان د هرات د ارضي تمامیت او اقتصادي شیرازۍ د ساتنې او دفاع تر څنګ د دغه ولایت منورین، دیني علما، هنرمندان او هنري ارزښتونه وساتل. له نیکه مرغه تر اوسه پورې هرات کې د میناتورۍ او خط هنر او د دغه هنر هنرمندان شته. حال دا چې ښکلی خط او د(حُسن خط) هنر لویدیز کې نشته.
زموږ د میناتوري سبک کومې ځانګړنی درلودې؟
د کمال الدین بهزاد او له هغه وروسته د میناتور او خط اثار دی سوال ته ځواب وایی. دې برخه کې ډیرو لیکوالو لکه بازل ګري، عبدالحی ګردیزی، غبار، علامه عبدالحی حبیبي، حمیدي انصاري، بنجامین راولند، انګریزمورخینو توین او جاناتن لیی، سرمحقق محمد آصف ګلزاد، ګودزری، عارف عثمانوف، مجیدمهرګان، ډاکټر شهراني او نورو لیکنې کړي دي. له دغو څیړنو او لیکنو ښکاري چې د هرات د ښکلي خط او میناتور مکتب په دوو پړاونو کې پرمختګ وکړ . یو پړاو یې د سلطان حسین بایقرا او نوایي دوره او بله یې د هرات د هنري کارګاه چې د بایسنقر د زوی شاهرخ پرمهال یې ډیره اوچته توانایي او ښه پیاوړتیا ترلاسه کړې وه او د هنري هستولو، ظرافت او سنجیده ګي په ترکیب کې یې ډیر رغنده رول ترسره کړ او په دغه سیمه کې یې یو بیساری غوړیدلی هنر وزیږاوه. په دغه کارګاه کې د نوښتونو د رامنځته کولو لپاره ځانګړې طراحي او نقشې چمتو شوې. د تیموري عصر هنر پالونکو هڅو په ښکلي خط او انځورګري، ودانۍ جوړولو، ادب او نورو دغه ډول نوښتونو کې اغیزمنې وئ. دا نوښتونه رُمانتیک نوښتونه وو.
په عمومی توګه د رُمانتیکې میناتورۍ په نوښتونو کې درې ټکی: طبیعت پالنه، واقعیت پالنه او سمبول پالنه او په تیره بیا د عرفان موضوع اوچته ښکاري.
د هرات په مکتب کې د میناتوري د هنر یو بل اړخ سره هم مخامخ کیږو چې د لومړی ځل لپاره په دغه دوره کې رامنځته شو. هغه د ښکلي خط او مُرقعاتو یو ځای کیدل او په ښکلی خط د شعرونو لیکل و. زموږ لنډیو، کاکړیو او څلوریزو کې هم رومانیت او ځانګړي آرماني- تخییُلي تصورات شته. په دې توګه د منظرکشي، تخییُل، د طبیعت ستاینې، آزادي پالنې، … لنډه دا چې د رومانیت او رومانتیزم په برخه کې موږ د هنر او هڅوب پراخه ډګر کې ډېر څه دویلو لرو، متاسفانه نه مو دي ویلي. اوس چې تاسو دا سوال مطرح کړ، ډېره لږ مې ورته اشاره وکړه. که وخت، عُمر او فرصت و په دې اړه به نور بحث هم وکړو او د څو افغاني فلمونو یادونه به هم وکړو.
مسعود: تاسو د رومانتيک او مینه ناکو فلمونو په اړه څه اند لرئ؟ ایا د (تایتانیک۱۹۹۷) فلم د دې فلم د سوداګرۍ، منځپاګې له مخې د تاریخ تر ټولو بریالی رومانتیک فلم وو او که څنگه ؟
دودیال: رومانتیکانو یواځې ادب کې نه، بلکې دهنر ټولو ډګرونو کې اغیز درلود، دوی ولولې، هیجان او احساسات وپارول، د انسان د روح هوس یې وتخناوه، د شعر او رومان د لوستونکو، د انځور د لیدونکو، د موسیقۍ د اورېدونکو او د فلم د لیدونکو احساسات په دې مکتب کې اهمیت لري، د انسان غم او تراژیدي هم تمثیلوي. د رومانتیزم مکتب یواځې شعر، داستان او ناول پورې محدود او منحصر نه دی، بلکې دا مکتب نورو هنری ډګرونو لکه موسیقي، ډرام او فلم کې هم څرګند شو. دا سمه ده چې درمانتیزم جادویي کلمات، ایماژونه، ادبي ځانګړی صنعت یې زړه راکښونکې او جذابه ښکلا وه. کلاسیکانو یو شمیر ساده او ټاکلي کلمات کارول، خو رومانتیکانو کلماتو ته ډېر اوچت ارزښت ورکړ، کلماتو کې یې خیال، د طبیعت د ښایست ستاینه، ولوله پاروونکی آهنګ او نظم، د کلماتو او احساساتو ترمنځ اړیکه وکارول، په انځورونو کې شین رنګ زیات وکاروا چې طبیعت سره مینه څرګندوي، په ډېرو رومانتیکو انځورونو کی افق هم اوچت خیال او هم د نړۍ پراخوالي ته اشاره ده، د زاڼو الوتل د ازادۍ او لوړو خیالاتو تمثیل دی او داسې نور. د هغه وخت په تیاتر کې هم د رومانتیزم هرکلی وشو، لکه: په ۱۸۸۰کې د هانوور په تیاتر کې رومانیست ډرامونه، او بیا د (Wallensteins ) ننداره، ړایمار، د موزارت جادوګرې نغمې ته اوپرا او د ګویته صحنه ییز هنر، د لودویک برمن انځورګري، د مسینا ناوی ننداره، د میرمن اورلان په نوم ننداره(دشیلر لیکنه) او نور مثالونه. همداسې هم مینه یې فلمونو کی ضبط او ثبت کړه چې انساني غوښتنه ده، نه یواځې تیتانیک، بلکې یو شمېر نور فلمونه هم شته چې مینه ستایي، د مینې کیسه کوي او مینه ښيي، لکه:
(دګلف د لوبې په میدان کې مینه) یو تلویزیوني فلم دی. اصلی کرکتر څو ځله ماتې سره مخامخ کیږي، په پای کې بوداپست کی خپل کورته ځي، چې د دغه ورزش په اړه ځان سره د راتلونکي لپاره وروستۍ پریکړه وکړي، دا وخت د ګلف یو مربي سره مخامخ کیږی او کمک ورسره کوي، ترڅو خپل ریښتیانی استعداد کشف او مینه پیدا کړي. فلم اخیستونکی ښکلي بوداپست ښار کې ډېرې ښې منظرې غوره کړې دي، چې فلم ځانګړی بصري جذابیت موندلی دی. دا فلم یو مثبت پیغام لري چې سختو شرایطو کی خلک له ناهیلۍ ژغوري.
نه تمامیدونکی شاتګ (Turtles All the Way Down) په ۲۰۲۴م. کال کی د جان ګرین له رُمان څخه جوړ شوی فلم دی. دغه رومان ترټولو زیات پلورل شوی و، خلکو ډېر خوښ کړی و، نو ځکه ورڅخه فلم هم جوړ شو. فلم رواني او احساسي اړخ لري. یو ځوان چی وسواس، پریشنانۍ او شدید سترس سره مخ دی. د دغه ځوان نوم (آزا) دی. هغه غواړي چې له شدید سترس سره مبارزه وکړي او خپل عادي ژوند په مخ بوځي. ازا راز راز حالات آزمیي، چې لیدونکی انساني د ننني پیچلی رموزاتو ته ځیر کوي. په فلم کې ټولې ستونزې دهیلو نښې لري. هره ستونزه کې د تیاره تونل پای کی رڼا ښکاري. دا فلم یو شمېر مهم موضوعات لکه روغتیا، روانی سلامتی، دوستی، مینه او کورنۍ انځوروي، لیدونکي ژور سوچ ته بیایي.
کورنۍ اړیکې، یو بل هغه رمانتیک فلم دی چې کمیډي اړخ هم لري. په دې فلم کی نامتو هنرمندانو( نیکول کیدمن) او (زک افران) رول لري. کیسه یی د مینې ده.
پخوانی ژوند(Past Lives): دا فلم په ۲۰۲۳م. کال کې ډک او نندارې ته وړاندې شو. دوه دوستان وروسته ترڅلور ویشتو کلونو یوبل مومي، په دې موده کې یې یو بل ندی هیر کړی، خو د ژوند بیلابیلو چاپیرالونو هر یو کې جلا احساس او رواني حالت ایجاد کړی، کله چې یو بل مومي یو عجیب احساس لیدونکو ته پیدا شي. په دې تصویرونو کې عاطفه او هیجان څرګند ښکاري.
د شیانو خوند(The Taste of Things): د فرانسې او ویتنام ګډ تولید شوی فلم دی چې دخوراکونو د خوند احساس بیانوي. زړه راکښونکې کیسه لري.
د رای لین (Rye Lane) په نوم فلم چې رین آلن میلر په لندن کې جوړ کړی د عواطفو، د مینی د منظرو او د احساساتو د بیان له پلوه یو حیرانوونکی فلم دی. په دې فلم کې د سینما نړیوالو نامتو کرکرترونو(دیوید جانسون) او (ویویان اوپارا) رول لوبولی دی. فلم په ۲۰۲۳م. کال سینماګانو ته راووت.
ستا د مینې روستی لیک(The Last Letter from Your Lover) یو د مینې او ولولو فلم دی چې په ۲۰۲۱م. کا د (آگوستین فریزل) له خوا د سینما نړۍ ته وړاندې شو. په فلم کې ( فلیسیتی جونز) او (کلوم ترنر) کار کړی دی، ښه ځليدلي دي او فلم ډېرو خلکو خوښ کړ. کیسه یې په ۱۹۶۰ کې د یوې ښځې او خاوند ژوند راښيي.
ځاله یا The Nest د( دورکین) په هنرمندانه خواریو جوړ شوی فلم ده چې د رمانتیکو فلمونو یوه ښه بیلګه ده. یو عاطفی عجیبه کیسه لري چې (جود لا) او (کریکون) یې اصلی لوبغاړی دي. یوه امریکایي کورنۍ د انګلستان یوه کلي کې یو ښایسته کورته ځي، هلته عجیبو پېښو سره مخ کیږي، د کرکترونو تر منځ یوه نه اټل کیدونکی واټن راځي چې په فلم د غم او اندېښنې وزرې خپریږي. د انسان رواني حالت آزمایي. عاطفه، مینه، پیښې او د انسان احساسات.
مسعود: مونټسکیو د روښانتيايي پېر د فرانسوي له سیاسي اندوالو ځنې وو. د ده یو نامتو نښیر(اثر) د ”اروا دوی یا روح القوانین” ( De l’esprit des loix) نومېږي. او همداسې ولټر چې د فرانسې نوموتو فیلسوفانو او لیکوالانو څخه دی؛ د ده یو نامتو نښیر(اثر) (فلسفي لیکونه) دي، ستاسو په اند د دغو لیکوالو دا نوموتي نښیرونو(اثارو) د رومانتیزم د مکتب په وده کې کوم رول لوبولئ او په رامنځته کولو یې څه اغیز درلود؟
دودیال: مونتیسکو نه یواځې دا چې ادیب او لیکوال و، بلکې لکه د ژان ژاک روسو په شان سیاستوال، ټولنپوه، د پرګنیزو مسایلو تحلیلوونکی، د ټولنیزې رفاه (هوساینې) او پرمختګ آرماني او د نیاو او خپلواکۍ مبارز و. څومره چې د روسو (تولنیز قرارداد) مشهور او تر نن ورځې یې خلک لولي، روح القوانین هم. یعنې روح القوانین او ټولنیز قرارداد دواړه سیاسی او اجتماعي نښېرونه دي، ادبی نه دي، خو ژبه یې پیاوړې او اغیزناکه او د دواړو یادو شویو نښیرونو لیکوالان د پیاوړي قلم لرونکي وو. دغو دواړو کتابونو نه یواځې اروپا کې بلکې د نړۍ په کچه نوم ګتلی او ډېرو حکومتونو او ولسونو ورڅخه ګټه پورته کړه او معاصر سیاسي- ټولنیز ژوند کې یې ډېر مسایل حل او بشریت ته یې ډېر خیر ورسېد.
د منتیسکو د روح القوانین کتاب یو دېرش څپرکي لري. له لومړي تر اتم څپرکي یې طبیعي او بشري قوانین راپېژندلي، د حکومتونو طبیعت او اصول یې بیان کړي، د اصولو نشتوالی یې دحکومت لپاره فساد بللی دی. له نهم تر دیارلسم څپرکي یې قوانین او د دولت دفاعي ځواکونو سره اړیکې ، آزادي او امنیت ښودلی، حکومتي مالي وسایل(مالیات او عمومي عواید) یې روښانه کړي دي. د سیاسي آزادي نظریه یې د ځواکونو ترمنځ په ویش کې ده. د اقلیمی شرایطو تاثیرات، د خاورې او حاصلاتو او د مذهبی عقیدې، پېسو، او سوداګرۍ خبرې یې هم کړې دي. نفوس، قانون جوړونه یې هم ښودلي دي، خو یوه برخه کې یې د هغه وخت د انګلیس نظام هم معرفي کړی دی.
د مونتسکیو له نظره؛ قانون هغه ضروري اړیکې دي چې د ښکارونو له طبیعت او ځانګړنو څخه رامنځته کیږي. هغه وایي چې هرڅه او ټول شیان خپل قوانین لري، انسان خپلو چارو کې د طبیعی قانون څخه پرته، داسې یو قانون هم لري چې ده خپله جوړ کړی دی. دې ته وضعي قانون وایو. طبیعي قوانین ثابت دي، خو وضع شوي قوانین د هرې ټولنې د چاپېریال، اخلاقو او عرف او مذهب(روح کلی جامعه) له مخې متفاوت دي. ښه وضعي قانون هغه دی چې د طبیعت له قوانینو سره ډېر تضاد ونه لري. مونتسکیو د حکومت مهمه دنده امنیت او سوله بولي، چې په عدالت سره ډاډمنه کیږي، نو ځکه باید قوانین عادلانه وي. غوره خبره د قواوو تفکیک دی، پرته د قواوو له تفکیک له آزادي څخه خبرې نشي کیدای. درې ډوله حکومتونه (جمهوری، مشروطه، استبدادي) یې هم تشریح کړي دي، خو استبدادي حاکمیت حکومت نه بولي.
مسعود: د انځورگرۍ او پژۍ (مجسمو) په هنر کې د رومانتيزم په اړه لنډه رڼا واچوئ او دې برخه کې د رومانتیزم تر ټولو مهم او پېژانده استازي څوک ول؟ هیله ده كه تاسو د دې هنرمندانو د هنري او نامتو نښیرونو (اثارو) بیلګه یاده کړئ.
دودیال: انځورګري هم د هنر او هنري ابداعاتو په ډله کې د انساني فعالیتونو هغه تخلیق او اثر دی چې پر عواطفو او احساساتو باندې د اغېزې کولو او د ځانګړې معنا او مفهوم لېږدوونکی او د باریک تخیُل زیږنده وي. رومانتیزم په موسیقي او انځورونو کې لا زیات مُخیل او ښکلی بریښي. دغه ټول هنرونه د طبیعت له نورو ښکارندو سره په دې باندې توپير لري، چې په ادب، موسیقي او انځورګري باریکو او له رمزو ډکو تخلیقاتو کې د هنرمند احساس او تخییُل د خیل وي. هنري ایجادیات د بشر د هستوونکی خلاقانه ځواک څخه رامنځته شوی ابداعات دي، په دې کې انځورګري (میناتور) او موسیقي هم راځي، رومانیت په انځورګرۍ او موسیقۍ کی هم ځان راښيي. خطاطي، میناتور او تذهیب تجسمي هنري فعالیتونه دي چې لکه ادب، تیاتر او موسیقي، د هنر جلا ځانګړې څانګې جوړوي.
هنر په عامه توګه د ښکلي، ګټور او یا هم ښکلي او هم ګټور محصول د تولید لپاره پر عمل باندې د علم تطبیق کول دي. د ښکلي خط او میناتور یا تذهیب د هنر موخه ښکلا مجسم کول وي. ښکلی خط او میناتوری د هنر د کورنۍ مهم غړي دي، چې په شرقی ټولنو کې د هنري اوصافو ترڅنګ معنوي جاذبه هم لري. د افغانستان په ښکلو هنرونو کې یو هم میناتوري او خطاطي ده چې د دغه هیواد ډیرو سیمو او ښارونو کې لرغونی تاریخ لري او اوس هم ډیر مینه وال لري. ښکلي انځورونه پر عواطفو او احساساتو باندې د اغېزې کولو او د ځانګړې معنا او مفهوم لېږدوونکی او د باریک تخیل زیږنده وي. په انځورګري، پژتوږلو او میناتور کی رومانیت په سترګو لیدل کیږی، موسیقۍ کې رومانیت په ریتمونو، آهنګینو څپو او میلودیګانو کی اورېدل او احساسیږي، ادب کې رومانیت په کلماتو کې ادا او القا کیږي. ټولو کې تخییُل موج وهي. په دې توګه انځورګري او پژتوږنه د طبیعت له نورو ښکارندو سره په دې باندې توپير لري، چې په دغو مهینو زړه راکښونکو اثارو کې د هنرمند احساس او تخیُل په تجسمي ډول دخیل وي. تاسو د الماني موزارت او بتهوون موسیقي ته په دقت غوږ شئ، “سپینه زاڼه” واورئ. پژتوږلو کې تر اوسه د پیکاسو په شان آثار چا نه دی رامنځته کړي، یو څو نور د نولسمې پیړې مخکښ انځورګر دا وو: اسپانیا کې فرانسیسکو گیوا ( ۱۸۵۲) جان مارتین، داوید دانژه، ل. دا وینچی، شکسپیر، ژان-اوگوست دومینینگ انگر، کاسپار، اوژن دولاکروا، داوید فریدریخ او تئودور ژریکو چې وروسته بیا نولسمه او شلمه پیړۍ کې د دوی سبک دوام وموند.
د اسپانیا د نابغه نقاش فرانسسکو گیوا یو اثر ” څلورم کارلوس” چې همدا اوس هم زرګونه سیلانیان د هغه لیدو ته مادرید ته ورځي او هغه ګوري، د روانپوهنې له پلوه عجیب اغیز بښونکی اثر دی. بل اثر یې “د می د میاشتې دریېمه” نومیږی چې د فرانسوي ښکیلاکګرو په وړاندې د مبارزینو سرښندنه ښکاره کوي. د ده آثار موږ دیموکراتیکې، نوې او آزادې نړۍ ته بیایي. دې لړ کې د مشهور فرانسوي رومانتیست انځورګر تئودور ژریکو نوم هم د یادولو دی. دا هر یو د رومانیت تجسمی بیلګې چې انځورګري یې له کلاسیکې بڼې خوځنده، خیال پاروونکی، ځواک بخښونکې او انقلابی دور ته واړوله.
مسعود: په جرمني او انګلستان کې د رومانتيزم په اړه ډېرو نوموتو سرلارو او ليکوالو د بېلابېلو عقایدو او لید لورو په درلودلو سره خپل اندونه او لید توګي بیان کړې دي. مهرباني وکړئ د دغو لیکوالو او سرغندویانو د اندوینو په اړه یو څه مالومات ورکړئ.
دودیال: په انګلستان، جرمني او فرانسه کې د رومانتیزم په اړه نه یواځې ادیبانو او لیکوالو بلکې فلاسفه وو هم لیکنې وکړې، لکه ژان ژاک روسو، بلیک، ولتر، مونتیسکو او ژرژساند او نورو. دوی رومانتیزم د پراخه پرګنو د ویښتابه لپاره د یو مشال په توګه ګڼل او ریښتیایی هم د مشال په توګه ورڅخه کار واخیست او د دوی په اثارو ټوله اروپا کې پرمختیا ګړندۍ، حکومتونه اصلاح، خپلواکي ډاډمنه، نیاو ټینګ او د ښکلا پېژندنې او ښکلا خوښونې ذوق خړوب او راز راز هنرونو ( ډرام، تیاتر، سینما، رُمان او تمثیل) پرمختګ وکړ. دوی په دغو ټولو هنري نښیرونو کې خپل عالي او انساني ارمانونه او پیغامونه ټولنې ته وړاندې کړل.
مسعود: تاسو د لهستان (پولیند) او هسپانوي د نامتو او پېژندل شویو لیکوالو او شاعرانو رومانتيک اندونه او لیدلوري څنګه ارزوئ؟ ښه به وي که یې د نامتو لیکوالو او مستندو نښیرونو(اثارو) نومونه راته په ګوته کړئ.
دودیال:څومره چې افغانستان کې یو شمېر اروپايي (په تېره لویدیز اروپایي) هېوادونه لکه آلمان، اتریش، چکوسلواکیا او بلغاریا مشهور دي، لهستان یا پولند هغومره ندی مشهور. آن دا چې دغه هیواد ته لهستان نه ویل کیږي، بلکې یواځې د پولند په نوم پېژندل کیږي. په همدې خاطر غواړم د لهستاني ادب د بحث په ترڅ کې د پولند/ لهستان په اړه لږ تفصیلی وغږیږو. غوره به وي چې د ادبیاتو له پېژند مخکې یې لږ تاریخي پېژندنه هم وشي:
پولند د لویدیزې اروپا یو نسبتاً وړوکی هیواد دی، خو له تاریخي پلوه عجیبو پېښو سره مخ شوی دی. دوو نړیوالو جګړو په دې هېواد ژور اغیزکړی و: لومړي نړیوال جنګ څخه وروسته خپلواک شو، خو په دوهم نړیوال جنګ کې د دوی د سیاسی مشرانو د تېروتنې له امله لوی زیان ورواوښت. د دویمې نړیوالې جګړې تر ټولو تود ډګر د پولند یا لهستان زمکه وه. دوی د شاوخوا نږدې هیوادو د خلکو په شان سلاویان دي، خو نور قومونه هم پکې مېشت دي، اما ادب او ژبه یې خپله پولندي ژبه ده چې هغه پالي، مینه ورسره لري او ادبیات او ادیبان یې اوس نړۍ کې پېژندل شوي او ان د نوبل د جایزې وړونکي شوي دي. پولندي ادبیاتو کې ډول ډول ژانرونه دي، له حماسي شعرونو څخه تر رومان، لنډه کیسه، شعر، طنز او تاریخ او فلسفه.
کله چې (لهستاني/پولندي ادب) وایو، موخه مو ټول هغه ادبي اثار دي چې په لهستاني ژبه لیکل او خپاره شوي دي. سره له دې چې لیک او د کلتور ځینې برخې یې نورو سلاوي ګاونډیو لکه آلمان، اوکراین او چک سره ورته دي، خو خپل مُمیزات یې کلک ساتلي دي. دوی خپلو ملی ادبیاتو باندې ویاړي، وده ورکوي، ساتي یې او نړۍ ته یې ورپېژني. ادبیاتو یې هم لکه په ټوله کې د دوی د سیاسی تاریخ په شان عجیب ټکانونه خوړلي دي، خو اوس په بشپړ ټیکاو کې دي. معاصر ادب کې یې رومان ډېر برجسته دی.
د میلاد لومړیو پېړیو کې اسلاوي قبایل (دسلاویانو لویدیزه ریښه)د دغې سیمې د غوره زمکو او هوا د په زړه پورې والي له امله دلته واړول او ورو ورو د پولند یا لهستان د هېواد زړی زرغون شو. په ۹۶۶م. کال(اوومه میلادي پېړۍ) کې یې مسیحیت ومانه او لکه د نورو سلاوی نژادو شاوخوا هیوادو په شان په رسمي ډول یو مسیحي هېواد شو. دا وخت د دوی مشر( لومړی دوک میشکو) و. د نورو مسیحي هیوادو په څنګ کې دوی خپل ملی هویت راټینګ او ټولو اړیکو (کلتوری، سیاسی، تجارتی…) کې د لویدیزې اروپا تمدُن سره یو ځای شول. کله چې پولند د لویدیزې اروپا یو مسیحی هېواد شو، اوه یا اته سوه کاله وروسته، لویې ستونزې سره مخ شو، دا ځکه چې روسیې،پروس(پخوانی جرمني) او اتریش خپل منځ کې سره وویش. یوه پیړۍ دا هیواد د نړۍ له مخ ورک شو، خو په۱۹۱۸م. کال، وروسته د دوهمې نړیوالې جګړې څخه بیرته خپلواک هیواد شو. په دې یوه پېړۍ کې دوی خپله ژبه، ملی هویت، مذهب او کلتور ساتلی و(لکه کوزې پښتیخا چې ډيروند د کرښې په واسطه له خپل اصلی او پلرني وطن څخه د جلا کېدو سره سره خپل ملی ارزښتونه، دین، ژبه او هویت ساتلی دی). لهستانیان یا د پولند ولس د دوهم نړیوال جنګ په پای ته رسېدو خپل ملی ارمان ته ورسېدل او د یو معاصر اروپایی جمهوریت په بڼه را څرګند شو. کله چې د۱۹۳۳م. کال شاوخوا نازیانو د هیتلر په مشری المان کې قدرت درلود، فاشیستی غرور او مفکورې په نشه کې یې پولند ونیو. فاشیزم نه یواځې پولند بلکې اروپا دوهم نړیوال جنګ ته ورټېل وهله، خو پولند تر بل هر هېواد ډیر ټوک ټوک شو. کله چې په ۱۹۴۵م. کې سورپوځ په فاشیزم بریالی شو، پولند د سولې سا واخیسته او بېرته د یو جمهوریت په بڼه را څرګند او سیاسی دریځ یې کلک شو، آن دا چې وروسته د ناټو له تشکیل کېدو، سوسیالستي هیوادونو هم یو نظامي تړون لاسلیک او د وارسا ښار د دغه پکت مرکز شو. تقریباً څلوېښت کاله ورشو یا وارسا( د لهستان پلازمېنه) د وارساو د پیمان د غړو هېوادو د نظامي پکت مرکز و.د ۱۹۹۰ کال په ترڅ کې وارسا پکت له منځه ولاړ او پولندهم په نوې بڼه راڅرګند شو او آن د ناټو غړیتوب ته لیوال شو. په دې ټوله موده کې دغو خلکو خپل کلتور، تخنیک، سیاست، تجارت، علمی مراکزو او ادب ته پام کړی و او غوره ادبی اثار یې لرل.
د دوی د لیک بنسټ لکه د ډیرو نورو اروپایی هیوادو په شان په سلاوي الفبې لیکل کیږي، خو ژبه یې ډېره ستونزمنه او د ځینو ټکیو تلفظ یې بهرنیانو ته سخت دی. د دې هېواد مطلق اکثریت لهستانیان(پولنیدان)، خو لږ سلنه پکې المانیان، اوکراینیان او دبیلاروس خلک دي. خال خال یهیودیان هم دلته میشت دي، خو ډېر ارزښت نه ورکول کیږي، دا ځکه چې دوی ښه چلند نه وُ کړی او په تېره بیا د هیتلر له خوا د دوی ډله ییزه وژنې او هولوکاست دوی وځپل. پولند له هغه مهاله چی اوکراین د شوروی اتحاد یو جمهوریت و، له دغه هیواد سره نږدې اړیکې لرلې، اوس هم هماغه اړیکې تودې دي. له هغه وخته چې اوکراین کې جګړه پیل شوه ډېر اوکراینیان پولند ته مهاجر شول. پولند له ۲۰۲۱م. راهیسې، تراوسه( سپتمبر۲۰۲۵م.) د اوکراین د جنګ په مهال اوکراینیانو سره ډېرې مرستې وکړې.
پولند د دوېم نړیوال جنګ له پای ته رسېدو وروسته، د جګړې د زیانونو د جبران په خاطر د شوروی اتحاد په مرسته د خپلې اقتصادي زیربنا د جوړولو لپاره ډېر کار وکړ. د تخنیک، صنعت، ترانسپورت، بریښنا او انرژي برخو کې یې ښه پرمختګ وکړ، څو تنه ( دسوسیالیستی کار اتلان) یې لرل او د اقتصادی پلانونو په تطبیق کې بریالی هیواد و، په تېره بیا؛ بیسوادي یې په بشپړ ډول له منځه وړې وه. د اقتصاد ترڅنګ یې موسیقي، سپورت، ګډا، ادب، فلم او چاپ او نشر برخه کې هم غوره او ښې لاسته راوړنې لرلې او اوس هم ملي عنعنات پالي او وده ورکوي. دوی خپل ملي جشنونه په پرتم سره نمانځي، خپل ادب لولي او وده ورکوي، د دوی دودیز خوراکونه ټوله اروپا کې نوم لري. کورنۍ ته درناوی لري او یو ټولنیز ارزښت یې دی. کشران د کورنۍ مشرانو ته ځانګړی درناوی لري، مشرانو د کورنۍ استحکام ساتلی او پاللی او پالي یې. کورنۍ جوړښټ، مینه، تاریخي ویاړونه ستایل، کار او زیار ته درناوی د دوی ادب کې ځانګړی ځای لري. له نامتو رومانونو څخه یې فلمونه جوړ شوي چې د نړۍ ډېرو هیوادو کې ستایل شوي دي. له تېرو یوسل او لسو کلونو راهیسې د نوامبر یوولسمه د دوی د خپلواکي ورځ او د می دریېمه د دوی د اساسي قانون ورځ ادبیاتو کې ستایل او نمانځل کیږي. سپورت او ورزش(په تېره فوتبال) سره ډېره مینه لري. د ادبیاتو تر څنګ یې د هنر ټول پراخ ډګر ته پام ساتلی، د موسیقۍ، ګډا، انځورګري، فلم او تیاتر برخو کې ښه آثار لري. د بېلګې په توګه فریدریک شوین د دوی د موسیقي نامتو کمپوزیتور او نولسمه پېړۍ کې په ټوله اروپا کې نامتو پیانیست و. په موسیقي کې د ده آثار( مازورکا او پولونز) نوم لري چې کلاسیکه موسیقۍ کې یې د لهستان ملي روح د تل لپاره ثبت او ضبط کړی دی. د لهستان دودیزه موسیقي د دوی ملي جامو او لرغونې ګډا سره چې “کراکوویاک او اوبرک” یې بولي، ټوله اروپا کې نوم لري. دوی خپل ملي جشنونه په همدې موسیقي او ګډا نمانځي. د ادبیاتو په برخه کې یې نامتو شاعران او لیکوالان؛ آدام میتسکویچ چې د پولند ملی حماسه “پان تادووش” یې لیکلې وه، او ویسواوا شیمبورسکا (د ۱۹۹۶م. کال د ادبیاتو د نوبل ګټونکی) په ټوله نړۍ کې پېژندل شوي دي. په ننني پولند کې د چاپ صنعت، ګالري، کتابتونونه، فلم او سینماتوګرافي ته پوره کار کیږي او علمي او ادبي مراکزو ته پوره پام شته دی. له نارینه وو سره ښځې په علمي، ادبي، ټولنیزو او سیاسي برخو کې فعاله دي. د ادب برخه کې نامتو مېرمنې شته چې ډېر ښه نښیرونه یې لیکلي دي، د بېلګې په توګه دماري کوري او ماریا اسکودوفسکا نومونه یادوو. په پولندي ژبه یو نامتو پخوانی نښیر د لوغوش لیکنه (دپولند شهزادګۍ) نومیږي، چې اوومه میلادي پېړۍ کې لیکل شوی دی. معاصره دوره کې پولندیان د ناولونو لوستلو سره مینه لري. نامتو ناول لیکوال او ناولونه یې دا دي: «آدام میتسکیه د پادنوش لیکنه، چېرته ځې رُمان دهانری سینکیویچ لیکنه، جادوګر د آندژی ساپکوفسکی لیکنه، سلطان د استانسلی لیم لیکنه، دپاختکې په ځاله الوتنه د یرژی کوشینسکي لیکنه، نړۍ سره مینه د الیزابت ایتااتنیګر لیکنه او د یوزیف ایګناسي اثار.»
پولند اوولسمه میلادی پېړۍ کې د رنسانس د دورې رڼا ته راغی او ادبیاتو یې وده ومونده. د دې دورې یو له مهمو نښیرونو څخه د یان کوهانوسکي «د بریالیتوب قوس» دی، کوهانوسکي د رنسانس په دور کې د پولنډ غوره لیکوال و، لکه د نورې اروپا په شان په نولسمه پېړۍ کې رومانتیک آثار پکې ولیکل شول. رمانیست ادب د دوی د سیاسي او کلتوري بدلون اغېز و. سره له دې چې دا وخت لا پولند د روس، پروس او اتریش برخه شوی و، خو ژبه او ادب یې ساتلي وُ او د ګڼو لهستاني هویت لرونکو لیکوالانو له برکته پولنډي ژبه کې رُمانتیک آثار ولیکل شول، چی ټولو د تخیُیل، ولولو، طبیعت پالنې او عاطفي احساساتو ترڅنګ، د ازادۍ پیغامونه لرل. په پولنډي ادبیاتو کې رومانتیزم د ملي شعور د راویښولو او د بهرنیو سیالانو د سیاسي دښمنانو په وړاندې د ټینګار روحیه لرله. په مجموع کې د رُمانتیزم رسالت او ژمنه همدا وه. د دې دورې نامتو لیکوال یې ادام میتسکویچ و، چې د (پان تادوش) او (کنراد والینرود) آثار یې یادولای شو. د آدام میتسکوویچ اثار او شعرونه حماسي او د پولنډي ادبیاتو سمبول او د ملي هویت او ځان پېژندنې وسیله شوه. میتسکویچ د پولنډ شوالیو ژوند او د دوی د آزادۍ د مبارزې ستاینه وکړه او پولندیانو ته یې ملي روحیه ورکړه. د دې دورې بل رومانټیک لیکوال یولز سلاوکی و. سلاوکي د(مازیپا) ډرامونه ولیکل. دنولسمې پېړۍ رمانتیک ادب او د دې دورې لیکوالو د پولند نن مهاله ادب ته لار پرانیسته او دا دی له موډرنیزم څخه تر پُست موډرنیزم پورې د پام وړ بدلونونه تجربه کوي. د لهستان ادبیاتو د دغه هېواد دسیاسي لوړ- ژورو او کلتور سره پرمختیا وکړه. د شلمې پېړۍ له نامتو نښېرونو څخه یې یو د ولادیسلاو ریمونت اثر دی چې د(فاوست) په نوم خپور شوی دی. د (میړانه) په نوم نښیر د چیسلاو میلوش لیکنه ده، چې د ادبیاتو نوبل جایزه یې ګټلی ده. د توکارچوک نوم هم د یادونې وړ دی چې د ادبیاتو نوبل جایزه یې ګټلې ده. رومانونه یې لکه (بګوني) او (پولکا) د هویت، مهاجرت او د انسان د ژوند مانا په ګوته کوي، د دې لیکوال ډېر کارونه په ګڼو بهرنیو ژبو ژباړل شوي، او د لیکوالۍ طرز یې په نړیواله کچه ستایل شوې دی. د پولندي ادب الهام له فولکلور، تاریخ او افسانوي روایات او عجیبو فانتزیو څخه دي.
د پوښتنې دوهمه برخه مو د هسپانیې او هسپانوي ادب په اړه وه. دپولند یا لهستان په پرتله زموږ خلک او شرقی ادب څېړونکي له اسپانیا او اسپانوي ادب سره څه ناڅه آشنا دي. دا ځکه چې اسپانیا خپل جنوب لویدیز کې افریقایي او عربی نړۍ سره د سمندر له لارې لنډه لاره لري. آن دا چې اسلامی فاتحینو یوه دوره اسپانیا کې واکمني لرله. همدا اوس هم ډېر عرب او مسلمانان په اسپانیه کې مېشت دي. په مجموع کې جبل الطارق، قستنطنیه او بیزانس شرقی روایاتو کې د یوې تمدُنی او تاریخی دورې په توګه یادیږي. د اروپا نولسمې پېړۍ کې اسپانیا هم نوې شوه. اسپانوي سیاست، ادب، اقتصاد او معارف نوی شو. هسپانوي ژبه یوه بډایه ژبه ده چې د لرغوني روم او یونان کلتور او ادب کې ریښه لري. شرقي کلتور هم ورباندې اغیز کړی دی، آن دا چې دا ژبه عربي، ترکي او دري لغاتونه لري.
د هسپانیا د لیکوالو ادبي اثار د نړیوال ادب یوه مهمه برخه ده. هسپانیا د نولسمې پیړۍ بهیر کې ډېرو هیوادو سره اړیکې لرلې، ډیر ژر یې رمانتییزم ادب ته لار پرانیسته، نه یواځې دوی بلکې نور هم له دوی څخه متاثر شول. د دوی ادبی پنځونو د نورو هیوادونو ادبیاتو باندې اغیز وکړ. له منځنیو پیړیو څخه تر اوسه پورې، هسپانوي ادبیات یوه نه هیرېدونکې ښکارنده وګرځيده.د هسپانیا ادب د دوی تاریخ سره ژور تړاو لري بلکې د هغه وخت اخلاقي او کلتوري ارزښتونه هم څرګندوي. د بیلګې په توګه د پيدرلارینس د فضیلتونو کتاب چې څوارلسمه پیړۍ کې لیکل شوی او د اخلاقي حکایتونو مجموعه ده، د دوی د کلاسیکې دورې نښه ده او د هغه وخت د اخلاقي او فرهنګي ارزښتونو زده کړې لپاره یوه مهمه سرچینه ده. خو د یوولسمې پیړۍ دوره د هسپانوي ادبیاتو طلایي عصر دوران دی، د دوی ښه آثار داوخت لیکل شوي دي. په دغه دورې کې لیکل شوې آثار د نړیوال ادبیاتو کلاسیک په توګه ګڼل کیږي. له شعر او کیسو سره یو ځای د دوی د تیاتر ډرامونه هم د یادونې وړ دي، د بیلګې په توګه د لوپد ویګر یو درام د (فوانتی وهانه) په نوم په ۱۶۱۹م. کې ثابتوي چې دوی ډرام کې تر ډیرو اروپایي هیوادو مخکې وو. دغه ډرام د فیودالانو په وړاندې د مبارزې او قیام محتوا لري. وروسته تر تیریزو مالینا د دوی ادبیات نوي عصر ته واووښتل. د نویو او مډرنو ادبیاتو بنسټ شلمه پېړۍ کې کېښودل شو، د دې دوران ادب یې دلایتنې امریکې د ادب رنګ او ځانکړنې لري. د دی دور یوه لیکواله کارمن لافوریت ده چې د (کرکه) رومان یی نړیوال نوم لري، دا رومان په ۱۹۴۵م. کال خپور شو منځپانګه یې وروسته تر دوهمی نړیوالی جګړې د ښځو د ژوند سخت شرایط ښيي. ماریو وارګاس لیوسا، د د نوبل دجایزې ګټونکی دی، همدارنګه په هسپانوي ادبیاتو کې مهم اثر سیسټر دی. د هغه رمان ښار او سپی په ۱۹۶۳ کال کې لیکل شوی، فدریکو ګارسیالورکا د اسپانیا د یو ځانګړي غورځنګ بنسټګر دی. نوموړي د شعر ترڅنګ نندارې هم لیکلې، خو د ځوانۍ په عمر د اسپانیا د فاشیستي ډلې له خوا ترور شو. د (پرما) او (کولی غږونه) آثار یې خلک ډېر خوښوي. د نامتو رومان لیکونکو په ډله کې یې د آرتورو پرز-ریورته او د شاعرانو په ډله کې یې د رافایل البرتي، آنا ماریا ماتوته، خوآن رامون خیمِنِس (د نوبل ګټونکی)، روسالیا د کسترو، پیو باروخا،کارلوس رویت تفون نومونه هم د یادولو وړ دي. د کارلوس لویت آثار د نړی څلویښتو هیوادو کې خپاره او ژباړل شوي دي. (د باد سیوری) د کارلویس لویت نښیر په ۲۰۰۱م. کې خپور او د نړیوالو پام یې ځانته راواړاو.
باروخا د طبابت برخه کې زده کړی کړی وی، خو ادبیاتو سره د مینې له امله یې لیکوالی غوره کړه. په۱۹۰۰م. کال یې خپل لومړنی رومان خپور کړ چې نوم یې (د ژوند رنځ)و. په دغه نښیر کې یې د مادرید په کروندو کی د ستومانه بزګرانو ژوند انځور کړی دی.
د هسپانیا معاصرو لیکوالو کې د میگل دلیبِس نوم هم د یادونی وړ دی چې په شپېتمه لسیزه کی یې ( دموږکانو راتګ) او د (کاستیالابیه خا) ډېر پخوانۍ کیسې ولیکلې. د هسپانیا ادبیات په ښوونځیو کی تدریس کیږي او د نوي نسل لپاره له وطن د تاریخ او ملی کلتور سره د آشنایي سرچینه ده. د اسپانیا سلطنتي اکاډمي د اسپانیا د ملي ادب ملاتړې ده چې لیکوال هڅوي او د دوی د آثارو د څیړنې اوخپروای برخه کې یې لوی کار کړی دی.
مسعود: تاسو د لاتینې امریکې رومانتیسم ترټولو مهم او بنسټیز سکالو او منځپانګه څنګه ارزوئ؟ د دې مکتب تر ټولو، نوموتي شاعران او رومان لیکونکي څوک ول؟ ایا دوی د نورو هېوادونو له رومانټیکانو څخه اغیزمن شوي دي او که نه؟ مهرباني وکړئ د هغو د نامتو هاندلیکنو او نښیرونو(اثارو) په تړاو خپل مالومات را سره شریک کړئ.
دودیال: د لاتینې امریکې ادبیات، د لاتینې امریکې(مرکزي امریکا، جنوبي امریکا او کارائیب) هیوادو کې لیکل شویو ادبیاتو ته ویل کیږي. په تیره بیا؛ جادویی ریالیزم او رومانتیک ادب یې نړیوال نوم او محبوبیت لري. دغو ادبیاتو ته (مبارز او د ټینګار ادب) هم ویل شوی دی، چې د ژبې له پلوه د سیمه ییزو، اروپايي او افریقایي ادبیاتو یوه ګډوله، خو د منځپانګې او بڼې له پلوه بیخې ځانګړی مکتب دی. دا سیمه یو پیچلی تاریخ لري. د دوی کلاسیک ادب څخه وروسته د رومانتیزم مکتب هم د یادونې وړ دی، خو جادویي یا کوډګر ریالیزم یې نوم لري. د لاتینې امریکې رُمانتیک ادب ډېر ژر د نړۍ لری لری ګوټونه ته ورسېد او خپلواکي غوښتونکو، ازادخیالو، د طبیعت د ښکلا او هنري تجلا خوښوونکو دغه ادب ومانه او وستایه، خو تر دې هم د دوی افسانوي روایتونه د پام وړ دي چې د دغو خلکو او د دغو سیمو واقعی سرګذشتونه په خارق العاده او نه باور کیدونکو رنګونو بیانوي. دوی تخییُل(د رومانتیزم اصلی مایه) او واقعیت په عجیب ډول ګډ کړې دي. د دوی سیاسي او ټولنیزو غورځنګونو لکه د مکسیکو او کیوبا انقلابونو ته دغو ادبیاتو معنوي ځواک ورکړی دی او تل یې د استبداد او ښکېلاک په وړاندې دریځ نیولی دی. د دوی نامتو لیکوالان «پابلو نرودا، ایزابل النده، خورخه لویز بورخس، اکتاویو پاز، ماریو بارگاس یوسا، او گابریل گارسیا مارکز» دي. د دوی اثار د نړۍ په ډېرو ژبو ژباړل شوي دي. د لاتینې امریکا ادبي آثارو د ټولې نړۍ په ادب اغیزه لرلې وه. د دې لامل د دغو خلکو بډای کلتور، مبارزاتي خوی، ټولنیز جنب و جوش او ولولې، راز رازوالی او طبیعی رنګ دی. د بیلګې په توګه دغه ټولې ځانګړنې د مکسیکو د نامتو لیکوال کابریل مارکز او کارلوس فونتس په آثارو کې له ورایه ښکاري.
د لاتینې امریکا ادبیات له لرغونو وختونو تر نن ورځې پورې ډېرو بدلونو سره مخ شوي دي. ډېر پخوا د دوی ادب تر ډېره د لرغوني یونان ادبیاتو سره ورته و چې په لاتین ژبه یې لیکل کول. د وخت په تېرېدو سره له کلاسیک رنګ څخه واوښتل او دا دی اوس یې د جادویی ریالیزم رومانتیکه بڼه غوره کړې ده چې نامتو استازي یې گابریل گارسیا مارکز، کارلوس فوئنتس او ماریو بارگاس یوسا دي. د لاتینې امریکا(مرکزی امریکا او جنوبی آمریکا) ادبیات له ښکلا او ژبنیو، فلسفي او تاریخي ښکلاوو، روایتونو او عجایبو ډک دي، لکه پراخ سمندر، د هنر د هر تږي تنده ماتوي. دغو هېوادو زیاترو له ستونزو ډک ژوند تېر کړی دی، نو ادبیات یې له خلایقتونو او د دوی د ژوند له واقعیتونو ډک دي.
اوس د لاتینې امریکې ادبیات، د نړیوال ادب لویه برخه ده. دغو ادبیاتو د پائولو کوئیلو له ساده، خو ژورې فلسفې نیولې د گابریل گارسیا مارکز تر کوډګر(جادويي) ریالیزم پورې لمن وغوړوله چې سل کاله یواځیتوب، کیمیاگر، د آرتیمو کروز مړینه، آئورا، دوبا د کلونو مینه یې بیلګې دي. سره له دې چې دوی د انګریز، اسپانیا او پرتګال د ښکېلاک دوره تېره کړه، خو ادب کې یې ملی غرور او د آزادې څپې په غورځنګو وې. د دوی مبارزه له ښکېلاک سره له شپاړسمې پیړۍ را پیل شوې وه، کله چې دوی د ښکېلاک ښکر ورمات کړل، په نولسمه میلادي پیړۍ کې د خپلواکي پالنې له غورځنګونو سره یو ځای(۱۸۱۰ تر ۱۸۳۰م.) ادبیات هم بدل شول. له آسپانیا څخه آرژانتین، مکسیکو، چیلی، پیرو او کولمبیا هم په سیاسي او هم په کلتوري برخو کې خپلواک شول ، خپل کلتوري هویت یې نور هم ټینګ او وځلاو. همدا وخت ملتپال رومانونه ولیکل شول او خپاره شول چې په خلکو کې یې ډېر محبوبیت وموند او د ولس شعور او فکر یې روښانه او سیاسي استقامت یې بیدار کړ. د کولمبیایي ګابریل ګارسیا ترڅنګ؛ د ارجنتاین د “دومینگو فاوستینو سارمینتو” د اثر یادونه کوو چې د تمدن او مرئیتوب ترمنځ یې کرښه وکښله. د نولسمې پېړۍ وروستیو کې رومان د دوی ژوند او هویت انځور کړ. له ارجنتاین پرته بولویا، برازیل او کیوبا هم همدا لار ووهله. “لوئیس بورخس” د لاتینې امریکې یو بل لوی لیکوال دی، چې د دغو هېوادو په اوسنیو لیکوالو ژور اغیز لري.
د لاتینې امریکې ادبیات شلمه پیړۍ کې د دوی له ملي پولو واووښتل او نړیوال شول. دا یواځې د جادویی ریالیزم له امله نه، بلکې دهغو د ادبی ښکلا او نوي ښکېلاک ضد منځپانګې له امله. جادویی ریالیزم له واقعیت څخه تېښته او یواځې تخییُل نه دی، بلکې د لاتینې امریکې د ربړول شویو ولسونو د عجیبو واقعاتو هېنداره او په دوی د زغمل شویو دردونو غبرګون دی. د دوی تېر تاریخ تر دغو داستانو هم عجیبې پېښې لري، چې په ۱۹۶۷م. کې یې سل کاله یوازیتوب د تاریخ، اسطورې، افسانې، سیاست، روایت او د معجزو یو هنرمندانه تلفیق دی.
مسعود: کومو لیکوالو، شاعرانو او رمان لیکونکو په ډنمارک او سویډن کې د رومانتیزم د ښونځي په پرمختیا او پراختیا کې رغنده رول لوبولئ؟ د دوی تر ټولو ګټور او اغېزمن نښیر(اثار) کوم دي.
دودیال: دنمارک د اروپا سوېل ته د نورو اروپايي هیوادو په پرتله یو کوچنی هیواد دی، چې له دنمارکي ژبې پرته نورې ژبې لکه انګلیسي، جرمني هم پکې ویل کیږي، ډېر لرغونی لیک پکې په هېره شوی (ارني) ژبه موندل شوې وه، خو موږ دنمارکي ادب ټولو هغو پنځ او لیکل شویو نښیرونو ته وایو چې په دنمارکي ژبه وي. د دنمارک ادبیات لومړی ځل منځینو پېړیو کې را څرګند شول. منځنیو پېړیو او له هغه لږ وړاندې دنمارک کې په روني الفبې (چې لاتین سره یې توپیر درلود) د پاچایانو، زړورو جنګیالو او خاخامانو په ډبر لیکونو لنډ بې قافیې شعرونه د دوی په وصف کې لیکل کېدل. همدا د دوی د ادبیاتو ډېر پخواني آثار دي. را وروسته بیا په نولسمه پیړۍ کې د دنمارک ادب ډیر پرمختګ وکړ، د ژبې قواعد یې تدوین شول چې د نولسمې پېړۍ د ادب یوه بیلګه یې د (هانس کریستیان آندرسن) کیسې او نکلونه دي چې تر ډېرو کلونو به لویانو او بوډاګانو خپلو لمسیانو ته ویل. دا لرغوني نکلونه دومره په زړه پورې وو، چې د نړۍ په (۱۶۰) ژبو وژباړل شول. هانس کریستیان آندرسن د ۱۸۰۵م. کال د اپریل په میاشت کې د دنمارک د (ادئنسه)په ښار کې نړۍ ته سترګې پرانیستې وې. داسې ویل کیږي چې د آندرس نیکونه د دنمارک په اشرافی او پېژندل شویو کورنیو کې شمېرل کېدل، خو ځیني ادب څېړونکي دا نظر ردوي او وایي چې هانس منځنیو طبقو پورې اړه لرله، خو د دنمارک دهغه وخت پاچا له هانس سره د مینې له کبله د ده د تحصیل لګښتونه ورکول. ده د ځواني په عمر کې د ادب برخه کې خپل استعداد ثابت کړ. ژور تفکر، تخییلات او ادب سره یې مینه د دې لامل شوه چې د شعر ترڅنګ کیسې او تیاتر ته نندار لیکونه هم ولیکي. لیکنو کې یې هم شعر، هم رُمان او هم د دیو او پریانو عامیانه کیسې لیدل کیږي. په زړه پورې داستانونه او رمانونه یې دا دي: سمندري کوچنۍ پري، د مرغاوۍ بچۍ، د پاچا نوې جامې، زما ژوند، واورینه ملکه او اورلګیت پلورونکې نجلۍ.
د دنمارک د رومانتیزم لومړنیو آثارو کې د طبیعت، واورې. د سمندر د غاړو او مرغانو کیسې او ورسره مینه لیدل کیږي، دا د دنمارکي ادب یوه نښه ده. د دوی لیکوالو چې کومې پخوانۍ کیسې لیکلي، هغو کې د سمندر غاړه، د واورې منظرې، مرغاوۍ او د پریانو نکلونه حامخا شته.
له آندرسن وروسته بل نامتو دنمارکي لیکوال د دنمارک د اتلسمې او نولسمې دورې او د رُمانتیک ادبی پیر نامتو لیکوال(هانریک استیفن ۱۷۷۳-۱۸۴۵م.) د رومانتیک دور نامتو لیکوال دی چې د دنمارکي ادب ترڅنګ یې الماني رومانتیزم هم مطالعه کړ او ویې لیدل چې آلماني لیکوالو له طبیعت، د بشر تاریخ اوتخییُلی اثارو سره لیوالتیا لرله. د دنمارک بل نامتو لیکوال( برناردسورین اینګمان (۱۷۷۹-۱۸۶۲م.) و. ورپسې د هانریک پونتیبدان نوم د یادونې وړ دي چې له کارل ګلروپ سره یې د نوبل جایزه ګتلې وه. کارل ګلروپ د رومانتیزم دورې نامتو دنمارکي لیکوال دی. آثار یې “موعوده زمکه” او “د مرګ ملکوت” دي. د دوی څو شعري ټولګې، څو نندرالیکونه او رومانونه شلمه پیړۍ کې نشر شوي دي. له نیکه مرغه د دنمارک د ادبیاتو بیلګې داکتر صاحب بزګر پښټو ته ژباړلي چې (دعوت میدیا) ویبسایت کې یې لوستلای شو. دنمارک کې پښتو- دنمارکي ډکشنري او ماشومانو ته څو ژباړل شوې کیسې هم خپرې شوي دي چې ورسته بیا د دعوت میدیا ویبسایت آرشیف کې ساتل شوي دي. بزګر صاحب دنمارک کې پښتو ته د دنمارکي ادب بیلګې ژباړلي دي او د دنمارک د لیکوالو او افغانانو ته یې د دنمارک د ملي کلتور پېژندنه کې یې لوی کار کړی دی.
د ډنمارک د ادبیاتو ترڅنګ مو د سویډن د ادب په اړه هم پوښتنه کړې ده، په دې اړه به هم یوڅو خبرې وکړو:
سویډن د ادبي آثارو ترڅنګ نور شتمن کلتور هم لري. د دوی جامې، ملي ترانې، ولسي سندرې، موسیقي، ګډا، خوراک او د واده دود-دستور ځانګړی دی، خو د ادبیاتو په اړه یې باید وویل شي چې: سویډني ادبیات په هر ژانر کې لیکل شوې دي، له لرغونو حماسي اشعارو څخه نیولې تر اوسمهاله ژانرونو پورې چې د نړۍ په کچه غوره شوي اوچت آثار دي. له اوولسمې او اتلسمې پيړۍ مخکې وختونو کې ادبیاتو په سویډن کې دومره وده نه وه کړې، او د لیکوالۍ میراث په عمده توګه د سندرو او نظمونو په شکل کې د عوامو ذهن کې محفوظ و چې په خلکو مجلسونو او جشنونو کې وړاندې کیده. وروسته د چاپ له صنعت څخه یو شمیر یې مکتوب شول لکه د بیلګې په توګه (اډا)، د سکاند ناویانو د پخوانیو افسانو مجموعه وه، چې په شفاهي روایت کې وړاندې شوېوه. که څه هم «اډا» په آیسلندۍ ژبه لیکل شوې، مګر دا د شمالي ادبیاتو، په ځانګړي ډول ،سویډني ادبیاتو باندې یې ډیر تاثیر درلود او سویډنیانو ورسره مینه لرله چې د پخوانیو د یادګار په توګه د کتاب په بڼه هم نشر شوه. د دې آثارو په دوام؛ که له تاریخی پلوه وګورو، نو تر ټولو مشهور اثر د ګریټر کیسه ( Grettis Saga) نومیږي چې له اوسنۍ سویډني ژبې په لږ توپیر، په آیسلندۍ لهجه لیکل شوې، خو د سویډني ادبیاتو یوه مهمه برخه بلل کیږي. دا نښیر د یوه سویدني اتل (ګریټر) او د هغه د جګړو، ویاړنو او له ستونزو او غمجنو پېښو ډک سفر په اړه ده.
وروسته تر شپاړسمې پیړۍ، په مجموع کې؛ د رنسانس په دور کې، سویډني ادبیاتو ډېر ښه پرمختګ وکړ. په دې وخت کې یو له نامتو لیکوالانو څخه لودویګ ليوینشټرن و، چې د یوناني سبک ته ورته تراژیدۍ یې لیکلي دي. د دې دور یو نښېر په ۱۵۴۱م. کال کې سویډني باندې د بایبل(انجیل) ژباړه ده، چې دا ژباړه د ادبي سویډني ژبې د رامینځته کېدو کې مهمه وه. د بایبل ترجمې سویډني ژبې ته د ژبې د معیار سره مرسته وکړه او په مذهبي، تعلیمي او کلتوري ژوند کې یې مطالعې ته وده ورکړه. ترنولسمې پیړۍ لوی تحول نه لیدل کیږي، خو د نولسمې پیړۍ کلاسیکو ادبیاتو کې یو نامتو نوم د (اګسټ سترنبرګ) ایدولای شو. په تېره بیا نوموړي ډرامونه ولیکل. د هغه خلاقیت نه یواځې ډرامه، بلکې نور نثري نښیرونه، شعر او آه فلسفي مقالې وې. سترنبرګ سویډني ادبیات نوی دور ته واړول. یو له خورا مشهور کارونو څخه یې د(پلرونه او زامن) ډرامه وه، چې ۱۸۸۷م. کال یې ولیکله. دغه ډارم د ټولنیزو معیارونو وار په وار بدلون او د نسلو ترمنځ اړیکو باندې نیوکه کوي. ځوان کول پخواني کول ته درناوی نه کوي او په مجموع کې ټولنیزې اړیکې مخ په سستېدو دي. لیکوال ( سترنبرګ) ته دا پېښه د دود(عنعناتو) او نوې دوران تر منځ د واټن نښه ښکاره شوه. دا بدلونونه د سویډن دټولنې د ټولنیز بدلون په اړه وه.
د سویډن بل لیکوال (نلس لینډبورګ) و، چې د “ګرایتا” کیسه کې سې د سویډن د کروندګرو ژوند او د هغه وخت رومانوي او ټولنیز ستونزې طرحه کوي. لینډبورګ د سویډني ریالیزم یوه برخه وه، او د هغه کارونه د ملي ادبياتو د پرمختګ لپاره مهم و.
د سویډن د نولمسې پېړۍ د ښځینه لیکوالو په ډله کې اسټرېډ لینډګرین نوم لري. هغې تر ډېره پورې د ماشومانو لپاره دادبیاتو برخه کې کار کړی دی چې سویډن ته یې نړیوال شهرت ورکړی دی د دې په نښیرونو کې د(پیپي) نو یادولای شو. پیپی، یو داسې کردار دی چې د آزادي او خود مختاري تجسیم کوي، او په چټکۍ سره د نړۍ په کچه د لوستونکو او مینه وال مومي. د هغې کتابونه په لسګونو ژبو ژباړل شوي دي.
همدارنګه، اسټرېډ لینډګرین د (کارلسن څوک دی چې په بام کې ژوند کوي) او (ماشومان او کارلسن) کیسې لیکلي دي. دا کتابونه نه یې د ماشومانو د ادبی ذوق د روزنی او دوی ته د دوستۍ، عطوفت، مشرانوته درناوی، صداقت او مهربانۍ ښودلو درسونه ورکوي. لینډګرین د خپلو ټولنیزو فعالیتونو لپاره هم مشهوره وه. هغې د ماشومانو د حقونو او د حیواناتو د حقونو لپاره مبارزه کړې ده. د هغې دا مبازره یې ادبي کارونو کې هم څرګندېږي.
د سویډن ادبیات د شلمې پیړۍ په ترڅ کې د مدرنیزم او پُستمودرنیزم برید ته ورسیدل، چې د هینینګ منکیل او ستیګ لارسن په نښېرونو کې څرګند شو. دا لیکوالان په نړیواله ادبی پروسه کې مهم ځای نیسي. د هینینګ د کلاسیک ژوند برخلاف، معاصر وخت کې د ژوند دګڼه ګوڼې، د دوستی د اړیکې دسستېدو، د ژوند یوازېتوب او په معاصره ټولنه کې د بدلونونو په اړه فلسفي تفکر هم وړاندې کوي. هینینګ منکیل په اروپا او نورو هیوادونو کې لوی شهرت ترلاسه کړی، او د هغه کتابونه د سینما او تلویزیوني فلمو لپاره سوژه شول. ستیګ لارسن هم دوه زرم میلادي کال کې د سویډن دیو فرهنګي شخصیت په توګه وپیژندل شو. هغه د ټولنیز عدالت او جنسیتی نامساواتو لپاره هم قلم چلولی دی. دا دوه موضوعات نه یواځې سویډن کې، بلکې نړۍ کی د بحث نوي موضوعات وو. سویډني نور معاصر لیکوالان، لکه فریډریک باکمن، کارین فوسوم او لیز بیورکمن، نړیوال شهرت لري. د فریدریک بکمن یو نښیر د (داوه په نوم یو سړی) د رومانتیزم یوه غوره بیلګه ده. بکمن په دغه رُمان کې یو وسواسي، یووزری، نهیلی او غمجن سړی انځوروي. کیسه وړاندې ځي او لیکي: هغه ته خپله میرمن ډېره ګرانه وي، خو ناڅاپي خپله میرمن له لاسه ورکړي. دې خواشیني د ده ژوند وربدل کړ، ډېرې هڅې یې وکړی چې خپله میرمن مومي، خو ونه شو، ان ځانوژنې ته چمتو شو. د بکمن دا نښیر یو رواني تحلیل او زموږ د عصرو د ستونزو له جملې یوه ټولنیزه ستونزه بیانوي. دا کتاب د نړۍ په دیرشو ژبو ژباړل شوی دی او په ۲۰۱۶م. کې یو فلم هم ورڅځه جوړ شوی دی.
د هانا لورګانې د ماریانافردیرکسن ناول دی. په دې ناول کې د مینې کیسه روانه ده. درې نسلونه پکې ژوند او رول لري: هانا د کورنۍ انا ده، یوهانا مور ده او آنا پېغله لور. آنا غواړي د خپلې مور او انا د تېر ژوند په اړه له دوی څخه کیسې واوري، خو انا(هانا) له خبرو لویدلې. آنا غواړي د تېر نسل تجارب او د نارینه وو عادات او نور مهم مسایل له انا څخه واوري، خو نور نو ناوخته ده، انا خبرې نشي کولای. ماریانافردریکسون په دی رومان کې دومره تلوسه موجوده ده، چې د لوستلو په پیل کولو سره لوستونکی هرڅه هیروي، غواړي داستان ټول په یوه سا ولولي.
یوناس یوناسون د (هغه سل کلن سړی چې له کړکۍ ووت، خو ورک شو) په نوم داستان لیکلی دی. د دې کتاب نوم لا جالب او حیرانوونکی دی. همدا عنوان په خپله لیکوال اړ باسي د دغه سل کلن سړي په کیسه ځان خبر کړي. یوناسون دا نښیر په شوخه او ځانګړې طبع لیکلی دی، لوستونکی حیرانوي. دا کتاب د صنعت او ښاري عصري ژوند عجایبات بیانوي چې ژوند یې بې مزې کړی دی. د دې کتاب اثر تر ډیره ذهن کې کیني او لوستونکی یې وروسته تر لوستلو هرځای پېښې ویني، ژور سوچ ته یې اړ باسي او چُرت یې له رُمان څخه نه وزګاریږی. د کترینا اینګلمن سوندبرګ (هغه بوډۍ چې ټول قوانین یې پښو لاندې کړل) نښیر هم د سویډن ادبیاتو کې نوم لري. آن دا چې د لوستونکو ذوق یې بدل کړ.
(ایټالیایی بوټان) د سویډن معاصرو ادبیاتو کې یو بل په زړه پورې کتاب دی. هم یې نوم او هم یې کیسه حیرانوونکې ده. دا کتاب هنینګ مانکل لیکلی دی. دکیسې اصلي کرکتر فردریک دی چې په یو ټاپو کې یواځې ژوند کوي. د دې سړي ژوند بالکل یوه معما ده. له دې آثارو او د دنمارک او سویډن له ادبیاتو پایله راوځي چې نه یواځې د اروپا لویو او نامتو هیوادو لکه آلمان، اسپانیا، ایتالیا او فرانسې نامتو نښیرونه لیکلي او لیکوالو یې د خپلې ټولنې او ولس لپاره لوی کلتوري خدمت کړی، بلکې د سویډن او دنمارک په شان نسبتاً کوچنیو او سړو سیمو کې پرتو هیوادو هم نړیوال ادب کې خپل دریځ ساتلی دی. د فرهنګ او ادب مینان او بشردوست انسانان د دوی پنځونو او خلاقانه نوښتونو او کتابونو ته د درناوي سر ټیټوي.
مسعود: کومو رومانتيکانو په مجارستان او ايټاليا کې د رومانتيزم د ښونځي په وده او پرمختګ کې اړین رول لوبولی؟ د هغو تر ټولو نامتو او ارزښتمن نښیر(اثار) کوم دي؟
دودیال: فرهنګ، ادب، هنری او ادبی طبع، ښکلا خوښونه او ښکلا ستاینه او هنري تخلیق چاپېریال او د ژوند جغرافیې او محیط پورې هم تړلی وي. مجارستان د طبیعت له پلوه یو ډېر ښکلی هیواد دی، افغانان یې زیاتره د هنګري په نوم پېژني. شنې غونډۍ، پراخه میدانونه، د دانیوب او بالاتون په شان د روانو اوبو سیندونو د دغه هېواد د اوسیدونکو په شاعرانه استعداد اغیز کړی دی. مجارستان د اروپا په زړه کې پروت او د ښکلي قفقاز هوا ورباندی لګیږي. د هڅوب او کلتوري رنګارنګي له پلوه بډای هېواد دی. تاریخی ودانۍ او پرتمینې ماڼۍ یې نوم لري. په ادب کې هم ځانګړی دی. د دوی ژبه ټوله اروپا کې جلا پیجلتوب لري. دغه خلک د سلاوي، یهودي، عثماني او خپل اصیل مجاري دود- دستور سره آشنا دي. دغه رنګارنګي د دوی په ادب کې هم راغبرګه شوې ده. چلند یې رسمي ډوله او په ورین تندی دی. مشرانو ته درناوی کوي او همزولي یو بل سره صمیمیت او په کشرانو شفقت لري او مېلمه پال دي.د ښاري خلکو جامې اروپایي دي، خو کلیوالو سیمو کې اوس هم په ګلانو ښکلې شوې دودیزې جامې شته. دوی شعر، لرغونو کیسو، روایتونو او افسانو او خپلو کلاسیکو ادبیاتو لکه د “پتوفي شاندور” او “آدِي اِندره” له آثارو سره مینه لري. پخواني فولکلوریک نکلونه او کیسې ځوانان په شوق اوري او ورباندې ویاړي.
د ایتالیا لیکوال ډېر نامتو دي، د دوی آثار په انګلیسی ژبه او په یو شمېر نورو ژبو زښت زیات ژباړل شوي دي. تاسو د یو څو دغو لیکوالو نومونه او آثار پوښتلي دي، دلته به یې لنډ ولیکم. سره له دی چې زموږ بحث د رمانتیک او معاصر ادب برخه کې دي، خو ایتالوي کلاسیک لیکوال (دانته) نوم په هیڅ صورت نشو هېرولای. هغه په ټولو حق لري، دهغه نامتو اثر(الهی کمیډي) و. نوموړی له ۱۲۶۵ تر ۱۳۲۱م. ژوند وکړ. له دغه کلاسیک لوی ادیب څخه وروسته نور ایتالوي مشهور لیکوالان دا دي:
- اساندرو مانزوني چې نامتو رمان یې (نامزد) نومیږي، ایران کی په پارسي ژباړل شوی دی.
- بل د یادونې وړ ایتالوي لیکوال جوسونه کاردیچي دی (۱۸۶۷-۱۹۳۶). ده په ۱۹۳۶م. کې د نوبل جایزه در لاسه کړه. نامتو کتابونه یې: د یو لیکوال په لټه، څلورم هانری، د لوې قواعد او بربنډو ته جامې نومیږي. یو یې هم پښتو ته ندی ژباړل شوی.
- ګراتزیا دلدا د خزانې(ګنج)و آنالنا، غربت، کوترې او باز او لیوچی پیراندلو د کتابونو په لیکلو مشهور او وستایل شو.
- آلبرت تومرواویا(۱۹۰۷-۱۹۹۰م.) رمانتیک لیکوال و، نامتو رمانونه یې: دوه ښځې، بدچانسه سړی، ترتا هم ښکلی او زه کومه خبره نه لرم دي.
- دکتور اومبرتو اکو (۱۹۳۲-۲۰۱۶م.) نامتو فیلسوف او د ایتالیا د پیاوړي قلم لرونکی رمان لیکوال و. سره له دی چې خپله Ph D یې په فلسفه، ښکلا پېژندنه او الهیاتو کې د تورین او میلان له پوهنتونو واخیسته او بیا یې فلورانس کې څو کاله تدریس وکړ، خو د ایتالیا ادب ته یې لوی خدمات کړی او زبر دست اثار ورڅخه پاې دي. د نوموړی داستانی آثار دا دي: د یوه سور ګل نوم (چې څو فلمونه هم ورڅخه جوړشوي دي)، دپرون ورځې ټاپو، دوه مینان، دپراګ هدیره، د ملکې لوانا ډیوه، د فوکو هاونګ، بائودولینو، بمب او جنرال او زما صفر شمېره. ده له داستانی آثارو پرته، دېر ښکلی او مهم نور کتابونه هم لکیلی دی چې یواځې څلورو نومونه یې یادوو: په منځنیو پېړیو کی هنر او ښکلا پېژندنه، د ژبې فلسفه او او نښو پېژندنه، تلپاتې فاشیزم، د بشپړې ژبې په لټه کې او نور چې دلته یې لیکل ډېر وخت نیسی،
- اینیاتسیو سیلونه (۱۹۰۰-۱۹۷۸م.) د ایتالیا دا نامتو ادیب او لیکوال د پسچینا په ښار کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او وروسته بیا استرالیا ته ولاړ، هلته په ۱۹۷۸ م. مال ملبورن کې ومړ، ماشومتوب یې بیوزلي کې تېر کړ، پینځلس کلن و چې د زلزلې له امله یې مور، پلار او پینځه وروڼه له لاسه ورکړل، د ځواني په کلونو کې یې د ایتالیا د موسولینی له فاشیستي حاکمیت سره مبارزه پیل کړه او د ایتالیا د کمونیست ګوند غړی شو، خو وروسته بیا له دې ګوند څخه هم بېزاره شو، دا ځکه چې ډېر مقید اصول یې لرل، له همدې امله لومړی سویس ته او بیا استرلیا ته ولاړ. نامتو آثار یې دا دي: فونتامارا، ډوډۍ او شراب، د دیکتاتورانو مکتب (ښونځی)، د واورو بڅرکي، بیړنۍ تېښته او نور.
- هیڅ امکان نه لري چې د ایتالیا د ادبیاتو په بحثونو کی د اوریانا فلاچی (۱۹۲۹-۲۰۰۶) نوم یاد نه کړو. هغه تر نورو ټولو معاصر لیکوال و، آثار یې ضعیف جنس، پنه لوپه جګړې ته ځي او تاریخ سره مرکه او نور دي.
مسعود: د جذباتي او احساساتي رومانتیزم او ټولنیز رومانتیزم ترمنځ توپیر څه دی؟ که دا راته روښانه کړئ چې د ټولنيزو رومانتيکانو لیدلوري او باورنه په کومو بنسټیزو اندونو ولاړ دي؟
دودیال: احساساتي یا جذباتي رومانتیزم او ټولنیز رمانتیزم نه یواځې توپیر لري، بلکې د ژمنتیا مسئله هم پکې مطرح کیږي. ډېره به ښه وي چې دا یواځې ادبیاتو کې په پام کې ونه نیسو، بلکې ټوله هنری دنیا کې یې نظر لاندې ولرو. دا ځکه چې یو شمیر هنري – ادبي آثار ممکن صرف د شخصي ذوق او فردي اشتیاق له مخې ایجاد شوي وي، خو یو شمېر نور لکه فلم او انځور ګري چې معمولاً یې ځانګړي کلتوري بنسټونه ټولنې ته چمتو کوي او د بودجې او تر یو حده د رسمیتوب غوښتنه کوي، نو د دوی رسالت توپیر مومي.
احساساتي رمانتیزم پرته له کوم قید او شرط څخه د فردي آزادۍ له مخې د انسان(ادیب- هنرمند) د شخصي او فردي خیالاتو پربنسټ وي. په دې ډول ادبي پنځونو کې د ادبي یا کوم بل هنري نښیر پنځوونکی د خپلو عواطفو او احساساتو تجربه څرګندوي. د شخصي او فردي تجربې په ارزښتونو ولاړ وي. لکه د ادیب او شاعر ډوبېدل په طبیعت کې، خپلو خاطراتو ته رجعت او په عاطفي ډول خپل خاطرات او نوستالیژې یادول او خپله پنځونه کې یې انځورول. دا چې ورباندې ویاړي، افسوس ورباندې کوي، ورته خواږه یا ترخه دي، دا د ده شخصي او جذباتي دنیا او د ده د ناخود اګاه ضمیر حکُم پورې اړه مومي. دلته د فرد دروني ذوق او شوق ته کتنه کیږي او آزادي ته زیات تمایل موجود وي. دا بیلګې تر ډېره انځور ګرۍ کې لیدل کیږي. د پیکاسو مثال به ووایو. البته شعر، داستان، رومان… ټولو کې شته.
د ټولنیز رومانتیزم په اړه به خبره را لنډه کړو: رومانتیزم د استبداد، بیعدالتي، بیوزلي او نورو ټولنیزو ستونزو په وړاندی د مبارزې، د ملتپالنې شعور ته وده ورکولو، ملی ویاړونه ژوندي کولو، دولسونو بیداري او یو موټی کولو او د ټولنیز رسالت په غاړه اخیستو پازه ځانته وټاکله. د (بیوزلان) نښیر سر ترپایه تولنیز تعهد لري. نو په دې ډول هم د جولې او هم د منځپانګې او موخو له پلوه توپیر سره لري. د ټولنيزو رومانتيکانو لیدلوري او باورنه په لوړو انساني موخو او د انسان د کرامت، سولې او د انساني آزادي په آندونو استوار دي. د تولستوی او محمود درویش نښیرونه یې بیلګه ده. البته دلته مو یوه یوه بیلګه وویله، حال دا چې د رومانتیزم د مکتب تېرو دریو پېړیو راهیسې ټولو نښیرونو کې دا دوه ځانګړنې وینو، البته حتمي نه ده چې یوه وستایل شي، بله رد شي، بلکه د دواړو موجودیت څخه انکار هم نشو کولای.
مسعود: د رومانتيزم آر ايډياليزم ته نژدې دی، او رومانتيک هنر، ژوند او ټولنه د اند زېږدنه ګڼي. كه تاسو په دې اړه څه رڼا واچوئ؟
دودیال: بې له شکه چې د ادبي اوهنري آثارو رامنځته کېدلو کې تخییُل، ژور تفکُر، دپېښو او اشیاوو تمثیل او تشبه، د کلام باریکي او ښُکلا رعایتول، وزن او آهنګ او توصیف رول لري. په تېره بیا ادبي نښېرونه څه ساده، ورځنۍ او عامیانه خبرې نه دي. آن ولسي یا شفاهي ادب کې ژور آندونه او د عادي خبرو په پرتله رومانتیک آیدال پروت دی.
کله چې موږ د رمانتیزم (Romanticism) څخه خبرې کوو، نو د ظاهري ساده او د لید وړ ښکارندو او شیانو په پرتله، خیال، آند او د یوې ذهني انځور شوې نړۍ سره سروکار مومو. هنري او ادبي آند له ژورې آیدیا، احساس، عواطفو، کره مطالعې او هیجاناتو او ولولو څخه رامنځته او د ادیب نوښتګرانه تفکر کې پخیږي او لکه د ښکلي هار په شان د صیقل شویو او کلمه په کلمه تنظیم شویو او پسولل شویو کلماتو په بڼه یې اورو او لولو. په دې سره هستي لازیاته او په متبلوره بڼه انځور او پېژندل کیږي. د ادیب کلام کې له رموزاتو ډکه او غیر عادي نړۍ ښودل کیږي، چې دا د ادیب او لیکوال د نوښتګر او ښکلا خوښوونکي آند تمثیل او تخلیق وي. په تېره بیا رُمانتیک پنځوونکی لکه د صوفی په شان وروسته تر ډېر کړاو او ریاضت د کشف او شهود په معنوي قوت یو اثر پنځوي.
له همدې امله د رُمانتیزم د مکتب لارویان قلم را اوچتوي چې د خپل ژور آند په ځواک ویده او ښکېل ولسونه را ویښ او دوی د یوه ښکلي او آزاد ژوند خاوندان کړي. دا ایډیالیزم دی.
رُمانتیزم خلک هغسې توصیف او انځور نه کړل لکه څرنګه چې وو، بلکې هغسې یې انځورول چې باید اووسي! دا ډول (بایداوسېدل) د پوخ او سنجول شوي آند په برکت کېدای شي، چې ولسونه راویښ او د ادیب په نښیرونو کې آرماني ژوند ته لیوال شي. د استاندال، حمید ماشوخېل، ویکتور هوګو، راحت زاخیلي، ببرک ارغند، امین افغانپور،شېلر، محبوب سنګر، پوشکین، لرمانتوف، ګوګول، سایل، بارق، مولانا سېلاب ساپي او نورو رمانتیک آثار همداسې دي. زموږ ملی ادب او د افغانی رُمانتیزم آثارو کې تاسو د امین افغانپور ( مُسکا) او (دخلکو د ارمان سپېلنی)، د لایق(لامبوزن)، د ارغند (اسپی که اصیل نبود) وګورئ. دا هریو د رومانتيزم د آر ايډياليزم بیلګې، او د رومانتيک اند زېږنده دي.
مسعود: ژان ژاک روسو د اتلسمې پیړۍ فیلسوف، لیکوال، موسیقي جوړونکی او سیاسي تیوریسین وو. هغه د ډیرو کلونو راهیسې په پاریس کې ژوند کاوه، چې لنډې کیسې(ناولونو) یې د فرانسې د انقلاب مشران اغیزمن کړل. په اروپا کې دی یو له مهمو رومانتیکو اندیالو څخه دی. هغه وايي: ” په پایله کې، عقل هغه لاره نیسي چې زړه یې حکم کوي.” تاسو د فلسفي اندونو په رڼا کې په دې اړه څه لید لرئ؟
دودیال: ژان ژاک روسو په ریښتیا چی دقیق تیوریسن او سمونپال فیلسوف و. د ده ( ټولنیز تړون) اثر تر اوسه اعتبار لري. د ده هنري ابداعات او تخیلقات د روزګار سرآمد و، په موسیقۍ کې یې لوی لاس درلود، ناول ته یې نوی روح ورکړ او خپل ټولنیز ارمانونه یې خلکو ته په ښه شان ورسول. ده د انسان عواطف او روزل شوي او تلطیف شوي عواطفو ته ډیر اهمیت ورکاو. عواطف یې د زړونو (حکم) باله، نوځکه یې خپل دغه نظر په دې ډول راخلاصه او دپایلې په توګه لیکلی دی :(… په پایله کې، عقل هغه لاره نیسي چې زړه یې حکم کوي.) دا له رواني او علمي پلوه ډیر کره حکم او پخه پایلینیونه ده. فلسفه هم د انسان روح ته درناوی قایل دی، عواطف او قلبي ممیزات اوچت ګڼي او د انسان عمل د تفکر، عاطفې، روحی قوت او معنوي تلاش، قلبي صدق او صفا زیږنده بولي. زموږ شرقي تصوف او عرفان کې هم دا ډول حکم شته.
مسعود: ستاسو په اند د پېژاندو او نامتو رومانتيکو لیکوالو، اندونه او لیدلوري په کومو فلسفي او ادبي بنسټونو ولاړ وو؟
دودیال: رومانتیک شاعران او لیکوال دیوې فلسفې معتقدان نه دي. بلکې د هرې فلسفی نظر لرونکي ادیبان، رُمانتیک ادبی آثار د یوه ادبی مکتب په توګه پيژني او دا چې رُمانتیزم یو ډله ییز ادبي خوځښت و، ټولو یو شانته ومانه. اما زیاتره پلویان یې له فلسفي پلوه د دیالکتیک ماتریالیزم څخه اغیزمن او د ټولنې د ټیټو او عامه اکثریت طبقاتو غږ یې اوچت کړی دی. دا د کلاسیکو ادبیاتو پر بنسټ یو نوې درول شوی مکتب دی. په دې ټکي ټول همغږي دي.
رُمانتیزم یواځې عشقی شعر او د مینې رمانونه نه دي، بلکې د رمانتیزم لمن ډېره پراخه ده. سره له دی چې کلاسیک ادب پسې پیوست پیل شو، له هغه الهام اخلی خو په بشپړ ډول ورسره توپیر لري. دا مکتب د صنعتي انقلاب د دوران یو غبرګون او نولسمه پېړۍ کې د ماشیني صنعت او منځنۍ طبًقې لاسته راوړنه ده. لاسته راوړنه یې ځکه بولي چې نور نو اروپا د اتلسمې پېړۍ په پای او دنولمسې نوې پیړۍ په شروع سره نشو کولای چې پخوانیو قیدونو، ضوابطو او چوکاټونو کې ایساره شي. له طبقاتي پلوه یې فیودالیزم او فیوډال کلاسیزم ته وسپارل او خپله یې د روڼاندو نوی مکتب بیل او پیل کړ. دوی آزادي، تخییُل، طبیعت پالنه، ښکلا، احساسات او عواطف د نوي ادب او هنر اصلی جوهر وباله. دوی د ټولنې ازادي او نیاو خپل آرمان وباله او ویده خلک یې راویښ کړل. دوی یو نوی اُفق پرانیست . نامتو مخکښان یې استاندال، ویکتورهوگو، شاتوبریان( فرانسه کې)، “لردبایرون او وردزورت” ( انگلستان کې) ، “گویته اوشیلر” ( آلمان کې) او “پوشکین ، گوگول او لرمانتوف” (په روسیه کې) وو. د. ویکتورهوگو (بیوزلان) او د کرمول د نندارلیک لپاره لیکل شوی سریزه د دی ادبی مکتب اصلي پیل او د دی ادبی غورځنګ مانیفیست بللای شو. له همدې ځایه د رومانتیزم د بڼې او محتوایی ځانګړنو څخه برعلاوه؛ د ظلم، بیعدالتي او مرئیتوب په وړاندې یوه د غوسې نعره او اعتراض و. ښارونو کې یې د کارګرو اوکلیو کې یې دبزګرو ملاتړ وکړ او د دوی زیار او زحمتونه یې وستایل. صنعتی پانګوال څخه یې د دوی مشروع حقوق وغوښتل او کارګر یې د ماشین پرزه نه، بلکې د عاطفې لرونکی ژوندی موجود او د ترحم وړ او د حق لرونکی معرفي کړ.
مسعود: وایي د رومانتیکانو له آرونو څخه یو دا دی چې ژوند ته په یو ډول عارفانه اکر (کشف او شهود) سره ګوري. تاسو د فلسفي افکارو په رڼا کې په دې اړه څه لید لرئ؟
دودیال: کشف او شهود دواړه ژور تصوفی او فلسفي اصطلاحات دي. کشف د اسلامی تصوف په نزد په شریعت تر پوهېدو او پابندي وروسته، طریقت او بیا د ریاضت پایله کې چې صوفي حقیقت ته رسیدلی وي ځان او جهان، خالق او د خلقت راز کشف کولای شي، دا یو معرفت دی او الهي معرفت یواځې د شهود له لارې ممکن دی. هغه شهود چې هنر او ادبیاتو او په تېره رومانتیزم مطرح کړ، د یوې سوژې په ذریعه په سیده ډول سره د یو معرفت موندنه ده. رمانتیزم دغه ډول معرفت ته د رسیدو په خاطر منطقي او اغیزمنې لارې غوره کړي دي. شهود یعنی د یو واقعیت(object) سیده پېژندنه چې د یو بل عامل (sdbject) په واسطه ورته رسیدل ممکن دي. د هنر له ډګر ورهاخوا؛ په عرفان او تصوف کې د زړه حضور او د حق لیدل شهود دی.
په فلسفه کې ترټولو زیات توماس کواین په دې اړه بحث کړی دی. ت.ک.( Thomas Quine) وایی: منطقي شناخت او معرفت موندنه د استدلال له طریقه د وخت غوښتنه کوي، یعنې هغه څه چې له مقدماتو او لومړنیو ګامونو وروسته وررسیدای شو. اسلامي تصوف هم له معرفت مخکې څو پړاوونه ښودلي دي، چې مخکې مو په لنډ ډول یاد کړل. کواین په خپله فلسفه کې وایي چې له دغو مقدماتو به د استدلال له بیلابیلو پړاوونو وروسته یو استنتاج کیږي، همدا پړاوونه د وخت غوښتنه کوي، کومه چې مخکې یې یادونه وشوه. بودیزم کې هم ورته نظر شته.
فلسفه شهود دوه ډوله راښيي: حسي او فکري. کانت یواځې حسی شهود منلی و، چې بالاخره یې هغه هم زمان او مکان پورې مربوط کړی و. تجربه یې بل شرط بللی و. په دې ډول سره کانت فکري یا ذهني شهود نه مني، خو صوفیان فکري او ذهني شهود مني.
الماني رمانتیزم فکري شهود ته لار پرانیسته او طریقه یی ورته راوایسته، هغه تخییُل دی، فکر آزادول دي، په ایماژونو، ښکلیو کلماتو، تمثیل او ادبي بیان سره د فکري شهود تحقق موندل دي. دوی هنر د ابجکت لپاره سبجکت وګرځاو. دوی د هنر( ادب او نورو ژانرونو) نړۍ د حقیقي نړۍ د پېژندنې وسیله وګرځوله او غوښتل یی د ټولنی حقیقت پکې وښيي. دا حقیقت په ټولنه کې بیعدالتي، بندیزونه، ظلم او اختناق، په ښکلي او نازک طبیعت د صنعت یرغل او داسې نور حقیقتونه وو. د دوی په فکر د هنري ایدیالونو او بیلګو په واسطه عیني حقیقت لیدلای او ښودلای شو.
باید د تصوف او عرفان په هکله پورته مثال ورنه کړو، ځکه په تصوف او عرفان کې معرفت او ریښتیانی شناخت د ریاضت او څیلو، د پیر په متابعت، له ناپاکیو په پرهیز او د جسم او روح په پاک- ستره کولو ممکن کیدای شي، غیر له هغه نه. صوفیان د اصلي معرفت سرچینه یا د شهودي علم منبع له الله پاک سره مینه بولي. دا موضوع مولانا خپلو ډېرو ابیاتو کې او بیا غنی خان او حمزه شینواري او نورو بیان کړې ده. د رومانتیزم بنسټګرو په هنري انداز سره د شهود د مرتبې میسر کېدل غوښتل. دوی د انسان د جوهر درناوی او د عدالت ټینګښت، ازادي، د صنعت د شروشور څخه بېرته د طبیعت آرامې غیږې ته ستنېدل، عطوفت، شرافت او پت وستایه. په دې توګه رُمانیت په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کې ژوند ته په یو ډول عارفانه اکر (کشف او شهود) سره کتل او خپلو آثارو کې یې د موندلو په لټه کې وو.
مسعود: ستاسو په اند، ولې د ارسطو آثار په (١٧مه) پیړۍ کې د ټولو اندونو، بنسټونه ګڼل کیږي، خو رومانتيکه دوره ډیره د شکسپیر په لیدلوري ولاړه دي؟
دودیال: له دیارلسمې پیړۍ د پینځلسمې تر پای پورې اروپا په بشپړ ډول د کلیسا دخرافاتو تورې تیاره کې وه، ورو ورو ریسانس( دعلومو بیا دوباره احیا) ریښه وځغلوله او د اروپا د رڼایي دوره پیل شوه، ساینس او پوهه ورو ورو بیا را ژوندي شول. دا پایله د منورینو په لویه قرباني تر لاسه شوه چې ډیر پکې زیندۍ، یو شمېرو پکې د زهرو جام په سرواړاول، او ډېر نور پکې ګمنام ستۍ شول، مهمه دا چې د کلیسا اختناق او تور تم په رڼا او ازادۍ بدل شول. فکرونه وغوړېدل، نیاو خپل ځای وموند او د پرمختګ کاروان روان شو. رنسانس هم تقریباً ډېر کلونه مزل وکړ. په اوولسمه پیړۍ کې د ارستو اثار عمدتاً فلسفي اثار وو. هغه وخت یې فلسفه د یوې ونې په توګه ګڼله چې نورې ځانګی لکه ادب، طبابت، منطق، ریاضی، نجوم او نور یې ښاخونه وو. ارسطو، اپلاتون او نور فلاسفه؛ په تېره اتن کې پراخ علمي بحثونه کول، په ځانګړي طرز یې خپلو شاوخوا راټول شویو شاګرادانو ته اکاډیمیا کې پوهه ورزده کوله د دوی بحث یواځې ادب نه و. دوی د ادب په تړاو ضمني خبرې کړې دي، خو فلسفي افکار او د نورو علمي څانګو په اړه یې د خپل وخت تر ټولو مهمه او ژوره پوهه لرله او دغو برخو کې یې شاګردان روزل، دا بحثونه یې فلسفي بلل، خو شکسپیر تر ډېره ادیب او لیکوال و، شعرونه یې تر اوسه مینه وال لري. د ده نوم د رومانتیزم د بنسټګرو په کار کې یو نوم دی، د رمانتیزم برخه کې تر ده څو نومونه لازیات نامتو دي. هیڅ شک نشته چې شکسپیر لویه او نامتو څېره وه، نړۍ ورته درناوی لري، خو رومانتیزم یواځې د ده د خوښې مکتب نه و، نو ځکه دی شکسپیر د آثارو او اندونو او د ارستو د اندونو تر منځ توپیر دی. په شکسپیر به لږ وروسته نور هم تم شو.
مسعود: رومانتیسم د بدلونونو د پېر سره یو جوخت انقلابي غورځنګ وو، چې د هغه پېر له شعارونو، سیاسي او فلسفي اندونو سره یې اړه لرله، د بشري احساساتو د ازاد بیان او د ځانته ځانته حقونو ټینگار هم و. تاسو په دې اړه څه اند لرئ او ولې خلک له کلاسیک دورانه لیرې شول؟
دودیال: د رومانتیزم د پیل او هر اروپایي هېواد کې چې تاسو یې نوم اخیستی د رومانیت د تاریخ او پېژندنې لپاره به غوره وي، چې له انګلستان څخه یې پیل وکړو، بیا به یو څو نورو اروپایي هېوادو، په تېره فرانسه کې د هغه څرک وګورو:
نامتو انګلیسی انتروپولوجیست، ادوارد تایلور(۱۸۳۲–۱۹۱۷) د بشریت په ژوند کې د کلتور او ادب د رول په اړه کار وکړ او د کلتور وده یې د انسان روزنه کې مهمه وګنله. بل انګلیس څیړونکي ماتیوآرنولد(M. Arnold)( ۱۸۲۲-۱۸۸۸) وویل چې کلتور، کلتوري وده او تاثیرات یې د انسان پر پوهه او درک ژور اغیز لري. دوی دواړو د کلتوري ارزښتونو په ډله کې موسیقي او ادب وستایل، دا یې د تمدن برخه ګڼله. په پیل کې د دوی رومانتیکي علایق له فولکور او سیمه ییزې موسیقۍ څخه خړوب کېدل. دا د رومانتیزم لومړني زړي وو. د ټولنی د اشرافو په پرتله د دوی پام عوامو ته و. د رومانتیزم لومړنی خصوصیت لکه مخکې مو چې وویل له اشرافیت او سرواژي سره نه پخلاېینه وه. دوی د هغو ادبي او هنري آثارو مینه وال و چې ټولنیزه بېعدالتي یې غندلي وي او برابري یې موخه وي. دوی دواړو ویل چی کلتور اوکلتوري وده په ټولنه کې بی نظمي او انارشي اصلاح کوي، نظم راولي او د خلکو ترمنځ د درناوی احساس روزي. توماس هابز هم د دې نظر تائید کاوه او ژان ژاک روسو خو د ټولنیز تړون اثر په همدې ارزښتونو ښکلی کړ. دوی آن په اتازونی (امریکا) زړه وسوځاوه چې انګلیسی ښکېلاک نېولی او د هغه ځای بومي( ځایي) خلک یې له شپاړسمې پېړۍ را دې خوا مزدوران کړي دي. دوی د تمدن او نا متمدن چلند څېړنه وکړه. د دوی په فکر تمدنی ارزښتونه د رومانتیزم یو ارمان و. لږ وروسته لوییس او هانری مورګان هم د تمدن نظریې ته پرمختګ ورکړ او د تمدن نظریه ټوله اروپا کې خوره شوه. دوی د طبیعت ښکلا ستایله او په طبیعت کې یې ساده ښکلاوې او رنګارنګي د رومانتیزم لپاره الهام بلل او هغه موسیقي یې ستایله چی کارګرې طبقې جوړه کړې ده. وګړنیز هنر یې د طبیعت او ښکلا ریښتنی بیان او غیر مصنوعی هنر وباله.
د اتلسمې پېړۍ الماني ټولنه کې د پرګنو پټه نارضایتی په څپو وه، رومانیزم یی یوه نښه وه. ورسره یوځای دفرانسې انقلاب د رومانیزم خوځښت په یو هنری او ادبی غورځنګ بدل کړ. روسیه کې کارګري غورځنګ رومانتیزم خپل آیدیال کلتور وباله او د هغه وخت د تزاري بیعدالتي په وړاندې یې خپل عدالت غوښتونکي تمایلات رومانیزم کې څرګند کړل. په دې توګه د رومانیت وینه ټوله اروپا کې وځغلېده. په دې ډول سره خلک له کلاسیک دوران را ووتل. دبشریت یوه ځانګړنه ده چې له زړو شیانو چې ستومانه شي، بیا نو نوي خوښوي. کلاسیک او نیو کلاسیک دواړو د خلکو زړه وهلی و، نوځکه یې رمانتیزم ته ښه راغلاست ووایه. بل دا چې هنر په خپله تجدد او نوښت دی. هنر کې چې خلاقیت، نویوالی او تجدد نه وي ورستیږي. همدا دک او دلیل و چې اروپا او ټولې نړۍ د کلاسیک دور څخه نوي رومانیت مکتب ته مخ واړاوه. کلاسیک دور وچ کلک قوانین لرل، ادبیاتو، ادبي ژبې او نورو تخلیقي آثارو ته یې لنډ- تنګ چوکاټ ټاکلی و، خو رومانتیزم دا ټول مات کړل، نو ځکه له کلاسیک دور سره جوت توپیر لري او کلاسیک وچ او دُګم چوکاټونه یې نور نشو زغملای.
مسعود: وایي د کلاسيزم او رومانتيزم توپیر په دې کې نغښتی وو چې کلاسيکانو يوازې د هنر د ښکلا اړخونه په خیالپالنه کې ليدل او جوتول، خو رومانتيکانو او رياليستانو رښتیاپالنه او حقیقت کې، ستاسو لید څه دی؟
دودیال: بیخي سمه ده. کلاسیک هنر او ادب تر ډېره زړو رواجو کې ګیر وو. موهوم او تکراري مسایل و، خو رمانتیزم حقیقت یو ځل بیا په هنری بڼه تمثیل او یو ځل بیا یې طبیعت په تخییُلی نویو پردازونو وستایه. له بلې خوا صنعتی انقلاب او نوي دور د ژوند ټولې برخې نوې کړې، په دې سره هوګو، روسو، هیګل او نورو په ادب، سیاست، ټولنپوهنه او فلسفه کې نویوالی راوست.
مسعود: د هغو سرلارو او هنرمندانو له ډلې چې د اتلسمې پیړۍ په پای کې د کلاسیکو آرونو او اصولو پر وړاندې ودرېدل، دوه تلپاتې شخصیتونه وو، ګویته او شیلر. مهرباني وکړئ د دوی د مخالفتونو د لید توګي او باورونو په اړه لنډ مالومات وړاندې کړئ.
دودیال: د المان نیوکلاسیزم د دورې تیاتر او ډرام کې بیلابیل ذوقونه وو، دا نه یواځې د محتوا له پلوه بلکې آن د تیتر د ستیژ د ډیزاین او دیکور له پلوه هم سلایق متفرق وو. د برلین، وایمار، لایپزیک او نور تیاترونه مشهور وو. پر ۱۷۴۹م. کې د وایمار تیاتر د ګویته او شیلر د نندارلیکونو په ډارم تیاتر له لیدونکو ډک شول. دا وایمار کې د تیاتر د تاریخ پیل بلل کیږي، همدا وخت رومانتیزم هم پیل شو، سره له دې چې د رومانتیزم په وړاندې ذهنونه چندان جوړ هم نه و. بالاخره رومانتیزم وورسته تر نیوکلاسیک خپله لار پرانیسته او پر مخ ولاړ. د دې دوران او د وایمار د تیاتر دوه نوموتي لیکوالانو ( Johann Wolfgang von Goethe) او ( Friedrich Schiller) وایمار کی ٔډېر پلویان لرل. له ۱۷۴۹ تر۱۸۰۵ دغو دووتنو د هنر دغه ډګر ته لوی خدمت وکړ. البته لا هم دغو کلونو کې له کلاسیزم سره هم د خلکو علاقه وه. ګویته هم د کلاسیزم او نیوکلاسزم څخه نوی رومانتیزم ته رااوښتی و. دا دوران او په مجموع کې د اتلسمې پیړۍ پای او د نولسمې پیړۍ پیل د نظریاتو د اختلاف کلونه وو. اما اختلاف د شخړې او تاوتریخوالي په مانا نه و لکه موږ یې چې پېژنو، بلکې اختلاف د تکامل او پرمختګ لامل شو، د نظرونو توپیر په دلایلو او براهینو اورېدل کېد، اختلاف د نوښتونو لامل شو. د ګویته او شیلر بحثونه او مخامخ کېدل هم دلته وشول. د دوی لومړی ځل مخامخ کېدل المانیانو ته ډېر مهم دي او دا ورځ نمانځي. دا هم طبیعي خبره ده چې ځینې وخت څه چې زیاتره وخت د هنرمندانو ترمنځ سیالي او رُخه هم وي. شهرت او لوړ نوم د هر چا خوښ وي، خو دا د دښمني په مانا نه و.
گویته او شیلر د المان دوه لوی ادبي اشخاص وو. دوی آلمان کې هغه وخت سره نږدې او یو بل سره بحثونو کې شریک شول چې فریدریش شیلر خپله یوه ډارمه او نندارلیک د گویته په مرسته صحنه باندې وښوده. یوهان ولفگانگ فون گویته په وایمار کې د شیلر ترڅنګ د ځوانۍ د عمر کلونه تیر کړل، یو بل ته یې خپل تجارب وویل، د دوی دوستي له کشمکش ډکه وه، په تیره بیا ګویته له شیلر سره په دی خاطر حسادت کاو چې د شیلر ادبي کار ډېرو خلکو خوښاو، نو ګویته داسې انګیرله چی د شیلر ډیر نامتو کېدل به د ده نوم تر اغیز لاندې راولي. سره له دې هم یو بل ته یې درناوی درلود. المانیانو ته د دوی د دغو دوو تنو نامتو لیکوالو آشنایي لویه پېښه ښکاري. دا ځکه چې د دغې ورځې له برکته د دغو دوو تنو ترمنځ نږدې زرپاڼې لیکونه تبادله شول چې دا د الماني ژبې لویه تومنه شوه. اوس لیکوالان د دوی بحثونه د یوی تجربې په توګه رایادوي، اختلاف یې بولي، خو دښمني یې نه ګڼي. دا د اتلسمې پیړۍ پای او د نولسمې پیړۍ د پیل کلونه وو. په ۱۹۹۴م. کې د (یانا) سیمه کې دواړه ( دطبیعي تاریخ ټولنه) کې سره یو ځای او مجلسونه یې وکړل. شیلر ګویته ته وویل: د ژوندیو بوټو و ژویو هغه بیلګې چې په دغه ټولنه کې خلکو ته وښودلی شوی ، ژوندۍ بیلګی نه وی، نو ځکه د ریښتني طبیعت ټولې ځانګړنې نشې ثابتولای. د دی بحث په پیل کې او د خبرو په دوام دواړه له نوموړي ټولنې څخه راووتل او په لاره کی یې هم خبرو ته دوام ورکړ او اخر ګویته د شیلر کور ته ورسره ولاړ. هلته ګویته د ونو- بوټو د بڼې بدلون شیلر ته وښود، شیلر غوږ نیولی و، خو په پای کې یواځې همدومره وویل چې دا ریښتیانۍ تجربه نه، بلکې صرف یو فکر او فرضیه وه، یعنې داسې یوه فرضیه چې لاهم عملا نده ثابته شوې. دغې خبرې ګویته خپه کړ. خو بیا یې هم د شیلر خپلواک فکري استدلال ته درناوی وکړ څه یې ونه ویل.
ګویته وایي چې د شیلر میرمن ډېرې خوارۍ وکړې چې د دوی ترمنځ دوستي کلکه پاتې شي. بل ځل بیا په ۱۷۹۴م. کې شیلر د یوې ادبي خپرونې (دی هورای)د مدیریت کولو قرارداد لاسلیک کړ. شیلر هیله لرله چې د جرمني د هغه وخت نامتو لیکوال لکه کانت، فیشته، کلوپشتوک، هردر، یاکوبی، باگزن، کورنر، راین هولد، ویلهلم فون هومبولت، آوگوست ویلهلم فون شلگل او تر ټولو مهم دا چې گویته دغې خپرونې سره همکار او لیکنې یې د خپرولو لپاره ورڅخه ترلاسه او قلمي همکاران یې کړي. نو ځکه یې په درناوی سره ټولو لیکوالو او په دوی کې بیا ګویته ته د همکاری په نیامت له درناوی ډک لیک واستاو، ګویته ځواب ورکړ چې: زه ډاډ درکوم لیکنې به دراستوم. په دې توګه د دوی ترمنځ د لیکونو تبادلې دوام وموند چې دا لیکونه د المان د ادبي تاریخ یوه لویه شتمني شوه. د دوی ترمنځ د دوستۍ او متقابل درناوی دغه دوره یوولس کاله شوه. د دوی ترمنځ (۹۹۹)لیکونه یو بل ته استول شوې دي. تر ټولو مهم څلورم لیک و، چې هغه کې یې یو بل ته یې ډېر حقایق څرګند کړي وو. دوی هم په پوره نزاکت، شکسته نفسي، په صراحت او هم په غرور یو بل ته د نظر ورته والی او تفاوت او یو څه اختلافات څرګند کړل. دا ټول د مباحثاتو یوه تجربه شوه. دا د افکارو د څرګندولو یوفرصت او دغه لیکونه د نظراتو یوه زیرمه وه. ګویته شیلر ته یو لیک کې ولیکل چې ستاسو ټول نظریات ما ته د لوست حیثیت لری. فلسفه هغه وخت بشپړیږی چې راز راز نظرونه سره مقایسه او پوښتنی او ځوابونه رد او بدل شي. د دوی ډېر تمرکز په طبیعت او د طبیعت په قوانینو، تکامل او د لازیاتو معلوماتو ترلاسه کولو باندې و. دوی دا ټول د طبیعت راز راز تجلیات بلل. یو بل لیک کی ګویته په احتیاط او ځیرکۍ سره د شیلر له تحلیل څخه سترګې پټې کړې او مهم یی ونه باله.
(دی هورن) خپرونه د ۱۷۹۵ د جون په ۲۷مه خپره شوه، دوهمه ګڼه یې د مارچ میاشت کې او وروسته تر هغه هره میاشت پرله پسې خپرېده او درې کاله یې دوام وکړ. خلکو هغه رانیوله او په شوق یی لوستله او ډېر ژر به کمیابه شوه، نو بیا به یوه چې ولوستله هغه بل دوست ته به یې لیږله.
داسې ښکاري چې ګویته په کره کتنه کې ډېر سختګیر و. آن دا چې د تیاتر ډرامونو کې یې ځینې برخې حذف کولې، خو د شیلر کارونه ټول ستایل کیدل. شیلر له ۱۷۹۵ تر ۱۸۰۱م. د خپلو هنري کارونو بهیر کې ډېر نامتو شو، په لایپزیگ کې یې د ۱۸۰۱م. کال د سپتمبر په اتلسمه ښودل شوی نمایش کې ډېر لوی نوم ګټلی و، د شیلر دا بریالیتوب د ګویته د حسادت لامل شو، خو بیا هم د خپل دغه دوست بریالیتوب ته خوشحاله و.
د کلونو په تیریدو دواړه ناتوان او ناروغ شول، په داسې حال کې چې نور یې ادبي او هنري کارونه په وس نه و پوره خو یو د بل سره دوستانه اړیکې یې ساتلې، یو د بل د روغتیا پوښتنه یې کوله. شیلر د۱۸۰۵م. کال د اپریل په اته ویشتمه ګویته د وروستۍ ځل لپاره ولیدلای شو، وروسته تر دې کتنې ګویته خپل کورته راستون شو، لږ وروسته شیلر په سخته ناروغۍ اخته شو، د اپریل په ۲۹مه یې حالت ډېر خراب شوی و. شیلر د همدې کال د می په نهمه له نړی سترګی پټې کړې همدا وخت ګویته هم دومره ناروغ و چې هیچا جرات ونه کړ چې د شیلر د مړینې خبره ورته وکړي، دا ځکه چې ممکن د دې غمجن خبر په اورېدو د گویته حالت نور هم بدتر شي. د می په لسمه چې کله د شیلر له مړینې خبر شو، نو (تستلر) ته یی ولیکل: ما فکر کاوو چې زه به ژوند له لاسه ورکړم، خو خبر نه وم چی خپل یو ښه دوست مې له لاسه ورکړ. هغه زما نیم ځان و.
پایله دا راوځې چې شیلر او ګویته ادبي مسایلو کې بحثونه کړي، ځینې وخت یو بل سره اختلاف کې و، خو دواړه یو بل سره ډېر خواږه دوستان هم وو.
مسعود: له (١٨٣٠)زېږدیز کال څخه روسته، رومانټیکان په دوو ډلو وویشل شول، ځان ساتي او ازادپال « ویکتور هوگو او ویني » د ځان ساتو له ډلې څخه ول او «استاندال» د ازادپالو څخه. ستاسو په اند دوی ولې په دوو ډلو وویشل شول، لامل یې څه وو؟
دودیال: ویکتور هوګو د رومانتیزم بنسټیز اصول، له هغې جملې د ټولنې د اکثریت او بیوزلو د ژوند انځورول او د ټولنیز عدالت ډاډمن کولو ته لومړیتوب ورکړ. (بیوزلان) یې غوره بیلګه ده. د رومانتیک ادب اصلیت او ماهیت د لیکوال د دروني احساساتو بیانول دي.
ستاندال هم د رمانتیک دور او مکتب لاروی و، خو هغه د خپلو نښیرونو په بهیر کې د خپل هنر او بیان بڼې ته د ودې ورکولو اوځینو بدلونو او نوښتونو په هڅو کې و. دغه دوه توپیرونه د ځینو کره کتونکو په نزد د دې لامل شول چې هوګو ته محافظه کار او ستاندال ته آزادیپال ووایي، خو دا ادبي بحثونو په تېره د فرانسې د ادبیاتو تاریخ کې کومه ستونزه نه وه، شاید یو توپیر به وي او طبعاً چې د هر ادیب او هنرمند په پنځونه او د کار طرز کې توپیرونه موجود وي.
رومانتیزم کې مهمه دا ده چې د احساساتو د څرګندولو په ترڅ کې د هنر محتوا باید د هنرمند له تصور څخه راشي او له غیر طبیعي حالت ځان وساتي. که د تخلیق منځپانګه کې غیر واقعیت و، هغه به محافظه کار وبلل شي. د یوه مکتب له اساسي قواعدو سرغړاوی ازادیپالنه نه ده، بلکې شاید نورو مکتبونو سره علاقمندي او د اړوند لیکوال منفرد تلاش به وي. خلاق ادیب خپل اصیل کار(هنر) کمال ته رسوي، خو له نورو څخه تقلید ګناه ګڼل کېږي، دې ته نه محافظه کاري، نه ځان ساتیوالی او نه ازاد پالنه ویلای شو. فکر کوم دا بحث باید ډېر مطرح نه وي، بلکې هنریت ، نوښت، احساس او ښکلا او د ښکلا رامنځته کول او ستاینه باید مطرح وي. طبعاً د هر لیکوال کار او نښیر یو بل سره توپیر لري، خو په رومانتیزم کې د (رومانیت اصليت) مهم دی، دا اصلیت هم د هوګو او هم د ستاندال نښېرونو کې وینو.
د دواړو نښیرونو کې د عوامو د ژوند انځور، ملی ارزښتونه پالل او عواطف ښکاري او له ذهني او اخلاقي پلوه له طبیعت سره نږدې اړیکې لري. غوره ده چې رومانتيک ادب خپلو اوریدونکو او لوستونکو ته هغه څه ورکړي چې موخه یې د هنرمند د شخصي غږ په توګه احساس شي، دا احساس د دواړو(هوګو او ستاندال) نښیرونو کې شته. که د توپیرونو خبره وي، که د بیان د طرز او سوژې د غوره کولو خبره وي، که د وصف او خیال او یا د ایماژونو توپیر وي، که د موضوعاتو د غوره کولو توپیر وي، که د فردي احساس د توپیر خبره او نور کوچني تفاوتونه وي، دا باید د دې لامل نه شي چې موږ دوی ډلې ډلې وبولو. د هر ادیب د کار توپیر نباید په عین یو مکتب کی د (ډلو) جوړولو په نوم وبولو، خو توپیر یې بللای شو. د هر لیکوال کار، تخلیق، هنریت، دقت او نوښتونو کې توپیر طبیعي خبره ده.
مسعود: د رومانتیزم د لمړنیو بنسټیزو آرونو(له احساسه ډک خیالپالنه) يا هڅونکي خیالات، او د کلاسیکیزم د ښونځي ترمنځ توپیر یا ورته والی څه دی؟ د رومانتيزم ځانګړتياوې څه دي او د دې ښونځي بنسټیز آرونه څه دي؟
دودیال: د رومانتیزم سبک اروپا کې د اوولسمې پیړۍ وروستیو او د اتلسمې پېړۍ شروع کې ورو ورو را څرګند شو. مخکې تر دې د ادب فورم عمدتاً کلاسیک ادبیات وو. کلاسیک دور ټول په ټاکل شویو قواعدو، اوزانو، منطق، استدلال، دلیل، تعقل او قیدونو پورې تړلی و. ازادي او تخییُل پکې کم و، خو رومانتیک هنر او ادب ټول احساسات، عواطف، هیجانات، ازادي، بدلون، طبیعت سره مینه، د انسا فطرتي روانی مسایل څیړل او هغو ته ځواب ویل و. د رومانتیزم د رامنځته کېدو یو دلیل دا و چې انسان؛ په تېره هنرمند، شاعر او ادیب تل نوښت غواړي، بدلون ته هوسیږي، فطرت سره مینه لري، آرمانونه لري او خپل خیالات انځورونو او ایماژونو کې راکاږي، نو دغه هیلې کلاسیک دور نشوې پوره کولای، ځکه هنرمندانو او ادیبانو یو نوی مکتب پرانېست چی همدا رومانتیزم و. بل دلیل یې صنعتي انقلاب او د سرګردانه ژوند نوي حالات وو. صنعتي دوران انسان؛ په تېره کارګر د ماشین په یوه پرزه بدل کړ، عواطف یې ورووژل او آن ښکلي او نازک طبیعت او د طبیعت شتمنیو ته یې ګواښ پېښ کړ. دا ګواښ تر ټولو مخکې رومانیستانو درک او کشف کړ، دوی دا و انګیرله چې باید عواطف وتخنوي، ولولې وپاوري،احساس ژوندی وساتي او (انسان) بېرته د (طبیعت) غیږ ته ورولي، انسان په خپله د طبیعت جز دی. دوی د پرګنو فولکور خوښ کړ، ملي رسالت او وګړنیز اصالت یې وستایه، ملي هویت لرل او څرګندول یې بل هدف و. رومانتیزم هر اروپایي هیواد ته ملي هویت او خپل ملي فکر ورکړ.
د رومانتیستانو دا ارمانونه ډېر عالي او د بشر فطرت سره برابر و، نو ځکه کلاسیزم ورو ورو مخ په ځوړ او په هېرېدو شو. آن ډېرو محافظه کارو هم د کلاسیزم په ځای رومانتیزم خوښ کړ. اصلاّ د رومانتیزم کلمه همدا اوصاف او ځانګړنې رانغاړي، دا ځکه چې: دغه نوم او صفت د لاتینې کلمې له رومانتیکوس Romanticus څخه اخیستل شوی چې دا هغو داستانو ته ویل کېده چې د اروپا د عوامو په ژبو له ډېر پخوا راپاتې ولسي کیسې وې. دا معمولاً پخوا په لاتین ژبه لیکل شوې وې او مشرانو ځوانانو ته د نکلونو په بڼه اورولې. دغه ډول عامیانه نکلونه کلاسیک سره جوړ نه وو، خو روماتیزم خوښول.
له ادبیاتو پرته اوولسمه او اتلسمه پېړۍ د فلسفي افکارو له پلوه هم نوې شوې وه، نور د رنسانس څخه مخکې دور او زړو ببولالو وخت تیر و، دا وخت د ژان ژاک روسو په شان فیلسوفانو (ټولنیز قرارداد) بیان کړ، د نوي دولت نظریه، هابز وړاندې کړه، هیګل او لاک هم نوې فلسفي مفاهیم رامنځته کړل، تایلور فابریکو او د ماشین ترڅنګ عاطفي انسان مطالعه کړ او اقتصاد او مدیریت کې یې نوي مفاهیم وارد کړل. دا هم د کلاسیک په پرتله رومانتیزم سره اړخ لګوي. ورسره ورسره د بورژوازي زړی د زرغونېدو په حال کې او فیوډالیزم نور وروست شوی و، دې طبقاتی او ټولنیز بدلون هم رمانتیزم ته زمینه برابره کړه. بشریت نوې نولسمې پېړۍ ته قدم کېښود، پس له دې به عقل د زړه مني، رومانتیست له صنعتی شوې ګڼه ګوڼې څخه ډکې تولنې څخه تېښته کوي او ارام له خپلو خیالونو او تصوراتو سره د طبیعت څنګ ته ورځي، نور نو بشریت غوښتل هغسې ژوند وکړي او داسې هنر و پنځوي لکه دوی یې چې غواړي، نه هغسې چې دوی ته په پټو سترګو ښودل شوی او وچ کلک تقلیدي میراث و. آزادي، شخصیت او کشف او شهود د دوی بوختیا شوه. نور نو نوی نسل د فرمان تابع نه، بلکې د خپل احساس او عواطفو د تلطیف مینه وال وو. دا ټول هغه توپیرونه دي چې کلاسیزم له رومانتیزم جلا کوي او هغه لاملونه وو چې رومانتزم مقبول واقع شو. پورته ویل شوي ارونه د رومانتیزم بنسټونه شول.
مسعود: تاسو د لیکوالو د تگلارو، بنسټیزو اندیزونو، ځانګړتیاوو او د هغو د پنځونکو نوموتو نښیرونو(اثارو) په رڼا کې د کلاسیک ښونځي سره، رومانتيک ښونځی څنګه پرتله کوئ؟
دودیال: په مجموع کې او په لنډ ډول د کلاسیک دور ادب او اثار یوه لنډه – تنګه اډانه کې، وچو قالبونو او دُګمو قواعدو کې ایسار و. کوم لیکوال او ادیب به چې دا رعایت نه کړل، هغه یې ادیب نه باله او نښیر یې د ادب تعریف کې نه راوست. دا مکتب د ډېر تکرار او له نوښتونو څخه د تشوالي له امله د ستوماني لامل شو. له بلې خوا د عالي آرمانو خواته یې ولسونه نه هڅول، د نوې او خپلواکې نړۍ او انساني ژوند خواته د تللو انګیزه او لارښوونه پکې نه وه. د صنعتي انقلابونو او د اقتصادي فعالیتونو او د بورژوازي د حرص او د پانګې ټولولو تلاشونو نور هم د ولسونو او ښکېلو خلکو ژوند تریخ کړ. دا وخت د نوښت، تفکر او نوې آیدیاوو په وقت او د احساس، عاطفې او ولولو په قوت د نوي ادب او ښکلو نښیرونو د رامنځته کولو اړتیا پېښه شوه، چې ښکلا وستایي او انسان د طبیعت د یو جز په توګه بېرته د طبیعت غیږ کې د سکون سا واخلي. د ازادۍ په خوند پوه شي او له مادیاتو پرته، خپله معنوي هستي هم ولري. همدا د رمانتیزم موخه وه او پخوانی کلاسیک چوکاټونه یې پرېښودل، نوې پنځونې یې له نویو ارزښتونو او معیارونو سره رامنځته کړل.
مسعود: وایي له (۱۸۴۰) زېږدیز کال را په دې خوا د رومانتیسم د ماڼۍ دېوالونه ړنګ شول. ستاسو په اند د دې لامل څه وو؟
دودیال: ما داسې څه ندي لوستي او نه له داسې نښو او دلایلو سره مخ شوی یم چې ثابته کړي چې له ۱۸۴۰م. وروسته دې د رومانتیزم د ماڼۍ دیوالونه ړنګ شوي وي (؟!)، اما لکه هغسې چې کلاسیک ادب پسې وروسته رمانتیزم را میدان ته شو، نولسمه پېړۍ او بیا شلمه کې نور ادبی مکتبونه هست شول، لکه ریالیزم، دادایزم، پوپولیزم، سوریالیزم، اونانیزم، اکزینسیتیالیزم. د بیلګې په توګه اونانیمیزم د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې د “ژول رومن و ژرژ اشتویر” له خوا جوړ او د دې ادبي مکتب اصول له ساده استدلالاتو شروع کیږي. د دوی په فکر ټولنه د نبوغ لرونکو فردی ځواکونو په یوځای کېدو وده کوي او تکامل یې بشپړیږی. د دغه ادبي مکتب د نښېرونو بیلګې د “تولستوی” لیکنې او د “ویتمن” اشعار او منظومې او “گوستاولوبون” او “دورگهایم” نظریات وو. دغو بېلابېلو مکتبونو یو پر بل اغېز درلود، یو بل یې بډای کړي دي او دا هریو زیاتره یو بل سره ګډ او عین وختونو کې هم دود وو. یوه ته هم د رامنځته کېدو او پای ته رسېدو ټاکلې نېټه او کال نشته. هغه وخت چې د شوروی اتحاد زیاترو لیکوالو د ریالیزم د مکتب پیروي کوله، ډېرو نورو هېوادو کې د ریالیزم ترڅنګ؛ نور مکتبونه وو. رومانتیزم څخه اوس هم څوک منکر نه دي، د نړۍ ګوټ ګوټ کې همدا اوس هم ډېر غوره رمانتیک آثار لیکل او خپریږي. د ګارسیامارکز نښېر وګورئ، دا خو له ۱۸۴۰م. ډېر وروسته او آن دی وروستیو کې خپور شوی او داسې نور مثالونه. البته نویو ادبي مکتبونو رومانتیزم تر یو بریده سیوري لاندې راوست. باید دا هم هېره نه کړو چې د اوولسمې میلادي پیړۍ له وروستیو تر ۱۸۴۰م. لومړني رومانتیک آثار خپاره شول، چې د دې دوو پیړیو رومانتیستان د رمانتیزم مخکښان وو. دا چې د نولسمې پیړۍ له نیمایی وروسته د رومانتیزم تر څنګ نور مکتبونه را میدان ته شول، علت یې نوښت او نویوالی و. هنرمندان ټول نوښت خوښوي. هنر اصلاً نوښت او د نوښت یو بل نوم دی. دا لړۍ نه یواځې ادب، بلکه ټولو هنرونو کې روانه ده او شاید وروسته تر دې نور نوښتونه هم ووینو. نو داسې فکر نه کیږي چې له ۱۸۴۰ زېږدیز کال را په دې خوا دې د رومانتیسم د ماڼۍ دېوالونه ړنګ شوي وي، خو دا یقیني ده چې نور مکتبونه رامنځته شول. د نورو ادبي مکتبونو ایجادېدل به د رومانتیزم د بیخې له منځه تګ او د رومانتیزم د ماڼۍ د یوالو ړنګېدل نه وي، بلکې د ادبیاتو په ښېراز بڼ کې د نویو ګلانو غوړېدل وي چې د رومانیزم په ګډون هر یو یې خپل رنګ او بوی لري.
مسعود: په پایله کې به راشو د هېواد پخواني، منځني او اوسني ادبي بهیر ته. ښایي زما له پوښتنې سره همغږي ونه ایسې خو زه یې یو تریخ واقعیت گڼم.
په پښتو ادبیاتو کې د کلاسیک برخه یې لاپرېږده چې په رومانتیک ډگر کې ونشوای کولای ښکارنده پوړیو ته ورسي، سره له دې چې د یوې گوتې په شمېر لیکوالو، شاعرانو او کیسه لیکونکو لکه پوهاند سید بهاوالدین مجروح، پوهاند م. زیار، غنی خان، سلیمان لایق، استاد سعدالدین شپون، صدیق کاوون توفاني، نجیب منلی، ډاکتر لطیف بهاند، اسحق ننګیال خپلې هلې ځلې نه دي سپمولي یا یې نښیرونه(اثار) کښلي او یا ژباړلې دي، چې د رمانتیزم بیلګې دي، لامل په څه کې دی او تاسو یې څنگه انگېرۍ؟
دودیال: زما انګېرنه داده چې پښتني ټولنه د خپل جغرافیایي، اقتصادي او عقیدوي اغیزو له امله نوښت په ډېر ځنډ مني، آن دا چې زیاتره د نوښت په وړاندې ټینګار کوي. هومره چې اروپا کې رومانتیک ډګر کې کښل شوي او ایجاد شوي آثار په مینه ومنل شول او هرکلی ورته وویل شول، دلته یواځې روڼاندو وستایل او هرکلی یې وکړ، ولس لا هم بېخبره دي، خدای وکړي په دې انګېرنه کی څوک راڅخه خپه نشي. نن به دا انګېرنه د منلو نه وي، خو سبا به ډېر خلک دا ومني.
نو ستاسو د دې پوښتنې په ځواب کې باید په ډېر احتیاط سره ووایو چې آن یو شمېر خلک مو لا اوس هم کلاسیک خوښوي(!)، لا هم د رومانتیزم وږمې ورته آشنا نه دي. افغانستان یو غرنی هیواد دی. ډېرې سیمې د جغرافیاوي موانعو او له ښاریتوب سره د ضعیفو اړیکو، د تعلیم د وروسته والي، عنعناتو او فتالیزم کې د ښکېلتیا له امله د هغه څه لامل دی چې تاسو ورته اشاره کړې ده، خو دري ژبې ته ډېر رومانتیک اثار وژباړل شول او زموږ د دري ژبې لیکوالو ولوستل، ډېر شمیر پښتو لیکوالو هم ورو ورو لیوالتیا وښوده او پورتني شاعران او لیکوال چې تاسو یاد کړې، د رومانیت استازي شول. د بیلګې په توګه غني خان به ولولو.
د رومانتبزم د پراختیا په زمانه کې له اروپایي ژبو ډېر اثار دري ته وژباړل شول او کوزه پښتیخا کې بیا ډېرو انګلیسي ادبیات ولوستل او پښتو کې یې هم اغیز ولیدل شول. بره پښتیخا کې هم له انګلیسي، روسي او فرانسوي ژبو آثار وژباړل شول.
د بیلګې په توګه د غني اشعار به ولولو چې په عقلانیت پسې توغ پورته شوی، تصوف دی، خو د صوفیانو د زړه او وجدان فلسفه یې د هغوی د ځای ناستي په توګه ادب کې وکاروله او همدغه رومانوي شاعران دي چې ادب یې له افادیته لرې کړ او تخییُل، طبیعت سره مینه، احساس او ښکلا یې د ادب لپاره خوښه کړه. په دې توګه شلمه پېړۍ کې پښتنو ځوانانو هم دغه ادبیات ولوستل او د یو نوي مکتب په رڼا کې یې شاعري پیل کړه عبدالرحمن پژواک، فضل الحق شیدا، سید رسول رسا، پوهاند سید بهاوالدین مجروح، پوهاند م. زیار، غنی خان، سلیمان لایق، استاد سعدالدین شپون، صدیق کاوون توفاني، نجیب منلی، لطیف بهاند، اسحق ننګیال، اشرف مفتون، او یو شمیر نور شاعران په دې کتار کې وو، خو د رومانیت کره خصوصیات په ځنډ دود او ومنل شول، یعنې پښتو کې رومانیت شته، منل شوی، خو په ځنډ او احتیاط سره. که د دغه سټایل ګڼ استازي شته خو دا به سمه نه وي چې یوازې د رومانویت د نړیوال مکتب د ځانګړتیاو په رڼا کې وڅیړل شی( دا ځانګړتیاوې مو مخکې بیان کړې او رومانتیزم مو پوره تشریح کړ)، بلکې رمانیت هم تر یو بریده پښتون شو. پښتو نویو ادبیاتو کې د پښټو د نوي شعر او ادب کې خپل ټاکلي نوښتونه، ځانګړتیاوې، ښکلا، احساس اوعاطفه شته. نو ځکه وایو چې له رومانتیزم سره په ټکر کې نه دي. د غني خان، مجروح، لیوال، ننګیال، لایق، مفتون او کاوون په اشعارو او د افغانپور، غوث خیبری، شپون، مهدی شاه مهدی او یوڅو نورو په نثر کې دغه راز نوښتونه شته.
د غني آثار د شرابو ستاینه، د ښکلیو په زلفو کې خوبونه او د پازیبونو په شرنګا ویښېدل او چې نشه یې کړي وي نو بیا خو کاذب ارفعیت ورته وايي، ځان له جنته هم ښکلي ځای کې احساسوي. تصوف یې هم دغسې. غني خان داسې مهال ښي او چپ پیژني چې د هند په نیمه وچه کې انګریزي ژبه واکمنه وه او د هغو رومانتیکو شاعرانو شعرونه ویل یو فیشن جوړ شوی و چې مایې مخکې یادونه وکړه لایق بیا د عنعناتو زنځیرونه مات کړي دي، لیوال حماسې او اسطورې د رومانیت په روح کی ولیکلې، ځوان کاوون د خواریکښو ستاینه وکړه، ننګیال عواطف وتخنول، افغانپور لنډو کیسو کې د مبارزې ولولې او آزادی غوښتلو غږ اوچت کړی دی. ژواک او پرهیز هم د ټولنیز عدالت غږ وکړ او د طبیعت ننداره یې نثر کې راوښودله. بله دا چې ځوان کول د زده کړو لپاره بهر هېوادو ته ولاړ، بهرنۍ ژبې یې ولوستې، نو وتوانیدل چې د رومانټسیزم ادبي رویې په ژوندانه کې هم تجربه کړي.، یعنې داسې نه ده چې پښتو ادبي اثار رومانیت سره بیخي پخلا نه دي. په دې توګه د دغه مکتب په نړیوال کېدو سره پښتو ادیبانو او لیکوالو ورته ښه راغلاست ووایه، خو لږ په محافظه کاری سره. دوی دغه ادبیات ولوستل، ویې ژباړل او په دې باور چې دا نوي څه دي باید پښتو ادب کې هم دود شي، چې څو لسیزې وروسته یې پورته یاد شوي لیکوال او شاعران د استازي په توګه پېژنو.
مسعود: حیرانونکې خبرې ته راغلو؛ پورته زیاتره یاد شوي لیکوال له مسلکي پلوه د ادب د څانګې فارغین نه دي، خو ډېر ښکلي نښیرونه(آثار) یې لیکلي دي. اوس وروستۍ پوښتنه مو دا ده چې آیا ادبي نښیرونه (آثار) یواځې د ادب د څانګې مسلکی لیکوال رامنځته کوي، که د نورو څانګو قلموال هم ادبي نښیرونه (اثار) رامنځته کولای شي؟
دودیال: تصادفاً دا نه یواځې افغانستان کې، بلکې زیاترو نورو هېوادو کې هم ډېر غوره اثار هغو لیکوالو پنځ کړي چې یا د طب فارغ و یا د حقوقو، یا سیاسی فعال و یا یې کومه بله تخصصي څانګه لوستې وه، خو تر ټولو ښه آثار یې را پاتې دي، په تېره بیا د رومانتیزم لارویان حتمي د ادب د پوهنځیو او پوهنتونو فارغ نه وو. ذوق، استعداد، چاپېریال، شخصی مطالعې او هنر او ادب سره مینې دوی نامتو لیکوالان کړل. نه یواځې ادب، بلکه ځینی نورو څانګو لکه تاریخ لیکلو او انځورګری کې هم دا ډول بیلګې شته، دا کوم عیب نه دی. دکتور اکرم عثمان، پژواک، ټکور، ستانه میر زهیر، کاظم خان شیدا، حمید ماشوخېل یو هم دادبیاتو فارغ نه وو، کاروان عالی تحصیلات نه لرل، خو استاد آصف صمیم، شپون او یو څو نور بیا د ادب د څانګې فارغان وو، زیار صاحب بیا د ادبیاتو استاد دی، د دې ټولو د هنریت، لیکوالي او شعر، رُمانیت، ښکلا ستاینې او ښکلا پنځونې قوت یو شانته و. ممکن وروسته له دې هم ډېر داسې استعدادونه وځلیږي، چې په رسمي ډول به یې ادبیات نه وي لوستي، خو د خپل استعداد، ذوق، څېړنې، پلټنې او مطالعی له امله به وتلي لیکوالان شي. آن دا چې زموږ موسیقي کې ځلاند، ص. ناشناس صادق فطرت، حبیب شریف، ظاهر هویدا او یو څو نور اماتوران وو، خو ډېرې خوندورې سندرې یې راډیو کې ثبت او ضبط دي. البته له تخلیقي ادب پرته، تحقیقي ادب او د ادبیاتو تاریخ لیکلو کې رسمي زده کړې او تخصص مُهم دی.
د رومانتیزم بحث یو په زړه پورې بحث دی، مننه کوم چې په دې هکله مو یو څو خبرې وکړې. زه هیله لرم چې د ادب د څانګې نوي مینه وال او ځوانان رومانتیزم او ورسره نور ادبی مکتبونه په غور مطالعه کړي. پښتو ادب او ورسره موسیقي، انځورګري، تذهیب او میناتور هم کار ته اړتیا لري. د هنر ډګر پراخ دی. رومانتیزم دې ټولو کې څرګند دی. همدا اوس استاد مرتضی پردیس او ښاغلی ارباب د انځورګري برخه کې ممتاز دي. د موسیقی برخه کې هم یو څو ځوانان لرو چې د هنریت په رموز پوه دي، اما ډرام، تمثیل، فلم او نندارلیک کې څوک نه تر سترګو کیږي. دغو برخو کې مو دکتور واحد نظری، ممنون مقصودی، کامران، مرتضی بایقرا او نور لرل چې وروستیو پېښو د دوی هنري کارونه خنډ سره مخ کړل، خدای دې نه کوي چې هېر یې کړو.
***
په ادبي مینه او مننه: انجنیر عبدالقادر مسعود