آنارشیسم؛ نوستالژی اتوپی است

Anarchism.  آرام بختیاری ناکجاآباد مدینه فاضله، شوق دیدار بهشت زمینی بود.   واژه یونانی…

ایستاده گی طالبان در برابر جریان شکست ناپذیری تاریخ

نویسنده: مهرالدین مشید فرهنگ تسامح گرای خراسان تاریخی و ستیزه جویی…

علم او ټکنالوژي؛ د رښتینې خپلواکۍ محور

په اوسني عصر کې د نړۍ بڼه په بشپړه توګه…

تله‌ی «شرِ کوچک‌تر»؛ چرا نباید بد را در برابر بدتر…

هانا آرنت، فیلسوفی که عمر خود را صرف مطالعه ریشه‌های…

هستی، انسان و عدم 

رسول پویان  عمری گذشت در خم و پیچ مدام هیچ  بـودن نـدیده مانـدن کس در دوام هیچ  جاه و جلال و قـدرت آدم فـسـانه بود  ابحـاری در سـراب تخیّـل تمــام هیچ  زور…

            ائتلاف های شکننده و شجره نامۀ سیاه سیاستگران افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید تغییر ناپذیری طالبان و ناتاثیر گذاری مخالفان اعتماد…

             خواب ظلمانی

خفتگا ن رویا ی  یک  آرا مش ا ند  همچوکشتی بسته…

      نسبت ونسبیت 

نسبت بیان منسوب ومربوط ،ربط وتعلق وبا مفاهیم تناسب ،متناسب…

این هم بیاد تاریخ بماند

قومگرایی و ائتلاف ها بر بنیاد قومیت حلال مشکل افغانستان نیست! گرایش…

چرا اخلاق در همه‌ عرصه‌های زنده‌گی میان بیش‌ترین بشرِ قرنِ…

اخلاق‌نگری به سیاست‌مدارانِ بد اخلاق: مورد ترامپ محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مکتب-دینی فلسفی من…

برابری حقوی + استعداد ذاتی = شایسته سالاری...!

انسان ها٬ نظر به توانایی های ذاتی برابر آفریده نشده اند.…

مرغ رویا  

رسول پویان  مسوزان بال پـرواز پرستـوهـای زیبا را   میفگـن در قفسهای طلایی…

تعامل که انزوا؟

نور محمد غفوري په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو برخلیک د…

از کابل تا دیاسپورا؛ روایتی از هفت خوان رنج های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ در گره گاۀ تروریسم و مردم این…

هویت و عوامل تعیین‌کننده آن: بررسی علمی و تحقیقاتی

نور محمد غفوری خلاصه هویت یکی از مفاهیم بنیادین علوم اجتماعی و…

نقد متافیزیک؛ شرط انقلابی بودن،شد

Metaphisik. آرام بختیاری متافیزیک؛ میان الاهیات، و هستی شناسی توهمی.   آغاز بحث متافیزیک…

جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

اتحاد 

تابکی در رنج  و دوری ها ستیم موج  نا  پید ا…

نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

«
»

حکومتي تکيه کلامونه

پر کلکو ټکو او شديدو الفاظو يې غندو، ياد عمل د نړيوالو  اصول خلاف عمل دی، په دې وحشتناکه بريد سره يې وښودله چې هيڅ ډول دين او مذهب ته پابند نه دي، شهيدانو ته د جنت فردوس غوښتنه او ټپيانو ته د بيړنۍ روغتيا غوښتونکي يو، په دې کار سره يې ټول ډيپلوماټيک اصلونه تر پښو لاندې کړل، مونږ مو په غم کې شريک يو، د پيښې د څيړنې لپاره کميسيون وټاکل شو، اصلاحات راولو، حکومت ټاکنيزو اصلاحاتو ته ژمن دی، دښمن ماتې خوړلې، فلانۍ دوسيه به ژر تر ژره وڅيړل شي، د څيړنيز کميسيون پايلې به له خلکو سره شريکې شي، له دښمنه يې غچ اخلم  او …

دا ټول هغه تکراري جملې دي چې د ولسمشر او اجرايه رييس په ګډون ډيری حکومتي مشرانو زمزمه کړي دي او لا يې هم زمزمه کوي. دا ټولې هغه جادويي جملې دي چې په يو ځل ويلو يې حکومتي مشران له هر ډول مسوليته خپلې اوږې سپکولی شي، دا ټول هغه کلامونه دي چې د ملي يووالي حکومت مشرانو د کار له پيله تر اوسه په خپلو ټولو خبرو کې ډيرې ويل شوي دي، او دا ټول هغه تکراري خبرې دي چې ولس يې نور د اوريدلو حوصله نه لري.

دلته په هيواد کې که هره پيښه رامنځته کيږي، يا که په کورني سياست کې کومه ستونزه مخې ته راځي او يا هم په بهرنۍ پاليسۍ کې له نورو  هيوادونو سره اړيکې خړيږي او هغوی مو په خاور، حريم او آزادۍ تيری کوي نو د حکومت مشران يې په ډيرې آسانۍ جبيره کوي، بس کنفرانس ونيسي او يا اعلاميه خپره کړي چې پر اساس يې ياد عمل غندل شوی او د دښمن کار بلل شوی وي. دلته زمونږ حکومتي مشران فکر کوي چې د دوی مسوليت يوازې همدا دی چې تیری، ظلم او زياتی دې په کلکو ټکو وغندي.

همدا څو ورځې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شول چې پاکستان په تورخم کې هغه دروازه بشپړه او پرانيستله چې د مخنيوي لپاره يې زمونږ اتلو سرتيرو سرونه قرباني کړل، خپلې کورنۍ يې د وير په ټغر کېنولې او خپل اولادونه يې يتيمان پريښودل. حکومت لکه د نورو غميزو او پيښو په څېر په افغان خاوره د پاکستان دا ښکاره تيری هم په کلکو ټکو وغندو او دا يې د ټولو نړيوالو اصلو خلاف عمل وباله. اوس پوښتنه دا ده چې آيا د حکومت دنده غندل او تقبيح کول دي او که له خاورې، ناموس او هويت څخه دفاع او ساتنه هم دوی پورې اړه لري؟

زمونږ حکومتي مشرانو ته اوس د خبر رسولو آسانه لار پيدا شوې ده، هر وخت په هره سيمه کې هره پيښه که رامنځته شي؛ دوی له دوی سره د اعلاميې تيار جوړ فرمټ راواخلي او د پيښې سيمه او تاريخ يې نوی کړي او د فيسبوک له لارې يې خپره کړي چې په ترڅ کې يې  ياده پيښه غندل شوې او د دښمن کار بلل شوی وي. دوی په دې طريقه خپلې اوږې له مسوليته سپکې کړي او هر څه سم شي. ځينې وختونه که پيښه ډیره ټکان ورکوونکې وي نو بيا ولسمشر جلا او اجرايه رييس جلا خبري کنفرانسونه نيسي، خبريالان راغونډوي او پښه په سختو ټکو وغندي او يو څو تکراري احساساتي خبرې وکړي. په پای کې د پيښې د ژر تر ژره څيړلو تکراري امر وشي او ولس ته دروغجنه هيله مندي ورکړل شي. داسې ډیرې ټکان ورکوونکې پيښې شوي چې حکومت يې د ژر تر ژره څيړولو او له ولس سره د پايلو د شريکولو امر کړی وي خو تر اوسه هيڅ يو کميسيون په دې نه دی توانيدلی چې پيښه په بې طرفه توګه وڅيړي او بيا يې پايلې له ولس سره شريکې شي.

حکومت يوازې په تکراري خبرو خلک تير باسي او په دروغجنۍ هيله مندۍ د خلکو د احساساتو مخنيوی کوي. حکومتي مشران اوس هم کمپايني خبرې کوي او داسې انګيري چې ولس په هيڅ هم نه پوهيږي. دوی يوازې د دې هڅه کوي چې څنګه وکولای شي د ولس له غبرګونه ځان وساتي. نور د دې غم کې نه دي چې په راتلونکې کې څنګه د احتمالي پيښو مخنيوی وکړي. خو ولس نور پوه دی او هيڅکله هم د هيچا په تکراري، کمپايني او غولوونکو خبرو نه دوکه کيږي. ولس نور  کار غواړي، ولس ويښ شوی دی او نور ويده رهبران نه غواړي. دريغه چې حکومتي مشران مو هم د غفلت له خوبه بيدار شي او د هرې پيښې او تيري لپاره مناسب غبرګون وښايي.

لیکنه : خوشحال آصفي