وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

«
»

د سعادت معـراج

  دکتور محمد سعید «سعیدافغانی »

شک نشته چه پاک خدای ماشین د حرکت د دنیا د انسانانو په لاس ورکړي او لکه چه کتل کیږي انسانانو ترینه دعقل او فکر او کار په اندازی سره فوائد اخیستي داهم باید وویل شي چه کار په تربیې سره کیږي او طبعي پوه په تعلیم او تعلم او تجربې سره درجه په درجه کمال ته رسیـږي.
هو کله چه د خلکو تربیه او سویه ښه شي او وکړای شي چه د دیني او دنیوي په لیارو او چارو پوه شي بیانو دا ویلو شوچه حقیقناً دا قوم د فلاح او سعادت معراج ته و رسیده همدا وجه ده چه کوم قوم او ملت او حکومت چه د معارف په شقوقو کښې ترقي او تربیي په لیاره اوچارو کښې بریالی او موفق شوی. هغه جامعه او ټولنه په واقع کښې
د ژوندانه په رازونو او اسرارو عالمه د نورو محتاج الیه کرځیدلی شي.  بالعکس کوم شخص او یا کوم قوم چه د تربیی د رڼا په حقیقي معنی سره وروسته او لری ولیدلی   وي هغه نشي کولی  چه ترقي وکړي او ترقي لاڅه کړې چه خپل موجودیت قدرې محافظه او وساتلی  شي. همدا وجه ده چه سالک وائي:  
             قلندران طریقت به نیم جو نخرند –  قبای اطلس آنکس که از هنرعاریست

زه په دا عقیده لرم چه د دنیا وګړي او یا قوم او ملت به هله کامیابیږی چه د معارف په ټولو شقوقو کښې عملاً پوه او بیا په توازن سره خپلې لیارې او چارې سمې او برابرې کړي.
دا د معارف وظیفه ګڼو چه د افکارو په روزنه کوي او خلک به با تعلیمه او تربیه ګرځوي او دا د معارف کار دی چه هر څه نه اول باید د تربیې د پاره د کار خلک و پیژني او کار وکړي، بیا د کار د خلکو فریضه ده چه د کار د پاره په توازن سره سړی جوړ کړي او جامعې ته تقدیم او د عمل میدان ته راوباسي.
داد معارف کار دی چه د صداقت، سیاست،  ثبات، شجاعت، پاک نفسی، حلم، اخلاق او صبر په اندازې به خلک پوه کوي، فائدې او نقصان ته به ئی را بیداروي.  
زه په دا کښې څه نه وایم چه زمونږ په معارف کښې څومره مصرف  شوای او کیږي او په معارف کښې د مصرف په اندازه خلک تربیه کیږي او که نه کارئې لایقو خلکو ته ورکړي.  او ځڼګه او نه په داسی مسائلو کښې زما غرض شته زه خپل ایماني او وجداني وظیفه او دنده  همدا بولم چه همیش همدا ووایم چه افغانستان نن په علم او پوه کښې د پرون ځنې یو په سله ډیر ښه دی.  پرون په یوه کلي کښې څه چه په یوه قریه کښې یو لوستونکی او لیکونکی هم نه اما نن په هر کلي او قریه کښې ډیر ډیر خلک لوستونکي او لیکونکي پیدا شوي او ډیرو لوستلو او اوریدلو نه مو نورسر په درد شو.
هو اوس مونږ ته سره د دومره ډیره ویلو او لوستلو يو څه په چپه خوله کارهم لازم دی. مونږ ته دا په کار ده چه خپلې دشتې او میرې آبادې، کافي فابریکې پیدا کړو او ترینه کار واخلو. خپل زراعتي او صنعتي چارې سمې او دې دومره بیکارو خلکو دپاره کار پیدا کړو.  دا ځکه چه د وطن غټه سرمایه خلکو ته کار پیدا کول او په دا وسیله د خلکو د اقتصادي مشکلاتو مراعات دی. مونږ باید ښه زیات عمیق شو چه واردات مو د صادراتو نه لوړ نه شي،  دا ځکه که واردات مو د صادراتو نه لوړ شول نو د وطن شته به مو ټول په زیب او زینت او فیشن لوکس جامو او سامان او رنګ او روغن صرف شي او اقتصادي ستونځې به مو ډېرې شي.
مونږ باید پدې پوه شو چه دا وطن زمونږ دی او د وطن ترقي او تعالی به په خلکو او په کار سره کیږي.
هو وطن په خلکو ښه ښکاري او خلک په کار او کسب مونږ باید داسې و نکړو چه ځان ځنې قصداً تیار خواره جوړکړو او په کار کولو وشرمیږو.  داسې ونکړو چه په آفرین او شابس پسې مو زړه  وچوي.

هو مونږ باید د خپل ځان په صفت او مدحې مین او خوښ تر داسې اندازې نه شو چه ترینه مَن مَن غوښې واخلو او کوم عاجزسړی چه هغه د صفت او مدحې په فن کښې مبتدي وي او نشي کولی چه خلک په تشو خبرو خوښ کړي هغه بد  و ګڼو. مونږ باید په دا غلطه خبرو ونه غولیږو چه خلک ئې نه کړي نو مونږ به ئې ولې وکړو.  دا ځکه چه هر څوک ځان ځان ته مسئوولیت لري.

هو که خلکو کار ته نه پریښودلم هلته نو بیا حق لرو چه قراره په قراره استراحت وکړو او یا دغم سندری ووایو. نه مونږ باید دا ونه وایو چه جولایم او که نداف.

هو باید لاس واچوو او پښو ته حرکت ورکړو چه ورځ په ورځ خپل کار او صنعت ښه کړو. ځما مقصد دا دی چه داسې نه شو چه نظریات لوړ خبرې ډیرې او عمل لږ. داسې نه شو چه خیالاتو او اوهامو د تطبیق د پاره د کار نه لاس واخلو. دا خو ډیره ښه ده باید آفرین ووایم چه د سعادت دپاره مونږ لوړ لوړ چورتونه وهو لکن دا غلطه ده چه کار نکړو او بیا لا یوعالم،  پوه او تجربو کار هغه چه د ده ماغزه ډیر څه ویني او د خلکو په غلطی باندې هم ښه پوهیږم او د قوم او د وطن د خدمت د پاره زښت ډیر ارمانونه لري، ترینه کار وانه خلو.
هو د سعادت معراج او د وطن ترقي او تعالي په دې کښې ده چه ځان پوه کړو. خلک پوه کړو. کار وکړو او د کار خلکو ځنې کار واخلو، ترڅو دځان او قوم او د وطن او ددنیا د موفقیت د پاره قدم پورته کړو.    

یاددونه :
دغه لیکنه دخدابخښلی دکتور محمد سعید «سعیدافغانی »«دنجات اوکامیابي لیاره دعلم او فلسفې له پلوه  ! » دکتاب څخه اخستل شوی ده .(کال:1354 هجری شمسی )