توهم پولی، دستمزد، تورم ـــ برشی از کتاب: «درس‌گفتارهای کاپیتال»

دانش و امید، شمارهٔ ۲۹، اردیبهشت ۱۴۰۴ ــ  اوایل سال ۱۴۰۳،…

     انزوای نمایشی، همکاری پنهانی: از انکار علنی تا توافق پشت…

نویسنده: مهرالدین مشید انزوای دیپلوماتیک تا معامله در سایه: روایت دوگانه…

یوغلط خبر د جنجال منبع

نور محمد غفوری په دې ورځو کې د مغرضو او دروغجنو…

و.ای. لنین- وحدت فلسفه و سیاست

ترجمه. رحیم کاکایی اوگورودنیکوف ولادیمیر پتروویچ، دکتر علوم فلسفه، پروفسور، رئیس کرسی…

ناله یی میهن

رخت سفر ببستم و سوی وطن شدم در آرزوی دیدن مهد کهن…

از شمس النهار ، بنیاد گزاری مطبوعات مدرن

1میرعبدالواحد سادات ترقیات عالم روبه بالاست  ما از بالا به پایین می…

روز جهانی مطبوعات و روزگار آشفته و نابسامان روزنامه‌نگاری در…

نویسنده: مهرالدین مشید هرچند روز جهانی مطبوعات (۳ می) فرصتی است…

ریشه‌یابی پیدایش سادات، خواجه، آقا و بار بی‌معنای مذهبی دادن به…

محمدعثمان نجیب بخش نخست:  مراد من این‌ است تا بدانیم، چرا مردمان…

مارکوزه؛- فیلسوف التقاطی جنبش دانشجویی

Herbert Marcuse (1898-1879) آرام بختیاری نیاز  فیلسوف "چپ نو" به فرویدیسم. مارکوزه (1979-1898.م)،…

مسئولیت اخلاقی رسانه ئی  در دفاع مشترک از روشنگری ،…

نوشته  از: بصیر دهزاد   قسمت دوم  ادامه قسمت اول   نباید یک اصل عمده…

مسئولیت اخلاقی رسانه ئی  در دفاع مشترک از روشنگری ،…

نوشته  از: بصیر دهزاد   قسمت اول   انگیزه این مقاله  تداوم بحث های…

وحدت ملی یگانه ضامن بقای کشور است

اگر از چهار راهی ها گذر کنی مزدور کار ،…

تقسیم جهان 

رسول پویان  زمیـن در بین غـولان جهـان تقسیم می گردد  تـوگـویـی از…

یووالی د بریا کيلي، د نن ورځې اړتیا

ليکنه: حميدالله بسيا په تاریخ کې ډېرې داسې شېبې شته چې ملتونه…

نقش و جایگاۀ اصلی دین در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فشرده عصر حاضر، که با بحران‌های هویتی، اخلاقی، زیست‌محیطی…

 ماکار گرو نیروی توانای جها نیم 

             به استقبال روز بین المللی کارگر  انسان بخاطر زنده ماندن خود…

پیام تبریک به مناسبت اول ماه مه، روز همبستگی کارگران…

درود بر تلاشگران خستگی ناپذیر زندگی،   اول ماه مه، روز گرامیداشت…

هار و فراق 

 نوشته نذير ظفر ساحل ورجنيا  28 اپريل 2025 امد  بهار و   سبز …

تراشه قلب فنآوری دیجیتال سده 21

بیژن باران قلب فنآوری دیجیتال تراشه در طراحی، تولید، کاربرد، ساختن…

افغانستان؛ طعمه قدرت‌های منطقه‌یی و قربانی جنگ‌های نیابتی

چکیده افغانستان طی دهه‌های اخیر همواره درگیر جنگ، بی‌ثباتی و بحران‌های…

«
»

د منځنی ختیځ د اتلو لی لو به

منصور احمدزی

المان                                                         لمړی برخه

 ۵  / ۲ / ۲۰۱۴

  د منځنی ختیځ لوبه په لمړی سر کی دپخوانی شوروی او امریکی ترمنځ د طبعی زیرمو زیرمواو ۰۰۰۰ پر سرروانه وه چه د پخوانی شوروی له ړنګید و وروسته امریکا په سیمه کی یکه تازه پاته شوه نور د پخوانی شوروی دپلویانو په ځپلو یی پیل وکړ دا لوبه په وروستیو څو کلونوکی ګرمه شویدی چه د صدام حسین  معمر القذافی په له منځه تلو او دحسنی مبا رک له بی واکه کید و پای ته ونه رسیده او نن دا لوبه په سوریه کی ګرمه روانه دی ۰

امریکا له ۲۰۰۱ م کال را پدی خوا منځنی ختیځ کی (۵۰۰۰)  استخباراتی کار کونکی ځای کولو سره حالا ت د بد لون یا دعربو پسرلی ورته وایی اماده کړی مګر په اصل کی دا دعربو خزان پیل شویدی ۰

لویدیځ په کورنیو شخړو کی دلاس وهنی له امله د خپل اغیز ساتلو هڅه کوی چه  د نړی له ګوټ ګوټ څخه به تیر شو پخپل هیواد کی یی په سترګو وینو ۰

دامریکی ولسمشر اوبا ما د لمړی ځل انتخاباتو په وخت کی د چنج (بدلون )خبره همیش  کوله او دعراق جګړ ی مخالف وه هغه یی یوه انتخا بی او د خوښی جګړه بلله  پر افغانستان یی دبرید  په هکله ویل دا یوه انتخا بی جګړه ندی بلکه یوه لازمی جګړه دی او دګوانتنا مو دزندان په اړه یی دولسمشری په لمړی دوره کی دتړلو اعلا ن وکړ چه تر اوسه یی  ونه تړلو ۰

سیا ستوال داسی فکر کوی چه د نړی په  پټو رازونو یوازی موږ خبر او پوهیږو بل څوک نه پوهیږی او نه خبریږی دا اشتباه دی ځکه نن ورځ را زونه پټ نشی پاته کید لی يو ډول نه یو ډول وروسته یا وړاندی د ملت  غوږونو ته رسیږی  ۰

په منځنی ختیځ کی نن لوبه دبهرنیو هیوادونو  په مستقیمه او غیر مستقیمه مداخلی باندی ګرمه شویدی چه د سلها وو زره بی ګناه ماشومانو  تورسرو  سپین ږیرو او ځوانانو په مړینه او ملیونونوا نسا نا نو په  بی ځایه کیدو روانه دی چه په سیمه ګی دلوبی ا صلی لوبغاړی سعودی عربستان ، ایران او اسرییل دی چه هر یوغوا ړی د بهرنیو هیوادونو په ملاتړلوبه په خپله ګټه وڅرخوی ، ما پدی اړه يوه لیکنه د (دلیبیا څخه وروسته دناتو لښکر په کوم لور ) ۲۰/۴/۲۰۱۱  تر نامه لاندی  کړی وه ۰

۱ ـ  سعودی عربستان دتوری طلا ( تیلو ) طبعی زیرمو لرونکی بډایه  هیواد دامریکی له له سیاسی او پوځی ملا تړڅخه برخمن دی ( دامریکی اډی خاوره کی پرتی دی ) کوم  رښتینی ا ساس او بنیاد نلری ژر اسیب پذ یره کیدونکی دی او د ۲۵۰۰ څخه زیات شهزاد ګان او شهزادګی لری چه دامریکی زندا نونوکی دجرمونو له ا مله  تر فرانسی دهوټلونو بیلونواود کاندارانوبیلونو نه ادا کولو پوری  ستونزی لری په اروپا او امریکا کی  په عیاشیواو بد بختیومصروفه کورنی دی  ۰

 د بی ساری پیسولګولو  په وسیله غواړی ځان یو قدرت وګر ځوی او کله کله هم غواړی  دامریکی او روسی سره هم  ډغری ووهی دنړی په ډیرو هیوادو کی دوهابیانو په وسیله نا ارا میانی او جګړی رامنځ ته کړیدی مثال مصرکی لمړی د محمد مرسی سره یو ځای وه وروسته دسعودی په امردمرسی څخه جلا دی دپوځی کودتا پلوی شول ،  سعودی او ایران یو دبل څخه دغچ اخستلو په خاطر زموږ خاوره اوو ګړی هم یو دبل په وړاندی استعمالوی ۰

                      عربستان په سیمه کی ا یران دنفوس دمخنیوی په خاطر دغرب په مرسته غواړی دسوریی حکومت را و پرځوی تر څو په سیمه کی دایران ټینګ ملاتړی پاته نشی ددی لپاره یی دسوریی حکومت مخالفینو  ته دقطر په ګډون مالی او لوږستیکی مرستی شروع کړی  چه دسوری حکومت په جګړوکی دځینو سیمو کنترو ل له لاسه ورکړمګر دایران او دلبنان حزب الله  ډلی په مرسته هغه سیمی چه دلاسه ورکړی وی یوه برخه  بیرته  ونیولی  په بدل کی د سعودی حکومت دحز ب الله  په وړاندی لبنان کی یو ایتلاف د ۱۴  مارچ  ۲۰۱۳  کال را منځ ته کړچه دسوری او لبنان داړیکو مخالف حرکت وه  مشری یی ښاغلی  شطح دلبنان دپخوانی لمړی وزیر سعد حریری سلاکار او د ا لمستقبل ډلی مشروه  چه له بیلا بیلو ډلو جوړاو دسعودی له لوری یی ملا تړ کیده  په بمی چاودنه کی وو ژل شوو بیا دسعودی حکومت دلبنان حکومت ته د ( ۳ )  میلیاردو ډالرو  مرستی اعلان وکړ ممکن پدی پیسوله فرانسی څخه وسلی ور ته را ونیسی تر څو د حز ب الله ډله چه دایران ملا تړ ور سره دی او دسوری په جګړه کی پراخه ونډه لری کمزوری کړی ۰

 د بل لوری دسعودی داستخباراتو مشر بندر بن سلطان درو سی ولسمشر پوتین سره په کتنه کی پو تین ته د څو میلیاردو ډالرو قرار دادونو وړاندیز کړی وه چه دسوری د مشر بشاراسد څخه ملاتړ ونکړی او که نه وی بیا به د وی په قفقاز او چیچنیا  کی د روسی مخالفینو سر ه مرسته وکړی (روسی مسلمانان به دخپلو ګتو لپاره نه داسلام لپاره دروسی په وړاندی استعمال کړی ) ۰

همدارنګه دسعودی  واکمنو دمصر پوځی حکومت ته هم  بی ساری مرستی اعلان وکړ چه پدی سره ی دیوه لوری دمصر قانونی نظام چه دخلکو په خوښه ټا کل شوی وه دخپلی راتلونکی له ویری ړنګ او وینی تویو لوته لاره پرانستله چه پایلی خړی پړی تر سترګو کیږی او د داسراییلو ارزودی او دبل لوری یی امریکی ته دا و ښود له چه ستا او داسراییلو داوږدی مودی متحد هم دپیسو په بدل کی در څخه رانیولی  شو۰

په ملل متحد کی هم دسعودی حکومت د څوکی له نیولو ډه ډه وکړه او اعلان یی وکړ چه موږ به دامریکی سره په خپلو اړیکو کی له سره بنیادی کتنه وکړو ۰

دقطر صدراعظم او ولیعهد دامریکی خلاف څرګندونودسعودی څخه ملاتړ په ډاګه کړهمدارنګه معلومیږی چه سعودی  دعراق جګړی څخه هم بی برخی نه وی  ،دعربو دپسرلی په شروع کی دسعودی حاکمان ډیر وار خطا تر سترګو کیده په کور د ننه یی خپلو وګړوته امتیازات اعلان کړل تر څو دپاڅون مخه ونیسی او دامریکی یو انترنتی کمپنی داخستلو خبری پیل کړی  تر څو دنورو عربی هیوادو په شان  دانترنت له لاری مظاهری  سعودی کی شروع  نشی اود ځینی منابعو له قوله چه ځینو امریکای انترنتی کمپنیو ته یی ر شوت پیسی هم ورکړی چه ددوی هیواد کی نا امنیو ته لمن ونه وهی۰

پدی وختو کی داسی معلومیږی چه دسعودی او امریکی اړیکی  د ایران پر سر خوندوری نه ښکاری ځکه ایران سره دامریکا د اړیکو بهبود دسعودی ارزو ندی او پر سوری دامریکی د نه برید له امله سعودی نا راضه تر سترګو کیږی چه په نږدی ورځوکی به دامریکی ولسمشر بارک اوبام سعودی عربستان ته سفر وکړی تر څو دسعودی حاکمانو سره دستونزو په حل خبری وکړی دسعودی واکداران پدی لټه کی دی چه پر ایران او سوری باندی پوځی برید وشی دوی به یی هر اړ خیزه ملاتړ وکړی بیا ځینی منابع تردی هم وړاندی ځی چه امکان لری  سعودی او اسراییل دپردی تر شا د ایران په ضد اتحاد وکړی ځکه اسراییل هم دامریکا او ایران دخبرو پلوی ندی دواړه هیوادونه ایران  سیمه کی خپل دشمن ګنی بیا داهم له یاده ونه با سو چه دسعودی فهد کورنی بغیر دامریکی له ملاتړه ګرانه دی بی اسیبه پاته شی  او امریکا هم دخپلو اساسی ګتو دتر لاسه کولوتر وخته پوری به  ورڅخه ملاتړو کړی چه وروسته به یی په اسانی سره په څو ټوټو او یا هم په کورنی جګړه اخته کړی په موجوده حالت کی سعودی په سیمه کی له هره پلوه ګټونکی نه تر ستر ګو کیږی ، په دوهمه بر خه کی به دایران ،اسراییلو ،روسی او امریکی په برخه کی خپلی څیړنی در سره شریکی کړو ۰

د با امنه  سمسور او سر لوړی افغانستان په هیله ۰

په درنښت