نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

  چیرې ټاکنې او ډیموکراسي او چیرې نظارشورا!

     ځار شه د هوا او حرص خیال تر قناعته

چیرته ملک د مصر، چیرته ده د غلامان

رحمان بابا

ځو ورځې وړاندې،امریکا غږ سرهښاغلي ګلین کوانچې افغانستان کې د رایو د تفتیش یو نړیوال څارونکي او د ډیمو کراسۍ انټرنشنل مشر دی، مرکه کړې وه چېهغې کې يی ویلي وو د « رایو تفتیش به اعلان شوې پایلې بدلې نه کړي».

بلخوا کله چې کابل کې د امریکا سفیر کننګهم د رایو د تفتیش په پایته رسېدو د ټینګار ترڅنګ وویل : « د رایو د تفیتش بریالۍ پروسه او د سیاسي موافقو په پای کې چې د ملي یووالي حکومت به یې په نتیجه کې جوړ شي؛ نه یواځې د افغانستان د امنیت او پرمختګ لپاره اهمیت لري؛ بلکې د افغانستان او نړیوالو تر منځ اړیکې هم پراخې او زیاتې ټینګوي.دا د کاندیدانو هدف دی هغه هدف چې موږ یې په بشپړه توګه ملاتړ کوو چې د سپټمبر په لومړیو کې د ناټو په سرمشریزه کې نوی جمهور رییس د افغانستان په استازیتوب برخه واخلي. تاند»

دګلین کوان او کننګهم  دغو روستیو څرګندونو او د رایو د تفتیش بهیر، د نظارشورا څو معلوم الحال لنډه غر،یوځل بیا وتورول او د ټاکنو د بهیر او د اساسي قانون په وړاندې يي د څرګند یرغل نوی پړاو راپیل کړ!

په نظارشورا کې د لنډه غرو سرخېلي د پرون په توپير، نن د بلخ تښتېدلی والی عطامحمد نور پر غاړه لري. عطا نور د بلخ ولایت چارې پخپل فرمان مرستیال والې ته حواله کړې او خپله  لومړی په بهر او اوس کابل کې د ټاکنو د پایلو په وړاندې د مدني پاڅون په نوم یوې شرمېدلې کودتا ته په تمه دی.

عطا نور چې خونړي اسلامي جمعیت کې يي د عمر له مخې زوړ پښت نه شو ګڼلای، په اندونو او لیدلورو کې، تر ټولو جمعیتیانو متحجر او توندلاری شمېرل کیږي.عطانور په نظارشورا کې د ټاکنو د بهیر او اساسي قانون سره په ډغرو کې، د جمعیتیانو په مخکي لیکه کې ولاړ دی. دی یوازې هغه ټاکنې مني چې په پایله کې يي نظارشورا خامخا بریالۍ شي. دی وايي « که عبدالله بریالی نه شي، مدني پاڅون به وکړو»

د عطانور په اند، د ۹۰ یمې لسیزې پشاند کابلښار بیا چور، تالان ،کنډواله او ټولوژنه ، مدني پاڅون ګڼل کیږي. نوموړی د نظارشورا له حرفوي غلو او مدني ضد څېرو څخه، مدني پاڅون غواړي او د نظارشورا لیکوالان او رسنوال لګیا دي، هغه بیا افغانانو ته سپین او قانوني ځلوي!

ډیموکراسۍ لپاره په ټاکنو کې، لومړۍ خبره د ماتې او بریا په مهال زغم دی. د ماتې نه زغم او د بریالي ټيم په وړاندې هر ډول خوځښت او غبرګون که څه هم هغه ته د مدني خوځښت اویا پاڅون نوم ورکړو، ملي او دیموکراټیک ضد عمل دی.

عطانور یوازې د ټاکنو کمیسیونو ته پټکې او ګواښونه نه کوي بلکې هغه دا هم وايي چې د بهرنیانو تر څارنې لاندې پر هغه تفتیش چې دا بهرنیان هم د نظارشورا په غوښتنه د ټاکنو د تفتیش د څارنې لپاره راغلي، باور نه لري.

عطا وايي:«دا ځل ټول پوهېږي چې ده (عبدالله) وګټله، خو د ارګ، حکومت او د انتخاباتو د کمیسیون مثلث درغلي وکړه. »

عطا نور دلته بیا هم د نظارشورا پریکړه، د ټولو افغانانو پریکړه بولي اوغواړي« عبدالله وګټله» تر سرلیک لاندې د خپلو غلو ډله، د ۹۰ یمو کلونو پشان په یوې بلې کودتا سره خو دا ځل د « مدني پاڅون » په نوم پر افغانانو وتپي. دلته د یوه مخکیني پلان له مخې ارګ، حکومت او د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره ګډوله کیږي او د ټاکنو د پایلو په وړاندېد « مدني پاڅون»په نوم کودتا پلانیږي!

دا شان، نن پنجشنبه د اګست په ۲۱ مه، د عبدالله ټیم دوهم مرستیال محقق هم مخکې له دې چې د رایو تفتیش بشپړ شي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون دټاکنو پایلې اعلان کړي، ډبل عبدالله په ټاکنو کې بریالی اعلان کړ. ټول پوهیږي چې د محقق او عطانور دا ډول څرګندونې، د ټاکنو د بهیر د سبوتاژ، بدنامۍ او ناکامۍ لپاره ترسره کیږي!

همدارنګه په نننۍ غونډه کې عبدالله د « رایو د روان بهیر ملاتړ وکړ او هم یې پر هغه انتقادونه وکړل. عبدالله همداراز هم ځان بریالی وباله او هم یې خبرداری ورکړ چې که دوهم کاندید ته مساوي واک ورنه کړای شو په هیڅ صورت به یې ونه مني.»

د عبدالله د ګډووډو او اړوپیچ خبرو څخه څرګندیږي چې هغه د نظارشورا او د محقق ډلېتر سخت فشار لاندې دی. د رايو د بهیر ملاتړ يي د عطا نور او محقق له دریځ سره توپير لري، ځکه هغوی دواړه په ښکاره د رایو په بهیر باور نلري. خو په ورته وخت کې دا چې عبدالله وايي په ټاکنو کې بریالی دی او بلخوا وايي « که دوهم کاندید ته مساوي واک ورنه کړای شو په هیڅ صورت به یې ونه مني»، ښايي دا ګډې وډې د خپل بایلونکي ټیم د خوشحالۍ او مورال لپاره وکړي.

د عبدالله ټاکنیز ټیم چې د نظارشورا پر محور راغونډ دی، له متوفي مجاهدینو لکه تورن اسماعیل او عبدالرب سیافه نیولې، د ستمي سیکټاریستانو لکه پدرام او نورو او د کارملي بدنامو پرچمیانو لکه علومي، مجیبالرحمان رحیمي او نورو څخه چې د بهرنیو بېلابېلو جاسوسي کړیو څخه يي لارښوونه کیږي او بېلابېلې تګلارې لري، په ټاکنو کې هم ټاکلې کړنلار نلري. تصادفي نه ده دغه ټیم، ټاکنې چې د ډیموکراتيک نظام بسیا لپاره یوازینۍ لار ده، سبوتاژ کوي. ددغه رسوا ټیم ټولې ترکیبي لومړۍ کړۍ د ټولنې رنځوره، روسته پاتې او پریوتې څېرې دي. ددوی ټولو لاسونه د افغانانو په وینو ککړ دي، دوی د کرزي د پير او حکومتد فساد او چور بنسټيزه برخه جوړوي. دوی هم حامد کرزی حکومت کولو ته پرينښود او هم يي په افغانستان کې نړیواله ټولنه افغانانو ته بېکاره او بدنامه وځلوله.

د ټاکنو په وړاندې ددوی تېره څو میاشتنۍ  کرونولوژي ښۍ چې دوی نه په دیموکراسي او نه په ټاکنو باور لري او نه يي غواړي، دوی د دیموکراسۍ پېښې او اکټونه له لویدیځ څخه د ډالرو د شکولو او د افغانانو د زندۍ کولو لپاره ترسره کوي!

هغه روشنفکران چې د نظارشورا او پر دې محور د راټولې مافیا لپاره لیکنې کوي چې ګني دوی ټاکنو او دیموکراسۍ ته ژمن دي، په حقیقت کې دوی خپله د ټاکنو او د هغو په مټ ددیموکراسۍ ریښه په تیشه وهي!

طالبانو د ټاکنو په دوهم پير کې افغانان له ګډون څخه منعه نکړل او د ټاکنو په وړاندې يي د مدني پاڅون په نوم کودتا ونکړه. بلخوا اسلامي ګوند په ټاکنو کې پراخه ونډه واخیسته او خپل پخواني دریځ يي د تاریخ په ګورنډي ومنډه. دا هغه ګوندونه او ډلې دي چې د نظارشورا لیکوالان يي ټاکنو او ډیموکراسۍ سره ددوښمنۍ په پلمه، په غندلو نه مړیږي او ددوی په تور او پلمه ټول پښتانه په نښه کوي!

خو اوس د نظارشورا په لیکوالو او رسنوالو غږ کوم چې د خپلې نظارشورا لنډه غرو ته پرتوګ واغوندي چېهم يی ټاکنې وشرمولې او هم يي هغه دیموکراسي وشرموله چې دغو ښاغلو ورته ددوی په استازیتوب مقالې لیکلې!

د ۲۰۱۴ کال د اګست ۲۱ مه

سرلوڅ مرادزی