جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

ډراماتیکه مرګوني سزا

څه موده دمخه مې دیوه ملګري سره چې له ګران افغانستان څخه هالینډ ته راغلی ودزړه خواله درلوده اوزما دیوي لندې طنزیه لیکني (دوه سری خوسکی اوکه دوه سري وکیلان) ترسرلیک لاندې مودخبرواتروبنډارښه تود روان واوپه هیواد کې مودروانودرغلیو،سترفسادبډواورشوتونودشته والي اودهغه دمخنیوي په اړه اغیزمنې لارې چارې سنجولې.هغه وویل زماپه اندکه دولتي اوحکومتي چارواکي اوعدلي اورګانونه وغواړي دفساد،بډواوغلاوومخنیوی ډیرژرنیول کیدای شي خوداهوډمنه اوغوڅه اراده ،کلک تدبیراوسنجول شوی پلان غواړي اوزیاته یی کړه په دې اړوندبه زه د ډیروپخواکلونوچې په هغه مهال تنکی ځلمی وم یوه په زړه پوري دسترګو لیدلي کیسه درته وکړم کیسه داسې ده چې موږڅوتنه دیوه سترکلي په جومات کې دطالبانو په نامه دیره وود دیني زده کړې اوصرف ونحوپه یادولواوزده کړوبوخت ووموږ داوسنې زماني دسخت دریځه اوغوسه ناکوطالبانوپه څیرنه ووډیربې وزله،بې وسه اوعاجزطالبان ووخداې دې دهغه سترکلي ټولوکلیوالواواستوګنوته خیرورکړي موږته یی په خورادرنه سترګه کتل اوکله به موچې په نوبت سره وظیفه یانې ډوډۍ ټولوله په ورین تندي به یی زموږپه واک کې راکوله اوځینوکورونوبه پی ،شړومبې اوقطغ هم جومات ته رالیږل.

هوساژوند راباندې تیریده خوله بده مرغه دسهارپه مهال مودچای سره ډوډې نه درلوده لامل یی داوچې زموږپه ډوډۍ ستاسوپه مخ دی ګل وي یوغټ سپی روږدی وهغه دومره هوښیاروچې کله به موږپه خواږه اودرنه خوب پریوتي ووهغه ظالم به دشپې په تیاره کې زموږټوله ډوډې خوړله اودسهاردچای سره موډوډی نه درلوده اوګرده به وږي پاتې ووپه اونیواونیوموداوږي سهارونه وزغمل دپوښتنې ګرویږنې وروسته راته پته ولګیده چې دبرکلي دیوه زورورسړي غټ سپی زموږپه ډوډی روږدی دی اوموږخواروطالبانودحیا اوهم دویرې له کبله هغه ته څه نه شول ویلی دستونزي اودغه ربړي داواري لپاره موډیرچورتونه اوخیالونه وجنګول اویوي په زړه پوري پایلې ته ورسیدواووموپتییله چې نورباید ځانونه بې غمه کړواویوغټ محکم منګی موپیدا کړاودهغه منځ ته موښه غوړه ډوډۍ ورواچوله اومنګی مودجومات په وره کې ورته کیښود.

سپي دهمیشني عادت سره سم بیاځان دشپې په تیاره کې راورساوه اوداځل یی دتوس وهنې اوپلټني وروسته ډوډۍ دمنګي په منځ کې پیدا کړه اودغوړودبوی په استشمام یی تلوسه اواشتها لازیاته شوه اودغټ درنه منګي دننه ته یی په زوروهنې سره ککری ورننه ایسته ډوډوې یی په مزه،مزه په کې وخوړه خوکله چې دخپلې ککری درا ایستلو په تکل کې شوسریی دمنګي په دننه کې بند پاتې شواودسپي په چغارواوبوغاروراویښ شوپه زړه پوري ډرامه وه غټ سپی منګی په سر په منډوشواوپه مخه کې داوبوپه یوه ډنډوربرابرشواوپکې ولوید داځل یی عذاب لازیات شوځکه منګۍ له اوبوډک شواودسپي چغارې هم ورکې شوې له لږځنډ وروسته سپي دمنګي په دننه کې سا ورکړه اوپه هماغه شپه مومړسپی له اوبوراوییسته اوسهاریی کلیوالوپه زړه پوري ننداره کوله اوموږځانونه ناخبره اچولي ووخو کله چې یی دبرکلي اصلي څښتن خبرشوله شرمه یی څه ویلی نه شول خودومره یی وویل چې زما سپی په خیټه موړوخودغلاخوراک یی عادت ګرځیدلی و.

له هغه وروسته مودسهاردچای سره ډوډۍ پیداشوه.له کیسي مې موخه داده چې موږساده طالبانوغله سپي ته سزا ورکړه ایازموږمتفکرمشراونورواکمن ډیری،ډیری مشاورین نه شي کولای دغلواوداړه مارانومخه ډب اوزموږبې وزله اووږي ولسونه د ډوډی خاوندان شي اودافغانستان دسپیڅلي لمنې څخه په نړیواله سطحه دلومړی درجې  توراوکرغیړن فساد داغ لیرې اوهیوادموبیا دتاریخي ستروجاهت اودرنښت خاوندشي.

بربنډاورسوادی وي زموږدګران هیواداوبې وزله ولسونودملي شتمنیوغله.

په همدې سپیڅلي هیله.

بسم الله اکبري هالینډ

۱۰/۲/۲۰۱۵