از قهرمان‌سازی تا نقد تاریخی؛ بازخوانی کارنامه رهبران در شش…

 نویسنده: مهرالدین مشید بزرگ‌نمایی رهبران؛ ناسپاسی به آرزو های مردم افغانستان رخدادهای…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواری های عصر ساسانی(بخش۲)

علی میرفطروس -« عربِ بادیه نشین را رها کن و او…

پروفیسور استاد  نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد  نصیب الله سیماب سره، چې د…

پیام هستی

رسول پویان ز قلب هستی پیامی بـه گوش دل گفتند چه خوش…

افغانستان در آستانه بحران چند لایه؛ ابتکار خروج از جنگ

 نویسنده: مهرالدین مشید چه کسی باید ابتکار خروج از جنگ را…

فراتر از امیر؛ درون معماری قدرت طالبان

قسمت دوم: از هویت تا قدرت؛ چگونه یک سازمان خود…

نیهلیسم؛ محصول شکست سیاسی یا فردی؟

Nihilism. آرام بختیاری نیهلیسم یعنی پوچی، انفعال، زوال، بطالت، و فاقد هدف.  نیهلیسم…

گزیده‌ی اشعار شرمین ولی

اشعار کتاب اندوه ارغوانی یک سیب گزیده‌ی اشعار شرمین ولی مترجم: زانا کوردستانی (۱) پاییز…

فراتر از امیر؛ درون معماری قدرت طالبان

قسمت اول: مسئله فقط امیر نیست وقتی درباره طالبان صحبت می‌کنیم،…

بعد از ضربه چه می‌ماند؟

افغانستان و منطقه در عصر جنگ‌های فرسایشی Wahidullah Noorzai — Former…

دل دادن و دل بردن!

امین الله مفکر  امینی                2026-25-09 دلـــــدادن ودل بردن ودل بستن نباشد…

ایدئولوژی سایه ای سنگین برفراز اندیشه ها

 نویسنده: مهرالدین مشید              زنجیر های ناپیدای ایدئولوژی  انسان موجودی معناجو است. او…

علم ګل سحر

له ګران علم ګل سحر سره، چې د علم او…

فاصله میان قدرت و اثر

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

چند شعر کوردی با ترجمه 

چوون خەم و پەژارە  وڵاتمی داگیرکرد دەسوری داکوو دڵخۆشیان خەسان. ◇ در این سرزمین  غم حاکم…

نورستان؛ از خاطره یک جنگ تا آغاز یک دوره تاریخ

 نویسنده: مهرالدین مشید آغاز دوباره درگیری‌ها در منطقه کامدیش نورستان، خاطره…

افغانستان میان مهندسی قدرت و بازی امنیتی طالبان و پاکستان

 نویسنده: مهرالدین مشید درگیری طالبان  با مردم؛ فرار از حل بحران…

اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا

طرح دوسیه ۹۷ ملیونی اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا شامل…

ابو نواس اهوازی؛ نمایندۀ شادخواری های عصر ساسانی

(بخش 1)، علی میرفطروس ۳۱٫ شهریور ۲۵۸۵ شاهنشاهی هم باده، گوارا وُ هم…

نگاهی هنری و زیبایی‌شناختی

به آثار آیبک (موسی تاش‌محمدوف)  نویسنده بزرگ ازبکستان دوران شوروی برگردان. رحیم…

«
»

عبدالکریم خرم د افغانانو په سترګو کې خاورې پاشي!

د روان کال د جنورۍ په ۳۱ مه، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس ښاغلي عبدالکریم خرم لخوا په رسنیو کې په پاړسو ژبه « ما چرا (BSA) را امضاٰ نکردیم؟ » تر سرلیک لاندې، په نسبي ډول لنډه، خو د ځانګړو موخو په نیت یوه پوره، لیکنه خپره شوېده.

لیکنه کې په صفا ټکو هڅه شوې چې امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک پر اړتیا د افغانانو شک راوپاروي، د اشرف غني په مشرۍ پر نوي حکومت چې دا تړون يي د خپل واک په دوهمه ورځ لاسلیک کړ، افغانان بې باوره کړي او همداراز افغانانو او بهرنیانو ته وښۍ چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي حکومت، ملي ګټو ته د زیاتې ژمنتیا  او لیونۍ مینې په لامل دا تړون لاسلیک نکړ!

همداراز لیکنه کې د اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي د حکومت د راتلونکو پلانونو او تلګلارو او د سیمې په اړه د پېښو پراختیاوو ته د منفي پالنې( Negativism  ) په عینکو کې کتل کیږي او کوښښ شوی چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او په ارګ کې د هغه د نورو شریکباڼو د خپل مهال د بې پلانۍ، سیاسي بې خبرتیا او په پای کې د کاري بیکفایتۍ  پړه، پر بهرنیانو ورواچوي.

په لاندې لیکنه کې د نوموړې مقالې له منځپانګې څخه ځینې برخې چې په پورته یادو خبرو ډډه لګوي، د سپړنې او تبصرې لپاره رااخلم:

له هرڅه لومړی باید یاده شي، ایا امریکا سره ستراتیژیک تړون او روسته امنیتي تړون یوازې د امریکا په ګټه دی، نوموړي تړون ته د افغانانو اړتیا نه لېدل کېده او هغو کې د افغانانو ګټې په پام کې نه دي نیول شوي؟ یانې دا چې دا تړونونه یو طرفه دي او یوازې د امریکا په ګټه دي؟

بلخوا له امریکا سربېره د نورو اروپايي مهمو هېوادونو، هند، استرالیا او چین سره هم ستراتیژیک تړونونه د افغانستان په ګټه نه بلکې یوازې د دغو هېوادونه په ګټه دي؟

خو له لږ غور روسته وینو چې د امریکا او ناټو سره د امنیتي تړونونو او یا په روسته کې د ترکيي او عربستان سره له ستراتیژیک تړونونو پرته، چې د اشرف غني په مشرۍ د نوي حکومت لخوا لاسلیک شوي، نور ټول هغه، په تېره بیا لویديځ سره د پخواني ولسمشر حامد کرزي لخوا لاسلیک شوې دي.

اوس پوښتنه دا ده چې که دغه ستراتیژیک تړونو نه چې امریکا او ناټو سره امنیتي تړونونه يي یوه برخه ګڼل کیږي، د افغانستان په ګټه نه وو او یوازې ددغو هېوادونو په ګټه وو، ښاغلي حامد کرزي ولې لاسلیک کړل؟

د دغو تړونونو له لاسلیک مخکې هغه مهال د حامد کرزي د دفتر رییس ښاغلي خرم چیری وو چې د هغو د زیان او یواړخیزوالي په اړه يي مخامخ او یا د رسنیو له لارې افغانان خبر کړی وای، ایا اوس په رسنیو کې غوغا جوړول، یوخوا له … روسته پلتۍ وهل او بلخوا د مکر اوښکې تویول نه دي؟

له نیکه مرغه اوس ډیری افغانان پوهیږي چې داسې ډنډورې خپرول، د هېواد ملي ګټو سره د مینې او لیوالتیا له مخې نه، بلکې د نورو ځانګړو موخو لپاره ترسره کیږي!

دا چې ښاغلی خرم لیکي « با وصف اینکه حامد کرزی هر سطر این قرارداد را با دقت از نظر گذرانید، بر سر هر جملۀ آن چانه زد و جهت بحث بر سر آن لویه جرگۀ مشورتی را فرا خواند اما باز هم نگذاشت این قرارداد در زمان حکومتش امضأ گردد»

باید وویل شي چې د امنیتي تړون اوملیک ( طرحه لیک) د امریکايي پلاوي ترڅنګ، افغان پلاوي چې په هغه کې ښاغلي اشرف غني، امنیتي پخواني سلاکار ښاغلي دادفرسپنتا او د مالیي فعلي وزیر اکلیل حکیمي چې هغه مهال په واشنګټن کې د افغان دولت سفیر وو او نورو په ګډه، چمتو کړی. د دغو کسانوهېوادپالنه او سیاسي پوهه په هیڅ ډول له پخواني ولسمشر حامد کرزي او ښاغلي خرم څخه لږه نه ده او بل پلو پلاوي د تړون د اوملیک په برابرولو کې له کرزي سره پرلپسې سلا کړې ده.

همداراز د افغان پلاوي له زیار او هڅو روسته امریکا سره امنیتي تړون د لويي جرګې لخوا په اکثریت سره تایید شوی چې جرګه هم خپله حامد کرزي رابللې وه. اوس د لويي جرګې پریکړه افغانانو ته لومړیتوب او ارزښت لري، نه  د حامد کرزي او کریم خرم  په ګډون د هرچا ځاني او خپلسرې څرګندونې!

ښاغلي خرم بل ځای لیکي « بنظر من پلان امریکا این بود که قرارداد امنیتی و دفاعی با آخرین حکومت و نظام مشروع افغانستان امضأ شود و با امضای آن جنگ افغانستان وارد مرحلۀ جدید گردد. با درک همین موضوع بود که حامد کرزی در اخیر بیانیۀ جلسۀ اختتامیۀ لویه جرگۀ مشورتی گفت که با در نظرداشت سفارشات لویه جرگه قرارداد امنیتی«بعد از انتخابات» امضأ خواهد شد.»

د ښاغلي خرم په اند د حامد کرزي په مشرۍ حکومت « اخرین حکومت و نظام مشروع افغانستان» ګڼل کیږي، کوم حکومت چې د ۲۰۱۴ کال په ټولټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ رامنځته شوی مشروعیت  نلري!

بل پلو د همدې پراګراف په بله برخه کې نوموړی بېله دې چې دلیل راوړي، لیکي چې که ښاغلي کرزي، خپلې واکمنۍ کې امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړی وای، د ۲۰۱۴ کال ټولټاکنې نه ترسره کېدلې. یاني ټاکنې یوازې امریکا سره د امنیتي تړون له کبله ترسره شوي، که نه هغو ته اړتیا نه وه او حامد کرزی به تر اوسه او ترپایه د ولسمشرۍ پر چوکۍ پاتې شوی وای.

ښاغلی خرم د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې راولاړې ستونزې هم يوازې په بهرنیانو پورې تړي او هیروي چې ارګ د ټاکنو په مهال، کومې تېروتنې نه وي چې ويي نکړي!

ارګ په ټاکنو کې د بې پلویتوب له تبلیغ سره سره، لومړی د زلمي رسول ترڅنګ ودرید، د هغه د بري لپاره يي په ارګ کې غونډې جوړې کړي او روسته يي د اشرف غني د ناکامۍ لپاره د زلمي رسول په ګډون، جهادي مافیا د عبدالله په مشرۍ د همپالنې ټاکنیز ټیم ته ورشېوه کړه. په ټاکنو کې د ارګ بيځایه لاسوهنو د همپالنې ټیم ته دا فرصت ورکړ چې د اشرف غني په مشرۍ د ټاکنو وړونکي ټیم په وړاندې، د کابل د جرګو په لویه خیمه کې موازي حکومت اعلان کړي او د بل سقاوي نظام د جوړښت دعوه وکړي.

د کرزي په تېر دیارلس کلن حکومت کې د کریم خرم پشان همدا د ارګ میشتانه وو چې د خپلې بې کفایتۍ په لامل يي نوي سقاویان دومره وپړسول چې نه یوازې ټاکنو ته ګواښ پېښ کړي بلکې که د نړیوال فکټور ډار نه وای، دوی د موازي حکومت په نوم یوبل سقاوي اړودوړ ته لاره اوار وله.

په دې ډول د ټاکنو د ډېرو ناخوالو لامل باید د کرزي په تېر پير او د ارګ تر ږیرې لاندې ولټول شي، نه د یوې پلمې پتوګه د بهرنیانو تر سیورې لاندې!

د ښاغلي خرم په لیکنه کې د ارګ د پخواني واکمنانو زیاته اندیښنه د جهادي مافیا د راتلونکي برخلیک سره تړلې ښکاري. ښايي دوی د باد راوړو پیسو هضم وارختا کړي وي. بلاخره دوی پوهیږي چې د دیارلس کلن فساد پوښتنه له دوی څخه کېدونکې ده. کرزی او ډله يي اوس هم په دې لټه کې ده چې د خپلې بې پلانۍ ، سیاسي ناپوهۍ ، بیکفایتۍ او فساد پړه پربهرنیانو ورواچوي، ځان او خپل پلویان په ټولو پېښو کې سپین چرګان راوباسي!

بله اندیښنه چې د دې ډلې لاس او پښې لړزوي، د سیمې او نړیوالو اړیکو په اړه د نوي حکومت د تګلارو ټولګه ده. افغانستان د سیمې د هېوادونو ترمنځ  په یو پله بدلېدونکی دی. افغانستان د ایران او پاکستان له ستراتیژیک جاله خلاصون مومي او خپله د سیمې په یوه مرکز بدلیږي. هغه ډلې، تنظیمونه او اشخاص چې دغو هېوادونو روزلي او ګمارلې، دغې وضعې سره هم د خپلو ګټو له مخې او هم په روحي لحاظ توافق نه شي کولای.

د ډېرو ښاغلو ستونزه له دې خبرې هم راولاړیږي!

د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ ۴ مه

سرلوڅ مرادزی