جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

«
»

کندوز د ملي غرور او بري په څوکه

په یوه کور کې زوروراورولګیداوپه اورینولمبوکې په کور کې هرڅه وسیزیدل دکورخاوند ته یوه نیږدې دوست اوخواخو ږي ډاډینه ورکړه که کور دې داورپه لمبوکې لوخړه شوخودکوردیوالونه دې پاخه شول.خبره دلرغوني اوښکلي کندوزداورپه لمبوکې سیزیدل اودسلګونو،سلګونودبې وزله اوبې ګناه کندوزیانوبې رحمه وژل،ټپي کیدل اوپه زرګونو،زرګونوپتمنواودرنوکورنیودخپلومېنواوپلرني ټاټوبي پریښودل اودهیوادبیلابیلوسیموته دستروستونزو،لوږو،تندوپه ګاللواوناورین سره جوخت کډه کول  اودویرجن اوغمجن برخلیک سره لاس اوګریوان کیدل وو.اوسخت زړي،تورمخي دوښمن خپلې رذیلانه اوشیطاني موخې اودسیسې دکندوزپه غیرتي اومیړنیوولسونوپلي کړې.خوکندوزمیشته توریال اوننګیال ولسونه اووطنپالې پراخې پرګنې د دغه خونړي ناتارپه وړاندې راویښي،یوتن،یومټ اوځوکمن سوک شوي دغو خونړیوپیښودغیرتي کندوزمیشتوارادې اوهوډونه لکه پولاد پاخه کړل اودادې وروڼوولسونواوغیوروپرګنویواوبل ته دورورګلوې اوتاریخي پیوستون مینه ناکې غیږې پرانیستلې اوپه اګاهانه اومدبرانه دودیې وعتصمو بحبل ا لله جمیعا ولاتفرقو،لوړه وکړه چې نوربه هیڅکله خیل،خیل اوزي،زي نه اوسودیوتن اویوملي پیوستون په سپڅلي اوغیرتي اراده به د دوښمنانوهر ډول بلوسواودسیسوته یوموټی ولاړوو.

درنومشرانواوتوریالیوکشرانو!

د دغه یاریخي پریکړې بریا اورښتینی ننګ مومبارک،مبارک.

تاسوپه دغه تاریخي،بې ساري پریکړه دافغانستان دتورمخواوکرغیړنودوښمنانوپه ناولو موخواوبیلابیلوتوطیو دبطلان اوغوڅې ناکامۍ کرښه راښکوده اودهیوادتاریخي دوښمنان موسخت ولړزول بیا هم مبارک اوبرکت.

ګران افغانستان دټولووروڼوقومونواوملیتونوګډکوراوپه دې لرغوني ټاټوبي کې لکه یو تن اوسیدلي اوتل یې پردیویرغلګرواوبلوسګروته مرګوني اوریزمریزکوونکي ګوزارونه ورکړي دي اودتاریخ په اوږدوکې وروڼوقومونوپه خورادرنښت ډیرګړوپښتنوپرګنواوولسونوته دمشرورورپه سترګه کتلي اوپه دغه لرغوني آریانا،خراسان اوننی افغانستان کې یې ملي پیوستون اویووالی کلک اوتلپاتې پیاوړی ساتلی دی خوله بده مرغه زموږتاریخي دوښمنانوپه بیلابیلوبڼوتل ملي نفاق اوځانځانیو ته لمن وهلي بیل یې کړه اوایل یې کړه په مکارواوشیطاني چلوټویې خپلې توطیي په بري سره پلي کړي دي.

یوي سیاسي سترې غونډې ته یوه مکار اوبوډا انګریز په زغرده ویل چې پښتانه هیڅکله یووالي،پیوستون اوملي اتفاق ته مه پریږدی ځکه دا زړه  ورجنګیالی ولس ډیر ژرپه یوه بې ساري ستر ځواک بدلیږي اولویې امپراتورۍ جوړوي لکه چې دتاریخ په بیلابیلوپړاوونوکې یې سترې اوپیاوړي امپراتورۍ رامنځته کړي د ډیلي اواصفهان په پلازونوکې دهغودبرم اوعظمت توغونه دپیړیوپه پوړیوکې رپیدلي اودپښتنودځواکمن تاریخ ښکارندوی دي .همدا لامل دی چې انګریزانوتل دا باتورولس په نښه کړی اود دیورنډمنحوسه اوشیطاني کرښه یې دپښتنودویشلواوپاشلوپه موخه رامنځته کړي خوهیڅکله هم داناولي اوکرغیړنه کرښه افغان ولس په تیره بیاپښتنوقومونواوقبایلونه ده منلي اودموثقودلایلوله مخې پخپله امیر عبدالرحمن هم دهغه له لاسلیک څخه ډ ډه کړي اوانګلیسي چارواکې هم دهغه ثبوت اوکره شواهد نه لري .غیرتمنواوپه خپلواکۍ مینوقومونواوقبایلود دغه استعماري،شیطاني کرښې پرضد وسله وال پاڅونونه اوپه سلګونویرغلونه ترسره کړي اودهغه پرخلاف یې تل دغندنې غږپورته کړی دی .انګریزانوپه دغه استعماري کرښه دسترپښتون قوت دپاشلواوټوټې کولوشوم هدف ترسره کړی اودخپلوتاریخي شرمیدلوماتودمیونداوکابل په ګږلیچونواوتنګیوکې دزرګونو،زرګونووژل شویوعسکرواورېزمریزلښکروغچ یې په شیطاني دپلوماسی کې ترلاسه کړاودادی تردې دمه دلروبروپښتنودټکولو،وژلواوټوټې کولوکرغیړنه لوبه دتورلنګیوپنجابیانوپه تورولاسونوپه خورا بې رحمی اوسپین سترګی سره روانه ده اودهغه دزاړه انګریزدغوښتنې اوانګیرنې سره سم دپښتنوپه کلو،حجرواوبانډودخونړۍ جګړې اوډله ییزې امحا،ناتاراوناورین روان دی ځکه پښتانه په بیلابیلوډلو،ټپلو،خیلونواوتنظیمونوویشل شوي اودځانځانی اوبې اتفاقی وژونکي وبا یې هردوښمن ته وهل اوټکول اسان کړي اود دوی وینه بې ارزښته شوي ده ځکه د دوی په کوراور بل،واړه زاړه اوآن یوورځنی تنکی ماشوم یې دچاړې اوخونړي تیغ لاندې سا ورکوي که لراوبرپښتانه یوه چیغه اویولښکر نه شي لیري نه ده چې د دوی به یوازې سترې هدیرې په برخه اوخدای مه کړه دتاریخ ژورې کندې ته به ګوزارشي نوځکه دکندوزدمیړنیوپښتنودیووالي اوپیوستون چیغه دټولوافغانانوپه تیره بیا د دربدر پښتنودبیداری،هوښیاری اوځان ژغورني غوره اودرنه پیلامه بولم هیله ده چې دلوی افغانستان په لراوبرکې ورته ملي،ولسي هڅې اودرنې جرګې پیل اوپه دې لاره کې غوڅ اوجسورانه ګامونه پورته شي او د دغه ملي سرتاسري غورځنګ دتبلیغ اوترویج په لاره کې وطنپالي اوولسپالې رسنۍ خپل کارنده ملي دېن ادا اوپراخ کمپاین پیل شي.دپاچا خان په خبره یابه یو کیږو ګنې ورک کیږو.

دلوی اوسرلوړي افغانستان دجوړیدوپه هیله.

بسم الله اکبري

۶/۱/۲۰۱۶ هالینډ