زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

«
»

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند لیکونکی، ادبي کره کتونکی او سیاسي فعال وو، چې د جون میاشتې په (۲۱)مه پر  (۱۹۰۵)زېږدیز کال د فرانسې په پاریس کې زېږېدلی دی. سارتر د اګزیستانسیالیسم، وجودی فلسفې او ښکارندپوهه او د پدیدو او پېښو پېژندنو په برخه کې یو له مهمو شخصیتونو څخه وو، او د فرانسي د شلمې پیړۍ د فلسفې او مارکسیسم یو له غوره څېرو څخه ګڼل کیږي.

سارتر ډېر ښکلي رومانونه، فلسفي ډرامې، سیاسي، ادبي او تحقیقي مقالې کښلي دي او دی د ازادۍ د لارې يو هڅاند مبارز وو، چې په شلمه پېړۍ کې هيڅ یو فیلسوف د هغه په اندازه شهرت ته ونه رسید.   

ژان پل سارتر د ادبي او څېړنیزو کارونو تر څنګ هغه څوک وو، چې د ژوند د وروستیو شیبو پورې په سیاسي، کارګري او اعتصابي مبارزو بوخت وو، او د پانګوال نظام خلاف یې له هر کارګري خوځښت او حرکت سره مرسته کوله. تر دې چې ده به په خپله په هر هغه اعتصاب او لاریون کې برخه اخیسته، چې د کارګر په ګټه او د پانګوال نظام پر ضد به وو. 

ژان پل سارتر د مرګ تر ورځې واده ونکړ، خو له «سیمون دوبورا» سره یې، چې د فرانسې یو تکړه لیکواله او عالمه وه، پوره پنځوس کاله تیر کړل، چې ملګرتیا یې ډیره نږدې وه.

سارتر ډیر اغېزمن او ارزښتمن نښیرونه(آثار) کښلې دي، چې تر ټولو مشهور اثر یې د (هستي او نیستي) په نوم دی. سارتر ته پر (1964)ز کال کې د ادبیاتو نوبل جایزه ورکړل شوه، خو هغهٔ د دې جایزې له منلو څخه انکار وکړ. 

ژان پل سارتر د اپرېل میاشتې په(۱۵)مه پر (۱۹۸۰)ز کال کې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي.

دا هم د ژان پل سارتر کڼ شمېر ژورې او اغېزناکې ویناوې او  خبرې: 

– زه هغه وخت آزاد یم چې، په نړۍ کې ټول خلک آزاد شي. تر څو چې، نړۍ کې یو فرد هم آزاد نه وي آزادي شتون نه لري. 

– خندا باید وساتو، په خندا لیکل وکړئ. 

– تر ټولو غمجن هغه څوک دی چې تر ټولو زیات خندا کوي. 

– ټول وخت ته اړتیا لري. انسان نباید مخکې تر دې چې وپوهېږي څه و وايي، پاېلې ته ورسېږي. 

– کمزوري اراده لرونکي خلک، تل د معجزو او حیرانتیاوو پیښو په تمه وي، خو پیاوړي خلک د معجزو او حیرانتیاوو پیښو جوړونکي وي. 

– کله چې بډایان جنګ او جګړه پيلوي، دا بې وسه او غریبان دي چې په کې مري. 

– تر زړه هيڅ څيز هم ډېر ساده نه ماتېږي. 

– انسان محکوم دی چې خپلواک او ازاد واوسي، ځکه نړۍ ته په راتګ د خپلو کارونو پازوال(مسوول) وي.              

– له هغه شیبې څخه چې تاسو د تل پاتې کیدو خوب له لاسه ورکړئ، ژوند به نور مانا ونلري. 

– د وګړیو له پرېکړې پرته، د سبا ورځې تاریخ اټکولای نه شو، که یو ملت د فاشیزم نړۍ لید ته غاړه کېږدي، ګانده (راتلونکې) به یې له فاشیزم پرته بل څه نه وي. 

– خلک د هر څه په اړه خبرې کوي، په ځانګړې توګه د هغه څه په تړاو چې دوی یې په اړه هیڅ نه پوهیږي.             

– بشر هيڅ هم نه دی، خو که ځان نه یو څه جوړ کړي. 

– نبوغ، د تفکر جوهر دی. 

– تفکر د انسان د هستۍ جوهر دی. 

– څومره چې د یو څه له لاسه ورکول موږ ته خپګان راکوي، د هماغه شي په درلودلو کې د خوښۍ احساس نه کوو… او دا د انسان فطرت دی! 

– هرڅوک وخت ته اړتیا لري. یو څوک باید دې پایلې ته ونه رسیږي مخکې لدې چې پوه شي هغه څه وایي.                      

– مه پرېږدئ چې بچیان مو وژاړي، ځکه باران هم غنچې له منځه وړي. 

– د یو کس نن ورځ به، هرومرو پرون شي، خو دا ممکنه ده چې سبا به هیڅکله نن نه وي. 

– یوه فلسفه چې په احتمالاتو تکیه کوي او په هیڅ حقیقت پورې تړاو نلري د ماتې او ناکامۍ سره مخ کیږي.           

 – انسان په ازادۍ محکوم دی. 

– انسان د ارزښتونو پنځګر دی. 

– انسان بل څه نه دی خو هغه څه چې هغه له ځانه جوړوي. 

– تر څو چې زه ډاډه یم  زه به هیله او امید له لاسه ورنکړم. 

– کله کله زه اندو فکر کوم چې زه د خپل ژوند په اړه په هر څه، چې پوهیږم ما یوازې په کتابونو کې زده کړل.            

– موږ د هغه خلکو قضاوت نه شو کولای، چې موږ یې خوښوو او په موږ ګران دي. 

– ډارونکی هغه څوک دی، چې له ځانه یې  ډارونکی جوړ کړی دی، اتل او قهرمان هغه څوک دی، چې له ځانه یې اتل جوړ کړی دی. 

– خلک د هر څه په تړاو خبرې کوي، په ځانګړې توګه هغه څه چې دوی یې په اړه هیڅ نه پوهیږي. 

– موږ یوازې هغه څوک کیدی شو چې موږ په رښتیا سره یوو، موږ باید د هغه څه له منلو څخه انکار وکړو، چې نورو موږ  جوړ کړي یوو او د هغې پر وړاندې باید ودریږو. 

– ځینې ​​​​وختونه تاسو باید د خپل یوازیتوب لپاره  شاوخوا ته یو دېوال جوړ کړئ، نه د نورو د ګوښه کولو لپاره، خو وګورئ څوک به هغه دېوال مات کړي چې تاسو وګوري. 

– لکه هره خبره چې له خولې څخه راوتلې پایلې لري. هره چوپتیا هم همداسې ده! 

– په ژوند کې ځینې وختونه اړین دي، چې ځینې ​​خلک له لاسه ورکړئ، د ځان موندلو لپاره. 

– د خلکو زړونه ماتول هیڅ ستونزمن او مشکل کار نه دی او هر څوک یې کولی شي. هغه څه چې ستونزمن دي د زړونو ماتول نه دي. 

 – نه موږ کولی شو مړ شو، نه موږ ژوند کولی شو، نه موږ کولی شو یو بل وګورو، نه موږ کولی شو یو بل پرېږدو، موږ په یو عجیب اکر او حالت کې راګیر یو. 

– هغه څه چې یو څوک کمزوری کوي د تیښتې یا تسلیمیدو عمل دی. 

– ګیله او شکایت کول بې مانا دي. دا بهرني عوامل ندي چې زموږ احساسات، زموږ ژوند او زموږ حقیقت جوړوي. 

– فاشیزم د قربانیانو د شمیر له مخې نه، بلکې د هغوی د وژلو د څرنګوالي له مخې پېژندل شوی دی. 

– که غواړې چې د خپل ژوند په ارزښت پوه شې، یو ځل یې په خطر کې واچوه! 

– سیاست یو علم دی. تاسې کولای شئ ثابت کړئ چې حق ستاسو سره دی او نور په تېروتنه کې دي.                       

– کله چې موږ یوازې یوو، موږ د ملګرو په لټه کې یوو. کله چې موږ وموندل، بیا د هغوی نیمګړتیاوې لټوو. خو د هغوی له لاسه ورکولو وروسته موږ  د هغوی د یادونو په لټه کې یوو. 

– کله چې شتمن جګړه کوي، دا بېوزله او غریب دی چې مري. 

– مرګ زما د ژوند دوام دی خو له ما پرته. 

– تاریخ یو بې چلوونکی موټر نه دی او یوازې خپلواکي نه لري، بلکې هر څه چې موږ وغواړو، تاریخ به هماغه شي. 

***

په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود