خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

ګډ حکومت او د ځوانانو د اشتغال د ميکانيزم نه شتون

افغانستان د هغه ځوانو هيوادونو له جملې څخه دی چې د مرکزي سرشميرنې له مخې يي ۴۵٪ نفوس ځوانان تشکيلوي؛ خو که د دغه هيواد د ځوانانو حالت له نورو هيوادونو سره پرتله کړو دا په ډاګه کيږي چې؛ افغان ځوان نسل یو هير شوی او شاته غورځول شوی نسل دی چې له سلګونو ټولنيزو ستونزو سره لاس او ګريوان دی. د دغه ځوان قشر لويه برخه له جدي بيکارۍ سره لاس او ګريوان دي چې ښه بیلګه يي د ښاریاتو په چوکونو کې ليدل کيږي چې له سهاره تر ماښامه د ورځ مزدورۍ لپاره ناست وي خو ماښام ځينو ته کار پیدا او ځينې نااوميده کورنو ته روان شي. دغه ټولګه ځوانان بيا ډیری يي د بيکارۍ له وجې د دښمن ليکو ته ورځي او یا هم د اقتصادي او ټولنيزو ستونزو له امله له هيواده تيښتې ته اړ کيږي. ددې تر څنګ د زده کړو ځوانانو ستونزې مو هم کمې نه دي. هر کال مو په زرګونو ځوانان د کانکور په بې پايلو زده کوونکو ورګډيږي او آن له پوهنتونه فارغ ځوانان هم په خپل راتلونکې بې باوره شوي دي.

همدغه ځوانان و چې د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال پځوس سلنه يي د ګډ حکومت له یو مشر او پنځوس سلنه يي د بل مشر سره ولاړ و او هر راز منډې يي وهلې. همدغه ځوانان و چې دواړو ښاغلو ته يي کمپاينونه کول او د دوی دواړو ښاغلو لپاره يي خلک د رايه ورکولو ته هڅول. همدغه ځوانان و چې د اشرف غني د پروګرامونو د تشريح کولو مجلسونه يي په تودو ولولو تاوده ساتل. او همدا ځوانان و چې د عبدالله لپاره يي د لويي جرګې په تالار او د هيواد په بيلابیلو ښارونو کې ميليوني لاريونونه وکړل. «چې سر درد ونه لري نو داغ پرې نه ږدي«؛ ځوانانو له مستۍ دوی ښاغلو ته ځانونه نه و وقف کړي بلکه دوی هم یو څه هيلې درلودلې، دوی هم له حکومته څه طمعه درلوده. ځوانانو د خپل روښانه راتلونکې او د ولسواکۍ د پلي کيدا لپاره منډې وهلې. ځوانانو د هيواد د پرمختګ او سالم امنيت راوستلو لپاره ربړونه ګالل. او ځوانانو د بيکارۍ د غميزې د ختمولو لپاره د دواړو ښاغلو کمپاينونه کول خو په مقابل کې یي د ګډ حکومت مشرانو له دوی سره بيلابیلې لويي لويي ژمنې کولې. دوی به ژمنې کولې چې غواړي ځوانان يي په واکدارۍ کې مديريتي رول ولري. دواړو ښاغلو به ويل چې ددوی په حکومتدارۍ کې به په وزارتونو كې ټاكنې او مقررۍ د اصولو پر بنسټ وي او هغه څوك چې د واسطې او اړيكو له مخې ټاكل شوي وي، دويم ځلي ازموينه به ترې اخلي او يا به هم وزارته وزي.

د ۱۳۹۳ کال په ټاکنو کې دواړو مشرانو د بدلون او سمون په نوم شعارونه ورکول خو اوس دا دی وګورۍ د خلکو په ژوند کې هیڅ ډول مثبت بدلون نه دی راغلی. هغه ژمنې چې د ټاکنیزو منډو ترړو په وخت کې شوې وې واک ته تر رسیدو وروسته هیرې شوې او په بدل کې یی بې کاري، ناامني او فقر ډیر شوی دی آن تر دې چې د تیرو  کلونو لاسته راوړنې هم له ګواښ سره مخ دي. هغه ژمنې چې دواړو کړې وې د امنیت، زیربینا، اقتصادی ودې او د خلکو د حقوقو په برخه کې؛ تر اوسه لس سلنه هم نه دی پلې شوې.

اوس ډیری دغه ځوانان چې د غنی او عبدالله پر ژمنو یې باور او رایې یې ورکړې وې او کمپاینونه یي ورته کړي ول؛ اوس له حکومته بیزاره دي او ټول پرې یوازې نیوکې کوي. اوس هماغه ځوانان چې پنځوس سلنه د غني او پنځوس سلنه د عبدالله په ملاتړ ولاړ و؛ نن دغه ټول ځوانان سل سلنه د دواړو په خلاف ولاړ دي. نن دغه ټول ځوانان حکومت نه يوازې په ورکړو ژمنو کې پاتې بولي بلکه د ژمنو په خلاف کړنو يي تورنوي. خو اساسي پوښتنه دا ده چې: ولې هغه ځوانان چې پرون يي په پوره مينه او ليوالتيا د غني او عبدالله کمپاینونه کول؛ نن يي په خلاف ولاړ دي او ددوی له ګډ حکومته بيزاره دي؟

ځکه چې د ګډ حکومت مشرانو د دريمګړي په خوښه او غوښتنه د دغو ځوانانو او ټولو هيوادوالو په رايه معامله وکړه او د دوه سره حکومت بنسټ يي کيښود. ځکه چې د دریمګړي په وسيله  دغه حکومت رامنځته شو؛ نه د دوی د رايو په وسيله.

دريمګړی راغی او دواړه ښاغلي يي کونج ته کړل او په غوږ کې ورته د دوه سره معجون نسخه واوروله او د ځوانانو په هيلو، راتلونکې ،دهيوادوالو په سرنوشت او ولسواکۍ په نوم يي خاورې واړولې او هغه څه يي وکړل؛ کوم چې خپله غوښتنه وه. څه د پاسه یو کال کيږي چې پر افغانانو د دوه سره معجون حکومت تحميل شوی دی خو په دغه موده کې يي د ځوانانو پنځه سلنه غوښتنې هم نه دي پوره کړي. په دغه موده کې د ګډ حکومت د مشرانو د ژمنو په خلاف څه د پاسه يو ميلون ځوانان بيکاره او شول او زياته برخه يي اروپايي هیوادونو ته په مخه شول او لا هم دغه لړۍ روانه ده. نو له دې معلوميږي چې ګډ حکومت د ځوانانو د اشتغال لپاره هيڅ ميکانيزم او پاليسي نه لري.

لیکنه : خوشحال آصفي