«منطق تاریخ در آموزه‌های کارل مارکس و در تاریخ واقعی…

ترجمه- رحیم کاکایی لئو سورنیکوف:  دیدگاه هایی که مارکس و انگلس هرگز…

نقش‌آفرینی چتر بزرگ ملی افغانستان در مسائل کشور

نور محمد غفوری چتر بزرگ ملی افغانستان که به حیث مجموعهٔ از ائتلاف‌های…

مشرب عشق و عاشقی!

امین الله مفکر مینی     2025-02-03! مشرب عشـق و عاشقی ز شمع و…

سیگون و کابل دیروز و کابل کیف امروز؛ چند قلویی…

نویسنده: مهرالدین مشید رفتن به پای مردم بیگانه در بهشت -…

اعلامیۀ به مناسبت روز جهانی زن

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان بشریت برابری‌طلب و آزادی‌خواه در حالی به…

تلاشی های خانه به خانه و حرمت شکنی مهاجمان انتحاری

نویسنده: مهرالدین مشید جنایت های جلیقه پوشان انتحاری و سفید نمایی…

خانقاى دل

نوشته نذیر ظفر بیا که حضرت می شیخ خانقای منست بیا…

دموکراسي د ګډ کار کولو هنر دی

نور محمد غفوری سریزه: دموکراتان باید پخپله د دموکراسۍ د بنستیزه کېدو،…

نگاهی به یک نگاه نادرست در مورد نام زبان پارسی 

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ————————————‫-‬ از مدت ها به این سو در…

زبان پارسی چون ستاره!

امین الله مفکرامینی                    2025-23-02! درآسمـــــانِ ادب، نورافشان است پارسی چون ستـاره چه بازیب…

چیستی عشق؟

چیستی در پی علت و مبدا گرایی پدیده می باشد٬ که…

میدان هوایی بگرام

گیریم که ادعای غلط ترامپ در مورد حضور چینائی ها…

دلبری مهرورز!

امین الله مفکر امینی                         2025-22-02! دلبـری مهــــرورزی دارم که دیـــده و دلم…

غیابت رهبران طالبان بازی استخباراتی یا آغاز یک سونامی وحشتناک

نویسنده: مهرالدین مشید خود کامگی ملاهبت الله و نارضایتی و خشم…

خانه های مردم افغانستان دور از دسترس مردم

زمانی " خانه ملت " که منظور پارلمان افغانستان است…

عاشق وفاسق!

امین الله مفکر امینی      2025-20-02! درعشـق وعاشقـــــی گردربزم عشق نمیســـــــوزی مشـــــو ز این…

«حزب باد»: تحلیل پدیده فرصت‌طلبی و تبعیت از جریانات غالب…

«حزب باد Opportunism»: تحلیل پدیده فرصت‌طلبی و تبعیت از جریانات…

        زیارتگاه امام صاحب ولایت کندز دومین شهر مذهبی افغانستان

  نوشته کریم پوپل مورخ ۲۱ فبروری ۲۰۲۵    مقدمه  ولسوالی امام صاحب با داشتن…

روایتی از کشت زار های خستۀ رنگین کمان خاطره ها

نویسنده: مهرالدین مشید این هم می گذرد ما مرده ایم، مرده ی در…

«
»

د امریکا د اشغال نه ۶۰۰۰ ورځي تیری شوی

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د مارچ ۱۲ مه ۲۰۱۸ کال

زموږ هیواد وال  او د امریکا خلک تر ننه په دی باور دی چی اشغالګری قواوی د القاعدی د وهلو له پاره افغانستان ته را غلی دی ، په داسې حال کې چې اشغالګرانو په خپله القاعده د بن لادن په مشرۍ د ۲۳۰۰۰  تروریستانو سره د شوروی د شکست او دحزب دیموکراتیک خلق افغانستان د وهلو او ړنګولو په خاطر افغانستان ته را وستلد ( هیلری لنتن مصاحبه واوری چی په خپله وای موږ دوی ولیږل )  او په وسلو اوډالرو ېی بار کړل او خپل د ( سی آی ای او آی اس آی ) کسان ېې ورسره یو ځای او د افغانستان خلک او وطن ېی وران او ۲ ملیونه کسان ېې تر خاورو لاندی کړل ( پاکستان داشرارو د برکته د اتومی بم خاوند شو او نن راکټونه او طیارې تولیدوی ) ، اساسا د اشغالګرانو پلان د تونې بلیر سره وو او هغه داوو چی (( اول هغه انتیک اوقیمتی شیان او لوښي چی انګریزانو ددوهم او دریم جنګ په دوران کی زموږ د خلکو دکورو نه وړی او برنته کړی وو ونه ایستل نو مجبور شول چی په میرزکه کی ېې په کاریزو کی خښ اوتر مځکه لاندی خښ کړی دهغو له پاره چی بیرته ېې انګلستان ته یوسی نوېې ۱۲۰۰   کوماندوګان په پکتیا کی ددغو شیانو د را ایستلو په خاطر هلته پیاده کړل  د افغانستان د اشغال موضوع د احمد ولی مسعود  ، ډبل عبدالله او شخصا احمد شاه مسعود سره په فرانسه کی د ډبل عبدالله په ترجمانی شروع شوو چې څرنګه طالبان ووهل شی  ؟؟؟

— دوهم د یورانیمو او مخدره توکو دوړلو له پاره هلمند خانشین ته لاړل اوځانونه ېې ماړه کړل یوه ریس جمهوراو والی ورنه ونه پوشتیدل چی څه شی په طیارو کی وړیاو د انګریزانو له برکته ( ګلاب منګل ملیاردر شو ) ،  ؟؟؟

— دریم دوی باید د افغانانو څخه مخصوصا له پشتو څخه خپل ددریو جنګو انتقام واخلی او دومره خلک بیګناه ووژنی او په ناموس ېې تجاوز وکړی چی ددوی بس وی )) او امریکایانو ته ېې خاص الخاص د طالبانو په له منځه وړلو او هغوی ټولې نړی ته لوی خطر دی تونی بلیر د ولی مسعود او ډبل عبدالله سره د خپل وزیر خارجه جکسترا په مجالسو کی فیصله وکړه چی باید طالبان ووهل شی ، امریکا یی د مخدره توکو د را وړلو  دیورانیمو ذخایروپوره کولو  – د لیتیمو نه استفاده د کرومایتو نه استفاده او په دقیق صورت کی د روسانو او چینایانو په ضد یو بل منحرف ګروپه د داعش په نامه اول په شرق میانه او بیا په افغانستان کې د روسانو د تجزیی او دچین دایغورانو په خاطر افغانستان ته را ولیږي دیوی خوانه به په افغانستان کی جنګ اوږد کړی تر څو دوی دیمودې اوزړی وسلی په افغانستان وپلوری او دبلی خوانه مزاحمت خلق کړی روسانو او د مرکزی اسیا هیوادو ته او بیا د کسپین تیلو ته ځان ورسوی ، خو د روسانو او چین هیوادو داسې رهبران پیدا کړل  لکه ( ولادیمیر پوتین او هوجینتاو )  چی خپله امریکا یی تباه او برباد کړه او په حدود د یو تریلیون دالره ېې د افغانستان دجنګ قربانی کړل که امریکا ( په رشتیا د نیوکلونیالستی تیوری نه استفاده کړی وۍ او دغه یو تریلیون ډالر یی د خلکو له پاره فابریکی او کورونه او د ژوند نوری اسانتیاوی برابری کړی وای نن به د امریکا نه افغانان خوشحاله وو ، خو دغه یو تریلیون «۸۰ فیصده امریکایانو غلا کړی او ډیری کمی ېې د افغانستان غلواو جنګی جنایت کارانو ځانوته په بانکو کې ذخیره کړلې چی دولت باید د ۱۵۰ نفرو غلو سرمایه ملی او دوی محکمو ته حواله کړي ؟؟

ناتو په لکهاو افغانان ووژل او د امریکا اوناتو یو لک سربازان ېې هم جهنم ته ولیږل ، اوس بیا د امریکا مبصرین او نظامیان نوری خوږی تبصری د امریکا او پاکستان په نفع یا ګټه لیکی او ډول ډول موضوعات پکی شاملوی خو نن د افغانستان ځوان نسل په سر ددې چی د جهادی سونی اوشعیه رهبرانو دخبرو دتایید له پاره نعره تکبیر او الله اکبر ناری وهی دپلو خوړلو له پاره سیمینارو او میتنګو ته ځي او بازی ورکوی ، خو دوی په دی پوهیدلی چی د افغانستان د ۴۰ کلن جنګ مسببین او اساس ګذاران همدا ۱۶ ګونو تنظیمی اسلامی احزابو مشران او رهبران او اوله رده یا اوله حلقه درهبری قوماندانان دی او ځوان نسل ېې ( په چور – رشوت – غلاوو – غصب او نارواوو او چپاول ) ښه خبر دی ، امریکا یو دالر افغانستان ته د خدای په جت نه ورکوی ؟؟؟؟

امریکا دومره بیکوره – وږي او معتاد خلک لری چی د شپي په لارو او تر پلو لاندې د سرک په سر ژوند کوی ، نو ولی دوی ته کور او خوراکی مواد نه تهیه کوی( امریکا هر کال د ۸۰ملیاردو نه ډیرزموږ د هیواده  خپلو هیوادو ته مفت وړي ، کومه طیاره ېې چا کنترول کړی چی ولی د په زرهاوو ټنه یورانیم او لیتیم اوکرومایت بارکړی دی ؟؟؟؟؟

 ، که امریکا او غربی هیوادونه د افغانانو په قصه کی وی یا ېې ځان د افغانانو غمخواره بللی نن به ېې ( دکوکچی او کنړ دبرق بندونه جوړ کړی وو ، نن به ېې افغانستان ته اتومی انرژی جوړه کړی وه ، نن به ېې د افغانستان د میسو او فولادو د زوب فابریکی جوړی کړی وی ، نن به ېې د وسله وال پوځ له پاره د هلیکوپترو – جټ طیارو – راکټو او مهماتو فابریکی جوړی کړی وی ، نن به ېې د هغو ولایت د پاره چی هلته پنبه کرل کیژي د تارو – غوړیو – سپنسیو – تیکو – صابونه – چګتو تولیدات شروع کړی وو او موږ به یو بیکاره نه لرلو ؟؟؟

خو امریکا نه یوازی چی دا کارونه ونه کړل زموږ ( غله ، سړی وژونکی – قاتلین – غاصبین – چپاولګران – مرتجع او نامسلمانه دین داران دغه مجاهدین او طالبان او داعشیان دعامو خلکو په سر حاکمان کړل ، او همدا علت دی چی ددوی نه ېې ملیونران – ملیاردران او غټ مافیایی خلک جوړ کړی چی د ریس جمهور امر او فرمان نه منی ، دغه ټول د اشغالګرانو تاکتیک او فرمایشات دی چی زموږ په حکومت او خلکو عملی کیژي . که افغانان سره یو نه شی او کوزاوبر پښتانه را ویښ نه شی او دلوی افغانستان منظومه جوړه نه کړی داوطن دلوی بحران او حتی تجزیی سره مواجه کیژی او د تجزیی پلانونه ګلبدین او طالبانو دایم مطرح کړی دی ، بیدار ووسۍ ای در بدر افغانانو ؟؟؟؟؟