آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

«
»

دموکراسي د ګډ کار کولو هنر دی

نور محمد غفوری

سریزه:

دموکراتان باید پخپله د دموکراسۍ د بنستیزه کېدو، پراختیا او تکامل له پاره په عملي او جدي توګه لاس په کارشي. ما په ۲۰۱۶م کال کې په خپله مقاله کې چې اوس هم زما د فیسبوک پر پاڼه شته، ولیکل چې دموکراتانو ته نه ښايي چې د قوم‌پالونکوغیر دموکراتو، د شر او فساد د عاملینو او جګړه مارو افرادو او ګروپونو څخه د دموکراسۍ د نه پلي کولو په خاطر په نالښتونو او ګیلو وخت تیر کړي او یا په انفرادي او شخصي قهرمانیو باندی ویاړ او اکتفأ وکړي. دموکراسي د ګډ کار کولوهنر دی او په دموکراتیکو اصولو سیاسي او ټولنیزه مبارزه د ټاکلو اهدافو د پلویانو کلکتیفي او جمعي کار دی. دموکراسي د هدف په لوري منډه کې د ټولو مینه والو د آزاد او داوطلبانه ګډون او همآهنګۍ فن دی. د نړۍ د هیوادونو تاریخ ثابته کړې ده چې د دموکراتیک نظام جوړول د دیکتاتوري هغه نه ډیر ستونزمن کاردی، ځکه چې ددې تعمیر د هرې خښتې په ایښودو کې باید د ټولنې د افرادو اراده او تصمیم نغښتی وي او دا دهیواد د آګاه، بیدارو، روشنفکرو او فداکارو غړو په زیار او زحمت جوړیږی. په افغانستان کې که دموکراتیک ځواکونه په رښتینی دموکراتیک شکل د انسجام وړتیا ولري، په قوي ځواک بدلیدای شي. زموږ په هیواد کې دیکتاتوران او په شاتګ غوښتونکي قوي نه دي، بلکې د ترقي غوښتونکو دموکراتانو تشکُل ضعیف دی، بې پلانه دي او ډیر ځلې د حوادثو په لکۍ پسې روانیږي. دا به تاریخي لویه غلطي وي که د افغانستان خلک او په ځانګړې توګه د هیواد روشنفکران او پرمختګ غوښتونکي ځواکونه له اوسنیو موجودو امکاناتو د هیواد د پرمختګ او د دموکراسۍ د تعمیم له پاره لازمه ګټه پورته نکړي.

 دموکراسي د ګډ کارکولو هنر دی!

دموکراتان هغه کسان او سازمانونه دي چې د دموکراسۍ پر اصولو باور لري او د دموکراتیکو ارزښتونو، لکه د خلکو حقونه، سیاسي آزادي، د بیان آزادي، د قانون حاکمیت، او د شفافیت پلوي کوي. دوی د دې نظریې ملاتړ کوي چې حکومت باید د خلکو له خوا، د خلکو لپاره، او د خلکو په استازیتوب جوړ شي.

دموکراسي یوازې یو سیاسي نظام نه دی، بلکې دا د ګډ کار کولو، تفاهم، او د نظرونو د تبادلې یو هنر هم دی. دا یو داسې سیستم دی چې ټول وګړي د هېواد په چارو کې د ونډې اخیستلو چانسونه لري او د خپل هېواد د برخلیک د ټاکلو او د ټولنیزو او سیاسي چارو د سمون لپاره ګډې هڅې کوي. دموکراسي د اختلافونو د حل، د نظرونو د احترام، او د عامه خیر او ښېګڼې لپاره د ګډې همکارۍ بنسټ جوړوي.

دموکراسي او دموکراتیک سیاسي کلتور د ټولنیزو ستونزو د حل لپاره د ګډ کار کولو اړتیا رامنځته کوي. د ټولنې هر وګړی خپل نظر لري، خو دموکراسي دا تضمینوي چې دا نظرونه د بحث، تفاهم، او متقابل احترام له لارې سره یو ځای شي. په یوه دموکراتیک نظام کې په ټاکلې موضوع د تصمیم نیولو په وخت کې خلک خپل افکار بیانوي او یو بل ته غوږ نیسي. په دموکراتیک کلتور کې د اختلافاتو پر ځای تفاهم ته لومړیتوب ورکول کېږي او هر لوری د ګډ کار له پاره د امکاناتو د چمتو کولو له پاره هڅه کوي، ځکه چې ګډ کار او تفاهم د ټولنې د پیاوړتیا او ثبات لامل کېږي.

په دموکراسۍ کې د نظرونو تنوع ته ارزښت او د هغو اظهار او بیان ته فرصت ورکول کيږي. د فکرونو تنوع که له یوې خوا د شخصي آزادیو نښه ده، له بلې خوا د ټولنیز پرمختګ سبب هم ګرځي. که د خلکو نظرونه، وړاندیزونه، او تجربې سره یوځای شي، نو جمعي عقل د ستونځو له پاره غوره حللارې رامنځته کوي. څرنګه چې خلک پخپله د سیاسي، اقتصادي، او ټولنیزو پریکړو برخه وال ګرځي، د پریکړو په عملي کولو کې هم د زړه له اخلاصه زغرده برخه اخلي او د کار پروسه او په ټوله کې د ټولنې پرمختک ګړندی کوي.

دې ټکي ته باید پام وشي چې دموکراسي یوازې د ټاکنو په وخت کې د رایو په اچولو کې ګډون نه دی، بلکې په سیاسي او ټولنیزو چارو کې د خلکو د دوامداره مشارکت یو کلتور او فرهنګ هم دی. خلک باید نه یوازې د انتخاباتو پر مهال، بلکې د ټولنیزو، اقتصادي، او سیاسي مسایلو په ټولو برخو کې مدام فعال پاتې شي. د دې کار له پاره باید خلکو ته د عامه مسایلو په اړه لازم معلومات او پوهاوی ورکړل شي، مدني ټولنې غښتلې شي او د سیاست، حکومت او مدني ټولنو تر منځ همکاري رامنځته او تل پاتې شي.

په دموکراسۍ کې د حاکمانو ډله پخپل سر او ظلم او زور دولتي چارې پر مخ نه وړي، بلکې حکومتونه د خلکو د غوښتنو تابع وي. ددې له پاره چې د دولت د خپل سریو او ستم مخه ښه ونیول شي او په هېوادنیو چارو کې په پرله پسې توګه د خلکو پراخ ګډون عملي شي، دولتي او حکومتي چارې باید په شفافه او رڼه توګه تر سره او د حساب ورکونې اصل عملي شي. داسې چې خلک د حکومت له کړنو خبر وي، واکمنان د خپلو پریکړو مسئول وي، عدالت ټینګ وي او د هر ډول فسق او فساد مخه ونیول شي.

نو دموکراسي یوازې د رایو اچولو یا د حکومت د ټاکلو پروسه نه ده، بلکې دا د ګډ کار کولو، تفاهم، انعطاف، او د ټولنیز عدالت یو ژوندی سیستم دی. دا یو هنر دی چې د خلکو د ونډې، د نظرونو د تبادلې، او د شفافیت پر اساس کار کوي. که هر وګړی د دموکراتیکو اصولو پر اساس عمل وکړي، نو دموکراسي به نه یوازې یو نظري مفهوم وي، بلکې د ټولنې د پرمختګ، اتحاد، او سوکالۍ په عملي لاره بدلیږي.

لکه چې ومو ویل، دموکراسي یوازې یو سیاسي نظام نه دی، بلکې د ټولنې د همغږۍ، برابرۍ او ټولشموله پرمختګ یو بنسټیز عمل دی. دموکراسي یو ژوندی بهیر دی چې دوامداره هڅې، نوښت او ژمنتیا ته اړتیا لري. په دې اساس، دموکراتان باید پخپله او تل په جدي توګه لاس په کار شي تر څو ډاډ ترلاسه شي چې دموکراسي نه یوازې د ستراتیژیکو پلانونو په کاغذونو کې پاتې شي، بلکې په روځني عملي ژوند کې هم ځان څرګند کړي.

25.02.2025