قهرمانی تیم فوتسال؛ نمادی از وحدت ملی و امیدی برای…

نویسنده: مهرالدین مشید شگفتن گل های لیخنند در سرزمین به تاراج…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش چهارم و آخری)  ۷. ویژگی‌های فرهنگ سیاسی مطلوب برای…

ارسطو

نوموړی د لرغوني یونان او لوېدیځې نړۍ یو له لویو…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش سوم) ۶. چالش‌ها و راهکارهای تحول فرهنگ سیاسی در…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش دوم)  ۴. وضعیت کنونی کلتور سیاسی در افغانستان در پرتو…

بیایید هموطن!

امین الله مفکر امینی       2025-12-10! بیــــا هموطن با هم یکی گردیم تا…

ما با پاکستان مشترکات نداریم !

مدتیست که عده ای نام از مشترکات میان افغانستان و…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش اول) ۱.خلاصه  این مقالهٔ علمی ـ تحلیلی و رهنمودی…

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

حميدالله بسيا په اوسني عصر کې، ښارونه د بشري ژوند د…

مهندسی قومی یا طرح توازن قومی در ساختار قدرت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید مشروعیت‌ بخشی قومی؛ از توجیه انحصار تا مهندسی…

صرصر ظلم 

از فروغ حسن تو ماه فلک شرمنده شد  مهر لطفت هر…

از همین خاک جهان دگری باید ساخت !

با شروع زمزمه های کم شدن موسسات خارجی و خروج…

چرا شطحیات! ترامپ را درک نه‌می‌کنیم؟

اولویت مردم ما اسقاط طالبان است، نه تعامل. ✍️ محمدعثماننجیب در جهان…

پاکستان د افغانستان په خاوره کې د TTP د غړو

د ویشتلو حق نه لري د افغانستان او پاکستان اړیکې له تاریخي…

اپلاتون

د ده اصلي نوم «اریستوکلس» دی، د یونان یو نوموتی…

نقض حاکمیت ملی از سوی طالبان؛ از سلطه ایدئولوژیک تا…

نویسنده: مهرالدین مشید اجندا های قومی و اختلاف برانگیز منافی حاکمیت…

توماس مور؛ را هم اعدام کردند؛ بی وجدانا!

Thomas More ( 1477-1536 ) آرام بختیاری نخستین تئوریسین سوسیالیسم تخیلی در…

پاییز 

باد خزان وزید چمن بی نقاب شد  از برگ زرد صحن…

توافق طالبان و پاکستان

محمد عثمان نجیب پیش‌نوشت: با توجه به اهمیت این یادداشت که چند…

بازی های تروریستی پاکستان و ادامه جنایات آن در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید جنگ طالبان و پاکستان سناریوی استخباراتی با راستی…

«
»

د وياړونو او سرلوړۍ ورځ

نن د وياړونو ورځ ده، نن د افغان ولس د سرلوړۍ ورځ ده، نن د افغانانو د غرور ورځ ده،  نن د افغان ولس حماسه جوړوونکې ورځ ده، نن هغه ورځ ده چې په کې د انګريزي استعمار پوزه په خاورو ککړه شوه، نن هغه ورځ ده چې اتلانو مو د ښکيلاګر ښکرونه ورمات کړل، نن د غازي امان خان د سپيڅلې کارنامې د يادولو ورځ ده، نن د غازى امان الله خان د جاه و جلال ورځ ده، نن د افغانستان د کمال او جمال ورځ ده، نن د زمري اته ويشتمه ده، نن د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده.

درې کم پوره سل کاله وړاندې؛ د ۱۲۹۸ کال د زمري په اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ اتل او وياړلي شخصيت غازي امان الله خان او د هغه نورو زړورو ملګرو د افغانستان او افغانانو لپاره داسې وياړ راوبښه چې تاريخ يې په پوره درناوي او زرينو کرښو ليکي او د افغانانو هر نسل به يې د زړه په تل کې ياده او ژوندۍ ساتي. په دغه ورځ اتلو، زړه ورو، غيرتمنو او پر خپلواکۍ مينو افغانانو د غازي امان الله خان په رهبريت د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکميت ناره پورته کړه. غازي امان الله خان او ملګرو يې په دې ورځ نه يوازې افغانستان ته د خپلواکۍ وياړ وبخښه؛ بلکې د نړۍ نورو مستعمرو هيوادونو ته يې هم الهام ورکړ او دا احساس يې ورکړ چې بايد د ښکيلاک په مقابل کې لکه د اتلو افغانو راپاسي، غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي او خپل ولس ترې ازاد کړي. د افغانستان خپلواکي نه يوازې د افغانستان په تاريخ کي د ژور مثبت بدلون فکتور په توګه شتون لري بلکې دغې ورځې د نړۍ په ډیری مستعمرو هيوادونو کې پراخ بدلون رامنځته کړ او په الهام يې له خپلواکۍ برخمن شول.

د زمري اته ويشتمه د هيواد د نورو تاريخي وياړلو ورځو په څېر هر کال په ټول هيواد کې په خوښۍ لمانځل کيږي. خو په وروستيو څو کلونو کې يې لمانځل د پخوا په شان شاندارو مراسمو او لکه څرنګه چې بايد ولمانځل شي؛ نه کيږي. د ليلونه يې ډیر څه کيدلی شي خو په عمومي  توګه د هيواد ترينګلي سياسي او امنيتي حالات او په کور دننه د ځينو لاسپوڅو او پرديو ته وفادارو کړيو نفوذ د دې سبب شوی چې دغه له وياړه ډکه ورځ مو لکه څرنګه چې ښايي؛ نه لمانځل کيږي. دا يو منل شوی حقيقت دی چې څومره يو څوک دوستان پيدا کوي او محبوبيت يې ډيريږي؛ په همدې کچه يې مخالفان او دښمنان هم ډيريږي.

د افغانستان د خپلواکۍ اتل غازي امان الله خان له  انګريزي ښکيلاک نه د خپلواکۍ په ترلاسه کولو سره د ټول ولس په زړونو کې لکه د وينې ځای نيولی او هيڅلکه به يې هير نه کړي خو له بده مرغه چې اوس هم ځينې کړۍ د دولت په بدنه کې شتون لري چې په بيلابيلو پلمو او لارو  څخه غواړو د دغې ورځې ارزښت کم کړي او يا هم کم تر کمه د افغانستان دخپلواکۍ ارزښت ته ضربه ورسوي. دوی داسې نه دي چې يوازې د غازي امان الله خان ايډيالوژيک مخالفان وي بلکې دوی په اصل کې د افغانستان د ازادۍ غوښتونکي نه دي. دوی د دې لپاره چې د دغې وياړلې ورځې ارزښت ته زيان ورسوي؛ نور خلک (هغوی چې د غازي امان خان د مفکورې مخالفان و) رامخته کوي او وايې چې د فلاني هډوکې دې هم له سره ولمانځل شي. دوی غواړي د قومي، ژبني او سمتي تعصب له مخې د غازي امان الله خان د مفکورې مخالفانو ته ارزښت ورکړي او په خلکو يې تحميل کړي. خو دوی دا هير کړي چې پر خپلواکۍ مينو افغانانو له زړونو د غازي امان او د خپلواکۍ د ورځې محبوبيت کمول؛ د دوی خوب دی، خيال دی او مجال دی.

دوی د غازي امان الله خان د هغو مخالفانو پاتې شونې دي چې په هاغه مهال يې هم د انګريزي ملايانو په وسيله غازي خان پسې پروپاګند شروع کړ. د دوی نيکونو چې د افغانستان لپاره د غازي امان الله خان د پلانونو د تطبيق مخالفان و؛ د انګريز په اشاره نوموړي پسې پراخ  منفي تبليغات شروع کړل او بلاخره هغه يې ديته اړ کړ چې له هيواده کډه وکړي. په هغه وخت همدغو د پرديو غلامانو د غازي دا برياوې ونه شوې زغملای، نو له انګريز نه د پيسو په ترلاسه کولو يې په پيسو مين ملايان په هغه پسې راپاڅول او په دې ډول يې زموږ د خلکو له سپېڅلو اسلامي احساساتو څخه يې ناوړه ګټه پورته کړه. که چيري دغو افغان دښمنه او د پرديو مزدورانو، غازي امان الله خان د افغانستان د پرمختګ اړوند خپل پلان عملي کيدو ته پريښی وای نو نن به افغانستان هم د سيمې له سيالو هیوادونو لکه ايران او ترکيه سره به په قطار کې ولاړ و.

لیکنه : خوشحال آصفي